Categories

اعلان

Loading…

د لرې پرتو سيمو پر مخ  پرتې ستونزې او حل لارې 

شوکت الله عابد  

د پوهنتون استاد- کابل

هېواد مو جګړو ځپلې، اقتصاد، سیاست، کلتور او بالاخره د انساني ټولنې څخه تر ځنګلې ژوو پورې ځپل شوی او متاثره شوي یو چې د همدې تاثیراتو پايلو یو لړ بنسټیزي ستونزې زیږولي دي مونږ د غوره حل لارو د لټولو په موخه یادې ټولې ستونزې تشخیص کړي او په لاندې برخو مو ویشلي دي.

  1. د وګړو اړوند ستونزې
  2. د کرنې او مالدارۍ اړوند ستونزې
  3. د زیربیناء اړوند ستونزې
  4. اقتصادي ستونزې
  5. د رهبرۍ اړوند ستونزې
  6. اداري ستونزې
  7. امنیتي ستونزط
  8. سرحدي ستونزې او داسی نور ….

لومړی: – د وګړو اړوند ستونزي

که له یوې خوا زموږ  هیواد د لرغوني تاریخ په لرلو سره یو خورا غني او له ټولنیز اړخه په هر اړخیزه فکرې قوو غنی او سمبال هیواد دی خو له بله پلوه زموږ قدامت او زموږ تاریخ لا تر اوسه په همغه تاریخی او پخوانی فکري اړخونو څرخیږی. فکر مو د وطن د خاورې په څیر ځپل شوی او د وګړو دودیز فکر لا همغه شان دودیز پاتې دی او د مدرن ټکنالوژیک او عصریت د پولو لا لیرې ساتل شوي یو .د همدی عصر موجوده ټولو بدبختیو پر مونږ غلبه کړي ده او زمونږ ښاري او کلیوالي سیمي یې د یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

خو دا ستونزي یواځي په افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په اکثریت هیوادونه کې ورته بڼه لري او د هیوادونو ټولنیز اقتصادی چهارچوب په نظر او د ټولنیز ژوند په پرتله کولو سره جلاجلا حل لاري له ځانه سره هم لري خو زمونږ د هیواد په اکثريت لرې پرتو سيمو کې  لومړی دا چې د وګړو اړوند ستونزي په لاندې برخو ویشل کیدای شی او بیا هره برخه جلا جلا حل لاره لرې.

سنتی او پخوانی فکر

ضعیفه درک او پوهیدنه

د زده کړو د کچې ټیټوالی

محرومیتونه

په ځان کم او بې باوري

کمزوري عامه پوهؤنه/او پوهیدنه

کمزوري  سیاسی عقاید

د جګړو فاني تاثیرات او د وګړو بی باوري

ملي ثبات

بهرنۍ لاسوهنې او داسې نور.

کمزوری اقتصادي وضعیت

بې کاري او فقر

دودیز (عنعنوي) او پخوانې لرلید.

که د هېواد اوسني ټولنیز انځور ته ځیر شو نو ډیرې سیمي او وګړي د ډیرو ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي .د دغه ستونز د طبقه بندۍ او د هری طبقی لاملونو او د ضعف نقاطو پیژندنه کولی شی تر څو د دغه ستونزو دحل په برخه کې مؤثر اقدام وی ، نو د وګړو اړوند ستونزي  له ځانه سره یو شمیر لاملونه او برخي لري چې پورته یې یادونه وشو ، او لومړنی بحث یې سنتی او پخوانی فکر دی .

سنتي او پخواني فکر او آند هغه فکتور او تاثیر ګذار عامل  دی چې د اوسني عصري ټکنالوژیک نظام او ښې حکومتداري له اساساتو سره یو څه په ټکر کې دي، پخوانی او محدود فکر زمونږ ټولنه په مختلفو برخو کې ځپلې ده ، زمونږ د هېواد اکثریت د لیری پرتو سیمو وګړی لا هم د نه سیمیز پرمختګ او د عصري امکانانو د نه مجودیت له کبله په پخوانی دریځ او فکر کې بند پاتی دی.

د یو نظام د پرمختګ او بقاء یو لامل هم او د لیری پرتو سیمو په پرمختګ کې نغښتی دي ، کله چې یو دولت د مرکزی پرمختګ او عصریت تر څنګ د لیری پرتو سیمو د پرمختګ لپاره مؤثر پرمختیایی اقدامات ترسره کړی نو د ملي ثبات او ملي امنیت په ټینګیښت کې پوره نقش لوبولی شی .که د هیواد اوسنی امنیتی ، کلتوری ، اقتصادی او نورو ترینګیلتیاو ته ځیر شو نو یو لامل یی هم د لیری پرتو ، سرحدی او قبایلی سیمو نه پرمختګ دی. نو پخوانی او زوړ فکر د وګړو اړوند د لیری پرتو او ځینیو ښاری او نیمه ښاری سیمو ستونزي دي چې د وروستوالی په لاملونو کې شمیرل کیږي ، په اوسنۍ عصری او مدرنه زمانه کې لا هم وګړي شتون لري چې د اوسني عصر په ټکنالوژیک پرمختګ شک لری او په خپله بی باوری ټینګه عقیده لری او همداسی خپل ژوند او د ژوندانه چارې یې محدودې کړي دي ، حال دا چې د انسان د ژوندانه لپاره پراخه امکانات او سهولتونه په هره عقیده کې جوړ جاړی کوی .

زمونږ هیواد چې ۲۴ سلنه کلیوالی نفوس لرونکی او تر ۴۳ سلنه وګړي یې د زراعتی چارو سره سیده او ناسیده اړیکه لری خو په دغه برخه کې د اړوند  سکتور د اهمیت په اندازه پوهاوی او تطبیقی مدرني چاری نه دي تر سره شوی بزګران او سوداګریزی چارې په غیري فني او غیری مسلکي سیستمونو خپلی چاری تر سره کوی . که د زراعت سکتور ته اساسي کتنه او کار وشي نو له امله یې د دغه اکثریت نفوس فکر او آند هم عصري کیږي ، که د لیري پرتو سیمو په لویو او کوچني ستونزي را وسپړو نو د یو شمیر ستونزو تر څنګ یې د پخوانیو فکرونو او افکارو تاثیرات دي . نو که د بشري ځواک او وګړو لپاره په کلیوالی او لیری پرتو سیمو کې پراختیایې چارو تر څنګ د عامه پوهونی په برخه کې په فکري رغونه لازم مکانیزمونه تطبیق شی نو په اوسني پرمختګونو د باور سره سره د مرکزی دولتونو سره د لري پرتو سیمو د وګړو اړیکی غښتلي کیږي چې په حقیقت کې همدا د ټولو ستونزو د حل لپاره یو مناسب اقدام  ګڼلې شو .

ضعیفه درک او پوهیدنه.

کمزوری درک هغه حساسیت دي چې د وګړو تر مینځ د اکثریت د سوء تفاهمونو لامل ګرځي ، بدبختانه دغه ستونزه د نړۍ په کچه د هیوادونو په لرې پرتو سیمو په وګړو کې شتون او نسبتاً ډیره وي او له کبله یې خپلي سیمي او ټولني متاثره کړي وي. نو ددغه معضلی د حل لپاره اساسی چاره د آند لرونکو وګړو دنده ټولنیزه او فردي فکري رغونه او مبارزه ده او همدارنګه زمونږ په هیواد کې د اسلام مبین دین عالمان کولی شي تر څو د جوماتونو او نورو ټولنیزو مرکزونو له لاري دغه انساني پیغام هر وګړي ته ورسوی تر څو وګړو وهڅیږی او د خپل لید لوری او ظرفیت د لوړاوی په مؤخه د عالمانو او آند لرونکو وګړو څخه کار واخلي او بله دا چې په دغه برخه کې سیمیز او مرکزي دولت هم اړین رول لرلی شی، تر څو د لرې پرتو کلیوالي سیمو لپاره د ژوندانه لازم امکانات برابر کړي ، د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي، کلیوالي وګړي د هیوادني او نړیوالو مسایلو د خبراوي په مؤخه هغوی ته ذهنیت ورکړي.

د زده کړو د کچې ټیټوالی:

دا یو روښانه حقیقت دی چې د هېوادونو حال او راتلوونکی د زده کړو په معیار او اندازه خوشبخته وی .

هغه وګړي چې زده کړی یې کړی وي د هغوی کورنی، ټولنیز ، سیاسی ، اقتصادي ژوند له بی سیواده وګړو سره ډیر توپیر لری.

د پاک دین د اساساتو تمرکز په پوهه او زده کړه کې نغښتی دی او همدارنګه ټول ادیان او د نړۍ وګړي په زده کړو کې خوشبختي لټوي .نو زمونږ د هیواد د لرې پرتو سیمو د ستونزو یو لامل هم د زده کړو د کچې ټیټوالی دی .

په دغه برخه کې باید د نوروهېوادونو په څیر اوږد مهاله منظم پلانونو تطبیق شي تر څو خلک په ډیرې لیوالتیا سره د زده کړو لور ته وهڅیږي.

هغه وګړي چې د فقر د خط لاندی ژوند کوي د هغوي د زده کړو لپاره باید موجوده دولتی او نا دولتی بانکونو او مالیی موسسات لازم د پور ورکونی امکانات برابر کړی او همدارنګه نوی مالیي دولتی او نا دولتی مؤسسات تاسیس شی تر څو د یادی کچې وګړو ته اوږد مهاله او کوچنی پورونه وکړي تر څو غریب وګړي د زده کړو لپاره فرصت پیدا کړی. مونږ په هیواد کې تر ډیره داسی وګړي لرو چې د زده کړو مخه یې اقتصادي خراب وضعیت ډب کړي او نشي کولی تر څو ښوونځي او لوړو زده کړو ته مخه وکړي .

نو وړاندیز مو دا دی چې دا لومړیتوب دې دولت تر ټولو جدي ونیسي او د معارف په سیستم دې د څنګه والي او څومروالي بنسټیز اقدام تر سره کړي . که تیر څه د پاسه یو لسیزه او  د هغې څخه مخکې کلنو سره مقایسه کړو د معارف په نظام کې لوی بدولون راغلی او د دې بدلون پراختیا ته اړتیا د نن ورځي اساسی رکن دی .

نو د همدي اساساتو پر بنیاد د معارف په کیفیت کې د زده کړو د کچي په لواړوی او کمیت په ځانګړي توګه د لرې پرتو سیمو په برخه کې د ټولنیزو ستونزو چې له دغی برخې راولاړی شوي د حل یوه ښه لاره ده.

محرومیتونه

ځینی ټولنیز محرومیتونه شتون لري چې زمونږ د ټولني یو لړ برخي یی متاثره کړي دي، لکه څرنګه چې مو د مخه ورته اشاره وکړه، وګړي لا هم په پخوانی فکرونو کې بند پاتی دي، د ښځو په برخه کې ډیری محرومیتونه شتون لري او همدارنګه معیوبین  او معلولین او د ټولنی نور غړي نشي کولی چې د نورمال نارینو په څیر کار وکړی او د ځان تر څنګ نور وګړي هم خوشبخته کړي .

که څه هم زمونږ د ټولنی یو ستره برخه ښځینه قشر تکمیلوی او دا قشر بیا اکثریت په کورونو دننه خپلې کورنۍ  چارې سمبالوي او د کار زمینه او اجازه ورته نشته .که په لرې پرتو او نور سیمو کې د ښځینو د تقویت لپاره لازم امکانات برابر شي او ښځو ته د مناسب کار کولو زمینه برابره شی نو دوي به د عاید یو منبع پیدا کړي او کورنی ژوند به یې ښه پرمخ ولاړ شی .

ورته افکار د نړۍ په اکثریت هېوادونو کې د کار لاندی دی بنګله دیش یی غوره مثال دي چې ګرامین په نوم یو بانک په ۱۴۰۳ م کال کې د ډاکټر محمد یونس چې د پوهنتون ښوونکی او د نوبل د جایزیګټوونکی هم دی ، له لوری ایجاد شوی چې اصلی مؤخه یی د لرې پرتو او کلیوالي سیمو غریبو وګړو )ښځو( ته د کوچنیو پورونو ورکولو زمینه برابره کړی او ښځي یې کار ته هڅولي چې تر اوسه پوری په ) ۴۳ ( زره کلیو کې فعالیت کوي .

همدارنګه په هندوستان کې هم د RRB یا Regional and Rural Bank یعنی سیمیز او کلیوالی بانک او نور مالی مؤسسات فعاليت کوي او په همدې توګه د لرې پرتو سیمو  وګړو لپاره ځانګړی پراختیایي پلانونه لري. همداراز ډیری داسي ژوندي مثالونه شتون لري چې اکثریت محرومیتونه یی له مینځه وړي دي، زمونږ په هیواد کې ورته افکارو ته خورا ډیره اړتیا ده ځکه زمونږ د هیواد له ۲۳ ډیره سلنه وګړی کلیوالي سیمو کې هستوګن دي او ۴۶.۳ سلنه وګړي په ښاري سیمو کې اوسیږي او همدا شان 60 سلنه څخه زیات وګړي د فقر د خط لاندي ژوند کوي.

په ځان کم او بې باوري.

په ځان نه باور او کمزوری کاري احساسات د وګړو اړوند هغه ستونزي دي چې د لرې پرتو او نورو کلیوالي ستونزو په زیږون کې یې مرسته کړی ده .

که وګړو د عامه پوهاوي او نورو لارو چارو څخه دې ته وهڅول شی چې هغوی وړتیاوی ولري باید ګټه ترې پورته کړي نو حتمي ده چې د ځان او کورنۍ تر څنګ د ټولنی د خوشبختۍ سبب به وګرځي .

کمزوری عامه پوهونه

کمزوری عامه پوهونه هغه پدیده ده چې د دولتی او نادولتی علمی او نورو ټولنیزو مرکزونو کې د ځینو پڅو او غیری مؤثرو تګلارو او ستونزو څخه په عامه پوهونه کې یو لړ د پام وړ ستونزی را پیدا کړی دی .

د پوهاوی د مرکزونو ظرفیتونو په ټوله کې ټیټ دي، که چیري د هیواد د لرې پرتو سیمو د معارف او نورو ټولنیزو مرکزونو په ظرفیت او سطحی په لوړیدا کار وشي او د زده کړو او پوهاوي ظرفیت او کیفیت لوړ شی نو د دغه مرکزونو له لاری خپریدونکی پوهاوی هم قوی کیږی .

د هیواد په تیر څه د پاسه یوه لسیزه مخينه کې په دغه برخه کې یواځی او یواځي په کمیت او اندازي باندی کار شوي دی که لرې پرتو سیمو او کلیوال هیوادنیو برخو ته ولاړ شو نو هغوی لا تر اوسه د دولت په اړه کره معلومات نلری، خپل ژوند په خپله پخوانی مفکوره پر مخ وړی، دین یې د ملا په اوده کې پروت او عصریت یې  قومی غیرت کې نغښتی دی .

بناءً پروژوي مدنیت او انسانی کړني زمونږ د سنتي ټولنې د بدبختیو لپاره د حل لاره نه ده، بلکې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې باید غیری سیاسی ، غیر قومی ، غیر ژبنۍ او مذهبي انګیزی خپری شی تر څو په پایله کې یې د کلیوالي وګړو سیاست ، اقتصاد او حتی ټولنه پرمختللی شي. او دا هرڅه په با ظرفیته او کره عامه پوهاوي ، علمي مرکزونو پورې تړلي دي.

کمزوري سیاسي عقاید:

کمزوري سیاسي عقاید زمونږ د هیواد د لرې پرتو سیمو ، نیمه ښاري او حتی ښاري سیمو هغه عمده ستونزه ده چې د ټولنی د بدبختۍ یو عامل یی ګڼلی شو. ځینی وګړي شتون لری چې لا هم د قومیت او سمت په نوم خپل سیاسی شعور او فکر کاروي،  حال دا چې د پرمختګ راز په تقوء پوهه او يوالي کې دی ، که مونږ د هېواد تیر تاریخ ، په ځانګړی توګه د کورنیو جګړو د پیل څخه تر ننه د هېوادنۍ مخینې پاڼی ولټوو نو تر ډیره د سمت او قوم په نوم وګړو سره خطونه کښلي دي د ملي مسایلو د ترجیح لپاره اولیت نشته خو د قومی او سمتی مسایلو لپاره خلک د خلکو سره په هره معامله او کړنه خوښ وي ، دا او دې تر ورته مثالونه شته چې د کمزورو سیاسي عقایدو نماینده ګې کوی .

د دغې ستري معضلې د حل ښه لاره د لرې پرتو ، نیمه ښاري او حتی ښاري سیمو په سیاسي شعور او ټولنیزه پوهه باندی تمرکز ته اړتیا ده ، وګړي باید پر دې وپوهول شي چې د بدبختیو له مینځه وړلو لپاره قومی تاریخی ناکام شویو لیډرانو باندی بې باوري دغه ستونزه ختموي او همدارنګه په خپل ځان باور او د اوسنی عصر اړوند سیاسی کره عقاید ، د دولت مؤثرو تګلارو ملاتړ او په نیمګړتیاو انتقاد او مخالفت په ملي انګیزه کولې شی تر څو هېواد په کچه د وګړو فکري وحدت او سیاسي عقیدي غښتلي کړي .

د نظر خاوندان مسؤلیت لري تر څو د ټیټي کچې وګړي د راتلوونکی په اړه پر دې قانع کړي چې کوم سیاسي افکار د دوی او ټولني د خوشبختۍ لامل ګرځي ، همدا ایډیالوژیکه مبارزه کولی شي د چې د لرې پرتو سیمو په ګډون د نورو سیمو اړوندې ستونزی حل کړي.

د جګړو فاني تاثیرات او د وګړو بی باوري:

د هېواد وګړي د جګړو د فاني اثراتو ځپلي او د دوي فکري لید لوری یې بی اثره او بی باوره کړي دي که جګړي نه وای واقع شوی نو د وګړو فکري او ټولنیز ثبات نه خرابیده ، خو بیا هم په هیواد کې جګړه رامینځته کیدل کومه عجیبه او نوی خبره نه ده، د نړۍ اکثریت هیوادونو جګړي کړي يا جګړي ورسره شوي دي خو د جګړو وروسته یې د خپل فکر او ټولني تر څنګ خپل سیاست او اقتصاد رغولی دی .

نو په همدې ترتیب زمونږ د هېواد یو لړ اساسي ستونزي هم د تیرو جګړو پایلی دي ، اوسمهال د عصریت او مدنیت په دې دوره کې بدلون ته اړتیا ده او جګړي تیري شوي اوس نو د شته فرصتونو څخه باید کارواخستل شي، دولت او ملت دې په همغږۍ سره د پرمختګ په پلونو پلونه کیږدی .

د جګړیزو افکارو د هلاکت لپاره ملي وحدت او ملي ایډیالوژیکه مبارزه یوه اړتیا ده ، نو په همدي اساس مبارزي باید د سمتي ، قومی او ژبنیو مؤخو پرځای د ملي لومړيتوبونو پر بنسټ تر سره شي .تر څو د جګړو د تاثیراتو په ختمولو سره د وګړو تر مینځ ملي باور او د هر اړخيز انډول اصل پرځای شي ، چې همدا چاره د سیمو څخه د جګړو تاثیرات له مینځه وړلي شي او د پرمختګ لپاره زمینه برابرولي شي.

ملي ثبات:

ملي ثبات هغه مینځنی او اساسی فکتور دی چې په نه شتون سره یې د وګړو پر مخ یو لړ ستونزي راولاړې شوي دي، که ملي ثبات شتون ولري نو د اقتصادی او ټولنیز ثبات لپاره هم د پرمختګ اساسات رغیږی .

د تیرو ناخواله یو تاثیر هم دا دی چې لا تر اوسه په هیوادنۍ سطحه ملي ثبات په کره توګه شتون نلري او په دغه برخه کې د دولتونو او سیاسونونو تر څنګ ولسونه هم ښکیل و او  دي، نو په هېوادنۍ کچه باید ملي ثبات رامینځته شي تر څو پرمختګ او عصریت په لوری قدم پورته شی ، او همدارنګه دا قدم هغه وخت پورته کیدای شي چې ولسونه او دولت په ګډه سره د یوي واحدی ملي او هېوادشموله مفکوري ملاتړ وکړي.

بهرني لاسوهنې:

بهرنۍ لاسوهنې د وګړو اړوند د لرې پرتو سیمو یوه بله مهمه او د پام وړ موضوع ده، که د هیواد لرې پرتو او سرحدي سیمو امنیتي ، اقتصادي او ټولنیز وضعیت بررسي کړو نو د یو شمیر ستونزو اساسی عامل بهرنۍ لاسوهنې یادولي شو، سرحدي سیمي په مستقیم او غیری مستقیم ډول د ګاونډیانو د اقتصادي او ټولنیز انحصار لاندي دي ، دا ستونزه زمونږ په هېواد کې د دولتونو د بی کفایتی یا هم کم ظرفیتې تر څنګ په وګړو پوره هم سیده اړیکه لري، د لرې پرتو سیمو وګړي باید د مادیاتو او نور هوسونو د پوره کولو په پلمه د پردیو د شمو اغراضو ښکار نشي او پری ځای یې باید د هېوادنیو ملي مسایلو ملاتړ او ننګه وکړي او دولت د خپلې بقاء او د یادو مفکورو او کړنو د مخنیوي لپاره باید د لرې پرتو او سرحدي سیمو پرمختګ ته لازمه زمینه مساعده کړي تر څو خپله اراضي او نفوس په خپل کنترول کې وساتی .

برښنا ، رسنۍ ، معارف ، کرنه او مالداری دي د لرې پرتو سیمو د پرمختګ لپاره یو لومړیتوب شي تر څو وګړي د عصریت او پرمختګ د اساساتو سره هملاري شي .

پورته موضوع د خپل اهمیت او د اوسنۍ عصر د اړتیا له مخي د دولت د مهمو دندو څخه شمیرل کیږي ځکه اوسمهال فرهنګ د لري پرتو سیمو تر څنګ ښارونو ته هم لاره کړی او ځیني لیډران او مشران د پردیو سیورو ته ساه ګاني اخلي او د خپل هیواد د بدبختۍ سبب ګرځي ، نو وګړي او ولسونو باید پر دي ځانونه قانع کړي چې د یادو افرادو ملاتړ او ننګه ونکړي ، متاسفانه چې لا تر اوسه د ځینو سیمو وګړی د خپلو خرڅو شوو مشرانو ننګه کوي لا تر اوسه همدغه لیډران په واک کې پاتي دي .

ضیعف اقتصادی وضعیت

په ټوله کې د هیواد اقتصادی وضعیت په خراب حالت کې دی تر 60 ٪ زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندی ژوند کوي، نو همدا لامل دی چې په لرې پرتو سیمو کې یو لړ اقتصادي ستونزي شته چې په پایله کې یې  وګړي خپل ژوند په نورماله توګه پر مخ نشي بیولی، د دې ستونزو د حل لپاره باید دوه قسمه اقدامات تر سره شی :

اول: غیری رسمي اقدامات

دوهم: رسمی اقدامات

اول: غیری رسمي اقدامات په دې بڼه چې د لیری پرتو سیمو د هستوګنو لپاره دې د شتمنو وګړو له لوري د کوچنیو پورونه ورکړه دود شي چې غریبو وګړو ته د یو څه عاید چانس پیدا شي او دوی خپل ژوند د فقر له خطرونو راوباسي او همدارنګه شتمن سیمیز وګړي دي د ملي باور په رڼا کې داسی پانګونه وکړي تچې غریب او د لرې پرتو سیمو وګړي استخدام او د عاید سرچینه پیدا کړي.

دوهم: رسمی اقدامات، د دولت د دندو څخه یوه هم وګړو ته د کار زمینه برابرول دي نو دولت باید داسي مالي مؤسسات او سیمیزي کوچني او متوسطې پروژې ډیزاین او پلي کړی چې وګړو ته د کار زمینه برابره او په بیړنۍ توګه د عاید منبع پیدا شي .نو که د وګړو اقتصادي وضعیت ښه شي د اړوندو سیمو  ډول ډول ستونزي هم له مینځه تللی او کميدالی شي.

بې کاري او فقر:

بې کاري او فقر هغه اقتصادي ستونزي دي چې د ټولو ستونزو عمده لامل هم بلل کیږي، که وګړی په کار مصروف شي نو د فقر ګراف راښکته کیږي او په دی مورد دولت مسؤلیت لري تر څو وګړو ته د کار زمینه برابره کړي چې په دې اړه مو مخکی هم یادونه وکړه .

زمونږ هېواد چې له پخوا څخه د یو لړ بدبختیو سره لاس او ګریوان و او دی د ورته ستونزو سره بې له شکه مخامخ دي په ټوله کې او په ځانګړي توګه بې کاري شتون لري او همدې بيکاری فقر زيږولی دی چې همدې پدیدو دا ولس د یو اقتصادي ګواښ سره مخامخ کړي او نه پریږدي چې خپل ژوند په نورماله توګه مخ ته يوسي. او دا هم له شکه لري نه دي چې د اکثرو سرحدي ، لرې پرتو سیمو چې اوسمهال د مختلفو ډلو ټپلو تر مینځ پکې وسلوال او غیر وسلوال مخالفتونه شته د همدې بيکاري او فقر پایله وي.

دوهم:

د کرنې او مالدارۍ اړوند ستونزي او حل لاری .

د کرني او مالدارۍ اړوند ستونزي په هره سیمه او هر جغرافیا کې توپیر کوي ، همدا راز زمونږ هېوادنۍ زراعتي ستونزي هم ځانګړو ډولونه او علتونه لري. لکه د نورو زراعتي هېوادونو په څیر د افغانستان د زراعتي سکتور اړوند وګړي د یادې برخې په اړه د عصري مهارتونو ، معلوماتو او مدرنو زراعتی تجاربو څخه یو څه لرې پاتې دي . د زراعتي ځمکو کموالی هم بله ستونزه شمیرل کیږي چې په دغه برخه کې باید هم ځمکی حاصل خیزي کړای شي او همدارنګه، للمي ځمکې چې زمونږ په هېواد کې د دې ځمکو اندازه KM2 ۵۶۰۴۳ ده د اوچتو بندونو او نورو عصري تخنیکونو په وسیله خړوب او فصل ته آماده شي .

د کرنې عصري تجهیزاتو ته نه لاس رسی هم زمونږ د زراعت سیستم یو څه کمزوری کړی دی ، که په هېواد کې د کرني عصري تجهیزات او ماشین آلات مروج شي نو د بزګرانو په کار کې پوره سهولت او آسانتیاوی رامینځته کیږي نو حتمي ده چې له دغه نقطې څخه کرنه پرمختګ کوي .

د تخمونو د بيي لوړوالی او د بزګرانو کمزوری اقتصادي وضعیت هم یوه بله ستونزه ده چې د دولت اړوندو ارګانونو پاملرنه په دی برخه کې خورا اړینه ګڼل کیږي.

یوه مهمه موضوع هغه دا چې په اوسني عصر کې وګړي د لرې پرتو سیمو په نسبت ښاري سیمو ته ډیره ترجیح ورکوي او د ژوندانه لپاره اکثریت وګړي ښاري سیمي ټاکي همدا علت دي چې په ښارونو کې د نفوس د زیاتوالي له امله کرنیزه ځمکه کمیږي او د کلیوالي سیمو زراعت د بشري ځواک په کموالي سره کمزوري کیږي. او ورسره وګړي ورځ تر بلې د زارعتي سکتور څخه نورو سکتورونو ته پاملرنه ډیروي او د کرنیزو فعالیتونو ګراف راټیټیږي .

زمونږ په هیواد او یو شمیر نورو زراعتي هېوادونو کې د کرنیز سکتور د ضعیفه کیدو علت کمرنګه بازار او بازارموندنه ده .که خپل مارکیټ )بازار(  ته پام وکړو نو کرنیز سکتور د خدماتي یا هم صنعتي سکتور سره پرتله کړو نو په ټوله کې د کرنیز سکتور لپاره بازار مونده ډیره کمه، غیر مسلکي او غیری مؤثر ده ، حال دا چې مونږ د داسی زراعتي تولیدات او محصولات لرو ، که لازمه پراختیایې پاملرنه ورته وشي نو زمونږ ملي ناخالص تولید پورته کوي.

د کرنیز سکتور او کرنیزو فعالیتونو او همدارنګه د کرنیزو تولیداتو لپاره باید په مکرره توګه په ملي او نړيواله کچه هر اړخیزه بازار موندنه وشي ، زمونږ هېواد د وچې او لمدې میوه جاتو په برخه کې یو نړیوال شهرت لرونکی هېواد دی. په یاده برخه کې باید د کرنی وزارت ، خصوصی متشبیثین ، بزګران او نور ملي او ټولنیز وګړي لاس په کار شی او د خپلو کرنیزو محصولاتو او تولیداتو ننګه دي وکړي تر څو زمونږ کورنې تولیدات کورني بازار او نړیوال بازار پیدا کړي .

دریم:

د زیربیناء اړوند ستونزی او حل لاری :

د هر هېواد پرمختګ په زیربیناء پورې تړلي دي که بنسټيزي پروژي پلي شي نو د هېواد راتلوونکی بی له شکه تضمین کیږي ، زمونږ په هیواد کې د زیربیناء اړوند هر اړخیزي ستونزي شتون لري چې دولت یې په حل مکلف او ملت د دولت سره په همکارۍ مکلف دی .

هېوادنۍ عمده اساسی ستونزي او همدارنګه د لرې پرتو سيمو ستونزي په لاندی برخو سره را لنډو:

  • د اوبو کموالي او د سیندونو څخه نه  او کمه استفاده.
  • د برښنا کموالی او نشتوالی.
  • د ترانسپورت د سکتور ګډوډي.
  • د ښوونیزو او علمی مرکزونه کموالی او کم ظرفتي.
  • د اړیکو او ارتباطاتو کمزورتیا.
  • د روغتیا په برخه کې لوی روغتونو نه شتون.
  • بی کاری او فقر.
  • د ذخیرو او ګدامونه نه شتون.
  • د لويو او ځانګړیو بازارونو نه شتون.
  • د فابریکو کموالی او نه شتون او داسی نور.

زمونږ هېواد د امنیتی ستونزو تر څنګ ډیرې نوري ستونزي لري چې حل لاری یې شونی او حتمي دي یو لړ اساسی ستونزي چې د زیربیناء برخه تشکیلوي پورته ذکر شوي نقطې دي .

د اوبو کموالی ، که څه هم مونږ په هېواد کې ډیر لوی سیندونه لکه د کونړ سیند ،  مرغاب سیند ، کابل سیند، آمو سیند ، آمو سیند ، لغمان (علینګار) سیند او داسی نور سیندونه او ولاړي اوبه لرو خو د کرني او د ځمکو د خړوب ، بندونو په جوړولو او د برښنا کوټونو په جوړولو کې تري ډیره کمه استفاده شوي ده ، نو هر کال د میلیونو ډالرو په ارزښت زمونږ اوبه لا تر اوسه پاکستان او ایران ته بې له کومي بیي او بدیله بهیږي . که دغه بهیدونکی اوبو کچه راکمه شي نو د اوبو د کموالي ستونزه له مینځه ځي ، لوی او اوچت بندونه جوړ او للمی ځمکی خړوب شي نو بې له کومه شکه  هیواد او سیمی اقتصادي او سیاسي وضعیت بدولون مومی .

څلورم:

اقتصادي ستونزي.

لکه څنګه چې پوهیږو ، زمونږ ګران هېواد دا څو لسیزي په جګړو کې ښکیل پاتې شوي او اکثریت پخوانۍ زیربیناء ړنګه شوې ده او له منځه تللې ده ، چې مخکې دغه برخې ته یو څه اشاره هم وشوه ، دلته هغه اقتصادي ستونزي چې د لرې پرتو سیمو وګړي ورسره لاس او ګریوان دي مطرح او حل لارو باندې بحث کو.

د یو مؤثر او مدرن زراعتي سیستم نشتوالي او ضمناً د سنتي او پخواني زراعتی سیستم شتون ، د انرژی او برښنا نشتوالی او کموالي ، د صنعتي فابریکو نشتون او کموالی ، د کوچنیو پورونو د ورکړي لپاره ځانګړي مالي مؤسساتو او بانکونو نه شتون، د زراعتي او سوداګریزو بانکونو او مالی مؤسساتو نه شتون او یا هم کموالي ، د بنسټیزو پروژو د عملي کیدا کم رنګي او یا هم نشتوالي ، ناامني او بې باوره سرحدي اړیکي، د زده کړو د ظرفیت او کچې ټیټوالی،  او داسې نورې هغه شته او مخته پرتې ستونزې د بحث وړ دي چې د وګړو د اقتصادي او ټولنیز ژوند سره سیده او کلکه اړیکه لري.

د یادولو وړ ده چې یادې ستونزي په هېوادنۍ نا امنۍ او ټولنیز ثبات کې پوره ونډه لري ، له همدې امله دولت مکلف دي چې د لرې پرتو سیمو د اقتصادي ستونزو د حل په مؤخه یادو سیمو ته پاملرنه وکړي .

که د نفوسو له نظره د هېواد جغرافیا ته وګورو نو د ښاري هستوګنو په نسبت اطرافي او نیمه اطرافي هستوګن ډیر دي چې په ټوله کې یې د ژوند سطحه ټیټه او د قناعت وړ نه ده.او د دې تر څنګ که د همدغه لرې پرتو سیمو لپاره پرمختیايې کارونه ونشي نود ښاري سیمو د نفوس اندازه به ډیره شي ، چې د ښار وګړي او حکومت به د ګڼو  ننګونو سره مخ شي ، ځکه زمونږ ښاري سیمي هم د هستوګني لوړ ظرفیت نلری ، سړکونو او نقلیه وسایط بسنه نه کوي ، د ترافیکو ستونزي په ډیرې شي ، د څښاک اوبه او نورې اړتیاوي به یو څه متاثره شی.

نو  بهتره داده چې دولت د خپل مکلفیت په اساس د لرې پرتو سیمو اقتصاد او ټولنیز ژوند ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

په دې برخه کې دولت او خصوصي متشبیثین ډول ډول پروګرامونه پلي کولی شي چې د نمونې په ډول مو څو پورته ذکر کړي دي.

پنځم:

د رهبرۍ اړوند ستونزي.

که په عمومي توګه د لرې پرتو سیمو مدیریت او رهبرۍ ته متوجه شو نو یو لړ هر اړخیزي ستونزي شته چې سیده او ناسیده په سمیزي دولتي او نادولتي رهبرۍ پورې اړه لري .

سیمیزه دولتي چارواکي او ولسي رهبران او مشران تر ډیره د ګوندي ، سمتي ، قومي سیاست او اړیکو په بنسټ ټاکل شوي ، د مالی فساد شتون هم دې ته زمینه برابره کړي چې د شایستو او وړو افرادو او اشخاصو پر ځاي بی کفایته او په فساد ککړ وګړي اوچتو پوستونو ته معرفي شي . او د اړیکو د پاللو په ذهنیت تل ملبس او د ملي پراختیا او د اطرافو د پرمختګ لپاره له ځانه سره مؤثرې طرحې نلري . دا یو حقیقت او د اوسني او مخکني نظامونو یوه عمده کمزورتیا هم ده. په په لرې پرتو سیمو کې رهبري د تخصص او تعهد تر څنګ د ملي ارادي او انګیزي لرونکو کرکټرونو ته په لاس ورشي نو بې له شکه د مرکزي حکومت او لرې پرتو سیمو د وګړو جلا شوي او یا هم کمزوري اړیکې به غښتلي شي چې دا کار کولې شي عيني واقعیتونو د انځورولو ، د ټولنیزو اړتیاو د تشخیص او حل لارو په برخه کې یو مؤثر اقدام وي.

د یادولو وړ ده چې په دې برخه حکومت تر یوه حده هڅه کړي چې خپله ژمنتیا ثابته کړي خو بسنه یې نه کوي، دا چاره دې دوامداره او لا هم غښتلی شي.

شپږم:

اداري ستونزي.

د یو نظام او دولتی چهارچوب د بدلون سره په هېوادني سیاست او اداري نظام کې هم تغیر شونی دی ، که د هېواد تیرې مخينې ته ځير شو نو تر ډیره په ولسواکه توګه واکونه او دولتی اداره د یوه واکدار څخه بل واکدار ته نه ده سپارل شوي همدارنګه د یو سالم سیستم او بنسټ لپاره بنیادي کار نه دي شوی ، قوانین ستونزي او فساد برانګیزه نقطې او مغلق پروسیجرونه لري ، تر ډیره کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی ، او همدارنګه یو لړ نور اساسي اداري مشکلات شته چې باید رسیده ګې او د حل لاري چاري یی وپلټل او وضع شي ‎، تر ټولو مهمه داده چې لرې پرتو سيمو سیمیز اداری او کارکوونکي تر ډیره د یو لړ اداري او مدیریتې ستونزو سره مخ دي چې یادو ادارو کې یې مراجعینو ته ستونزي را پیدا کړي دي او بله دا چې د امنیتي ننګونو له کبله ځیني کدرونه د لرې پرتو سیمو له دندو سره تر ډیره علاقمند نه دي. نو د همدې ستونزو د حل او فصل په مؤخه د لرې پرتو سيمو اداره کې اداري اصلاحاتو ته ترجیح او دغه برخې ته ډیره پاملرنه وشي.

اووم:

امنیتي ستونزي.

دا یو روښانه حقیقت دی چې ملتونه د ارامۍ او سوکالي غوښتونکي وي نو همدارنګه مونږ هم د نړۍ د هغه ملتونو په قطار کې یو چې تل مو د خپلې ازادۍ ، خپلواکۍ ، سوکالۍ او دایمي ارامۍ لپاره هیلې لرلې دي ، قربانۍ مو ورکړی او ډیری سرخندني او کارنامې مو تاريخ ته بښلي دي خو هغه بدبختي چې تل یې زورولي یاستو هغه خپل منځني فکري ، سمتی ، سیاسي او ګوندي تضادونه دي چې سیاسی سوداګرو تل پاللي دي او د تآسف ځای دا دی چې وروسته پاتي او لرې پرتي سیمي یې هم لکه د ښاري او نیمه ښاري سیمو په څیر ځپلي دي ، اوسمهال په لرې پرتې سیمې د ټول هېواد په آمن او سوکالۍ که رغنده رول لوبولی شي ، زمونږ سرحدي سیمې او هغه کلی او بانډي چې هلته ډیرې طبعي سرچینې شتون لري خو د ناآمنئ له کبله هلته ډیر څه لا پخپل حال پاتي دي .

په ټوله کې امنیتي ننګوونې هغه لویه ستونزه ده چې کولې شي د نړۍ ستر قدرتونه کمزوري کړي ، نو تر هر څه وړاندي زمونږ د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره امنیتی وضعیت ښه والی ته جدي اړتیا ده چې په دغه برخه کې لرې پرتې سیمې مرکزي رول لوبولي شي. چې په دې برخه کې د مرکزي حکومت او سيميزه مخور مشران او همدارنګه فکري او شعوري ځوانان رغنده پاملرنه او نقش لوبولی شي، په سيميزو امنیتي تشکیلاتو کې هم د اداري اصلاحاتو اړتیا ده او هغه ځوانان چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر په یاده برخه کې روزل شوي باید کار ترې واخستل شي او د امنیتي سکتور مسلکیتوب ته دې ډیره توجه وشي چې په دې سره به د امنیت د ښه کیدو تر څنګ د نظامي تلفاتو ګراف هم راټیټ شي.

اتم:

سرحدي ستونزي.

سرحدي ستونزي د سرحدي وګړو تر څنګ د ښاري او نیمه ښاري وګړو په مالي او ټولنیز حال او احوال سیده او ناسیده تاثیرات لرلی شی ، که د یوې جغرافیا سراحدات مصؤن او محفوظ وی نو بې له شکه د ټولو سیمو خوندیتوب لپاره تضمین بلل کیداشی شي .

نو دا رنګه ویلی شو چې زمونږ په هېواد که دا ډول ستونزي بی له کومه شکه پریمانه دي ، د جنوب او لویدیځ تر څنګ شمالي سراحدات هم خوندي نه دي چې د دې شته ستونزو د سیمه ایزو وګړو په ژوند کې ښه پراخه بحرانونه را ټوکولی دي او حل لارې پیدا کول تر هغې ناممکن دي چې تر څو په خپل سرحدات  محفوظ او د دولت په پوره ولکه کې نشي. دا ستونزه یوه جدي د سرحدي سيمو وګړو مال او ځان ته یو جدي ګواښ دي چې دولت او ولسونه په ګډه کولي شي د یادو سيمو امنیت او خونديتوب ته له مختلفو زاویو څه پاملرنه وکړي.

په وروستۍ برخه کې ویلو چې لرې پرتې سيمې په ښاري سيمو سیده تاثیر اچوونکي دي هغه وخت چې یو مات شوي اقتصاد رغونه له کلیو او بانډو څخه راپیل نشي ناشوني ده چې ښاري او لومړي درجه سيمې دې د ټول هېواد د امنیت نماینده ګي وګړي.

په ټوله کې دې دولت او ځایی مخور او تاثیر ګذاره افراد د لرې پرتو سيمو یادو ستونزو او همدارنګه نورو شته ستونزه ته جدي پاملرنه وکړي تر څو شته بدبختیو ته د حل معقولي لارې چارې تطبیق شي.

د هوسا، ارام او په خپل ځان بسیا افغانستان په هیله او اراده.

336 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *