Categories

اعلان

Loading…

سوله که ټاکنې/ ډاکتر ځلاند

کله چې هم د افغان حکومت د نا اهلۍ، بې کفایتۍ  او د کمزوري مشروعیت په اړه بحث را پورته شوی، نو په وړاندې یې ددې ټولو نا خوالو ستر دلیل د بُن لومړنۍ غونډه یادېږي. د بُن په لومړنۍ غونډه کې د حکومت پر ځای سهامي شرکت ته لاره هواره شوه. د سهامي شرکت نوم ځکه ورته یادېږي چې هر څه د بازار د بیې او نرخ له مخې ووېشل شول، چا چې د جګړې په بازار کې څومره زور او ځواک درلوده هغومره ورته په نوي حکومت کې چوکۍ ځانګړې شوې. د همدې منفي بنسټ پر ځمکه دا دی نن کاندیدان د خپلو مرستیالانو په لټه کې په یو تاجک، یو هزاره او بل ازبک پسې لالهانده او سرګردانه  ګرځي، چا ته په دې لټه کې د حزب اسلامي تر نامه لاندې پښتون محمد خان ورسېد، چاته بیا د تاجک مرستیال تر سیوري لاندې د اوسنۍ  کابینې ناکام  وزیر تورن اسماعیل خان ورسېد او چاته هم ازبک ټوپکمار دوستم. کله چې هم د افغان حکومت د مشروعیت پوښتنه را ولاړېږي د طالبانو د صحرایي محکمو پوښتنه را پورته کېږي، نو په وړاندې یې جګړه، نا امني او د ګاونډیو هېوادونه لاسوهنو ته اشاره کېږي.

پوښتنه دا نده چې دا هر څه به تر څه وخت او څنګه دوام کوي؟ پوښتنه دا ده چې هغه د سولې خبرې او هلې ځلې په کوم ځای و درېدې؟

افغانانو د سولې په وړاندې ستر خنډ تل پاکستان ګڼلی، تر یو ځایه خو زه هم ورسره موافق یم، چې پاکستان په لوی لاس د طالبانو د جګړې تر نامه لاندې په افغانانو خپله نیابتي جګړه تپلې او غواړي له دې لارې خپلې ستراتیژیکې موخې تر لاسه کړي. خو دا چې افغانان او په ځانګړې توګه افغان دولت د سولې د راوستلو څومره اراده لري، ماته دا هم سوال دی. افغان حکومت چې د سولې لپاره کوم میکانېزم جوړ کړی، هغه له پېله تر پوښتنې لاندې دی. د هغو جګړه مارانو یوه ټولګه ددې کمېسیون مشري پر غاړه لري چې په کلونو، کلونو له طالبانو سره جنګیدلی، د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو په لومو کې پاتې شوي او د پردیو د لاس الې ګرځیدلې دي. همدا ډول د کمېسیون په جوړښت کې داسې کسانو ته هم ځای ورکړل شوی چې له حکومت څخه په یو نه یو ډول خفه یا یې د چوکیو له وېش څخه پاتې شوي، ددې لپاره چې خفه نشي، نو د سولې د کمېسیون تر نامه لاندې ورته پراخ امتیازات برابر شوي دي. داسې جوړښت او میکانېزم ته په کتو دا جوتېږي چې افغان حکومت د سولې لپاره کومه سیاسي اراده نلري. کېدای شي پدې برخه کې ورسره د امریکا د امنیتي تړون د لاسلیکولو لپاره د کره دلالیلو د پیدا کېدو اندیښنه هم وي؟ په دې معنی چې که په هېواد کې د سولې خبرې ترسره کېږي او سولې ته لاره هوارېږي، بیا خو نو له امریکا سره د امنیتې تړون د لاسلیکولو اړتیا نه پیښېږي.

ولسمشر کرزي په وار وار په ملامحمد عمر مجاهد غږ کړی چې که ادرس یا پته راته معلومه کړې، زه به خپله درشم او له تاسره به د افغان غمیزې د حل په اړه خبرې اترې وکړم، خو له کله چې طالبانو د پاکستان په وساطت او د امریکا په غوښتنه د قطر په دوحه کې دفتر پرانیست، نو بیا له کرزي او واکمن ټیم سره ستره اندیښنه هغه د طالبانو د امارت اسلامي د احیا او د بېرغ د پورته کېدا اندېښنه را مخې ته شوه.

د افغانانو ستر ارمان سولې ته یې شا کړه او خپل سیاسي وېش، واکمني او د حکومت د مشروعیت سوالونو یې را مخې ته کړل، د سولې هغه دریڅه چې افغانانو ترې د خپل ګران هېواد امن او ټیکاو ته د رڼا څرکونه کتل، پرې بنده شوه. خو دا چې له تېرې یوې میاشتې را هیسې د ټاکنیزو جوړ جاړیو خبرې را برسیره شوي او د ټاکنو او ایتلافونو بازار ښه تود شوی له ډېرو افغانانو د سولې خبرې، د سولې میکانېزم او د سولې کمېسیون هېر شوی، که خدای مه که سوله زموږ همداسې له یاده ووځي، داسې ښکاري چې د طالبانو صحرایي محکمې به لا وغځېږي، د نا امنۍ پېښې به له لوګره او میدان وردګه د کابل ښار څنډو ته را وغځېږي، چې دا به نه یواځې د مظلومو افغانانو ژوند واخلي، بلکې هغه ټولې ستړې چې اوسني کاندیدان یې واک ته د رسېدو لپاره ترسره کوي مشروعیت به یې تر سوال لاندې راولي، او راتلونکې ټاکنې به د تېرو په څېر تش په نوم د ټاکنو د نوم د بدلولو په معنی وي.

پوښتنه دا ده چې سوله لومړیتوب لري او که ټاکنې؟ او که دواړه همزمانه په موازي توګه ترسره کېدای شي، نو افغان حکومت او سیاسیون يې په وړاندې کوم عملي پلانونه له ځانونو سره لري او کنه؟

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *