Categories

اعلان

Loading…

عـدالت څه شی دی اوعادل څوک دئ؟؟؟ | محمد انور ولید

د عدالت یا عدل اصطلاح په د قانون په مانا ده ، یا په بل عبارت : د قانون پلي کولو ته عدالت وایی ، دهر سړی یا هری اجتماع حقوق پرځای کول او دوی ته خپل مشروع حق ورکول او په حقوقوېې تعرض یا تجاوز نه کولو ته عدالت وایی ، همدارنګه په لغوی معنی سره ورته د نظم اوادب مراعاتولواوساتلوته عدالت ویل کیږی .

خو د عدالت علمبرداریا عادل هغه چاته ویل کېږي چې حق له باطل څخه د نیاواوعدالت په موجودیت کې په انصاف اوپه تول برابرسره بېل کړي ، حق حقدارته ، اوطاغي اوسرکشه ظالم ا وغاصب ته د پند اوعبرت برابره سزا ورکړي .   

اجتماعی عدالت څه ته وایی ؟؟؟

دهر وکړي او یا په مجموع کی د ټولو اتباعو دحقوقو ساتل او دوی ته خپل حقوق ورکول او رعایتول او د بی دادګریو او ناهنجاریو او همدارنګه د ظلم او زور زیاتی او ناروا مخه نیولو ته عدالت اجتماعی ویل کیژي .

دیونان فلاسفه بیا وایی چی عدالت د یوه کس یا اجتماع صفت کول دی چی دری مهم صفات ولری ( حکمت – شجاعت – او عفت ) ، ولری .

هر هغه ریس جمهور ، صدراعظم ، وزیران ، والیان ، دوسله وال پوځ  ددریو وزارتو قوماندانان چی دغه تعریف او دغه مفاهیم په اجتماع کی پلي کوی هغه ته عادل وایی.

یا په بله وینا :

عدالت څه ته وایی؟

عدالت د شخص یا شي په اړه مطابق د قانون چلند کول، د ناخوالو او ظلم متضاد کلمه ده، د قانون مطابق ګام اخیستل او عملي کولو ته هم ویلی شو، انسان په دي نړۍ چې خلق سوی او دغه انسان د استعداد، ذکاوت او وړتیا خاوند دی، همدا رنګه بشر هڅه کوي چی یو لړ فعالیتونه او نوښتونه وکړي چی دا د دوی حق دی.

مګر د ځینو نفسانی غریضو له امله بشر د بشر ممانعت کوي، ځینی وختونه د ظلم او استبداد نه په کار اخیستو قوم یا توکم د هغه د حق څخه محرومه وي، چی دا عمل ته بي عدالتي ویلی شو او همدارنګه هر هغه فعالیت یا کړنه چی مطابق د اصولو، قانوني عمل وي او یا هم د بشر د زړه لاسته راوړلو تر سره کیږي، په هغه کښي انصاف وي چی کومه ناخواله، تبعیض یا ظلم نه پکښي لیدل کیږي، دي ته وایې عدالت.

هیر مو نشی چی د عدالت تامینول ساده کار نه دی او هغه وخت دا توقع ولری چی یوه ټولنه خپل د حقوقو څخه خبره وسي او وکولاسي د هغه حق څخه چی دی يې برخه مند دی، په کلکه وغواړي او د هغه د غوښتلو (دادخواهی) توانایي ولري بیا نو ساده کار دی.

د بیلګې په توګه ( ترڅو ماشوم و نه ژاړي نو مور شیدي نه ورکوي) دلته باید موږ په دي پوه شو چی ماشوم د شیدو په غوښتولو خپل د مور پام ځانته را اړوي چی شیدي راکه، نو دا به د افسوس ځای وي، چې یو عاقل او بالغ انسان خپل د حق غوښتل نشي کولای او له بلیخوا ته یو انسان خپل حق لري، مګر د بل پر حق تیری کوي. دي حالت کې، اڼدول برابر نه وي، ځکه یو مظلوم وي او بل ظالم وي، مظلوم ته پکار ده چی خپل ځان ویښ کړي او ظالم ته پکار ده چی خپل حد وپیژني.

په هر حال یو انسان ته پکار ده چی خپل او د بل حق، خپل عزت د بل عزت وپیژني تر څو د یو انسان حق تر پښو لاندي نشي، که دیوې ټولنې د زده کړي او پوهي کچه لوړه شي نو دا به هلته ډیره ګرانه خبره نه وې

عدالت د قرآن له نظره :

د مسلمان په نظر باندی عدل ترټولو زیات ډېر ضروری دی ځکه چې الله تعالی داسی فرمایلی دی : « اِنَّ اللهَ یَأْمُرُکُمْ بِالْعَدْلِ وَالاِحْسَانِ وَاِیْتَائِ ذِیْ الْقُرْبی … الآیة … – ( النحل – ۱۶- ۹۰) .

ترجمه : بیشکه الله تعالی امر کوی په عدل او انصاف کولو سره او په احسان (نیکی کولو) سره او قریبانو ته په ورکړی سره.

عدالت خوښوونکو ته الله د محبت خبر ورکړی دی

چی الله تعالی فرمایی : « وَاَقْسِطُوْا اِنَّ اللهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ » — (الحجرات ۴۹- ۹).

( او انصاف کوی په هر شی کی ، بیشکه الله د انصاف کونکی سره محبت کوی یوازی یی په احکامو کې د انصاف اوعدل حکم نه دی کړی بلکی په کلام او ګفتګو کې یی هم د انصاف کولو حکم کړی دی.

 الله تعالی فرمایلي دي : « وَ اِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوْا وَلَوْکَانَ ذَاقُرْبی » – (الانعام – ۶ – ۱۵۲) او کله چې خبری کوی تاسی په کوم شی کی نو حق (رښتیا) ووایی اګر که هم وی خپلوان ).

او بیا فرمایی : « اِنَّ اللهَ یَأْمُرُکُمْ اَنْ تُؤَدُّوْا الْآمنتِ اِلی اَهْلِهَا وَاِذَا حَکَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ اَنْ تَحْکُمُوْا بِالْعَدْلِ » — (النساء – ۴ – ۵۸).

ترجمه : یقینا الله تعالی تاسی امر کوی چې وسپاری امانتونه اهل د اماناتو ته او کله چې فیصله کوی د خلګو په منځ کې نو په انصاف سره فیصله کوئ . پر همدی بنا د مسلمان لپاره ضروری ده چې په قول ، فعل او فیصله کې انصاف تلاش کړی دا به د ده یو طبعی صفت وی چې هیڅکله به د ده څخه نه جلا کیږی . مسلمان چې کومه خبره کوی او کوم کار کوی پر عدل او انصاف به مبنی وی پر چا باندی به د ظلم او زیادتی څخه ډېر لیری اوسیږی د ده د انصاف پسندی ته به هوا د نفس او د دنیا خواهشات هیڅ نقصان نشی رسولی . او په دغه وجه مسلمان د الله تعالی د رضا ، محبت او انعاماتو مستحق ګرځی او الله تعالی هم ویلی دی چې ؛ زه د انصاف کوونکو سره محبت کوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دوی لپاره د الله د طرفه انعامات بیان کړی دی لکه چې فرمایی: « اِنَّ الْمُقْسِطِیْنَ عِنْدَاللهِ عَلی مَنَابِرَ مِنْ نّوُرٍ الَّذِیْنَ یَعْدِلُوْنَ فِی حُکْمِهِمْ وَاَهْلِیْهِمْ وَمَا وَلُوْا » — (مسلم)

ترجمه : بیشکه انصاف کونکی د الله په نزد باندی به د نور پر منبرو باندی وی هغه کسان چې پخپلو فیصلو کې او د اهل او عیال او هغه چې د دوی په حکمرانی کی وی انصاف کوی.

او بیا فرمایی : « سَبْعَةٌ یُظِلُّهُمُ اللهُ فِی ظِلِّهِ یَوْمَ لاَظِلَّ اِلاَّ ظِلُّهُ اِمَامٌ عَادِلٌ وَشَابٌّ نَشَأَ فِی عِبَادَةِ اللهِ تَعَالی وَرَجُلٌ مُعَلَّقٌ قَلْبُهُ فِی الْمَسَاجِدَ وَ رَجُلاَنِ تَحَابَّا فِی اللهِ اجْتَمَعَا عَلَیْهِ وَتَفَرَّقَا عَلَیْهِ وَرَجُلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصَبِ وَجَمَالٍ فَقَالَ اِنِّ اَخَافُ اللهَ وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ اَخْفَاهَا حَتَّی لاَتَعْلَمَ شِمَالُهُ مَاتُنْفِقُ یَمِیُنُهُ وَرَجُلٌ ذَکَرَاللهَ خَالِیًا فَفَاضَتْ عیناه » — ( صحیح بخاری).

ترجمه : اوه (۷) قسمه خلګو ته (په ورڅ د قیامت) الله تعالی پخپل سیوري کې ځای ورکوی ، په داسی حال کې چې د ده له سیوري پرته به بل سیوری نه وی ، امام انصاف کوونکی ، هغه څوان چې د الله تعالی په عبادت کې ځوانی تیروی ، هغه سړی چې زړه یی په مسجد پوری تړلی وی ، هغه دوه کسان چې د الله لپاره محبت کوی ، که یو ځای وی او که جلا پردغه محبت باندی قائم وی ، هغه سړی چې هغه ته صاحب د حسب او نسب او ښایسته ښځه (دګناه) بلنه ورکړی او دی د الله د خوفه څخه ځان رامنع کړی ، یو هغه سړی چې (دخلګو څخه ) په پټه صدقه او خیرات کوی حتی چې چپه لاس یی نه وی خبر چې راسته لاس څه شی خیرات کړی دی او یو هغه سړی چې په تنهایی کې الله تعالی یاد کړی او وژاړی .

د عدل نور ډېر مظاهر دی چې په هغه کې مسلمان معلومیږی، مثلا:

۱ – د الله تعالی سره عدل یعنی د ده سره په عبادت کې او په صفاتو کې شریک نه ونیسی د ده اطاعت وکړی . او د نافرمانۍ څخه یی ځان وساتی ، الله تعالی هر وخت په یاد ولری او هیر یی نکړی ، د ده شکر ادا کړی او د ناشکرۍ څخه ځان وساتی .

۲ – د خلګو په فیصلو کې انصاف یعنی هر حق والا ته خپل حق ورسیږی .

۳ – په خبرو کې عدل یعنی درواغ نه وایی د کذب او باطل څخه احتراز وکړی .

۴ـــ د حقیقت خلاف خبرو ته په زړه کې ځای ورنکړی .

۵ – په عقائدو او نظریاتو کې عدل یعنی حق او رښتیا تسلیم کړی ، د حقیقت خلاف خبرو ته په زړه کې ځای ورنکړی .

د عدل او انصاف ډېر واقعات نقل سوی دی د هغوی عدل او انصاف په سیرت او تاریخ کې مطالعه کړئ .

د عدالت ښه نتائج:

په فیصله کې د انصاف دنتائجوڅخه یوشی دا دی چې په نفوسو کې اطمنان او سکون پیدا کیږی لکه چې روایت شویدی : قیصر یعنی دروم بادشاه حضرت عمر بن الخطاب ته خپل قاصد ولیږی قاصد چې تلاش وکړی نو عمر بن الخطاب رض د مسلمانانو امیر یې په داسی حال کې ولیدی چې په ریګ کې یی یوه لښته بالښ کړی وه بیده وو د قاصد پر زړه باندی رقت طاری سو او وی ویل دا شخص چې د دنیا بادشاهان د ده څخه په لړزه کې دی په داسی اطمنان سره یوازی بیده دی عمره ! تا انصاف کړی دی څکه په سکون او اطمنان کې یی او د دنیا بادشاهان ظالمان دی نو څکه هغه بیریږی .

میانه روی د عدل او انصاف په نسبت عامه ده یعنی عدل خاص دی او میانه روی عامه ده په ژوند کې په ټولو کاروکې میانه روی ضروری ده . اعتدال (میانه روی ) د افراط او تفریط په مینځ کې یوه لاره ده او افراط او تفریط دواړه مذموم صفتونه دی په عبادت کې اعتدال دا دی چې له غلو او شدت څخه خالی وی . او داسی هم نه وی چې د عبادت هیڅ اهمیت په ذهن او فکر کې نه وی و دی ته اهمال او تفریط وایی . یعنی انتهایی کوتاهی او کمی .

په خرڅ کې اعتدال په دی ډول دی چې له حد او ضوروت څخه  زیات لګښت نه وی او نه بخل وی بلکی د اصراف او بخل په مینځ کې حالت سم دی .

الله تعالی فرمایی : « وَالَّذِیْنَ اِذَا اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَلَمْ یَقْتُرُوْا وَکَانَ بَیْنَ ذلِکَ قَوَامًا » — الفرقان – ۲۵ – ۶۷) .

او هغه خلګ چې خرڅ کوی نو نه اسراف کوی او نه کنجوسی بلکی په اعتدال سره وی نه تر ضرورت زیاته اونه کمه . په لباس کې میانه روی دا ده چې نه به د تکبر او فخر لپاره وی . او نه به قصدا ډېره زړه ګودړی اغوندی . په حقیقت کې اعتدال د هر شی منځنی حالت ته وایی اعتدال د انسان لپاره ډېر د فضیلت او بلندی علامه دی .

الله تعالی فرمایی : « وَاَلَّوِاسْتَقمُوْا عَلَی الطَّرِیْقَةِ لَاَسْقَیْنهُمْ مَاءً غَدَقًا » — ( الجن – ۷۲ – ۱۶) .

او که چیری دا خلګ پر سمه لاره ولاړ سی نو موږ به دوی ته ډېری اوبه په وڅښو.

                                                                                          (محمد انور ولید )

232 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *