Categories

اعلان

Loading…

انځور/ اجمل پسرلی

برشونه یې د رنګونو ترڅنګ د رسامي له تختې سره کتار کړل. ما ورته وویل:

  هاغه نجلۍ ګورې

ده شونډه پر غاښ کړه. د اوبو څپې لوړې شوې، غږ مې لوړ کړ:

-دا د طلایي ویښتو واله یادوم

-زه هم غواړم چې تصویر یې ذهن ته وسپارم

شمال ته د رسم پاڼه وکرپیده. کاغذ مې له تختې سره ورته ونیو. انځورګر د تختې پر کونجونو قیدکونه بند کړل.

زه ښکته د اوبو ژۍ ته کوز شوم. له څپو راپيدا شوې ځګونه ډیریدل، ورکیدل. شاته مې وکتل، هاغه نجلۍ روانه وه. انځورګر تختې ته کړوپ ولاړ و. نجلۍ ته یې لکه چې پام نه و. په منډه وروختم. ومې خوځاوه:

-لکه چې رسم دې نیم شو، نجلۍ خو ولاړه

یو ګام شاته شو د برش پر بیخ یې رسم شوې لړې ته اشاره وکړه:

-دغه ده

-اوهو هاغه ده نجلۍ هم بیرته راغله

ده د لړې پر سر فولادي برش تیر کړ. زه د نجلۍ لور ته رهي شوم چې ورته ووایم، ملګري مې ستا رسم ایستلی. دا پر شګو وغځیده. سترګې یې پټې ونیولې. میخک یې پر پوزه و. هغسې ښکلې نه ښکاریده لکه له لرې چې ځلیده. پرې تیر شوم پر لمدو شګو مې پل کیښود. اوبه مې پر لوڅو پښو تر بیډیو راواوښتې. غږ شو. غږ د موج څپو ته نیم شو. مخ مې واړاوه. انځور ګر لاس راته خوځاوه. ورغلم. په انځور کې پلنې  زیړې پاڼې ښکاریدې، شاته یې د اوبو په موجونو کې د لمر وړانګې داسې ایسیدې لکه د زرتارو کار چې پرې شوی وي، د انځور شوې نجلۍ ویښته یې شمال ته رپولي وو.

پای

1,725 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸