Categories

اعلان

Loading…

د لوړو زده کړو وزارت د هیواد ۵ مخکښ پوهنتونونه معرفي کړل

تاند- د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د هیواد په ۱۶۷ دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د ښو زده کړو او د اکاډیمیک اعتبار له نظره ۵ پوهنتونونه مخکښ وبلل.

په خصوصي پوهنتونونو کې کاردان پوهنتون او امریکايي پوهنتون د افغانستان تر ټولو غوره پوهنتونونه ګڼل شوي خو په دولتي هغو کې د کندهار پوهنتون، ورپسې د کابل د طبي علومو پوهنتون او کابل پوهنتون د زده کړو د کیفیت او ملي اکاډیمیک اعتبار له پلوه مخکښ پوهنتونونه بلل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د نړیوال بانک په مالي مرسته او د لوړو زده کړو د انکشافي پروګرام د متخصصانو په همکارۍ په درو پړاوونو کې د هیواد د پوهنتونونو له کارکوونکو، علمي کدر، محصلانو او فارغ شویو محصلانو سره د مرکو او د پوهنتونونو د اسنادو، نوښتونو او تحقیقاتو له مخې د هغو کیفیت وارزاوه.

د کاردان پوهنتون موسس او رييس روبین رحماني په دې خوښي ښکاره کړه چې پوهنتون یې د هیواد په ۵ غوره پوهنتونونو کې شمېرل شوی دی.

ده، چې پوهنتون یې په افغانستان کې لومړنی خصوصي پوهنتون دی، ژمنه وکړه چې له دې ایسته به هڅه کوي چې د سیمې غوره پوهنتون وپېژندل شي.

د لوړو زده کړو دا درجه بندي ۵ کاله اعتبار لري او ۵ کاله وروسته به بیا د پوهنتونونو د زده کړو او کیفیت جاج اخیستل کېږي.

10,094 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. نعمت الله سخیزی Reply

    ماشاالله لومړی دکندهارپوهنتون محترم رئیس صاحب او بیا ټولو اداری اوخدماتی کارکونکو ته یی مبارکی وایم وروسته ویلای شم چی ددی کامیابی کریدت محترم رئیس صاحب توتاخیل ته ځی دژوند په ټولو چارو کی ورته کامیابی غواړم

  2. Mohammad zaki Reply

    واقعا هم ډير د خوښی ځاي دي چي کندهار پوهنتون په لومړي درجه کي قرار لري!

  3. Siddiqullah Nazari Reply

    Kandahar pohanton ta LA nori kamyabyani ghowaram

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *