Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې چاودنې د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه شهیدان کړل

تاند- د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په دوهمه ورځ /یکشنبه/ د ۶ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۱ تنه په ننګرهار کې شهیدان شول.

د ننګرهار د والي ویندوی تایید کړه چې نن په دې ولایت کې یوې چاودنې، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو په هدف وشوه، لږترلږه ۱۱ تنه شهیدان شوي دي.

عطا الله خوږیاڼی وايي چې په شهیدانو کې ۶ ماشومان هم شامل دي.

دا پېښه په اچین ولسوالي کې د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په نتیجه کې وشوه.

اچین د داعش سختدریځې ډلې اصلي مرکز ګڼل کېږي.

خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دا برید کومې ډلې کړی دی.

پرون /شنبه/ د ولسي جرګې د انتخاباتو په لړ کې پر رای ورکوونکو د ترهګرو په ۱۹۳ بریدونو کې ۶۸ تنه شهیدان او ۱۲۶ ژوبل شول.

د ولسي جرګې ټاکنو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا متن

724 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *