Categories

اعلان

Loading…

اردغان وايي، سبا به د خاشقجي په اړه هر څه افشا کړي

تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، سبا /سې شنبه/ به د سعودي عربستان د منتقد ژورنالیست جمال خاشقجي قضیه په پارلمان کې افشا شي.

ویل کېږي چې ښاغلی اردوغان به پخپله سبا د خپل هیواد پارلمان ته حاضر شي.

سعودي عربستان ویلي چې خاشقجي په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې وژل شوی خو دا کار د سعودي خپلسرو مامورینو کړی چې سزا به ورکړل شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر فکس نیوز تلویزیون ته وویل«دا یوه وحشتناکه تېروتنه وه.»

ده په دې پېښه کې د سعودي عربستان د ولیعهد لاس لرل رد کړل.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم ویلي و چې ښايي د سعودي ولیعهد به خبر نه و چې خاشقجي وژل کېږي.

د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد د جمال خاشقجي زوی ته ټېلفون کړی او د هغه د پلار په وژل کېدو یې ورسره غمرازي څرګنده کړې ده.

په همدې حال کې سي این این تلویزیون ته د ترکیې پولیسو یوه ویدیو سپارلې چې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته د خاشقجي له ننوتلو وروسته یو سعودي مامور له کونسلګرۍ راوځي. دغه مامور د خاشقجي جامې اغوستي او د هغه عینکې یې پر سترګو کړي خو یوازې یې بوټونه توپیر لري.

په ویدیو کې ښکاري چې دا مامور په ټکسي کې د سلطان احمد جومات ته ځي، هلته په ګڼه ګوڼه کې کالي بدلوي او مصنوعي ږیره لېرې کوي.

د خاشقجي د قضیې له کبله سعودي عربستان د ملیاردونو ډالرو پانګونه له لاسه ورکړې او دا خطر هم شته چې له یو لړ بندیزونو سره مخامخ شي.

ترکیه چې په ځینو مسلو کې له سعودي سره اختلاف لري هڅه کوي چې د خاشقجي د قضیې په وسیله له دې هیواده انتقام واخلي. ترکیې له دې قضیې څخه په استفادې ځان یو وار بیا امریکا ته نژدې کړ.

2,274 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2