Categories

اعلان

Loading…

پښتو پښويه (گرامر) او د زدکړې نوې لارې چارې

پوهاند دوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ-۱۱اکتوبر۱۸                                                  

)Morphological Endings گړپوهيزې ( صرفي) پايلې(

۱- نوماوړوني پايلې: سړی-ي،ښځه-ې؛هلک-ان، نجلۍ-نجونې.مور-ميندې…

۲- کړاوړوني: خور-م خور-و،خورې- خورئ-ي…

پايله چې وييزاومانيز عربي انډول يې (خاتمه) ده او په دويمه مانا يې عربي انډول (نتيجه) ده،خو دغلته له سهي تخنيکي (ترمينالوژيکي) پلوه يوه ژبپوهنيزه او بيا گړپوهييزه (صرفي) او وييرغاونيزه نومَونه ده چې له انگرېزي (Ending)او الماني (Endung) سره اړخ لگوي.

د(ماريو-پای)سينديې داسې راپېژني:

(۱) په ټوليز ډول، پايله ديوه ويي روستي غږ (sound) يا څپې (syllable) ته وايي چې له آره ناخجن وي او له اړوند ويي (نوم، کړ) سره خجنېږي.

(۲) په ځانگړي ډول، پايله هغه اوړوني (گرداني) روستاړی (a flexional suffix)

دی چې د نوم اوړون او کړاوړون د بېلابېلو گرداني اړخونو (وجهو)او پر دغو صر في اړخونو او لږوډېر نحوي تړاو ښکارندويۍ لپاره په نوم اوکړ يايې ريښې  او سټې پورې نښلي، هغه هم لږوډېر د يوه ←تړخپلواک يا څپې په منځتاړۍ  سره (همداراز د وييرغاونې په تړاو- زيار).

د ماريو-پای په اند  په ډېرو ژبو کې د کړاوړون اړونده وگړپايله (personal en- ding)، داروپايي ژبو پر خلاف  تولواله (ملکيت-اضافت) هم څرگندوي او بېلگې يې هم فېنو-اوگريک (فېنلېنډي او هنگري) او سامي  (عربي -عبري) هغه راوړي؛ خو ترکوم ځايه چې موږ ته ښکاره ده،عربي او زموږ آرياني دانومځري (ضميرونه) رانغاړي او ځايناستی کېدای يې شي ،له همدې کبله يې (متصل ضميرونه) بللی، لکه پښتو وگړپايلې په دې پراديگما کې:خور-م/خور-و/ خور-ې/خور-ئ)/ خوري ؛ چې په تېرمهال کې يې کمزوري نومځري (منفصل ضميرونه) ځايناستي کېږي، لکه په دې اوړون کې: و-مې- خوړ/ و-مو خوړ، خوړ-مې/خوړ-مو… [د لا پوهاوي لپاره: پښويه ۱۶۳ ]

د نومپايلې پېژندنښه يا پايله له  ټوليز هندواروپايي ژبني قانون سره سم د دغو دوو نورو (يانې کړاوړون او وييرغاونې) هغو غوندې يو خپلواک (واوېل) يا څپه ده چې تر ډېره په يوه نوم (څيز نوم، ستاينوم، شمېرنوم او يا نومځري)،يايې په سټې پورې نښلي؛يانې که اړوند نوم، کړ يا ويی خپلواک-پای اويا غبرگغږ -پای وي،دغه دواړه توکه يې غورځي او پايله يې په ريښې يايې سټې پورې نښلي،که نه په بېواکپای پای هغو پورې اړوندې پايلې سيده نښلې،او←تړخپلواک ياڅپې ته هم همېشه اړتيا نه لري،د بېلگې په توگه، کړواله(-م پايله)، لکه په (خور-م) تړخپلواک راخپلوي، يا له (ل-)  سره د يوې څپې په بڼه، لکه په وخوړ-لم. ياد ړوونک تر څنگ په وخوړله.کې ؛ خو (خور-و u  دانه؛که هغه د گڼې له اړخه وي،  لکه: سړی-سړي، مڼه-مڼې، که  د نوږی (جنس) له اړخه، لکه: سور-سره، سپين- سپينه او يا د پېر(حالت)،هغه هم يا د←ارگاتيف  له کبله،لکه: (ما-تا-ده-دې…؛ زمر-ي، زرمين-ې…) اناروخوړ، دسربل-وستربل  له  کبله، لکه: د مڼې خوړل گټه لري،د زرکې غوښه خوندور-ه ده، له زمر-ي ځان ساته،يا د بلنې (ندأ) له کبله ، لکه (يه) مور-ې،پلار-ه، ورون-و!

نومپېر پايلې پرخپل وار دوه رازه دی (← پښتو پښوييزنومپېرونه):

(۱)  پښتو آر يا سيده  نومپېر(اصلي حالت ) يا (direct case) چې پر خپله آره بڼه وي او  په دې توگه يې پېژندنښه  يا پايله صفر ده، لکه: (وری) او (ژوی) په دې غو نډلو کې: وری واښه خوري، ژوی غوښه خوري

 (۲)) د يوه نوم اوښتی پېر يا مغيره حالت(Oblique case) د نوم هغې بڼې ته وايي چې په يوه غونډله يامتن کې يې دنحوي دويې(قاعدې)پر بنسټ راخپلوي،په نو رو ټکو، خپله آره بڼه بدلوي او له دغه جو ليز بدلون سره پخپله هغه نوم (اوښتي نوم) بلل کېږي،لکه په دې غونډلو کې: وري (واښه وخوړل)او ژوي (غوښه وخوړه.

مانا يې داچې:

 د نورو ژبوغوندې په پښتو کې اوښتي نومپېرونه  تر ډېره د روستاړو بڼې را خپلوي  او په دې ډول يې اوښتې نومپېر پايلې بولو،لکه(-ي)  په (وري) او (ژوي) کې يا-زوَر(-a) په (زمر-ه! او په (مين-ه!) کې. دغلته-ي (-i) پايله په تېرمهال کې د کړندپېر (فا علي حالت) يا(nominative case) ښکار ندويي کوي او زوَر(-a) پايله د بلنپېر (ندا ئيه حالت) يا (vocative case).

داهم يادوړ ده چې اوښتی پېر په بنسټيز ډول له څيزنوم او يايې له وگړنومځري سره تړاو لري او دبدلون لامل کېږي يې، او دوه نور نومډولونه (ستاينوم او شمېرنوم) يې د ټاکندويو (modifiers) په توگه ورسره هممهاله بدلون مومي، لکه په دې غونډلو کې:

يوه ښايستوکي واړه وري يا ورکي واښه وخوړل؛ يوه کمزوري زاړه ژوي غوښه وخوړه؛ هر راز نغوتنومځری (اشاري ضمير) چې له څيزنوم سره يوځای راځي، هم  ورته اوښتی پېر راخپلوي. لکه،دې-دغه (-∂)-هغه(-∂)-هوغه (-∂) وري واښه ړوونک… ؛

له پاسنيو درو زورپای نومځرو(دغه-هغه- هوغه) پرته  نورواوښتي نومونه که يوه زورکي (-) پايله (ending) راخپلوي هم،خوهممهاله ورسره منځ-خپلواک ونج* ملگرتيا کوي،لکه د (ورون) اوښتې بڼه (ورانه wrᾹn-∂) کې  چې په دغه  نوم کې  پر زورکي  پايلې سربېره منځنی لنډ-و(-u-) هم پرالف (ā) اوښتی. نورې ورته بېلگې: لړمون-لړمانه، پښتون- پښتانه،شپون-شپانه،يون- يانه،مېلمه-مېلمانه، ووړ-واړه،موړ-ماړه،زوړ-زاړه،کوڼ-کاڼه،کهول-کهاله،خوږ-خواږه…[ پښويه ۹۲۹۶]

 *منځ-خپلواکونج)  تر ډېره په اروپايي ژبپوهنيزو سيندونوکې  الماني (Ablaut) بلل کېږي،او د امريکايي ماريو-پای سيندگي (internal vocal change) مانا کړی،خو زموږ انډول يې جاج (مفهوم) ښه ترا راڅرگندوي.

په وييرغاونه کې بياواوېلي غورځن  او ډېرن زيات پېښېږي،غورځن،لکه: په مېږی +تون = مېږ(-a) تون؛ پوهنه +تون= پوهنتون؛ ژوی+بڼ= ژوبڼ…؛( a -) کې؛ ډېرن، لکه په (کور- a نی)او (کور-a -نۍ)کې. دغلته د تړخپلواک (thematic vowel) په توگه راغلی ،نه د(-ی) بلونج په توگه ← (پښويه ۱۵۴،۱۶۳؛ وييپو هنه۵۹). 

بېدودي (استثنأ) پکې داچې اوږد-و (-o-) منځينومونه او ستاينومونه، پر پايله سربېره له← منځ-خپلواکونج (Ablaut) سره هم مخ کېږي،لکه: پاس راغلې بېلگې (پښتون-پښتانه، خوږ- خواږه… ).

دا هم بويه ياده شي چې د غورځن (حذف)او ډېرن (افزايش addition) قانون تر څنگ←منځ-خپلواکونج (Ablaut) داڅه ناڅه په درو واړو ټوليو (کتېگوريو)، يانې نوماوړون، کړاوړون او وييرغاونه کې هم چلېږي؛ په کړاړوړون کې بيا د کړ ريښې يا کړسټې ترمنځ  لږوډېر له زورکی تړخپلواک  سره يو (-ل)  هم ملتيا مومي اوڅپه ورسره رغوي،لکه په وخوړ-لم. ياد (وخوړه) تر څنگ وخوړله؛ په تېره د ما ناونج له کبله،لکه بي بي سي په (ښځه ومړه)کې يا(ده وياله وکينه)چې بايد (ومړ له) او (وکينله) وويل شي،دوديزوال دغه (-ل-) د ((مصدر پاتشوني)) انگېري؛ نا بشپړ تېرمهال  (استمراري ماضي) پر زورکي پا يلې سربېره منځ- خپلواکونج (Ablaut) هم راخپلوي،لکه په دې بېلگوکې:ورغاوه،ونمانځه،وبا له…؛  هرگوره، څپيزمختاړی (و- w∂) د کړ بشپړوالي توک (augment) گڼل کېږي.

لومړی– پړک

نوماوړوني پايلې (Nominal endings)

نومپايلې، چې په پښتو کې  د نوږی (جنس) ،گڼې (افراد وجمع)، او پېر (حالت) توپيرونه يا رنگارنگۍ راښيي او پر همدغو نومونو نومول کېږي. په کره ليکنۍ پښتو کې هر نوم  د همدغو درو گرداني اړخونو پر بنسټ يو شمېر پايلې را خپلوي.

۱: پړوکی

د نوږي (جنس) اړوندې نومپايلې

دغه نومپايلې پر دوه (نرينه او ښځينه) ډلو وېشل کېږي:

الف نرينه (يوگړې) نومپايلې

۱)  صفر پايله، د هغه نوم پايله چې پر بېواک (کنسوننټ) پايته رسي، لکه: لاس، سر، تن، ځان،نس، ټټر،گوگل،ورون، پتون،لړمون، ورمېږ،غږ، غوږ،ځوږ (زوږ، ورږ،ورور،تربور،ټغر،ور،کور،اور، لور،ټوپک، هلک، ورور، تربور… ؛

بېدوده، زياتره  ښځينه خپلواننومونه، لکه مور، خور، ترور، نندرور، نږور.

۲) زورکی ()، لکه: تره،  وراره،زړه، لېمه،لېوه،؛بېدوده،لکه خوله،اوبه،وياله، اوړه، سره(طلا)،ورږه، غارمه، ساړه، واړه (واړه بندونه چې خېژي ،اوړي يا بې ځايه کېږي)؛ماسته، شوده (گړدودي ځېلونه)،وياله،بلينډه…، (وړانگه) هم  ځينې گړدودونه  په زورکي پايته رسوي ،بې له دې چې د (اوبه،اوړه، نانځړه، نا ننږه يا ناننگه)،په څېر يې د نوږ نوم (اسم جنس) په توگه ډېرگړي وکاروي.

۳) لنډ-و (-uلکه:ټټو،يابو،لاټو،باڼو(د باڼه څه ناڅه کره ځېل)،غورغوشتو (بنډا ري؛ عياش)،خېټو…،څو پوروييونه (مستعار لغتونه)،لکه: کابو(مو قع،فرصت)، لَولُو،بابو،يا تورکي(اُردو+پوځ) چې له ژبني نوم سره ټکرېږي اوکم ازمېښته ليکو ال ورسره د ښځينه نوم چلند کوي،ان له مخې يې (ډيپو)هم همداسې انگېري او کا روي.

۴) لنډه- ي (-i): درزي، موچي،پنډي ياپلنډي،چړي،دوبي،ډاگي او نور چار نومونه يا ور هڼيز (کسبي) نومونه؛ نشه وال او نشه روږدي،لکه: چلمي،نسو اري،چرسي،بنگي، پوډري… هم همداسې درواخله.

 همداراز،له زورکيوالې -ۍ (-y) پرته پاتې ۹کره پښتو غبرگغږونه (ديفتانگونه) نرينه پايلې رغوي:

 ۵) زورواله-ی (-ay): سړی، ژوی، مږوی،اړيکی، همداراز اړيکنومونه (نسبتي نومونه): کابلی،کندهاری،بلخی،درانی،غلجی، ،ځاځی، تڼی، دوتاڼی،مشواڼی خوگياڼی، کرلا ڼی،گگياڼی، گمرياڼی…؛

۶) اوږد-و واله-ی (-oy لکه: زوی، لوی، توی،ککوی  (هدهد)؛

۷) لنډ-و واله ی (-uy: خوی، بوی؛ د-وی؛

۸) زور+و (-aw): کنډو، منډو،لَو، څو، پلو؛

۹)  -او (ā w):پړاو، جړاو، چړاو،تړاو ، کړاو،لگاو،نياو، ځاو (وړاندې مارش!)

۱۰) الف– واله-ای (ā y):  ځای، پای، کالخو-ای، اشنای،بډای، خدای؛

۱۱) ېو (-ew): لېو ،دېو، رېو (رېب)ړ غرېو؛

۱۲) ي-و (-iw): تريو، ډيو (دښتي مرغه)، ښايي، ډيو ډيوک او ټيوټيوکه ياککوَی (مرغ باران طلب) يې هممانيزونه برېښي…؛

بېدوده  زور-پای او بيا زياتره د نرينه او ښځينه پورنومونو گډه پايله ده، لکه: پوونده، بوده، څړه، خځنده، او بياپورهغه: ساده، لوده، شوده، بوله، گُورَه. .. چې نرينه په(-گان) او ښځينه په -گانې ډېرگړی کېږي.[۳-پښويه ۱۰۴]

ب- ښځينه نومپايلې

د زورکي () او لنډ-و (u) پرته  زياتره خپلواکپايلې،ښځينه نومپايلې  بلل کېږي.:

۱)-زوَر (-a)،لکه:خوَ له (عرق)،خوَله (کلاه)،پڼه،مڼه،پزه،غاړه، غېږه (غېږ)،لنډه (کو نغری (استخوان سجی،چاربند)، گنډه، لېمه، سترگه، ځېږمه،سپله،وينه، تيږه، ډبره،پښه،گوته، خېټه،ښځه،خورځه، ورېره،اسره، زرمينه، زرينه، پرخه، کرښه، ليکه، تياره،ډيوه،لمبه،پلوشه، بډه،وړا نگه؛غوړانگه،غورانگه غوړانځه يا خوړسکه (شعلۀ دودآميز)،سپره،شمله،پاڼه،څانگه خرانگه،لښته،ونه غنه، او بښته،سرنښته (غرنۍ ونې)،ولږه،تنده،تبه،تنه،بډه،کډه،سپږه،ريچه، غڼه، مږه، مېږه،وزه ، ژرنده،کنده،ژوره…؛

ياغورځېدلې اوغورځېدونکې زوَر پايلې: لار،لېچ (لېڅ)، مټ (مټه)، غېږ (غېږه)، غزل (غزله)، څنگل، منگول، نجل (کوژده يا نامزاده نجلۍ)، غوجل، وندر، بکر، کچر، غاښور،کنډر، کنځل يا ښکنځل، وريځ، ږمنځ، رېبځ، ترخځ، کليز (تقويم) ترښځ…او ياهندي آرې پايله (- دار+ مېرمن): ورېندار، ترېندار؛

بېدوده: مېلمه، کوربه، کډبه، غوبه، لېربه او نور چارنومونه (وييپو هنه).

۲)-الف (ā)، لکه: ملا (کمر)،شا، خوا، تنا، رڼا، برېښنا، ځلا، کلا، بېديا،غلا، تا لا، اړتيا، وينا،ژړا،خندا، ښېرا، سا، ويسا، لمبا، ورا، نيا، انا، ووريا، پښتيانا، هريوا، اوېستا، يسنا، سپنتا،ويدا،بلا، اشا…؛

بېدوده:  لالا،دادا، اکا، کاکا،ماما، بابا او نور خپلوان نومونه. همدارنگه چارنو مونه اوپوروييونه: ملا، ميرزا، جولا،بورا، جليا،بېړا، لېنډا (پک)، بوډا، بډا، بوميا ….؛

۳) اوږد-و (-o)، لکه: پيشو،بيزو، شادو،ببو،کوکو،درخو،نازو، زانگو، پيکو،پېلبو،پيشپو، غرتو،  ورشو، لامبو، سکالو، ښکالو، برو (باد گرم)،  للو،  ښارو،  پيانو، کانگو…؛

همداراز يولړ ژبني نومونه: لکه پخپله پښتو، او نژدې پاميري-چترالي خور يې (يېدغو)، يو (تيرو) يا (تيراهي)، (گو جرو)، (هندکو) ورته پايله راخپلوي ، تر څنگ يې  هرگوره ، د نورو ډېرو لرې نژدې خپلوانواو ناخپلوانو ژبو پښتو هم نومپايله هم لنډه-ي ده،  لکه: عربي، عبري، پارسي، بلوڅي، پراچي، اورمړي، واخي، کتي،  وايگلي، پشه يي، گوري، براهوي انگرېزي، فرانسي، تورکي، مغولي، چيني ، جاپا ني، سکيمويي، سهيلي… .

بېدوده: نرينه کوشيننومونه، لکه  لالو، کاکو، بلو(بلال)، جمالو (جمال)…؛

۴) اوږده-ې (-e) ، لکه: ادې، ناوې، خوړې (بوته يی مسهل)؛ولې (ريښه)، خوږه ولې (شيرين بويه).ښېځې هم زياتره ډېرگړې کارول کېږي..؛ ښځينه نوږنومونه (اسمای جنس) خو په هر ډول همداسې درواخله:لکه مستې، شودې، شړومبې، تروې… ؛

۵) لنډه-ي (-i)، لکه: بياتي، وداني، ښادي، دښمني، تربگني، خېښي، خپلوي…؛

۶) زورکيواله-ی (-∂y)، لکه: نجلۍ، بوډۍ، مړۍ ، ډوډۍ، بېړۍ، پېړۍ، نړۍ، بلۍ(بامبوته)، وړۍ، شړۍ، سنۍ(څنۍ)، اډۍ (کوراړی ياووړ پټی)، ډۍ (توپ دنده)، کړۍ، تڼۍ، کرۍ (از الات بافندگی)، بنۍ (دم آهنگری)، گدۍ (مسند؛ فا حشه)، بغرۍ، لولۍ، والۍ، مندرۍسترگۍ(عينک)، غوږۍ (گوشی، گوشک)، غوږنۍ (آله شنوايی)…؛

بېدوده، لکه نرينه چارنومونه: دوبي، موچي، پنډي يا پلنډي، ټوپکي، سپايي، پوځي، جارچي، نايي (گلابي، ډم)…؛

دويم- پړوکی: د گڼې اړوندې  نومپايلې

گڼه (عدد) د بشپړ ډېری خپلوانو ژبو غوندې په پښتو کې د نوم يوگړی او ډېرگړی (مفردو جمع) راتوپيروي، په نورو ټکو، د گڼې له پلوه يو نوم يا يوگړی وي او يا ډېرگړي . 

الف- نرينه ډېرگړې پايلې

(masculine plural endings)

نرينه ډېرگړي نښې  يا پايلې د ښځينه هغو په توپير، د ځانگړو پايلو ترڅنگ دغه بدلون تر ډېره  د يو روستاړي په مټ او څه ناڅه له منځخپلواکونج +زورکي پا يلې سره ترسره کوي  چې دغلته يوازې زوَرکی يوه نيمگړې او ناخپلواکه پايله را ښيي. نرينه ډېرگړې پايلې په لاندې ډول دي:

يو: بېواکپای يا صفر پايله والا نرينه نومونه دوه ډوله ډېرگړې  پايلې لري:

۱) (-ان)  زياتره د ساکښو نومونوډېرگړې  پايله ده، لکه: هلکان، لويان، اوښان،  پيلان او(۲) بېساچې تر ډېره (-ونه -una) پايله راخپلوي، لکه: کورونه، سيندونه، سبرونه، گلونه…؛بېدوده: ورونه، پلرونه، سپېداران يا آسونه دآسان اوگلان د (گلونه ) ترڅنگ.

۲)-ونه una ) تر ډېره د زورکي پای نرينه نومونو ډېرگړي پايله ده، لکه: ترونه، ورېرونه، زړونه، مېړونه، پسونه …؛ بېدوده، لکه لېوان؛ باڼه د کره (باڼو) تر څنگ شمالختيځوال ځېل، ورته ډېرگړې پايله (-گان) راخپلوي، اوښتی پېر يې بيا (بڼو) کوي، لکه:

.په بڼو به درته لاره کړم جارو جارو جارو… (سېلاب ساپی)

۳) وان (-wān)، او تر څنگ يې لږوډېر (-گان)، د لنډ-و(-u) پای، نرينه نومونو ډېر گړې ړوونک ده، لکه:کدوان-کدوگان، ټټوان -گان، د يابوگان ترڅنگ، لاټو گان، ډيپوگان، او همداراز باڼوگان…؛

۴) -ي (-i) د زورواله-ی يا غبرگغږ پای (-ay )) نرينه نومونو ډېرگړې پايله ده، راخلي، لکه: سړي، وگړي، ژوي، مږوي، لرگي … همداراز د(- ي) ترڅنگ -ونه (-una) پايله، لکه:خوريي -خورييونه، ويي- وييونه، تي- تيونه؛ خو تر غويي ياغوا يي، (غويان) زيات دود لري او ترې کره برېښي؛

۵) زورواله-ی (-ay): سړی، ژوی، مږوی، اړيکی، بېدوده يې اړ يکنومونه (اسمای نسبتی) دي چې -يان (yān) پايله راخلي، لکه: کابلی-کابليان، بلخی-بلخيان، کندهاری-کندهاريان، هېلمندی- هېلمنديان…؛y

۶)-ونه (-una ) د -اَو( -aw) او- آو( āw) غبرگغږ پای نرينه نومونو ډېرگړې  پايله ده، لکه:لوونه، کنډوونه، منډوونه، پلوونه؛کړاوونه، پړاوونه، تړاوونه جړاوونه، چړا وونه؛ همداراز (-oy لکه: تويونه، وربويونه، دويونه (قوانين) چې د وگړو په تړاو(-يان) پايله غوره کوي، لکه: ککويان (هدهدها)، سرغندويان، ساتند ويان، بولندو يان، څارندويان، څېړندويان…؛ او(-uy)غبرگغږ پای نومونه، هم ورته پايلې را خلي، لکه خويونه، بويونه ؛-ای (āy) پای  هغه بيا که بې ساوي، هم پر(-ونه) پا يته رسي، لکه : ځايونه، سرايو نه، گايونه (وييونه)…اوکه ساکښ وي، (-يان) پايله ترلاسه کوي، لکه:اشنايان، کالخوايان، بډايان ، خدايان؛ې-و (-ew) غبرگغږپای، لکه: لېوونه اودېو د سا کښ په توگه (-ان) پايله راځانگړې کوي؛ همدارنگه ي-و (-iw) پای هغه، لکه: ډيوان (ډيو يو دښتي مرغه دی)، خو (تريو) د يوه ستاينوم په توگه له زورکي پا يلې سره (منځ-خپلواک) هم  راگډوي او (تروه) کېږي، لکه: تروه انگور چې يو گړدودي ځېل يې (تراوه) هم راځي.

۷)-ونه (-una )+ لنډ-و (-u-) منځي نومونه د همدغه لنډ-و له غورځن سره ډېرگړي کوي، لکه:زنگون-زنگنونه، ورون-ورننونه، پتون-پتنونه، پتلون-پتلنو نه، بدلون-بدلنونه يوم- يمونه، لړمون-لړمنونه…چې پروړاندې يې د منځن لنډ-و(-u-) نه غورځن ناکره ډېرگړې بڼې رامنځته کوي، لکه: ورونونه، پتونونه، پتلولونه… ؛ دغلته يو شمېر نور همجوله نرينه نومونه له منځ -خپلواکونج سره بيازورکيواله ډېرگړې پايله راخپلوي، لکه:پښتون-پښتانه، درون- درانه، ورون-ورانه غوبون-غوبانه شپون شپانه… .[۳-پښويه ۱۰۱].

۸)-گان، د بېدوده  زور-پای او بيا زياتره د نرينه پورنومونو ډېرگړې پايله ده، لکه: پوونده گان، بوده گان، خځنده گان، ساده گان، شاهزادگان، څړه گان يا جره گان،  لوده گان، شوده گان، خېله گان، گُوره گان…[۳-پښويه ۱۰۴]

ب- کره ښځينه ډېرگړې نومپايلې

 (feminine plural endings)

۱)- ې (-e) د (-a) پای ځايناستې کېږي، نه داچې د سوېل-لوېديځ د خجپوهنې تر اغېزلاندې راشي، لکه:پڼې، مڼې، پزې، غاړې، لېمې، سترگې، ځېږمې، تيږې، ډبرې ، ککرې، گوتې، خورځې، ښځې، پرخې، پرښې، کرښې، ډيوې، لمبې، پلوشې، وړا نگې؛ غوړانگې، غورانگې ، غوړانځې ياخوړسکې (شعلۀ دودآميز)…؛ غورځېدلې اوغورځېدونکې زوَر پايلې يوگړي ښځينه نومونه هم همداسې دروا خله، لکه: لارې، لېچې (لېڅې)، غېږې، غوجلې، منگولې، څنگلې، نجلې (کوژده نجونې)…؛

۲)-وې (-we) دالف (ā -) پای ښځينه نومونو، ډېرگړې پايله، لکه: ملاوې، شاوې، خواوې، تناوې، رڼاوې، برېښناوې، کَلاوې، بېدياوې، غلاوې، بلاوې، روغتياوې،  ژړاوې، خنداوې، ښېراوې (ښېرې)، نياوې يا اناوې (-گانې)…؛ له دغو نورو سره(-گانې) دومره خوندورې نه برېښي؛

۳)-و (-we)داوږد-و (-o) پای ښځينه نومونو ډېرگړې پايله چې د څيزونو او ښکار ندو لپاره راځي، لکه: زانگووې، پيکووې، پېلبووې، پيشپووې، لامبووې، سکالو وې، ښکالووې، برووې (بادگرم)، للووې…؛او شمال ختيز گړدودي ځېل (-گانې) يې له ستايلېستيکي پلوه دومره پرغوږ ښه نه گي او يوازې د ژويو لپاره په زړه پورې راځي، لکه: ښاروگانې، پيشوگانې، بيزوگانې، شادوگانې، ببوگانې … ؛

۴)-يندې (-yánde)-د ناکره کندهاري ځېل(-ندې-ندي) او په تېره (-انې-گانې) تر څنگ-د (-ر) بېواکپاي ښځينه خپلوانو ډېرگړې پايله ده، هغه هم له ډېرکارونگ سره د غبرگو بېواکو (-ور) له غورځن سره، لکه: ميندې، خويندې، تريندې، ندر يندې، نږيندې؛لا بېدوده ځېل (ڼې) يې، لکه په لور-لوڼې او يور-يوڼې کې د تار يخي يادايکرو نيکي بدلنونو زېږنده بلل کېږي. [۳-پښويه ۱۰۸]

۵) لنډه-ي (-i). لکه: بياتي، وراني، وداني، ښادي، ناروغي، رنځوري، دښمني، تربگني، دوستي، خېښي، خپلوي…؛ بېدوده، لکه نرينه چارنومونه: دوبي، مو چي، پنډي ياپلنډي، ټوپکي، سپايي، پوځي، جارچي بنډاري، نايي، گلا بي (ډم)… .همداراز نشه يان: بنگي، چرسي، چلمي، شرابي، پوډري او نور بدورده. ښځينه کوشيننومپايلې له نرينه هغو سره څه ناڅه يو راز او برابرې دي او يوازې نوږيز توپير ورسره لري، لکه: کوکو، ببو،زرکو، خورو… .

۳– پړوکی

درېيم: پېر نومپايلې  (nominal case- endings)

نومپېر [ پښتوپښوييزپېر يا نومپېرونه ] په دې مانا چې يو نوم په خپل چاپېر يال (غونډ او غونډ له کې) څه بڼه لري.له دې پلوه نومپېر له آره يوه غونډله پوهيزه (نحوي) سکا لو ده او له گړ پوهيز (صرفي) پلوه له دې لامله پاموړ ده چې د نوم  له درو گرداني اړ خو څخه يوه خورا ډېراړخيز اړخ ()aspect او بيا اېرگا تيف بلل کېږي يانې بېلابېلو نومډلو ته بېلابېلې او ښتې بڼې وربښي،لکه: (زمري) هېندوا ڼه وخو ړه؛ زر ينې  خټکی وخوړ.[ ۳– پښويه ۹۲۹۵]

پښتونومپېر  پايلې  د نورو ډېرو نژدې لرو هندواروپايي خپلوانو ژبو په څېر دوه ډوله دي: (رښتينې) او (سربلي) پايلې چې لومړی يې رښتينې دا تر څېړنې او سپړ نې لاندې نيسو.

لومړی:  رښتيني اوښتي  نومپېر پايلې

)The real nominal case- endings(

رښتيني تاريخي اتگوني هندواروپايي نومپېرونه چې په (سانسکرېټ، يوناني، لا تيني…) ژبو کې يېڅرک لگېدلی ،نن سبا له روسي او نورو سلاوي ژبو پرته، په نورو اوسنيو ژبو کې  نيم نيمگوري پاتې دي.  رښتيني په دې مانا چې له نوم يا يې سټې سره د صرفي- نحوي چار(کړن) په مټ اوښتې پېرپايله سيده روستاړی کېږي، يايې راخپلوي، بې له دې چې په اړوند چاپېريال (غونډ، غونډله يا متن) کې ورسره  نور سرباري  توکي(وييونه ،وييکي …) برخه واخلي.

پښتوپه دې لړکې له نوموړو  تاريخي اتگونو پېرونو څخه درې پېره يوڅه ژوندي ساتلي دي:کړندپېر(فاعلي حالت nominativeلنډکړی پېر (بېواسطه مفعولي حالتaccusative )، بلنپېر (ندايي حالت vocative).

۱-کړند پېر (nominative) چې دا پېر موږ تش په اېرگاتيف (ergative) سېستم کې سهي کولای شو، په دې مانا چې  په تېرمهال کې يو لېږند (متعدي) کړ د کړند نه، بلکې دکړي (مفعول) له مخې گردانېږي او مفعولي پايله راخپلوي، خو ترسر وونکی يا مرجع يې بياهم (کړند) بلل کېږي اوبيا له اوښتي پېرسره، لکه:

(زمري ) مڼه  وخوړه؛ (پلوشې) اناروخوړ؛ ياد وگړي پرځای اړوندنومځری ورته

اوښتی پېر راخپلوي: (ما)  مڼه وخوړه؛ (تا) انار وخوړ؛ (ده) کاروکړ،(دې)  ډوډۍ پخه کړه… .

۲– لنډکړي (بېواسطه مفعول) پايله (accusative)، موږ د دغه پېر يوازېنی څرک د وسمهال کړاوړون  په اړوندو دوو نومځرو (ما) او (تا) کې  اېستلی، لکه:    زمری (ما)  وهي، زرمينه (تا) وهي؛ دغلته (زمری) او (زرمينه) دواړه د وهنې ترسر وونکي ياکړندان (فاعلان) دي په بله وينا،(ما)او (تا) لنډ کړيان  ( بېواسطه مفعو لونه ) دي چې آرپېرونه يې (زه)او (ته) دي؛ دلته کولای شو،د(زمری) پرځای هم نا وښتی نومځری ( دی) وکاروو او د (زرمينه) پرځای ناوښتی (دا) ، لکه (دی) ما وهي او (دا) تا؛ په نورو ټکو، (ما-تا) له (اېرگاتيف) سېستم سره سم  په تېرمهال کې کړندپېري (nominative ) دي،بې له دې چې کړپايله ورپورې اړه ولري او د (اېښي) دريځ ترلاسه کړي،خو په وسمهال کې هماغه (ما-تا) بيا(accusative) دي په بله وينا،(لنډکړی پېر) راخپلوي!

۳– بلنپېر  (ندائيه حالت vocative)  پښتو بيا په بشپړ ډول د نوږي (جنس) او گڼې له پلوه له نومېرلو او جوتو (ثابتو) پايلو سره له نه اټکلېدونکي مهاله خوندي سا تلی دی.  هرگوره، دويم يا نارښتيني ((سربلي))  پېرونو  په لړکې به يې بېلابېل ډولو نه او پايلې وړاندې شي.

دويم: نارښتينې يا (سربلي) پايلې (pre-positional endings)

سربلي (pre-positional) ، وستربلي ( post-positional) ياغبرگبلي (ambi-positional) پايلې يا پېرنښې چې د رښتينو تاريخي اتگونو پېرونو پاتې نور پېنځه پېره،لکه: لرکړی پېر (dative)، لا ملپېر (instromentative –)، تونپېر (locative)…سکينده (جبيره) کوي.[۳ -پښويه ۱۰۱۱۱۲]

الف- نرينه اوښتي سربلي نومپېرپايلې

په دې روسته بېلگو کې:

 ۱) -ي  (-i) چې آرپېر (نرينه) پايله، کټ مټ لکه ډېرگړې هغه يې (-ي) ده: سړی-سړي،ژوی-ژوي، روی-روي،وری-وري،وَری-وري، مېږی-مېږي،سورلنډی-سورلنډي، تندی-تندي…؛

۲) -زورکی () چې آره (نرينه) پايله يا نښه يې يو بېواک (کنسوننټ) دی، په بله وينا،بېواکپای نرينه نوم دی- له لږوډېر منځ-خپلواکونج (- ā -) سره،بې خپلواکو نجه زورکي  اوښتې پايله، لکه:  ځنگله (ناکره: ځنگاله)، خر-خره،غوبل-غوبله، تر بور-تربره، مل-مله، غل-غله…؛ له خپلواکونج سره، لکه: ور-وره،کوږ-کاږه (کفتار)،سور-سره (sr)، تول-تاله،يوُم-يامه،شپون-شپا نه، پښتون-پښتانه، لړمون-لړمانه،ورون-ورانه،پتون-پتانه،يون-يانه، کوربه-کوربا نه، کوڼ-کاڼه، ړوند-ړانده؛ ووړ-واړه، موړ-ماړه،زوړ-زاړه، خوږ- خواږه،تريخ-ترخه(تراخه)، تر يو (تراوه)،زيږ-زږه يايې ناکره (زيږه،زاږه)-الف-منځې ستانوميزې اوښتې پايلې، له دويوالي (باقاعده والي ) سره سره يوازې پېښورخواته خوندي پاتې دي، نو د (لېږي آر) يا (اقليتي اصل) له مخې ناکره ارزول کېږي [ پښويه ۹۲۹۶]…؛

هر گوره، په دغه لړ کې(کاله)  د کهول) له اوښتې بڼې (-کهاله) سره بشپړ هممانيز اوهمچاريز نه،بلکې  په منځني ساکي پېرکې د کولا =کور،کهول) [ استاد حبيبي: لويکان].يوپاتشو نی دی او په اوسنۍ پښتو کې په همدې يوه يوازېنۍ بڼه يې، له(کور) سره تش د اوښتي پېر له پلوه  همچاری ،او په همدغه تړاو، څه ناڅه هممانيز گڼلای شو، نه د نورو نوماوړوني اړخونو له پلوه ، لکه په دې جوړه جوړه غونډلو کې: (۱) زه (کورته ) ځم = زه (کاله ته)ځم؛ (۲) زه (له کوره) راغلم= زه (له کاله) راغلم ؛(۳) ته (په کور کې) يې = ته (په کاله کې) يې ، همداسې (پرکور= پرکاله) ، (ترکوربهر= تر کاله بهر)…  خو هېڅکله نه ويل کېږي: دا (کاله) دی)، دا (کاله) لوی دی) او داسې نور.

ناوښتوني يا کم اوښتوني يوگړي نومونه (پښويه ۹۵)

کره ليکنۍ پښتو داسې گوتشمېر نرينه اوښځينه نومونه لري  چې په يوگړې بڼه، د اتگونو(پېرونو) -او يو نيم ان د(گڼې) هم نه اړوندېږي: نه روستاړی را خپلوي او نه  ←منځ خپلواکونج (Ablaut)، بلکې پرخپله آره بڼه پاتېږي:

۱) -الف (ā-) پای نرينه او ښځينه نومونه، لکه: ملا،مُلا، شا، خوا، بېړا، تنا، دا دا، کاکا،اکا،ماما،لالا،رښتيا، تنا،برېښنا،رڼا،ځلا، ورا،پښتيانا،پښتونخوا، پکتيا،هريوا،اوېستا، يسنا، سپنتا ،يما،کنېشکا،آريا،آريانا، الينا،اسيا…؛

 ۲) زورa-پای، لکه: ډاډه (مطمين)، ډاډه (بريان) چې له آره د جوارو وريتو وږو او د وريتونې کړن) ته وايي،شاهزاده ،ستانه، سياڼه، ساده،څړه (جره؛پلی)،بوده، پو ونده، شوده، بوله، ښايسته،مېلمه ،کوربه،غوبه، لېربه،لاربه، کډبه…؛

 ۳) زورکي-پای نرينه نومونه، لکه: تره، وراره،نيکه،زړه،مرغه،واده…؛

 ۴) اوږده-ې (-e) پای ښځينه نومونه،لکه:ادې،ناوې،ولې (ريښه)،خوږه ولې (شيرين بويه)،نازولې…؛

 ۵)-ۍ (-∂y) پای ښځينه نومونه، لکه: نجلۍ، لېونۍ، سپوږمۍ، شينکۍ، بدرۍ، ډوډۍ،شړۍ،څوکۍ،بغرۍ،ببۍ… خورۍ دکوشيننوم په بڼه د(همشېره-نرس) يو غوره انډول  هم دی .

۶)-و(-o)پای ښځينه نومونه،لکه: ببو،برو، زانگو،پېرزو،بيزو، شادو،پيشو، ښا رو،ابو،ببو،درخو،شيرينو، نازو، زانگو، پيکو،پېلبو، پيشپو، لامبو، سکا لو، ښکالو،برو (باد گرم)، للو، ښارو…؛ يولړژبني نومونه: لکه پخپله پښتو، او نژدې پاميري-چترالي خور يې (يېدغو)،(تيرو) يا (تيراهي)،(گو جرو)،(هندکو)؛ همداراز يو لړنرينه اوښځينه کوشيننومونه،لکه:خالو، بلو،گلو،جمالو، بدرو، خورو…؛

دويم- پړک

کړاوړوني پايلې (Verbal endings)

دا پايلې هم د نوماوړوني پايلو غوندې زياتره څپيزې يا ديفتانگي بڼې لري او يوغږيزې يا يو واوېلي هغه يې لږکۍ برخه جوړوي. دغه اوړوني  پايلې  د گڼې (number)، وگړي (person)،نوږي (gender)،اړخ (aspect)،دود (mood) ، مهال (tense) او نور توپيرونه را پر گوته کوي او په همدغو نومونو نومول کېږي،چې د اېښي(مسنداليه) له پلوه پر بېلابېلوډولونو وېشنه مومي او سم له لاسه يې دغلته  له دوه دوه بېلگو سره درپېژنو.

يَوم: گڼيزې  (يوگړې او ډېرگړې) کړ پايلې numeral  (singular-& plural verbal endings) چې دوه ډوله راخلي: نرينه کړپايلې، لکه: ماوخوړ-/ وخوړ-ل؛او ښځينه نومپايلې،لکه: وخوړ-ه/وخوړ-ې،مانا يې داچې کړپايلې يوازې په تېرمهال اوړون کې توپيرېږي، نه په ناتېرمهال کې.

دويم: وگړپايلې  (personal endings) درې ډوله دي: لومړۍ وگړپايلې، لکه:

زه خور-م/ موږ خور-و// دويمې، لکه:ته خور-ې/تاسې خور-ئ ؛او درېيمې ،لکه: دی-دا-دوی خور-ي… .

درېيم: نوږپايلې (gender endings) دوه ډوله ده:نرينه، لکه: ماوخوړ-۰/ وڅښ-ه اوښخينه، لکه:ماوڅښه-ه/وڅښ-له…

څلورم: لېږندونالېږندکړ پايلې (transitive-and intransitive or voice en- dings): لېږندکړپايلې، لکه: ماوکښ-ه/ زه کښ-م//نالېږند،لکه: زه راغ-لم/ ځ-م

 پېنځم: اړخپايله (aspect ending) دوه رازه ده:بشپړکړپايله (  perfect ending) چې تر ډېره يو زورکی  يا صفروي، خو هممهاله ورسره د اړوندکړ په سرکې بشپړ اند-و (w-) يا(augment-w∂) مختا ړی کېږي، لکه  (ما) و-خوړ// نابشپړ يا استمراري کړپايله (ending imperfect) چې داهم په تېرمهال کې تر ډېره يو زور کی وي اوپه يونيم يوگړي کړکې ورسره تړخپلواک او منځ – خپلواکونج  ورترغاړې وځي،لکه غځاوه،خواړه…او پر وړاندې يې ډېرگړې نا تېرمهالې پايله بيازياتره (-ل) او (لې-) وي،لکه ماخټکي پېر-ل / ما هېندواڼې پېر-لې؛

د ناتېر مهال بشپړ يا په سهي تخنيکي نومَونه (التزامي) وسمهالکړ پايله هم پر خپل وار د بشپړانديامطلق (و-) له مختاړۍ سره تر ډېره يوواوېلي وي،لکه: وخور-م /وخور-و//وخور-ې / وخور-ئ ؛

 په دې ترڅ کې نابشپړ (استمراري) او روږدني (اعتيادي) ناتېرمهالکړپايله تر گردو لېږندو-نالېږندو کړاوړوني پايلو ساده باده ده. داسې چې د دويم ډېرگړي وگړپايلې پرته د نورو ټولو وگړو  هغه يو واويلي ده، لکه: خور-م/خور-و//خور-ې/ خور-ئ//خوري…؛ يانې يوازې لومړی يوگړی پايله له تړخپلواک سره بېدودي رامنځته کوي،لکه په خور-م  يا کو-م کې؛ مهالپايله (tense-ending ( چې دوه رازه ده: تېرمهالې پايله او ناتېر مهالې پايله ( گردانې بېلگې)؛

د اړخ (aspect) په لړکې تر لېږند ونالېږند روسته،چاروال (active voice) کړ پايله،لکه په پاسنيو بېلگو کې، او بېچار (passive voice) کړپايله بيا، له  غور ځېدلي پای- خپلواک بېچارکړستاينوم (passive particip) سره د مرستيالکړ (شو-کېدل)  د گرداني بڼې په منځتاړۍ د وگړيزې پايلې په توگه راڅرگندېږي، تېرمهالې،لکه:وخوړل-شو-م/وخوړل-شو…؛ خوړل- شوی- يم/ خوړل-شوي-يو//خوړل-کېد-م/خوړل-کېدو…؛

ناتېرمهالې، لکه:خوړل-کېږ-م/خوړل-کېږ-و//وبه خوړل-ش-م/وبه خوړل-ش-و… ددې  مانا داشوه چې بېچارې کړپايلې له چاروالو هغو سره همغږي لري او پر همدې پېژند او بېلگو يې بسنه کوو.

دودپايله (mood-ending )چې داهم دوه رازه ده:

(۱) خبري پايله (indicative ending) چې تر ډېره د يوه خپلواک په بڼه وي؛ او(۲)ناخبري (پايله (subjunctive-ending چې يوه يوازېنۍ گډه ديفتانگي پايله

(āy)  د ټولوناخبري  ډولونو،لکه: غوښتني، تواني،گوماني،ارماني،هېښني اړوتې (شرطي)… لپاره  را ځانگړې کوي،په بېلگوکې:

(ما-تا-ده-دې-دويو) وخوړ-ای،وکړای، راغل-ای ياراغللای… ؛په دې لړکې د بشپړ (perfect)او نا بشپړ (imperfect)کړپايله بياد روستاړي پرځای په يوه مختاړي (و-)اوياغبرگو روستاړو(وبه-) جوړېږي،لکه: راغلی به وي ؛شرطي مختاړی (که) وييکی  او مرستيالکړ  روستاړی (-ول)، لکه: که راغلی وی

او گوماني کړ پر خپل وار غبرگې پايلې (به + ول) هم بيارا خپلوي،لکه:

 همداراز ارماني کړ پر (-ای) پايلې سربېره کاش يا کاشکې وييکی  خپل مختاړی کوي ،لکه:… .

هرگوره،ورمندي (امري)  او پوښتني پايله چې له پښوييز دويې (قاعدې) پلوه يوا زې په ناتېرمهال کې،  هغه هم تش د دويم وگړي (مخاطب) لپا ره راځي، له اړو ندې وگړيزې پايلې سره همغږي لري؛ امري پايله په ليکني بهير کې له بلننښې (!) او په گړني هغه کې له ځانگړي پيل زور-خج، اهنگ او غاړې (لحن) سره پېژندل کېږي، لکه: وکښه!/وکښئ ! او همداراز پوښتني دابيا په گړني بهير کې له څه نا څه ورته  نازنځيري غږونو،خوپه ليکني هغه کې  له پوښتنښې نښې(؟) سره جوتيا او توپير مومي،لکه: چېرې ځ-ې/ چېرې ځ-ئ؟[۳-پښويه ۱۵۵-۱۵۸]

د دې ماناداچې د دواړو کړونو پايلې له نورو سيالو وگړيزو پايلو سره کوم توپير نه راښيي او زموږ  په ټوليزو پايلو کې کومه زياتونه نه راولي.

بشپړ او نابشپړ کړ ډولونه

۱۴ د (نفې يا نهې) توک ((نه))، يا ((مه)) .

۱۵بشپړ توک (و-) مختاړی.

دادی، دلته  دغه د کړ ۱۵ گوني گرداني توکي او اړخونه د يوکړوال  غونډ

 ((را ونه گرځوله)) په شننه کې نښه کوو←پښويه ۱۴۹-۱۶۳:

1,219 total views, 6 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *