Categories

اعلان

Loading…

ملا فضل الرحمن وايي، د افغانستان انتخابات مشروعیت نه لري

تاند- ملا فضل الرحمن وايي د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات هیڅ مشروعیت نه لري.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، فضل الرحمن د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۲/ د خیبر پښتونخوا په چارسده کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان انتخابات په دې خاطر مشروعیت نه لري چې افغانستان خپلواک هیواد نه دی بلکې غضب شوی دی.

ده وویل چې په جنګ ځپلي افغانستان کې انتخابات بې معنا دي او د دې هیواد پر راتلونکې به هیڅ راز مثبت اغېز ونه

لري.

له فضل الرحمن څخه د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وویل «هماغسي چې د هند له لوري په مقبوضه کشمیر کې خپلواکي متبادل نه لري، عین قضیه پر افغانستان هم صدق کوي.»

فضل الرحمن، چې په خپله یې د پاکستان د جولای د ۲۵ مې نېټې په پارلماني انتخاباتو کې بده ماته خوړلې، ادعا لري چې انتخابات سر تر پایه له درغلۍ ډک ول او اوس یې هم نتیجه نه مني خو ده له دې سره سره د پاکستان انتخابات نامشروع ونه بلل.

فضل الرحمن او سمیع الحق د هغو ملایانو په سر کې دي چې ادعا کېږي د پاکستان پوځ او استخباراتو په افغانستان کې د مذهبي افراطیت د ترویجولو او له دې لارې د جګړې د اور د تود ساتلو لپاره له څو لسیزو راهیسې ګومارلي دي.

13,831 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

7 comments

  1. نجیب الله علیزی Reply

    ملا فضل الرحمن ته وا افغانان ستاسو څخه دمشروعیت او عدم مشروعیت سرټیفیکټ نه غواړی. کرار خپل پر ځای کښینه.

  2. Abdul saqib Reply

    په خپل ځان دي شک وکړه چې سنګه دنيا ته راغلی يي., ته هم مشروعيت نه لري. ستا يي د افغانستان د ټاکنو سره څه.

  3. dr Rehman Reply

    Salam. Kash mulla fazal da maulana Hassan jan shaheed aw maulana na ebrat akhesthewe

  4. شاهین افغان Reply

    په پښتو کې ډېر خواږه اومعقول متلونه شته چې د آی اس آی مزدورانو او ملا فضلو ډیزیلیانو ته ویل شویدی . مثلا:
    دسپي یا فضلو په خوله سیند نه مرداریږي .
    کاروان تېریږي ، سپي ( فضلوګان ) به غاپي.
    د سپیو کور په کور دښمني وي ، خو ملنګ ته یې سلا یوه وي.
    د خره « ټالیب » مینه لغته ده .
    خر په سیاست څه پوهیږي.
    کشمیر او افغانستان هېڅ د مقایسې وړ ندي. کشمیر د هندوستان یوه برخه ده چې یوه برخه یې د پنجابیانو له خوا اشغال شوېده. اشغالي کشمیر نه بیرغ لري ، نه د کوم هېواد له خوا په رسمیت پېژندل شوي او نه هم په ملګرو ملتونو کې غړیتوب لري.
    له نېکمرغه افغانستان له 1919 راپدېخوا یو خپلواک هېواد دی ، د « جامعه ای ملل 1919-1939 » سازمان او اوس د ملګرو ملتونو 1946 راپدیخوا او نورو سلګونو نړیوالو سازمانونو لکه د اسلامي هېوادونو سازمان ، سارک ، اقتصادي همکاري سازمان او … غړیتوب لري، نژدې سلو هېوادونو کې زمونږ سفارتونه او جنرال قونسلګري رسما فعالیت کوي. د ملګروملتونو په سازمان کې لومړنی بیرغ د ګران افغانستان رپیږي.

  5. Farid Reply

    Fazal rahman di khpal da zan pa bara ki da mashroyiat cart rawri da afghanistan pa bara ki ba da hagha wrosta khabari kawoo. Spi di no ghapigi

  6. غ.حضرت Reply

    . مُرده ګوه دا د سِک په لنګوټه او پدې یخه ږیره
    اصلاً خبره پدې کی نده چه زموږ انتخابات مشروعیت لری که ئې
    نلری بلکه خبره پدې کی ده چه په تا یا تاسو څه اړه لری چي پدې
    .هکله فتواوی صادروۍ

  7. Khaliq Noo R Reply

    Fazlo mulla da maulana Hassan jan shaheed aw maulana mohammad khan shairanee pa ner sha.fazlo mulla tha da hagh plar maulana moftee mehmod haramee waily wo kala che wazir aala wo.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *