Categories

اعلان

Loading…

ښوونیز بهیر، ستونزې او ننګونې | انجينر اسد الله یوسفزی

 که څه هم زموږ د هېواد ښوونیز بهیر په وروستیو څو کلونو کې د پخوا په نسبت د پر مختګ په لور روان دی، دولت هم ورته د تېرو وختونو په پرتله څه ناڅه پاملرنه کړې، همدارنګه اوس د زده کړو په برخه کې خصوصي سکتور هم د پام وړ برخه اخیستې او له لومړنیو زده کړو څخه نیولې بیا تر ماستړۍ پورې یې هېواد والو ته د زدکړو زمینه مساعده کړی، خو لا هم باید په دې برخه کې کار وشي او اړتیا ده چې د ښوونې او روزنې په برخه کې رغنده ګامونه واخیستل شي.
بل اړخ ته د هېواد پوهنیز نظام ژوربدلون ته هم اړتیا لري، څو د نورو بشري ټولنو له پراخو بدلونونو سره سیال شي ځکه د یوه هېواد پوهنیز نظام او ښوونیز بنسټونه د هغه هېواد د اقتصاد لپاره تر ټولو حیاتي برخه شمېرل کیږي.
په اوسنیو شرایطو کې د زده کړو پر اهمیت د ولسونو د پو هیدو کچه ورځ تربلی د پورته کیدو په حال کې ده او اوس د هلکانو ترڅنک د نجونو د زده کړو په برخه کې له شوي پرمختک څخه سترګې نشو پټولی.
خو ددې سره سره لا هم ډیری ستونزی په مخ کې پرتې دي چې ځینې یې په لاندې ډول یادولای شو: • تر ټولو لویه ستونزه نا امني او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یو شمیر بندو ښوونځیو موجودیت دی چې د دې هیواد پوهنیز نظام یې له خنډونو سره مخ کړی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت تائیدوي چې امنیتي ګواښونه، مالي ستونزې او کلتوري محدودیتونه د نجونو د زده کړو پر وړاندې ستر خنډونه دي، د نجونو د زده کړو پر وړاندې کلتوري او عنعنوي ستونزې هم ډېرې دي، خو اساسي ستونزه امنیتي ګواښونه دي، له بده مرغه کله چې ګواښونه ډېر وي دنجونو کورنۍ ډېر زړه نه ښه کوي چې دوی ښوونځي ته ولېږي.
• همدارنګه د ډادوړ امنیتی چاپیریال، معیاري پوهنیز نصاب، د مسلکي ښوونکو کموالی، د ښځینه ښوونکو او زده کوونکو په وړاندې د تهدیدونو موجودیت او د تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هم هغه جدي ستونزې دي چې پر پلازمېنه سر بېره په ولایتونو کې ډیرې تر سترګوکیږي چې په هېواد کې د پوهنې د نظام په وړاندې شته، د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې درې نیم میلیونه ماشومان چې ۸۵فیصده یې نجونې دي، ښوونځيو ته له تللو محروم دي او له زرو ډېر ښوونځي د نا امنیو له امله د زده کونکو پر مخ تړل شوي دي او شا او خوا اتیا زره نور ښوونځي بیا د بودجې د نه شون له کبله ودانۍ نه لري.
• څولسیزو پرله پسې جګړو او بدبختیو او همدارنګه په تېره یوه نیمه لسیزه کې د بهرنیو کړیو پرله پسې مداخلو او د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د دغه کړیو مبارزه هغه مسایل دي چې زمونږ د پوهینز نظام ستنې یې نړولې او اوس ددې ستنو بېرته رغولو ته جدي اړتیا لېدل کېږي.
افغانستان داسې یو هېواد دی چې د سیمې او نړۍ په کچه د سواد او زدکړې کچه په کې ټیټه ده، چې دغه کار خپله یو لړ اندېښنې راپورته کړی دي. د ملګروملتو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، دامهال د افغانستان ۶۶ سلنه وګړي د سواد له نعمت څخه بې ‌برخې دي او یوازې د هېواد ۳۴ سلنه خلک لوستی دي، چې له دې ډلې هم یوازې کمه سلنه یې د سمو لوستلو او لیکلو وړتیا لري، ځکه نو که د هېواد د پوهنیز نظام د اساسي او بنسټېزې رغونې په اړه کار ونشي، نو د هېواد د راتلونکې په اړه به ولسونه او نړیوال له یوه خورا تیاره تصویر پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

360 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2