Categories

اعلان

Loading…

د ولسي جرګې  ټاکنې، تېروتنې، ستونزې او درسونه

محمد عارف رسولي

د ټولټاکنو لپاره بستر او شرایط

شفافې او رڼې ټولټاکنې که د جمهوري ریاست او که د پارلیمان لپاره وي، د یوه غوره عادلانه نظام د رامنځته کېدو او ټینګښت لپاره اړینې او مهم شرط دی. له دې سره باید پروژه یي چلند ونه شي، بلکه دا یوه سیاسي، مدني او ټولنیزه ملي پروسه ده او یوازې د کمپاین په څو اونیو او ورځو کې په رایه غوښتلو او د ټاکنو په ورځ په رایه ورکولو باندې نه خلاصه کېږي. داپروسه هغه وخت بریالۍ کېږي چې په ټول ملت کې د سیاسي، مدني او ټولنیز شعور د لوړېدا، د ښې حکومتولۍ، په ټولو خلکو بېله تبعیضه د قانون یو شان پلي کولو او له درغلۍ، فساد، زورواکۍ، قومپرستۍ او درواغ ویلو سره د ریښتینې مبارزې کلتور عام شي. دا فرهنګ هلته رامنځته کېدای شي چې خلک او په تېره لوستي تجربه او یقین تر لاسه کړي چې نورې باطلې او ناروا کړنلارې د ټول ملت په تاوان او په حقیقت کې د هېڅ چا په ګټه نه دي، یوازې همدا فرهنګ یوه ملت ته واک، ځواک او ریښتینې خپلواکي ورکولای شی. تر څو موږ افغانانو دا کار نه وي کړئ د رڼو او پاکو ټاکنو تمه لرل یوازې د ځان تېر ایستل دي.

هغه ملتونه چې په اسانۍ سره د رڼو ټاکنو له لارې د قدرت لېږد کوي همدا اوږده او ستړې کوونکې پروسه یې د لسیزو او ان پېړیو په ترڅ کې ترسره کړې ده. خو که تاسو وګورئ هغو ملتونو چې تر اوسه یې دا کار نه دی کړئ د واک او ځواک خاوندان نه بلکه نورو ته محتاج دي او که د تیلو یا نورو زیرمو له کبله هرڅومره شتمن ملت هم وي خو نن یا سبا به ورته اړ کېږي.

د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې ننګونې

زموږ په هېڅ قشر کې که هغه د ټاکنو کارکوونکي او ناظرین دي، که سیاستوال دي، دولتي چارواکي دي، امنیتي کسان دي چې د تاکنو په ځایونو کې زیات رول لري او که خپله نوماندان او پلویان یې او یا هم عام خلک دي په پورته فرهنګ زیات باور نه لري، له نظم او دیسیپلین سره دښمن دي، په هر ځای او هر څه کې واسطه او وسیله کوي، له زغم او حوصلې کار اخلي او د نورو حقونو ته درناوی زموږ په کلتور کې خورا کمزوری دی، تل غواړو چې چالاکي وکړو او د نورو په حق خیټه واچوو، له قانونه سرغړونه راته هوښیاري ښکاري او د ځان حق یې بولو.

په ټاکنو کې د روڼ والي، حساب ورکولو، عامه او مدني نظارت او پورته یاد فرهنګ رامنځته او بډایه کول زیاتو اوږدو، ستړې کوونکو، علمي، ټولنیزو او فرهنګي هڅو، پلانونو، او کار ته اړتیا لري. د ملت ټول قشرونه باید د دې فرهنګ په عامولو کې خپل مسؤلیت ادا کړي، له تعلیمي نصابه نیولي، تر ټولګي، ښوونځي، پوهنتون، منبره، رسنیو، لیکنو، ویب پاڼو، ګردیو میزونو، مدني، هنري، سیاسي او حزبي غونډو او نورو ټولو کې دا مسئله په کلک هوډ په نظر کې ونیسو. اړتیا ده چې له دې ټولو او نورو ممکنه لارو د خپلو خلکو د سیاسي شعور لوړولو، له فساد سره د کرکې او ښې حکومتولۍ د اړتیا په هکله عامه پوهاوی، او ملي اراده رامنځته، تقویه او له تېرو تېروتنو زده کړه وکړو.

د سیاسي ګوندونو مسؤلیت

د راز راز تاریخي، ټولنیزو او سیاسي لاملونو، اوږدو شخړو او نورو لاملونو له کبله زموږ په ملک کې د سیاست د علم په بنسټ د ګوندي مشارکتي فعالیتونو تجربه کمه او په نشت حساب ده. زموږ ګوندونه سیاسي مبارزو، سیاسي سیالیو او فعالیت ته یوازې له رقیبو ډلو سره د ناندریو او یو بل ملامتولو، د خپل بام واورې په نورو اچوولو، د ګاونډیو او نړیوالو قوتونو په ملامتولو کې ګوري. دوی د خپلو خلکو په ریښتیني ویښتیا او همغږي کولو کې په هېڅ هم نه پوهېږي.

له همدې کبله، زموږ په هېواد کې د مدونو علمي او د عوامو د مشارکت په بنا د پالیسیو او پلان کولو لرونکي سیاسي حزبونه نشته، شته ګوندونه د لرلیدونو او موخو ټاکلو او پلان کولو پروسه نه پېژني او نه ورباندې باور لري. خو حقیقت دادی چې تر څو سیاسي ګوندونه د پورته فرهنګ د رامنځته کېدو لپاره اړینه پوهه او اراده تر لاسه نه کړي، د مدونو پالیسیو او د پلان کولو په علمي او سیاسي پروسه باورمند نه شي، د پورته فرهنګ د رامنځته کېدو لپاره اړتیا احساس نه کړي، د رامنځته کېدو مسؤلیت یې په غاړه وانخلي او د سیاسي علومو په چوکاټ کې ورباندې کلک عمل ونه کړي د ریښتینو اصلاحاتو او پورته فرهنګ د رغولو امکان ډېر کم ښکاري.

خو داسې هم نه ده چې تل تر تله به هر څه همداسې وي. دا قانون دی چېرې چې تشه وي، خامخا به ډکېږي، اټکل کېږي چې دا تشه به زر د یو شمېر نخبه رښیتینو سیاستوالو لخوا درک شي، یا به پخوا درک شوې وي او ډکولو ته به یې کېدای شي ځینې زاړه او یا نوي ګوندونه له نوي سوچ سره میدان ته راووزي او دا تشه به ډکه کړي.

د دولت مسؤلیت

د دولت دنده ده چې د ټاکنو لپاره ښه قانون او مقررات، چې په نوره نړۍ کې په ورته شرایطو کې بریالی شوی وي، د خپلو شرایطو سره سم برار او رامنځته کړي او په ریښتینولۍ او کلک هوډ یې پلي کړي. د ټاکنو او د ټاکنو د کمېسیونونو لپاره په یوه شفافه پروسه کې د وړتیا له مخې داسې پېژندل شوې ریښتینې ملي څېرې غوره کړي چې هم وړتیا ولري، هم خپل نوم او حیثیت ورباندې ګران وي، ټول عمر پاک چلېدلي وي، په ملي یووالي باورمند وي، له فساده کرکه ولري او د خپل ملت او ځان خیر په رڼو ټاکنو کې ګوري، له قومي، ژبنیو او ګوندي تعصبونو کرکه کوي او د خپل هېواد په زیان یې بولي.

د ټاکنو د کمېسیونونو د کارکوونکو او مسؤلینو لپاره تر معمولي کچې باید زیات امکانات وټاکل شي او د دندو خوندیتوب یې هم باید تضمین شي، زر زر بېله موجه لاملونو له دندې ګوښه نشي، ټول اړین امکانات او وسایل په اختیار کې ورکړل شي، تل یې امنیت خوندي شي او هو! په اړوندو قوانینو او مقرراتو کې هم د خیانت ، درغلیو او رشوت د ثبوت او ناغېړۍ په صورت کې تر ټولو سخته سزا په نظر کې ورته ونیول شي.  دا به له یوې خوا تر ‌‌‌‌‌‌ډېرې کچې دوی پخپله دنده ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه کړي او له درغلیو به یې هم راوکرزوي

او له بلې خوا به دا مسولین د ټاکنو په اړوندو مسلو کې ښې تجربې ترلاسه کړي، د مدیریتی او تخنیکي کمښتونو مخه به هم ونیول شي. دوی ته روښانه شي که درغلي ورباندې ثابتېږي نو محاکمې تر څنګ به په تور لیست کې راځي او هېڅ دولتي پست به نه ورکول کېږي.

همدارنګه، د دولت د مشرانو هم دنده او مسؤلیت دی چې د قانون په پلي کولو کې سیاسي ټینګه اراده له ځانه وښيي، د قانون په وړاندې معافیت ختم او قانون ماتوونکو ته سخته سزا ورکړي او هېڅ ډول مصلحت په پام کې و نه نیسي.

د ټاکنو په پروسه څنګه رغولای شو؟

تر څو د پورته یادو ننګونو سمه غمه په هوښیارۍ او کلک هوډ ونه خورو په ټاکنو او یا هره بله ملي پروسه کې درغلي نشو کابو کولای. لکه څنګه چې مو مخکې وویل تر څو ټول فرهنګ او ټول ملت د درغلیو په وړاندې پوره حساس نه شي، د مخنیوي پوهه، د مسؤلیت احساس او کلک هوډ پکې پیدا نشي درغلي له منځه تلل به ممکن نه وي. هغه وخت به درغلي له منځه ځي چې د تاکنو پروسه د قانون د پلي کولو، شفافیت، حساب ورکولو او وطندوستو کاندیدانو ته د رایو ورکولو په یوه ملي نهاد بدل شي او د خلکو په عادتونو مثبته اغیزه وکړي. بیا به خلک د رایو ورکولو په مرکز کې د درغلۍ نښې نه زغمي، په ګډه او په مدني او علمی لارو چارو به یې مخه نیسي. د دې لپاره به اړتیا وي چې بې پرې رسنۍ، شخصیتونه، ژورنالستان، شنونکي او لیکوالان، فکري مرکزونه او نورپه بې پرې توګه خلکو ته عامه پوهاوی رامنځته کړي او دخلکو ذهنیتونه روښانه کړي.

خو دلته ګورو چې د قانون پلي کول په ټولو خلکو یو شان، قانون ته د خلکو غاړه اېښودل، قانون منل په یوه فرهنګ بدلول بیا هم مرکزي رول او ځای لري. په دې کې اړتیا ده چې داسې روڼ اندي، پاک سیاستوال او ملي مشران رامخته شي چې هم د قانون په پلي کولو باور ولري، په اهمیت یې پوه او په ځان یې په پلي کولو نورو خلکو ته یوه نمونه او مثال شي.

د ولسي جرګې د اوسنیو ټاکنو درسونه

  1. د بدلون او اصلاح لپاره د ټول ملت قوی اراده، تر یوې کچې لوړ سیاسي شعور او هم د مسؤلیت احساس ثابت شول. په دې کې به کمښتونه وو خو له پامه غورځول به یې ستره تیروتنه وي او هم لانورې زیاتې پانګونې او لا نور زیات کار ته اړتیا لرو تر څو هغه پورته غوره فرهنګ ته ورسېږو.

  1. بله ښه خبره داوه چې ستونزې تخنیکي وې، زه فکر کوم په لوی لاس د درغليو او لاسوهنو ستونزه به وه خو ډېره زیاته هم نه وه. د راتلونکو ټاکنو د تیاري لپاره اړتیا ده چې د یوه منظم پلان له مخې دا تخنیکي ستونزې حل او اړوندو کسانو ته پوره ټریننګ ورکړل شي، ټولې وسیلې ورته تکمیل او په اختیار کې ورکړل شي.

  1. د بایو میټریک څخه کار اخیستنه یوه نوې تخنیکي مسئله وه، زیات مسؤلین ورسره بلد نه وو، ځینو یې ښه او یا بیخي کار نه کاوه، که به یوه اله خرابه شوه بله پالتو نه وه چې ورنه کار واخلي. د دې باید علمي ارزونه وشي، کمښتونه په ګوته او حل لارې ورته ولټول شي او ډاډ ترلاسه شي.

  1. سږکال په ټاکنو کې بیا هم د سرزوره زورواکانو لخوا هم په ځينو سیمو کې تهدیدونه، د رایو ورکوونکو برمته کول، له ‌‌‌‌‌‌ډلو سره یوځای د رایو مرکزونو ته ورتلل او پخپله خوښه په خلکو ځانته رایې ورکول یوه ستونزه وه. دولت وایي چې څوتنه دا زورواکان یې نیولي هم دي. ښکاره ده چې دولت باید دا زورواکان کابو کړي او قانون ورباندې پلی کړي.

  1. د  رایې ورکولو په زیاتو ځایونو کې ګڼه ګوڼه زیاته وه خو د رایې ورکړې ځایونه کم او خورا محدود وو، ما په دوهمه روځ ولېدل چې په ۱۱ بجو کوم مسؤل خلکو ته وویل دادی بل د رایو ورکولو ځای مو هم پرانېست. په دې معنی چې د لیست په بنسټ د خلکو د شمېر سره سم کوم پلان نه و.

  1. په لیستونو کې د نمونو پیدا کول هم یوه ستونزه وه او زیات وخت یې غوښت او زیات هغه کسان چې په کوم مرکز کې په تذکره ستېکر لوګولی و نوم د هغه مرکز په لیست کې نه و. که کمپیوتر وای نو دا کار به خورا اسانه و.

  1. زموږ په ټولنه کې د سیاسي پروسو لکه نظم مراعاتول، په لین کې درېدل، له صبر او زغم څخه کار اخیستل یوه ستره کمزورتیا ده او په دې ټاکنو کې خورا ستره ستونزه وه. له دې باید زده کړه وشي، درسونه ورنه استخراج شي، په ښوونځیو، پوهنتونو، په منبر، په رسنیو او نورو کې د شنونکو او لیکوالانو په مرسته دا کمښت لېرې شي. په راتلونکو ټاکنو کې د دې ستونزو د لېرې کولو لپاره باید پوره تیاري ونیول شي او اړین نظم او دیسيپلین رامنځته او مراعات شي.

  1. په ټولنه کې د شفافیت غوښتنه او ورباندې د نظارت فرهنګ تر اوسه نه دی رامنځته او ټینګ شوی. دا کلتوري او فرهنګي مسئله ده، زر نه سمېږي خو د ټول ملت مسؤلیت دی چې باید سم یې کړو. ناظرانو ته باید سم ټریننګ ورکړل شي، تر څو خپله دنده سمه درک او اجرا کړي. که څه هم رسنیو د نظارت په برخه کې ښه کار وکړ، زیاتې ننګونې یې رابرسېره او له ملت سره شریکې کړې او دا رول باید نور هم تقویه شي.

  1. زموږ په ټولنه او ملت کې په ورته پروسو لکه ټاکنو کې د وړاندوینې او ورته د پلان کولو هنر او کلتور تر اوسه زیات کمزوری دی، د مثال په توګه، کمسېون باید مجرب ټرینران استخدام کړيوای، د عادي چک لیست په مرسته یې له ټیمونو سره مرسته کولای شوای چې د ټاکنو په ورځ به څه کوي، څه به له ځانه سره وړي، کومو قدمونو او څیزونو ته به اړتیا لري، نو د یوه ځای لیست به بل ځایته نه استول کېدا.

  1. په نوره نړۍ کې کله چې غواړي خلک په یوه عادي پروسه کې عادت کړي، د مثال په توګه په خارجي موسسو کې د خطر په وخت خپل کارکوونکي په بېړه مصون ځای لکه کومې تکوۍ ته رهنمایي کړي، نو د دې لپاره چې خلک بلد شي او په بېړني حالت کې تېروتنه ونه کړي، په میاشت کې یو ځل ورباندې تمرین کوي او کله هم چې کله زنګ د دفتر کسان واوري زر باه ځان خوندي ځای ته رسوي. زموږ د کمېسیون کارکوونکو ته هم باید همداسې ټریننګ ورکړل شي. په بل عبارت به عملي توګه هر ټیم ته تمرین ورکړي، چې کومې وسیلې ورته په کار دي، څنګه به دا وسیلې په کار اچوي، که له کاره لوېږي بیا به څه کوي، نظم په څنګه راولي …. او نور.

  1. زموږ بله ستونزه داده چې د سیاسي ناندریو له کبله په کمیسیون کې پخواني او تجربه لرونکي کسان نشو ساتلی، په هر ځل ټاکنو کې له سره عرابه (ویل) اختراع کوو او پخوانۍ تجربې له لاسه ورکوو. داځل د دولتي مشران خدای ته وګوري او د کمېسیونونو اوسني چارواکي د نه بدلوي، خو ورته روښانه د د ټول ملت په حضور کې ووایي چې که غدر یې وکړ څه به ورسره کېږي.

  1. ښکاره شوه چې په کمېسیون کې لکه زموږ په نورو ادارو کې، د وړتیا له مخې کسان نه وو ګومارل شوي، او هم ورته کافي ټریننګ نه وو ورکړل شوی. داسې کسان د سایتونو مسؤلین نه وو چې د مدیریت او رهبرۍ حد اقل مهارتونه ولري. په راتلونکي کې دې ته باید پاملرنه وشي، د کارمندانو په ګومارلو او ټریننګ کې باید زیاته پاملرنه وشي.

  1. هیله ده چې په دې مسئلو باندې نورې څیړنې، لیکنې او روښانتیاوې رامنځته شي، ملت، دولت او د ټاکنو کمېسیونونه ورنه زده کړه وکړي او په راتلونکي کې سمون راشي.
    د داسې ورځې په هیله چې د تاکنو پروسه مو په ټوله نړۍ کې لمړۍ درجه وي.

731 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *