Categories

اعلان

Loading…

حقوق | محمد انور ولید

قوانین دوه ډوله دي:

لومړی : ـــ  آسماني قانون 

 دغه دستوریا قانون یوه داسې ضابطه اوبرنامه ده چې په هر وخت ، هر زمان اومکان کې په نر، ښځه ، واړه ، زاړه ، حُر ، اسیر، غلام ، بادار، کافر، ذ مي ، مسلمان، ظالم ، مظلوم، شاه اوګدا ټولوباندې تطبیق کېږي اوخپل زړښت ، حذف ، ګونګ والی اوالغاء ځکه نه مني چې دا د بشر د مغزتراؤش او زاده نه دی و بلکې دا یواسماني الهي دستوراوامکل ترینه برنامه ده چې چې هېڅ دول عدول اوانحراف ته په کې ځای نه شته .

حقوق د قرآن له نظره 

هرحُر،عاقل اوفالغ انسان ددووهدفونوله پاره پیداشوی دئ ؛ هغه دوه هدفونه یود الله تعالی عبادت دئ ، اوبل د الله تعالی له مخلوق سره مشروع اومعروفه رابطه ده . له الله تعالی سره د بنده رابطه په عباداتوکې ده اوله بنده سره د بنده رابطه په معاملاتو پورې اړه لري . چې په عباداتوکې رابطې ته حق الله ویل کېږي او په معاملاتوکې د بنده له بنده سره روابطوته حقوق العباد بلل کېږي ، چې ددوغودواړو رابطو(حق الله اوحقوق العباد) ترمنځ د تعادل برقرارسا تلوته انسانې سیاست ویل کېږي .  

دوهم : ـــ وضعي قانون 

وضعي قانون د حقوقو یوه ټولنیزه پوهه اود قاعدی، دستور، فرمانونو او حکومتوالۍ یو سیستم دی چې د اجتماعی نهادونو له طرفه د خلکو سلوک او تگلاره کنټرول یا تابع کوي اومقننه قوه یې تصویب یا تعینوي او په قضایي حوزو کې د وضع شوي قانون په رڼا کې پلي کېږی. قانون د سیاست ، اقتصاد ، تاریخ  اود ټولنې بنسټ ایښودونکی او جوړونکی دی او په مختلفو شکلونو د خلکو ترمنځ د اړیکو لرلو منځگړتوب کوي چې دا ټول په وضعي دستوراتو پورې تړلي او وضعي د ساتیردداسې تقنیني موادومجموعه ده چې بشري متمدن نظامونه یې یوازې د خپلوموخواوخپلونظامونود بقاء او ټینګښت له پاره کاروي، خوکله چې هغه نظام ړنګ شي راتلونکي نظامونه بیا د خپل نظام د بقاء له پاره نورد ساتیراوقوانین جوړوي اودغه ادلون بدلون ترهغوپورې په بشري جامعوکې دوام مومی ترڅوالهي دستورپه خلکوباندې حاکم شي 

وضعي قانون په لاندې څوعمده کته ګوریوباندې وېشل شوی دئ :       

الف : مـــدني قانون:

 د هغوقوانينوټولگې ته وايي، چې د انسانانوترمنځ راکړه ورکړه سره همغږې کوي.

هغه څوک چې حقوقي قوانين وپېژني د حقوقپوه په نامه يادېږي. ددې له پاره چې په دې څانگه کې خلک پوره مهارت ترلاسه کړي، د نړۍ په پوهنتونونوکې ددې له پاره ځانگړې پوهنځي جوړشوي دي .

مدني حقوقپه دی قانون کې د قاضي خپلې جوړې شوې فیصلې هم د منلو وړ دي چې د عرفي حقونو په نامه هم یادېږی . په قانون کې مذهبی حقوق هم ځانگړی نقش لري چې له دی نه دوه ډیر مشهور دي چې یو د اسلام سپیڅلی دین شرعي نفاذ او بل د یهودانو مذهبي حقوق د ي. یاده دې وي چې اسلامي قانون د نړۍ تر ټولو ستر او د نړۍ په زیاتو ملکونو کې پلي شوی او پلی کېږی. قضاء او قضاوت په دوه لویو برخو وېشل کېږي: د جزا حقوق او مدني حقوق 

د جزا حقوقپه ټولنه کې له هغه احکامو سرغړونه چې بل ته ضرر رسوي معامله کوي او مجرم یا بندي کېږی یا جریمه کېږي . 

مدني حقوق : دا حقوق په قضا کې د دو افرادو یا سازمانونو تر منځ د دعوا طرحې ته نظر کوي او قانوني چاره یا اصلاح کېدنې کوشش کوی. اکثره وخت د مالي ضرر لیدونکې او رسوونکي تر منځ فیصله کوي. په مدني حقوقو کې قراردادي قانون د بس له ټېکېټ نه نیولی تر سوداگرۍ او د مارکېټونو پورې ستونزو ته د حل لاره گوري. په مدني حقوقو کې اجتماعي قانون د هغې پانگې چې د پانگونې لپاره کارول کېږی تضمین کوي.

ب : اساسي قانون:

داسې یو چارچوب جوړوي چې په هغې کې د قوانینو ایجاد کېږی اود انساني حقوقومدافع وي، د سیاسی نمایندگانو لپاره د کاندیدلو حق په یو خاص چوکاټ کې وربښي.

اداري حقوقد اجرایي ادارو کنټرول کوي چې دوي باید څه وکړي او د څه کولو ځان وژغوري او هغه وخت قضایي بررسي کوي کله چې د یوې ادارې کړنې د یو فرد حق ضایع کړي او یا ضر ر ورته ورسوي.

·         نړیوال قانوند دوو مستقلو ملکونو تر منځ له نظامي اقدامه نیولی تر سوداگریزو اړیکو پورې د فعالیتونو محدوده کې کنټرول کوي.

د قانون پېژندنه:

قانون له سلگونو کلونو راهیسې زیات شمېر تعریفونه لري. درېیمی سترې نړیوالې ډیکشنری داسې تعریف کړی: قانون د ټولنې سفارشي عمل دی، یو دستور یا د تگلارې او سلوک وضعیت دی چې د یو حکم، فرمان یا قضایي تصمیم په واسطه تجویز یا رسما پیژندل شوی وي، ته قانون ویل کېږي. په ۱۹۷۲ کال کې ډېرې هڅې وشوی ترڅو قانون داسې تعریف کړي چې په نړیواله کچه منل شوی تعریف وي. خو کلنویل ویلیمز وایي: (د قانون معنی تل داستعمال شوي متن پورې اړه لري، لکه د سوداگرۍ قانون او د ښاروالۍ قانون). په دواړو متنونو کې د قانون معنی ډیره توپیر لري.

ترمن ارنولډ وایي: ( دا ناممکنه ده چې قانون تعریف شي خو دا هم امکان نلري چې د تعریف لپاره دې نور کوښښ ونشي؛ راځئ چې د عمومي تعریف موندنې نه تیر شو او قانون په هر حالت، وضعیت او قضیه کې تعریف کړو).

حقوقی بنسټونه:

په صنعتی ملکونو کی دحقوقو او قانون اصلی بنسټونه مستقله قضا، یو نمایده پارلمان، ستونزو ته ځواب ویونکی پولیس او اردو، بیو کراتیک سازمانونه، قانونی مسلکونه، غیر نظامی متمدنه ټولنه دی. قضایه قوه دزیات شمیر قاضیانو د نتیجی لاس ته راوړونو لپاره منځگړتوب دی، اکثره ملکونو کی دتجدید نظر لپاره داستناف محکمه لری.

حقوقي تیوري :

د حقوقو فلسفه:

د حقوقو فلسفه عموما د فقی یا الهی قانون په نامه پیژندل شوی د اصولی فقی بنیاد سیاسی فلسفه ده او دی ته ځواب وایی چی قانون باید څه وی ؟ په عین حال کی څیړنیزه فقه وایی چی قانون څه دی د دی په ځواب کی جان اوسټن وایی قانون هغه امر دی چی یومستقل فرمان یا فتوا یی ملاتړ کوی او خلک ورته عادتا مطیع وی. هیگو گروشیس وایی: (قانون له دواړو اجتماعی انگیزی او دلیل نه پیدا دی). ای من ویل کټ و ایی: (معنوی ضروریات قانو ن ته اړتیا لری). د قانون په اړه مختلف نظرونه او بحث: ها رت په ۲۰پیړی کی د حقوقو او قوانینو په اړه داسی ویلی: (حقوق د قوانینو مجموعه ده او هغه دستور العمل دی چی داجتماعی بنسټونه له لوری پلی کیږي). راز وایی قانون د خلکو تر منځ مصالحه او منافع ساتونکی منځگړی قدرت دی. له ۱۸ پیړی را په دیخوا ډیرو اقتصادی څیړنود قانون او اقتصاد تر منځ مهمی او نږدی اړیکی ښودلی. د ټولنی قانون یو بخش دی چی د قانون فعل او انفعال له ټولنی سره ازمایی چی د یو بل لپاره د وجود او پوښ مثال لری.

د قانون تاریخ :

د قانون تاریخ د تمدن سره ډېرې نږدې اړیکې لرلي. دلته د ځینو متمدنه ټولنو قوانین ته یو ځغلنده پام کوو:

د مصرقدیمی قانون چی تقریبا د میلاد نه ۳۰۰۰ کاله مخکنی دی، په دی قانون کی د بلاغیت، اجتماعي برابری او بی طرفی د رواجی مشخصاتو سره پلی کیده. په ۱۲ کتابونو کی لیکل شوی چی د امات په نامه یادیږی. په اولنی ځل یور نامو د قانون مادی فارمول کړی چی د وجی اصطلاح (که چیری….. نو بیا….) پکی کارول سوی وه . د میلاد نه۱۷۶۰ کاله مخکی بیبی لونین قانون چی مادی یی په کاڼی فورمول شوی وی انگریزانو په ۱۹ پیړی کی تر لاسه کړ. دیونان آتن ښار د میلاد نه ۸۰۰ کاله وړاندی خپل اتحاد او د نورو غلامی چی په غلامی کی د ښځو استثنا وه جوړ کړ . دی قانون کوم خاص نوم نه لاره بلکه له د دری څیزونو جوړ وه (الهی قانون، انسانی حکم، او یونانی قدیمی رسمونه) . دی قوانینو ته وروسته وسعت ورکړل شو چی د ډیموکراسی په نامه ونومیدل. د روم قوانین: ډیر د یونانی قاعدو نه متاثره وو چی ورووسته د روم مسلکی وگړوتوسعه ورکړه او ډیره زیاته پیچیدگی یی لرله او وروسته په وسطی قرنونو کی د انگلستان محکمو هم کاروه ، چی ورته د عرفی یا مدنی قانون نوم ورکړ. له دی وروسته په اروپا کی د سوداگری یا مرچنټ په نامه قانون وضع شو، په ۱۸ او ۱۹ پیړی کی نیشنلزم وده وکړه دسودا گری قانون ته ناپلیون او جرمنی توسعه ورکړه. قدیم هندوستان او چین هم د قانون مختلف رسم رواج لره او مستقل مکتبونه یی د حقوقی تیوری او عملی کار لپاره لرل په جنوبی شرقی اسیا کی د منو جوړ شو ی قانون پلی کیده . کله چی هندوستان باندی انگلستان حمله وکړه د هندو او مسلمانانون د مذهب په رڼا کی یی د عرفی یا مدنی قانون جوړ کړ چی وروسته سینگاپور او هانگ کانگ هم خپل کړ. جاپان هم کم فرانسوی او ډیر د جرمنی د مادو له فارمولونو په تقلید شروع وکړه له غرب سره یی برابر خپلوقوانینو ته توسعه وبښله. وروسته له ۱۵ کالو مذاکراتو په ۲۰۰۱ کال کی د نړیوال تجارت سازمان کی غړیتوب تر لاسه کړ.

د قانون پېژندنه:

قانون له سلگونو کلونو راهیسې زیات شمېر تعریفونه لري. درېیمی سترې نړیوالې ډیکشنری داسې تعریف کړی: قانون د ټولنې سفارشي عمل دی، یو دستور یا د تگلارې او سلوک وضعیت دی چې د یو حکم، فرمان یا قضایي تصمیم په واسطه تجویز یا رسما پیژندل شوی وي، ته قانون ویل کېږي. په ۱۹۷۲ کال کې ډېرې هڅې وشوی ترڅو قانون داسې تعریف کړي چې په نړیواله کچه منل شوی تعریف وي. خو کلنویل ویلیمز وایي: (د قانون معنی تل داستعمال شوي متن پورې اړه لري، لکه د سوداگرۍ قانون او د ښاروالۍ قانون). په دواړو متنونو کې د قانون معنی ډیره توپیر لري.

ترمن ارنولډ وایي: ( دا ناممکنه ده چې قانون تعریف شي خو دا هم امکان نلري چې د تعریف لپاره دې نور کوښښ ونشي؛ راځئ چې د عمومي تعریف موندنې نه تیر شو او قانون په هر حالت، وضعیت او قضیه کې تعریف کړو).

حقوقی بنسټونه:

په صنعتی ملکونو کی دحقوقو او قانون اصلی بنسټونه مستقله قضا، یو نمایده پارلمان، ستونزو ته ځواب ویونکی پولیس او اردو، بیو کراتیک سازمانونه، قانونی مسلکونه، غیر نظامی متمدنه ټولنه دی. قضایه قوه دزیات شمیر قاضیانو د نتیجی لاس ته راوړونو لپاره منځگړتوب دی، اکثره ملکونو کی دتجدید نظر لپاره داستناف محکمه لری.

د حقوقو فلسفه:

د حقوقو فلسفه عموما د فقی یا الهی قانون په نامه پیژندل شوی د اصولی فقی بنیاد سیاسی فلسفه ده او دی ته ځواب وایی چی قانون باید څه وی ؟ په عین حال کی څیړنیزه فقه وایی چی قانون څه دی د دی په ځواب کی جان اوسټن وایی قانون هغه امر دی چی یومستقل فرمان یا فتوا یی ملاتړ کوی او خلک ورته عادتا مطیع وی.

هیگو گروشیس وایی: (قانون له دواړو اجتماعی انگیزی او دلیل نه پیدا دی).

ای من ویل کټ و ایی: (معنوی ضروریات قانو ن ته اړتیا لری).

د قانون په اړه مختلف نظرونه او بحث: (حقوق د قوانینو مجموعه ده او هغه دستور العمل دی چی داجتماعی بنسټونه له لوری پلی کیږي .)

همدا راز قانون د خلکو تر منځ مصالحه او منافع ساتونکی منځگړی قدرت دی. له ۱۸ پیړی را په دیخوا ډیرو اقتصادی څیړنود قانون او اقتصاد تر منځ مهمی او نږدی اړیکی ښودلی. د ټولنی قانون یو بخش دی چی د قانون فعل او انفعال له ټولنی سره ازمایی چی د یو بل لپاره د وجود او پوښ مثال لری. 

(محمد انورولید)       

405 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2