Categories

اعلان

Loading…

او رسام چې رسم وکيښ | حیات الله ژوند

پنسل يې د سپینې پاڼې پر مخ کش کړ. د تصویر نیمايي اړخ يې په خورا دقت رسم کړی و.

سترګې يې ورپولې، اسوېلی يې وکيښ، لاسونه يې پر زنګنونو تېر کړل، پر زنګنو یې د ورغویو خولو پر سپينو جامو لیکه لار جوړه کړه. له ځان سره وګوڼېد او بیا یې په جوت غږ وویل: «زه مې په یوه انتخاب کې هم خپلواک نه یم. ټولې رسامۍ زما د ناارامه ذهن زېږنده دي.»

له همدې خبرې سره سم يې خپل تصویر له سترګو تری تم شو. لاس يې اوږد کړ، پنسل‌پاک يې اوچت کړ او د ماتې هېندارې تر وړې ټوټې لاندې يې کېښود. هېنداره د پنسل‌پاک په وړې ټوټې بېرته تکیه شوه.

د تصویر په پاتې برخه يې کار پيل کړ. هغه د یوه چا پر څېرې چې نیمايي متناظر اړخ يې رسم کړی و، کار کاوه. اوس يې پاتې نیمايي اړخ رسماوه. هغه د نورو رسامانو پر خلاف رسم د مخ له کاسې څخه نه شروع کاوه. لومړی به يې په رسم کې د کښل کېدونکي انځور پښه رسم کړه، بیا به همداسې پورته لاړ، د خېټې نیمايي اړخ او بیا نیمايي شونډې، بیا پوزه، غوږونه، سترګې او د سر نیمايي کاسه به یې ورسموله.

دغه شېبه له څوکۍ پاڅېد. د توشک څنډه يې پورته کړه، وړه پاڼه يې ترې راوایستله، د پاڼې کړپی يې په غوږنو ښه ونه لګېد؛ خو بیا یې هم پاڼه ځان ته ویړه کړه. له ځانه سره وبوګنېد: «رسامي سپېڅلی هنر دی، تا دا هنر وشرماوه. ستا هېڅ رسم د رسامۍ په تول نه دی برابر. لږ تر لږه خو ځان ته رسام مه وایه، مه وايه ځان ته رسام!» همدغو جملو يې ذهن په ولکه کې واخیست، لکه له غره نه چې د خپل غږ انعکاس اوري.

بيا له ځان سره وګوڼېد، غږ يې لږ لوړ کړ، ماتې هېندارې ته یې وکتل، تر سترګو يې ګرچاپېره توره دایره تاوه شوې وه. بېخوبي يې په سترګو کې جوته ښکارېده. پر مخ يې د پنسلونو تورکي تر سترګو کېدل، دا ځکه چې پر مخ يې ګوتې کش کړې وې او ګوتې يې د پنسل په سیاهۍ لړل شوې وې. رسام له خپل ذهن سره بوخت شو: «ما هېڅکله نه دي ویلي، چې رسام یم. زه یوازې او یوازې پر سپينو پاڼو له پنسل سره لوبې کوم او د یوه نامتوازن انسان انځورونه کاږم. رسام خو هر ډول رسامي کولی شي، له طبیعت نه نیولې بیا د حیواناتو، بوټو او ګلانو رسمْونه په اسانۍ رسمولی شي. له ما خو په رسم کې هر څه ګډوډېږي.»

پنسل يې په ګوتو کې تاو راتاو کړ، د رسم شوي انځور شاوخوا اضافي کرښې يې تر سترګو شوې، پنسل‌پاک يې ولټاوه، پيدا يې نه کړ. د کتابونو د المارۍ پر لور يې څو ګامه واخیستل، چې یو بل پنسل‌پاک راواخلي او په رسم شوي انځور کې اضافي کرښې پاکې کړي. د المارۍ روک يې کش کړ. وریاد شول، چې په پنسل‌پاک خو يې هېندارې ته تکیه کړې ده. بېرته راواپس شو، د هېندارې له بېخه يې پنسل‌پاک اوچت کړ، د هېندارې ټوټه له دېواله وښويېده او د کار د مېز پر سر وغځېده.

پر رسامۍ ورټيټ شو، د تنې نیمايي بل اړخ رسم يې له ښۍ پښې پیل کړ؛ خو نیم متناظر اړخ يې د لومړۍ نیمايي اړخ په څېر ونه کاږلى شو. په رسامۍ کې ترې شونډې پنډې شوې، د پوزې ښی اړخ ترې کوږ شو، سترګې يې د کيڼې سترګې په څېر معصومه ونه کاږله، د ښۍ سترګې کسی ترې لوی وکاږل شو، د سترګې ګاټی هم بوټ راختلی برېښېده. وېښتان يې پر غوږو ورغللي و، خو لا هم غوږ څک ولاړ و.

یو ځل بیا يې سوړ اسوېلی وکيښ، رښتيا! د ښۍ سترګې باڼه ترې هېر شوي و.

پر پنسل يې غاښونه ټینګ کړل، فکر په مخه کړ، بهر په کوڅه کې کړیکه اوچته شوه. په یوه ګام يې ځان تر کړکۍ ورساوه، د کړکۍ پله يې پرانیسته، لاندې يې وکتل. د ګاونډي مېرمن په موټر چلوونکي خوله پرې کړې وه، څه چې يې په خوله ورتلل، ورته ویل يې: «که اوس دې ماشوم په ګاډي وهلی وی بیا!!!» کړکۍ يې وتړله، بېرته ستون شو. پر څوکۍ کېناست، د کار مېز پر سر غځېدلې هېنداره يې رااوچته کړه، یو ځل بیا يې په پنسل‌پاک تکیه کړه، خپل مخ يې تر سترګو شو. د سترګو ګاټو ته يې وکتل، د سترګو سپين يې زېړبخون ښکارېدل، کټ مټ لکه یوه څوک چې د زېړي په ناروغۍ اخته وي. کيڼه سترګه يې چکه او بیا يې پټه کړه، په یوه سترګه يې هېندارې ته وکتل، بېرته یې لوڅه کړه. پر رسامۍ ورپرېوت. د انځور پر سترګه يې کار پيل کړ او د باڼو پر ځای يې اغزي پکې وکاږل. اغزي له وروځو پورته وختل او هر اغزی د کیکر بوټي اغزي ته ورته لوی لوی وبرېښېد.

د رسم شوي انځور د سر وېښتان یې هم رسم کړل. له څوکۍ پاڅېد، په کوټه کې يې دوه درې ګامه واخیستل، کړکۍ يې پرانیسته او تازه هوا يې تنفس کړه.

په کوڅه کې دوه ماشومان ولاړ وو. پر يو پنډوسکي يې په خپلو کې سات تېری کاوه. یوه یې پنډوسکی پر ځمکه وویشت، پنډوسکي ټوپ کړ او د هلک لاسونو ته بېرته راپورته شو. هلک په دواړو لاسونو کې پنډوسکی ونیو. ده له دویم پوړه د هلکانو ننداره کوله. یوه هلک پنډوسکی هغه بل یوه ته وینو، ها بل یو لږ کوږ شو او ځان يې چمتو کړ، که پر پنډوسکي يې وولي، چې ځان ترې بچ کړی شي؛ خو هغه بل لاسونه پورته کړل، له لاسه یې پنډوسکی د هلک پر خوا وروویشت، هلک ټوپ کړ؛ پنډوسکی پر ده نه؛ بلکې پر سیوري يې وربرابر شو. اخ! یې کړ، هلک چیغه کړه: «خوږ دې کړم!» شېبه وروسته له خندا په ملا مات شو. زه وپوهېدم، چې مکر يې کاوه. لومړی مې ګومان وکړ، چې ګوندې سیوری هم درد احساس کوي، خو نه داسې نه و.

ده کړکۍ وتړله او بېرته د کار مېز ته ستون شو. په رسامۍ کې یوه سړی چې نیم اړخ يې خورا پاک سوتره رسم شوی و؛ خو دا بل اړخ یې کوږ، کيڼ، مظلوم او په ورته مهال کې د وخت د حالاتو پر اثر ځپلی انسان راغلی و، نژدې په بشپړېدو و. رسام له خپل کاره راضي ښکاره شو او پر انځور يې سترګې خوږې شوې.

*********

د کتابونو پر المارۍ يې ګوتې ولګېدې، د یادښتونو کتابچه يې د کتابونو له منځه راوایسته. پاڼه يې واړوله، شپږ ویشتمه پاڼه يې له یادښتونو ډکه وه. اووه ویشتمه پاڼه يې واړوله. قلم يې په ګوتو کې ټینګ کړ او په ولاړه یې په کتابچه کې ولیکل: «نن مې یو رسم وکيښ؛ خوښ یم. البته خوښي مې بس همدا یوه دوه شېبې دوام کوي او وروسته بېرته خپل دننه (اندرون) ته ورګرځم؛ زه ترې مننه کوم، د رسامۍ په نامه يوه مشغولا مې یوازې او یوازې له همدې پتې ترلاسه کړې ده. هو رښتیا! نن د ښار یوه وتلي رسام لیک رااستولی و، ما ته يې لیکلي و، چې زه رسام نه یم. نه به یم، زه نه غواړم خلک راته رسام ووايي. خدای خبر چا به ورته ويلي وي، چې زه رسمونه کاږم.»

له دې سره سم وریاد شول، چې پنځه شپږ رسمه ترې د ښوونځي یوه پخواني ملګري په زوره په امانت وړي وو. په يوه رسم کې یوازې زنګون او پرې د پاسه اېښي سر رسم شوی و. نه سترګې، نه غوږونه او نه هم باڼه. هېڅ شى او د بدن هېڅ بل غړی نه برېښېده، يوازې سر پر زنګانه لکه د بې روحه انسان پرې شوې ککرۍ ښکارېده.

له ځان سره وبوګنېد او ويې ویل: «ښايي هماغه رسم به د ښار د نوموتي رسام ګوتو ته ورغلی وي او نقد به يې پرې کړی وي.»

ده په ورته وخت کې نوموتی رسام ملامتاوه هم او ويې ویل: «د نقد ژبه دومره تېره نه وي. د نوموتي رسام په نقد کې نه حللاره، نه هم د رسامۍ مثبت ټکی راغلي دی، بس همدا يې ویلي، چې زه رسام نه یم.»

په کتابچه کې یې د یادښت په پای کې ولیکل: «۱۹۹۳. مارچ. ۱۳»

کتابچه يې پر خپل ځای کېښووه، د کار د مېز خوا ته يې ګام واخیست. پر رسم ورپرېوت. له هېندارې يې پنسل‌پاک بېرته کش کړ، تړپ شو، هېنداره پر مېز پرېوته. له رسم نه یې اضافي کرښې پاکې کړې؛ خو دا ځل يې پنسل‌پاک پر مېز واچاوه. په رسم کې يې د ولاړ سړي پر سر د لمر رڼا رسم کړه. په انځور کې د پوزې سیوری پر مخ ورغی. رسام انځور په یو ډاګ کې درولی و. شاوخوا چونګ شانتې لوړه یا ژوره هم نه برېښېده. د سړي تر څنګ يې وچه ونه رسم کړې وه، د ونې سیوری پر ځمکې پلن شوی و. د سړي د سیوري وار چې ورسېد، پنسل يې سړي ته د سیوري ورکولو په نیت نژدې کړ.

رسام پنسل يې بېرته کړ. انځور يې په چوکاټ کې وګاوه او پر دېوال کې په ټک وهل شوي مېخ وځړاوه.

په زینو کې ترپي شو، د کور دروازه پرانیستل شوه، خو له لږې شېبي وروسته بېرته وتړل شوه. له ځانه سره بوخت شو: «څه به وکړم؟ له چا سره به وګورم؟»

بېرته کور ته دننه شو. له بهره يې د خلکو د ښکالو غږ اورېده. د ده ذهن پر کښل شوي رسم بوخت و. له ځان سره يې وویل، چې انځور ته باید سیوری ورکړي؛ که نه نو د ښار مشهور رسام به بیا لیک ورواستوي. د «نه» په اشارې يې سر وخوځاوه. خپل سیوري ته يې پام شو. هره خوا چې به یې لاس وغورځاوه، د لاس سیوری به هم ورسره وخوځېد؛ خو ده ته په خپله اروا او دننه کې له دغه تود لمر او سوځنده تودوخې څخه د خلاصون هېڅ لار نه وه ورپاتې.

«هو! ښه ده، چې سیوری مې ورنه کړ، ښايي د انځور له وجوده به د لمر وړانګې تېرېږي او پر ځمکه به لګي. په دې سره به انځور شوی سړی د ګرمۍ احساس هم نه کوي.»

د انګړ منځ ته يې څو ګامه واخیستل، سر یې وځړېد. لاسونه يې مخ ته لپه کړل، سترګې يې وموښلې. له ډېرې بېخوبۍ يې سترګو درد کاوه، لاندې ځمکې ته يې وکتل، د کوټې سیوری پرې ورغلی و؛ خو خپل سیوری يې تری تم شوی و.

پاى

۱۳۹۷/۷/۲۷

1,633 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸