Categories

اعلان

Loading…

خان او کمیسار(ناول) انجنیر محمدانعام واک

عشقي، جنګي، سیاسي

بسم الله الرحمن الرحیم

د کتاب پېژندنه:

نوم: خان او کمیسار

لیکوال: محمد انعام واک

د چاپ کال:

لومړی ځل: ۱۳۹۲، اوسلو، ناروې

د چاپ او ژباړې حقونه له لیکوال سره خوندي دي

ډالۍ:

ارواښاد استاد محمدابراهیم خوږیاڼي ته

د سریزې په ځای

   خان، د افغان وسله وال پاڅون او ٬ کمیسار، د شوروي یرغل رومانتیک سمبول دی.

   ٬خان او کمیسار، د افغان – شوروي جګړې[1] د یوې ٬رښتیانۍ، پېښې نکل دی:

   د شوروي اتحاد د څلوېښتم لښکر سرتېرو د ۱۳۵۹ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په پینځه ویشتم[2] مازیګر، د جلال آباد د ښار په ٬جوی هفت، کې د یوې افغان کورنۍ په تورسرو جنسي تېری وکړ؛ د جنایت د پټولو لپاره یې د کورنۍ یوولس سره، ښځې، نر یو یو وډزول او بیا یې وسوځول!

   د تباه شوې کورنۍ ایکی یو غړی – دولس، دیارلس کلن خان – ژوندي پاتې کېږي او د سیمې د روڼ آندي مشر ابراهیم په مرسته د سپین غره لمنې ته ځي…

   زه له خبرېدو سره سم له کابل نه جلال آباد ته راغلم او د پېښې په اړه مې څه یادښتونه ذهن ته وسپارل. کال وروسته پېښور او بیا ایران ته مهاجر شوم. پینځه کاله وروسته بېرته پېښور ته را وګرځېدم. سترګې مې پېښور کې د مصري لیکوال او ژورنالست حسنین هیکل په کتاب ٬ابوالهول او کمیسار[3]، ولګېدې؛ ورکه مې پیدا کړه، جوی هفت را په یاد شو، ٬خان او کمیسار، مې زړه ته ولوېد؛ له همدې نامه لاندې مې د کیسې د لیکلو وپتییله، خو وخت مې پېښور کې د ٬افغان ملت، د جریدې په چلولو او د افغانستان په بیا ودانولو کې تېر کړ. دوه زرم میلادي کال کې ناروې ته را مهاجر شوم، خو ٬خان او کمیسار، ته مې لا هم ګوتې نه وې وروړې.

   له پېښې دېرش کاله ووتل، له نن نه اوه کاله وړاندې – د جوی هفت له پېښې دېرش کاله وروسته – له ناروې نه کابل او په ٬خان او کمیسار، پسې جلال آباد ته لاړم؛ یو خو د پېښې څرک د دېرشو کلونو له هومره دوړو لاندې نورهم ولګېد؛ بل، پښتو ژبې ته د ښاغلي ډاکتر داود جنبش په لاس د پخواني شوروي اتحاد د ستر جنرال، الکساندر مایوروف، ژباړل شوی کتاب، په افغانستان کې رښتیا څه تېرېدل؟، لاس ته راغی؛ د ٬خان او کمیسار، له ډېری تیارو ګوټونو نه پرده نوره هم پورته شوه. په منډه منډه بېرته د دنیا دې سر، ناروې، ته را وګرځېدم.

  څو کاله هر سبایي زه وم، له ملا آذانه وړاندې له خوبه پاڅېدل و، د ټینګې کافې جوړول، کمپیوټر ته کښېناستل او لیکل وو…

   ٬خان او کمیسار، خدای کول، ولیکل شو. لومړی ځل په ۱۳۹۲ کال، دلته اوسلو، ناروې کې د کتاب په بڼه، خو د ګوتو په شمار ټوکونو کې، خپور شو؛ اوس له ښایسته ادلانه بدلانه سره دا دی د ٬تاند، د درنې ویبپاڼې له لارې خپرېږي.

  زه نن ویاړم، ګران لوستونکي – په تېره بیا ځوان کهول – د ٬خان او کمیسار، لوستلو ته رابولم.

محمد انعام واک

١٣٩۷ لمريز کال، د تلې ۱۰

ناروې

مننه

   ښاغلو اسدالله غضنفر، ډاکتر عیسی ستانیکزي او جیلاني ځواک د٬ خان او کمیسار، پروفونه ولوستل؛ خام اړخونه تر ډېره بريده پاخه او ډېری غلطۍ اصلاح شوې.

   نورو عزیزانو، پخپل وار، هلته په افغانستان، پاکستان، ایران، تاشکند او روسیه کې ورسره مالومات راسره په پوره مېړانه او اخلاص شریک کړل، تت انځورونه روښانه شول.

   زه له دې ټولو افغان او غیر افغان، ملکي او پوځي، آغلیو او ښاغلیو، نه د زړه له کومې مننه کوم.

لور مې آریانا، زامنو مې ابدالي او هیواد او درنې مېرمنې مې، ملالۍ، د ٬خان او کمیسار، څو کلنې زاره چاودۍ راسره په شریکه ګاللې، زه د دوی منندوی یم.

    په پای کې، له مناسبته په استفادې سره، د ٬خان او کمیسار، د نوم ورکو او بې هدیرې اتلانو پاک روح ته، چې هلته په رڼا ورځ په پېښور کې تری تم شول او که په جوی هفت، برې کلا، کوزې کلا، سړې چینې، تودې چینې، پتېکوټ او حصارک کې، د سره پوځ د څلوېښتم لښکر په پوځي او استخباراتي عملیاتو کې، ولګېدل او ولوېدل، د عقیدت درمند درمند ګلونه ډالۍ کوم.

محمدانعام واک

 ١٣٩۷ لمريز کال، د تلې ۱۰

ناروې

خان او کمیسار

٬خان او کميسار، د افغانستان د ننني تاريخ د رښتينو پيښو هغه ترکيب دى چې د ناول په بڼه کې وړاندې کیږي. خان او کمیسار د سړې جګړې د خونړۍ آتیایمې لسیزې رښتینی انځور او د پښتنو د جنګي او سیاسي اخلاقو هنداره ده.

   ٬خان او کمیسار، د جلال آباد د ښار په جوی هفت کې، د یوې افغان کورنۍ په میرمنو باندې د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د څلوېښتم لښکر د جنسي تیري د یوه زړه بوګنوونکي جنګي جنایت کیسه ده.

   د آتیایمې لسیزې جنګي جنایتونه، همدا نن هم، لګیا دی، تکرارېږي؛ نننۍ جګړه هم، لکه د افغان شوروي جګړې داسې، په پښتنو ټپ شوې ده، په دې توپیر چې دا جګړه يواځې د ټوپک نه، د پراخ پروپاګنډ جګړه هم ده؛ داسې پروپاګنډ چې په پښتانه باندې یې د ٬جګړه مار، ٬بنسټپال، او ٬ترهګر، ټاپې ووهلې؛ دا غټ پروپاګنډ د دوه زرم کال د سپټمبر له یوولسمې راهیسې، دومره ډېر تکرار شو، چې نور نو پخپله د لوېدیځ زړه ته لوېدلې چې پښتون، ګواکې په رښتیا، یو بنسټپال او ترهګر قوم دی!

   د ٬اسامه، په نوم فلم او د ،پتنګ باز، په نامه ناول او دېته ورته نور تبلیغات خاص او خاص د پښتنو د بدنامولو لپاره وشول؛ خو ٬خان او کميسار، له ښه مرغه، هغه لومړنی داستاني اثر دی، چې د پښتنو د جنګي او سیاسي اخلاقو سپیناوی کوي. ٬خان او کميسار، په واقعیت کې، د پښتنو پر وړاندې د پراخ تبلیغاتي کمپاین یو ځواب دى.

   که د انګرېزې یرغملې میمې، لیډي سیل، لیکلی اثر ٬شبخون افغان، له دې سره، د افغانانو د ښه چلند او ښو اخلاقو په پایله کې په یوه افغان باندې دهغې د زړه بایللو او مینېدلوکیسه کوي، ٬خان او کمیسار، له شوروۍ یرغملې، سویتلانې، سره د افغانانو د عالي اخلاقو په نتیجه کې په خان باندې د سویتلانې د زړه بایللو، مینېدلو او ودېدلو حال وایي.

   ٬خان او کمیسار، د افغانستان په داستاني ادبیاتو کې پخپل ادبي ارزښت سربېره، غټ سیاسي ارزښت هم لري. ٬خان او کمیسار، زموږ په معاصر سیاسي ادب کې یو د درناوۍ وړ زیاتوالی دی.

   زه انجنير محمدانعام واک ته، پخپل وار، د داسي يوه شهکار د ليکلو مبارکي وايم.

   زه نور نه خنډ کیږم، درانه لوستونکي د خان او کميسار لوستلو ته را بولم.

درناوی

غلام جيلاني ځواک

کابل، د ۱۳۹۲ کال د لیندۍ اومه

۱

**

۱

۱۳۵۹، د سلواغې ۲۵

   محاربوي ماشین د ٬جوی هفت،  په درېیمه کوڅه کې ډېر وړاندې نه و لاړ چې لومړي بریدمن کازیمیر د درېدلو امر وکړ. ابرام د چاردېوالۍ په خوله کې برک ونیو، ودرېد. پوځي کله فیل لارۍ راغله، په محاربوي ماشین پسې ودرېده.

   ډلګۍ مشر نیکیتا په منډه منډه راغی، برچه پک د کازیمیر په مخکې ودرېد، ٬صیب!،  کازیمیر لاس ونیو وره ته، کړل نیکیتا ته، ٬مالدار را ته ښکاري.،

   صیب!

   کازیمیر یو ګام نیکیتا ته ور وړاندې شو، ٬سر تېري سم پوی کړه!،

   صیب!

   کازیمیر، چې نهه سرتېري برچه پک د وره په خوله کې ودرېدل، نیکیتا ته ور وړاندې شو، ٬سمه یې لمانځو!،

   صیب!

   کازیمیر نیکیتا ته ور وړاندې شو، ٬د سره پوځ ورځ  ښیم!،  نیکیتا ټکان وخوړ، ٬پوی شوم صیب، اوس پوی شوم.،

   کازیمیر وپسېده، ٬پسونه!،

   صیب!

   کازیمیر د ښي لاس خپړه د نیکیتا په کیڼه اوږه وټپوله، ٬غوښې مښې، کباب مباب.،  نیکیتا تیارسۍ ودرېد، ٬ښه، ښه!،

   کنډک ته یې راسره بیایو، نېکیتا!

   صیب، ته نور ترې خلاص یې.

   نیکیتا تکړه سرتېری، ګاوریل، په اشاره پوی کړ؛ ګاوریل وره ته لاس ور وړ؛ ور ځنځیر نه و، له ټېل وهلو سره سم خلاص شو…

**

   نیکیتا په منډه منډه راوګرځېد، ٬د پسونو په رمه واوښتو!،  کازیمیر ام کړل، ٬ما خو ویل.، نیکیتا په کراره کازیمیر ته کړل، ٬نور هم!،

   نور؟

   نیکیتا شوندې وڅټلې، ٬سم شیان دي!،

   پوی نشوم؟

   نیکیتا خوله کازیمیر ته ور وړه، ٬ښځې!، د کازیمیر خوله خلاصه پاتې شوه، ٬د کار سړیه!، کازیمیر نیکیتا ته  ور وړاندې شو، ٬هسې هم د عاشقانو ورځ ده!، نیکیتا ټکان وخوړ، ٬په یاد مې نه وه!،

   هو، هو.

   نیکیتا لاسونه کازیمیر ته ور وغزول، ٬د ټولو کار کېږي!،

   کنه؟

   هو، هو، دوه په یوه، دوه په هغه بله کوټه کې.

   کازیمیر په ستوني کې وخندل، ٬د نر بچیه!،

   نیکیتا خوله د کازیمیر غوږ ته ور وړه، ٬اول پسونه باسو، بیا خپلې … تودوو!،

**

   ګلالۍ په منډه منډه کوتې ته ننوته، ٬پلاره، شورویان راغلل!، بوډا پلار ټکان وخوړ، ٬شورویان؟،

  هو.

   بوډا د ښي لاس خپړه د کټ په بازو، ښۍ هغه د شابۍ په اوږه ولګوله، پاڅېد، پخپله ښۍ خوا کوږ  شو، لاس د کوټې تاخچې ته ور غزاوه چې ګړز شو، کازیمیر ور په لغته وواهه، ننوت.

   بوډا لاس کړ، په پوښونو کې تاو کتاب را واخیست، کازیمیر ته ور وړاندې شو. کازیمیر په بوډا ور برګ شو، ٬دوست یا دشمن؟، بوډا له خوشامندۍ نه موسکی شو، ٬دوست، دوست!،

   نوم دې؟

   بوډا د کازیمیر په دې خبره پوی شو، ٬خاورې اکبر!،

   اکبر پخپل لاس کې نیولی کتاب کازیمیر ته ونیو، ٬د دې کلام شریپ په خاطر وځئ!، کازیمیر پخپل سرتېري، ولاد، غږ وکړ، ٬الکه نیکه دې څه پرتې ولي؟، سرتېري ولاد ام کړل، ٬د باسورمان[4]  والاوو مقدس کتاب یې درته نیولی.، کازیمیر مقدس کتاب د کلاشینکوف په برچه وواهه، کتاب ولوېد. اکبر کړیکه وکړه، ٬ناترسه د خدای!، ګلالۍ په کوران شریپ ور ولوېده، را جیګ یې کړ.

   کازیمیر شونډې وڅټلې، ٬ښاپېرۍ!،

   ګلالۍ کازیمیر ته لاړې ور تو کړې، ٬کاپره!،

   کازیمیر، له کاپر سره، د کلاشینکوف برچه، کتاب ته ور وړه، خو کتاب ګلالۍ کلک ونیو، ونه لوېد؛ خان وړاندې شو، قرآن د ګلالۍ له لاسه را واخیست، په تاخچه کې یې کېښود.

   په ملا ټوغ اکبر خپړې د کازیمیر کلاشینکوف ته ور وړې، کازیمیر وډار شو، بوډا د کلاشینکوف په کونداغ کلک کلک وواهه، بوډا پړمخې پرېوت.

   خان، کازیمیر ته لاس ور وړ، ولاد را منډه کړه، د شا له خوا یې د کلاشینکوف په کونداغ وواهه، ولوېد.

   آخوا، دانیال د کلاشینکوف برچه په عمر د پخې مېرمنې شابۍ په ټټر ایښې وه، وړې درې او څلور کلنې لوڼې او پینځه کلن زوی یې په پښو پورې نښتي وو، کړیکې وهلې.

   دانیال برچې ته زور ورکړ، شابۍ په شا لاړه، ولوېده. دانیال لاس کړ، ماشومان یو یو، په کټ ور وغورځول.

   شابۍ را پاڅېده، دانیال ته خپړې ور وړې، د دانیال د ښي لاس خچۍ ګوته، د لاس او ګرېوان په شخړه کې د شابۍ خولې ته ورغله، دانیال کړیکه وکړه. کازیمیر له کړیکې سره په دانیال ور برګ شو، وډونګېد. دانیال و نه کتل، شابۍ د کلاشینکوف په کونداغونو کلکه کلکه ووهله، ولوېده، بې سده شوه.

   دانیال کازیمیر ته کړل، ٬صیب څه به ورته ګورو!،

   هو، هو، کار دې کوه!

   دانیال کلاشینکوف کټ ته ور وغورځوله، د پطلانه تڼیو ته ګوتې ور وړې… خان ښه شو کېناست، سترګې یې په کټ باندې د دانیال په پرتې کلاشینکوف ولګېدې؛ په سینه ور وڅښېد، لاس د دانیال کلاشینکوف ته ور وغزاوه، خو دانیال ولید، لوڅه کونه په خپله ښۍ خوا ورتا شو، کلک کلک یې په لغتو وواهه…

دانیال، چې خان بې سده پرېوت، شابۍ ته ور وړاندې شو…

   دې خوا کازیمیر له ګلالۍ سره په اخ و ډب کې و، ٬ښاپېرۍ د عاشقانو ورځ[5] ده آخر!،  ګلالۍ دواړه خپړې د کازیمیر په ټټر ولګولې، ټېل یې واهه، خو کازیمیر وم نه ښورېده، ٬ښاپېرۍ په ګډه یې لمانځو!،

   دې خوا دانیال خپل کار وکړ، پاڅېد، د پطلانه تڼۍ تړلې، ٬صیب ما خو و لمانځله.،

   کازیمیر دانیال ته د پیرې د بدلېدو وویل. دانیال ووت، ولاد ورغی شابۍ ته، ګریګور راغی د ولاد په ځای برچه پک وره ته ودرېد…

   کازیمیر او ګلالۍ لا هم سره لاس و ګرېوان وو. د کازیمیر د ښي لاس غټه ګوته آخر د ګلالۍ خولې ته ورغله. کازیمیر سم لکه د دانیال کړیکې ووهلې. کازیمیر خپله ګوته په سختۍ را خلاصه کړه.

   ګلالۍ نه تسلیمېدله، کازیمیر آخر د کلاشینکوف په کونداغ ګلالۍ هومره کلکه کلکه ووهله چې ګلالۍ بې سده شوه. کازیمیر د پطلانه تڼيو ته ګوتې ور وړې؛ د ګوتې له درده یې بیا هم کړیکه وکړه. ولاد د کازیمیر کړیکې ته وارخطا شو، ٬صیب خیریت خو دی؟، کازیمیر په غوصه شو، ٬خپل کار دې کوه!، کازیمیر په ډاډه زړه بې سده ښاپېرۍ ته شو…

**

   ولاد ودرېد، ٬ما خپل کار وکړ.،  کازیمیر په ولاد و ډونګېد، ٬تا خپل کار وکړ!،

   صیب!

   کازیمیر له غوصې نه د ولاد خبره تکرار کړه، ٬صیب!،

   صیب!

   کازیمیر ستمېده، ٬مرګ!، ولاد غلی شو.

   کازیمرخوله، خوله و، ٬الکه ولاده، پیره بدله کړئ!،

   صیب!

   ولاد، له صیب سره، ووت، ګریګور راغی شابۍ ته، ابرام لاړ پیرې ته ودرېد.

   کازیمیر له ځان سره وډونګېد، ٬شیشکې، اول یار دې زه شوم!،

   کازیمیر لاس کړ، خپل په وینو ککړ سپین پرتوګ د ګلالۍ په مخ ور وویشت، ٬عورته د مجاهدینو وایم، ښکته هم وغیم، پورته هم!،

   کازیمیر ودرېد، ابرام یې په اشاره پوی کړ؛ ابرام ورغی ګلالۍ ته، ګاوریل راغی پیرې ته ودرېد.

   کازیمیر په وتو کې بېرته را تاو شو، ٬الکه ګاوریله! په ابرام پسې دې وار خپل دی! کار دې ژر خلاصوه!،

**

   کازیمیر ګوته خوله کې نیولې وه، انګړه ته ووت.

   نیکیتا چاکې پښې په انګړه کې ولاړه و، ٬بې جوړې ښکار و، صیب!، کازیمیر ګوته د کیڼ لاس په موټي کې ونیوله، ٬په شیشکه اوښتی وم.، نیکیتا په خندا شو، ٬ما خو په یوه لغته غلې کړه!،

   دا څنګه؟

  یره له لسو جیګه نه وه.

   کازیمیر ټکان وخوړ، ٬په پینځو کسانو، همدا یوه ماشومه؟،  نیکیتا ام کړل، ٬یوه شل پینځه ویشت کلنه هم وه.،

   ښه، ښه.

   صیب د ټولو کار وشو.

    کازیمیر جیګه خرڅوله، ٬چې بیا و نه وایې!، نیکیتا ښي لاس ته ټکان ورکړ، ٬کازیمیر زنده باد!،

**

   کازیمیر وپسېد، ٬نیکیتا ناوخته شوه، ځو!، نیکیتا کازیمیر ته ور وړاندې شو، ٬جګړن اکیم خپل سړی دی.، کازیمیر سر ته ټکان ورکړ، ٬هغه سیاسي مامور، تورن ونسنټ!،  نیکیتا موسکی شو، ٬ډک لاس ور روان یو آخر!،

   اهه؟

   کازیمیره! یوولس پسونه، په خوله یادېږي!

   وایي به چې دا په کومه ښادۍ کې؟

   کازیمیره، ما ته یې پرېده!

   د کازیمیر لاړې تيرې شوې، ٬دکار سړی یې نیکیتا!،

   نیکیتا کازیمیر ته خوله ور وړه، ٬ونسنټ ته د بزګرو د ډالۍ خبره کوو.،

   دا څنګه؟

   و به وایو چې افغان بزګرو د سره پوځ د ورځې په ویاړ ډالۍ راکړې.

   کازیمیر د ګلالۍ دوی کوټې ته لاس ونیو، ٬همدې بزګرو؟، نیکیتا له خندا نه ډک ام کړل، ٬همدوی، هو!، کازیمیر ټوغ شو، ٬څنګه کیدای شي؟،

   څوک یې پوښتنه کوي، کازیمیره!

   د کازیمیر زړه اوبه و نه خوړې، ٬آخر؟،  نیکیتا و پسېد، ٬دا کورنۍ خو هسې هم درته په کومه بلا خورم!،  کازیمیر نېغ شو، ٬پوی نشوم؟،

   اوس یې درته ډزوم!

   کازیمیر دوه زړې غوندې شو، ٬څه به خپلې ګولۍ پرې خرابوو!،

   نیکیتا په ستوني کې وخندل، ٬ته خلاص یي، وایم!،  نیکیتا خوله د کازیمیر غوږ ته ور وړه، ٬ژوندۍ نښې پرېښودل نه دي په کار!، د بریدمن کازیمیر وروځې سره ورغلې، ٬ښه ښه، داسې!،

   هو صیب!

   بیا نو ګوره مه ورته، هسې هم ناوخته ده!

**

   نیکیتا، البرتو او دانیال په خبره پوی کړل: پخپله دی او البرتو هغې برې ــ هغې خپلې یوې ــ او کازیمیر له  دانیال سره خپلې ــ د ګلالۍ دوی ــ کوټې ته شول. باټونه د سترګو په رپ کې وچلېدل، را ووتل…

کازیمر له کوټې نه له را وتو سره، نیکیتا ته د تلو اشاره وکړه، خو نیکیتا بیاهم د کازیمیر غوږ ته خوله ور وړه، ٬کار خلاص نه دی!، کازیمیر نېغ شو، ٬د خدای زوروره!،  نیکیتا وپسېد، ٬اور ور اچوم!، کازیمیر په شا لاړ، ٬څه یې کیې؟، نیکیتا موسکی شو، ٬اور به په مزه مزه بلېږي، موږ به خپلې قرارګا ته ځو.،  کازیمیر اریان پاتې شو. نیکیتا ام کړل، ٬پیریان به هم پوی نشي: پسونه بوتلل چا! ښځې وغوولې چا؟ خلک وویشتل چا؟ وسوځول چا؟،

د کازیمیر خوله خلاصه پاتې شوه، ٬څه بلا یې نیکیتا!، نیکیتا په ستوني کې وخندل، ٬کا ګې بې[6]، به یې بیا وام ړوي په اشرارو!، کازیمیر خپله خندا تېره کړه.

   وایم د سره پوځ د زړورتیا د سرو زرو نښان خو به، کازیمیره، درته واخلم!

   د کازیمیر زړه باغ باغ شو.

   نیکیتا ګاوریل ته د ګاډي له ټانکۍ نه د تېلو د را ایستلو امر وکړ، خوکازیمیر وډار شو، په شا لاړ، ٬دخدای بړستنې دي، تېل څه کیې؟،

   صیب پرېده چې کار ژر وشي!

   نیکیتا په سرتېرو له کوټو نه د مړو د را ایستلو امر وکړ؛ کازیمیر بیا هم نه او نو وکړه، نیکیتا ته یې په کوټو کې د ننه د مړو د سوځولو وویل. نیکیتا نه وکړه، ٬کوټې به اور واخلي، ښاریان به را روان وي، غټه رسوایي به جوړه شي!،

   کازیمیر ومنله، ٬ښه، ښه!،

   ګاوریل د تېلو له ګیلن سره را و رسېد؛ سرتېرو د نیکیتا په امر د برې کوټې بړستنې را وایستلې په جسدونو وغوړولې…

نیکیتا لاس کړ، تېل پخپل لاس په جسدونو ښه په ترتیب ور وشیندل، بیا یې کازیمیر ته د اور د لګولو وویل، ٬صیب نور ورته ګوره مه!،

   کازیمیر لاس کړ، د پطلانه له جب نه، په خپل کیڼ لاس، ښي لاس یې زور ناخیست، خپل شوروي، طیاره چاپ، اورلګیت را وایست؛ اورلګیت ترې، د پلتې په لګولو کې، ولوېد. کازیمیر و ډونګېده، نیکیتا وړاندې شو، پخپل لاس مړو ته اور ورته کړ…

**

   د مجاهدینو کومندان، ابراهیم، سترګې د خپل مجاهد، کامران، په سترګو کې ګڼدلې وې…

   شورویانو، کومندان صیب خبر شوم، آبل پرون په کارېز کبیر  کې هم  د پسونو شوکه کړې وه، خو د بې عزتۍ،… کامران غلی شو. ابراهیم په کراره کړل، ٬نو د بې عزتۍ څه نښه؟،

    کومندان صیب، غټ شرم را اوښتی!

   اهه!

   کامران خوله د ابراهیم غوږ ته ور وړه، ٬په وینه ککړ دوه ښځینه پرتوګونه!،

   خلکو ولیدل؟

   هو.

   به، به!

   کامران بله نښه ورکړه، ٬د روسي سرتېري په وینو ککړ پرتوګ!،

   خلکو ولید؟

  هو.

   مانادارې مسکا د ابراهیم شونډې مرۍ مرۍ کړې، ٬ژوندی سر څوک؟، کامران وپسېد، ٬د اکبر دولس، دیارلس کلن وراره ٬خان!، ابراهیم وپسېد، ٬چېرته دی؟، کامران خوله د ابراهیم غوږ ته ور وړه، ٬ښه نه و، د ډاکتر منوهرسنګ په خورزې، راڼۍ دېوي، مې وسپاره!،

   ابراهیم وړاندې شو، کا مران په کوپړۍ موچې کړ، ٬د کار سړی یې وایم!،

**

   بریدمن کازیمیر لاس ونیو یوولسو پسونو ته، کړل د کنډک کومندان جګړن آکیم ته، ٬کومندان صیب د افغان بزګرو ډالۍ!، د جګړن آکیم  شونډې بوکې شوې، ٬دا په کومه ښادۍ کې؟،

   صیب، د سره پوځ د ورځې په ویاړ!

  ښه، ښه!

   جګړن اکیم خبره کوله، خو د کنډک سیاسي معاون، تورن ونسنت مخکې شو، ٬اشرار، واه، واه، انقلابیان شول!،

   جګړن اکیم د ونسنت په کږه خبره پوی شو، خوله خبرې ته جوړه کړه، خو کازیمیر وار ړومبی کړ، ٬د جوی هفت د بزګرو تعاوني صندوق ډېر فعال دی!،

   جګړن د کازیمیر د خبرې په تایید څه ویل، خو ونسنت مخکې شو، لاس یې ونیو د کازیمیر د پطلانه تڼیو ته، کړل کازیمیر ته، ٬د ګراژ ور دې!،  له ګراژ سره د کازیمیر پام د خپل پطلانه تڼیو ته شو؛ خلاصې پاتې وې.

   سیاسي معاون ونسنت له واره پوی شو، ٬چې د بزګرانو له پاو وړو به دې، کازیمیره څو پتیرې پخې شي!، جګړن آکیم نیوکه وکړه، ٬ملګری ونسنت! د بزګرو د انقلابي احساساتو درناوی په کار دی!،  د ونسنت شونډې بوکې شوې، ٬انقلابي!؟،

   ونسنټ کازیمیر ته ور وړاندې شو، ٬دا مخ دې؟، کازیمیر ټکان وخوړ.

   جګړن آکیم د شا له خوا نه د ونسنټ په اوږه لاس کېښود، ٬افغان پسونه، سیاسي معاون صیب، سمې پیشو ګانو دي، شوکارې لګوي!، د کازیمیر لاړې، د آکیم په کمزورې بهانې تېرې شوې.

   د ونسنټ پام د خارښت بل ټکي ته شو، ٬پرتوګ دې؟، د کازیمیر وار پار، له پرتاګه سره، نور هم خطا شو، ګوري چې پرتوګ، زېرپطلوني، یې په ځان کې نشته! د سیاسي معاون سترګې د بریدمن کازیمیر د ښي لاس په پړسېدلې ګوتې ولګېدې، ٬ګوته دې؟،  کازیمیر، له ګوتې سره، ټکان وخوړ، په شا لاړ…

   ونسنت لا، په کابل کې د لوی پوځي سلاکار دفتر ته، رپوټ نه و برابر کړی، خو د څلوېښتم لښکر د شپږ شپېتمې مستقلې لوا د کشف کنډک د افغان بزګرو د یوولسو پسونو ډالۍ دانګې دانګې کړې وه…

**

۲

۱۳۵۹، د سلواغې ۲۸

   د افغانستان لپاره د شوروي اتحاد لوی پوځي سلاکار، سترجنرال باریسلاو، خپلو سلاکارانو ته کړل، ٬توپان را روان دی، توپان!،

   د جنرال ګنادي وروځې سره ورغلې، ٬صیب!، لوی پوځي سلاکار د توپان خبره وشاربله، ٬د افغان لومړي وزیر مېرمن، کریمه، راغلې وه!، جنرال ګیورکي نېغ شو، ٬د لومړي وزیر؟،

هو، له ماریا سره غږېدلې وه!

   ګنادي خبره کوله، خو ور وټکېد، ډګروال سیواستیان و، دفتر ته ور ننوت. لوی پوځي سلاکار ور تاو شو. سیواستیان لوی پوځي سلاکار ته ورو ړاندې شو، ٬افغان لومړی وزیر، نن لس بجې، تاسو ته سترګې په لاره دی.، لوی پوځي سلاکار خپل لاسي ساعت ته وکتل، ٬لږ وخت شته!،

   سیواستیان ووت، لوی پوځي سلاکار بیا هم د مېز له سره خپلو سلاکارانو ته ور وړاندې شو، ٬د فهیمې راتګ په افغان مېرمنو باندې، د څلوېښتم لښکر د سرتېرو له جنسي تېري سره تړاو لري!، ګنادي پخپله کورسۍ کې نېغ شو، ٬ښه، ښه!،

لوی پوځي سلاکار ګنادي ته ور وکتل، ٬لومړی وزیر د جوی هفت د پېښي په وړاندې د افغانانو له غبرګون نه ډارېږي!،

   د ګنادي سر د هو په نښه څو څو ځلي جیګ و ټیټ شو. لوی سلاکار ګیورکي ته ور کوږ شو، ٬کارمل د شوراګانو د هیواد د کمونست ګوند شپږویشتمه کنګره کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ!، ګیورګي پوښتنه وکړه، ٬کارمل نه و خبر؟،

و، خبره یې ورته د کابل په هوایي ډګر کې له غوږه تېره کړې وه!

ښه، ښه!

هو، هو! ویلي یې و، له اشرارو سره په کار همداسې وه!

ګنادي ټکان خوړ، ٬بیا خو ښه ده چې مسکو ته لاړ!، ګیورګي د ګنادي خبره تایید کړه، ٬کنې د خلکو د غبرګون په اور به یې نور هم تېل شیندلي وای!،

   لوی پوځي سلاکار د سر په ښورولو د خپلو سلاکارانو خبرې ته هو وکړه، د فهیمې خبره یې وغزوله، ٬فهیمې ماریا ته ویلي چې کارمل نشته، لومړی وزیر یوازې دی؛ که پوځي سلاکار د خلکو د غبرګون په وړاندې خپل پوځي او سیاسي نفوذ وکاروي!

سلاکار بله څه خبره کوله، خو ګنادي وکتل خپل ساعت ته، کړل سترجنرال ته، ٬صیب! د تګ وخت دی!،

**

    اشرارو بله نادوده وکړه!

   افغان لومړی وزیر کشتمند په خپله کورسۍ کۍ په شا لاړ، ٬اهه؟،  د خاد  مشر ډاکتر نجیب خپل مشاور باریس ته ور تا شو.  باریس په شډله دري ژبه د نجیب خبر وغزوله، ٬ملګری نجیب رښتیا وایې.،

   اهه.

   د خاد خوله ور پرچمی مشر ډاکترنجیب، د مېز له سره لومړي وزیر ته ور وړاندې شو، ٬اشرارو، ملګریه، جلال آباد کې زموږ یوې بزګرې کورنۍ ته بې عزتي اړولې!، کشتمند پخپله کورسۍ کې نېغ شو، ٬دا په کومو بدو کې؟، نجیب ام کړل، ٬د ثور انقلاب د پلوۍ په بدو کې!،

   ښه، ښه!

   د خوله ور خادیست لاړې تېرې شوې، ٬اشرارو زموږ د دوستانو نوم بدۍ ته ایښې!،

   کشتمند د نجیب خبر وغزوله، ٬اشرار، د انقلاب په وړاندې، له هر ډول پلمې او وسلې نه کار آخلي!،

   باریس زېړ چکه سیګار ولګاوه، ٬له اشرارو سره خو مناسبه هم، همدغسې وه!،        لومړي وزیر ام کړل، ٬رښتیا وایې.، باریس زړه ور شو، ٬ستونزه، د اشرارو د ماقبل فیوډالي کولتورده!،

نجیب خبر وغزوله، ٬بیا یې د کورنۍ یوولس سره ښځې نر په ډېرې بې رحمۍ په شهادت رسولي لا!، د لومړي وزیر سر اول، د هو په نښه، ټیټ، بیا جیګ، خو له شهادت سره، د غمرازۍ په نښه، اوږو ته لاړ راغی.

   شهیدان یې ملګریه، سوځولي هم دي، بیا!

   لومړي وزیر لومړی نجیب بیا باریس ته ور وکتل، ٬چې څه شوي، هغه شوي!، لومړی وزیر د مېز له سره خادیستانو ته ور وړاندې شو، ٬جهاد اعلانېږي!،

   لومړي وزیر ام کړل، ٬یوازې په جوی هفت کې نه، ٬یوازې په ټول جلال آباد کې هم نه!، د خادیستانو سترګې د لومړي وزیر په خوله کې نښتې وې. لومړي وزیر نجیب ته ور وکتل، ٬ستا په دې ټول وطن کې ملګریه!، د خاد ځوان مشر نجیب په خبره کې ولوېد، ٬هغه مرتجع ملایان!، باریس نجیب ته اوږه ورکړه، ٬هغه سي. آی. اې! هغه پاکستانی آی. اس. آی!، باریس خوله و نه نیوله، ٬اشرار خو به په سروبي شکر وایم وباسي!،

   لومړی وزیر بیا هم د مېز له سره خادیستانو ته ور وړاندې شو، ٬په سروبي کي خو ملګرو خبر یئ، د یوې ښځې د پوړني خبره وه، په جوی هفت کې خو ملګرو د غومبوسو ډومبکي ته لاس ور وړی!،

   لومړي وزیر، د جوی هفت له ډاره، د لوی پوځي سلاکار مېرمنې، ماریا، ته، تېره شپه، د خپلې مېرمنې، فهیمې، د ور لېږلو په خبره غلی پاتې شو، خوخادیستان، له لومړي وزیره، لا ډېر پاخه وو، نه یې د پېښې له ځایه په ژوندینې باندې د هغه تنکي ځوان، خان، د وتلو خبره وکړه، نه یې د پېښې په ځای کې د څلوېښتم لښکر د سرتېري د پاتې شوي پرتاګه څه ووې…

**

۳

   تــودوخه له صفر لاندې د سانتي ګرېد درې درجې وه، واوره پاغـوندې پاغوندې ورېدله.

   د سهار لس بجې لا نه وې شوې چې لوی پوځي سلاکار او ډګروال سیواستیان د افغان لومړي وزیر د سکرتر دفتر ته په ور ننوتو کې له خادیستانو، باریس او ډاکتر نجیب، سره مخ شول، ٬هلکانو خیریت خو دی؟، د باریس سر دري آویا کلن لوی پوځي سلاکار ته د اطاعت او هو په نښه، خو په نه زړه، لاړ راغی.  لوی پوځي سلاکار او خادیستانو په بنده خوله ستړي مشۍ سره وکړې.

   ډګروال سیواستیان خادیستانو ته په شا، د چا خبره، ټس ورکړ، سم یې واورول، ٬ټګانو!،

**

   لوی پوځی سلاکار خپله نکټایي سستوله، ٬چې د جوی هفت د شرم خبره، لومړی وزیر صیب، پیل له کومه ځایه کړم؟،

   لومړی وزیر په خپل مخ د انترناسیونالیستي ملګرتوب پوستکی وغوړاوه، ٬ستر جنرال صیب، دا د اشرارو توطیه وه!، لوی پوځي سلاکار د ښي لاس د شهادت  ګوته کږه غوندې د تندي خولو ته ور وړه، ٬ښاغلی لومړی وزیر صیب، د شرم دا کار زموږ خپلو سرتېرو کړی!، افغان لومړي وزیر، په پوره درناوي، لوی پوځي سلاکار ته کړل، ٬نه!، لوی پوځي سلاکار د لومړي وزیر له ٬نه، سره په خپله کورسۍ کې په شا لاړ، و پسېد، ٬زوی دې لوی شه!، لومړي وزیر لاس کړ، دســر د ښۍ خوا وېښتان، د خپلې شوټه کوپړۍ کیڼې خوا ته واړول، ٬ستاسو څلوېښتم لښکر؟، ٬نه!،

   د لوی پوځي سلاکار، شنې شنې رنګړۍ وروځې سره ورغلې، ٬نوبېګا دې م،…  سلاکار په م، مېرمن، کې ټکان وخوړ، غلی شو. لومړی وزیر د لوی پوځي سلاکار له ٬بېګا، سره، پوی شو، په خپله کورسۍ کې په شا لاړ.

   سلاکار آخر خپله خبره وکړه، ٬لومړی وزیر صیب، د شویو بدو بښنه غواړم!،

**

۱۳۵۹، د سلواغې ۲۸

   لومړي وزیر پړه پرون په اشرارو اچوله، خو د لوی پوځي سلاکار د ډېر ټینګار له امله یې، جلال آباد ته د بلې افغان –  شوروي پلټونکې ډلګۍ له لېږلو سره موافقه وکړه: لومړی مرستیال وزیر، د څلوېښتم لښکر د کومندان تورن جنرال رولان استازی برید جنرال ارکادي، د افغان کا جې بې – الف الف، مشر دوبراشین، خادیستان ډاکتر نجیب او باریس، د لوی پوځي سلاکار له استازو، جنرال ګنادي او ډګروال سیواستیان سره د کره پلټنې له پاره جلال آباد ته لاړل…

**

لومړي بریدمن کازیمیر په ټیټوسترګو ډګروال سیواستیان ته کړل، ٬هو صیب، موږ کړی!، جنرال ګنادي د کازیمیر په اوږه لاس کېښود، ٬کار، کازیمیره، اشراروکړی!، کازیمیر کتل ځمکې ته، کړل جنرال ته، ٬نه!، کازیمیر له شرمه جنرال ته نه ورکتل، ٬موږ کړی!،

   ګنادي د ښي لاس خپړه له شفقته د کازیمیر په سر کېښوده، ٬اشرار وایي زموږ د کوم سرتېري پطلون پاتې شوی!، ګنادي کازیمیر ته ور وړاندې شو، ٬اشرار دروغ وایي، خو انترناسیونالستان، کازیمیره، په مرګ هم دروغ نه وایي!، کازیمیر کتل ځمکې ته، کړل ګنادي ته، ٬اشرار، رښتیام، دروغ وایي.،

دوبراشین په خبره کې ولوېد، ٬اشرار، کازیمیره، رښتیام دروغ وايي؛ چې و نه غولېږې!، کازیمیر مستنطقین دوبراشین، ارکادي او باریس له نظره تېر کړل، بیا ګنادي ته ور تاو شو، ٬پطلون نه، زېر پطلوني را نه پاتې وه!، دوبراشین ټکان وخوړ، په شا لاړ.

   کازیمیر دلیل وړاندې کړ، ٬صیب یو خو د منډې کار و، او،…

   کازیمیر پښه نیولی شو. ګنادي کازیمیر ته ټېله ورکړه، ٬هو، هو!، کازیمیر بیا هم په خپله انترناسیونالیستي رښتینولۍ ودرېد، ٬بله دا چې په وینوککړ پکړ و!،

   باریس او ارکادي، په برګو برګو سترګو، کازیمیر او بیا یو بل ته سره وکتل، خو له ګنادي سره مخ نشول.

   کازیمیر د پرتاګه د پاتې کېدو بل دلیل وړاندې کړ، ٬دومره خو صیب، مهم هم نه و!،

   دوبراشین آخر کازیمیر ته په مقدساتو باندې د سوګند وویل. جنرال ګنادي په سختۍ خپله خندا تېره کړه، ٬کوم مقدسات؟، خو کازیمیر ته خپل مقدسات سم مالوم وو، ٬په ملګري لینن مې قسم!، ګنادي کازیمیر ته بله ټېله ورکړه، ٬هو، هو!،

   په مانیفیست مې قسم، صیب!

   اهه!

   دکازیمیر چنغړک لاړ راغی، ٬صیب چې د هغې باکره پېغلې په عزت مې پخپله تېری کړی.،

   ګنادي خپړې، د شا له خوا، د کازیمیر په اوږو ولګولې، ٬نور؟، کازیمیر یوه شېبه غلی شو، ٬وم ویشتل!

   بیا؟

   کازیمیر په سختۍ توکاڼي تېر کړل، ٬وم وسوځول.،

**

۴

۱۳۵۹، د سلواغې ۲۹

   شورویان، پرته له ژباړونکي، نور ټول غونډې ته په پوځي یونیفورم کې راغلل.  د لښکر په تور سري ټیټه کي کومندان، رولان، خو سم جشن و: د سره پوځ ورځې ته اونۍ لا پاتې وه، خو دده ټتر مډالونو په سر نیولی و! افغان جنرالان، احمد او محمود، هم د جنرالۍ په حضري درېشیو کې راغلي وو.

   د لومړي وزیر د کار د مېز ښي لاس ته د جڼغوزي له لرګي نه د رسمي غونډو جوړ شوی خورمایي رنګه انتیک مېز له یوه بل مېز سره نښتی پروت و؛ کورسۍ:  څلور د مېز یوې، څلور بلې خوا، یوه د مېز سر ته؛ دوه کورسۍ هغه بل مېز ته ــ ټولې یوولس ــ ژباړن او رپوټ لیکونکی همدې دوو، دا پاتې نهه لوړ پوړي چارواکي ــ ټول ټال یوولس ــ دې نورو نهو کورسیو ته سره کېناستل.

   پیالې یوولس؛ نعلبکي یوولس، وړې کاچوغې یوولس! د امریکایي ال ام سګرټو کوتۍ یوولس نه، لس؛ سره سره ګلداره انتیک روسي ګاردنر قابونه یوولس نه، لس؛ چینایي سګرت لایترونه یوولس نه، لس!

   له تور چای نه دوه غټې ورته ګاردنر چاینکې، له کافې نه ډک فرانسوي ښیښه یی پیت چخپیت ترموس.

   څلور د ناپیلیون ودکا بوتله، په زېړو طلایي ډوله جالیو کې ایښي یوولس نه، لس فرانسوي پیکونه!

   د یوولسو په ځای د لسو شمېره د لوی پوځي سلاکار کولتور ماته کړې وه:  دی، د نورو شورویانو په خلاف، د شرابو او سګرتو عملي نه و!

   لوی پوځي سلاکار، له ده سره، په رسمي غونډو کې په افغان ولسمشر، باریس کارلوویچ[7]، لا شراب بند کړي وو!

   د لومړي وزیر دفتر له بې نزاکتۍ نه د غونډې په مېز شراب، خو د نزاکت له مخې، لوی پوځي سلاکار ته پیک، سګرت او سګرت لایتر نه وو ایښي!

   مشر پلټونکي، جنرال ګنادي، د جلال آباد د پرونیو څېړنو د رپوټ په لوستلو پیل وکړ.

   رپوټ لا خلاص نه و، خو افغانانو و نه کتل، په لوی پوځي سلاکار سترګې پټې کړې، پیکونو ته لاس کړ. جنرال احمد لاس کړ، خپل پیک ډک کړ. د لښکر کومندان تورن جنرال رولان، د نزاکت له مخې پیک ته نه، پیالې ته لاس کړ، احمد وړاندې شو، د کافې ترموس ور وړاندې کړ.

رولان کافه، ګواکې خارجي امپریالیستي کافه وه، په خوند، خوند، څښله: پوکی، غوړپ، له غوړپ سره سم شړپ، بیا پوکی، غوړپ، له غوړپ سره سم شړپ…

   غوړپ او شړپ لوی پوځي سلاکار آخر دوه سپږمو ته راوست، و ډونګېد، ٬خېټه کې دې جنراله، د سرې اور بل دی!،

   جنرال رولان له سلاکار سره سترګې په سترګې شو، له واره یې، له کنایې نه د لوی پوځي سلاکار د میاشت نیمې وړاندې ډکه توصیه، چې دی پرې نه و پوی شوی، مخې ته ودرېده: د سهار له مخې د ټینګ چای د چښلو توصیه: لوی پوځي سلاکار کومندان ته  د سهار له مخې د شرابو په ځای د ټینګ چای د چښلو توصیه کړې وه، خو کومندان، په کنایه نه و پوی شو، ویلي یې و چې (هو؛ چای خو نه، خو قهوه څښي).

   لوی پوځي سلاکار، کومندان په سترګو سترګو کې پوی کړ، ٬که هر سهار دې، د شرابو په ځای، د کافې له دې غوړپ او شړپ سره خپلو قطعاتو ته تللی، د امپراتورۍ سور لښکر به دې په دغسې مردارۍ نه ککړېدای!،

   جنرال ګنادي رپوټ ټکی په ټکی ولوست…

**

   لومړي وزیر کشتمند خوله خلاصه کړه، ٬که افغانان د ځناورو غوندې بې نظمه نه وای، له دغسې یوه چلند سره به نه مخ کېدل!، د لښکر کومندان جنرال رولان د کشتمند ننګه وکړه، جلال آباد ته یې د پالتاوا[8] په سترګه وکتل، ٬کار و، وشو!،

   لومړي وزیر بله وکړه، ٬نه کومه نښه پاتې، سترجنرال صیب، نه کوم شاهد!،

   د افغان پوځ سیاسي کا رکوونکی، جنرال محمود، د کابلیانو مشهوره عامیانه خبره په دري نه، په روسۍ ژبه وکړه، ٬که حیثیت شان چقرشه!، جنرال محمود دوبراشین ته ور تاو شو، ٬ازي اشرار غوله!،

   افغان پوځي، جنرال احمد، کتل رولان ته، په غوږ وواهه لوی پوځي سلاکار، ٬له اشرارو سره خو په کار هم همدغسې وه!،

   لوی پوځي سلاکار ځان د افغان جنرالانو په خبره پوی نکړ، خپله خبره را ونیوه، ٬جګړه تاسو،…

   سلاکار له ٬تاسو، سره لومړي وزیر ته لاس ونیو، ٬افغانانو ته د قرآن ټکی هغه وخت شي چې د عزت سوال پکې بل را پیدا شي!،

   سلاکار د څلوېښتم لښکر کومندان رولان ته ور تاو شو، ٬افغانان وایي، مال له سره ځار، سر له ناموسه!،

   دوبراشین د لوی پوځي سلاکار په خبره کې ولوېد، ٬ناموس او عزت سترجنرال صیب، فیوډالي اخلاق دي آخر، پرېده!،

   لوی پوځي سلاکار ته، له فیوډالي اخلاقو سره، په اومه میلادي پېړۍ کې د کسرا  او رومن کلیسا  جګړه مخې ته ودرېده، ٬کلیسا د کسرا ټول شرطونه منلي وو،…

   سترجنرال، جنرال احمد ته ور وکتل، ٬جنرال صیب پوځي ستراتېژي دې لوستې!، د جنرال احمد رنګ زېړ واوښت. سترجنرال د څلوېښتم لښکر کومندان رولان ته ور وکتل، ٬د جګړې سیاسي تاریخ دې جنراله لوستی!، د تورن جنرال سر د هو په نښه ټیټ، جیګ بیا ټیټ شو.

   لوی پوځي سلاکار خبر وغزوله، ٬د کلیسا سپینې تښتېدلې وې، کسرا ته په تسلیمېدو کې وه، خو چې کسرا بل کبر وکړ، له کلیسا نه یې په غنیمت کې درې زره باکره رومي نجونې وغوښتې؛ کلیسا، د عزت سوال و، نه وکړه، تورې ته لاس ور وړ،… لوی پوځي سلاکار کشتمند ته ور وکتل، ٬لومړی وزیر صیب، کلیسا بایللې جګړه وګټله!، لوی پوځي سلاکار موسکی شو، ٬بیا خو د عزت په خبره کې، تاسو افغانان، پخپله ښه پیېږئ، له ایرانیانو او رومیانو نه ډېر ولاړ خلک یئ، نه یئ؟،

   کشتمند په یوه دوه کې پاتې شو.

   افغان لومړي وزیر، کشتمند، آخر په مات مخ لوی پوځي سلاکار ته کړل، ٬کار دی، سترجنرال صیب، شوی؛ ورځه اشرارو نه،… کشتمند په مانادار انداز لوی پوځي سلاکار ته کړل، ٬غم یې، په کار دی، وخورو، صیب!،

**

۱۳۵۹، د سلواغې ۲۹/۳۰ (شپه)

   د لوی پوځي سلاکار نژدې پوځي سلاکاران ګنادي، ګیورګي او سیواستیان د کابل ښار په زړه، د هغه په استوګنځي، وزیر اکبرخان مېنه، کې په جوی هفت خبرې کولې…

   د سلاکار سپین سرې مېرمنې، ماریا، د ستلیچنایا ودکا پیکونه ډک کړل، ووته…

**

   لوی پوځي سلاکار په خبرو خبرو کې د لومړي وزیر کشتمند نن سهارنۍ خبره وکړه، ٬کار دی شوی، ورځه اشرارو نه، غم یې پکار دی، وخورو!،

   جنرال ګنادي لومړي وزیر ته خولې خولې شو، ٬په لوی لاس یې، زوی دې لویه شه، په ځان اړوي!،

   ګنادي افغان جنرالان، محمود او احمد، یاد کړل، ٬کاپي کمونستان له دې موږ اصلي وو ډېر اصلي شول!،

   ګیورګي د ستلیچنایا ډک پیک په سر واړاوه، د ښي لاس په غټه او دویمه ګوتو یې د خپلو برېتونو لکۍ شا ته ووهلې، ٬بېخ دې وایم د دې انترناسیونالیستي ورورولۍ ووځي!،

   سیواستیان څه ویل، خو ګیورګي وار ور نکړ، ٬له خپله ځانه موږ ته ډېر وفادار دي!،

   سیواستیان خادیستان، باریس او ډاکتر نجیب، یاد کړل، ٬د اندروپوف چمچې!،

   د جنرال ګنادي د تندي د ګونځو ونه – یوه ولاړه کرښه لکه د ونې ډډ داسې، دواړو خواته درې درې برا برا منحني ډوله ګونځې، لکه د شپږو څانګو داسې – سمه راښکاره شوه، ٬ټګ مثلث!،

   ګیورګي د ښي لاس په خپړه د سر تور وېښتان شاته ووهل، ټګ مثلث په نامه یاد کړ، ٬د لښکر کومندان رولان، شوروي سفیر احمدوف، کا ګې بې والا.،

   لوی پوځي سلاکار د چای پیاله کېښوده، ٬وخت، هلکو قید کړﺉ!،

له قید سره ځانګړی ټیلفون، بولاوا، وشرنګېد…

   لوی پوځي سلاکار پاڅېد، په قلعي پاڼو  کې د ټیلفون پوښل شوې ځانګړې خونې ته په تلو کې په شا را تاو شو، ٬د جوی هفت مار د کریملین په ګېډه کې ننوتی، پیېږم!،

**

   ستر جنرال صیب! سلامونه!

لوی پوځي سلاکار سترجنرال باریسلاو، ام کړل، ٬وعلیکم السلام!،

   فیدیا یم ستر جنرال صیب!

   لوی پوځي سلاکار مسکي شو، ٬وایه، خیریت خو به وي!، د شوروي اتحاد د لوی درستیز مرستیال، ډګر جنرال فیدیا، یوه شېبه پښه نیولی شو، ٬سترجنرال صیب، کومه پېښه چې تاسو یې خبر ور کړی، رښتیا نه ده!، لوی پوځي سلاکار کتل دکوټې چت ته، کړل په بولاوا کې ډ‌ګرجنرال فیدیا ته، ٬دوه ځلي مې کره پلټنه کړې جنراله؛ تېری زموږ سرتېرو کړی!، ډګرجنرال فیدیا غلی پاتې شو. لوی پوځي سلاکار خبره وغزوله، ٬څه مې چې د دفاع  وزیر اوستینوف ته لیکلي، رښتیا دي!،

   کا ګې بې خو، ستر جنرال صیب،… ډګرجنرال زړه نا زړه غوندې شو، ٬بل څه وایي!، ستر جنرال خبره ونیوه، ٬له ماسره جنراله، د خبرو درته ویلي چا دي؟،

   ډګرجنرال ځان د لوی پوځي سلاکار په ٬جنراله، له سره پوی نکړ؛ ګواکې اوس هم چکوسلواکیا ده او دی د لوی پوځي سلاکار له لاس لاندې د سره پوځ د دېرشمې فرقې قوماندان دی!

   فیدیا زړه را ټول کړل، ٬ستر جنرال صیب! لوی درستیز را ته امر کړی.،

   لوی پوځي سلاکار ته د چکوسلواکیا پېښې مخې ته ودرېدې، لس دولس کاله شا ته لاړ، ٬ډګر جنرال صیب!،

   اورم سترجنرال صیب؛ وایئ!

   که ستا سرتېرو هلته د ایرکوڅک – پېنسک په فرقه کې کې دغسې کار کړی وای، څه به دې ورسره کړي وای؟

   د لوی درستیز مرستیال په ډېرې آسانۍ تسلیم شو، ٬په پوځي محکمه کې مې، صیب، محاکمه کول!، لوی پوځي سلاکار نه وېوړه نه راوړه، ٬نو جنراله  دا غول په ما ولې خورﺉ!،

   ډګرجنرال لوی پوځي سلاکار ته، د درنښت په نښه، ښایسته شېبه غلی و، ٬نو لوی درستیز صیب ته خو به ستر جنرال صیب، آخر څه وایم کنه!، لوی پوځي سلاکار بوچه خبره وکړه، ٬څه مې چې درته وویل،…

   لوی پوځي سلاکار په ډګر جنرال باندې شرط و شرعي کړه، ٬ټکی په ټکی یې ورته ووایه!،

**

   لوی پوځي سلاکار، له خپلوسلاکارانو سره لا په خبرو کې و چې بولاوا بیا و شرنګېد. لوی پوځي سلاکار سترجنرال بوریسلاو موسکی شو، ٬دا به ارو مرو جنرال ګیرمان وي!، لوی پوځي سلاکار له دې سره ټیلفون ته ورغی.

   ستر جنرال صیب، روغتیا او سلامتیا دې غواړم!

   ګیرمان سم په منډه کې و، له ستړی مشۍ سره سم خبرې ته راغی، ٬صیب ځان لږ ساته!، ګیرمان بله خبره کوله، خو لوی پوځي سلاکار وار ور نکړ، ٬جنرال صیب ګیرمانه!،

   د لوی پوځي سلاکار د تندي دوه ولاړې ګونځې سره ورغلې، ٬دې خپلې خبرې ته دې پام دی؟،

   لوی درستیز ګیرمان بیا هم پخپله خبره ودرېد، ٬ځان دې ستر جنرال صیب، لږ ساته!،

   ګیرمان دا وار، د غمرازۍ په نښه، په ټیټ آواز، لوی پوځي سلاکار ته کړل، ٬صیب، له چا سره دې اړم کړي، پوهېږئ؟،

   ګیرمان خبره نوره هم په کراره کړه، ٬له دې زورورو نه په څنګ تېرېږه!،

   لوی پوځي سلاکار خبرې ته خوله جوړوله، خو ګیرمان خبرې ته پرېنښود، ٬هغه شفرونه مفرونه دې بېرته واخله، سړیه!،

   لوی پوځي سلاکار خبرې ته خوله جوړوله، خو لوی درستیز لا هم لګیا و ٬ان اندروپوف یې لا، په افغان اشرارو اړوي!،

   ګیرمان خبره په دومره اریانوونکي انداز کې وکړه چې اوږې یې، لوی پوځي سلاکار په تلفون کې پرې پوی شو، سره ورغلې.

   ګیرمان خبر وغزوله، ٬بله ورځ به ستر مشر، ملګری بریژنف، هم دا خبره افغان ولسمشر– ملګري کارلوویچ، ته کوي!،

   څه وایې!؟

   د ستر جنرال اوږدې ٬څه وایې، ګیرمان زړور کړ، ٬چې بریژنف یې نه مني، نو دا ته،… ګیرمان په دا ته – دا ته یې لاکوم اوسکال یې – خوله ونیوه، ٬دا سپین ویی ستالینی ته شوې؟،

   لوی پوځي سلاکار اخر ډګرجنرال ودراوه، ٬ګیرمانه!،

   جنرال ګیورګي، ته به وایې، د ستر جنرال خبرې واورېدې، د ستلیچنایا ودکا بوتل بېرته په مېز کېښود، له ګنادي او سیواستیان سره سترګې په سترګې شو.

   لوی پوځي سلاکار خبره راونیوه، ٬په دې سپینه ږیره راباندې دروغ وایئ!،

   ګیرمان، لوی پوځي سلاکار پرې پوی شو، وارخطا شو.

   توپان، پوهېږې؟

   د لوی پوځي سلاکار چنغړک لاړ راغی، ٬را روان دی!،

   ماریا، له ګیرمان سره د مېړه د خبرو له سختېدو سره سم، د کور له دویمه پوړه را ښکته شوه، ورغله، و ډونګېده، ٬څه دې له دې زورورو سره ښکرونه اړم کړي!،

   ماریا لاس کړ، کورسۍ لوی پوځي سلاکار ته کېښوده، وپسېده، ٬کا ګې بې به دې روغ وخوري، وایم!،

   ماریا له ٬وایم، سره د ښي لاس خپړه خپل ګرېوانه ته ور وړه.

لوی پوځي سلاکار، لکه د ماریا خبرې چې له سره اورېدلې نه وي، لګیا و، لوی درستیز ته مالومات ورکول، ٬ښارونه جنراله لګیادي بندېږي، اعتصابونه روان دي، پوهنتونونو کې محصلین ډلې ډلې کېږی، سینماګانې بندې شوې، اشرار د ښار په ورونو کې ولاړ دي، ډزې کوي!،

   لوی پوځي سلاکار سروبی یاد کړ، ٬که پروسږکال مو په سروبي کې هغو خپلو مورکوسو ته جزا ورکړې وای، نن د جوی هفت دې بدو ته چا زړه نه ښه کاوه!،

   ګیرمان خبره ونیوه، ٬سترجنرال صیب، د همدغو خبرو د کولو امر راته شوی و!،

   د لوی پوځي سلاکار شنې شنې – نه غټې نه وړې، برابرې – سترګې سره ورغلې، په شا لاړ، ٬خپله کومه خبره هم لرې؟، ګیرمان چوپ پاتې شو.

   ټول عمر د نورو په امر وغږېدې الکه! پرېده نور!

   د ګیرمان وار پار خطا شو، ٬مشرانو ته خو به ستر جنرال صیب، آخر څه وایم کنه!،

   ټکی په ټکی یې، جنراله، وایم ورته ووایه!

**

۱۳۵۹، د سلواغې ۳۰

    د سهار آته بجې وې چې د لوی پوځي سلاکار د دفتر ټیلفون وشرنګېد. لوی پوځي سلاکار موسکی شو، ٬ستالینی ولسی کمیسار مارشال اوستینوف دی!،

   لوی پوځي سلاکار لاس ور وړ د ټیلفون غوږي ته، کړل ډګروال سیواستیان ته، ٬چې مارشال مې اوس جوی هفت ته ور وستی وای!، لوی پوځي سلاکار د ډګروال د خندا له درېدو سره، غوږی را پورته کړ.

   مارشال نه وېوړه نه راوړه، ٬وه، ستر جنرال صیبه! کا ګې بې او سفیر احمدوف، دواړو، تایید کړې چې تېری افغان اشرارو کړی!،  د کابل کمیسار (لوی پوځي سلاکار) بوچه خبره وکړه، ٬نه صیب! زموږ سرتېرو کړی!،

   څه دویم سروبی دې جوړ کړی ستر جنراله؟

   ستر جنرال لا څه نه و ویلي چې مارشال بله وکړه، ٬وایم ځان دې ارو مرو ښیې نو!،

   لوی پوځي سلاکار خوله خبرې ته جوړوله، خو وزیراوستینوف وار ور نکړ، ٬وایم لاس پرې را کاږه سړیه! تېر شه ترې!،

   چې دې ترخه ستالیني کمیسار د « سړیه » او « ترې » په تورو څومره زور واچاوه! د لوی پوځي سلاکار رنګ وتښتېد، ٬زوی دې لوی شه! لاس پرې راکاږم؟،  لوی پوځي سلاکار له ٬راکاږم، سره په شا لاړ، ٬مارشال صیب په سروبي خو به شکر وباسې!،

   ستالیني کمیسار بیا هم د لوی پوځي سلاکار خبر غوڅوله، خو لوی پوځي سلاکار وار ور نکړ، ٬له افغان لومړي وزیر نه مې بښنه غوښتې مارشال صیب، اوس منکر شم؟،

   لوی پوځي سلاکار له ٬منکر، سره له ډېرې غوصې نه، سم وښورېد!

   ستالیني کمیسار نه وېوړه نه راوړه، ٬ته د چاپلوی یې ستر جنراله؟، لوی پوځي سلاکار سپینه خبره وکړه، ٬د رښتیاو، مارشال صیب!،

   د کومې رښتیا؟

   مارشال له ریشخنده د رښتیا د« ی او  الف » ټکي ښه وغزول. سلاکار نه وېوړه نه راوړه، ٬د لینني رښتیاو، د دفاع،…

   د دفاع –  د دفاع وزیر صیب – خــــــبره د لوی پوځــي سلاکار په خوله کې وچه شوه، ستـــــالیني کمیسـار له ٬دفاع، سره د ټلفون غوږی بیا ایښی و!

**

۵

۱۳۵۹، د کب  ۷

جنرال ګنادي تښتېدلی رنګ د لوی پوځي سلاکار دفتر ته ور ننوت، ٬له بده پسې بده!، لوی پوځي سلاکار ودرېد، کیڼ لاس پخپله کورسۍ، ښی هغه په مېز کېښود، په شا لاړ، ٬اهه؟،

   یوه ٬خان، نومي ٬دولس کلن هلک، د پېښې له ځایه پښې سپکې کړي، تښتېدلی!

   لوی پوځي سلاکار په کراره کړل، ٬له جوی هفته؟، ګنادي د سر په ښورولو هو وکړه.

   نور؟

   ګنادي، د کاغذ د یوې تختې په څلورمه برخه کې، په پښتو او دري ژبو ټایپ شوې شپه پاڼه او ورسره یې د شپې پاڼې روسۍ ژباړه لوی پوځي سلاکار ته ونیوې؛ لوی پوځي سلاکار پاڼې واخیستې، مېز ته ور تاو شو، ټوغ شو، ناست لا نه و، بېرته ودرېد، ګنادي ته ور وړاندې شو، ٬هغه مورغودي کا ګې بې والا څه وایي؟،

   په خپله خبره ولاړ دي!

   نور؟

   له کندهار او مزار نه هم، صیب، د همدې شپې پاڼې د خپرېدو خبرونه رارسېدلي!

د لوی پوځي سلاکار سر لاړ راغی، ٬هغه جهاد خو به اوس ارو مرو اعلانېږي!،

   لوی پوځي سلاکار شپه پاڼه مخې ته نیوله چې ګنادي بیاهم ور وړاندې شو، په مات مخ یې د کابل، جلال آباد، کندهار او مزارشریف د درې لویو ښارونو له بندېدلو خبر کړ. ګنادي لاس کړ، د خپل سر زېړ وېښتان د ښي لاس په خپړه کې موټي کړل، ٬صیب! دکابل ــ جلال آباد لار، په ورېښمین تنګي کې، همدا اوس بنده ده!،

   اهه؟

   لوی پوځي سلاکار، له اهه سره، شپه پاڼه په مېز کېښوده، کېناست، ٬نور؟،

   اشرارو بېګا شپه په کندهار کې زموږ د آویایمې مستقلې لوا د ګزمې یوه ډلګۍ تبا کړې!

   دګنادي شنې زېړبخونې سترګې نښتې د لوی پوځي سلاکار په مېز باندې د خان په شپې پاڼې کې وې، خو لګیا سلاکار ته و، ٬اشرارو صیب یوه،… ګنادي، په ٬یوه، کې د ښي لاس خپړه شپې پاڼې ته ونیوه، ٬پاڼه لا د ګزمې د ډلګۍ مشر په ټټر ایښې!،

   دلوی پوځي سلاکار سترګې د مېز د ښیښې لاندې د برهان الدین رباني په ایښي عکس ولګېدې؛ سلاکار کتل عکس ته، غږېده، ته به وایې، له خان سره! درې اویا کلن لوی پوځي سلاکار له دولس کلن خان سره، توده جګړه خو پرېده، هغه رواني یوه، لګیاو، بایلله، ٬د سپي بچی!،

   لوی پوځي سلاکار په خپلو ډاروونکو سوچونو کابو شو، سترګې یې آخر د خان په شپه پاڼه کې ښخې شوې:

د لوی خدای په نامه

   یرغلګرو شورویانو!

   د سروبي له بدو مو د عبرت درس وا نخیست؛ د جوی هفت بدو ته مو لاس واچاوه! په کور را اوښتل، د مېرمنو په عزت تېری، د کورنۍ د ټولو یوولسو غړو وژل، بیا د جسدونو سوځول! دا هم شول ستاسو جنګي اخلاق!

   شورویانو! موږ خپل کسات اخلو!

   نصر من الله و فتح قریب.

   خان، د جوی هفت ژوندی شاهد، د ۱۳۵۹ کال د کب څلورمه.

   لوی پوځي سلاکار مسکو ته، دا وار دپېښې په بل شفري تلګرام سربېره، شپه پاڼه لا ور واستوله!

**

۶

۱۳۵۹، د کب  ۱۰

   افغان کاجې بې، الف الف، او خاد د جوی هفت د پېښې په وړاندې د ولسي غبرګون د مخنیوي لپاره، د ننګرهار د ناوې د پراختیا د پروژې د ریاست د غونډو په تالارکې دوه ورځنی تبلیغاتي ورکشاپ جوړ کړ، ٬د جوی هفت جنایت شوروي سرتېرو نه، مجاهدینو کړی.،

   ورکشاپ، د پینځه ویشتو ښځینه خادیستانو په ګډون، د مزارۍ ښوونکې، غاټول مزاري، له خوا پرانیستل شو.  غاټول په روانه پښتو ژبه خبرې کولې…

**

   غاټول مزاري پخپله د ورکشاپ له یوې فارغې خادیستې، مېرمن ولسي، سره ووته.

   ولسي، غاټول په دویمه ورځ د ترور کور ته ننیسته؛ چې ترور پویه شوه، غاټول مېلمنه ده، مزارۍ ده، مالمه ده، د بلخ د عالي دارالمعلمین فارغه ده، په تګ کې یې دروندسوغات، پوړنی، ورکړ.

   مېرمن ولسي، غاټول، په درېیمه ورځ، د یوې نابلدې نالوستې کورنۍ په جونګړه ور ننیسته. کوربنې مېرمن، نور بي بي، په خبر و خبرو کې د جوی هفت په پېښه توبې وایستلې، ٬شورویانو بدلمني راواړوله.، غاټول د نور بی بي په خبره کې ولوېده، ٬خورې اشرارو بدلمني راوړاوله!،

   ولسي خبره ونیوه، ٬د جوی هفت جنایت اشرارو وکړ.، د نور بي بي د ښي لاس خپړه خولې ته لاړه، ٬اشرارو؟، غاټول خبره تېره کړه، ٬خورې، اشرار زموږ د دوستانو نوم بدوي.، نور بي بي تور کتان پوړني پخپل سر برابر کړ، ٬خورې دوستان!، ولسي خبره ونیوه، ٬کار وکړ اشرارو، نوم بدوي د شورویانو.، د نور بي بي سد ٬شورویانو، او ٬دوستانو، ته له سره والوت، ٬خورې شورویان دوستان دي؟، غاټول خبره کوله، خو غږ شو، ٬خورې!، نور بي بي ټکان وخوړ، ٬خانه!، غاټول نېغه شوه، وپسېده، ٬خان؟،

   نور بي بي پاڅېده، د کوټې آ بل سر ته، د خان کټ ته ورغله، د بالښت لاندې یې د درملو پلاستکي خلته را واخیسته، د کټ په بازو کېناسته. خان غاټول ته مخامخ شو. غاټول په خان کې سترګې ښخې کړې، ٬دولس کلن؟،

   نور بي بي له کېناستو سره، غاټول ته په پخپله ښۍ خوا ور تاوه شوه، ٬ورور مې نزله دی، غاټول خورې.،

   خدای دې روغه سټه ورکړي، نور بي بي خورې.

   د غاټول زړه د ناروغ او په شپو شپو د بېخوبه خان په عمر اوبه و نه خوړې، ٬آته کلن هم لا نه دی!،

   غاټول له ځان سره وډونګېده، ٬د جوی هفت ژوندی شاهد دی؟ نه، نه دی.،

   غاټول ته د خان، د خاد ورکړې نښې، غلطې را ووتې: په سپین کې غنم رنګ، خو د تبې له زوره تک زېړ؛ غټې، غټې تورې سترګې، خو د خوب د ګولیو له زوره پټې، نه ښکارېدې؛ تور وېښتان، خو د سرخوږ له زوره په تړلي سر کې پټ؛ برابره ونه، خو په ځنځولۍ کټ کې ناست، ټیټ ښکارېده…

   خان د سـترګو لاندې مېلمنو ته ور وکــتل.

   نور بي بي لاس کړ، یو کپسول د خان په خوله کې کېښود؛ له کټ لاندې یې د سړو شویو جوش اوبو شین بخونه روسی ګیلاس را پورته کړ، د کیڼ لاس خپړه د خان په سر کېښوده، په ښي لاس یې ګیلاس د خان خولې ته ونیو؛ خان د ګولۍ له خوړو سره سر ولګاوه…

نوربي بي غاټول ته دوی ته راګرځېدله چې د باندې په انګړه کې ټوخی پورته شو، نور بي بي وارخطا شوه، وپسېدله، ٬ته دې سیاسرو ته ګوره اعظم خان ته ګوره، راغی!،

**

   د اعظم خان سترګې کوټې ته له ننوتو سره، په مېلمنو و لګېدې، په شا لاړ، و پسېد، ٬راڼۍ دېوي او هغه کابلۍ مېلمنه خو به نه یي؟، اعظم خان په خپل اوښي، خان، و ډار شو، ٬چې اوکمتي څوک نه یي، پاکه ربه!،

   نور بي بي جیګه شوه، د مېړه مخې ته ورغله؛ خادیستانو هم و نه کتل، پاڅېدې، دواړه ورغلې، له اعظم خان سره په لاس ستړي مشۍ وکړې. اعظم خان اریان پاتې شو.

   غاټول وار ړومبی کړ، ٬په دین و دنیا ورور مې یې.،

   غاټول پخپله ګرامري غلطۍ پویه شوه، ٬مې، ترې له ،وروره، وروسته راغله. نالوستی اعظم خان خو پرېده، د لوستې ولسي لا ورته پام نشو. غاټول خبره بیا وکړه، ٬په دین و دنیا مې ورور یې.، اعظم خان په مات مخ غاټول ته کړل، ٬په دین او دنیا مې خور یې.،

  غاټول خبرې ته راغله، ٬دښمن د ژوی افت د خورلڼـو عزت بیا لوټوي.،

   غاټول ٬جوی، په ٬ژوی، تلفط کړ.

   ورور په خبره پوی شو، ٬خورې، د جوی هفت د خورلڼو کسات اخلم.،

  ولسي غاټول ته ور وکتل؛ غاټول خبره کوله، خو اعظم خان وار ور نکړ، ٬دا شوروي انګرېزان.،

 مېرمن ولسي له شوروي انګرېزانو سره ټکان وخوړ، خو غاټول رای هم و نه واهه، بل بند دیني ورور اعظم خان ته ور واچاوه، ٬دښمن، وروره، د ښار د لوټلو تابیا کړې.، اعظم خان د ښي لاس خپړه سر ته ور وړه، ٬چې تر څو دا کپرۍ په تن کې وي،…

له ٬وي، سره د باندې، د ښار له منځ منځ نه، د بم د چاودېدولو زورور درز جیګ شو، د اعظم خان خبره پاتې شوه. ولسي په شا راغله، غاټول ټکان وخوړ، په نور بي بي ورغله. د باندې د اعظم خان د انګړه څپرګی لاړ راغی، د کوټې د کړکۍ دوه ماتې ښیښې ټوټې ټوټې شوې، راولوېدې. هلته خان په کټ کې کېناست، نېغ شو، ٬خورې!،

ځمکه په ولسي سره شوه، ٬غاټول خورې، ناوخته کېږي، ځو.،

**

   غاټول او مېرمن ولسي د جلال آباد د ښار د تالاشۍ په څلور لارې کې، ګڼه ګوڼه ډېره شوه، د پیپل د ونې ډډ ته ودرېدې. غاټول څه خبره کوله، خو ولسي وار ور نکړ، د غاټول د ښي لاس خپړه کښېکاږله، د غاټول پام یې د سړک په آ بله خوا باندې را راونې بګۍ ته ور واړاوه، ٬د جلال آباد وتلی ډاکتر رام سنګ.،

   د رام سنګ د سپرلۍ بګۍ د تالاشۍ څلور لارې کې ښی لاس ونیو، غاټول دوی ته لنډه شوه؛ د غاټول سترګې د رام سنګ په پسته یې رنګه بیضوي سکي خولۍ ولګېدې، ٬دا سک؟،

   هو، د اعصابو غټ متخصص.

   غاټول ټکان وخوړ، ٬د اعصابو؟،

   هو.

   غاټول د ولسي له ٬هو، سره سترګې په بګۍ کې و ګنډلې. بګۍ مخامخ د اوړو د مڼډه یې لار ونیوه.

   ولسي د رام سنګ بله څه ویلې، خو غاټول پرېنښوده، د ولسي پام یې بګۍ ته ور واړاوه. بګۍ د ګمرګ له وره نه له تېرېدو سره په کراره، کراره کیڼ لاس ونیو، لاړه لاړه، د توپ غونډۍ په کوڅه  ور ننوته. دلته غاټول ولسي ته ور تاوه شوه، ٬د نور بي بي دوی کوڅه!، ولسي د سر په ښورولو هو وکړه. غاټول ولسي ته وپسېدله، ٬د نور بي بي ورور، خان، په رښتیا نزله و؟، ولسي په یوه دوه کې پاتې شوه. غاټول ولسي په ایشاره پویه کړه، په بګي پسې تلله، خو د ګمرګ په خوله کې، د روسي ٬ګاز، ګاډي د سایلنسر ټس شو، خلک له ټس سره، ګواکې بم وچاودېد، وترهېدل؛ دلته غاټول ټکان وخوړ، په شا را وګرځېده؛ دا مخکې ولسي ور پسې، کیڼ لاس ته، د هندوانو په بنجاره ګي بازار ور ننوتې…

**

   ولسي ناڅاپه پښه نیولې شوه؛ غاټول پخپل ښي لاس ور تاوه شوه، ٬ولسي!، د ولسي سترګې مخامخ په را روانو لوکسو پېغلو کې نښتې وې. پېغلې راغلې، د ولسي په ښۍ خوا، د تالاشۍ د څلورلارې په لور تېرې شوې. ولسي په شا وګرځېده، کتل پېغلو ته، کړل په کراره غاټول ته، ٬دا ټیټه یوه د ډاکتر رام سنګ خور، دېوي، وه.، غاټول و پسېدله، ٬او دا جیګه یوه؟، ولسي ټوکه وکړه، ٬دا لوکسه اشراره؟، غاټول د ولسي خپړه کښېکاږله، ٬هو، هو، خبره کوه!، ولسي کتل لوکسې اشارارې ته، کړل غاټول ته، ٬نوې را ته ښکاري.،

   هلته دېوي، د ولسي خبره، لوکسې اشرارې ته کړل، ٬هوسۍ دا پطلون والا د ښار د غټ خادیست، خادیسته مېرمن، ولسي، ده.، هوسۍ ودرېده، ٬ښه، ښه!، هوسۍ خبره کوله، خو دېوي وار ور نکړ، ٬دا بله هغه مزارۍ غاټول ده!، هوسۍ له ٬غاټول، سره ټکان وخوړ، ٬څه وایې؟،

   دلته دېوي او هوسۍ غاټول ته بل وسواس شو، ولسي ته وپسېدله، ٬چې دېوي دوی خو په ډاکتر پسې لا نه ړې؟،  ولسي له آریانتیا نه په شا لاړه، ٬په رام سنګ پسې؟،

   غاټول خوله ولسي ته ور وړه، و ډونګېده، ٬نوم ماخله ولسي، هو!،

**

   هلته خادیستانې هوسۍ ته وسواس شو، ٬چې دا خادیستانې راغلې له کومه، دېوي؟،  دېوي ودرېده، سترګې یې له درېدو سره، په خادیستانوــ خادیستانې بېرته ګرځېدلې وې ــ ولګېدې.

   دېوي د هوسۍ پام خادیستانو ته ور واړاوه، دا مخکې هوسۍ ور پسې، لنډ ښي لاس ته، د ماما، منوهر سنګ، بنجاره ګۍ ته ورجیګې شوې. سک منوهرسنګ د باڼه اوبدلی کټولک، له درنښته، هوسۍ ته په مخ کې کېښود.

   هوسۍ ځان په خپل خړ ګلداره پوړني کې نور هم تاو را تاو کړ، له منوهرسنګ نه په مننه په کټولک کېناسته، د ښیښه یي ویترین له سره یې، هسې د ځان د بوختیا له پاره، د بنګړیو درجن را پورته کړ. هوسۍ اړول را اړول بنګړي، خو نیولی یې له نظر لاندې پیاده رو و!

   د مالټو رېړې، طالع ګوره، د منوهر سنګ د دوکان په مخ کې لار بنده کړه، د لارویانو ټېل ماټېل جوړ شو. خادیستانې له را رسېدو سره، لنډ په لنډو، د هوسۍ ښي لاس ته، د منوهر سنګ د دوکان په خوله کې ودرېدې.

   هوسي دېوي ته خوله ور وړه، غاټول یې ور وښوده، ٬دوه رګه شوروۍ!، دېوې په شا لاړه، ٬څه وایې؟، هوسۍ د بنګړیو بل درجن را پورته کړ، ٬تورې لکۍ داره تاجکي سترګې!، د دېوي اوږې سره ورغلې، ٬ښه، ښه!، هوسۍ د غاټول بله نښه دېوي ته ورکړه، ٬زېړ روسي، خو رنګ کړي تور، وېښتان!،

   ټېل ماټېل زیات شو، غاټول او ولسي نژدې و، د منوهرسنګ هټۍ ته ورجیګې شي. د غاټول سترګې په پیاده رو کې په خلکو کې نښتې وې، کنې له هوسۍ سره به سترګې په سترګې شوې لا وه! د هوسۍ پوزه د غاټول د تېزو روسي عطرو لوخړو مونجه کړه.

   ځمکه په غاټول سره وه، د ولسي په غوږ کې و پسېده، ٬چې ډاکتر… خو به له اعظم… کره،…

   غاټول مېرمن ولسی ته همدومره کړل، د ډاکتر نوم، رام سنګ، یې له ډېره احتیاطه له سره وانخیست، اعظم خان یې هم په اعظم یاد کړ.

**

   هوسۍ به دوه لوېشتې له پیاده رو نه، له غاټول نه، جیګه، په کټولک کې ناسته وه. دېوي خبرې کولې له خپل ماما، منوهرسنګ سره، سترګې یې ښخې په پیاده رو کې وې! خادیستانې تللې؛ هوسۍ دستکول ته لاس کړ، منوهرسنګ ته یې د بنګړيو پیسې ورکولې، خو منوهر سنګ وخندل، ٬دا مې د کابلۍ خورزې یوه پیاله چای!،

   دهوسۍ اوږې، د منوهرسنګ له خبرې سره، د خادیستانو له ډاره –  خادیستانې لا نه وې لاړې – را ټولې شوې.

   هوسۍ، خادیستانې لاړې، نوره کلکه نشوه، منوهر سنګ په ماما یاد کړ، مننه یې ترې وکړه.

   منوهرسنګ د هوسۍ په تادۍ پوی شو، بنګړي یې په زېړه کاغذي خلته کې واچول، هوسۍ ته ونیول، هوسۍ په مننه ترې واخیستل…

   د هوسۍ سترګې، له دوکان نه له را ښکته کېدو سره، د سړک په هغه بله خوا کې، په روانې بګۍ ولګېدې: په ډاکتر رام سنګ، اعظم خان، خان!

   هوسۍ دېوي ته خوله ور وړاندې کړه، ٬ډاکتر دوی، ښه شوه، روغتون ته لاړل!،

**

   غاټول، دوه خپلې دوه پردۍ کړې، د سترګو په رپ کې د نور بي بي د انګړه تړلي وره ته ودرېده، زاره چاودې وه، له ځان سره وپسېده، ٬بخت مې کوټه و!،

    ولسي د ګاونډیانو ورونه وټکول، خو د خان پته و نه لګېده؛ دومره وشول چې یوه ګاونډي غاټول ته، په خان باندې، د پېریانو د کېناستو وویل. د ګاونډي سپین سرې مېرمن د غاټول او مېرمن ولسي تندي ښکل کړل، میالي  صیب ته یې د خان د بیولو خبره وکړه!

   میالي صیب د غاټول غوږونه سم و کړنګول، ٬نزله هسې خبره وه، خان عصبي ناروغ   دی!،

**

۷

   د خان شپې پاڼې پوځي انډول اړولی و، مجاهدین برلاسي وو: افغان پوځ خو پرېږده، د څلوېښتم لښکر ګزمو لا، له ماښام سره د جلال آباد له ښاره د وتلو زړه نه کاوه، ډارېدل.

   شپه په شپه د میالي صیب په لېونیانو ور ختل شونې نه وه.

   د الف الف مشر، دوبراشین، د څلوېښتم لښکر کومندان تورن جنرال رولان، د کابل هغه دوه خادیستان ـــ ډاکتر نجیب او باریس ـــ پرته له لوی پوځي سلاکاره، ټول د پېښو په جریان کې وو. ټولو سبا سهار د غټ اشرارــ د شپې پاڼې د خان، د جوی هفت له ناورین نه د وتلي ژوندي شاهد، دولس کلن خان ــ نیولو ته شېبې شمارلې!

**

۱۳۵۹، د کب  ۱۱

سهار

   خاد، الف الف او د څلوېښتم لښکر د یو سل و درېیمې ټوټه شوې کوماندویي فرقې د ځانګړې دوه ویشتمې لوا کوماندویانو د سهار په شنه خړه کې، سمرخېلو کې، د څلوېښتم لښکر د شپږ شپېتمې مستقلې لوا د قرارګاه په څلور کیلو مترۍ کې د میالي صیب په زیارت چاپه واچوله؛ زیارت کلابند شو، کوماندویان زیارت ته ننوتل، خاد د رواني ناروغانو، بربنډو، نیمه بربنډو لېونیانو تالاشي پیل کړه! رواني ناروغان څوک ویښ څوک ویده؛ لږ شمېر خلاص، ډېری تړلي لا!

   چې غاټول د میالي صیب له زیارته تش لاس را ووته،  الف الف او خاد د ننګرهار دپوهنتون روغتون په عقلي، عصبي څانګه باندې د چاپې اچولو تیاری ونیو.

**

د کب ۱۱

ماسپښین

      د الف الف د چټک غبرګون مېګا – ۱۱ کوماندویان، ماسپښین د ننګرهار د پوهنتون روغتون عقلي عصبي سرویس ته ور ننوتل!

   غاټول د سرویس د داخلې کتاب نوم په نوم وکوت، خان نه و. بیا یې د عمر له مخې د ناروغانو لست کې دولس کلن هلک پیدا کړ، یوولسمه کوټه کې! غاټول له یوولسو سره ټکان وخوړ، ٬هماغه ډاروونکې شمېره!،

   غاټول په بیړه یوولسمې کوټې ته ور ننوته، د دولس کلن هلکي چپرکټ، یوولسم وخوت!

   غاټول له دې ٬یوولسم، سره، نژدې کړیکه کړې وه! یوولسم بستر تش و، ژورنال یې وکوت، خان نه و، حمید و، پای وازه یې هم زړه مابۍ وه! غاټول په وتو کې راوګرځېده، له مابۍ نه د حمید پوښتنه وکړه. مابۍ په مات مخ غاټول ته کړل، ٬ډانکترې بچی، د ماسپښین په مانځه ولاړه وم چې زوی مې خان وتلی!،

   مابۍ له خان سره ټکان وخوړ، ٬توبه خدایه!، مابۍ غاټول ته یو ګام ور وړاندې شوه، ٬خان نه، حمید.،  غاټول په خوږه ژبه مابۍ ته کړل، ٬خان که خمید؟،

   حمیدخان!

   مېرمن ولسي خوله مابۍ ته ور وړه، ٬حمید په کور کې په کوم نامه یادوﺉ؟،

   حمید.

   غاټول وړاندې شوه، خپړې د مابۍ په اوږو ولګولې، ٬مورې چېرته اوسېږئ؟،

بېسودو کې، ډانکتر صیب!

  غاټول په حمیدخان شکمنه شوه، د عقلي عصبي سرویس وره ته ورغله، پیره داره یې وپوښتله، پیره داره خبره نه وه، خو د روغتون د لوی وره پیره دار د غاټول شک په رښتیا بدل کړ، ٬یو باساره غوندې هلکی لږ وړاندې له روغتون نه لاړ، ووت!،

**

ماسپښین

   مازیګر و. د اعظم خان سترګې، د توپ غونډۍ له کوڅې نه له راوتو سره، په ټانکونو، زره پوشونو، محاربوي ماشینونو، پوځي جیپانو او پلیو سرتېر ولګېدې.

   ښار افغان او شوروي پوځیانو په سر نیولی و. د محاربوي ماشینونو او ټانکونو له غورهاري او په پخو سړکونو باندې د ټانکونو د ځنځیري ارابو له کړچاري نه خبرې چا ښې اورېدلی نه شوې.

   اعظم خان روان د وړو د منډه یي په  سړک و، خو فکر یې له خپلې مېرمن نور بي بي سره په کابل کې و، ٬نابلده ښځه ده چې لاره غلطه نه کړي!،

   د اعظم خان زړه خپلې پېغلې لور، خاټولۍ، ته لا پسې بوټ وتلی و، ٬ځوانه جانه نجلۍ ګوره، د کابل –  جلال آباد د لارې غل و غدو! لویه خدایه چې مور او لور، سبا روغې رمټې را ورسېږي!،

   اعظم خان انګېرله، ښاریان ګواکې ټول همده ته ګوري، ٬چې سترګې پنا کو، ووځو!،

   اعظم خان په سوچونو کې ډوب و چې سترګې یې د وړو د منډه یي په خوله کې په نوې جوړې شوې پوځي پوستې – خیمو او ۶۰ – پي بي زره پوش – ولګېدې؛ څو ګامه وړاندې یې غاټول او ولسي لا ولیدې!

**

   مېرمن ولسي به مېرمنې خیمې ته ننیستلې، غاټول به ورته خبرې کولې.

   یوه افغان سرتېري اعظم خان د زره پوش شا ته خیمې ته ور ننیست، و یې لټاوه، اسناد ــ تذکیره او ترخیص ـــ یې ترې واخیستل؛ بېرته راووت، د دواړو خیمو ترمنځ ودرېد: د ننه په خیمه کې ولسي او غاټول، د باندې دی.

   غاټول او ولسي مېرمنو ته له خبرو وروسته، پخپلو کې خبرې پیل کړې.

   ولسي په خبرو کې غاټول د رفیق سويتلانه په نامه یاده کړه!

   اعظم خان له ٬سویتلانې، سره ټکان وخوړ، ٬چې داسویتلانه له کومه شوه؟ په خیمه کې خو بس غاټول او مېرمن ولسي وې!،

   اعظم خان آته کاله شاته لاړ، د ننګرهار د غازي آباد په فارم کې یې د خپلې کارګرۍ ورځې مخې ته ودرېدې، دزیتونو د فارم د روسي متخصص مېرمن، سویتلانه، ورته مخې ته ودرېده!

   اعظم خان نه وکړه، ٬دا ځوانه جانه، هغه په عمر پخه، شلمه!،

   اعظم خان خبرو ته غوږ شو، رفیق سویتلانې ولسي ته کړل، ٬عزت ماقبل فیوډالي ارزښت دی!، د اعظم خان اوږې له اریانتیا نه سره ورغلې. سویتلانې مېرمن ولسي ته بل ماقبل فیوډالي ارزښت یاد کړ، ٬ناموس!، د عزت او ناموس په مانا پوی اعظم خان، د ژمي په هغه سړه هوا کې، په خولو کې ډوب شو.

   غاټول سویتلانې خبره وغزوله، ٬پوهېږې چې پلار مې عبدالله، د تاجکستان تاجک، مور مې لیلیا، اوکراینۍ روسۍ ده!، هلته اعظم خان سم نېغ شو، ٬توبه، توبه!،

سویتلانې پوښتنه وکړه، ٬خو نطفه مې پوهېږې؟، مېرمن ولسي غلې پاتې شوه.

   غاټول – سویتلانې خبر وغزوله، ٬له عبدالله سره د مور له یو ځای کېدو څخه، نه،… غاټول خوله ولسي ته ور وړه، ٬له روسي بلدوزر کار اېفیم سره له یو ځای کېدو نه، جوړه شوه!،

   د غاټول سویتلانې نطفې ته پخپلوکې دې دوو دښمنو افغانانو – د ننه خادیستې مېرمن ولسي، د باندې نارینه مجاهد اعظم خان – نژدې وو، کړیکې وکړي، خو خدای د ولسي پرده کوله، سرتېرو درې ښارۍ چادري والا مېرمنې د تالاشۍ لپاره خیمې ته ور ننیستې…

**

     د اعظم خان سترګې، له تالاشۍ نه له را وتو سره، پخپل سپین ږیری تره او خسر شهاب خان ولګېدې، ورغی. شهاب خان و ډونګېد، ٬سودا مې دې کړه!،

   ولې؟

   و نه ځنډېدې؟

   تره د خدای تالاشۍ دي، نه یې ګورې؟

   رښتیا وایې، له روسانو نه خو کونه او پرتوګ ورک دي!

   اعظم خان وپسېد، ٬هغه شبنامې.،

   راڼۍ دېوي ته مې ورسولې.

   د اعظم خان تندی ورین شو، ٬او مېلمنه؟،

   هوسۍ ښیې؟

   اعظم خان په تره و ډونګېده، ٬تره نوم ماخله، هو.،

   کابل ته به رسېدلي هم یې!

   د اعظم خان تندی ورین شو، ٬او کومندان ابراهیم؟،

   را رسېدلی.

   او زوی دې؟

   شهاب خان پوی نشو، ٬څوک؟،

   خان ښیم!

   تره شهاب خان زاره چاودی شو، ٬خاد په روغتون چاپه اچولې.،

   اعظم خان نېغ شو، ٬وئ نیو؟،

   شهاب خان شونې وښورولې، ٬تښتېدلی.،

   اعظم خان تندي ته ټس ور کړ، ٬مور مې، مابۍ؟،

   مابۍ بچ شوې، نئ ده پېژندلې.

   نوکریوال ډاکتر؟

   رام سنګ ښیې؟

   اعظم خان بیا هم په شهاب خان و ډونګېد، ٬تره نوم ماخله، هو.،

   ټوله شپه خان ته ولاړ و.

   نیولی خو یې نه دی؟

   پوی نه یم.

   اعظم خان له غوصې نه سور شین واوښت، ٬بېګام له روغتون نه ایسته!،

   شهاب خان نېغ شو، ٬خان؟،

   هو، پېښور تم بیوه.

   شهاب خان له ٬پېښور، سره، ټکان وخوړ، ٬کابل ته، ولې؟، اعظم خان اریان شو، ٬چا کره؟،

جګړن اسلم خان کره، ورور کره دې!

 له اغه کمونس ورور کره؟

 شهاب خان نېغ شو، ٬الکه په کمونس او خادیس پسې مه ګرځه!، اعظم خان څه و نه ویل.

   لور دې خاټولۍ هم کابل کې ده، آخر! تره وراره ته په سترګو سترګو کې ور وکتل، ٬عزت دې خوندي دی.، اعظم خان د نه په نښه ام کړل. شهاب خان برګ شو، ٬نه دی، ته وایې؟،

   نه!

   اعظم خان له ٬نه، سره، شهاب خان ته ور وړاندې شو، ٬نور بي بي هم کابل ته لاړه.، شهاب خان اریان پاتې شو، ٬خیریت دی؟،

   خاټولۍ راولي!

   کله؟

   همدې نن و سبا کې!

   تره په دوه دوه لګېده، ٬ولي؟، اعظم خان څه و نه ویل. شهاب خان خوله سمه د اعظم خان په ښي غوږ ولګوله، ٬هغه بد تربور ډګری سپی نه وینې؟،  اعظم خان څه ویل، خو شهاب خان وار ور نکړ، ٬د ډګري ٬غږ، دې له یاده ووت؟، اعظم غلی پاتې شو.

   ډګری سپی، مجاهد دی، کلاشینکوف لري! لور به و تښتيي!

   شهاب خان د ډګري د ٬غږ، څه بله خبر کوله، خو اعظم خان د اوښي، خان، خبر واچوله، ٬چې اوس خان پیدا شي.،

   بیا؟

   اوس خو له ابراهیم سره وځو، خوږیاڼو ته!

   د تره د تندې ګونځې هوارې شوې، ٬ښه، ښه!، اعظم خان د تره غوږ ته خوله ور وړه، ٬کلاګانو ته ځو!،

   کلاګانې؟

   هو، یا برې یا کوزې ته!

   بیا؟

   که خان ښه نه و، ابرهیم ښه سړی دی، پېښور ته یې بیایي!

   ښه، ښه!

   له دې سره لږ وړاندې، مخ قبلې خوا ته، د قصابانو د دوکانونو په مخ کې غږ جیګ شو، ٬راغلل! راغلل! راغلل!،

   له ٬راغلل، سره منډې شوې، ډېری دوکاندارانو د خپلو دوکانونو ورونه و نه تړل، وتښتېدل!

   اعظم خان څک شو، ٬د خان غږ دی!،

   ښاریانو هومره محاربوي ماشینونو، ټانکونو، زره پوشونو او پلیو سرتېرو ته و نه کتل، ښار د سترګو په رپ کې له خلکو تش شو.

   د څلوېښتم لښکر شپږ شپېتمې مستقلې لوا ښار کلابند کړی و. ګزمې په ښار کې ګرځېدې راګرځېدې، ځای ځای یې په ښاریانو باټونه وچلول. خو افغان پوځیان په منډه کې، له ملکي ښاریانو ډېر وړاندې وو؛ چا خپلې وسلې په شورویانو چلولې، چا غورځولې، پښې سپکولې؛ څوک ان له خپلو وسلو سره لاړل، وتښتېدل!

   مېرمن ولسي شر، خیر وګاڼه، د خلکو په کوم ټېل ننوته، ځان غیب کړ!

   سویتلانې، نور و نه کتل، خپلې والګا ته ور وخته، سمرخېلو ته، د الف الف دفتر ته، په هوا، لاړه، والوته…

**

۱۳۵۹، د کب  ۱۲

   راغلل… راغلل…

   ځای، د چا خبره، و جولا نه و! غږ را ته، خو څوک نه ښکارېده.  ښار چې د خان پرون مازیګرني ٬راغلل، بند کړی و، هماغسې بند و.

   پیرې او ګزمې په ښار کې ښکته پورته کېدې. د ښار څلورو خواو ته د شپږو اوو کیلومترو په شعاع: جنوب کې د هډې د فارمونو تر آخره، شمال کې د بهسودو د پله تر شمالي څنډو، ختیځ، سمرخېلو، کې د څلوېښتم لښکر د شپږ شپېتمې مستقلې لوا د قوماندانۍ شا ته، د باریکاو له پله نه نیولې په لوېدیځ کې د سره رود له دوه لارې ښه وړاندې د چارباغ تر نهره، شمال لوېدیځ کې د درونټې تر تونله، حساسو ځایونو کې دولتي پوځي پوستې ځای په ځای شوې وې…

    د جلال آباد پولیسو، د ننګرهار د یوولسمې فرقې یو آتیایم موتوریزه پلي غونډ، د څلوېښتم لښکر پلې شپږشپتمې مستقلې لوا، دوه ویشتمې مستقلې کوماندویي لوا، د الف الف او خاد ځانګړو وسله والو او اطلاعاتي ډلګیو، دې ټولو، د پرون ٬راغلل، له ډاره کرۍ شپه په ویښه تېره کړې وه…

   افغانان له ٬راغلل، نه لا خبر نه وو، خو کریملین څه چې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند شپږ ویشتمه کنګره خبره وه…

   راغلل … راغلل …

د سویتلانې دسپرلۍ جیپ د تالاشۍ څلورلارې کې ولاړ و. سویتلانه څکه شوه، په راغلل باندې یې د کوم ټیپ شوي غږ فکر وکړ، ٬دا د سپي زامن!،

   سویتلانې د ۱۱۱–  الفا ډوله مخابرې غوږي ته لاس ور وړ، ٬دا مورکوسي اشرار!، سویتلانې زېری ورکړ، ٬جنرال صیب، د دروغو غږ  و.،

   د دروغو؟

   هو! جنرال صیب!

   دا څنګه؟

   سویتلانه موسکۍ شوه، ٬غږ، جنرال صیب! مخکې له مخکې ټایپ شوی. ټایپ ریکارډر، ښکاري، د کوم تړلي دوکان د وره په خوله کې، د ننه، ایښودل شوی.، د جنرال دوبراشین لاړې تېرې شوې، ٬ښه، ښه!،

   د دوبراشین د سرو چکو وروځو تر منځ دوه ګونځې لاړې اواړې شوې.

   سویتلانې بل سپیناوی وکړ، ٬سمه د کونړ د اسمار پروسږنه توطیه ده، جنرال صیب.،

   ښه، ښه!

   سویتلانې جنرال ته د اسمار کیسه را ونیوه، ٬بسمه چیانو ــ اشرارو ــ د وزانو په غاړو کې واړه آډیو ټایپونه، جنرال صیب اچولي وو. اورې جنرال  صیب؟،

   هو ملګرې سویتلانې! هو، هو! وایه، وایه! ښه دې اورم!

   د الله اکبر کسټې یې پکې لګولې وې!

   جنرال اریان پاتې شو، ٬زوی دې لوی شه! ښه، ښه، وایه!،

   جنرال صیب! وزان چې څومره د څلوېښتم لښکر شپږ اویایم کوماندویي غونډ ته ور نژدې کېدل، د الله اکبر چېغې لا پسې جیګدلې.

   اهه.

   د غنډ توپچي ځواک، جنرال صیب، د غره ډډه، ختیځه خوا، خوله کې نیولې وه، خو اشرارو له مقابل لوري یرغل وکړ، غنډ ته، جنرال صیب، سخته مرګ ژوبله ور واوښته!

   د دوبراشین خوله خلاصه پاتې شوه! سویتلانې په جنرال غږ وکړ، ٬جنرال صیب، پوی مې کړئ؟،

   پوی شوم ملګرې، ښه پوی شوم! غټه دسیسه وه ملګرې.

   دوبراشین د اسمار ډار، ته به وایې، څنډ واهه، سر ته ټکان ورکړ، ٬ملګرې اورې مې؟،

   هو جنرال صیب، ښه دې اورم!

   ملګرې پوهېږې چې د شوراګانو  د ستر هیواد د عزت سوال دی!،

   سویتلانې په ډاډه زړه ځواب ورکړ، ٬پوهېږم جنرال صیب، ډاډه اوسه!،

**

   د سویتلانې د سپرلۍ جیپ مخ قبلې ته د قصابانو د دوکانونو په لور وخوځېد، ډېر نه و تللی چې غږ  جیګ شو، ٬راغلل!،

   جیپ ودرېد، له درېدو سره د جیپ شا ته محاربوي ماشین، ورپسې٬ شپېته –  پي بي، زره پوش، د شپږ شپېتمې مستقلې لوا د پینځه څلوېښتم ځانګړي پیاده کنډک سرتېرو او د مېګا – ۱۱ ځانګړو کوماندویانو د سپرلۍ کله فیل ګاډي یو په بل پسې ودرېدل.

   سویتلانه، په نه زړه، ښي لاس ته، د کیمیاوي سرې دوکان، ته ورتاوه شوه، ودرېده، په سوچ کې شوه.

   بل غږ پورته شو، ٬کازیمیر!، د سویتلانې رنګ له کازیمیر سره وتښتېد، په شا را وګرځېده. سیاسي معاون ونسنټ ور وړاندې شو، سویتلانې ته خبره کوله، خو بل غږ وشو،٬ګلالۍ!،  سویتلانه، له کازیمیر نه ګلالۍ ډېره وارخطا کړه، ٬ دا سپي اشرار!،

   ونسنټ سویتلانې غاټول ته نه وېوړه نه راوړه، ٬د انقلابي اشرارو ډالۍ!،

**

   دوکان مېګا ــ ۱۱ کوماندویانو له واره کلابند کړ، د سویتلانې له خولې، په آډیو ټیپ پسې شول. کوماندویانو د دوکان ورونه مات کړل، ورننوتل.

   د ۵۴۰ –  ماډل آډیو ټایپ اتومات، د میوزیک د کوم کسټ له خلاصېدوسره، پرون څه وخت، کار نه دی کړی، آډیوټایپ لګېدلی پاتې. وروستی غږونه ــ راغلل، کازیمیر او ګلالۍ ــ د سویتلانې له آنده، ګواکې د کسټ وروستي غږونه وو.

   ونسنټ سویتلانه نوره هم وزوروله، ٬اشرار کسټ!،

   سویتلانې کسټ د خپل پړانګي جمپر د کیڼې خوا په پاسني جېب کې کېښود. ونسنټ مخکې شو، ټایپ سویتلانې ته ونیو، ٬اشرار ټایپ!، ونسنټ د ټایپ په نامه ګوته کېښوده، ٬نشنل پناسونیک!، ونسنټ وښود ټایپ، کړل سویتلانې ته، ٬جاپانی امپریالیستي ټایپ!،

   سویتلانې نور و نه کتل، له امپریالیستي ټیپ او اشرار کسټ سره، په بیړه د کیمیاوي سرې له دوکان نه را ښکته شوه، خپلې مخابرې ته ورغله، دوبراشین ته یې د اشرارو د نیولو زیری ورکړ…

**

   د شوروي اتحاد لوی سیاسي استازي سفیر احمدوف، لوی پوځي سلاکار ستر جنرال باریسلاو، الف الف والا دوبراشین، خادیستان –  ډاکتر نجیب او باریس – او افغان لومړی وزیر خو پرېده، کریملین لا د جلال آباد د ښار د تالاشۍ د څلور لارې له بریالیو پوځي ــ استخباراتي عملیاتو خبر شول!

   ایله چې ستالیني کمیسار اوستینوف، د کا جې بې مشر او شوروي مشر لیونید بریژنف د آرام ساه وایستله!

**

   اضطراري حالت پای ته رسېده، سویتلانې له خپل ځانګړي کوماندویي ځواک سره د سمرخېلو لار ونیوه، لاړه. د ګزمې پاتې پلې میکانیزه ځواکونه له ښاره په وتو کې وو.

   د کیمیاوي سرې د دوکان مخې ته، د یو آتیایم غونډ د ٬شپېته ــ پي بي، زره پوش له را رسېدو سره، له ایښي تخت لاندې، د ٬راغلل، غږ بیا جیګ شو.

له غږ سره په تخت باندې پروت ترپال وښورېد. د زره پوش درنې ماشینګڼې ترپال له اور لاندې ونیو. ترپال غلبېل غلبېل شو. زره پوش د تخت له برید نه تېر شو، ودرېد. خان د زره پوش له درېدو سره سم، ترپ وهل، د سترګو په رپ کې د سړک جنوبي خوا ته واوښت، د ولاړې ریړې شا ته ټوغ شو…

   له اوښتو سره، د وړو د منډه یې له خوا نه، لنډ په لنډو، د را روان ٬بردم ـ دوه، زره پوش پیکا ماشینګڼ رېړه له اور لاندې ونیوه. رېړه ټوټه ټوټه شوه، خو خان په لږڅه کې بچ شو، د توپ غونډۍ په تنګه کوڅه ور ننوت…

**

   راغلل!

   ورپسې بل غږ، ٬شورویان راغلل!،

   له راغلل سره د کوڅې په کیڼه خوا کې د پینځم انګړه ور خلاص شو، اعظم خان او  شهاب خان را ووتل، ګوري چې خان دی؛ خان ور ننوت!

   د ښار له خوا نه د درنو ماشینګڼو باټونه وچلېدل. له باټونو سره د کوڅې د کورونو له بامونو نه د ٬الله اکبر، غږونه پورته شول!

   د ښار له ټولې جنوبي برخې نه تر جوی هفته پورې د ٬الله اکبر، غږونو ځمکه آسمان په سر ونیول؛ له دې سره د ښار له منځنۍ برخې نه هم د ٬الله اکبر، چېغې را پورته شوې! تا به ویل، له خلکو نه په پروني تش شوي ښار کې، خلک را شنه شول!

   د ٬الله اکبر، چېغې په شمال کې د بهسودو تر پله پورې وغزېدې! د ښار د ختیځ په شپږ کیلومترۍ، سمر خیلو کې، د څلوېښتم لښکر د شپږ شپېتمې مستقلې لوا او الف الف کومندانۍ په ٬الله اکبر، کې ډوبې شوې.

   خان د ٬الله اکبر، غږونو د سربدالۍ له خوبه را ویښ کړ، د خور نور بي بي د کور بام ته ور جیګ شو، خو ده په الله اکبر پسې بل غږ کاوه، ٬شورویانو زموږ عزت لوټ کړ!،

   سویتلانه مخابرې ته ناسته وه، خو خبرې یې په کابل کې جنرال ښې نه اورېدې؛ دوبراشین، کتل د خپل کار په مېز باندې د بریژنف ایښي عکس ته، اورېدلې يې له جلال آباده په ټیلفون کې درنې ډزې، ٬شورویان راغلل، ٬الله اکبر، ٬شورویانو زموږ عزت لوټ کړ،…

   د څلوېښتم لښکر د شپږ شپېتمې مستقلې لوا سیاسي مرستیال  ډګروال آدریان د لوا د کشف دکنډک د سیاسی معاون، تورن ونسنټ، نوی شفري تلګرام لاسلیک کړ…

  وخت دومره نه و تېرشوی چې مسکو د خان له ډله ییز غبرګون نه خبر شو…

**

۸

۱۳۵۹، د کب  ۱۵/۱۴ (شپه)

   نور بي بي لورخاټولۍ ته کړل، ٬پینځه غرانه بلا پسې، ګولۍ را کیي.، خاټولۍ موسکۍ شوه، ٬د ملاریا ډانکتر، مورې، ښه سړی دی.،

   لورې ګاونډی دی، آخر!

   مورې ورشم؟

   نور بي بي و پسېده، ٬ورشه، خو چې ګولۍ ګوره ټولې په یوه وار وخورې!،

   خورم یې مورې!

   مور خوله د لور غوږ ته ور وړه، ٬چې ارمونی دې ولوېږي!، خاټولۍ کتل له شرمه ځمکې ته، پسېدله مور ته، ٬و به لوېږي؟،

   هو لورې، هو؛ خو چې ګولۍ ټولې په یوه وار وخورې!،

   خاټولې لا هم کتل ځمکې ته، کړل مور ته، ٬نه به یې خورم لا؟،

   مور وړاندې شوه، لور آخوا دې خوا موچې کړه، ٬پېغلتوب دې لورې لاړ، د تره، اسلم خان، بې پښتو زوی، هغه ماشیني ظابط توپان ورژاوه، واده یې هم نکړې؛ چې اوس دې لورې د ارموني بچي له شرمه خلاصه شې!،

**

   د ملاریا ډاکتر په کراره خاټولۍ ته کړل، ٬بچی چې ګولۍ ګوره په یوه وار و نه خورې!

خاټولۍ ته د مور خبره ٬ګولۍ ټولې په یوه وار وخورې، مخـــې ته ودرېده، ٬ښه ډانکتر صیب.،

   بچی، ډېر پام کوه!

   ډاکتر صیب، ارو مرو!

   ډاکتر خبره شرط او شرعي کړه، ٬مړه به دې کي، ګوره!،

   خاټولۍ ام کړل، ٬پیېږم ډانکتر صیب.،

   خاټولۍ کتل ډاکټر ته، کړل پخپل زړه کې ځان ته، ٬چې خدای مې د تره د زوی بریدمن توپان ارمونی له خېټې وغورځیي!،

د ملاریا ډاکتر د ښي لاس خپړه، له شفقته، د خاټولۍ په سر کېښوده، ٬اوله ورځ څلورګولۍ، بیا دوه دوه، له شیدو سره ګوره!،

   د ملاریا سپین ږیري ډاکترـ نه د خاټولۍ د وینې معاینات په منځ کې و، نه تبه، د نور بي بي د پینځو غرانو خبره به وه – لاس کړ، د ګولیو ډکه زېړه کاغذي خلته خاټولۍ ته ونیوه. خاټولۍ د ملاریا د ډاکتر له کوره خوشاله راووته.

**

   تېر ماښام و، خاټولۍ د خپل انګړه ور لا نه و خلاص کړی چې ډګري، تا به ویل، له آسمانه راښکته شو، د کلاشینکوف میل ور ته ونیو، وډونګېد؛ د خاټولۍ سپینې وتښتېدې، د ملاریا د ګولیو خلته، پویه هم نشوه، ترې ولوېده، بې نه او نو، له ډګري سره وخوځېده.

   خاټولۍ دوی ډېر ژرجوی هفت ته ورسېدل. ډګري لار چپ کړه، درېیمه نه، څلورمه کوڅه ونیوله.

   ډګری مخکې غاټولۍ ور پسې، د غوچک په خوړ واوښتل، ډېر ژر د چارباغ په کلي ور ننوتل.

   خاټولۍ لکه د ماتې هوسۍ په نا بللي مېړه ډګرخان، پسې روانه وه. په دې شپږ اوه کیلومتره لار کې یې سڼ کدرې له خولې ونه وت! تر کوز سلطانپور پورې، شپږ کیلومتره نوره لار هم په چوپه خوله مزله ووهل شوه. یوازې خاټولۍ نه، ډګري هم غږ و غوږ ونکړ. لاس خو پرېده چې د پټو پیڅکه یې لا په خاټولۍ و نه لګېده!

  تربره ډګري تېر ماخستن و چې خاټولۍ په سیدانو کې له خپلې خور، سلطانې، کره ننیسته. ځمکې ډګري ته ځای نه ورکاوه؛ په سبا یې، په رڼا ورځ، خاټولۍ له ماښام سره د سپین غره لمنې، برې کلا، ته ورسوله…

**

   ډګرخان په خاټولۍ باندې د ٬غږ، په یوه او بیا یې د ٬راتښتولو، په دې بل بد، سترګې پټې، غوږونه کاڼه، خو شرعې ــ نکاح ــ ته سر ټیټ کړ.

  د ډګري د ملګري، زرخان، پلار د کوزې کلا ملا شمکی، ملا شمس الرحمن، تېر ماخستن، په ننواتو راوست.

ملا شمکي د زرخان مېنه کې، د خاټولۍ او ډګرخان، هسې د منډې رواجي نکاح ــ خاټولۍ له سره خبره هم نشوه ــ وتړله…

**

   تېر ماخستن و، ډګری کوټې ته ننوت، کلاشینکوف یې دېواله ته ودروله، د خاټولۍ توشکې ته ورغی. د خاټولۍ زړه بوټ ووت.

   ډګرخان په توشکه کېناست؛ خاټولۍ، له ډار او شرمه، په خپل ځان ور ټوله شوه. چې د زور مېړه ډګرخان ور وڅښېد، خاټولۍ سمه په موټي کې ځای شوه! چې ډګری نور هم ور وڅښېد، خاټولۍ، لکه منډې ته چې ځان جوړوي، په دوه پښو کېناسته! چې ډګري پوړني ته لاس ور وړ خاټولۍ سل زړونه یو کړ، خوله وښوروله، ٬مه!،

  له مه سره ډګرخان سم ټکان وخوړ، خو بیا هم وړاندې شو، د ښي لاس خپړه د خاټولۍ په کیڼه اوږه کېښوده. خپړه، خبره شوه، غیبي بهانه شوه، د خاټولۍ له خولې را ووته، ٬کالي مې دي!، ډګرخان بړچ وواهه، ٬کالي؟، خاټولۍ څه و نه ویل. ډګری له ځان سره و ډونګېده، ٬خاټولۍ – کالي هسې خبره ده – شرمېږي!،

   ډګرخان ور وړاندې شو، خاټولۍ له ډاره، نوره هم، په خپل ځان ور ټوله شوه، ٬مه! وایم!،

   ډګري، د خاټولۍ له خولې، د هغې میاشتنۍ ښځینه ناروغۍ ته و نه کتل، ودرېد، کلاشینکوف له قیده وایستله، د میل خوله، د شا له خوا نه، د خاټولۍ ککرې ته برابره کړه…

   ډګري، چې خاټولۍ له ډاره، په ځان ټوغه شوه، کلاشینکوف د کټ بازو ته ودروله، خاټولۍ ته ور وړاندې شو…

   خاټولۍ نوره د مقاومت په کور کې نه وه، ځان یې د خپل ٬نه پېغلتوب، مرګوني سرنوشت ته سپارلی و!

   ډګرخان کورواله ته په برابرېدو کې و چې له کلا نه د باندې د څلوېښتم لښکر د برګو چورلکو ناتار ګډ شو…

۲

**

۹

۱۳۵۹، د کب  ۱۵

   ملاآذان و، خو خلک، د ملا آذان نه، د چورلکو کڼوونکي غورهاري له خوبه را پاڅول.

   د سره پوځ د څلوېښتم لښکر پینځه دېرشمې لوا پراشوت وغورځول. څه نا څه پینځه لس مربع کیلومتر سیمه کلابندشوه. له دې سره د شپږ شپېتمې مستقلې لوا پینځه څلوېښتم ځانګړی پیاده ځواک سیمې ته بل ورننوت…

**

۱۳۵۹، د کب  ۱۵

   بره کلا له شمال او لمرخاته، دواړو، خواو ٬ټي دوه شپېته، ټانکونو وویشته، بازوګان دواړه ولوېدل، خو د کلا لوی ور لا د کلا د لمرخاته بازو په منځ کې، ولاړ پاتې و.

   لمر خاته ته پرته کوټه د کلا د شمالي بازو له لوېدو سره ولګېده اور یې واخیست، ولوېده.

   د زرخان سپین ږیری پلار، مور، درې سره ماشومان او مېرمن له کوټې نه له وتو سره سم له کلا نه د باندې د ولاړ ټانک دشهکې وویشتل. منځوۍ کوټې هم، د هاوان په ګولیو ولګېده، اور واخیست، ولوېده. ډګرخان له خاټولۍ سره په همدې کوټه کې پټ و.

   چې کلا سمه کنډر شوه،  د الف الف مېګا – ۱۱ کوماندویان، د خان د نیولو لپاره، په کلا ورننوتل. کلا ته له ور ننوتو سره د زرخان او ډګري کلاشینکوفونه وډزېدل، نهه واړه کوماندویان ولګېدل، ولوېدل.

   شمال ته ولاړ ټانک، کلا بیا هم له اور لاندې ونیوه. د  دشهکې درنو باټونو او د توپ یوه ډز د زرخان او ډګرخان کلاشینکوفې غلي کړې. د دشکې باټ د زرخان ټټر ته برابر شو، ولګېد، بڼکې بڼکې شو!

   ډګرخان چالاکي وکړه، خاټول په ځان پسې راښکوده، د برې کوټې او منځنۍ کوټې د ګډ لوېدلي دېوال له لارې برې کوټې ته شول، سم په خان ورغلل. د خاټولۍ خو د ښي لاس خپړه سمه د خان په مخ لا ورغله؛ خپړه په خان پسته ولګېده؛ خان سم پوی شو. خاټولۍ ټکان وخوړ لا! دوړو او لوګي تورتم جوړ کړی و، کنې خان او خاټول به سره لیدلي وای…

**

   خون مې دربښلی!

   خان ٬خون بښلو، او اشنا غږ ته اریان پاتې شو!

   ډګرخان ټوغ ناست و، ټیټې سترګې خاټولۍ ته ور کوږ شو، ٬دا په کومه ښه کې؟،

   خان د ډګرخان خبره سمه واورېده، له ځان سره یې تکرار لا کړه، ٬دا په کومه ښه کې! عجب!،

   خاټولۍ خپله خبره وغزوله، ٬که دې یو ډز وویشتم!، خان د مېرمنې اشنا غږ بیا هم ځای ته را نه وست.

   ډګرخان له سترګو لاندې خاټولۍ ته ور وکتل، ښی لاس یې ور وغزاوه، خو بېرته یې را ټول کړ. خاټولۍ بله خبره وکړه، ٬چې د سرو لاس ته ور نشم!، ډګرخان خبره کوله چې بل ډز وشو، د توپ ګولۍ د کلا په جنوبي دېواله ولګېده، ووتله. د کلا بازو سوری شو، خو و نه لوېد، د وتلو لار نه وه.

   ډګرخان په کراره خاټولۍ ته کړل، ٬چې سر مې ترڅو په تن کې یي،…

   خاټولۍ د ډګرخان خبره ونیوه، ٬خو که سر دې،… پاتې خبر، یانې که سر دې وخوړ، د خاټولۍخولې ته رانغله. ډګرخان د خاټولۍ په خبره پوی شو، ٬لېونۍ، خدای بیا هم لوی دی!،

   خان د خاټول په خبرو نور هم شکمن شو، وپسېد، ٬سم مې د خور نور بي بي غږ دی!، د خان فکر نښه و نه ویشته، و ډونګېد، ٬هغوی خو په کوزه کلا کې دي.،

   د خان د کوټې نیمایي چت هم د هاوان ګولیو را وغورځاوه. خان د چت له لوېدوسره، ځان د کوټې او کلا ګډ دېواله، مخ قبلې لوری، ته کړ، د کوټې د منځ غټه ستن او د کوټې د چت لاړي همدې دېواله ته تکیه شول، د قایمې زاویې یوه مثلثي خالیګاه جوړه شوه؛ خان په همدې مثلث کې د مات کټ لاندې ننوت…

   د چټک غبرګون کوماندویانو بله ترپله وکړه، درې تنو شوروي سرتېرو د سترګو په رپ کې ځانونه د کلا د شمالي بازو د را لوېدلو پرکنډونو له سره د کلا منځ ته را وغورځول، ډګري بل باټ وچلاوه، درې واړه ولګېدل، ولوېدل.

   شورویانو کوټه نوره هم وویشتله، پاتې نیمایي کوټه هم په کېناستو کې وه. ډګري او خاټول، دواړو، ځانونه د کوټې برې خوا، د خان مثلث، ته کړل.

   دوړې کېناستې، د جګړن ساشا تېرې سترګې، د کلا د لوېدلي شمالي دېواله د پخڅې د یوه پڼد پرکنډ له شا نه، په مثلث کې نښتې وې. خاټولۍ جګړن ولید، ډګرخان ته یې په اشاره ور وښود.

  خاټولۍ بیا هم ډګرخان ته زارۍ وکړې، ٬د راتښتولو بد به دې وبښم، که دې یو ډز وویشتم.، د خان خوله خلاصه پاتې شوه، ٬راتښتولې یې ده! توبه، توبه!،

  ډګرخان شونډې وچیچلې، ٬که لاس خو مې یو وار د هغو مړو کاپرو ملابندونو ته ور ورسېده!،

   ډګرخان له لاسۍ بمونو او شاجورونو نه د وژل شویو سرتېرو ډک، ډک ملابندونه ښودل.

   جګړن ساشا د ننه کلا ته د ترپلې هوډ وکړ، غاټول ورکتل، پویه شوه، ډګرخان ته وپسېده، ډګرخان لاس کړ، لاسي بم ور وغورځاوه: د بم ورغورځول، د پرکنډونو له پاسه کلا منځ ته د ساشا دوی ترپله؛ په ځمکه، خو له کلا نه بهر د بم چاودېدل؛ ځمکې ته، خو د کلا د ننه، د ساشا دوی را اوښتل، ټول په یوه وخت کې سر ته ورسېدل: د ساشا او ورسره څلورو کوماندو سرتېرو طالع ویښې وې، بچ شول…

**

   ډګرخان د خپل تش کلاشینکوف کونداغ د شا له خوا نه، د سرتېري، سانیا، په سر وار بې واره وواهه، سانیا پړمخې ولوېد، ډګرخان لاس ور وړ، خو د سانیا ډک کلاشینکوف ــ خاټولۍ یې په شا پورې تړلې وه، ښه ټوغیدی نشو ــ لاس ته ورنغی.

   ډګری را وګرځېد، جګړن ته غېږ ورکړه، څۍ ملاوه، جګړن د لاندې، ډګرخان پرې له پاسه، په ډګرخان پورې تړلې خاټولۍ له پاسه! د ډګرخان سر د ساشا په تندي، د خاټولۍ تندی د ډګرخان په کوپړۍ سخت سخت سره ولګېدل…

   ډګري خاټولۍ په شا پورې هومره کلکه نه وه تړلې؛ د څادر غوټه هومره کلکه نه وه، خو د خاټولۍ بخت کوټه دلته هم و چې ډګرخان له جګړن ساشا سره غاړه غړۍ و، د څادر غوټه د ډګرخان او ساشا تر منځ ګير وه، د خاټولۍ لاسونه غوټې ته نه ور برابرېدل! له ډګرخان نه د جګړن را تاوو شوو لاسونو هم د خاټولۍ لاسونه غوټې ته نه ور پرېښودل.

   خاټولۍ بیا هم ډګري ته کړل، ٬نکاح ښکلې ښځه دې شوم آخر، خوشې مې کړه چې د دې ګوره ګي دښمن مور بوره کړم!،

   غټې غټې اوښکې د خاټولۍ په مخ راغلې، ٬خوني دښمن دې څوک و، چې په کمین کې درته ناست و؟،

   خاټولۍ ته د تره زوی، بریدمن توپان، مخې ته ودرېد، ٬زما د عزت قاتل؟،

   خان بیاهم د نجلۍ خبره واورېده، په سو چ کې شو، ٬د عزت قاتل؟، د خان په فکر کې، د عزت له قاتل سره، بله تېره شوه، ٬چې شورویانو بیا د مېرمنو په عزت تېری کړی، څه بلا؟،

   خاټولۍ ته د مرګ په دې شېبه کې خپل تره مخې ته ودرېد، ٬هغه بې غیرته تره!،

   خان، له بې غیرته تره سره سم، ټکان وخوړ!

   هغه بې پښتو جګړن!

   خان ته د خاټولۍ له ٬جګړن، سره، ګوره د خپلې خورزې، خاټولۍ، تره مخې ته ودرېد، ٬هغه جګړن اسلم خان توپان خو به نه ښیي؟،

   خو کابل ته څو میاشتې وړاندې، د خاټولۍ تګ، خاټولۍ او بریدمن توپان بیا هم د خان له فکره وایستل…

**

   سویتلانې له کلا نه د باندې، د خان د نیولو شېبې شمارلې…

   افغان کولتوري سلاکار، لومړی بریدمن ټکرخان، له خپل ٬بردم دوه، زره پوش نه د باندې، لږ وړاندې کيڼې خوا ته، د غټې پولې لاندې د الف الف له درې مېګا –  ۱۱ کوماندویانو سره مورچل نیولې وه.

   ټکرخان له سویتلانې سره په بېسیم کې غږېده، د سترګو لیدلی حال یې، شېبه په شېبه، سویتلانې ته مخابره کاوه.

**

   ډلګۍ مشر سامویل له ډګري نه د خاټولۍ د را بېلولو هڅه وکړه، خو ټکنی شو، په شا لاړ! دلته په جګړن ډېره سخته تېرېده، ډګری له مرۍ نه نیولی و.

   خاټولۍ هم نه کتل، په جګړن شوکارې لګولې؛ یو ځل یې د جګړن د ښي لاس غټه ګوته خولې ته برابره شوه، له ساشا نه یې کړیکې وایستلې. ساشا آخر په سامویل وغوړمبېد، خو سامویل لا هم په یوه دوه کې پاتې و، ٬د جګړن پوځي درس ورکړم: اشرار و ډزوم؛ که د سویتلانې د عبرت سیاسي درس: اشرارې ته لاس ور وړم؟،

   چې جګړن بیا هم وغوړمبېد، سامویل نور و نه کتل، د عبرت سیاسی درس ته شو، د خاټولۍ پوړني ته ټک ور کړ، خو پوړنی د خاټولۍ په غاړه کې تاو را تاو و، را خلاص نشو. سامویل پوړنی پرېښود، د کلاشینکوف په برچه د خاټولۍ له ملا نه د ډګري را تاو څادر پرې کړ، د سویتلانې درس یې عملي کړ، غېږه یې ورته کړه، خاټولۍ یې له ډګري نه رابېله کړه؛ چې ډګري، خاټولۍ ته د سامویل د لاس له ور وړلو سره، څومره ورانه کړیکه وکړه! د سامویل انګېرنه رښتیا شوه، ډګري جګړن پرېښود، په خاټولۍ پسې راجیګېده، خو بل روسي سرتېري را جیګېدو ته پرېنښود، د شا له خوا نه يې د کلاشینکوف په کونداغونو کلک کلک وواهه. جګړن آخر د ډګري له منګولو را خلاص شو.

   ډګري ته په دې سخته شېبه کې، له ده سره خپل وران ورو– رد افغان پوځ کولتوري سلاکار– مخې ته ودرېد، ٬چې هغه دسپي،…

   ډګري، پلار ته له درنښته، د سپي – د سپي په بچي–  خوله ونیوه، ٬چې هغه سپی کمونس ورور مې نه یي!،

   ډګری وډار شو، ٬چې هغه مولخیدورور مې په دې بد حال و نه ويني!،

**

   پړانګ یم، پړانګ یم!

   سویتلانې د جګړن ساشا آواز ښه وا نه ورېد. ساشا بیا هم ځان ور و پېژاند، ٬ملګرې شاهین! پړانګ یم، پړنګ!،

   سویتلانې د پړانګ خبره واورېده، ٬شاهین یم! شاهین یم! ملګری پړانګ غږ دې اورم، وایه!،

   خان ونیول شو!

   شاهین سویتلانې کړیکه وکړه، ٬درغلم!،

**

   خاټولۍ د سویتلانې له لیدو سره ټکان وخوړ، ٬ښځه منصبداره!، ساه په خاټولۍ کې وچلېده، ٬پرښته مې خدای پاک د خلاصي لپاره را ولېږله!، د خاټولۍ ستونی له خوشالۍ نه ډک، زړه وران شو، ٬د ډګر خان لپاره هم لمن ورته نیسم!،

   خاټولۍ دا روسۍ سویتلانه د خپل تره له زوی، بریدمن توپان، سره پرتله کړه، ٬بلا یې وایم ترې ښه ده!،

**

    جګړن ساشا د ډګري وېښتان د ښي لاس په خپړه کې موټی کړل، ٬نوم دې!، جګړن وخندل، ٬خان؟، جګړن د خان د الف په ټکي زور واچاوه. ډګري له ډېرې کینې نه د جګړن خبره تکرار کړه، ٬هو خان!،

   جګړن په جیګ آواز وخندل، ٬لاس ته راغلې آخر!، ډګري په بد وضعیت جګړن ته کړل، ٬خبره دې کوه! دسره کاپر بچیه!،

   افغان کولتوري سلاکار، ټکرخان، د ډګري شا ته ولاړ و، ژباړه کوله، د ډګري له ٬سره کاپر، سره و ډونګېد، ٬زما اشرار ورور به هم سور کاپر ډېر یاداوه!، کولتوري سلاکار په سوچ کې شو، ٬چې همدا سپی نه یي؟،

   کولتوري سلاکار خو یو ځل د ډګري مخې ته، د هغه د لیدو او پېژندو لپاره نه – ساشا له ږيرې نیولی و، غږ یې ښه نه ورته – ور تاو هم شو، پوښتنه یې ترې وکړه، خو اشرار ډګری، له ډېرې کینې نه، سلاکار ته پورته و نه کتل، ٬اوس به تا کمونس سپي ته ځواب درکوم؟،

   کولتوري سلاکار ته د ډګري غږ آشنا ښکارېده، خو ډېر وخت یې نه و لیدلی، په اوږده ږیره او اوږدو څڼو یې تېروت، د خپل ورور، ډګري، ګومان یې پرې و نکړ! کولتوري سلاکار، د ډګري شامت د ښو و، یا بدو، له کمونس سره بېرته د ډګري شا ته ور تاو شو، لغته یې ورکړه، ٬د امپریالیست بچیه!،

   ډګري سر ته ټکان ورکړ، د وېښتانو کوده د جګړن په لاس کې پاتې شوه، جګړن لومړی وېښتانو، بیا ډګري ته ور وکتل؛ آریان شو؛ د وېښتانو کوده یې د ‌ډګري په مخ ور وویشتله. ډګري جګړن ته په بد وضعیت ور وکتل، ٬سورکاپره!، ډګري له ډېره تاوه د کاپر د ٬پ، او ٬ر، تورو ته ښه زور ورکړ، ٬لاس ته درغلم!،

   کولتوري سلاکار ټکرخان اشرار ډګرخان ته په پښتو کې کړل، ٬اشراره! اوس به دې جوړ کي!،

   خاټولۍ څو ګامه وړاندې، د ډګري ښي لاس ته، په ناسته، د توت د نیالګي په ډډ پورې، پخپل پوړني، کلکه پلکه تړلې وه؛ د ډګري نیول، وهل، ټکول، دا ټول په رڼو سترګو لیدل. په ډګري باندې یې د جګړن ساشا او سلاکار له دې دومره زور زیاتۍ سره سره، بیاهم د ژغورنې پرښتې، سویتلانې، ته خوله خلاصه نکړه؛ له ځان سره و ډونګېده، ٬نر پسه دی د حلالې لپاره!،

**

   ډګری د کلا په منځ منځ کې، له لاس او پښو نه تړلی، سوټ بوټ ناست و. سویتلانه ورته مخې ته ولاړه وه؛ کولتوري سلاکار، لګیاو، ژباړه کوله؛ جګړن به لا غوږ ژباړې ته نیولی و، خو سویتلانه به له جګړن نه وړاندې د ډګري په خبرو پویه شوه؛ مسکۍ به شوه.

   ټکرخان –  د ډګري خبره کمونس –  لا هم د اشرار ډګري شا ته ولاړ و، لا یې هم د اشرار په مخ سترګې نه وې لګېدلې.

   جګړن ساشا به له اشرار ډګري نه تاوېده، راتاوېده، لغته، سوک، څپېړه، پوښتنه… خو سویتلانې په اشرار ډګري کې سترګې ګنډلې وې، ٬خان دولس کلن نه دی!،

   سویتلانه، خادیستانو ته، له غوصې نه خولې خولې شوه، ٬د عمر، لږ تر لږه، شپږ کاله توپیر!،

   سویتلانې په خان –  ډګري – کې سترګې وګنډلې، و ډونګېده، ٬ببرې څڼې؛ د  یاغي بسمه چي[9] کولتورغټه نښه!، سویتلانې ام کړل، ٬دا غنمین رنګونه، د مخ دا غټې کاسې، دا غټې سترګې!، سویتلانې شونډې وچیچلې، ٬په سر سر یې داسې ووهه چې بیا یې له سره جیګ نکړي! اصلي اشرار چې دي، همدغه د سپی بچي دي!،

   سویتلانې لاس کړ، په ښۍ خوا کې یې د خان، ډګرخان، لوېدلی وړین پکول را پورته کړ؛ وایې ړاوه، را وایې ړاوه، بېرته یې وغورځاوه.

   ډګري جګړن ساشا ته بله کنځا وکړه، ٬نه سړیه!،

   جګړن، ژباړن ټکرخان ته ور وکتل؛ ژباړن د ډګرخان ٬نه سړيه، په خره وژباړله، ٬خره!، سویتلانه ژباړې ته مسکۍ شوه.

   جګړن بیاهم د ډګرخان د سر وېښتان موټی کړل، په خپل ټول زور یې ټک ورکړ؛ د ډګرخان اوښکې، له ډېره درده، په سترګو کې ډنډ شوې، ٬مړ زمری،…

   د سویتلانې غوږونه، د ډګرخان له مړه زمري، سره څک شول، یو ګام ور نژدې شوه.  ډګرخان له ٬مړه زمري، سره، خپلې تړلې خپړې په خپله سینه ووهلې، ځان یې وښود، ٬له تا غوندې،… ډګرخان له ٬تاغوندې، سره، خپلې تړلې خپړې جګړن ته کړې، ٬ژوندي ګیدړ نه ډېر ښه دی!،

   سویتلانه، مرګ ته د ډګري دوه لاسي سلام سمه و ډاره کړه، په شا لاړه، خو افغان کولتوري سلاکار، ټکرخان، ته یو وار نسوار لا ښکاره نشو، و ډونګېد، ٬د غیرتي بچیه!،

   سویتلانه نېغه شوه، ٬ما خو ویل،… د سویتلانې سر جیګ بیا ټیټ شو، ٬سي. آی. اې!، جګړن د سویتلانې ٬سي. آی. اې، ته اریان پاتې شو. سویتلانې د جګړن پام، د ډګري شنه بخونه ډبل مښلي امریکایي جمپر، ته ور واړاوه، ور وړاندې شوه، د خپلې مکروف تومانچې خوله یې په کراره کراره د جمپر پاسني کیڼ جب ته ور وړه، په خپله کیڼه خوا جګړن ته ورتاوه شوه، په تور رنګ باندې یې د جب د پټې په سر لیکل شوی امریکایي پوځ ور وښود، خو جګړن په امپریالیستي ژبه نه پوهېده؛ سویتلانې ورته په روسۍ وژباړه.

   ډګرخان د جګړن ساشا او سویتلانې خبرې خرابې کړې، ٬بې پښتو!، کولتوري سلاکار نه وېوړه نه راوړه، ٬د پښتو بچیه!، کولتوري سلاکار، له ډېرې کینې نه، د بچیه د ٬چ، په توري زور واچاوه.

   ډګرخان، د ټکرخان له ٬بچیه، سره، خپلې تړلې خپړې ونیوې خاټولۍ ته، کړل یې، د ده شا ته ولاړ، کولتوري سلاکار ته، ٬له خدایه مرګ وغواړه!،

   کولتوري سلاکار د ډګرخان اشرار په مطلب سم پوی شو، ٬هغه کونۍ اشراره دې را ته ښیې!، سویتلانه د کولتوري سلاکار د ٬کونۍ، دې دومره لواړې خبرې ته په خپل ځان ور ټوله شوه، خو کولتوري سلاکار یې په ځان پوی نکړ.

   ډګري، د سلاکار له ٬کونۍ، سره، دومره سخته کړیکه وکړه چې د ماتې پوزې، کنډو کپر سر، کړم کړم شونډو وینې یې لاړې باد باد شوې.

   د ډګري له کړیکې سره، د سویتلانې د ښي لاس خپړه، له تومانچې سره، خولې ته لاړه، ٬بوژه موی[10]،!

   ساه له سویتلانې نه ووته، ٬چې د سپي بچی مړ نشي!، جګړن په شا لاړ. هلته خاټولۍ بیاهم و ډونګېده، ٬نر پسه دی د حلالې لپاره!،

    چې سویتلانه د ډګرخان دې دومره کینې ته څومره اریانه پاتې شوه، ٬خانان، رښتیاده چې وایی، تیږه آسمان ته غورځيي، سر ورته نیسي!،

   سویتلانې دواړه خانان –  دا خپل، د اشرار ډګرخان خبره کمونس یو او دا بل، د کمونس ټکرخان خبره دا اشرار یو– وښودل!

   سویتلانه و ډونګېدله، ٬که د جوی هفت دا ژوندی شاهد، آتلس کلن نه، ورځه دا یې هماغه دولس کلن، ژوندی دې ولسونو ته ور ننوتی وی، څه ورانی به و، چې نه به و شوی؟،

   سویتلانه وډاره شوه، ٬که یو وار خو د جوی هفت د مړو د شهادت نوم لاړ وای!،

چې سویتلانه دې شهادت څومره وډاره کړه، ٬دا ځناور،…

سویتلانې له ٬ځناور، سره، ډګرخان ته لاس ونیو، ٬کلیوال خو به چا په مرګ هم درولي نه وای!،

   خاټولۍ ته په دې دومره خبرو کې د کولتوري سلاکار د ٬غیرتي بچیه، خبره آشنا غوندې ښکاره شوه، و ډونګېدله، ٬غږ یې سم لکه د ډګ… د غږ داسې و!،  خاټولۍ په ډګ… کې غلې شوه؛ له شرمه یې د مېړه نوم، ډګرخان، وانخیست!

   خاټولۍ ته د ډګرخان کورنۍ مخې ته ودرېده، بیا هم و ډونګېدله، ٬یو ورور یې منصبدار و، وایي!،

   د ډګرخان سترګې، د درد له زوره، له اوښکو ډکې شوې، ٬وایې به چې ژاړي!، د ډګرخان سر په سختۍ اوږو ته لاړ راغی، ٬په مرګ هم، د کاپر بچیه نه ژاړم!،

   جګړن ساشا بیا هم له ډګري نه د هغه د نامه پوښتنه وکړه، ډګري سر ته له ډېرې کینې نه بیا هم، خو په ډېرې سختۍ، ټکان ورکړ، بیاهم په خان ودرېد، ٬خان یم، خان!،

   سویتلانې د ډګري له ٬خان یم، خان، سره سمه کړیکه وکړه، ٬بوژه موی!،

   کولتوري سلاکار، د ډګري له ٬خان، سره، شکمن شو، ٬هغه زما د مور بچی، اشرارا، خو هم موږ په وړوکتوب کې په خان یاداوه!،

   د کولتوري سلاکار سترګې د شک په نښه را ټولې شوې، ٬چې هماغه اشرار نه یي!، د سلاکار زړه ته بیا هم و نه لوېده، ٬دومره طالع من لا نه یم!،

   جګړن، ډګرخان ته وخندل، ٬هغه ژوندی شاهد؟،

   ډګرخان، ته به وایې، رښتیام د جګړن ساشا د ژوندي شاهد په مانا پوی شو، ٬هو، هو! لاس دې ښکتم خلاص، پورتم خلاص!، سویتلانې د ډګرخان له ٬هو، هو، سره ټوپ کړ، ٬همدی دی!،

   جګړن، ډګري ته په دوه پښو کېناست، ٬د جوی هفت خان؟،

   هو، د کاپر بچیه، د جوی اپت خان یم!

   سویتلانه له ٬هو، سره نېغه شوه، د کاپر له بچي سره څک شوه، د جوی اپت له خان سره یې د مخابرې د سرتېري شا ته پرتې مخابرې ته ترپ وهل…

**

   سویتلانې کیڼ لاس ونیو ډګري ته، کړل د مخابرې په غوږي کې دوبراشین ته، ٬جنرال صیب! وم نیوه!،

   خاټولۍ ډګرخان ته اریانه پاتې شوه، ٬د اشرارو غټ کومندان وخوت!،

   د دوبراشین غږ ښه اورېدل کېده، ٬ملګرې، هغه ژوندی شاهد!،

   پخپله ژوندی شاهد، جنرال صیب، هو، هو!

   جنرال دوبراشین زېړ سیګار خولې ته ور وړ؛ سویتلانه تم نشوه، ژوندی شاهد په نامه یاد کړ، ٬خان!، جنرال دوبراشین د سیګار لوخړه وایستله، ٬هغه د جوی هفت، کنه!، سویتلانه ټوغه شوه، خوله د مخابرې په غوږي ولګوله، په کراره جنرال ته کړل، ٬صیب، هو، هو، هغه د جوی هفت خان!،

   جنرال د جوی هفت د خان په خوشالۍ کې سګرت په سګرت دانۍ کې ور وغورځاوه، د ودکا نیم ډک بوتل ته لاس ور وړ، ٬چې اشرارو ته ملګرې د عبرت سم درس ورکړې!،

   سویتلانې د عبرت د درس څه خبره کوله، خو د جنرال مخابره له ټیو ټیو سره غلې شوه…

**

   خاټولۍ ته خپل ماما، خان، مخې ته ودرېد.

   ماما هلته د ننه په خپله مثلثۍ خالیګاه کې، له جنرال سره د سویتلانې په روسي خبرو باندې چې و نه ژباړل شوې، پوی نشو، خو د جوی هفت او خان په ټکو پوی شو! د جوی هفت خان ورته خپل ځان ښکارېده، خو دې بل خان، د ده په ټس کې دې تلونکي خان – ډګرخان – پخپل ځان څه شکمن غوندې کړ؛ په یوه دوه کې پاتې شو!

   خان نه له ډګرخان سره سترګې په سترګې شو، نه یې د خاټولۍ خبرې ځای ته راوستې! خان خو یو ځل ان له مثلثه د وتو په فکر کې شو، ٬دا خان دې ولې زما په ټس کې لاړ شي؟، خو فکر ورغی، ٬دې خان خو هسې هم په شوروي سرتېرو میندې بورې کړې، پرېږدي یې هسې هم نه! زه ولې ځان د بلا خولې ته ورکړم!،

**

   سویتلانه له ټیو ټیوسره راغله، خاټولۍ ته ودرېده، ٬ته دې، دې سترګو ته ګوره!، سویتلانې ته کینه ودرېده، ٬سمې د هوسۍ!، سویتلانه د خاټولۍ کوڅیو ته په فکر کې لاړه، ٬له نرۍ ملا نه تېرې!،

   شا و خوا د سپکو او درنو وسلو ډزې، د ټانکونو د ځنځیرونو کړچهاری، د محاربوي ماشینونو ښکته پورته کېدل، پخپل درېدلي ځای چورلېدل، په ځمکه کې ښخېدل ٬ستراخفا، کول او د مورچلې نیول؛ خو د جګړې دا تود ډګر د سویتلانې له یاده ووت، سترګې ګنډلې د خاټولۍ په مخ کې، سر په کراره جیګېږه، ټیټېږه، ٬په سپین کې دې دا غنم رنګ!،

   د سویتلانې په زړه کې، خدای ښه پوهېږی، څه  تېر شول، خپله کله کوف کیڼې اوږې ته کړه، برګه پیک داره خولۍ په سر کلکه کړه، د  ښي لاس خپړه د خاټولۍ زنې ته ور وړه، پورته یې کړه، له خاټولۍ سره سترګې په سترګې شوه؛ سترګې یې، له اوښکو نه دخاټولۍ په ډکو سترګو کې، ښایسته شېبه ښخې کړې، و پسېده، ٬سمه وایم د توپ غونډۍ نور بي بي ده!،

   خاټولۍ سل زړونه یو کړ، خبره وکړه، ٬روسۍ ښځې رښتیام مېربانې دي!،

   د غاټول خوله د خاټولۍ خبرې ته خلاصه پاتې شوه، خو ځان یې، ګواکې په پښتو نه پوهېږي، پوی نکړ!

   سویتلانې دا وار دواړه خپړې د خاټولۍ شلېدلي ګرېوانه ته ور وړې، ٬ګلداره کمیس، ساده پرتوګ!، مسکا د سویتلانې په شونډو خپره شوه، ٬سره لګېږي!،

   سویتلانې لاس کړ، د اشرارې خاټولۍ د ګرېوانه دواړه خواګانې سره ور وستې؛ د ګرېوانه درې پاسنۍ تڼۍ یې شلېدلې وې، توکمې یې نه وې؛ څلورمه یوه، هغه توکمې والا، یې وتړله، د ښي لاس خپړه یې د خاټولۍ د کیڼ تي په سر، په هغه لوڅ ځای کېښوده؛ سویتلانې ټکان وخوړ، ٬بوژه موی!، سویتلانه له خپل ٬بوژه موی، سره په شا لاړه، ٬چې د دې هوسۍ زړه څومره ټوپکې وهي!،

   خاټولۍ زړه وکړ، سویتلانې ته بله خبره وکړه، ٬میمې خدای دې پرده وکه!،

   سویتلانې بیاهم د خاټولۍ په خبره ځان پوی نکړ، ځانته کړل، ٬چې د دې لوڅ ځای پټېدل ورته څومره مهم و!،

   سویتلانې کتل خاټولۍ ته، ډونګېدله ځان سره، ٬د مېړه هومره وهل ټکول دې په رڼو سترګو ولیدل، خو خوله دې خلاصه نکړه!،

   سویتلانه په فکر کې لاړه، ٬نه هغه خپل مسلمان ترجومان ته، نه دې موږ سرو کاپرو ته!،

   سویتلانې آخر د خاټولۍ د نامه پوښتنه وکړه؛ خاټولۍ ډاډه شوه، نوم ور وښود. سویتلانې ټکان وخوړ، کولتوري سلاکار ته ور تاوه شوه، ٬زمانوم، غاټول! بس د ٬خ، په توپیر، خاټول!،

   خاټولۍ اریانه شوه، ٬روسیان پښتانه شول؟، خاټولۍ، سویتلانه سمه له سترګو تېره کړه، ٬که پښتانه روسیان شول؟،

   خاټولۍ د دې روسۍ سویتلانې پښتو نوم، غاټول، نوره هم ډاډه کړه، د نا بللي مېړه، ډګري، د راخوشې کولو خبر یې زړه کې تېره شوه، کولتوري سلاکار ته خوله خلاصه کړه، ٬ورته ووایه چې مام ورسره و ډزیي!،

   کولتوري سلاکار د خاټولۍ خبره و نه ژباړله، پخپله خاټولۍ ته کړل، ٬نو اشرارې، پرېدي دې څه؟،

   خاټولۍ د کولتوري سلاکار خبره، ته به وایې، وام نه ورېده، سلاکار ته بله وکړه، ٬ما به پرېدې، ډګ،… خاټولۍ له شرمه د نا بللي، خو نکاح کښلي مېړه، ډګرخان، نوم بیا هم په خوله وانخیست، په ٬ډګ، کې غلې شوه، خبره له سره را ونیوه، ٬ما به پرېدې، اغه به بیایي!، کولتوري سلاکار د خاټولۍ خبره بیاهم و نه ژباړله.

   خاټولۍ بلې خبرې ته خوله جوړوله، خو سویتلانه، ته به وایې، په بل مخ واوښته، لاس ونیو خاټولۍ ته، کړل جګړن ساشا ته، ٬د برې کلا دا ښاپېرۍ،…

   خاټولۍ د سویتلانې په خبره کې ولوېده، په پښتو ژبه سویتلانې ته کړل، ٬میمې یوازې به ما نه، ډګ،… خاټولۍ له ٬ډګ، سره ډګري ته لاس ونیو، ٬اغه بم خوشې کیې!،

   سویتلانې خاټولۍ ته د سر په ښورولو ښه وکړه؛ خاټولۍ بیا هم میمې ته دعا وکړه، ٬میمې بوره مه شې!، د سویتلانې وروځې د خاټولۍ ٬بورې، ته، ته به وایې، پویه نشوه، سره ورغلل، دوه زړې شوه. خاټولۍ بیا هم خبرې ته خوله جوړوله، خو سویتلانې وار ورنکړ؛ سویتلانې لاس بیاهم ونیو خاټولۍ ته، کړل جګړن ته په روسۍ ژبه، ٬د برې کلا دا ښاپېرۍ دې خپله شوه!، د جګړن سر د اطاعت په نښه ټیټ شو، ٬صیب!، مسکا د خاټولۍ په شونډو خپره شوه، ٬میمې خدای دې زر ښې درسره وکي!،

   جګړن ته د سویتلانې د دې دومره غټ سوغات، خبره زړه ته نه لوېده، ولاړ پاتې شو. سویتلانه برګه شوه، ٬پوی شوې؟، جګړن نور و نه کتل، خاټولۍ ته ور وړاندې شو. خاټولۍ وښورېده، را وښورېده، ٬میمې!، میمې ځان پوی نکړ. خاټولۍ بیا هم میمې ته کړل، ٬پخپله هم سیاسره یې!، سویتلانې په روسي ژبه، په بوکو شونډو خاټولۍ ته ور غبرګه کړه، ٬د سیاسرې کهول!، خاټولۍ ټکان وخوړ، ٬کرکه دې وشه!، خاټولۍ سلاکار ته ور تاه شوه، ٬پښتون یې آخر!، سلاکار له ٬پښتون، سره، سویتلانې ښه لیده، نېغ شو! خاټولۍ، جګړن ساشا لا لاس نه و ور وړی، سلاکار ته بله وکړه، ٬ایزت دې یم!، سلاکار له ٬عزت، سره دا وار، سویتلانې بیاهم ښه لیده، سم ټکان وخوړ؛ خو نه سویتلانې په سلاکار ځان پوی کړ، نه سلاکار په خاټولۍ…

**

   له لاسونو پښو تړلی، سوټ بوټ ناست ډګرخان پښېمانه شو، ٬خون دې زما له لاسه نه و،… د ډګرخان مات، مات سر په ډېرې سختۍ لاړ راغی، ٬کنې ښه وه چې ویشتلې مې وای!،

   ډګرخان له ځان سره غږېده، ٬مرګ دې، خاټولۍ، په رښتیام پرده پوښ و!،

**

   سویتلانې د ښي لاس خپړه، د شا له خوا نه، د خاټولۍ په ښۍ اوږه کېښوده، ٬ماته هوسۍ د زمري کېږي!، د جګړن سر بیاهم ټیټ شو، ٬صیب!،

   بیایه یې!

   جګړن وړاندې شو، خاټولۍ را خلاصه کړه، خو بیا هم دوه زړی و، ودرېد. جګړن ساشا، چې سویتلانه بیا هم پرې برګه شوه، خاټولۍ ته غېږه ورته کړه. ډګرخان، آسمان، تا به ویل، را ولوېد، کړیکه وکړه.

   خان هلته د ننه په خپله مثلثي خالیګاه کې نېغ شو، یو ګام وړاندې راغی، ٬زړه یې وچاودېد!،

   خاټولۍ هم له غېږې سره، لکه د ډګرخان داسې، له ډار او ایبته ډکه کړیکه وکړه؛ سویتلانه په شا ورتاوېدله، خو څه فکر ورغی، ډګرخان ته کږه شوه. خان هلته په شا لاړ.

   خاټولۍ په خپل ټول زور په جګړن ور پرېوته، خپړې یې د جګړن مخ ته ور وړې، شوکارې یې ولګولې؛ جګړن په شا ټېل وهله، خو خاټولۍ ځان ټینګ کړ، بیا هم په جګړن ورغله.

   سویتلانه په شا جګړن ته ورتاوه شوه، ګوري چې د جګړن د ښي لاس غټه ګوته د خاټولۍ په خوله کې ده. جګړن پخپل ټول زور خپل ښي لاس ته ټکان ورکړ، و نشوه، بیا یې ټکان ورکړ؛ ګوته خو څه کوې چې نه را خلاصېده، د خاټولۍ ټول بدن به، لکه په ګوتې پورې چې نښتی وي، ټکان خوړ. سویتلانه جګړن ته وډونګېده، ٬ملا دې ماته شه!،

   جګړن آخر خپل لاس دومره سخت ټک واهه، چې خاټولۍ ټیټه شوه، پړمخې په ځمکه ولګېده. د خاټولۍ غاښونه، تا به ویل، ووتل، د جګړن د ښي لاس د غټې ګوتې په بېخ کې ښخ پاتې شول…

   د جګړن کله کوف له اوږې نه څنګل ته راښوېدلې وه، د خاټولۍ ورته پام شو، را جیګه شوه، کله کوف ته لاس ور وړ، خو د ډلګۍ مشرسامویل ورته پام شو، د شا له خوا یې د کلاشینکوف په کونداغ ووهله، پړمخې ولوېده.

   سویتلانه خاټولۍ ته اریانه پاتې شوه، ٬د سپي ذات!،

   سامویل و نه کتل، د کلاشینکوف برچه د خاټولۍ د ټټر په هماغه لوڅ ځای ولګوله، خاټولۍ د کلاشینکوف برچه د ښي لاس په خپړه ووهله، د برچې څوکې د کیڼ تي او کیڼې اوږې تر منځ د دوه خپرو ګوتو په اوږدو پوستکی واخیست، غوټۍ غوټۍ وینه را ووته. خاټولۍ لاس کړ، ګرېوان په لوڅ ځای ور واړاوه، پټ یې کړ. سویتلانې ام کړ، ٬د ستر عورت کهول!،

   جګړن آخر زورور شو، ماته ګوډه خاټولۍ د سامویل په مرسته، زره پوش ته ور جیګه کړه.

   سویتلانې کړل جګړن ساشا ته، لاس ونیو مخ ښکته کلاګانو ته، ٬چې خانانو ته د عبرت درس شي!،

**

   خان، د جګړن ساشا بردم دوه زره پوش لا ولاړ و، بیا هم خواري وکړه، وړاندې شو، سترګې یې، د شا له خوانه، د زره پوش په برج باندې له جګړن ساشا سره په ناستې نجلۍ ولګېدې؛ خاټولۍ یې مخې ته ودرېده، خو، میاشت، دوه وړاندې کابل ته د خاټولۍ تګ، بیا هم، دوه زړې کړ، ٬خاټولۍ خو کابل کې وه!،

   سویتلانه د زره پوش په څنګ کې ولاړه وه: شا، خان ته، مخ زره پوش ته. د خان سترګې د سویتلانې په کله کوف ولګېدې، کله کوف ورته غنیمت ښکاره شوه، وپسېد، ٬کله کوف والوځوه، نجلۍ وله!، د خان سر ټیټ، جیګ بیا ټیټ شو، ٬مرګ یې زر وارې وایم پرده پوښ دی!،

   خو چې خان و ډار شو، که له سویتلانې نه د کله کوف د الوځولو کار ورته ناشونی ښکاره شو، د مثلث په خوله کې ولاړ پاتې شو.

   زره پوش وښوځېد؛ خان، د زره پوش له خوځېدو سره سم، پخپله ښۍ خوا ور تاو شو، جګړن یې ولید، خو خاټولۍ یې سمه و نه لیده. چې زره پوش لږ په شا لاړ، بیا یې کیڼه خوا ونیوه، خاټولۍ ټوله خان ته مخامخ شوه، خو د خان سترګې، په دې شېبه کې، له بده یا ښه شامته، په زره پوش نه، په سویتلانې کې نښتې وې. د خاټولۍ سترګې په دې شېبه کې د مثلثي خالیګاه په خوله کې په ولاړ خان ولګېدې، سخته کړیکه وکړه، ٬خان ما،… خاټولۍ له ٬ما، سره ټکان وخوړ، غلې شوه، په بل ما – ماما، یې، د شورویانو له ډاره، چې و یې نه نیسي، خوله ونیوه.

   جګړن ساشا د خاټولۍ د ٬خان ما، له کړیکې سره خاټولۍ کلکه  کړه. خان له ٬خان ما، سره ټکان وخوړ، ٬خاټولۍ؟، سویتلانه د خاټولۍ له ٬خان ما، سره و ډونګېده، ٬له لونډ سره دې خدای پاماني وکړه!،

   خان له ٬خاټولۍ، سره، نژدې و، په سویتلانې ور ټوپ کړي، خو حیا یې مخې ته ودرېده، ٬روسۍ دي یي، پردی عزت دی، آخر!،

   سویتلانې، ته به وایې، د خاټولۍ د ٬خان ما، یوازې خان واورېد، ٬ما، نه: خان هم هغه ډګرخان، هغه لونډ، هغه مېړه، هغه د جوی هفت (بدل) خان، هغه اشرار!

   د برې کلا ښاپېرۍ د ٬خان ما، ارمان له ځانه سره یووړ، خو د ٬خان ما، شامت یې د ښو دلته شو چې د سویتلانې سر په ٬ما، خلاص نشو.

   خان تر څو پخپله ښۍ خوا ور تاوېده، زره پوش نور پناه شوی و. خاټولۍ نوره له لاسه وتلې وه، خو خان د نغدې سودا په فکر کې شو…

**

   سویتلانه د کلا منځ ته شوه، ځوړند سر ډګرخان ته په ورتاوېدو کې خان ته مخامخ شوه، خان سمه ولیده.

   سویتلانې د کیڼ لاس خپړه، کیڼې خوا ته د ډګرخان ځوړند سر ته ور وړه، را جیګ یې کړ، خو سر ټینګ نشو، بېرته لاړ. سویتلانې په دواړو لاسونو د ډګرخان ځوړند سر بیا هم راجیګ کړ، خپړې یې زامو ته ور وړې، ٬خا،…

   له خا – خان، سره د خان له خولې نه – ډنډ، تابه ویل، راخوشې شو– وینه راغله؛ سویتلانې ټکان وخوړ، ٬خان مړ دی؟،

   سویتلانې په ژوندینې باندې د خان په نیولو کې د پاتې راتلو له ډاره د خپل منطق پاڼه را واړوله، ٬که خان یو وار کلیو بانډو ته ور ننوتی وای!،

   سویتلانې خبرې ته بل ول واچاوه، ٬که یو وار د جوی هفت د مړو د شهادت نوم لاړ وای!،

   د سویتلانې سر خپل منطق ته د هو په نښه ټیټ، جیګ، بیا ټیټ شو، ٬بیا خو به په شهادت باندې، د دې مینو کلیوالو مخه چا، په مرګ هم نه وای نیولې!،

   سویتلانې – هغه ژوندي او اصلي خان له مثلثه لیدله –  سخت ټکان وخوړ، د دوبراشین حتمي پوښتنې یې، لکه د برښنا داسې، په فکر کې غزونې وکړې، ٬د خان د وژلو درته ویلي چا و؟،

**

ډب، ډب، ډب، ډب…

سویتلانه نېغه شوه، ٬چورلکه راغله!،

سویتلانه له ډب، ډب، ډب سره ډاډه شوه، پوځي ټولګیو ته یې د تللو امر وکړ. کولتوري سلاکار ټکرخان هم له خپل بردم دوه زره پوش سره وخوځېد، لاړ.

   چې د څلوېښتم لښکر چورلکه د کوزې کلا په سر په هوا کې ودرېده، دلته سویتلانه ډګري ته ودرېده، ٬چې دا ځناور ولګېد کله؟، سویتلانه په سوچ کې شوه، ٬وویشت چا؟،

   هلته د مثلث په خوله کې  اصلي خان و پسېد، ٬زاره یې چاودېدلې!، خان ام کړل، ٬غیرت، شوروۍ، څه ټوکې نه دي!،

   چورلکه لا هم د کوزې کلا په سر ډبېدله؛ سویتلانه و ډونګېده، ٬چې نشه یي پوتین، کوزه او بره کلا غلط کړل، څه بلا!،

   سویتلانې ته د خان وژل توطیه ښکاره شوه، ٬د پوځي سلاکار خبرلوڅي مې د زنې لاندې را ووتل!، سویتلانه و ډونګېده، ٬دا زړور اشرار خان ګوره، زموږ هغه ډارن لوی پوځي سلاکار!،

چورلکه د برې کلا په لورې را وخوځېده؛ له دې سره د کلا له ختیځې خوا نه دوه ولاړ محاربوي ماشینونه او ٬ټي دوه شپېته، ټانک هم وخوځېدل، لاړل. سویتلانه، لومړی ځل و چې د مړو اشرارو په منځ کې یوازې پاتې شوه. هلته خان نېغ شو.

   چورلکې د برې کلا په خوله کې، د وربشو په خید کې، ښکته کېدو ته ځان برابراوه، خو شامت ګوره، ټکنۍ شوه، کېنناسته، بېرته جیګه شوه، د سپین غره په لوري لږه وړاندې لاړه…

   خان خپله شا و خوا وڅارله.

   چورلکه را تاوه شوه، راغله، د کلا د رالوېدلو دېوالونو په پرکنډونو یې، د درنې ماشینګڼې دوه احتیاطي باټونه وچلول. سویتلانه باټونو ته اریانه ودرېده. چورلکه بیا هم کېنناسته، بېرته جیګه شوه…

   سویتلانې بیا هم د ډګرخان د ویشتلو ځای لټاوه، شا ته ور تاوه شوه. دلته د سویتلانې شا خان ته شوه؛ خان نور و نه کتل، لاس کړ، د ډګرخان تش چینايي کلاشینکوف ته لاس  ور وړ، را منډه کړه، د کلاشینکوف خوله، د ثانیوخبره وه، د سویتلانې په شا ولګوله، ٬ترورزۍ!،

   سویتلانه له ٬ترورزۍ، سره په شا تاوه شوه، چې سترګې یې په کلاشنکوف ولګېدې، په شا لاړه؛ چې سترګې یې په خان ولګېدې، ټکان یې وخوړ، ٬خان ما، دا دی؟،

   خان زېړچک اوبدل شوی وړین پکول داسې په سر کړی و چې یو سترګې یې پکې ښکارېدې!

   سویتلانې د چینایي کلاشینکوف د برچې لاندې، خان بیا هم له نظره تېر کړ، خو دا خان ورته د نور بي بي هغه ناروغه ورور، خان، ښکاره نشو، ٬غټ سړی دی!، خو خان غلط نشو، ٬هغه غاټول ګوره، آخر هم روسۍ وخته!،

   خان غاټول – سویتلانه په اشاره پویه کړه، سویتلانه لکه د ماتې هوسۍ داسې د خان په مخ کې روانه شوه. خان د غاټول سویتلانې په ښۍ اوږه کې راځوړنده کله کوف د سترګو په رپ کې والوځوله، تشه کلاشینکوف یې وغورځوله.

   د خان پام د مثلث په خوله کې، د سویتلانې د ښي کوناټي په سر را ځوړندې تومانچې ته شو، لاس یې ور نه وړ، خو د سویتلانې د ښی لاس خپړه یې ولیده چې تومانچې ته ور اوږده شوه. خان د کله کوف لنډ میل د سویتلانې لاس ته ور وړ، سویتلانه نور د غبرګون په کور کې نه وه، ودرېده، په همدې خپړه یې د جمپر ښۍ خوا جیګه کړه، خان پوی شو، په سره چرمي کمربند کې یې ټومبلې مکروف تومانچې ته لاس ور وړ…

**

   چورلکه بیا را تاوه شوه، دوه باټونه یې وچلول، د کلا په خوله کې کېناسته…

   له چورلکې نه شپږ تنه راښکته شوي کوماندویان کلا ته په ور ننوتو کې وو چې د جوی هفت دولس کلن خان سویتلانه مثلث ته د ننه کړه.

   د الف الف مېګا – ۱۱ کوماندویانو په کلا کې ژوندی سر و نه لید، ځای و، جولا نه! بس یو مړ سړی، سر په کیڼه خوا ځوړند، سوټ بوټ ناست!

      کوماندویان، د ٬خان، او ٬کمیسارې سویتلانې، طالع ګوره، تش لاس بېرته والوتل…

**

۱۰

   د ابراهیم سترګې، کلا ته له ننوتو سره، د زرخان دوی د کورنۍ په مړو ولګېدې. یو یو یې له نظره تېر کړل. ابراهیم، خان لټاوه. وړاندې تېر شو، سترګې یې د کلا په منځ کې په ناسته باندې په مړه ډګرخان ولګېدې، و یې نه پېژاند.

   خان په دې شېبه کې له مثلثه را ووت، د ابراهیم سترګې پرې ولګېدې، ٬زوروره!،

   ابراهیم ور منډه کړه، خان په ښي لاس کې نیولی کله کوف مثلث ته ونیو، وپسېد، ٬کومندانه مې نیولې!، ابراهیم نېغ شو، ٬کومندانه که کومندان!،

   کومندانه!

   ابراهیم وړاندې شو، خان په شا و ډباوه، ٬د نر بچیه!،

   خان وړاندې، دی ورپسې، مثلث ته ننوتل. ابراهیم له ننوتو سره ځای په ځای ودرېد، ٬کمیساره!، د امپراتورۍ سرتېرې په خپله برګه شنه بخونه پوځي درېشۍ کې، نېغه ودرېده، ٬سویتلانه!، ابراهیم سویتلانې ته کړل، ٬اهه!،

   د یوو،…

   سویتلانه په یوو– یوولسمې، کې دوه زړې غوندې شوه، لږ پښه نیولې شوه، ٬د یوولسمې فرقې نرسه!، ابراهیم موسکی شو، ٬خورزې مه ډارېږه، که نرسه یې که ډاکتره، نوره خوندي یې!،

   ابراهیم یو کدم وړاندې شو، ٬مجاهد ابراهیم یم!، سویتلانه په شا لاړه، سر مجاهد ابراهیم ته د درناوي په نښه ټیټ، موسکا په شونډو  خپره، ٬خه، خه!، دویمه ٬ښه، ډېره اوږده، یانې ښه دې پېژنم، ٬ابراخیم تاسو یئ؟، ابراهیم د هو په نښه موسکی شو، ٬هو ابراهیم زه یم.،

**

   ابراهیم، خان په اشاره پوی کړ، له مثلثه را ووتل.

   ابراهیم پوښتنه کوله، خو خان ړومبی شو، ٬شورویانو، مالم صیب، ښځه بوتله!، ابراهیم ټکان وخوړ؛ خان ته ور وړاندې شو، ٬خوریی مې! ګوره چې نه دې د یرغملې،… ابراهیم له ٬یرغملې، سره لاس د ننه سویتلانې ته ونیو، ٬او نه دې د تښتول شوې ښځې خبر چا ته له خولې ووځي!،

   خان د سر په ښورولو هو وکړه. هلته سویتلانه له ځان سره و ډونګېده، ٬ابراهیم لوستی سړی دی!، سویتلانې ته د افغانستان د ختیځ زون د خاد د مشر، ډاکتر زبیر، مالومات غلط ښکاره شول، ٬ابراهیم مؤدب سړی دی!،

   سویتلانې په هوا بیا د ابراهیم ږیره برېت کچ و مېچ کړل، ٬غیر اخواني ملایي، مونډۍ ږیره، له ږیرې سره په دواړو وښکیو نښتي برېتونه!، سویتلانې ته د بسمه چي ابراهیم وسله مخې ته ودرېده، ٬روسی کلاشینکوف!،

سویتلانې د ابراهیم جامې له نظره تېرې کړې، ٬پکول، باټا بوټان، وړین پټو، وړین واسکټ.، د سویتلانې وروځې سره ورغلې، ٬یو هم امپریالیستي نه دی!،

   سویتلانې، ګوره چې، د ابراهیم بسمه چي عمر لا کچ و مېچ کړ، ٬څلوېښت خو دی او دی!،

ابراهیم نور و نه کتل، د کمیسارې په خوندي کولو کې شو. د کلا د وره په خوله کې یې له خلاصه خوله ټیمي بکس سره په څه جوړو، شلېدلو او نیم سوځېدلو ښځینه جامو سترګې ولګېدې؛ ور منډه یې کړه؛ یو بدل غوندې کمیس او پیجامه راپورته کړل، راغی، خان ته ونیول. خان شرمېده، کتل ځمکې ته، ته وړاندې، مثلث ته ور ننوت، جامې یې سویتلانې ته ونیوې؛ سویتلانې مسکا په شونډو خپره، جامو ته لاس ور وړ…

   ابراهیم او خان د مثلث په خوله کې خبرې کولې چې د توپ دوه ګولۍ، سر په سر، د کلا په خوله کې ولګېدې. ابراهیم خوله له ټوکې نه خان ته ور وړه، ٬ورته وایي چې کالي ژر بدلوه!، خان مسکی شو.

   هلته د ننه کمیسارې ځانته کړل، ٬مړو ته د را ټولو کلیوالو وار دی، زموږ د اوږده واټن توپخانه ده، ولي یې!،

   د ابراهیم سترګې د دوړو له کېناستو سره، د کلا په منځ کې د توت په ولاړ نیالګي کې په نښتي تورالوان ټیکري ولګېدې، ور منډه یې کړه، ټیکری یې را خلاص کړ؛ دې خوایې سترګې، د ډګري ښۍ خوا ته، په پرتو کلوشو ولګیدې؛ را وایې خیستې، را وګرځېد؛ سویتلانه، د مثلث خولې ته د ابراهیم له ور رسېدو سره، له مثلثه را ووته.

   د لوڅ سر خبره وه؛ کنې پېرانو لا په سویتلانې د روسۍ ګومان نه کاوه، سمه پښتنه اشراره شوه!

   ابراهیم کلوشې خان ته ونیوې؛ خان کلوشې سویتلانې ته په مخ کې کېښودې. سویتلانه په کلوشو ور ټوغه شوه، خو وډاره شوه، ٬د خاټولۍ دي!، سویتلانې زړه را ټول کړ، کلوشې په پښو کړې، ودرېده. ابراهیم پوړنی خان ته ونیو، خو خان بیا هم شرمېده، په شا لاړ. ابراهیم پخپله وړاندې شو، پوړنی کمیسارې ته ونیو، ٬د پښتو پوړنی!، کمیسارې بل ټکان وخوړ، ٬د خاټولۍ پوړنی!، ابراهیم د کمیسارې په ټکان ځان پوی نکړ. د کمیسارې چنغړک لاړ راغی، سر پوړني ته ټیټ کړ؛ ابراهیم پوړنی په پوره درناوي کمیسارې ته ور په سر کړ، په شا لاړ، کمیساره ودرېده؛ ابراهیم دا وار سویتلانې ته په سترګو سترګو کې ور وکتل، ٬زړه دې، که روسۍ هم یې، لر بر نه کې!، د کمیسارې سویتلانې زړه ډک شو. ابراهیم په ټیټ، خو درانه آواز سویتلاتې ته کړل، ٬څوک به درته پورته هم و نه ګوري!،

   سویتلانه د ابراهیم ژمنې په ځان پورې اریانه کړه، په شا لاړه، کړیکه کوله، خو خوله یې ونیوه؛ کړیکه اوښکې شوې، د سویتلانې په مخ وبهېدې…

**

له رارسېدو سره، د اعظم خان سترګې په سوټ بوټ ناست ډګري ولګېدې، ٬پاکه ربه! ډګری دلته!،

  اعظم خان شا و خوا ولټوله، بېرته راغی، د ډګري مړي ته ودرېد، ٬نو بیا د خاټولۍ مړی؟،  له ٬مړي، سره درز شو، اعظم خان په شا ولوېد.

   د کلا په خوله کې، د باندې، د توپ دوه ګولۍ نورې سر په سر ولګېدې، کلا یې وښوروله.

   د کلا د لمرخاته بازو دوه ولاړ کنډرونه ولوېدل، د خان مثلث سم وجړکېد. خان، ابراهیم او سویتلانې، درې واړو، د مثلث په مخ قبلې دېواله – د کلا په بازو–  ځانونه ونښلول.

   کلا دوړو په سر ونیوه. ابراهیم خپل پټوخورزې سویتلانې ته ور واچاوه، سویتلانې ځان په پټو کې تاو را تاو کړ.

   ابراهیم نور د وتلو په فکر کې شو، له مثلثه را ووت، نېغ شو، ٬اعظم خان!، ابراهیم ښی لاس جبګ کړ، اعظم خان ورمنډه کړه، خو ابراهیم مخې ته ورغی ویل، زخمی راسره دی!

   اعظم خان پوښتنه وکړه، ٬خان؟،

   نه!

   اعظم خان ابراهیم ته خوله ور وړه، ٬خاټولۍ؟، ابراهیم اریان پاتې شو، ٬خاټولۍ؟، اعظم خان چوپ پاتې شو. دلته خان له ٬خاټولۍ، سره، ټکان وخوړ، خو غلی پاتې شو!

   خاټولۍ نه وه زلزله وه، خورزه سویتلانه یې له دې ټولو لا ډېره وښوروله، ٬د اعظم خان آواز؟،

    ابراهیم اعظم خان ته کړل، ٬خورزه مې لګېدلې!، اعظم خان ټکان وخوړ، وپسېد، ٬خاټولۍ په زخمیانو کې هم نشته!،

   ځمکه په اعظم خان نوره سره شوه، ابراهیم ته ور وړاندې شو، ٬مالم صیب، کوزې کلا ته په نور بي بي دوی پسې ځم!، هلته د ننه په مثلث کې دسویتلانې زړه له ٬نور بي بي، سره بیا بوټ ووت، خو له ٬ځم، سره ځای ته راغی!،

   ابراهیم د کلا دوړې او لوګي غنیمت وګڼل، دوه خپلې، دوه پردۍ کړۍ، له نوې خورزې ٬سویتلانې، او نوي خوریي ٬خان، سره، لاړ، ووت.

**

   خاټولۍ وه؟

   خان به دوه زړې شو، ٬نه، هغه خو کابل کې وه!،

   د خان په غوږو کې، د نن سباني قیامت په هغو سختو شېبو کې، مېړه ډګري ته د هغې پېغلې اشرارې خبره وکړنګېدله، ٬د راتښتولو بد به دې وبښم،…

   خان ګام واخیست، له کمیسارې سویتلانې نه وړاندې شو، له ابراهیم سره یو ځای شو. ابراهیم موسکی شو، ٬وایه!، خان د خبرې زړه ونکړ. د ابراهیم په زړه کې تېره شوه، ٬خان د خپلې یرغملې په فکر کې دی!،

   ابراهیم په یرغملې کمیسارې غږ کړ، ٬خورزه خو مې ستړې نه ده!، کمیسارې خورزې د بسمه چي ماما غږ ته شېبې شمارلې، ٬نه ماما!،

   نن سبانیو خونړیو عملیاتو د خان ماغزه، له رواني پلوه، د چا خبره، پرېمینځل، سد یې، تر ‌ډېره بریده، سر ته راغی: کمیساره نه وه، اوبه وې، د خان د جوی هفت د کسات په تازه وینه تېرې شوې؛ خو ځمکه په خان باندې، د برې کلا د ٬خان ما، نن سباني غږ، سره اړولې وه، مزله خوند نه ورکاوه…

کمیسارې ته د سړې چینې لاره، ته به وایې، سمه مالومه وه؛ بې غل و غشه له ماما ابراهیم او ترورزي، خان، سره روانه وه، لار لنډوله…

   چې وړاندې وروسته به لاروي څوک نه وو، په خپله ښۍ خوا به خان ته کږه شوه، له نظره به یې تېر کړ، ٬د جوی افت خان دی!، خو دوه زړې به شوه، ډګری به یې مخې ته ودرېد، ٬خان یم، خان!،

   کمیساره سمه لکه د خان داسې لړمون خوړینه وه، وه په څنګ کې له واړه اشرار، خان، سره، تله په غټ اشرار، ابراهیم، پسې، خو فکر یې، د دې له خولې، له هغه ځناور اشرار، ډګرخان، سره و، ٬د ٬الف الف، په اپرېشن تیاتر به پروت وي؟،

   خان زاره چاودی و، بیا هم وړاندې شو، ابراهیم ته پخپل کیڼ لاس ور تاو شو. ابراهیم ډاډ ورکړ، ٬امانت دې – یرغمله دې – خانه، نه خیانتېږي!، د خان زړه وران شو. ابراهیم په خپله ښۍ خوا خان ته ور کوږ شو، ٬د شوروي غټ دښمن خان!، خان له ٬غټ دښمن، سره، له خندا او ژړا نه ډک ام کړل، پړینګ په ژړا شو.

   ابراهیم پښه نیولی شو؛ له پاسه، د زاوې له خوا، پینځلس شل په لرګیو بار، په دوړو کې پټې، کچرې راخوشې وې. ابراهیم دوی لار پرېښوده، ښۍ خوا ته د غنمو پټي ته شول، کمیساره ورغله، په لږ واټن کې ابراهیم دوی ته ودرېده، شا یې لارې ته واړوله. د کمیسارې خبره غټ اشرار ابراهیم، واړه اشرار، خان، ته کړل، ٬کمیساره دې خوریینه، سمه د وطن ښځه ده!، خان سر ته ټکان وکړ، ٬کمیساره؟،

   هو، سویتلانه ښیم.

   ابراهیم خوله د خان غوږ ته ور وړه، ٬نه یې درته کوم؟، خان ټکان وخوړ، وشرمېده، سور واوښت. ماما خوریي ته بله وکړه، ٬د سرو لوچکانو غوږونه دې تاو کړل!، خان موسکی شو…

   کچرې تېرې شوې؛ ماما، خوریی او خورزه سره وخوزېدل…

**

کوچنی خان به غټ خان، ابراهیم، ته په خبرو کې په خپله کیڼه، غټ خان ابراهیم به واړه هغه ته په خپله ښۍ خوا ور کوږ شو، خبرې به یې سره کولې. کمیساره لکه د ماتې هوسۍ په خانانو پسې روانه وه!

ابراهیم بیا هم خان ته ډاډ ورکړ، ٬یرغمله دې خپله ده!،

   کمیسارې د ابراهیم خبره واورېده، وپسېده، ٬ښه، ښه، د واړه خان ملکیت یم!،

   کمیساره چالاکه شوه؛ واټن ډېر نه و، دوه درې ګامه. چې ماما به خوریي ته په خپله ښۍ خوا په کږېدو کې خبره کوله، د کمیسارې به غوږونه څک شول، خبره به نیمه یا پوره ورغله، اورېدله به یې. ماما به پخپله هم، یوه نیمه خبره، چې لاروي به څوک نه وو، جیګه کوله، کمیساره یې اوروله، ٬خوریینه پرېده چې څو ورځې وګرځي، را وګرځي.، کمیساره پویه شوه، ٬ښه ښه، داسې!، د کمیسارې زړه ولوېد، ٬بیا؟،

   ساه له کمیسارې نه ووته، د افغان قومونو او قبایلو د وزارت د شوروي سلاکار، اولیانوفسکي، د کاڼي کرښه فکر ته ورغله، ٬بسمه چیان، له نیوو سره سم، د شوروي سر پرې کوي!، ماما ابراهیم بله خبره هم، لاروي څوک نه وو، جیګه وکړه، ٬ترورزۍ به دې،… ماما دا خبره ډېره ښکاره او جیګه وکړه، ٬ترورزۍ به دې رښتیا او دروغ وګوري!، کمیساره نېغه شوه، ٬رښتیا او دروغ؟، ماما دا وار په خورزې غږ  وکړ، ٬خورزه مې لکه چې ستړې شوه؟،

   نه ماما!

   د خورزې زړه، له ماما سره، وران وران شو.

   بچی نژدې یو!

   خورزې، آخر سویتلانه وه، خوله و نه نیوه، د اولیانوفسکي رښتیا دروغ مالومول، ٬ماما کوم ځای ته؟، ماما په شا ور تاو شو، ٬د ماما کور ته دې!،

   د کمیسارې زړه، له کور سره، ښه شو، خو د اولیانوفسکي شیطان، ته به وایې، راغی په شا ټېل وهله، ٬اشرار دروغ وایي!،

   غټ اشرار ابراهیم، خپل ووړ اشرار خان، په خبره سم پوی کړ، ٬کمیساران وایي، افغانان د خبرې خلک نه دي!،

    کمیساره، له ځان سره، و ډونګېدله، ٬بسمه چيان هم موږ پېژني، توبه، توبه!،

   ابراهیم د کمیسارانو څه بله خبره کوله، خو ټکنی شو، څو تنه وسله وال مجاهدین له پاسه، د وزیرو له خوا، را روان وو، ودرېد. لارویو ټولو ابراهیم ته، سیاسره ورسره وه، په خوله نه د لاس په جیګولو سلامونه واچول، تېر شول.

   کمیسارې به لومړی ځل و چې له نژدې نه د وسله والوبسمه چیانو ډله ولیده، ٬اوږدې اوږدې څڼې!، کمیساره، د بسمه چیانو له تېرېدو سره، په خپل کیڼ اړخ په بسمه چیانو پسې کږه لا شوه، ٬چینایی کلاشینکوفونه!،

   کمیسارې، د غټ اشرار ابراهیم ورته پام و، د ښي لاس د شهادت ګوته خولې ته ور وړه، ٬زاړه یوولس ډزي ټوپک، زنګ وهلې تورې، چړې،…

   سره تلل …

   ابراهیم کړل خان ته، واوروله کمیساره سویتلانه، ٬شورویان وایي، افغانان له نیوو سره سم، سر ترې پرې کیي!، د کمیسارې خوله خلاصه پاتې شوه.

 ابراهیم بله وکړه، ٬چې سویتلانه دې خانه، په شورویانو روغه رمټه وسپارله، د ٬جوی هفت، او ٬برې کلا، کسات دې واخیست!، کمیساره سمه ودرېده، ٬بوژه موی!،

   دکمیسارې لاړې تېرې شوې، خود اولیانوفسکي شیطان بیا په اوږه و ټپوله، ٬په خانانو باور!؟،

   د غټ خان، ابراهیم، خبرې واړه خان ته بریالۍ کوګنیتیوتراپي[11] شوه، موسکی شو، ٬په غټ کمیسار یې ماما، امانته ورسپارو، هو!،

**

۱۱

   ابراهیم د ښي لاس خپړه ونیوه وره ته، کتل کمیسارې ته. کمیساره لکه بلده چې وي، مخکې شوه، ننوته.

   د ابراهیم ستونی ډک، زړه وران وران شو، ٬خدایه! چې دا غټه بریا په خیر خوندي شي!،

   کمیساره مخکې، ابراهیم ورپسې، کلا ته سره ننوتل. د ګلانو په ښایسته باغ ور تېر شول. ابراهیم مخکې شو، دویم ور خلاص کړ، کمیساره بیا هم مخکې شوه، انګړه ته سره ور ننوتل.

   خان د انګړه د وره په خوله کې پاتې شو، اوجرې ته ننوت…

**

   ابراهیم له انګړه نه غږ کاوه خپلې مور نازو ته، په غوږ وهله سویتلانه، ٬مورې! سترګې دې روښانه!، د مور غږ جیګ شو، ٬ابراهیمه دا په کومه ښادۍ کې؟،

   مورې لمسۍ دې راغلې!

   ابراهیم، په خپله کیڼه خوا، سویتلانې ته ور کوږ شو، ٬خورزې نیا دې راښکته کېږي!،

   سویتلانې، له احتیاطه، د سر په ښورولو هو کړه. په غوږو جوړه، خو له سترګو کمزورې  شپږ آویاکلنه مور، نازو، د کور له دویمه پوړه را ښکته کېدله، ٬چې دا لمر له کومې را وخوت؟،

   له مزاره، مورې!

   ابراهیم سویتلانې ته ور وړاندې شو، ٬له مزار شریف نه راغلې یې، ګوره!، سویتلانې دا وار ماما ته په سر او شونډو ځواب ورکړ: سر ټیټ، مسکا په سپېرو شونډو خپره. نازو دهلېز ته را ښکته شوه، ٬خورزه دې ابراهیمه؟،

   هو مورې!

   د ابراهیم زړه، له مور سره، وران وران شو.

   د سلیمې لور، ابراهیمه؟

   ابراهیم دواړه لاسونه لپه کړل، ٬خدای دې مورې، د سلیمې هر هډوکی په جنت کي!،  سویتلانې، د ماما له دعا سره، ماما ښه واورېدل، آمین کړل.

   د نازو غږ جیګ شو، ٬آمین ابراهیمه، آمین!،

   سویتلانې خپل ځای د ابراهیم په کورنۍ کې د هغه په دې څو خبرو او اشاروکې بیاموند.

   نازو، په کراره کراره، له خپلې امسا سره، له دهلېزه را ووته. ابراهیم په مور بل غږ وکړ، ٬غاټول ده مورې!، نیا د ابراهیم له ٬غاټول، سره انګړه ته راووته، ٬غاټول جوندۍ پاتې ده؟،

   زوی په وران زړه مور ته کړل، ٬او و دانه یې پاتې وه!،

   نیا راغله، له لمسۍ غاټول سره غاړې وته، ٬وه زما د سره شوروي په بمونو ټوټې ټوټې سلیمې لورې!، نازو له ٬لورې، سره، په چېغو چېغو وژړل…

   له آل و اولاد سره زما تباه شوې سلیمې لورې!

   نازو بیاهم چېغې کړې…

   سویتلانه له انۍ سره غاړه غړۍ وه؛ سترګې ښخې د انۍ د کیڼې اوږې له سره د ٬ماما، په سترګو کې، غوږ نیولی د ٬نیا، ساندو ته…

   ماما کړل په خوله مور نازو ته، پویه په رمازه کې کړه خورزه غاټول، ٬د مرګ آواز  خو، هغه ده پویه وې مورې، ګډ د ټولو و، خو د خدای کړه نور دي مورې!، د لمسۍ مې، ابراهیمه، رښتیام آو ودانه پاتې وه!

   د سویتلانې زړه د انۍ په غېږ کې پړتکې وهلې؛ اوښکې یې سمې لکه د انۍ داسې بهېدلې. نازو د سلیمې مینه د هغې په لور غاټول ماتوله. لمسۍ یې سینې ته نوره هم ورجوخته کړه، ٬خدای مې دې غاټول لور را ته امانته سلامته  لري!،

   ابراهیم ته خپله بله، رښتیانۍ خورزه، هوسۍ، مخې ته ودرېده، ٬مورې چې هوسۍ هم په خیر راشي!،

   ابراهیم له ٬هوسۍ، سره، ور وکتل غاټول ته، کړل مور ته، ٬د کلیمې لور، مورې!، ابراهیم دا وار سویتلانې غاټول ته کړل، ٬ترورزۍ دې غاټول!، د غاټول لامده باڼه سره ورغلل، ٬چې په خیر راشي!،

   انۍ نازو په شا شوه، د  ښي لاس خپړه د غاټول زنې ته ور وړه، ٬سمه سلیمه ده، وایم!،

   مور نازو، ابراهیم ته ور تاوه شوه، ٬خدای بله سلیمه درکړه!، انۍ بچۍ ته دعا وکړه، ٬خدای مې دې دا ښاپېرۍ د د نیا له دې لولیوسترګو په پرده کې وساتي!،

   آمین مورې، آمین!

   ابراهیم ته له ٬آمین، سره، لکه غیبي غږ چې پرې شوی وي، خان مخې ته ودرېد، وپسېد، ٬چې له خان  نه څوک جوړ کړم؟،

   د پېښور مساپره خور حلیمه –   د نازو کشره لور– برښنا شوه، راغله، د ابراهیم  فکر ته ټکان ورکړ، خان ته یې، لکه د سویتلانې داسې، د ورور ابراهیم په کورنۍ کې تش ځای ور وښود: ٬ابراهیمه وروره! زما ځوانیمرګ زوی ٬خان،!،

   د ابراهیم زړه وران وران شو: ٬ښه ول! کورنۍ مې ښه شوه چې د ٬خان، له ځوانیمرګۍ نه لا نه ده خبره کړې،.

ابراهیم ام کړل: پردي خلک مې، خدایه خیر را پېښ کړې، د خپلې کورنۍ د مړو په تشو ځایونو ودرول: د ٬جوی هفت خان، مې د خپل اصلي خوریي – د خور حلیمې د مړه زوی خان – او ٬شوروۍ سویتلانه، مې د خپلې اصلي خورزې –  د مړې سلیمې د مړې لورغاټول، په تشو ځایونو ودرول…

   انۍ لا د سویتلانې غاټول بچۍ په ښایست کې ډوبه وه چې ابراهیم، لکه ماشومان چې پټ پټانی کوی، پټ اوجرې ته ووت…

ابراهیم، د انۍ پام نشو، خان را وست، دی یې مخې ته ودرېد، ٬مورې سترګې دې پټې که!، د مور زړه له ډېرې خوشالۍ نه ګړز ولوېد، ٬چې پروردیګار مې بیا د چا ستوری را وخېجاوه!، ابراهیم وړاندې شو، کړل مور ته، په غوږ ووهل سویتلانه غاټول او خان، دواړه، ٬لمسی دې مورې!،

   نازو د ښي لاس خپړه خپل ګرېوانه ته ور وړه. ابراهیم لاس ونیو خان ته، کړل مور ته، ٬د حلیمې زوی!، سویتلانې غاټول کتل خان ته، کړل ځان ته، ٬د جوی هفت خان نه دی!؟، د نازو سترګې له غړولو سره، په خان ولګېدې، ٬د حلیمې بچی!،

   نازو د حلیمې له زوی سره، هماغه کانې وکړې چې د سلیمې له لور سره یې کړې وې. د  کمیسارې غاټول سد له سره والوت، ٬بوژه!،

   غاټول په ٬روسۍ بوژه، کې ټکان وخوړ، غلی شوه، خبره یې د سترګو په رپ کې پښتو ته کړه، ٬پاکه ربه!،

**

   ماما خورزه سویتلانه د خپلو بچیانو کوټې ته بوتله. د خورزې زړه ډک و، ژړل یې.

   ماما ابراهیم لاس کړ، د جامو بکس د خورزې سویتلانې غاټول په مخکې کېښود. غاټول په وران زړه له ماما نه مننه وکړه. ابراهیم بکس خلاص کړ، غاټول ته د خپلې مېرمنې د آغوستلو جامې ور وښودلې. غاټول بیا هم په وران زړه له ابراهیم نه مننه وکړه. ابراهیم پخپله ښۍ خوا خورزې ته ور کوږ شو، ٬غاټول، ورځ نن خرابه ده! ولس ستاسې پوځ ته برګ دی!،

   ماما یو ګام خورزې ته ور وړاندې شو، په کراره یې، چې مور نازو یې وا نه وري، خورزې ته کړل، ٬ستاسې پوځ له برې کلا نه ښځه تښتولې!،   د غاټول زړه بوټ ووت.

   ماما خپلې نامحرمې خورزې ته یو ګام بل ور وړاندې شو، ٬خوکه خورزه مې وایي، همدابېګا ته یې په جلال آباد سپارم!،

   ابراهیم د خورزې غبرګون ته و نه کتل، ٬خو، نه! ورځ، غاټول، نن ډېره خرابه ده!، خورزه غلې پاتې شوه، ماماپوښتنه وکړه، ٬خورزه مې پکې څه وایي؟، د خورزې زړه ډک پک و، د سر په ښورولو یې د هو ځواب ورکړ. ماما لوېشت نور وړاندې شو، ٬که سویتلانه مې همدغسې غاټول پاتې شي، پېریان یې هم نه پېجني!، سویتلانه غاټول موسکۍ شوه. ابراهیم ام کړل، ٬څوک به ورته پورته هم و نه ګوري!، غاټول بیاهم موسکۍ شوه. ابراهیم نور هم ډاډه شو، ٬خورزه به مې میاشت نیمه تېره کي، ښکته پورته وطن به وګوري، ولس به وګوري، د ثور انقلاب په رښتینولۍ او  دروغو به پویه شي!،

   خورزه، چې انۍ خبرې وا نه وري، دا وار پخپله ماما ته ور وړاندې شوه. ابراهیم خبره را ونیوه، ٬چې د خورزې مې په کومه ورځ زړه تنګ شو، ماما به یې په هماغه ورځ په جلال آباد ور وسپاري!،

   خورزې په شونډو او سر د هو ځواب ورکړ: سر ټیټ بیا جیګ، مسکا په شونډو خپره.

   ابراهیم د ښي لاس خپړه سویتلانې غاټول ته ونیوه، غاټول پویه شوه، ماما ته ښی لاس ور وغزاوه؛ ماما د نامحرمې خورزې پسته مسته خپړه په خپله شډله خپړه کې کښېکاږله، ٬د پښتو لوظ دی؟، غاټول په ډک ستوني کړل، ٬لوظ.،

   د تاریخ استاذ ابراهیم نه وېوړه نه راوړه، ٬سویتلانې، د امیر عبدالرحمن خان   خبره مې له پښو لاندې کړه، په پښتو ودرېدم، باور درباندې کوم!،

   غاټول سویتلانه په روسانو باندې د امیر عبدالرحمن د باور د نه کولو له وصیته سمه خبره وه، په ژړا شوه.

   ماما لاس کړ، د واسکټ له بغل جېبه، په ګلداره دوسمال کې تاوه، غوټه را وایسته، خورزې ته ونیوه، ٬اوس خوم غاټول، د پښتو لوظ سره وکړ؛ دا امانت به، زما تر بېرته راګرځېدو پورې، درسره یي!،

   خورزه نېغه شوه، ماما غوټه خلاصه کړه. د خورزې خوله خلاصه پاتې شوه، په شا لاړه، ٬بوژه موی!، خورزې، له ٬بوژه، سره، ټکان وخوړ، خو ماما ځان پوی نکړ، ٬له خورزې مې څه زیاته ده؟، غاټول غلې پاتې شوه.

   واخله!

غاټول زړه نا زړه تومانچې ته لاس ور وړ. ابراهیم ام کړل، ٬واخله!، سویتلانې غاټول تومانچه واخیسته.

   ماما لاس ونیو تومانچې ته، کړل غاټول ته، ٬د نیکه د لاس نښه مې!، خورزې د سر په ښورولو ښه وکړه.

   د باچا امان الله  سوغات دی!

   د خورزې خوله خلاصه پاتې شوه! ابراهیم له دې سره درې سرباري شاجورونه هم خورزې ته ونیول.

   ابراهیم د ښي لاس خپړه د خورزې سویتلانې په کوپړۍ باندې کېښوده، ٬خورزه به مې زما تر بېرته راتګه ډېر احتیاط کیي! په خپل ځان، په خپل کاله، په خپله  انۍ!،

   سویتلانې غاټول وژړل…

   ماما د خپلو بچیانو کوټه، جامې، کټ، تود تشناب، آشپزخانه… خورزې ته ور وښودل.

سویتلانې غاټول ژړل…

ابراهیم په وتو کې و چې خورزې زړه را ټول کړل، ٬ماني مې؟،

   ابراهیم ښی لاس ونیو سپین غره ته، کړل غاټول ته، ٬د دې غره شا ته ده!، د غاټول سر په نه زړه ټیټ بیا جیګ شو. ابراهیم پوی شو، غاټول ته ور وړاندې شو، ٬ماني دې غاټول، له خپلو لوڼو سره، په پاړه چینار کې مهاجره ده!،

   مانادارې مسکا د غاټول شونډې مرۍ مرۍ کړې…

**

   خانه! غټه بریا ده، خو…

   ابراهیم زاره چاودی شو، ٬چې ښځه خو یې را نه، نه وای بیولې!،

   هو ماما.

   ابراهیم خوله خان ته ور وړه، ٬شورویان راغلي په تا پسې و، خو،…

   هو، هو.

   ابراهیم له خندا نه ډک ام کړل، ٬په هغه ډګري یې د تا ګومان وکړو.،

  هو، ماما.

   ابراهیم خوله د خان غوږ ته ور وړه، ٬خو د ښځې تښتول، شورویانو بل بد را واړول!،

   ابراهیم د ښي لاس پنجه د خان په کیڼه اوږه کېښوده، ٬خوریینه! د خان د تندي لنډې لنډې برا برا ګونځې را ټولې شوې، ٬آ ماما!،

   شورویان، خوریینه مونږ نه پېجني!

   نم پېژني؟

   نه، نم پېجني! سویتلانه غټه موجیزه ده، خدای راکړه.

   هو.

   پرېده چې سویت،…

   ابراهیم په سویت، سویتلانه، کې غلی شو، ٬خوریینه، سویتلانه به نه وایو.،

   ښه ماما.

   سویتلانه ګوره غاټول شوه.

   ښه ماما!

   ابراهیم واره برابره ولیده، خان په خبره پوی کړ، ٬خانه پوی خو شوې چې ته مې د حلیمې خور زوی شوې؟،

   هو ماما، پوی شوم!

   ابراهیم خوله د خان غوږ ته ور وړه، ٬خوریی ٬خان، مې پاکستان ته په تګ کې، په بم والوت، شهید شو. خان په خپل ځان ور ټول شو، ٬ښه؟،

  هو، پاس په سپین غره کې ښخ دی.

   ښه ماما.

   خو انۍ ګوره خبره نه ده!

   د خان سر په کراره ته راته، ٬پوی شوم، پوی شوم.،

   ابراهیم وپسېد، ٬خانه! پوی خو شوې چې له سویتلانې نه مې مور نازو ته په بلخ کې د خپلې مړې خور، سلیمې، مړه لور غاټول جوړه کړه!،

پوی شوم، ماما پوی شوم!

   ابراهیم خپړې د خان په اوږو ولګولې، ٬پرېده چې غاټول وګرځي، وطن وګوري،…

   د خان خوله خلاصه پاتې شوه، ٬وګرځي؟،  ابراهیم د خان په تشویش پوی شو، ٬څوک یې نه پېجني!،

   ښه؟

   ابراهیم زینې ته ور وکتل، انۍ نه وه، بیا یې هم خوله د خان غوږ ته ور وړه، ٬چې زه او ته یې و نه وایو، څوک یې نه پېجني!،

   زه یې نه وایم، ماما!

   لوظ دی؟

  لوظ دی!

   ابراهیم او خان، د ٬لوظ، په نښه یو بل ته لاسونه سره ورکړل. ابراهیم په کراره خان ته کړل، ٬پرېده چې ترورزۍ دې،…

   اهه.

   پرېده چې د سلیمې ترور لور دې، غاټول، دا مونږ اشرار پخپلو سترګو وګوري.

   د خان زړه لږ ولګید، ٬ښه، ښه!، ابراهیم خوله خان ته ور وړه، ٬غاټول نرسه نه ده.،

   کنه؟

   د کا جې بې منصبداره ده!

   خان نېغ شو، ٬جاسوسه ده؟،

   اتمن!

   د خان خوله خلاصه پاتې شوه…

**

   ابراهیم په کراره کراره، د کور دویم پوړ ته ور وخوت، د ناستي کوټه یې له نظره تېره کړه؛ یوازې نازو وه، ممپلي یې، لګیا وه، پاکول، په قاب کې اچول، سویتلانه نه وه. ابراهیم د تشناب وره ته غوږ شو، د اوبو شړپ و شړوپ و، وشرمېد، په شا را وګرځېد، موسکی شو، ٬کمیساره سرنوشت ته تسلیمه شوه!،

   ابراهیم د زینې په آخر پاټکي کې و، دهلیز ته را ښکته کېده، ودرېد، ٬کمیساره په تجربه کې له خپله عمره ډېره پخه ده!،

   ابراهیم، دهلېز ته له راښکته کېدو سره، ودرېد، ٬خپل ځای ځایګی یې ډېر ژر وپېژاند، پښتو یې زده ده، کوم ټکی مکی که غلط وایي، ودې یې وایي، لویه شوې آخر په مزار کې ده!، ابراهیم له ٬مزار، سره په ستوني کې وخندل، ٬انۍ يې په آسانه نشي پېجندی.،  ابراهیم له ځان سره وډونګېد، ٬چې اوس د شوروي پوځ مخه ونیسو!،

   د ابراهیم سر په کراره، کراره جیګېده، ټیټېده، ٬د پتېکوټ بازار ته ځان رسول په کار دي!،

**

۱۲

   د غاټول وتلی زړه ځای ته راغی ٬حلاله خو یې نکړم، نکړم!، غاټول له خندا نه ډک ام کړل، ٬خورزه سرباری لا شوم!، د غاټول د ښي لاس خپړه خولې ته لاړه، ٬غټه فیوډاله انۍ را باندې و غولېده.، غاټول وپسېدله، ٬چې ابراهیم مې ساتي، خان حال و نه وایي، دا کلیوال اشرار به مې وپېژني؟، د سویتلانې سر د نه په نښه، ټکان وخوړ، ٬نه.،

   غاټول لاس کړ، تومانچه په سره ګل سېب دوسمال کې بېرته تاوه کړه، په بالښت یې کېښوده، ٬پرېده چې رښتیام، د اشرار ابراهیم خبره، رښتیا او دروغ وګورم! د دې افغان کمونستانو د ثور انقلاب حقیقت پخپلو سترګو وګورم!،   د غاټول وروځې سره ورغلې، ٬امپریالیزم وګورم! امریکایان وګورم! سي. آی. اې والا وګورم! اشرار وګورم! د اشرارو وسله، پیسه، مورال، بل، بل،… غاټول په ستوني کې وخندل، ٬غټ اشرار، ابراهیم لاس ته را غی!،

غاټول دواړه لاسونه پخپلو تخرګونو کې ننیستل، ٬په جلال آباد مې، الف الف، بل بل ته آجت نشته، پخپله اشرار ابراهیم بېرته لا سپاري!، سویتلانې خپله خندا تېره کړه، ٬دې ته وایي پښتونولي!،

   غاټول د پښتونولۍ څه بله، ښه بده، یادوله، خو د اولیانوفسکي شیطان راغی، په خوله کې ورته بله خبره کېښوده، ٬څه تمه توقع خو رانه ابراهیم، پښتو مښتو یې پخپل ځای، ارو مرو، لري!،

   غاټول د کټ په څنډه کېناسته، ٬ابراهیم اشرار د سیاست سړی دی، خبرې یې ټولې د سیاست وې! امیر عبدالرحمن خان او امان الله خان یې دواړه یاد کړل. په روسانو یې د امیر د نه باور او خپل باور خبره وکړه، له دې نه بله سپینه خبره، آخر!،

غاټول ته په کلاکانو کې د دوی د خاد ځری، ملا شمس الرحمن – شمکی – مخې ته ودرېد، ٬غریب، نیم لوستی ملا! ابراهیم، د خاد خبره، د پلار  نیکه  د ایتبار او فیوډالیزم په مسند ناست سړی دی!،

   غاټول د سیاسي سودا شنو سرو باغونو ته ور ننوته، ٬که  د ابراهیم یاغي اشرار سر د سیاسي ماملې غړوندي ته برابر کړم وا، وا!، غاټول په کراره کړل، ٬دا به د الف الف غټه بریا یي!،

   غاټول ته له ابراهیم سره د راتلونکې سیاسي سودا کچ و مېچ ډېر غټ ښکاره شو، ٬اغه د پنجشیر مامله  خو د یوه واړه تاجک مامله ده!، غاټول خپله مامله یاده کړه، ٬له غټ یاغي پښتانه سره!،

   غاټول د خپلې سیاسي ماملې په اوږده ساره کې ګرځېدله، خو د اولیانوفسکي  شيطان بیا پېښه وکړه، راغی، غاټول ته بله شیطاني وکړه، ٬ابراهیم جره سړی دی!،

   غاټول ته د اولیانوفسکي له شیطان سره، د خاد د څو میاشتو وړاندینی رپوټ مخې ته ودرېد، ٬ابراهیم غټ زنا کار دی.، غاټول په ستوني کې وخندل، ٬تیز رګ خو مې دې ابراهیمه، اوس پیدا کړ!،

غاټول په کټ کې غزېدله چې د انۍ غږ شو، ٬لورکې!،

**

   انۍ پتنوس په دسترخوان کېښود. د غاټول د ښي لاس خپړه خولې ته لاړه، ٬زمونږ روسۍ نکلي چاینکې!،

   انۍ د پېروي قاب لمسۍ، غاټول، ته ور وړاندې کړ، ٬د مور خو دې بچی، پېروی ډېر خوښېده.، غاټول نقل وواهه، ٬انۍ رښتیا وایې.،

   غاټول لاس کړ، د شیدو ګیلاس را پورته کړ، ٬دا انتیک فرانسوي ګیلاسونه ګوره، دا طلایي جالۍ ګوره، دا نالبکي!، غاټول د پېروي قاب ته لاس وړاندې کاوه، چې له لاندیني دهلېزه غږ شو؛ انۍ پویه شوه، ٬بچی، د کریم خان ښځه ده!،

   ښه، ښه!

   کریم خان دې بچی د پلار… بچی مفتي ښیم … پلار دې،… غاټول بل نقل وواهه، ٬ښه، ښه، پلار مې مفتي و.، انۍ د غاټول پلار په نامه یاد کړ، ٬مفتي عزیزالله.،

   وو.

   خدای دې، بچی، اوه واړه جنتونه وېرکی.،

   آمین انۍ!

   کریم خان دې بچی، دپلار نژدې تربور دی!،

   وو، وو!

   انۍ غاټول په تندي موچي کړه، ٬لور مې کور کلی تربرونه سم پېجني!، انۍ خبرې ته خوله جوړوله چې بل غږ شو؛ انۍ ور غبرګه کړه، ٬ګلپاڼې بوره مشې!، غاټول نېغه شوه، ٬ښه، ښه، ګلپاڼه امه مې وه!، غاټول انۍ ته ور تاوه شوه، ٬مور به مې ډېره یادوله!، د انۍ زړه باغ باغ شو، ٬انۍ دې درنه ګرده وګرځي!،

   سویتلانې غاټول پیاله کېښوده، وړاندې شوه، سر یې له نازه د انۍ په ټټر ولګاوه. انۍ غاټول په سر موچې کړه، ٬بچی، ګلپاڼې ته دې خدای اجرونه وېرکي، زمو وړه یې تناره ته وېوړل،. غاټول سر را جیګ کړ، ٬کشکې مې لیدلې وای!،

   په سترګو کمزورې انۍ لاس کړ، د پراټو قاب لنډ د غاټول په مخ کې ایښی و، نور هم غاټول ته ور وړاندې کړ، ٬لورکې خوره، خوره، سړېږي!، انۍ لاس کړ، نوره شکره په پراټه وشیندله. غاټول، کاشوغه، پنجه نه وه، په ګوتو باندې د پراټې مړۍ خولې ته کړه، ٬سم مې د مور د لاس کېک دی!، انۍ له ٬کېک، سره نېغه شوه، خبره کوله، خو غاټول وار ور نکړ، ٬خو د مزار کېکونه انۍ، دومره غوړ نه دي!، انۍ د غاټول په کېک ځان پوی نکړ، ٬بچی پراټې غوړې ښې دي، چې زړه دې ونیسي!،

   انۍ مې.

   غاټول پخپله غلطۍ پویه شوه، و پسېده، ٬ښه ښه، پراټې دي!،

   چای ورپسې، بچی، تود تود غوړپوه چې ستونی دې خراب نشي، جمی دی!

   غاټول د چای  خبره واچوله، ٬انۍ مزار شریف کې خلک تور چای چخي.،

   له مرګه مې دې پاتې شي!

   غاټول د انۍ د مرګ په خبره –  له مرګه مې دې پاتې شي – پویه نشوه، خو د انۍ په تشویش  پویه شوه، ٬انۍ مطلب مې دا نه و،… غاټول انۍ خوشاله کړه، ٬انۍ مور مې تور چای چخه، ما او پلار مې انۍ ام تور ام شین، دواړه چخل، انۍ پروا نکیي!،

   بچی، رښتیا وایې، مور دې تور چای شکه!

   غاټول، د انۍ له ژبې سره ځان بلداوه، ٬انۍ تاسو شکل وایئ، مور مې ام شکل ویلې.،

   انۍ غاټول ته من من غوښې واخیستې، ٬سمه سلیمه یې، ګرده دې وګرځم!، غاټول وړاندې شوه د انۍ لاسونه موچې کړل، ٬زه انۍ چخ،… غاټول په چخ، چخل، کې ونښته، خو د انۍ د تېر ایستلو لپاره په خندا شوه، په سختۍ یې چخ، چخال یې خولې ته راته، په چخل تلفظ کړ، ٬انۍ زه چخل وایم!،

   ښه وایې بچی، ډېر ښه وایې!،

   پلار مې د کنداریانو لوظ کاوه انۍ!

   وو، وو، کاوه یې!

   پلار مې چشل ویلې، انۍ!

   انۍ د لمسۍ په خبره کې ولوېده، ٬بچی پلار خو دې په کندهار کې څو کاله مفتي و. خسر خېل دې ام، پیېږې، بچی کنداریان وو! کندارۍ جبه یې د اغوی لپارم کوله.،  غاټول له ٬خسر خېلو، سره بل نقل وواهه، ٬اغه اصلي غاټول یې ورکړې وه، ښه، ښه!،

   بچی! پلار دې د خسر– میرویس حاجي، نژدې انډیوال و.

   د غاټول سر، لکه خبره چې وي، ټيټ و جیګ شو، ٬وو، وو.،

   مېړه دې بچی، میرویس،… غاټول له ٬مېړه، سره د انۍ د تېر ایستلو لپاره سترګې ټیټې کړې، بل نقل وواهه، ٬د اصلي غاټول مېړه میرویس نومېده.، انۍ مېړه د ښاریانو په ژبه یاد کړ، ٬نامزاد دې بچی!،

  اوو، انۍ!

   بچی، خدای دې یې و بښي.

   آمین، انۍ!

   غاټول بل نقل وواهه، ٬میرویس مړ دی!،

   د میرویس نوم دې بچی لیدلی و، د اوکمت د مړو په  لست  کې راغلی و.

   وو انۍ، وو، لیدلی مې و!

  غاټول بیا هم نقل وواهه، وپسېدله، ٬میرویس کمونستانو وژلی!،

  بچی، په یاد مې دي هوسۍ را ته د میرویس د نامه ویلې و.

  غاټول ته واره برابره شوه، ٬انۍ، رښتیا اوسۍ کله راځي!،

   بچی راروانه ده!

  ډېره مې یادېږي، انۍ.

  انۍ د هوسۍ خبره کوله، خو د لاندې، د انګړه د وره کړس شو، انۍ پاڅېده، ښکته شوه…

**

۱۳

   روسي سرتېري ‌زخـار، خـپله پسته یي رنګه یوشانکا خولۍ په ښي لاس کې  نیولې وه، د سګرتو دوکان ته ور تاو شو. دوکاندار سترګې په زخار کې وګنډلې. زخار خولې په سر کړه، ګام واخیست، دوکان ته وړاندې شو. دوکاندار پخپل کټولک کې وښورېد. زخار کلاشینکوف له ښۍ نه کیڼې اوږې ته کړه، یو ګام بل واخیست؛ دوکاندار موسکی شو. زخار ځان تروش ونیو، ٬دوست یا دشمن؟،

   دوست! دوست!

   زخار، تا به ویل، په پښتو پوهېده، لاس د پوښتنې په نښه د غرفې په سر لګېدلې لوحې ته ونیو. دوکاندار په پښتو ژبه زخار ته کړل، ٬پتېکوټ سګرت پلورنځی.،

   زخار ورکه پیدا کړه، ٬سګرت؟، دوکاندار د سر په ښورولو هو وکړه. زخار موسکی شو.

   دوکاندار لاس کړ، د پاکستاني فلترداره ٬کې ټو، سګرتو له خلاصې کوتې نه یوه دانه سګرت را وایست، سرتېري ته ونیو، سرتېري زخار لاس ور وړ، سګرت واخیست، شونډو ته وروړ، دوکاندار لاس کړ، سګرت لایتر ور وړاندې کړ، وۍ لګاوه؛ سرتېري په خوله کې نیولی سګرت، لایتر ته ور وړاندې کړ، سګرت ولګېد، په شا لاړ.

   ډلګۍ مشر مارلن چې د زخار سودا نغده ولیده، مسکی شو، ور و خوځېد. د زخار سترګې په بېرته ګرځېدو کې، په ډلګۍ مشر ولګېدې، غړند غوندې شو، خو ډلګۍ مشر په خپله مورنۍ ژبه، روسي، څه وویل؛ سرتېری بېرته په شا را وګرځېد، ډلګۍ مشر وړاندې سرتېری ور پسې د دوکان مخې ته سره ودرېدل، ٬دوست! سګرت!، دوکاندار له ځان سره و ډونګېد، ٬غوام لنګه شوه!،

   منډلي، ټیټه کی ډلګۍ مشر مارلن ځان تروش ونیو! دوکاندار ډلګۍ مشر ته د سګرټو نیمه ډکه کوتۍ ونیوه؛ کوتۍ ته یې ټکان غوندې ورکړ، سګرټ د کوتۍ خولې ته ورغلل. د ډلګۍ مشر خوله، له خوشالۍ نه، خلاصه پاتې شوه.

   دوست! مهرباني!

   ډلګۍ مشر د دوکاندار له ٬مهرباني، سره لاس ور وړ، ټوله کوتۍ د د وکاندار له لاسه والوځوله، په شا لاړ. دوکاندار د ډلګۍ مشر په بدماشۍ ځان پوی نکړ، و ډونګېد، ٬نیمه کوتۍ سګرټ دې خپل سر وخوري، بلا ورپسې!،

   ډلګۍ مشر یوه دانه سګرټ خولې ته کړ، سرتېري ته وړاندې شو، سګرټ یې د سرتېري له سګرټ سره کونه په کونه کړ، وۍ لګاوه…

   بد سترګی ډلګۍ مشر، د چا خبره، مېوه خورک شو، وړاندې شو، د دوکاندار پام یې، مخ قبلې ته، پینځلس شل متره وړاندې، په زره پوش باندې ناستې نجلۍ ته ور واړاوه، ٬دوست! خوب خوب؟، د دوکاندار سترګې په زره پوش ولګېدې، توبې یې وایستې!

   ډلګۍ مشر دوکاندار ته کړل، ٬خوب؟، ډلګۍ مشر دوکاندار ته نور هم ور وړاندې شو، ٬اوګان!، دوکاندار لاس کړ، پګړۍ په سر کلکه کړه، نېغ شو، و ډونګېد، ٬په خپلو ګونانګارو سترګو یې آغه ده ګورم!،

   دوست!

   دوکاندار ټکان وخوړ، ٬دوست نه! په پخه تیږه دووس ووایه!،

   د دوکاندار سر په کراره کراره جیګېده، ټیټېده، ٬اغه د جوی هفت خبره رښتیاه ده!،

   خدای پامان!

   دوکاندار د ډلګۍ مشرخدای پاماني وام نه ورېده، ځانته کړل، ٬سرو رښتیام زموږ ناموس ته ایښې!،

   هلته وړاندې، کولتوري سلاکار ټکرخان د ٬ټي دوه شپېته، ټانک له روسی کومندان آرسیني سره د امین الله سګرت خرڅوونکي دوکان ته مخامخ د سړک آ بلې –  جنوبي خوا ته– د ګنیو دوکان ته مخامخ، د ټانک په څنګ کې ولاړ وو.

   کولتوري سلاکار، له سپینو کړو ګنیو نه ډکه سپینه پلاستيکي خلته په خپل کیڼ لاس کې نیولې، د ښي لاس خپړه د کمربند د ګل په کیڼه خوا کې په خپله ټومبلې ټي ټي تومانچه ایښې، ګني زوول، له آرسیني سره خبرې کولې…

   ټانکیست آرسیني به په کیڼ لاس د ګنیو له خلتې نه د ګنیو کلۍ را واخیسته، خولې ته به يې کړه، زووله به یې، خو د ښي لاس دویمه ګوته یې د مکروف تومانچې د ماشې په کړۍ کې ننیستې وه، ګډوله یې؛ دومره تېزه چې د تومانچې میل او موټی سره نه پېژندل کېدل!

   د ټانکیست ښۍ خواته درې تنه پتېکوټي ماشومان، په ګوته باندې د ټانکیست د تومانچې ګډولوته، کاږه ورمېږونه ولاړ وو. ماشومانو، تومانچه، تا به ویل، په خوله رانیوله، د تومانچې لوېدو ته شېبې شمارلي.

   افغان کولتوري سلاکار او ټانکیست د ګنیو په دوکاندار او دوکان خبرې کولې: د توت د شنډې ونې لاندې په څلورو پښو باندې د لرګیو ولاړ تخت، له ځمکې نه یو ګز جیګ.

   خامه خوله زوی سیدو له خپل سپین ږیري پلار شادو سره مرسته کوله.

   سیدو به د ګنیو ډانګي را واخیستل، په نعل ډوله پولادي تېغ به یې پاک کړل، پلار ته به یې ور وغورځول؛ پلار به سپین کړي ډانګي په ځانګړې پولادي بیاطۍ باندې دوه دوه، درې درې ځایه کړل، چې شل پینځه ویشت ډانګي به برابر شول، له یوې مخې به یې په بیاطۍ باندې کلۍ کلۍ کړل؛ بیا به یې په نیم کیلویي، یو کیلویي سپینو پلاستیکي خلتو کې ور واچول، خولې به یې سره ور وتړلي، د تخت په دې بل سر کې به یې ښه په ترتیب خرڅلاو ته سره کېېښودې.

   شادو په خپل کار کې و چې د کوماندو لومړی بریدمن، لي یوو، له خپل کوماندو سرتېري روستیسلاو سره تخت ته ودرېد. شادو لاس کړ، هر یوه ته یوه یوه نیم کیلویی خلته ونیوه، ٬سیدو بچی، ګوره چې پیسې ترې و نه غواړې!، سیدو و ډونګېد، ٬ولې؟،

   الکه سیدو، خدای روزي رسان دي.

   سیدو برګ شو، ٬دا سره کاپر!،

   والکه د اوغان په درګا یې پښه ایښې، آخر!

   درګاه! وطن یې نیولی، وژنيم!

   سیدو پلار ته خوله ور وړه، ٬بر په خوږیاڼوکې، خبر یې، نن څه حال و؟،

   پلار زوی ته برګ شو، ٬سیدو مړسپ شه نور!،

   لومړي بریدمن لي یوو شکمن غوندې شو، وړاندې شو، د سیدو په اوږه لاس کېښود. شادو ترا وخوړه، ٬دوست! دوست!،

   لومړي بریدمن لي یوو د سیدو پام په زره پوش باندې ناستې نجلۍ ته ور واړاوه، ٬خوب، خوب!، سیدو له بریدمن سره خبرو ته شو، ٬روسي، روسي!، بریدمن خوله سیدو ته ور وړه، ٬اوګان، اوګان!، د شادو سترګې هم په زره پوش ولګېدې، ٬د کاپر لورې!، نجلۍ شادو ته روسۍ ښکاره شوه، ٬اماغه کمسیالې[12] لوچکانې دي!،

   سیدو کتل ګنیو ته، کړل پلار ته، ٬ښه شوه چې په خپلو سترګو دې ولیده!، د شادو سترګې بیا هم په نجلۍ کې نښتې وې، ٬الکه سیدو، کمسیاله نه، اوغانه ده!، شادو په شا لاړ، ٬دا خو بل جوی هفت شو!، بریدمن لاس ونیو نجلۍ ته، کړل سیدو ته، ٬بسمه چي!، بریدمن لي یوو، چې سیدو په بسمه چي پوی نشو، نجلۍ په بل نامه یاده کړه، ٬اشرار.، بریدمن، نجلۍ سیدو ته ښه ور وپېژندله، ٬اوګان.،

   بریدمن له ٬اوګان، سره نور تم نشو، دی مخکې سرتېری ورپسې، ګني زوول، لاړل…

   درې سرتېري دې خوا د تازه مېوې، مالټو، کینو، کېلو او املوکو دوکان ته ودرېدل؛ دوکاندار هر یوه ته یوه یوه کېله ونیوه. سرتېرو کیلې واخیستې، لاړل…

   درې سرتېري، د سړک آ بلې  خوا ته، د کدوانو دوکان ته ودرېدل، دوکاندار لاس کړ، یو برابر کدو ورکړ؛ سرتېرو د خټکي ګومان پرې وکړ. دوکاندار د ښي لاس خپړه د سرتېري د کلاشینکوف په برچه ولګوله، ٬د غوایي له غوښې سره یې پوخ کړئ!،

   سرتېرو وانګېرله چې خټکی دې، د کلاشینکوف په برچه دې یې ترازې ترازې کړي! سرتېرو سره وخندل. یوه سرتېري د کلاشینکوف برچه را خلاصه کړه، کدو یې ترازې ترازې کړ؛ په هوا یې وخوړ. دوکاندار له ډاره خپله خندا تېره کړه.

   د پتېکوټ لنډی بازار د چپلي کباب خواږه بوی په سر نیولی و. څلور شورویان، درې سرتېري یو بریدمن، د خپل پوځي عادت خلاف، د چپلي کباب دوکان ته ور ننوتل.

   شاګرد، دوکان ته د روسي سرتېرو له ور ننوتو سره، پخپل سر منډه کړه، د دوکان له بره سره یې، زړه و، بړستنه را واخلي، په سترنجیو یې اواره کړي؛ کبابي ګلجان پوی شو، و ډار شو، نه چې شاګرد د پسخانې ور خلاص کړي، غږ پرې وکړ، شاګرد را وګرځېد، دی پخپله ور جیګ شو، بسترو ته ورغی، په کراره یې، دوه پاکې پاکې بړستنې را واخیستې؛ هوارې یې کړې، پوځیان په ډاډه زړه کېناستل.

   ګلجان د سترګو په رپ کې سړي سر دوه دوه چپلي کبابه تیار کړل، د تازه نوش پیازو پرېمانه میده شوې پاڼې یې په چپلي کباب واچولې؛ په هر ارمونه یي قاب کې یې له کباب سره نیمه نیمه دانه نارنج هم کېښود…

**

   ابراهیم مخامخ د سړک آ بلې خوا ته، د کولتوري سلاکار او ټانکیست دوی شاته، د هوټل په پسخانه کې له خپلو درې تنو مجاهدینو سره د روسانو له سترګو پټ ناست و، بازار یې له نظر لاندې نیولی و…

   ابراهیم د هوټلي شاګرد شادو ته ور ولېږه؛ شاګرد له شادو سره وغږېد، شادو په خبره پوی شو، زوی یې هم په خبره پوی کړ، د ګنیو سپینول یې پرېښودل، دواړه ولګېدل، د ګنیو ډانګي نیم نیم کړل، د سترګو په رپ کې یې دېرش څلوېښت نیم ګزي، یو ګزي ډانګي برابر کړل؛ ډانګي یې په رېړه کې واچول. سیدو، ګواکې د ګنیو ډانګي پلوري، رېړه د بازار منځ ته کړه…

   ابراهیم درې تنه راکټ ویشتونکي مجاهدین، مخکې له مخکې، د چپلي کباب د دوکان په شاتنۍ پسخانه کی ځای په ځای کړي وو…

   امین الله دوکاندار راغی، له پل غلطۍ نه نیمه ډوډۍ له یوه چپلي کباب سره را پورته کړه، هوټلي ته یې په زره پوش باندې د ناستې نجلۍ خبره ورسوله.

   هوټلي په خبره پوی شو، لاس کړ، د کونځلو د تېلو دېګی په ایشټوپ کېښود. غوړ د سترګو په رپ کې واېشېدل. هوټلي خپل شاګرد په سترګو سترګو کې پوی کړ.

   ګونګوسی دې درې څلورو دوکانو کې نه، په ټول بازار کې خپور شوی و. هر بازاري به له خبرېدو سره زره پوش ته ورغی، نجلۍ به یې له سترګو تېره کړه، بل به یې خبر کړ.

   ګڼه ګوڼه آخر د زره پوش په څنګ کې دومره ډېره شوه چې کولتوري سلاکار، ټکرخان، به په شا باندې د خلکو د ټېل وهلو لپاره خپله ډکه ټي. ټي تومانچه خلکو ته نېغه نېغه کوله.

   د زره پوش مخې ته، څو ګامه وړاندې لمرخاته ته، د پتېکوټ د کلیوالو ډلګۍ بېله ولاړه وه.

   ابراهیم شېبه وړاندې د هوټل له پسخانې نه را وتی و، د خلکو د ډلګۍ په منځ منځ کې ولاړ و…

**

   ابراهیم د الله اکبر غږ ته خوله جوړوله چې په زره پوش باندې د ولاړ کولتوري سلاکار، ټکرخان، غږ د هغه له خپل لاسي سپیکر نه جیګ شو، ٬واورئ! واورئ!  دپتېکوټ زیار ایستونکو واورئ!،

   خلک غوږ شول.

   کولتوري سلاکار بیا هم د واورئ، واورئ غږ وکړ، ٬د اشرارو د جوی هفت توطیه رسوا شوه!،

   کولتوري سلاکار خپل کیڼ لاس په دې بل – بردم دوه – زره پوش باندې، د جګړن ساشا په  څنګ کې ناستې نجلۍ، خاټولۍ، ته ونیو، ٬دا نجلۍ،…

   کولتوري سلاکار له ٬نجلۍ، سره، خاټولۍ ته ور وکتل، ٬اشرارو، درې اونۍ وړاندې، آواز ګډ کړی و چې دوستو قوتونو،…

   کولتوري سلاکار له ٬دوستو قوتونو، سره، د خاټولۍ په څنګ کې ناست جګړن، ساشا، ته لاس ونیو، ٬جوی هفت کې وژلې او بیا یې سوځولې!، کولتوري سلاکار بیا هم دخلکو پام ځانته ور واړاوه، ٬اشراره،… سلاکار له ٬اشرارې، سره، خاټولۍ ته لاس ونیو، ٬موږ نن په بره کلا کې ونیوه!، هلته نجلۍ – خاټولۍ، وښورېده، په ډک ستوني غږ کړ، ٬ښه مې وګورئ!،

   خان، په غوږونو باندې د برې کلا هغه نن سبانی را پرېوتی زېړ پکول په سر، په ډله کې ولاړ و، د کولتوري سلاکار له برې کلا سره یې سم ټکان وخوړ. خان، خاټولۍ ورته ښه نه ښکارېده، وړاندې لاړ.

   د کولتوري سلاکار خبره لا خلاصه نه وه، چې نشه جګړن ساشا، خاټولۍ ته خوله ور وړه، خاټولۍ هم خوله ور وړه. خان ځان ته کړل، ٬خاټولۍ ده؟،

   چې جګړن تود شو، کیڼه خپړه یې د خاټولۍ د ټټر هغې یوې توکمې ته ور وړه؛ خاټولۍ خپله خوله نوره هم د جګړن خولې ته ور وړاندې کړه؛ ډېری ولاړو خلکو، غوږو ته ګوتې ور وړې، توبې وایستې؛ د ډېرو په زړه کې هماغه د کمسمول خبره تېره شوه، ٬خپله روسۍ یې ده، څه یې کوو!،

   جګړن په روسۍ ژبه کړل، ٬اشراره مې لارې ته راغله!،

   خلکو یو بل ته سره وکتل، په خبره پوی نشول. د حصارک میدان ته، ته ګوره، یوې تلونکې سپرلۍ، انجنیر سورګل، د جګړن ساشا خبره په کراره، په روسۍ ژبه پوهېده، وژباړله.

   کولتوري سلاکار زیارایستونکو ته بله څه خبره کوله، خو د جګړن غږ پورته شو، ٬اشراره مې انقلابۍ شوه!، انجنیر سورګل دا خبره هم وژباړله. د ابراهیم سترګې په سورګل ولګېدې، خو ځای ته یې را نه وست.

   نجلۍ – خاټولۍ، په ځان، تا به ویل، نشه وه، نه پوهېده، ښی لاس د خلکو را ټولې ډلې ته جیګ کړ، ٬ښه را ته وګورئ!،

   له ٬وګورئ، سره ټانکیست آرسیني نور و نه کتل، د سترګو په رپ کې ټانک ته ورښکته شو.

   خان په ډله کې وړاندې لاړ، سترګې یې په نجلۍ ولګېدې، غږ کړ، ٬خاټولۍ!، هلته خاټولۍ ټکان وخوړ، ٬خان ما،… د خاټولۍ له خولې نه، بیاهم، هماغه د برې کلا د ٬خان ما، غږ ووت. د خان له ٬خاټولۍ، سره د ابراهیم سترګې په خان ولګېدې.

خاټولۍ له ٬خان ما، سره شونډې د جګړن په شونډو نه، غاښونه د جګړن په مرۍ ښخ کړل. ابراهیم په همدې شېبه کې خپله غنیمتي روسۍ ټي ټي تومانچه جګړن ته ونیوه، خو جګړن، خاټولۍ پرې ور پرېوته، پنا شو.

   ٬مرۍ ته غاښونه ور وړل، جګړن ساشا ته د ٬افغاني مینې، یو ډول ښکاره شو، خو خاټولۍ خپل غاښونه په خپل ټول زور، له افغاني مینې نه، له افغاني کرکې نه، د جګړن په مرۍ ور ښخ کړل…

   چې جګړن څومره پړتکې ووهلې، د خاټولۍ غاښونه د جګړن له مرۍ بېل نشول …

**

   ابراهیم د جګړن له پړتکو سره د الله اکبر غږ ته خوله جوړه کړه، له خولې یې د ٬الله، د ٬الف، له وتو سره سم د خان د ٬الله، غږ اوچت شو، د ابراهیم، الله د خان په الله کې ورک شو؛ د ابراهیم د ٬اکبر، غږ د خان په ٬الله، پسې جیګ شو، د خان ٬الله، د ابراهیم له ٬اکبر، سره یو ځای شو؛ ٬الله اکبر، پورته شو. په الله اکبر پسې سم د هغه میداني انجنیر، سورګل، کړیکه جیګه شوه، ٬الله اکبر!،

   له دې سره د خان هغه نن سبانۍ غنیمتي مکروف، هغه د سویتلانې مکروف، وډزېده. هلته، د جګړن له پړتکو سره، د ټانک د دشهکې باټ وچلېد. دلته په ډله کې د ابراهیم دټي ټي تومانچې نه، دکلاشینکوف باټ، خو په زره پوش نه، د څنګ په ولاړ ٬شپېته پي. بي، زره پوش باندې، په ناستو شپږو روسي سرتېرو وچلېد…

   ابراهیم د جګړن ساشا د ویشتلو چانس له لاسه ورکړ، خان ړومبی شو. سورګل د ډلې له منځه خېز کړ، دواړه لاسونه خاټولۍ ته ونیول؛ خاټولۍ په را لوېدو کې وه چې له ډلې نه لس دولس لاسونه نور، په یوه وخت کې، ور جیګ شول…

   له دې سره، د دشهکې بل باټ و چلېد. خاټولۍ په خلکو را ولوېده، خو د کوپړۍ ټوټې یې د دشکې له باټ سره لاړې، له بازار سره جوخت د لوکاټو او نارنجانو په ونو ورغلې. خلکو د خاټولۍ بې سره جسد، ځمکې ته پرېنښود، په هوا ونیو…

   خلک د لوکاټو له ګڼو باغونو نه ډک او تش لاسونه را ووتل، د جګړن ساشا له لېونتوب نه په لا ډېر لېونتوب، په ټانکونو، محاربوي ماشینونو، زره پوشونو او له کوماندویانو نه په ډکو کله فیل لاریو ور پرېوتل…

   هلته د هوټلي شاګرد له ٬الله اکبر، سره، هغه سره کړي غوړ د هغو درې روسي سرتېرو او یوه منصبدار په سترګو ور وشیندل، وسلې یې ترې والوځولې، را ووتل، په قوې یې و ډزولې…

   د مجاهدینو د راکټ دولس ګولۍ ټولې په نښه برابرې و لګېدې.

   عام ولس له لرونو، دبیو، کوتکیو، ان د سیدو د ګنیو له هغو ډانګیو سره په قوې ور پرېوتل…

   د قوې زبون ووهل شو؛ ډېر وخت و نه وت، تالا ترغه شوه.

  بس د کولتوري سلاکار ټکرخان – د اشرارې خاټول د لېوره،  طالع ویښې وې، په خپل ٬بردم دوه، زره پوش کې یې د قوې له امبولانس سره یو ځای، د جلال آباد په لور، روغ رمټ، پښې سپکې کړې…

**

۱۴

۱۳۵۹، د کب  ۱۵/۱۶ (تېر ماښام)

   ډګروال سیواستیان ناڅاپه د لوی پوځي سلاکار دفتر ته ور ننوت، ٬صیب بله!، لوی پوځي سلاکار ټکان وخوړ، اهه!،

   هغه کوسۍ یې تښتولې!

   کومه؟

   سویتلانه!

   د لوی پوځي سیلاکار خوله خلاصه پاتې شوه، ٬سویتلانه؟،

  هو صیب!

   چا؟

   ډګروال، خبر خو نه و، خو له خپله آنده یې خولې ته راغله، ٬خان!،

   لوی پوځي سلاکار په خپله کورسۍ کې په شا لاړ، ٬ما خو ویل.، لوی پوځي سلاکار ښایسته شېبه په فکر کې ډوب شو. سیواستیان خبره کوله، خو ور وټکېد، جنرال ګنادي و، ورننوت…

**

   جنرال ګنادي د سویتلانې د تښتول کېدو نه، د ورکېدو خبره وکړه؛ د لوی پوځي سلاکار خوله خلاصه پاتې شوه، ٬هغه مجهزه قوه آخر! استخبارات، د چټک غبرګون هغه مېګا – ۱۱ کوماندویان؟،

   لوی پوځي سلاکار کتل جنرال ته، غږېده له ځان سره، ٬هغه هوایي ځواک! هغه برګۍ!،

   د لوی پوځي سلاکار سر خپله په خپله اوږو ته، ته راته، ٬دا ټول… آخر… دا څنګه… دا څنګه وشول؟،

   له نسبي وچ بدن نه د سلاکار شنه بخونه پوځي کورتۍ لویه وه، خو زړه یې، تا به ویل، کورتۍ تنګه وه، تنګ شو، پاڅېد، کورتۍ وایسته، د مېز  ښۍ خوا ته  ولاړ  پولادي کوټ بند ته ور تاو شو؛ جنرال ګنادي، له درنښته، پاڅېد، لاس کړ، د سلاکار کورتۍ ترې واخیسته، ځوړنده کړه.

   سلاکار د ښي لاس غټه او دویمه ګوتې د تندي خولو ته ور وړې. د خړ کمیس چپه ګردن د سترجنرال په وچه غاړه کې یوه ګوته لا آزد و؛ نکټایي بیا په چپه ګردن کې آزاده را ځوړنده وه؛ خو د سلاکار ګرمي کېدله، لاس کړ، د نکټایي غوټه سسته، د چپه ګردن تڼۍ را خلاصه کړه.

   ګنادي خوله سترجنرال ته ور وړه، ٬ځانګړې چورلکه له برې کلا نه تش لاس راګرځېدلې!، لوی پوځي سلاکار د مېز له سره ګنادي ته ور وړاندې شو، ٬تش لاس؟،

   هو صیب، نه خان پکې و، نه سویتلانه!

   ستر جنرال سر ته ټکان ورکړ، ٬دا سویتلانه، وه څو کلنه؟،

   ګنادي بیا هم سیواستیان ته ور وکتل. سیواستیان ځواب ورکړ، ٬یو دېرش!، لوی پوځي سلاکار له جنرال نه د خان د عمر پوښتنه وکړه. جنرال ګنادي خپله خندا ټینګه نکړای شوه، سیواستیان ته ور تاو شو؛ سیواستیان د خان د عمر خبره وکړه، ٬د کا ګې بې د وروستي رپوټ له مخې خو شل کلن دی او،…

   سیواستیان په ٬او، کې لږ ساه نیولی شو، ګنادي ته ورتاو شو، ٬دی!، له دی سره د لوی پوځي سلاکار د دفتر ټیلفون وشرنګېد…

**

   د ستر جنرال ساه، تا به ویل، د څلوېښتم لښکر د کومندان، تورن جنرال رولان، له خبرې سره ووته، پخپله کورسۍ کې په شا لاړ، ٬قوه تبا شوه؟،

سلاکاران یو بل ته سره کاږه شول… د دفتر د وره ټک، ټک سکوت مات کړ. سیواستیان ور ووت، ژر بېرته را ستون شو، له جلال آباده یې د څلوېښتم لښکر د شپږ شپېتمې مستقلې لوا د سیاسي آمریت راغلی تلګرام د ستر جنرال په مېز کېښود…

**

۱۳۵۹، د کب  ۱۶

   باریس د خپل برګ پوځي جمپر تڼۍ خلاصې کړې، د کیڼ لاس خپړه یې پخپلو زېړو سپین چکو وېښتانوتېره راتېره کړه، د مېز له سره دوبراشین ته ور وړاندې شو، ٬د ملا شمکي پخواني اطلاعات هم کره وو!، باریس له دې سره ډاکترنجیب ته ور وکتل. نجیب په سر او خوله د باریس خبره تایید کړه، ٬کره وو، هو!،

   باریس خبره وغزوله، ٬ملا شمکی، برې کلا ته، پرون ماښام، له یوې پېغلې سره د یوه ځوان بسمه چي د تګ خبره کوي، وایي، بسمه چي د ابراهیم  له مجاهد، زرخــان، کره و. ملا د بسمه چې په غاړه کې د امریکې د پوځ د پولادي رنګه جمپر، ببر سر، خړ پکول، پاکستاني باټا بوټانو، چینایي کلاشینکوف نښې ورکړي.، باریس ام کړل، ٬اطلاعات دې وي، همدغسې دې کره وي!، د دوبراشین د تندي ګونځې اوارې شوې. باریس دوبراشین ته ور کتل، ٬بسمه چي خان نومېږي.،

   ښه، ښه!

   پېغله، ملا وایي، د خان نا واده ښځه وه.

   اهه.

   پلار یې ولور غوښت، پېغله آخر له اشرار مېړه سره ووته، وتښتېده!

   اهه.

   ملا بېګا له پېغلې سره د اشرار نکاح لا تړلې!

   دوبراشین د ملا کار روایۍ ته اریان پاتې شو.

   باریس بله وکړه، ٬چورلکه، لوی پوځي سلاکار وایي، ناوخته ور رسېدلې!،

  دوبراشین سر ته د ٬نه، په نښه ټکان ورکړ، ٬چورلکه ناوخته نه، قوه له وخته وړاندې راخوځېدلې!،

   پوتین نجیب، باریس او دوبراشین، درې واړه، له سترګو تېرکړل، ٬بره کلا مو لټ په لټ کړه، نه خان و، نه ملګرې سویتلانه!، پوتین لږ پښه نیولی شو، ٬کلا کې، په ناسته له یوه مړه ځناور بسمه چي نه پرته، پېری هم وایم، نه و؛ بسمه چې خو به له شلو کم نه و؛ همدا ځناور به خان و!

   باریس د پوتین نظر تایید کړ، ٬په ناسته همدا مړ، شل دوه ویشت کلن، بسمه چي راته خان ښکاري. د خان د عمر په تثبیت کې پخوا، ارو مرو، غلطــي شــوې، دولس کلن نه و!،

   باریس نجیب ته ور وکتل. د نجیب سر اول جیګ بیا ټیټ شو، ٬د ملګري خبره دقیقه ده!،

   باریس له خپله فکره، د سویتلانې سرنوشت ته ګوته ونیوه، ٬بسمه چیان د قوې له خوزېدو سره، مطمین یم، په کلا ور ننوتي، ملګرې سویتلانه لاس ته ورغلې.، باریس بیا هم نجیب ته ور وکتل. نجیب د باریس خبره د سر په ښورولو تایید کړه.

   باریس څه نور هم ویل، خو دوبراشین وار ړومبی کړ، ٬په زره پوش باندې د هغې اشرارې کېنول څه مناسب کار نه و؟، نجیب د ښي لاس د شهادت ګوته وښوروله، ٬له دې ځناورو اشرارو سره خو ملګرو، په کارهم همداسې وه!، د دوبراشین تندی ورین شو، ٬د اشرارو غیرت دې وټکول شي!،

**

۱۵

   اشد محرم!!!

   ملګری میم شین!

   انقلابي مننه! پروني اطلاعات ډېر کره وو!

   اشرارو پرون یوه مېرمن درتښتولې؛ اطلاعات، اشرار ابراهیم ته ګوته نیسي، وایي، مېرمن د ده د واک په سیمه کې ده!

   د تښتول شوې مالومول ستا، ژغورل یې ستا د دوستانوکار دی!

   د در تښتول شوې مالومول، له پرون سهارنیو بریالیو عملیاتو نه، لا ډېرمهم دي!

**

   ډګروال سیواستیان ګډون کوونکوته، له جلال آباده د څلوېښتم لښکر د شپږ شپېتمې مستقلې لوا له سیاسي آمریت نه، د پتېکوټ د کلي د بمبارد راغلی تلګرام ټکی په ټکی ولوست.

   د افغان حکومت د قومونو او قبایلو د وزارت شوروي سلاکار، اولیانوفسکي – لوی پوځي سلاکار ته مخامخ ناست و – نه وېوړه نه راړوه، ٬که قوه تباه شوه، بسمه چیانو هم وار وخوړ!،

   جنرال ګنادي له لوی پوځي سلاکار سره سترګې په سترګې شو، ٬قوه تباه شوه، او خان خلاصې تڼۍ ګرځي!، دوبراشین د ښي لاس په ښورولو د نه ځواب ورکړ، ٬خان د تاریخ کندې ته ولوېد!، سیواستیان – د لوی پوځي سلاکار کیڼې خوا ته ناست و – دوبراشین ته کړل، ٬په کار خو ژوندی و!، ګنادي کتل سیواستیان ته، کړل دوبراشین ته، ٬د خان خو مړی لا په کار و!،

   سیواستیان د ګنادي خبره د سر په ښورولو تایید کړه؛ دوبراشین خبر بلې خوا بوتله، ٬د جهاد مخه ډپ شوه!،

   اولیانوفسکي په خپله کیڼه خوا ور تاو سفیر ته  شو، په غوږ وواهه لوی پوځي سلاکار،  ٬د بسمه چیانو عزت وټکول شو!،

   لوی پوځي سلاکار خبره ونیوه، لومړی سفیر، بیا اولیانوفسکي، بیا الف الف والا دوبراشین او خاد والا ډاکتر نجیب ته ور وکتل، ٬د ښځې راتښتول، په زره پوش کېنول، خلکو ته زور ښودل! نه!،

   لوی پوځي سلاکار د کمیسارانو د امپراتورۍ –  شوروی اتحاد، ټول پوځي او ملکي  کمیساران له سترګو تېر کړل، ٬ملګرو! غیرت ټکول په خانانو کې کارنده نسخه نده!،

**

۱۶

۱۳۵۹، د کب  ۲۳

   هوسۍ ځان پوی نکړ، ٬چې دا لمر له کومې خوا را ختلی!، غاټول سره واوښته. هوسۍ لاس ونیو غاټول ته، کړل ابراهیم ته، ٬خدای بله سلیمه راکړه!، هوسۍ وړاندې شوه، د ښي لاس خپړه د غاټول زنې ته ور وړه، ٬د کوه قاف ښاپېرۍ مې!، غاټول مننه وکړه. هوسۍ غاټول ته غېږه ورکړه.

   دغاټول نارامه زړه د هوسۍ په غېږ کې پړتکې وهلې، ٬چې د مېرمن ولسي هغه لوکسه اشراره نه یي!؟، هوسۍ د غاټول د اوږې له سره په مانادار انداز ابراهیم ته کتل، ٬خورزه مې دې ماما وپېجندله!،

   هوسۍ په شا شوه، ٬بېګا ناوخته را ورسېدو، ویښه مې نکړې.، غاټول موسکۍ شوه، ٬کاشکې ویخه کړې دې وای.،

   ابراهیم لاس ونیو غاټول ته، کړل هوسۍ ته، ٬ترورزۍ دې لویه شوې، بچی، په مزار کې ده، خو مورنۍ ژبه یې – ټکی مکی لاندی، باندی، پروا نکیي – نه ده پرېښې!،

   هوسۍ غاټول ونازوله، ٬ښاپېرۍ مې راغلې!،

   ابراهیم د غاټول بل سپارښتن وکړ، ٬مېلمه ده، چې خپه درنه نشي!، هوسۍ لاس ونیو ابراهیم ته، کړل غاټول ته، ٬د ماما کور خپل کور یې.، غاټول هوسۍ ته غاړې وتله، ٬رختیا وایې!،

د هوسۍ د تندي درې برا برا ګونځې سره ورغلې، ٬سویتلانې پېجنم دې، خو ماما مې دې – ملایان وایی، ښځه ناقص العقله ذات دی – را نه پټه ساتي چې چا ته مې له خولې و نه وځي!،

   هوسۍ لاس کړ، د غاټول په غاړه کې را لوېدلی شین ګلداره پوړنی بېرته ور په سر کړ. د غاټول سترګې له اوښکو ډکې شوې. هوسۍ په دواړو لاسونو د غاټول سر را جیګ کړ، ٬ترورزۍ مې په مزار پسې خپه شوه!، غاټول زړه را ټول کړ، ٬د ترورزۍ مې دا دومره مینه!، هوسۍ غاټول په خوا پورې ونیوه، ٬مه شرمېږه، مه ډارېږه! زموږ وطن،… هوسۍ له ٬وطن، سره ماما ته ور وکتل. ماما اریان شو. هوسۍ د وطن خبر وغزوله، ٬زموږ وطن د ننګیالو دی،… ابراهیم له ځان سره وپسېد، ٬شیطانې هوسۍ، چې اوس یې هغه بل بند و نه وایې!، غاټول ابراهیم ته د سترګو په کنج کې ور وکتل. هوسۍ د لنډۍ په بل بند غلې شوه، خبر واړوله، ٬ترور مې سلیمې، د ترور مېړه مې مفتي صیب، ټولو د وطن په ننګ سرونه کېښودل.، د ابراهیم زړه ولګېد. غاټول خبره ونیوه، ٬ماما! خ،…

   غاټول په ٬خ، کې پښه نیولې شوه، د هوسۍ د نامه د ٬ه، په ځای یې ،خ، خولې ته راغله، خوسۍ یې ویلې، خو ایساره نشوه، ٬ه، یې لکه عام پښتانه په ٬و، هغه هم په دوه ٬واوه، واړوله، ٬ووسۍ!،

   غاټول له ٬ووسۍ، سره، خپله ژبنۍ غلطي پټوله، ماما ته مسکۍ شوه، ٬ووسۍ مې ماما، اغه وتلې پښتو لنډۍ فکر ته را وسته.،

   ښه؟

   اوو.

   رښتیا؟

   رښتیا وایم … پلار مې … مپ … مپتي صیب … دا لنډې ما ته را ښودلې وه!

   غاټول په ٬مفتي، کې لږه ایساره شوه، د مفتي د ٬ف، توری یې خولې ته ٬پ، راغی.

   ښه، ښه!

   هوسۍ له ٬ښه، ښه، سره غاټول ته مخامخ ودرېده، ٬ترورزۍ به مې اوس د مفتي صیب د خولې لنډۍ را ته وویایي!، غاټول په مانادار انداز ابراهیم ته ور وکتل.

   غاټول هوسۍ ته کړل، ٬زمونږ وطن د ننګیالو دی ……. د سر دخمن ام په سر سترګو کبلوینه.،

     د ابراهیم خوله غاټول ته خلاصه پاتې شوه. هوسۍ وړاندې شوه، مزارۍ ترورزۍ آخوا دېخوا، په مخ، په سترګو، په تندي، موچې موچې کړه، ٬ښاپېرۍ مې سمه شاعره ده.،

   ابراهیم لاس کړ، د کټ پښې ته خپله ولاړه کلاشینکوف را واخیسته، هوسۍ ته ور تاو شو، ٬بچی خان ته ور وځم.،

**

   رښتیا، زېری مې درباندې غاټول!

   غاټول د هوسۍ د ٬زېري، په مانا پویه نشوه، ٬زېری؟،

   هو غاټول زېری!

   غاټول ځان تېراوه، ٬ښه، ښه!، هوسۍ، غاټول نوره و نه زوروله، ور وړاندې شوه، د ټیکري په پیڅکه یې د غاټول د  سترګو نم وچ کړ، ٬د خان د راتګ زېری درکوم!،

   اوسۍ پویه شوم، ډېره مننه!

   غاټول دا وار ٬ووسۍ، په ٬اوسۍ، تلفظ کړه. هوسۍ، خان نور هم غاټول ته ور وپېژاند، ٬د حلیمې ترور زوی!،

   پویه شوم، پویه شوم، د کریمې ترور زوی.،

   هوسۍ وړاندې شوه، د ښي لاس خپړه د غاټول په کیڼه اوږه کېښوده، ٬کریمه نه، حلیمه!، غاټول چالاکي وکړه، هوسۍ ته غاړې وتله، ٬د مزار پېښو را نه ار څه اېر کړل.،

   ترورزۍ مې رښتیا وایې!

   غاټول د خان خبره وغزوله، ٬د الیمې ترور مینه مې پې ماته شوه، له سره مې لیدلی نه و!،

   رښتیا وایې.

   ته ګوره، په یوه ورځ بیا را ورسېدو!

   هوسۍ د غاټول زنې ته لاس ور وړ، ٬کاشکې خان مخکې راغلی وای، چې ترورزۍ مې هم مخکې راغلې وای.، غاټول له هوسۍ سره غاړې وتله، ٬مننه.، هوسۍ خوله غاټول ته ور وړه، ٬خان، ما هم، دا څو کاله وشول، نه و لیدلی!،

   خه؟

  هو، غاټول! څلور کاله خو پاکستان ته د حلیمې ترور د مهاجرت وشول.

  اوو!

   غاټول! خان، د ترور د مهاجرت په کال، لس کلن و.

   غاټول بل نقل وواهه، ٬نو څوارلس کلن دی اوس؟،

   هو، هو، څوارلس کلن دی!

   څېره یې، بدله شوې، خو سترګې یې الیمې ترور ته دي؛ نه دي ته وایې، اوسۍ؟

   دي، غاټول، دي، دي؛ سترګې یې مور ته دي!

   هوسۍ وړاندې شوه، د غاټول په غاړه کې د هغې را پرېوتی پوړنی په سر ورته برابراوه چې سترګې یې د غاټول د تورو وېښتانو په زېړو زېړو بېخونو ولګېدې…

**

۱۳۵۹، د کب  ۲۶

   د ترورزۍ مې دا تور وېښتان، به، به!

   اوسۍ، تور وایې، دا زېړ زېړ بېخونه!

   خلک به دې دا ښایسته مخ غاټول،… هوسۍ له ٬مخ، سره، دواړه خپړې د غاټول غومبورو ته تکیه کړې، ٬دا ښایسته سترګې، دا سرې شونډې پرېدي، د وېښتانو بېخو ته به دې ګوري؟،

   د غرور مسکا د غاټول شونډې مرۍ مرۍ کړې، ٬اوسۍ ښه یې ګورې، د کلاګانو، چینو، د دې خلکو وېختان تور دي!، هوسۍ ام کړل، ٬او ستا زېړ دي، وایې؟، هوسۍ لاس کړ، خپل وېښتان غاټول ته ور وښودل. د غاټول خوله خلاصه پاتې شوه، په شا لاړه، ٬د تام زېړ دي!، هوسۍ دواړه لاسونه د غاټول غاړه کې واچول، ٬وېښتانو کې میندو ته راغلي یوو!،

   کنه!

   هو!

   غاټول خبره کوله، خو هوسۍ وار ور نکړ، سترګو ته شوه، ٬په سترګو کې پلرو ته راغلې یوو!، غاټول ته هغه دوه رګه بلدوزرکار پلار، اېفیم، مخې ته ودرېد، ٬سترګې مې پلار ته دي!،

   سترګې دې غاټول، خدای دې یې وبښي،… د غاټول سر جیګ بیا ټیټ شو، ٬آمین!،

   مفتي صیب عزیزالله ته دي!

   غاټول ام کړل، ٬خه ده چې سترګې مې پلار ته دي!،

   نو که پلار ته نه وای؟

   غاټول نېغه شوه، ٬د مخ دا سپین پوستکی، دا زېړ وېختان، نه وایې؟،

   مخ دې غاټول ورځه سپین، وېښتان دې ورځه زېړ، سترګې دې هم تورې نه، دا یې شنې! څه به شوي واي؟

   وۍ اوسۍ! سمه روسۍ خو به را نه جوړه وای!

   مانادارې موسکا د هوسۍ شونډې ورپولې، ٬جوړه دې وای!، د غاټول د ښي لاس خپړه خولې ته لاړه، ٬جوړه دې وای؟،

   هو، جوړه دې وای!

   هوسۍ دواړه څنګلې د غاټول په اوږو ولګولې، ٬انسان په رنګ، وېښتانو، سترګو، ظاهري سر و صورت بدلېدی شي؟ نه!، غاټول سمه  و ډاره شوه، غلې پاتې شوه. هوسۍ ځان د غاټول په ډار پوی نکړ؛ غاټول ېې کښېنوله، دا یې شا ته کېناسته، د کوڅیو په سپخولو کې یې شوه، ٬رښتیا، مزار کې دې څنګه کول، غاټول؟،

   په میاشتو، میاشتو مې نه رنګول!

   هوسۍ د خارښت په ټکي ګوته کېښوده، ٬اوس خو مې غاټول په سړه چینه کې ده!،  غاټول په سړه چینه کې څه و نه ویل.

   هوسۍ د غاټول د ښۍ اوږې له سره خوله د غاټول غوږ ته ور وړه، ٬وېښتان دې جومه په جومه رنګوم چې د تا خبره، سمه،… هوسۍ وخندل، ٬انګرېزه نشې!، هوسۍ پل غلطي وکړه، غاټول په روسۍ نه، په انګرېزې یاده کړه! غاټول په انګرېزې ځان پوی نکړ، هوسۍ ته په شا ور تاوه شوه، ٬که له سره یې رنګ نکړم؟،

   هوسۍ د غاټول تشویش لیرې کاوه، ٬غاټول زموږ د خپل کلي، وړاندې د وزیرو، پاس د زاوې، وایم پاس سپین غره ته جیګه شه، سپین سپین مخونه څه کیې، شنې شنې سترګي به  ډېرې وګورې!،

   خه، خه!

   هوسۍ غاټول ته ډاډ ورکړ، ٬مه ډارېږه! د سلیمې ترور لور مې په وېښتانو بدلېږي، څه؟، نه!،

   مانادارې مسکا د غاټول شونډې مرۍ مرۍ کړې، خبره یې بلې خوا بوتله، ٬یره اوسۍ، زما خو که رختیا ووایم، د دې خلکو، دا غنم رنګونه، دا تورې سترګې، دا جیګې پوزې، ښې اېسي!،

   هوسۍ د غاټول د تشویش د لیرې کولو لپاره بله بهانه وکړه، ٬وېښتان خو مې د دې مزارۍ ښاپېرۍ ځکه توروم چې سبا تودې چینې ته ځو، چې د دې غنم رنګو خلکو تورې سترګې یې له نظره نه کي!، غاټول له هوسۍ نه مننه وکړه.

   هوسۍ لاس کړ، د مزارۍ ښاپېرۍ د وېښتانو زېړو بېخونو ته، د ښایسته خلکو سترګو ته ورته، تور، رنګ ور وړ…

**

۱۷

۱۳۵۹، د کب  ۲۷

   د څلوېښتم لښکر دوو جنګي میګ الوتکو په توده چینه بمونه و غورځول، بېرته د جلال آباد په لور لاړې!

   هوسۍ د غاټول د بورکې پیڅکې ته لاس ور وړ، ٬بېرته ځو.، غاټول د بورکې پلو شا ته وواهه، ٬کلي ته ورځو، مرګ ژوبله!،

   فشار دې هسې هم جیګ دی، غاټول!

   هوسۍ، پرون دې وکوت، جیګ نه و.

   نو دا سرخوږ دې، غاټول؟

   بې خوبي!

   هوسۍ غاټول ته ور وړاندې شوه، ٬چې ماما ګان،… هوسۍ وپسېدله، ٬شورویان ښیم!،

   اهه؟

   په فراشوتونو کې را ښکته نشي!

   اوسۍ مه ټینګېږه، وړاندې د انارو باغ ته ور ننوځو، کېنو، بیا کلي ته ور ښکاره کېږو…

**

   خان له خپل کله کوف سره له ټولو وړاندې، ورپسې غاټول، ښایسته څو ګامه شا ته هوسۍ، حسن خان د ټولو په آخر کې له خپلې روسۍ کلاشینکوف سره، تودې چینې ته، پوله په پوله جیګېدل، لار لنډوله…

   خان د انارو له باغه په تېرېدو کې و چې غاټول پرې غږ کړ، خان ودرېد. غاټول ور ورسېده، په شا وګرځېده، هوسۍ دوی یې له نظره تېر کړل. هوسۍ لیرې نه وه، خو شا یې، له حسن خان سره غږېدله، غاټول ته وه.

  غاټول واره برابره ولیده، وړاندې شوه، سترګې د خان په سترګو کې ښخې کړې. خان له شرمه سور واوښت…

   الوتکې، خانه، په سړه او توده کې غلطې نشوې؟

     خان له شرمه ځمکې ته سترګې نیولې وې، ٬غلطې شوې هو، د سړې په ځای یې توده چینه وویشتله!،

   کنه!

   خان پښه جیګوله، وړاندې ته، خو غاټول پرېنښود، ٬خانه!، خان په شا ور وګرځېد، ٬ترورزۍ!،

   خان نام خدا ځوان شو!

   خان له ٬ځوان، سره، غاټول، ته به وایې، و تخڼاوه، ټکان وخوړ. غاټول نغده ولیده، ګام بل واخیست، ور وړاندې شوه، ٬خان پینځلس کلن ځوان دی.، خان له شرمه په شا لاړ، ٬سوی،… خان په سوی – سویتلانه، کې غلی شو. غاټول وپسېده، ٬سویتلانه وایې، پوی شوم.،

   نه، نه!

   غاټول ګام بل واخیست، ٬د برې کلا سویتلانه دې!، خان له شرمه په موټي کې ځای شو. غاټول بل شفر تېر کړ، ٬امانت دې!، خان له ٬امانت، سره، بل ټکان وخوړ. غاټول خوله خان ته ور وړه، ٬نه دې یم؟، خان ځمکې ته وکتل.

   خانه، مه شرمېږه!

   د خان سر له ٬مه شرمېږه، سره، ته به وایې، خپله پخپله، را جیګ شو، له غاټول سره سترګې په سترګې شو.

   وایه، مه شرمېږه!

   خان، له ٬مه شرمېږه، سره، خوله خبرې ته جوړوله، خو زړه یې و نکړ، غلی پاتې شو.

   امانت دې نه یم؟!

   ٬امانت، خبره شوه، د خان له خولې ووته، ٬یې!،

   غاټول له ٬یې، سره ، خان ښه ور کتل، له خان نه لا ډېره سره واوښته. د غاټول د آننګو سره نقل و، خان وواهه، ٬سویتلانې، ښه شوه چې پوی دې کړم!،

   خولې په خان، غاټول لیدلې، را ماتې شوې؛ د خان زړه کې تېره شوه، ٬غږ!، خان، له ٬غږ، سره، له شرمه، په موټي کې ځای شو، ٬دې غټې شوروۍ  ٬کمیسارې، ته ګوره، تا غریب ٬خان، ته ګوره!،

   غاټول نور څه ونه ویل، خو د زړه په کوم نوي کنډر کې یې ګوړې ماتېدلې، نغارې ډنګېدلې، ٬خان مې پوی کړ!،

**

۱۸

   غاټول اریانه پاتې شوه، ٬دې نالوستو ښځو ته ګوره، دې في البدیخه شایرۍ ته!،

   غاټول د فالبدیهه ٬ه، په ٬خ، او ٬شاعرۍ، په ٬شایرۍ، تلفظ کړه، خو هوسۍ ځان پوی نه کړ.

   فاطمې د خپلې پېغلې لور٬ حمیدې، د ځوانیمرګۍ غږ اوچت کړ:

که غم له غمه شرمېدلی ………. په ما به نه راتلل جوړه جوړه غمونه.

      غاټول د ساندو له هر غږه وروسته، په ګډه د ښځو ژړا لا پسې اریانه کړه، ٬د منظومو ژړاګانو دا دومره تجربه!،

   بل غږ پورته شو، ٬وه زما د سره کاپر په ګولیو سورۍ سورۍ خاټولۍ!،

   غاټول نېغه شوه، و پسېده، ٬سم د نور بي بي غږ!، هوسۍ، تا به ویل، د غاټول خبره واورېده، غاټول ته خوله ور وړه، ٬د خاټولۍ مور وه!، غاټول ټکان وخوړ، ٬ښه!،

   هو!

   د ٬خاټولۍ مور، مار شو، د غاټول په ګېډه کې ننوت، خوله هوسۍ ته ور وړه، ٬د خاټولۍ مور وه، وایې؟، هوسۍ خپله خندا تېره کړه، ٬هو، هو!، غاټول د خاټولۍ توره سپینه کوله، ٬د کوزې کلا ؟، هوسۍ د سر په ښورلو نه وکړه. غاټول پل غلطي کوله، ٬خاټولۍ هم د کوزې کلا بمبارد کې وژل شوې؟،

   نه!

   غاټول ځان ناګاره ونیوه، ٬ښه، ښه!،

   هوسۍ غاټول وزوروله، ٬ټوله شپه یې په خوب کې ډارولې!،

   چا؟

   خاټولۍ!

   هیڅ پویه شوې نه یم!

   غاټول، شپه دې ډېره نارامه وه!

   غاټول خبره کوله، خو د پېغلې ثریا، غږ جیګ شو:

د شوروي کاپر له ظلمه ………. دخاټولۍ په وینو سره شول شنه باغونه.

   ساه په غاټول پاتې نه شوه، ٬ټول ولس خبر دی!،

   نور بي بي، د ننه ځای نه و، له نورو ښځو سره د باندې په دالان کې ناسته وه. غاټول، نور بي بي ولیده، خو هغې، غاټول نه. غاټول له ډاره ټیکری له سر او غاړې سم تاو را تاو کړ!

   د کلي د بلې، په عمر پخې، ښځې، ښاپېرۍ ترور، غږ جیګ شو:

د شوروي کاپر له ظلمه ………. د ګلالۍ په وینو سره شول دېوالونه.

   د غاټول رنګ له ٬ګلالۍ، سره والوت، خو هوسۍ، پرې ځان پوی نکړ. هوسۍ په کراره غاټول ته کړل، ٬ګلالۍ شهیده ده!، د هوسۍ په کیڼه خوا کې ناسته مېرمن، شینکۍ له ٬شهیدې، سره، په خپله کیڼه خوا، ناستې مېرمن ته ور تاوه شوه، کړل یې مېرمنې ته، په غوږ ووهلې غاټول او هوسۍ، ٬شهادت یې خورې، په بلا وخوره، چې ٬شرمېدلې، نه وای!، غاټول او هوسۍ، د شینکۍ په خبره، یو بل ته سره ور وکتل. هلته نور بي بي بیا لور خاټولۍ یاده کړه، ٬د ملاریا په ګولو مړه وای،… نور بي بي غریو ونیوه، له ٬وای، سره، غلې شوه. هوسۍ د نور بي بي د ٬ملاریا ګولۍ، د شینکۍ له خبرې ٬شرمېدلې، سره وتړلې، ٬د ملاریا په ګولیو دې مړه وای، خو چې ٬شرمېدلې، نه وای!،

   غاټول د خبرې کوچ وایستل، ٬نور بي بي خپله لور خاټولۍ د ملاریا په ګولیو وژله؟، د هوسۍ اوږې سره ورغلې، ٬کېدای شي!،

   غاټول ترا وخوړه، هوسۍ ته خوله ور وړه، ٬اوسۍ، چې دا کوم کهول،… غاټول خبره واړوله، ٬چې دا مونږ څومره ظالم کهول یوو!، ترخې مسکا د هوسۍ شونډې مرۍ مرۍ کړې…

**

   د ځوانیمرګې حمیدې دویر ژړا څه کراره شوه، خو وړاندې په کلي کې د ننه د بمبارد د نورو قربانیانو ژړا ګانې لا ځای ځای اورېدل کېدې. د غاټول زړه و، د دې د خپل څلوېښتم لښکر د ننني بمبارد د نورو قربانیانو کورونو ته هم سر ښکاره کړي، خو د ځوانیمرګې حمیدې  مور، فاطمې، پرېنښوده، پاڅېده، اخوا دېخوا یې موچې کړه، ٬ورېرې مې د پلار نیکه په وطن پښه ایښې،…

   د فاطمې زړه له ٬پښې، سره وران شو. غاټول د فاطمې دواړه لاسونه موچې کړل، ٬د خ، … غاټول په خ کې ټکان وخوړ، حمیده یې په خپل روسۍ تلفط، خمیده، یادوله، غلې شوه، خبره یې له سره را ونیوه، ٬د امیدې ځوانیمرګې غم مې امه جانې خپل غم دی!، غاټول د حمیدې د ٬ح، په ځای ٬الف، وکاراوه.

   غاټول ته واره برابر شو، و نه شرمېده، ټولو ښځو ته کړل، ٬د شیدانو غم شریک غم دی!،

   غاټول پویه شوه، شهیدان یې په شخیدانو، یاد نکړل، د شهیدانو د ٬ه، په ځای یې هم ٬الف، وکاراوه.

   ناستې ښځې د غاټول زړورتیا او خبرو ته اریانې پاتې شوې. ګلپاڼې د څنګ زړې ښځې بي بي ته غاټول ور وپېژندله، ٬د ابراهیم خورزه ده، مزار نه راغلې!، بي بي غاټول ته دعا وکړه، ٬خدای دې یې پرده وکي.، هوسۍ او غاټول د بي بي او ګلپاڼې خبرې واورېــدې.

   بي بي، ګلپاڼې ته خوله ور وړه، ٬نازو به یې را نکي، کنې میا ته مې کوله!،

   ګلپاڼه خو پرېده، غاټول یې خپل فاکولته یي زوی توریالي ته په زړه کې وه، چې د بي بي خبره د کوزې کلا د کونډ ملاشمکي په لور، مشکڼې، څومره بده ولګېده، تاوه راتاوه شوه، و ډونګېده، ٬اغه کنډاس میا دې سر وخوره!، هوسۍ د بي بي له  ٬میا، سره سم ټکان وخوړ! غاټول خپله خندا تېره کړه. ګلپاڼه، بي بي ته  ور تاوه شوه، ٬کوم  میا؟،

   کومندان ښیم!

   تور میا؟

   هو!

   د ګلپاڼې د ښي لاس خپړه خولې ته لاړه، ٬بي بي، پاله یې که بیاله؟، بي بي اریانه پاتې شوه. ګلپاڼې خوله بي بي ته ور وړه، ٬ته دې هغه زاړه تور میا ته ګوره، ته مې  دې ځوانې جانې کونډې غاټول ته!، د بي بي خوله خلاصه پاتې شوه، ٬کونډه!؟، بي بي ګلپاڼې ته ور وړاندې شوه، ٬ځوانه جانه نجلۍ ده، آخر!، ګلپاڼې بي بي ته کړل، ٬بس، بس!، بي بي د ګلپاڼې خبره تکرار کړه، ٬بس! بس! کونډه به ولې یې!؟  غاټول هوسۍ ته کږه شوه، ٬بسمه،… غاټول په بسمه–  بسمه چي –  کې غلې شوه، د بسمه چي نوم یې د بسمه چي خانانو په  ژبه کې یاد کړ، ٬اشرار مېړه!، هوسۍ غاټول ته خوله وړاندې کړه، ٬بسمه چي!، غاټول له ٬بسمه چي، سره په شا لاړه، ٬خلک مزار شریف کې اشرارو ته بسمه چي ویایي!، هوسۍ د اشرارو په ځای مجاهدین وکارول، ٬پیېږم، پیېږم! مجاهدینو ته بسمه چي ویایي!، غاټول وارخطا شوه، ٬پیېږم اوسۍ، پیېږم، پیېږم!،

   هوسۍ نوره ٬کمیساره ترورزۍ، په بسمه چي و نه کړوله، د غاټول ٬اشرار مېړه، ته شوه، ټوکه یې وکړه، ٬چې غواړې پې واوړې، غاټول!، غاټول په ستوني کې وخندل.

   ګلپاڼې د غاټول د کونډتون څه خبره کوله، خو بي بي وار ړومبی کړ، ٬وایم کونډه دې یي، کبوله مې ده!، غاټول بیاهم خوله هوسۍ ته ور وړه، ٬مفت کومندان مېړه!،

   ګلپاڼې نه وېوړه نه راوړه، ٬بي بي لږ دې په دې خپل ګرېوانه کې سر ښکته که!، د ګلپاڼې تروش تندی د بي بي په زړه اوار نشو، ٬د خدای ناترسې، دا ولې؟، ګلپاڼه د بي بي ناپړیتې ته اریانه پاتې شوه. بي بي بیا هم پخپله خبره ولاړه وه، ٬په سرو کې خو به یې پټه کړم!، بي بي ګلپاڼې ته بله څه ویلې، خو هوسۍ وړاندې شوه، دواړه لاسونه بي بي ته ونیول؛ بي بي پویه شوه، غلې شوه.

   د ګلپاڼې او بي بي کړس ته د فاطمې پام و، وړاندې شوه، ګلپاڼه یې، نژدې ترله وه، د څه کار په نامه پاڅوله، لاړه، د ننه کوټې ته ولېږله…

**

   ګلپاڼې په خبرو خبرو کې فاطمې ته کړل، ٬مرګی، فاطمې، پرده پوښ دی، مه خپه کېږه، خیر دی، که لور دې، حمیده، مړه شوه، بې پردې خو نشوه.،

   د سپین سرې لاجبرو سر، د ګلپاڼې د خبرې په تایید، څو څو ځلي لاړ راغی، ٬وایم خدای دې اوه واړه جنتونه  درکي ګلپاڼې، ښه خبره دې وکړه!،

   لاجبرو د مرګي او پردې خبره په هغه منظومه بڼه کې را واخیسته:

مرګی خو ښه دی پرده پوښ دی ………. بده نېستي ده ښه ځوانان بدرنګوینه!

   ثریا د لاجبرو کلیوالي ټپه، له څه ادلانه بدلانه سره، تکرار کړه:

مرګی خو ښه دی پرده پوښ دی ………. بد شوروی دی ښه ځوانان بدرنګوینه!

   د کابل پوهنتون د ادبیاتو فارغې– هوسۍ – غاټول ته کړل، ٬د افغان – شوروي جګړې د جنګي ادبیاتو خام پیل!،

   د هوسۍ زړه، له ډېره غروره، وران شو، نالوستې ثریا ته یې په مینه ناک نظر ور وکتل، په ژړا شوه. غاټول د ښي لاس خپړه د هوسۍ شا ته ور وړه، پام یې نشو، د غمرازۍ په نښه یې، د خپل اروپایي دود له مخې، وسولوله، ٬شوروي او د ځوانانو بدرنګي؟ اوسۍ!، هوسۍ څه ویل، خو غاټول بله وکړه، ٬د بدرنګیو مور خو چې ده نېستي ده!، غاټول له خپله آنده اصلي ټپه، بده نېستي ده، وتلله، ویل، د کاڼي کرښه ده!

   ښځو، لګیا وې، غرونه په غرونو ویشتل، خبرې کولې؛ غاټول د دې له خولې، د بلخ  د عالي دارالمعلمین  فارغې، د ټپې د اصل او نقل دعوه دنګله د ادبیاتو له لیسانسې– هوسۍ – سره شریکه کړه، ور تاوه شوه، په ٬نقل، څه چې – نظر یې چورلټ واوښت –  په هغه ٬اصل، یې ګوته کېښوده، ٬نیستي او بدرنګي؟ اوسۍ!، هوسۍ څه ویل، خو غاټول نوره هم وړاندې لاړه، ٬ډېر نېستمن خلک ښایسته دي؛ نه دي، ته وایې؟، د اعتراض مسکا د هوسۍ په شونډو خپره شوه. غاټول مثال ورکړ، ثریا ته لاس ونیو، ٬څومره ښایسته ده، نه ده؟، هوسۍ، په سر او خوله، د ثریا ښایست تایید کړ، ٬ثریا میمه ده میمه!،

   غاټول د هوسۍ له ٬میمې، سره اصلي خبره پرېښوده، خوله هوسۍ ته ور وړاندې کړه، ٬بي بي ولې ثریا تور میا ته نه کيي؟، هوسۍخپله خندا تېره کړه.

   هوسۍ لاس کړ، په غاړه کې د غاټول نیم را پرېوتی ټیکری بېرته ور په سر کړ، ٬چې د ریبارې بي بي دې خوښه شې!، غاټول موسکۍ شوه.

   هوسۍ اصلی خبرې ته راغله، غاټول ته بدرنګي مانا کړه، ٬بې عزته کېدل!، غاټول په شا لاړه، ٬ښه، ښه!، آخوا ګلپاڼې، ګوره، ببو ته کړل، ٬له دې غټه بې عزتي؟، د ګلپاڼې خبرې غاټول ته بل ټکان ورکړ.

   ګلپاڼې وکتل اول هوسۍ بیا غاټول ته، کړل ببو ته، ٬شوروي را نه په رڼا ورځ نجونه بیایی!،

   ثریا له درنښته اول هوسۍ بیا غاټول ته ور وکتل، په خبره کې ولوېده، ٬د ځوانیمرګې خاټولۍ خو امه جانې، طالع ښې وې!، د غاټول د تندي ګونځې د خاټولۍ ٬ښو طالعو، ته راټولې، یانې په څه ښې وې، خو سر یې د ثریا د خوشالولو لپاره، د هو په نښه، یانې هو طالعې یې ښې وې، ټیټ بیا جیګ شو. بي بي په خبره کې ولوېده، ٬ثریا رښتیا وایي،

   د بي بي او ګلپاڼې له خولې نه یوه خبره را ووته: ٬خدای د خاټولۍ پرده وکړه چې شهیده شوه!، ګلپاڼې خبر و غزوله، ٬کنې دې مونږ ظالم مخلوک ته به یې سترګې څنګه غړولی!، غاټول د ګلپاڼې په خبره کې لوېدله، خوله یې خبرې ته جوړوله، خو د کوزې کلا د ملا –  شمکي – د مازیګر د آذان غږ جیګ شو. مرکه ودرېده، ښځو، د غاټول په ګډون، ټولو د ملا له ٬الله اکبر، سره په کراره ٬له اکې نارې دې ځار شم، وویل، غلې شوې…

**

۱۹

۱۳۵۹، د کب  ۲۸

   د ابراهیم کاکا اغه کابلۍ خورزه، هوسۍ، پلاره، له اغې مزارۍ خورزې، غاټول، نه، ډېره ښایسته ده. مزارۍ غاټول ام پلاره، ځوانه جانه نجلۍ ده، خو کونډه ده، مېړه یې کمونستانو،…

   ملا شمکی له ٬کمونستانو، سره په لور مشکڼې په غوصه شو. مشکڼې چایجوش ته لاس ور وړ، د پلار د چای نیمه تشه پیاله ډکه کړه، خبره له سره را ونیوه، ٬کاپرانو شهید کړی!،

   شهید؟

   ملا لور ته برګ برګ ور وکتل، ٬اشرار ٬شهید نه، مري!، مشکڼه غلې شوه؛ ملا د ابراهیم د مزارۍ خورزې، غاټول، خبره را ونیوه، ٬مزارۍ یې، مشکڼې بچی، وایم له دې کابلۍ نه ډېره حیاناکه ښکاري.،

   پلاره غاټول کونډه ده!

   ملا د لور خبر غوڅه کړه، ٬همدا کونډه مې، وایم، کبوله ده!،

   د غاټول سترګې، پلاره، تورې دي، کنې سمه روسۍ ده!

شمکي له ٬روسۍ، سره ټکان وخوړ، له خپلې لور نه د اطلاعاتو په راټولولو کې شو، ٬بچی! نو د غاټول وېښتان زېړ دي، څه؟،

   نه پلاره! د تورو سترګو او تورو وېښتانو خبره ده، کنې نوره خو په کنډه برابره روسۍ میمه ده!

   ملا اسوېلی وایست، ٬چې کور ته، که د خدای رضا وه، راغله، ټوله به یې وګورو!،  مشکڼه د پلار په خبره له شرمه په ځان ور ټوله شوه.

   شمکي څه بله خبره کوله، خو مشکڼه مخکې شوه، ٬پلاره عمه مې په مرکه نه ور لېږې؟، ملا په ځان پوی نشو، د غاټول د مرکې په خوشالۍ کې یې لور موچې کوله، خو په شا لاړ، ٬اعوذ بالله من الشیطن الرجیم!، مشکڼه، د پلار په ټکان او عربي ټکو، پویه نشوه.

   ملا له ځان سره و ډونګېده، ٬لور دې، غرک شې ملا، مراحقه ده! ګناه کبیره ده، که مراحقه لور له خپل بالغ ورور سره حتی په خپل کور کې ځانته پاتې شي! بیا لا موچې کول! که پلار هم وي، ګناه کبیره ده!،

**

۱۳۶۰، د وري لومړۍ

   د ملا خور– زرغونه – د یوې روسۍ مکروف تومانچې له سوغات سره، د ابراهیم کور ته د غاټول په مرکه لاړه، خو خور لا نه وه را ګرځېدلې چې د خاد بل ځری له جلال آباده را ورسېد؛ خاد په ملا باندې بیا هم په خپل زاړه امر ټینګارکړی و…

**

   ملا ام کړل، ٬غاټول خو حق خبره، د ابراهیم خورزه ده، له مجبورې ورځې له مزار شریپه راغلې. پلار یې، مفتي عزیزالله، ضد اینکیلاب و، خلکیانو ټانټه کړو. پاتې کورنۍ یې، له مخې اشرار وو، دوستانوپه نیپال لړه کړه.،

   د ملا زړه باغ باغ شو، ٬دغاټول او و دانه پاتې وه، بچ شوه، له اشرار ماما ابراهیم کره راغله.، ملا وپسېده، ٬خو ستا یې له دې دومره رښتیاوو سره څه؟ وویایه را تښتول شوې ده؛ توره سپینه یې د خاد په هغه ړانده بازار کې څوک کیي؟،

   شمکي په ستوني کې وخندل، ٬د جوی هفت د هغه اصلي او نکلي خان پوښتنه چا وکړه؟،

   د ملا د تندي ګونځې سره ورغلې، ٬چې یو وار خو دې خور د ابراهیم له کوره را وګرځي، هغه سات هغه مسلات!،

   ملا خبره را ټوله کړه، ٬که را یې نکړه، خوښ خو به، ابراهیم خو پرېده، پخپله د دې مزارۍ نور چشمي– غاټول – لا شم!،

**

   ملا شمکی په دوه دوه لګېده، ٬د شمکي غوندې سړي خور دې ابراهیمه تش لاس را ولېږله! دومره غاوره یې؟ خبریم، د اشرارو د کومندان– تور میا– مرکه دې هم چغه کړه؛ ښه دې وکړل، تورمیا د ملا خالص د یوې روپۍ کومندان دی؛ خو ملا شمکی، ابراهیمه پیېږې، له ډاکترانو سره خبرې کوي: په کابل کې له ډاکتر نجیب، د اشرارو له غټ دښمن سره؛ دلته له ډاکتر زبیر، وایم له دویم نجیب، د ټول مشریکي له باچا سره؛ امر یې وایم چپه او راسته چلېږي!،

   شمکي، ابراهیم ته لاس ور وړ، ٬ابراهیمه! نه هلته په پېښور کې د اشرارو له هغو مقاماتو– آی اس آی– او نه دلته زموږ له مقاماتو– خاد – له دې یوه سره هم، ښه درباندې پوی یم، راشه درشه نلرې!،

   شمکي ام کړل، ٬خورزې دې ساتې آخر چاته؟ له شمکي نم ښه سړی ورته ګورې؟ په ملا غوندې سړي دې کبر وکړو. نجونې چې پېغلې شي، خوندي کول یې په کار دي! خاد هسې هم درپسې دی؛ شمکی به دې خوښ شي.،

   شمکي ښایسته شېبه په فکرکې لاړ، ٬د سلیمې او مفتي عزیزالله خو شمکیه، عمر تېر په مزار شریپ کې شو، نو لور یې شوه خپله پخپله مزارۍ؛ را تښتول شوې ته نوم اوتخلص وېرکه: نوم یې شو خپل نوم غاټول، تخلص یې شو مزاري.، خبره د شمکي زړه ته ولوېده، ٬شمکیه د رپوټ ږیره برېت دې جوړوه:

   ٬٬رپیک زبیر صیب! هغه مېرمن، هو، زموږ توابې ته را تښتول شوې ده؛ ستاسو خبره دکیکه وخته! یوه ملایک صیپته مراحقه نجلۍ، د برې کلا له اینکلابي عملیاتو اونۍ لس ورځې وروسته، له ابراهیم کره راظاهره شوه؛ نوم غاټول، تخلص مزاري؛ وېښتان تور، سترګې تورې بادامي، مخ په غنم کې سپین، ونه برابره، ښایست، خدای مې دې په دې ګونا نه نیسي، سمه د جنت حوره! خدای دې یې پرده وکي! نجلۍ له اشرار ابراهیم سره ده. ابراهیم نجلۍ د مولوي خالص په اشرار کومندان تور میا خرڅوله، خو مامله مې د خدای په کومک او ستاسو د اینکیلابي دعاو له برکته په لغته ووهله،… ملا لږ غلی شو، ٬ځمکه په ابراهیم سره ده، نن دلته سباهلته؛ ښځه له ځان سره ګرځیي! تیار اوسئ! ښکار برابر دی، بل رپوټ ته مې ګورئ!،،

**

۲۰

۱۳۶۰، د وري ۲

   د ډګرمن پوتین سترګې نښتې د شمکي په رپوټ کې وې، کړل دوبراشین ته، ٬نوم غاټول، تخلص مزاري!، دوبراشین د سر په ښورولو هو وکړه!

   د باریس سر په کراره کراره جیګېده، ټیټېده، ٬د میم شین، د خان رپوټ هم، ملګرو کره و!، دوبراشین ډاکتر نجیب ته ور وکتل، ٬شمکی دقیق ځری دی!، د ډاکتر نجیب زړه ولګېد، ٬ملګریه رښتیا وایې!،

   پوتین د خپلو زېړو زېړو برېتونو لکۍ د وښکیو شا ته ووهلې، ٬غټ دښمن ابراهیم دی!، دوبراشین دپوتین خبره بیا هم د سر په ښورولو تایید کړه، ٬زموږ ښځه په دې دومره اشرارو کې، ابراهیم یرغمل کړه!، نجیب خبره ونیوه، ٬ابراهیم د سي. آی. اې. پوخ اجنټ دی!،

   باریس د ښي لاس خپړه ونیوه لنډ په لنډو نجیب ته، کړل دوبراشین ته، ٬ملګرې سویتلانې خپل بشپړ مستعار نوم، غاټول مزاري، کېدای شي، د ابراهیم د سختو شکنجو لاندې ښودلی وي!، دوبراشین سر ته ټکان ورکړ، ٬ابراهیم ظالم سړی دی، هو!،

   نجیب د سویتلانې د مستعار نامه د افشا کېدو، بل نظر وړاندې کړ، ٬ملګرې سویتلانه، که زموږ هغې تښتېدلې خادیستې – مېرمن ولسي – افشا کړې وي؟،   دوبراشین خبره کوله، خو نجیب، څه فکر ورغی، په خپله خبره شکمن شو، ٬نه!،   دوبراشین او  باریس دواړو په نجیب کې سترګې ښخې کړې. نجیب خبره و غزوله، ٬ولسي لا را ته په منځ کې نه ښکاري!، د دوبراشین ببرې وروځې د پوښتنې په نښه سره ورغلې. نجیب د مېز له سره دوبراشین ته ور وړاندې شو، ٬که د ولسي پښه په منځ کې وای، ملګرې به سمه افشا شوې وای!،

   ملګریه، رښتیا وایې.

   نجیب خبره سپینه کړه، ٬د ملګرې اصلي نوم، سویتلانه، به یې اشرار ابراهیم ته ورښودلی وای. ابراهیم خو اوس ملګرې د یوې مزارۍ افغانې په توګه پېژني، نه د یوې شوروۍ!، دوبراشین لاس ونیو نجیب ته، کړل باریس ته، ٬د ملګري خبره دقیقه ده.،

   پوتین د ښي لاس دویمه ګوته د شمکي د رپوټ، د تور میا په نامه کېښوده، پخپله ښۍ  خوا دوبراشین ته ور کوږ شو، ٬ښه خبره خو دا ده چې، له تور میا سره سودا خرابه شوې!،

    دوبراشین د ښي لاس خپړه موټی کړه، غټه ګوته نېغه، موټي ته ټکان ورکړ، ٬شمکی که په شا و ډبوو، نور هم ښه کېږي!،

   باریس خبره ونیوه، ٬کنې تور میا به، ملګرې د وخته په آی. اس. آی سپارلې وای!،

   دوبراشین نجیب ته ور کوږ شو، ٬ارو مرو، ارو مرو!،

   نجیب د شمکي د تشویقولو په خوشالۍ کې جیګ شو، ستلیچنایا ودکا بوتل ته د میز له سره لاس ور وړ، لومړی د پوتین، بیا د دوبراشین په پیکونو ور ټیټ شو، ډک یې کړل، دواړو مننه ترې وکړه، را تاو شو، په خپله ښۍ خوا کې یې د باریس، بیا خپل پیک ډک کړ…

   پوتین ګوته د رپوټ په یوه ټکي کېښوده، ٬شمکي ملګرې سویتلانه د برې کلا له بریالیو عملیاتو اونۍ، لس ورځې وروسته پېژندلې!، باریس د سر په ښورولو هو وکړه. پوتین په کراره کړل، ٬شمکی د سویتلانې له شوروي هویته خبر نه دی! نجیب ام کړل، ٬په دې هم پوی نه دی چې ملګرې په بره کلا کې یرغمل شوې!، ټولو کټ وهل، وخندل.

   پوتین خپله خړبخونه نکټایي سسته کړه، ٬یوازې شمکی نه، کور کلی ټول، د سویتلانې له هویته خبر نه دی!،

   ناستو الف الف والاوو، خاد والاوو له سویتلانې نه، د کور کلي د بې خبرۍ په ښادۍ کې پیکونه بیاسره وجنګول…

نجیب د سویتلانې د پټ ساتلو بل راز را برسېره کړ، ٬ابراهیم یې له خپله ډاره هم پټه ساتي!، دوبراشین کټ وهل، ٬کنې نور اشرار خو به یې پوستکی وباسی!،

   باریس تود شو، د خپلې خړې نکټایي غوټه سسته کړه، سویتلانه، ته به وایې، لاس ته  ورغله، ٬شمکی د مډال حقداره دی.،

**

۲۱

۱۳۶۰، د وري  ۱۱

   زرغونه ورور ته وپسېده، ٬ابراهیم دوی روان دي!، شمکي ټکان وخوړ، ٬چېرته؟،

   میدان حصارک ته!

   چا کره؟

   لاجوردې کره!

   اهه!

   ماما شانوازي کره!

   خورې، څوک او څوک ځي، خبره یې؟

   له دواړو خورزو – غاټول او هوسۍ – او خوریي خان سره!

   ملا مسکی شو، ٬فلم اوس رنګه شو.،

   زرغونه اریانه شوه. شمکي ام کړل، ٬د کوچیانو ول ور آچوم زرغونې!، خور ورور ته آریانه شوه، ٬ملا بیا څه پېریانو ونیوې؟ کوچیان ګوره، ابراهیم ګوره؟،

   وایم زرغونې خوښ به یې شم!

   خور برګه شوه، ٬چې غاټول یې، شمکیه، دېرنکړه، دېر یې نکړه!،

   شمکي څه ویل، خو زرغونې پرېنښود، ٬مونږ ګوره، ابراهیم ګوره!، ملا نېغ شو، ٬غریب خدای کړم، کوني چا کړم!، زرغونې خوله ابراهیم ته ور وړه، ٬شل کاله له غاټول نه مشر یې، آخر!، ملا سم پېریانو ونیو، ٬ږیره مې سپینه ده، نور خو سم ځوان یم!،

   شمکیه دا څه کیې؟ شرم دی!

   شمکی ورغوي سره وسولول، ٬د ابراهیم خورزو درباندې څه منتر چوف کړو، وېرغلې ښه پاله، راغلې بیاله!،

   دیارلس کاله کونډتون درباندې شمکیه خدای تېر کو! د څوارلسوکلونو په منګ لور لرې آخر، بدل به یې کړم درته.، ملا په بدل کې ټکان وخوړ. زرغونې بله وکړه، ٬کنې په غاښو به دې شمکیه، برابره کونډه درته ولټوم!، ملا په کونډه ځان پوی نکړ، خوله زرغونې ته ور وړه، ٬د کوچیانو هډوکی هسې هم له سرو، توبه خدایه، له شورویانو، نه نه، له دوستانو سره مات دی.، زرغونه برګه شوه، ٬لېونی شوې؟، مسکا د شمکي شونډې مرۍ مرۍ کړې، ٬خبره، زرغونې، سر خوري!،

   کرکه دې وشه ملا، غریب سړی یې!

   شمکي خبره وغزوله، ٬ابراهیم به غاټول دا وار د سروبي په عیسی خېلو کوچیانو خرڅیي! ابراهیمه خوښ به دې شم، د شمکي غوندې سړي خور دې تش لاس رالېږلې!، زرغونه په ورور برګه شوه، ٬ملا، بیا څه پرتې ولې؟،

   زرغونې، کوچیان هسې هم په دوه پښو ناست خلک دي. ښه خبر یم! اوکمت،  ازاره ګي صیدراظم سولطان علي کیشمن، کوچیان چغه کړل، د هزاره جات ایلبندونو ته پرېنښودل! کوچیانو کارمل ته اریضه کړې، د کارمل ٬هو، او ٬نه، ته ګوري؛ له ٬نه، سره به ښکته په اباسین اوړي؛ له ټوپک سره به بېرته راګرځي، د تېر مني د خپلو ښځو د تالاشۍ کسات به ارو مرو اخلي! زرغونه ورور ته ور تاوه شوه، ٬نو د تا یې پکې څه؟، ملا په زرغونې ور برګ شو، ٬چې ابراهیم د بر کاړ اغه پینځه جریبه ځمکه– اغه د خلکیانو شــپږم پرمان راکړې ځمـــکه–  بېرته رانکي، خوښ به یې شم!،

   وه د خدای کمبخته ملا!

   ملا د خور خبره وا نه اورېده، ٬اشرار هسې هم زرغونې، ښه یې ګورې، په درز کې دي؛ نه به دا کمونس اوکمت په آسانۍ چپه شی، نه به اشرار په کراره کېني؛ د دوستانو په ګېډه کې به هم، خورې، اوبه ګرمې نشي! عورته وایم د دې درې واړو تر شا ور وتړم؛ سپېرکۍ به پکې خورې خرڅوو مونږ خپلې! ته به دې هم زرغونې خورې خپله پینځه غرانه تنخاپکې اخلې.، زرغونې په تنخا کې، ښه پرې ولګېده، څه و نه ویل.

   شمکي خوله زرغونې ته ور وړه، ٬له کوچیانو او ابراهیم سره به د شوروي دوستانو هډوکی زرغونې، زمونږ له کورکلي ښه لرې، الته په ایصارک کې، مات شي! څوک به پوی هم راباندې نشي!،

   شمکي د کوټې دېواله ته تکیه وکړ، د مڼغوزي نسوارو ډبی د واسکټ له بغل جېبه را وایست، نسوار یې په کیڼ ورغوي کې واچول، د ښي لاس په غټه او دویمه ګوتو یې را واخیستل، اول یې په کیڼه، بیا په ښۍ سپږمه وسوڼول، ښه و پرنجېد…

**

   ملا د خارښت په بل ټکي ګوته کېښوده، ٬جنسي تېري!،

   ملا خبره را ټوله کړه، ٬دوستانو ته په ملګرې غاټول باندې، د ورځې له مخې، د ډله ییز جنسي تېري، له عیسی خېلو کوچیانو سره د ابراهیم د روانې ماملې او د کوچیانو د کلابندۍ ووایه!،

   ملا په ستوني کې وخندل، ٬څوک یې پوښتنه کوي!،

   خبره د ملا زړه ته ولوېده، لاس مخابرې ته ور وړ…

**

۲۲

۱۳۶۰، د وري ۱۳

   د کوزې کلا د ملا – شمکي– له زوره دې خدای ساته! چارواکي – افغان، شوروي – دواړه د سهار له آتو بجو نه د کشتمند دفتر ته رامات وو؛ د لومړي وزیر سکرتریت شېبه په شېبه ډکېده. سمه د جوی هفت، هغه د څلوېښتو شپو وړاندینۍ، غونډه وه!

**

      لوی پوځي سلاکار، کشتمند ته په سترګو سترګو کې د غونډې د پرانیستو وویل، خو کشتمند پخپله ښۍ خوا نجیب ته ور تاو شو…

   نجیب کړل لوی پوځي سلاکار ته، کوږ پخپله کیڼه خوا، د کشتنمد په کیڼه خوا کې ناست ډاکتر زبیر ته شو، ٬مالومات کره دي!، نجیب د ښي لاس دویمه او درېیمه ګوتې – غټه ګوته په څلورمه ایښې، خچۍ ګوته کاته – لوی پوځي سلاکار ته ونیوې، ٬دوه نوې خبرې!،

   اهه!

   نجیب د ښي لاس خپړه موټی کړه، د شهادت ګوته لوی پوځي سلاکار ته ونیوه، ٬د انقلابي ملګرې په سر له عیسی خېلو کوچیانو سره د اشرار ابراهیم سودا!،

   اهه!

   د سروبي له هغو اشرارو کوچیانوسره!

   نجیب له ٬کوچیانو، سره، پخپله کيڼه خوا کشتمند ته ور تاو شو، بیا یې مخامخ دوبراشین ته ور وکتل، ٬هماغه کوچیان چې پروسږکال یې، د یوې تالاشۍ په سر، له انقلابي قواو سره لاس اچونې وکړې!، دوبراشین د سر په ښورولو د نجیب  خبرې تایید کړې.

   کوچیان د خپلو ښځو د تالاشۍ په بدو کې ملګرې سویتلانه  کاروي!

   اهه!

   د نجیب خوله، لکه تېل یې چې خلاص شوي وو، وچه شوه. دویمه خبره یې، دوبراشین ته پرېښوده، ور ویې کتل، خو دوبراشین ځان تېر کړ. لوی پوځي سلاکار نجیب ته کړل، ٬اهه، دویمه خبره؟،

   اشرار، ستر جنرال صیب، د جوی هفت لوبه کوي!

   اهه!

   اشرار بل سپکاوی را اړوي!

   اهه!

   اشرارو، ستر جنرال صیب، بیا هم جنسي تېری کړی!

   اهه!

   اشرار د ملګرې،…

   نجیب په ٬ملګرې، کې له شرمه، غلی شو.

   اهه!

   په نجیب خولې ر اماتې شوې، ٬اشرار ابراهیم په ملګرې جنسي تېری کوي!،

   لوی پوځي سلاکار له ٬جنسی تېري، سره کشتمند ته ور وکتل، خو کشتمند سترګې واړولې! لوی پوځي سلاکار بیا هم نجیب ته ټېله ورکړ، ٬اهه!،

   ډله ییز جنسي تېری!

   نجیب وارخطا شو، کټ مټ د شمکي د رپوټ ټکي خولې ته ورغلل، ٬ان د ورځې له مخې!، لوی پوځي سلاکار خپله خندا تېره کړه، ٬د ورځې له مخې! توبه، توبه!، سلاکار له نجیب سره غمرازي وکړه، ٬ظالمه د خدای!،

   لوی پوځي سلاکار له سترګو لاندې کشتمند ته ور وکتل، ٬لومړی وزیر صیب وار ستا شو، اوس به له ما نه بښنه غواړې!،

   مانا داره مسکا د سلاکار په شونډو خپره شوه، ٬اوس به ماریا، لومړی وزیر صیب، فهیمې ته ورځي!،

   نجیب ته د لوی پوځي سلاکار سوچونو دمه ورکړه. کشتمند په خپل ځان ور ټول شو، ٬اوس خو دې زه بښنه وغواړم.، کشتمند ته خپله مېرمن مخې ته ودرېده، ٬اوس خو دې ماریا فهیمې ته راشي.، کشتمند نه وکړه، ٬اشرار دې بښنه وغواړي!،

   اولیانوفسکي سکوت مات کړ، ٬جنسي تېری، د جنګي بندیانو د کنوانسیون له مخې، غیر قانوني دي!، سلاکار  وخندل، ٬او زموږ د جوی هفت او پتېکوټ جنسي تېري!؟،

   دوبراشین څه خبره کوله، خو ګنادي وار ور نکړ، ٬کنوانسیون پور، خو جرګه نغده سودا ده!، کشتمند نه وېوړه نه راوړه، ٬اشرار دې و ټکول شي؟، دوبراشین د ګنادي خبره رد کړه، ٬له ابراهیم اشرار سره جرګه؟،

   افغان جنرال، محمود، خبره ونیوه، کشتمند ته اوږه ورکړه، ٬د خانانو غیرت دې وټکول شي!، محمود له خوشامندۍ نه دوبراشین ته ور تاو شو، ٬چې په دوستانو یې د تېري فکر له خوب و خاطره ووځي!، ګنادي د ښي لاس خپړه محمود ته ونیوه، ٬ملګریه مننه!، د ګنادي سر له مننې سره، په مانادار اندازجیګ و ټیټ شو، ٬خپل غم وخورئ!، لوی پوځي سلاکار خبره ونیوه د ګنادي، کړل کشتمند ته، ٬ښاغلی لومړی وزیر!،

   صیب!

   درې بدیله په مخ کې دي، ٬زما جرګه، ستاسې ټکول، د اولیانوفسکی کنوانسیون!،

   لوی پوځي سلاکار اولیانوفسکي ته مخ ور واړاوه، ٬سویتلانه به، که په کنوانسیون شوه، لس وارې بلاربه شي!، کشتمند د سلاکار په دې دومره سپینه خبره رای و نه واهه، ٬موږ به په جرګه کې سترجنرال صیب، سویتلانه غواړو، کوچیان به د هزاره جات ایلبندونه!، لوی پوځي سلاکار، د لومړي وزیر له ایلبندونو سره ټکان وخوړ. کشتمند ام کړل، ٬نه به کوچیان بیا ایلبند ته راشي، نه به ملګرې په جرګه راخلاصه شي!،

   لوی پوځي سلاکار، د لومړي وزیر له ٬جرګې، سره، خپله دوسیه تخرګ ته کړه، ودرېد، ٬د پوځي بدیل مخالف یم!،

**

۱۳۶۰، د وري ۱۴/۱۳ (شپه)

   لوی پوځي سلاکار د ټیلفون غوږی را پورته کړ، ٬سلام دې وعلیک ډګر جنرال صیب، وایه!،

   و دې نه پېژندم سترجنرال صیب؟

   لوی پوځي سلاکار په تروش تندي جنرال ته کړل، ٬ولې چې سلام مې دې واخیست جنراله! څه اوستینوف درته ښکارم؟،  ډګرجنرال فیدیا څه ویل، خو ستر جنرال لوی پوځي سلاکار  وار ور نکړ، ٬له آوازه دې مالوم یې، خبره کوه!،

   ډګرجنرال فېدیا د رسمیاتو له سړي سره رسمیاتو ته شو، ٬سترجنرال صیب! وایي،… ډګرجنرال فیدیا ټکنی شو. لوی پوځي سلاکار خبره ونیوه، ٬وایه، وایه، څوک وايي؟، فېدیا غاړه صافه کړه، ٬زه نه، لوی درستیز صیب وایي،…

   څه وایي؟

   ډګرجنرال آخر خپله خبره را ونیوه، ٬بیا دې، وایي ضد کړی!،

   ستر جنرال وخندل، ٬زوی دې لوی شه!، ډګرجنرال زړه وکړ، ٬یره خو سم د پاڼ او پړانګ په منځ کې ګیر یم!،

   اهه!

   فېدیا ام کړل، ٬دلته په مسکو کې لوی درستیز صیب سم پاڼ دی!، ستر جنرال په خبره کې ولوېد، ٬او دلته، ډګرجنراله؟،

  هلته په کابل کې لوی پوځي سلاکار صیب، سم پړانګ دی!

   ستر جنرال وخندل. فیدیا د ستر جنرال له خندا سره زړور شو، ٬مسکو وایي، پرېده چې ښځه را خلاصه کړو!، لوی پوځي سلاکار وخندل، ٬زه هم همدا وایم.، فیدیا ډاډه شو، ٬نو بیا خو پوځ، زوروره د خدای، پرېده کنه!،

   څنګه یې پرېدم؟

   فیدیا ته د لوی درستیز خبره خولې ته ورغله، ٬چې د بسمه چیانو غوږونه تاو کړي!،

   وه ډګرجنراله! دا خو د لوی درستیز خبره شوه، خپله دې څه خیال دی؟ ډګرجنرال خبره تېروله، ښوی تېرېده، ٬وایم صیب! پوځ… خیال خو مې … ستر جنرال صیب … دادی … پرېده چې ملګرې سویتلانه راخلاصه کړي!، لوی پوځي سلاکار خبره کوله، خو ډګرجنرال وار ړومبی کړ، ٬صیب، شرم دی، پرېده چې خوندي شي!،

   ډګر جنرال نور هم زړور شو، ٬پرېده چې بسمه چي خان ته،…

   فیدیا ته حیا ودرېده، د لوی درستیز له خولې یې د ٬غڼ سترګې، په ځای خپله خبره وکړه، ٬د زور سترګې وښیوو!، لوی پوځي سلاکار پوی شو، په خبره کې ولوېد، د لوی درستیز د ٬غڼ، خبره وکړه، ٬بسمه چیانو ته په جوی هفت کې موږ د ٬غڼ، سترګې ور وښودې، اوس یې هغوی موږ ته راښیي!،

   لوی پوځي سلاکار د امپراتورۍ د لوی درستیز په مرستیال غږ وکړ، ٬اورې جنراله؟،

   د ډګرجنرال رنګ، هلته په مسکو کې، والوت، ٬اورم، وایئ صیب!، لوی پوځي سلاکار ام کړل، ٬دا د خانانو وطن دی!،

   صیب!

   له بسمه چي خانانو سره ګوتې اچول، د اوسپنې د نینو چیچل دي!

   صیب!

   د خانانو کولتوري لار، جرګه مرکه، راته غوره ښکاري!

   ډګرجنرال فیدیا، د لوی درستیز له خولې، د کاجې بې د مشر اندروپوف، خبره را ونیوه، ٬ستر جنرال صیب څه په خانانو مانانو کې نښتی یې؟،

   لوی پوځي سلاکار خبره کوله، خو د امپراتورۍ د لوی درستیز مرستیال وار ور نکړ، ٬سترجنرال صیب! اوس به خان ته،…

   ډګرجنرال دا وار د خانانو په ځای، د بسمه چي خانانو په ځای، د بسمه چیانو په ځای، یوازې خان، د جوی هفت خان، یاد کړ. لوی پوځي سلاکار د ډګر جنرال خبره ونیوه، ٬د امپراتوریو زوال، ډګر جنرال صیب، له یوه تت ټکي پیل کېږي!، ډګرجنرال خپله خبره را ونیوه، ٬لوی درستیز صیب وایي، اوس به خان ته جرګه ور لېږو؟، لوی پوځي سلاکار ام کړل، ٬الکه چې ښځه یې درنه وتښتوله، لکه تا غوندې لوری شو، خبرې ته ورسره کېنه!،

   ډګر جنرال د مسکو نورې خبرې را واخیستې، ٬خانان پرېده! هلته په افغانستان کې دوستان لرو، په دوستانو، لوی درستیز صیب وایي، لاس راکاږئ!،

   لوی پوځي سلاکار د ډګرجنرال خبره  ونیوه، ٬زما دنده جنرال صیب د افغانستان نیول دي، او افغانستان دی د خانانو! خبره له خانانو سره په کار ده، هغه دوستان چې جنرال صیب، کا ګې بې را پیدا کړي، کم ځانه دي!،

   ډګر جنرال بیاهم زړه وکړ، د سترجنرال په خبره کې ولوېد، ٬د جوی هفت خان له هغه ملا بورخان الدین رباني نه ډېر زورور درته ښکاري؟، لوی پوځي سلاکار ام کړل، ٬چې یو وار خو مې جنراله، ستا هغه کهنه پیخ ستالیني کمیسار اوستینوف،… لوی پوځي سلاکار بیا هم ام کړل، ٬او هغه اندروپوف،… لوی پوځي سلاکار دا وار په جیګ آواز ډګرجنرال ته کړل، ٬اورې مې؟،

   ښه دې اورم صیب!

   دا ټول د جوی هفت له خان سره مخ کړي وای!

   ډګر جنرال فېدیا وډار شو، ٬وه سترجنرال صیب! ګوره دا زموږ اطلاعات، ښه یې پېژنې، ډېر خطرناک خلک دي؛ له مرکزي کمیټې نه،… لوی پوځي سلاکار د ډګر جنرال د مرکزي کمیټې په کږه خبره پوی شو، په خبره کې ولوېد، ٬پرېده جنراله! چې دا سرې پټې خو دې په دې پطلانه نه وای لګېدلې!، ډګر جنرال سم وډار شو، ٬مطلب مې ستر جنرال صیب،… لوی پوځي سلاکار د ډګرجنرال خبره غوڅه کړه، ٬نه یې په مرکزي کمیټه کې وهم، نه یې د هغه کهنه پیخ کمیسار په،… لوی پوځي سلاکار له ٬په، سره غلی شو، خو ډګرجنرال د لوی پوځي سلاکار د ٬وهلو، په مانا سم پوی شو! لوی پوځي سلاکار خبره بدله کړه، ٬دهغې سویتلانې د خلاصون د پوځي بدیل مخالف یم!،

   لوی پوځي سلاکار، څه بله خبره کوله، خو ماریاپه منډه منډه له پاسه راښکته شوه، د لوی پوځي سلاکار مخې ته ودرېده…

هلته د ډګرجنرال د ټیلفون په غوږي کې، د سترجنرال د بولاوا ټیوټیو پورته شو…

**

   ماریا د ټینګ تورچای پیاله لوی پوځي سلاکار ته په مخ کې کېښوده، ٬مسکو درنه څه غواړي؟ ښه پوهېږې!، سلاکار لوڅه خبره وکړه، ٬د افغانستان لاندې کول!،

   ښه نو!

   لوی پوځي سلاکار ماریا په مخ موچې کړه، ٬لاندې کول، خو هم ماریا یوه لار لري!، ماریا خبرې ته خوله جوړوله چې بولاوا بیا وشرنګېد. ماریا وډاره شوه، ٬چې اوستینوف نه یي!،

   وایم پخپله کمیسار اوستینوف دی!

   لوی پوځي سلاکار له دې سره پاڅېد، د بولاوا غوږی را پورته کړ، ٬چندان ښه نه یم مشره!، اوستینوف په ټیټ غږ لوی پوځي سلاکار ته کړل، ٬خود به ښه نه یې!، لوی پوځي سلاکار خبره کوله، خو د امپراتورۍ د د فاع وزیر، ستالیني کمیسار– اوستینوف – وار ور نکړ، ٬خانان مانان دې پرېده!، اوستینوف بیا هم لوی پوځي سلاکار ته وار ور نکړ، ٬لږه کي غېږ کې ونیسه!،

   ستالیني کمیسار په لوی پوځي سلاکار غږ وکړ، ٬اورې مې سترجنراله!، لوی پوځي سلاکار ته کینه ودرېده، ٬ښه دې ناورم وزیر صیب!، له ٬ناورم، سره د ماریا اوږې را ټولې شوې، ٬څه دې له زورور سره اړم کړي!،

   هلته اوستینوف له ٬ناورم، سره، په جیګ آواز، په سلاکار غږ وکړ، ٬پالیسي داده، سیاست دا دی!، لوی پوځي سلاکار بیاهم اېنډه وکړه، ٬کمیسار صیب غږ دې ښه نه اورم!،

   لوی پوځي سلاکار دا وار اوستینوف د وزیر صیب نه، د ستالیني کولتور له مخې، په ٬کمیسار، یاد کړ، اوستینوف ته یې، له خپله آنده ٬ستالیني رښتینولۍ، ور یادوله؛ اوستینوف په نیمه پوی شو، ٬چې دا ته څومره سپین ویی ستالینی شوې!؟،

   اوستینوف لوی پوځي سلاکار خبرې ته پرېنښود، ٬له  نن سره، ستر جنرال صیب مزل په کار دی!،

   لوی پوځي سلاکار  نور و نه کتل، د ستالیني ولسي کمیسار په خبره کې ولوېد، ٬له نن سره نه کمیسار صیب، مسکو وایه!، له ٬مسکو، سره، د بولاوا  ټیو، ټیو پورته شو…

۳

**

۱۳۶۰، د وري  ۱۸

    ماني لاجورده نېغه شوه، ٬برګۍ نه دي؟،

   هو، ماني، برګۍ دي، هو!

   هوسۍ له ٬برګیو، سره، غاټول ته ور تاوه شوه، ٬شورویانو مجاهدین په نښه کړي!، غاټول دواړه لاسونه هوسۍ او ماني ته ور و غزول، ٬موژاخ،… غاټول په موژاخ– موژاخدین، مجاهدین– کې ټکان وخوړ، خو ایساره نشوه، په ٬ژ، پسې و نه ګرځېده، ٬خ، په ٬ی، واړوله، ٬موژایدین پیېږي، شورویان پییږي!،

   هوسۍ خبره کوله، خو د ماني لاجوردې پېغله لور، ښاپېرۍ، په بیړه کوټې ته ننوته، ٬تالاشي ده!، هوسۍ ټکان وخوړ، ٬د چا؟،

   د کوچیانو!

   هوسۍ بل ټکان وخوړ، ٬کوچیان خو لنډ پراته دي.، هوسۍ غاټول ته ور تاوه شوه، ٬په مزار شریف به شکر وباسې!، غاټول کتل هوسۍ ته، کړل ښاپېرۍ ته، ٬مزار کې… زموږ کورنۍ ته موکرره وه… کنې ورځ… دومره بده نه وه!، غاټول په بلخ کې د خپلې کورنۍ د تبا کېدو څه بله خبره کوله، خو د ښاپېرۍ شپږکلن ورور غلجي وار ور نکړ، کوټې ته ننوت، ٬سره کاپر راغلي!،

   دغاټول سد قوې (شوروي پوځیان) ته نه، د غلجي ٬سـرو کاپـرو، ته له سره والوت! هلته هوسۍ کې ټکی وینه پاتې نه وه، غاټول ته کږه شوه، ٬غاټول په ت،… هوسۍ په ت – تا –  خوله ونیوه، خبر واړوله، ٬په مونږ پسې راغلي څه بلا؟، غاټول د هوسۍ په زاره چاودۍ پویه شوه، ٬سره کاپر پیېږي، کوچیان پیېږي!،

   لاجورده ماني او ښاپېرۍ پسخانې ته په کوم کار پسې ننوتې؛ غاټول، هوسۍ ته ور وړاندې شوه، ٬د ترورزېتوب پیوند دې، شیطانې اوسې، زړه مه خوره، دومره خام نه دی!، د هوسۍ د تندي ګونځې لاړې اوارې شوې، ٬شیطانې، ښه شوه چې پویه دې کړم!، غاټول هوسۍ ته ور وڅښېده، ٬د ش،… غاټول په ٬ش، کې، شمکی ملا یې، تا به ویل، خولې ته راغی، غلې شوه، ٬د شیطان کار دی!، غاټول ام کړل، ٬خبره مې شیطانې اوسۍ جانې، ښه پیېږم، د مرکې ده، ش،… غاټول په ٬ش، کې دا وار سم ټکان وخوړ، ٬اوه! ٬ش، مې په خوله کې ناست دی؛ د غم ٬شین، دې شي! وایم د اشرارو… د دې مونږ موژایدینو کوم کومندان، کوم جاسوس به… ماما وېر نکړم … شورویانو ته د ماما شیطاني کړې یي!، د هوسۍ سر په کراره، کراره ته، راته. غاټول نوره هم هوسۍ ته ور وڅښېده، ٬وایي به چې ابراییم غټ اشرار دی، میدان ته لاړو، کوچیان دي، سي. آی. اې ده، پلان دی، دامان دی!، هوسۍ خوله غاټول ته ور وړه، ٬چا د کوچیانو شیطاني کړې!،

   اوسۍ، ته وایې د کوچیانو؟

   اوو شیطانې، د کوچیانو!

   غاټول د سر په ښورولو نه وکړه، ٬د کوچیانو نه، زمونږ د ماما!،

   د ملا شمکي شیطاني د غاټول سویتلانې زړه ته سمه لوېدلې وه، خوله هوسۍ ته ور وړه، ٬د ماماګانو د اطلاعاتو اوښ، اوسۍ، دلته زمونږ د کوم خره په لکۍ پورې تړلی!،

   لاجورده او ښاپېرۍ د غاټول د ٬خره له لکۍ، سره له پسخانې نه را ووتې، په خبره پویې نشوې.

   هوسۍ د پوښتنې په نښه سر ته ټکان ورکړ، ٬کنه؟، غاټول موسکۍ شوه، ٬او، شیطانې!، غاټول څه بله خبره کوله، خو غلجي وار ور نکړ، ٬شورویان راغلي!، غلجی نژدې ورغی، د ښي لاس خپړه د هوسۍ زنې ته ور وړه، ٬برګۍ راغلي، امه جانې برګۍ!،

   غاټول غلجي ته لاس ور وړ، ٬ماما نه ور وځو؟، غلجي نه وېوړه نه راوړه، ٬امه جانې سړیو ته ور وځې؟، غاټول کړل غلجي ته، په غوږ ووهله هوسۍ، ٬امه دې په مرګ هم نه ور وځي!،  دا وار هوسۍ غلجي ته کړل، ٬نه ماما، نه ور وځو! شورویانم، شکه نیشته، و نه تښتیي!، غاټول د هوسۍ له ٬تښتیي، سره پخ وهل، ٬مه ډارېږه، نه ور وځم!، غاټول خبره نوره هم بر آلا وکړه، ٬نوره د کلاګانو ښځه شوم، اوسۍ!، د هوسۍ خوله خلاصه پاتې شوه، ٬ښه؟،

   اوو!

   د غاټول ستونی په ٬اوو، کې ډک، زړه وران وران شو.

   کوربان مې د سلیمې ترور له دې میمې روسۍ لور نه شم!

   غاټول، ماني لاجوردې ته ور تاوه شوه، ٬اوسۍ ترورزۍ مې آخر روسۍ کړم، ماني!، ماني وړاندې شوه، د غاټول په اوږه لاس کېښود، ٬د شهیدې سلمیې لور خو مې پخپله پلار ګنۍ او مورګنۍ کې د ښایست ساری نلري!، غاټول د هو او رضایت په نښه، یانې هو ښایسته یم، ساری نلرم، د سلیمې لور یم، غلې پاتې شوه.

   ماني اصلي خبرې ته را وګرځېده، ٬چې میمه مې نوره د مزار شریپ نوم په خوله وا نه خلي!، غاټول له ژړا او خندا نه ډک ام کړل، کتل ماني ته، په غوږ وهله هوسۍ، ٬په عمر کې بم ماني، نوره له چینو او کلاګانو نه لاړه نشم!، غاټول دا وار سمه په ژړا شوه، ٬کیسمت را ته ماني، سړه چینه لیکلې!، ماني له ٬لیکلي، سره، ورغله، غاټول په سر، تندي، مخ موچې کړه. د هوسۍ زړه، له  خوشالۍ نه وران، ستونی ډک شو؛ له غاټول سره غاړې وتله، ٬ښه شوه چې شیطانه مې بېرته نه ځې!، هوسۍ غاټول میمې ته، په سترګو سترګو کې، ور وکتل، ٬ښه ده چې پاتې کېږي، زما مزارۍ!، غټې، غټې اوښکې د غاټول په مخ وبهېدې.

   ماني وړاندې شوه، غاټول په تندي موچې کړه، ٬میمه ابراهیم غوندې ماما لرې!،   هوسۍ له غاټول سره سترګې په سترګې شوه، ٬کیسمت روسۍ میمه مونږ ته لیکلې.، غاټول خبره کوله، خو غلجي را منډه کړه، د مور په غاړه کې لاسونه واچول، ٬ور وځم!،

   ماني په غلجي سترګې برګې کړې، ٬پام!، غاټول غلجي ته کړل، ٬شورویان خلک وژني!، غلجي نه وېوړه نه راوړه، ٬نو زه به ورته ګورم؟، غلجي خپلې غولکې ته لاس ور وړ، ٬په غولکه یې ولم!،

   ښه، ښه!

   په سترګه یې ولم!

   ماني له خندا شنه واوښته، ٬په سترګه یې ولي؛ هغه هم په غولکه!، غاټول وړاندې شوه، غلجي ته په مینه لاس ور وړ، ٬چې دا وړوکی خان مې په خوا پورې ونیسم!، غاټول له ٬خان، سره، هوسۍ ته ور وکتل. هوسۍ په غولکه باندې د شورویانو ویشتلو ته، د غرور اوښکې تویولې، خو د غاټول ٬وړوکي خان، خندا ور وسته، پاڅېده، وړوکي خان په غېږ کې ونیو، دلاسا یې کړ، د غاټول غېږې ته یې د ورتلو ورته وویل، خو غلجي شرمېده، په شا زور کاوه، غاټول ته نه ورته؛ چې مور یې ورجیګه شوه، غلجی ومنله، غاټول ته ورغی؛ غاټول په خوا پورې ونیو، اخوا دېخوا یې موچې کړ، ٬یو بل خان!،

**

   د څلوېښتم لښکر د ځانګړې دوه ویشتمې لوا کوماندو جګړن، پیټر، مخکې، افغان کولتوري سلاکار، لومړی بریدمن توپان، ورپسې، غیر پوځي کولتوري سلاکار عمران توده یې ورپسې، د کوچیانو له کیږدیو نه وړاندې سره ودرېدل؛ پیټر ښی لاس جیګ کړ، مشر کوچی حاجي آپرېدی، پوی شو، ورغی. کیږدیو سره ولاړ نر، ښځې، غټ او واړه ټول څک شول…

   توپان د پیټر، د کیږدیو د تالاشۍ، خبره آپرېدي ته په پښتو کې وکړه؛ آپرېدي ټکان  وخوړ، ٬تالاشي؟،

   هو، تالاشي!

   آپرېدي ښی لاس ونیو پیټر ته، کړل توپان ته، ٬خپل مشر دې را وښيي!، توپان د آپرېدي خبره په روسۍ ژبه واړوله. آپرېدی یو ګام وړاندې شو، د ښي لاس خپړه په پوره شفقت د جګړن پیټر په کیڼه اوږه ولګوله، ٬د لارې خلک یو!، په اوږه باندې د لاس له کېښودو سره د جګړن پيټر وړې وړې شنې سترګې سره ورغلې. خامه خوله کولتوري سلاکار د کوچي آپرېدي د ٬لارې، په ماناپوی نشو، ٬د لارې خلک؟، آپرېدی په پوره مینه دارۍ وړاندې شو، د ښي لاس خپړه د توپان د کیڼې اوږې په شعاع او دوو ستورو ولګوله، ٬بچی د خبرې خلک یو!، توپان نېغ شو، آپرېدي خپله خپړه را ټوله کړه، توپان په جګړن یاد کړ، ٬جګړن صیب، بلا دې واخلم!، آپرېدي کتل توپان ته، لاس ونیو جګړن پیټر ته، ٬د پښتو خلک یو!،   آپرېدي له ٬پښتو، سره، د ښي لاس خپړه خپلې شنې پګړۍ ته ور وړه. توپان ام کړل، ٬د کمون اولیه خلکو!،

   آپرېدی د توپان په ٬کمون اولیه، پوی نشو، د لنډ کوچیاني واسکټ  ښي جب ته لاس ور وړ. توپان، سترګې دآپرېدي لاس او جب ته ونیولې، ترا وخوړه، په شا لاړ، ښي لاس یې د خپل پطلانه د ملا وستني د ګل په کیڼه خوا کې، خپلې ټومبلې مکروف تومانچې ته ور وړ، ٬پښتو!، توپان د پښتو په څلورو واړو ټکو شونډې او ژبه کلکه کلکه وښوروله!

   غیر پوځي کولتوري سلاکار– عمران توده یي– وړاندې شو، پیټر ته د توپان او آپرېدي خبرې وژباړلې. آپرېدي پیټر ته بله وکړه، ٬د نرخ  خلک یو!، کولتوري سلاکار نرخ هم نه پېژاند، ٬بې غیرتو!، د آپرېدي سد د توپان خبرې ته له سره والوت! عمران توده یې د آپرېدي ٬نرخ، جګړن ته وژباړه، ٬وایي چې د بیې خلک یو!،

   توپان، آپرېدي ته په بد وضعیت ور وړاندې شو، ٬په دې سپینه ږیره!، عمران توده یي د توپان دا خبره جګړن ته و نه ژباړله.

   جګړن پیټر کولتوري سلاکار ته ور تاو شو، ٬پیسه او وسله دواړه ورکوو!، توپان خبره وژباړله؛ آپرېدي ټکان وخوړ، ٬دا په کومه ښادۍ کې؟،

   د تالاشي لپاره!

   آپرېدی یو ګام بل پیټر ته ور وړاندې شو، ٬بډې راکوئ؟، پیټر ته به وایې د آپرېدي په خبره پوی شو، ٬هو!،

   څه آپین راسره دی؟

   پیټر وخندل…

   اشرار درته ښکارو څه؟

   پیټر غلی پاتې شو. آپرېدي ام کړل، ٬نه اشرار یو، نه آپین والا!، توپان په بد وضعیت آپرېدي ته کړل، ٬خو تالاشي به ارو مر کېږي!، آپرېدي سترګې په پیټر کې ښخې کړې، ٬خو د ښځو نه!،

   پیټر له خپلو افغان کولتوري سلاکارانو سره په روسۍ ژبه څه خبرې لاندې باندې کړې، په شا وګرځېدل، خپلو سرتېرو ته ورغلل… پیټر آخر لاړ لاړ، د مخابرې غوږي ته لاس ور وړ…

**

   سات نیم لا نه و اوښتی، څلور نورې برګۍ را ورسېدې.

   د کېږدیو شاته د برګیو له کېناستو سره مال وترهېد. دوړو، غورهاري، د ماشومانو، مېږو او وزګوړیو بغارو قیامت جوړ کړ…

   جګړن پیټر آپرېدي ته کړل، ٬تالاشي!،

   دچا؟

   د ښځو!

   آپرېدی نېغ شو، ٬شورویه بیام په خبره پوی نسوې!، توپان د آپرېدي دا خبره پیټر ته و نه ژباړله، پخپله آپرېدي ته کړل، ٬هو، د ښځو!،

   آخر؟

   رپوټ لرو!

   د چیشي رپوټ؟

   د ښځې!

   آپرېدي له ٬ښځې، سره ټکان وخوړ، ٬د ښځې؟، پیټر، آپرېدي ته خوله ور وړه، ٬ښځه درسره ده!،

   توبه خدایه! د چا ښځه؟

   زموږ!

  ساه له آپرېدي نه ووته! جګړن د ښځې نوم واخست، ٬سویتلانه!، آپرېدی توپان ته ور تاو شو، ٬سوېتانه؟،

   ملګرې سویتلانه، هو!

   د آپرېدي زړه ولګېد، ٬دغسې ووایه!، آپرېدي په کراره پیټر ته کړل، ٬ښځم چا تښتولې؟،

   هو.

   آپرېدی پیټر ته ور وړاندې شو، ٬او ړنده کڼه شورویه، چا غلط رپوټ درکړی!،

   توپان غلی پاتې شو. آپرېدی پرې ور برګ شو، ٬وژباړه!، آپرېدي بل سپیناوی وکړ، ٬کوم دووس درته دروغ ویلي، د سروبي د تېر مني غول،… آپرېدي خوله ونیوه، خبره – غول بیا مه خورئ – واړوله، ٬بد بیا مه کوئ!، توپان د غولو خبره پیټر ته وژباړله. آپرېدي روغه خبره وکړه، ٬پښتانه، والکه شورویه، وایي، زر چې پاک یي، د اور یې څه باک یي!، توپان په ژباړه کې بند پاتې شو.

   آپرېدي د پيټر په اوږه لاس کېښود، ٬اغه کارمل ته مخابره وکه!، آپرېدي پیټر ته، ښایسته شېبه، په سترګو سترګو کې ور وکتل، ٬یا دې خپلې اوکمتي ښځې راولېږي، یا دې د تاسې خپلې شنې سترګې، خدای دې یې وایم پرده وکي، را دې سي، د مونږ ښځې دې تالاشي کي، خپله ښځه دې ولټیي!، آپرېدي یو کدم بل واخیست، جګړن ته وړاندې شو، ٬خو پوی سه څې،… آپرېدي له ٬څې، سره، د ښي لاس خپړه د پیټر په کیڼه اوږه سمه و ټپوله، ٬نارینه اسکر که دما اوغان یې، که د تا سور شوروی،… آپرېدي ښی لاس د نه په نښه، پیټر ته وښوراوه، ٬ښځې نسي تالاشي کوی!،

**

   آپرېدي د وسله والو کوماندویانو په منځ منځ کې، ځان جګړن پیټر ته ور ورساوه، ٬خروار غله په خوله خوړه کېږي، خو، شورویه، دانه په پزه نه!، توپان چوپه خوله ولاړ و، ژباړه ونشوه کولی.

   آپرېدي د ښي لاس د شهادت ګوته درې ځلي توپان ته وښوروله، ٬ماما ته دې ووایه!، توپان مات ګوډ څه وویل، آپرېدی پرې پوی شو، خوند یې ورنکړ، توپان ته ور وړاندې شو، د ښي لاس د شهادت ګوته د هغه په پوځي خولۍ کې، ټومبلي افغان دولتي نښان ته ونیوه، ٬پخوا ډېر دروند و!، توپان بیا هم  غلی ولاړ و. آپرېدي ام کړل، ٬خو اوس،… د آپرېدي سر له ٬اوس، سره، د نه په نښه لاړ، راغی.

   آپرېدی آخر د پښتانه هغې تر ټولې غټۍ زارۍ او عذر ته اړ شو، خپله پګړۍ روسي جګړن ته را ښکته کړه! پیټر پګړۍ د ښي لاس د پنجې په شا ووهله. آپرېدي آخر پیټر ته لاس ونیو، ٬اول دا مونږ نارینه وډزوه،… آپرېدي له ٬ډزولو، سره، د ښي لاس خپړه درې ځلي په خپل ټټر ووهله، ٬بیا دې که، ښځې تالاشي کړې!،

**

   د څلوېښتم لښکر د دوه ویشتمې ځانګړې کوماندویي لوا یوه ټولي کوماندویانو دولس کوره کوچیان، ټول ټال شپېته آویا تنه بې وسلې غټ، واړه، ښځې، نر کلابند کړل.

   یوه ډلګۍ کوماندویان آخر په کېږدیو ور مات شول. د کېږدیو په لوري د سرتېرو له ترپلې سره قیامت جوړ شو.

کوچیانو و نه کتل، ښځو نرو، غټو وړو، په لرونو، ترخزو، کوتکیو، دبیو او ډبرو له کوماندویانو سره د لاس او لستوڼي خونړۍ جګړې ته لاس کړ…

   زړې کوچۍ – شاه جانۍ – د کوماندویانو د برچو په پړکا کې جګړن پیټر ته لار وایستله، ٬خور مور نلرې؟،

   کولتوري سلاکار توپان د زړې شاه جانۍ د ٬خور مور نلرې، په مانا – یانې خپله خور مور لرې، ولې د بل خور مور ته په سپکه ګورې– پوی نشو، د شاه جانۍ خبره ټکی په ټکی جګړن ته وژپاړله. پيټر شاه جانۍ ته کړل، ٬لرم!، جګړن خپله روسۍ خور شاه جانۍ ته ور وپېژندله، ٬آتلس کلنه خور ایلېنا!، شاه جانۍ ور غبرګه کړه، ٬کرکه دې وسه!،  توپان ژباړه و نشوه کولی. جګړن دا وار خپله مور شاه جانۍ ته ور وپېژندله، ٬شپېته کلنه ایلیزاوېتا!، شاه جانۍ لاس کړ، جګړن له ګرېوانه ونیو، ٬در باندې بوره دې شي!، توپان بیاهم پوی نشو.

   جګړن ترا وخوړه، په شا لاړ. شاه جانۍ ور وړاندې شوه، ٬تا دینکی وغیم!، توپان بیا هم بند پاتې شو. زړې کوچۍ لاس کړ، د جګړن د کیڼې اوږې پوځي پلېټ ته ټک ورکړ. توپان و ډار شو، د کمربند د ګل په کیڼه خوا کې خپلې ټومبلې تومانچې ته لاس ور وړ، خو بل روسی کوماندو مخکې شو، د کله کوف په لنډه ضربه کوچۍ له پښو وغورځوله. کوچۍ ستوني ستاخ پرېوته، خو د جګړن د اوږې پوځي پلېټ یې له سره ستوري سره، په لاس کې وو.

   دې خوا پېغلې کوچۍ غوړګې د بل کوماندو کلاشینکوف ته لاس ور وړ، شاجور لاس ته ورغی، شاجور یې کوماندو ته ونیو، خو د شا له خوا نه د بل کوماندو د ماشینګڼې د کونداغ درانه وار و پرزوله، په مخ ولوېده.

   بلې کوچۍ پېغلې شاه ترینې همدې کوماندو ته له شا نه غېږه ورته کړه، څه یې ملاوه، خو د شا له خوا د جګړن پیټر د مکروف په ډز ولګېده، ولوېده.

   جګړن پیټر لاس کړ، د آپرېدي ږیرې ته ټک ورکړ؛ له ټک سره د آپرېدي ځوانه لور توتیاګۍ په جګړن پیټر ورغله. پیټر دا وار د توتیاګۍ پړوني ته ټک ور کړ، توتیاګۍ سر تورې شوه، له جګړن سره غېږ په غېږ شوه. کوماندو تورن سیمون د مکروف تومانچې خوله له پاسه، د توتیاګۍ په کوپړۍ کېښوده، وې ویشته، ولوېده…

   پیټر ته مخامخ، لږ وړاندې، د پېڅول له څنګه، سر په سر، د ٬الله اکبر، درې غږه جیګ شول. له دې سره د کوچیانو د ٬الله اکبر، غږونه پورته شول. د پیټر سترګې د پېڅول په څنګ کې په لنګې اوښې ولګېدې، شکمن شو. د پیټر ګوته، د ثانیې خبره وه، د تومانچې ماشې ته ورغله، ډز شو، د ده له ډز سره سم د اوښې له خوا ډز شو، پیټر په شا، په تورن سیمون ورغی، ولوېد. دې خوا د کوماندو لومړي بریدمن البرتو د کلاشینکوف خوله د آپرېدي ټتر ته نیولې وه چې د غولکې ګاټی له کومې راغی، د البرتو په ښۍ سترګه ولګېد…

   مټاخان کوچي لاس کړ د البرتو ډک کلاشینکوف والوزاوه، تر څو بل کوماندو ورتاوېده، کلاشینکوف د کلابندۍ د کوماندویانو په ولاړ کتار وډزوله، کومه ګولۍ که به پاتې وه، خو له نژدې واټن نه ولګېد، ولوېد…

   کوماندویان، چې پیټر ولوېد، سم لېونیان شول، په تش لاسو کوچیانو یې د کلاشینکوفونو باټونه وچلول…

   کوماندویانو، چې کوچیان بیاهم کېنناستل، آخر ترا وخوړه، په شا شول، په برګیو ور مات شول، برګۍ په ډېرې وارخطایۍ د جلال آباد په لور والوتې…

**

۳۰

   آپرېدي، انجنیرسورګل ته د تالاشۍ کیسه کوله…

  غاټول سویتلانې په ٬پر اوکساید، محلول باندې د خان د کیڼې پښې د پونډۍ زخم پرې مینځه. سورګل ناکراره و، آپرېدي ته ور تاو شو، ٬تره،  نرس یم، له ډاکترې خور سره مې مرسته کوم!، د غاټول اوږې سره ورغلې، ٬ډاکتره شوم!، آپرېدي سترګې د زخم په سر باندې د ٬پر اوکساید، سپین زږ ته ونیولې، ځان د سورګل په خبره پوی نکړ. غاټول لګیاوه زخم وچاوه.

   سورګل بیا هم آپرېدي ته له ډاکترې سره د مرستې خبره وکړه. آپرېدی و پسېد، ٬له نامحرمې ښځې سره!،  د آپرېدي ببرې ببرې شنې شنې وروځې سره ورغلې، ٬چې د خدای مخلوک څومره بد سترګی شو!، د سورګل وار و نشو، ٬عزیزه! ډاکتره مې د خور په ځای ده!، د آپرېدي د تندي برابرا ګونځې سره ورغلې، بیا هم غلی پاتې شو. سورګل و ډونګېد، ٬ایماني وجداني وظیپه مې ده!، آپرېدی له ځان سره وپسېد، ٬کوم جهادي ډانکتر به یي!، سورګل د آپرېدي غوږونه خلاص کړل، ٬د خدای زخمیان پراته دي تره، پالنه غواړي آخر!، آپرېدی نور ټینګ نشو، لاس ونیو غاټول ته، کړل سورګل ته، ٬بسم الله که!، سورګل وړاندې شو، له درنښته، د آپرېدي د ږیرې سپین ډکي موچې کړل، د خان  ښۍ خواته، ډاکترې غاټول ته مخامخ، کېناست. ډاکترې غاټول سویتلانې له نرس سورګل نه مننه  وکړه. نرس، له کېناستو سره، ډاکترې ته کړل، ٬خور مې یې!، غاټول سویتلانه موسکۍ شوه، ٬ورور مې یې!،

**

   ډاکترې او نرس (!) یو له بل سره خبرې کولې، پنس راکړه، قیچي واخله، پلستر ولګوه، دا واخله، هغه راکړه…

   خبرو د ستر ستونزه د آپرېدي له خاطره وایستله، خو ډاکترې او نرس لا هم یو بل ته سره هغسې نه وو کتلي…

   رڼا، د آپرېدي نګور لال جانې ډیوه ښي لاس ته کړه، د غاټول په مخ ورغله؛ سورګل، د آپرېدي او لال جانې ورته پام نشو، ټکان وخوړ، ٬پاکه ربه!،

   سورګل ته کابل پولیتخنیک مخې ته ودرېد، ٬هغه زماد پولیتخنیک د وختونو ښاپېرۍ!،

د غاټول سترګې هم له رڼا سره، په سورګل ولګېدې، دروند کوچیانی پوړنی یې، د سر له جیګېدو سره، په غاړه کې ولوېد، سر تورې شوه. لال جانې ډیوه خسر– آپرېدي – ته ورکړه، ټیټه شوه، د ډاکترې پوړنی ور په سر کړ! غاټول، لال جانه په خور یاده کړه، مننه یې ترې وکړه.

غاټول زخم وچ کړ. انتي بیوتیک په کار و، سورګل ته یې د پنسلین کپسولونو د تشولو وویل، خو پنسیلین، نرس ډبی ولټاوه، یو دانه پاتې و.

   غاټول هغه یوه دانه کپسول لال جانې ته ونیو، هغې بلې کیږدۍ ته یې، هوسۍ دوی ته، په پنسیلینو پسې لېږله.

   لال جانه لا نه وه وتلې چې ابراهیم وټوخېد، دی مخکې، د آپرېدي ښځه– اطلسه– ورپسې کیږدۍ ته ور ننوتل.

**

   اطلسې لاس ونیو خان ته، کړل غاټول ته، ٬د جوی اپت خان دی، سم!، غاټول له ٬جوی هفت، سره سمه په شا لاړه، خو په ځان قابو شوه، ٬کاني رښتیا وایې.، ابراهیم په خبره کې ولوېد، ٬د جوی هفت خان هم، خلک وایي، همده غوندې خامه خوله الک و!، ابراهیم له ٬همده، سره، خان ته لاس ونیو. اطلسه ابراهیم ته کږه شوه، ٬زمری، ازیزه (عزیزه) پیېږې، نر او ښځه نلري، غیرت په کار ده!، ابراهیم څه ویل، خو غاټول مخکې شوه، ٬خان په یوه غږ، وایي د ژلال (جلال) آباد ښار وتاړه!، ابراهیم او اطلسې، دواړو، د غاټول خبره په خوله او سر تایید کړه. اطلسې خبره ونیوه، ٬په راغلل یې، ورېرې، وایي، جلال آباد وتاړه، په الله اکبر یې شورویانو سمرخېلو ته پښې سپکې کړې!، غاټول ځان پوی نه کړ. سورګل واره برابره ولیده، کړل غاټول ته، لاس ونیواطلسې ته، ٬کاني مې رښتیا وایي؛ ښار کې وم، د وړو د منډه یې په خوله کې، دوه روسۍ ښځو تالاشي کوله!، غاټول سورګل ته ور وکتل، ٬رښتیا؟،

   هو خورې!

   پرې دې ښودې؟

   سورګل ام کړل، ٬سیاسرې وې! روسۍ دې وي!، غاټول د جراحۍ بیاطي کېښوده، د ښي لاس په وینو ککړه خپړه سورګل ته ونیوه، ٬روس، وروره که سیاسره ام یي،… ډاکترې د ښي لاس په وینو ککړې ګوتې خپل ټټر ته ور وړې، ٬زما د لټولو واک لري؟، ډاکترې غاټول، اطلسي ته مخ ور واړاوه، ٬کاني لري یې؟،

   نه لورې، نۍ لري!

   غاټول، د خان زخم تړلوته برابرېده، سورګل ته یو وار بیا ور وکتل، د زړه شک یې، تا به ویل، لیرې کاوه، ٬چې د خاد یا د دې د الف الف خپل کوم سیمه ییز جاسوس نه وي!، غاټول، نرس سورګل ځای ته را نه وست، ډاډه شوه، دزخم تړلو ته شوه.

   د نرس – د اوبو او برېښنا د وزارت افغان انجنیر– په زړه کې، له روسۍ ښځې سره د برخورد په اړه، د ډاکترې لواړه خبره اواره نشوه، ٬ خورې پخپله دې پښتني شیدې روبدلي آخر، ښه پیېږې!، ابراهیم او غاټول، د انجنیر سورګل له پښتنې شیدو سره، د سورګل او اطلسې ورته پام نشو، سترګې په سترګې شول. نرس بیا هم خپله خبره تکرار کړه، ٬ښځه که روسۍ هم یي، درنه ده.، غاټول د خان ټپ تاړه، لاس کړ، د پنسیلینو پوډر په ټپ اوار کړل.

   نرس سورګل خبره برې کلا ته راوسته، ٬ډاکترې خورې آواز ګډ دی، مجاهدینو، د جوی اپت خان ووایم، له برې کلا نه،… سورګل له ٬برې کلا، سره، ابراهیم ته ور کتل، ٬کوم روسی منصبدار تښتولی و!، غاټول نېغه شوه، ٬منصبدار؟، ابراهیم له ٬منصبدار، سره ټکان وخوړ.

   غاټول ابراهیم په سترګو سترګو کې پوی کړ، ٬مه ډارېږه! منصبداره نه، منصبدار تښتول شوی!، اطلسې د ٬منصبدار، څه خبره کوله چې درز شو، کېږدۍ لاړه راغله… بل هاوان ولګېد… قیامت جوړ شو…

**

۲۳

   غاټول د توتیاګۍ دوی د کیږدۍ په خوله کې، د هوسۍ په وینو کې غرکه ناسته وه. هوسۍ غاټول په اشاره پویه کړه، غاټول ټوغه شوه، غوږ د هوسۍ خولې ته ور وړ، ٬سو،… هوسۍ په ٬سو، کې غلې شوه، خو ساه، تا به ویل، ایساره شوه، د هوسۍ شونډې وښورولې، ٬سویتلانې خورې!، غاټول له ٬سویتلانې، سره ټکان وخوړ. هوسۍ اشاره وکړه، غاټول غوږ د هوسۍ خولې ته ور وړ، ٬زما شیطانې سویتلانې! زما خوږې غاټول!، غاټول په چېغو، چېغو وژړل…

   یوه خبره…

   غاټول خوله د هوسۍ غوږ ته ور وړه، ٬ویایه!، هوسۍ سل زړونه یو کړ، خبره را ونیوه، ٬زموږ وطن د ننګیالو دی ………. د سر دښمن هم په سر سترګو قبلوینه!، غټې غټې اوښکې د سویتلانې غاټول په مخ ښکته شوې، ٬اوسۍ منم!، هوسۍ خوله، تا به ویل، د غاټول غوږ ته ور وړله، وښورېده، خو غاټول پخپله کیڼه خوا تاوه شوه، ټیټه شوه، ښی غوږ د هوسۍ خولې ته ور وړ، د هوسۍ شونډې وښورېدې، ٬سویتلانې پاتې شه!، ٬پا، د هوسۍ پتري نیولې شونډې په سختۍ سره بیلې کړې، غوټۍ وینه را وخوټېده؛ غاټول د پوړڼي پیڅکه وینې ته ور وړه، وپسېدله، ٬اوسۍ، د خانانو د ٬ټوپک، نه، د ٬پښتو، بندۍ یم!، هوسۍ موسکۍ شوه. غاټول له ژړا نه په ډک ستوني ام کړل، ٬اوسۍ، د مینې پوهنتون مې وې!، د غاټول چنغړک لاړ راغی، ٬بدله دې کړم!، هوسۍ موسکۍ شوه، ٬اه!،

   هو، هو!

   غاټول بیا هم په هوسۍ ور ټیټه شوه، ٬اوسۍ، نوره، سویتلانه نه یم!، د هوسۍ شونډې و نه ښورېدې، ٬اهه!، غاټول خوله دا وار د هوسۍ په غوږ ولګوله، ٬اوسۍ، نوره زم خانه شوم!، تلونکې ساه تیندک وخوړ، هوسۍ ته ټکان ورکړ، ٬خو ګوره چې نور خانان خبر نشي!، د هوسۍ د سترګو تور او سپین له ٬نشي، سره لاړل راغلل، غاټول کړیکه وکړه…

   ابراهیم را ورسېد، د غاټول کانه وکړه، غوږ د هوسۍ خولې ته ور وړ، ٬ماما، غاټول بېرته نه،… د هوسۍ سترګې له ٬نه، سره ودرېدې. ابراهیم په هوسۍ ور ټیټ شو، ٬ویایه!، هوسۍ په ٬نه، کې پور پرې کړی و. ابراهیم د ښي لاس څلور ګوتې د خورزې په سترګو  کېښودې، ٬انا لله و انا الیه راجعون.،

**

   اطلسه، لال جانه، د شاهنواز مېرمن لاجورده ماني، د شاهنواز پېغله لور ښاپېرۍ، نورې کوچیانۍ او دېشینې را ټولې وې، له غاټول سویتلانې سره د هوسۍ د ویر ساندې بدرګه کولې…

   د افغان – شوروي جګړې د ادبیاتو خام پیل، د هوسۍ خبره، لګیاو، پخېده…

**

۲۴

۱۳۶۰، د وري  ۱۹

   شمکي په ستوني کې وخندل، درنه مرګ ژوبله. کوچیان: درویشت نارینه، شپږ ښځینه! دېشین، دوه: غاټول او د شانوازي ماشوم زوی– غلجی. ټول ټال یو باندې دېرش!،

   شمکي شونډې وچیچلې، ٬په غولکه جهاد! غلجي د دوستانو د کوم یوه سترګه په غولکه ویشتلې، ایستلې.، شمکي مڼغوزي نسوار وسوڼول، ٬غاټول! په تورو خاورو مې پېرزو نه وې!، شمکی د غاټول د هدیرې په فکر کې شو، ٬ولې میدان، حصارک؟ پردۍ هدیره؟،  شمکی ام کړل، ٬جنجال و، ابراهیم له ځانه لیرې کو.،

   شمکي وخندل، ٬کوچیان سراسر د تاوان په کور کې راغلل، ښځه، ښځه لاس ته وېرنغله، توی پکې توی، سم لکه توتان شول.،

شمکی د معاملې په فکر کې شو، ٬ابراهیم پیسه او وسله اخیستې، غاټول یې کوچیانو ته سپارلې، بیا دوستان را رسېدلي؛ کوچیانو، چې غاټول دوستانو ته ژوندۍ لاس ته وېرنشي، ډزولې!،

   د شمکی زړه په خپله خبره اوبه و نه خوړې، ٬ابراهیم پیسه، وسله آخیستې، خو ښځه یې، دوستان را رسېدلې، واره نه ده برابره شوې، کوچیانو ته نه ده ور سپارلې؛ ابراهیم، چې غاټول دوستانو ته ژوندي لاس ته وېرنشي، وار ړومبی کړی، ډزولې.،

شمکي د خارښت په ټکي ګوته کېښوده، ٬وټ، شمکیه دوستانو ته وویایه، د کوچیانو په زړه کې پروت دی، کوچیان به سبا ابراهیم ته ګوتې وېر وړي، موږ به پکې خپلې سپېرکۍ خرڅوو.،

شمکی موسکی شو، ٬اوس دې د رپوټ ږیره، برېت جوړوه!،

شمکي لاس مخابرې ته ور وړ…

**

۱۳۶۰، د وري  ۲۰

    ډاکتر نجیب لاس ونیو زبیر ته، کړل دوبراشین، باریس او پوتین ته، ٬د ابراهیم دا معامله هم ونشوه!، باریس د معاملې سپیناوی وکړ، ٬له ٬تور میا، سره، له ٬کوچیانو، سره،… نجیب پښه نیولی شو، ٬ابراهیم پیسې واخیستې، خو ملګرې یې کوچیانو ته ور نکړای شوه!، زبیر په خبره کې ولوېد، ٬دا د الف الف غټه بریا ده!،

   نجیب اسویلی وکېښ، ٬خو چې ملګرې سویتلانه ژوندۍ لاس ته راغلې وای، کوچیان ټول سرکپ شوي وای!،

   نجیب نا تاییدشوي رپوټونه یاد کړل، ٬هاوانونو کوچیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.،

  پوتین کتل د ملا شمکي رپوټ ته، کړل ملګرو ته، ٬د ملګرې قاتل ابراهیم دی!، دوبراشین د پوتین خبره ونیوه، ٬د ابراهیم او کوچیانو تر منځ د هډوکی د ماتېدو احتمال ښه پرمختګ دی؛ اشرار پخپلو کې لوېږي! چې خطرناک اشرار، ابراهیم، له پښو  ولوېږي!،

   دوبراشین خبره په سویتلانې ولګوله، ٬سویتلانه خو هسې هم انقلاب ته وقف شوې وه!، د خاد والاوو– نجیب او زبیر– وتلي زړونه د دوبراشین له خبرې سره ځای ته راغلل! نجیب پاڅېد د ملګرو پیکونه ډک کړل. دوبراشین شعار ورکړ، ٬د انقلاب د بریاپه هیله!، نجیب ملګرې یاده کړه، ٬د سویتلانې د انقلابي شهادت په خاطر!،

   دوبراشین، پیکونه لا ډک وو، نجیب ته ور وکتل، ٬د ملګرې جسد!،

**

۱۳۶۰، د وري  ۲۲

   د شمکي سر په کراره کراره اوږو ته، ته راته، ٬جوندۍ خو دوستانو، توره وکړه، لاس ته وېرنغله، اوس یې په مړي پسې دي!،

   شمکی شرعې ته شو، ٬خاکي ځمکه، پرک نلري، ټوله د خدای ځمکه ده؛ خو د علمای کرامو رایه ده، وایي، مړی څومره چې قبلې ته نژدې ښخ شي، د جنت هوا ښه پې لګېږي!،

   شمکي له ځان سره وخندل، ٬شمکیه څه په شرعه کې نښتی یې، دوستان خو څه مسلمانان نه،… شمکي ټکان وخوړ، ٬نه، نه!، شمکی و ډونګېد، ٬دوستان پیېږي، کوپر و ایسلام یې پیېږي!، شمکی ښایسته شېبه غلی شو، ٬پاتې شوه غاټول؛ غاټول زموږ اوغانه ده؛ غټه پرچمۍ، خادیسته، کمونسته ده، نه وایم چې نه به یي، کار یې خپل دی.، شمکي ام کړل، ٬د خدای ایزبیان کمونستان ولګېدل، مړي یې پاتې شول، چا یې پوښتنه کدرې ونکړه؛ غاټول، له واسطې یې مالومه ده، په تیږه پخه پرچمۍ څه چې، وایم غټه خادیسته ده!، شمکی و پسېد، ٬ته یې دې واسطې ته ګوره، نجیب ډانکتر، زبیر ډانکتر!،

   شمکي لاس کړ، پرېمانه مڼغوزي نسوار وسوڼول، وپرنجېد، فکر یې لا پسې غزونې وکړې، ٬درک اوس لګوه د غاټول شهیدې د هدیرې!،

   شمکي د کوچیانو قبرونه مخې ته ودرول، ٬درویشت نارینه، شپږ ښځینه!، شمکي د غاټول قبر ځای ته راوست، ٬د کوچیانو له هدیرې نه هغه بېل قبر، اغه ځانته قبر، له نورو ښځینه قبرونو نه، اغه لس ګزه وړاندې، شمال ته پروت قبر، اغه اوم ښځینه قبر.، د شمکي سر ټیټ، جیک بیا ټیټ شو، ٬ابراهیم حکاک سړی دی.، شمکی خبرې ته ول واچاوه، ٬چې که دوستان یې سبا ورځ وړي، مالومه یي!،

   د شمکي زړه په خپله خبره اوبه وخوړې، لکه د برښنا لوڅ لین ته چې لاس ور وړي، خپلې ګاما – ۱۱ مخابرې ته لاس ور وړ…

**

۲۵

   غاټول ډرۍ ووهله، ٬تضادونه دي، جګړه ده، پلان دی دامان دی!،

   غاټول په کارل مارکس نیوکه وکړه، ٬تضادونه، لګیا دي، پخپلو کې پالي؛ سترګې، لاسونه، پښې،… د بدن ټول غړي بېلې بېلې دندې لري، خو په ګډه د انسان ورځنی ژوند مخکې بیایي!،

   غاټول په فکر کې ډوبه شوه، ٬انۍ ګوره، غریبه ګلپاڼه ګوره، پخلا دي سره.، غاټول دواړه لاسونه وغزول، ٬تضادونه ورځه په جګړه کې دي، خو زمونږه روانه افغان جګړه طبقاتي هغه نه ده!،

   غاټول راغله د کوټې دېوال کې را ځوړندې هندارې ته  ودرېده، ٬دا یې ورځه، طبقاتي.، غاټول ام کړل، ٬غاټول، ستا يې پې څه؟،

   غاټول په هنداره کې خپل ځان ته کړل، ٬اوس خو دې، د خانانو خبره، په دې خپل ګرېوانه  کې سر ښکته کړه، د کمونیزم له زندانه آزاده شوې!،  غاټول هندارې ته ور نژدې شوه،  ٬د خانانو فیوډالیزم تجربه کړه!، غاټول را وګرځېده، په دې بل دېواله د ابراهیم راځوړند عکس ته ودرېده، ٬پښتو تجربه کړه!، غاټول ته خان، ته به وایې، مخې ته ودرېد، سره واوښته، ٬راز، تجربه کړه!،

**

۱۳۶۰، د وري  ۳۰

   شمکی د دوستانو پوښتنو سم و ډار کړ، ٬ملګریه، د مطلوب قبر په موقعیت ښه فکر وکړه. زموږ راوړی جسد مطلوب جسد و نه خوت، جسد په خپلو کوچیانۍ جامو کې ښخ شوی،.

   د اطلاعاتو په دې بلې، د شمکي خبره، ناپړیتې، د ملا د تندي د ٬یوولسو، نښه بیا راښکاره شوه، ٬ملګریه! نا تایید شوی رپوټ، جسد د مشر کوچي، آپرېدي، د لور، توتیاګۍ، جسد بولي،…

   ملا د خاد په ناپړیتو ډرۍ ووهله، ٬مطلوب قبر خو روغ رمټ دی، شناختي یې هماغسې ویلاړ دي، د سر شناختی په پڅو، د پښو هماغسې په تېرو. د خاورو په بله کومه ډېرۍ اوښتي یئ.،

   شمکي ته پرونۍ ورځ مخې ته ودرېده، د شاهنواز د ګاونډۍ، زړې ګل مکۍ، خبرې فکر ته ورغلې، اک اریان شو، ٬د ابراهیم خوريی– خان – د شاه نوازي له کوره، خلک وایي، پټ راوتی و، له کوچیانو سره درېدلی و، د آپرېدي د لنګې اوښې د بوکام له شا نه یې، وایي، د سرو کومندان ویشتی!، د شمکي خوا، کانګې، تا به ویل، کوي، دومره بده شوه، ٬د سپۍ حلیمې زوی!،

   شمکي لاس کړ، مڼغوزي نسوار وسوڼول، د ګل مکۍ نورې خبرې فکر ته ورغلې، ٬خان، آو ودانه به یې پاتې وه، په پونډۍ لګېدلی و، بچ شو!، شمکي ښی لاس سوک کړ، ځمکه ووهله، ٬وایم چې په سر لګېدلی وای!، شمکي خوله بلې څه ناپړیتې ته جوړوله، خو ګل مکۍ، تا به ویل، راغله، خپله بله خبره شمکی ته ور په یاد کړه، ٬د ابراهیم دواړو ډانکترانو خورزو– مزارۍ غاټول او کابلۍ– په ښه وجه د کوچي زخمیانو پالنه وکړه. دې شهیدې خورزې یې، د آپرېدي د زوی، صبري، پالنه وکړه، له مرګه خدای بچ کړ، امدې بچ کړ. د آپرېدي ښځې، اطلسې، لور ورته وویلي، بیا یې ابراهیم ته د دوی په هدیره کې، د خپلې اصلي لور توتیاګۍ په څنګ کې د اغې د ښخولو لمن ونیوه، ابراهیم و منله، خو د توتیاګۍ قبر، کیسمت ګوره، خام وخوت، بېله ښخه شوه.

   شمکي ټکان وخوړ، ٬هغه بېله ښخه شوې ښځه، شمکیه غرک شوې، دوستان رښتیا وایي، توتیاګۍ ده.، شمکی زاره چاودی شو، ٬کار دی، شوی!، شمکی په فکر کې ډوب شو، ٬ږیره برېت دې د کړې خبرې اوس برابروه!، شمکی ښایسته شېبه په فکر کې شو، ٬په ابراهیم یې واړوه!،  شمکي مڼغوزي نسوار وسوڼول، ٬قبرونه، ووایه، ابراهیم بدل ښودلي وو!،

   خبره د شمکي زړه ته ولوېده، ٬د هغه وران کبر په څنګ کې کبر، شپږم قبر: د جوړو ښځینه کبرونو د کتار وروستی کبر.،

   شمکي د نسوارو کدوګی کټ ته ور وغورزاوه، ٬دا وار به نیشالا اشراره نه، ملګرې به خېجي، غاټول شهیده به خېجي!،

   شمکي په شپږم قبر د غاټول د قبر امنا وکړه، لکه لاسي بم ته چې لاس ور وړي، خپلې ګاما – ۱۱ ډوله مخابرې ته لاس ور وړ…

                 **

۱۳۶۰، د غویي  ۴

   باریس دوه زړی و، خو دوبراشین خبره وغزوله، ٬د جوړو ښځینه قبرونو د کتار وروستی قبر، شپږم یو!، پوتین د مشر، دوبراشین، خبره تایید کړه، ٬ورځې ډېرې نه دي وتلي!، دوبراشین په کراره کړل، ٬کار به په پرده کې وشي!، پوتین له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځایېده، ٬پېریان به هم پوی نشي!،

   دوبراشین د عملیاتي پلان د خوندیتابه بله وکړه، ٬د ګوګامنډه  له لارې، په ۲۱۱ – ا. ا. مخابره باندې له سمبالې ډلګۍ سره، د الف الف د چټک غبرګون مېګا – ۱۱ کوماندویانو د مفرزه بلوک سوق.،

   د نجیب سر د هو په نښه اول ټیټ، بیا جیګ بیا بېرته ټیټ شو، ٬لار، لنډ په لنډو، هدیرې ته ورښکته کېږي!، نجیب پوتین ته ور کوږ شو، ٬اشرار به په ځان پوی هم نشي!،

   د پلان د خوندیتوب خبره د باریس زړه ته ولوېده، سترګې ښخې په میم – ۲۰۰۰،  « ۱۶ – ت غ » توپوګرافي – اوپراتیفي نقشې کې، سر د هو په نښه، جیګېږه، ټیټېږه، ٬ګوګامنډه، رښتیا هم، ښه بدیل دی!،

   باریس خبره وغزوله، ٬د سره رود د پتېکوټ له بدیل نه مې کرکه کېدله!، موسکا د نجیب په شونډو خپره شوه، ٬ملګریه پتېکوټ وار خوړلی!،

   دوبراشین د عملیاتي پلان نور ټکي ښکاره کړل، ٬له پېشلمي سره د دوه نوي یم (۹۲) مفرزه بلوک سوق، د قبــر سپړل، له دې ســـــره د مې – ۱۱ دوو چورلکو ور ښکته کېدل.، باریس په خبره کې ولوېد، ٬سیمه ییز ځری!، دوبراشین څه ویل، خو باریس مخکې شو، ٬میم شین!، دوبراشین د سر په ښورولو نه وکړه، ٬په میم،… دوبراشین خبره ان له باریس نه لا پټه کړه، په میم – ملاشمکی – باور نشته– غلی شو، خبر واړوله، ٬ملګري میم ته، قبر مالوم دی، اړتیا نشته!،

   دوبراشین لاس کړ، د میم شین هغه دویم رپوټ د مېز له خانې را وایست، ٬مطلوب قبر خو روغ  رمټ دی، شناختي یې هماغسې ویلاړ دي، د سر شناختی په پڅو، د پښو هماغسې په تېرو … د خاورو په بله کومه ډېرۍ اوښتي یئ،…

   دوبراشین ته له ٬روغ رمټ، سره خندا ورغله، خپلو کومانویانو ته یې خپله قومانده مخې ته ودرېده، ٬قبر به د  جسد له را ایستلو وروسته له سره، سم روغ رمټ جوړوئ، چې پېریان لا پرې پوی نه شی،… کوماندویانو قبر له سپړلو وروسته بېرته سم جوړکړی و. دوبراشین و ډونګېده، ٬په وړو کې دې، شمکیه، څه شګه،…  دوبراشین ګوره خبره ان په خپل زړه کې واړوله، ٬چې شګه د شمکي په وړو کې ګډه ده، که زموږ د عملیاتي ډلګۍ؟،

   دوبراشین ګوره د جسد د انتقال د ایتباری کوماندویانو په تېرو عملیاتو شکمن شو؛ د عملیاتو په مرستیال کومندان– ډاکتر زبیر– شکمن شو؛ د ایتبار توله یې، دوبراشین خپله ښه پوهېده، د شمکي په خوا ډېره وه! دوبراشین بیا هم له ځان سره و ډونګېد، ٬چې کوماندویان له دې لعنتي مړي نه ډار شوي نه وي!، د دوبراشین وروځې سره ورغلې، سر د هو په نښه جیګېږه، ټیټېږه، ٬د خانانو مړي، خانان وایي، د دوی له ژوندیو ډېر زورور دي!،

   دوبراشین، ته به وایې، په خوب کې و ډار شو، ټکان وخوړ، خو د باریس ورته پام نشو، ٬میم شین به له تېر ماخستن سره، د مطلوب قبر د سر له شناختي – له هغه پڅ ښځینه شناختي نه – زموږ ورلـېږلې شنه ټوټه،… دوبراشین لږ غلی شو، ٬چې د اشرارو اسلامي کلیمه پرې لیکل شوې، تړلې وي!، دوبراشین، باریس ته ور وکتل، ٬دا ځل نه، که قبر، ملګرو، بیا هم غلط وخوت، په درېیم ځل به ٬میم شین، راسره بیایو!،

اهه!

دوبراشین بله وکړه، ٬په افغانانو،… دوبراشین په افغانانو– په افغانانو باورنشته –  نجیب افغان ناست و، خوله ونیوه، خبر واړوله، ٬په دوستانو بار نه آچوو!،

   پوتین بل سپیناوی وکړ، ٬چې کار ان د ځري له سترګو چپ سر ته ورسېږي!،

۴

**

۲۶

۱۳۶۰، د غویي  ۱۰

   دښمن غلط شو!

   د ابراهیم وروځې د پوښتنې په نښه سره ورغلې.

   کا ګې بې ښیم!

   ابراهیم نه وېوړه، نه راوړه، ٬غاټول بېګا دې،… ابراهیم خبره له خان سره شریکه کړه، لاس ونیو غاټول ته، کتل خان ته، ٬بېګا دې په خپلو ماماګانو وسپارو!، خان د سر په ښورولو هو وکړه. ابراهیم ودرېد، خان ورسره سم جیګ شو، دی مخکې خان ورپسې، وتل.

   ماما!

   ابراهیم پخپله ښۍ خوا غاټول ته په شا ور تاو شو، ٬اهه!،

   ماما، ما ویل،…

   غاټول له ٬ویل، سره، غلې شوه. ابراهیم کلاشینکوف کیڼې اوږې ته کړه، وړاندې شو، د ښي لاس خپړه د غاټول په سر ولګوله، ٬غاټول، بېګا دې روغه رمټه، وایم په سمرخېلو سپارو!، د خان سر د ابراهیم له ٬سپارو، سره، غاټول ور وکتل، په نه زړه ټیټ بیا جیګ شو. غاټول نغده ولیده، خان ته کړل، ٬خانه ما ویل،…

ابراهیم موسکی شو. خان زړه وکړ، خوله غاټول ته ور وړه، ٬مېلمنې لوظ، لوظ دی!، غاټول په ژړا شوه. ابراهیم ټکان وخوړ، ٬غاټول!،

   غاټول سل زړونه یو کړ، ٬ماما زه نوره نه،… غاټول له ٬نه، سره سترګې ځمکې ته ونیوې، غلې شوه. ماما وړاندې شو، د غاټول خبره د هغې له ٬نه، نه را ونیوه، ٬نه پاتې کېږې نوره، غاټول ښه پیېږم!، غاټول د ابراهیم له ٬نه پاتې کېږې، سره، تا به ویل لوېږي، په شا لاړه، ٬زه ماما نوره نه،… له ٬نه، سره، په انګړه کې د انۍ غږ جیګ شو، ٬لورکې!،

**

۱۳۶۰، د غویي  ۱۱

   نازو ابراهیم ته خوله ور وړه، ٬مزار ته څي؟،

   هو مورې!

   نازو خپړې ابراهیم ته ور وغزولې، ٬که شورویان ووتل، غاټول به مزار شریپ ته لاړه شي، د پلار په جایداد به ودرېږي!، ابراهیم څه ویل، خو نازو خبرې ته پرېنښود، ٬دلته مې د لمسۍ د چیشي کمی دی!، نازو ام کړل، ٬بیا که ضرور وه، زه او خان هم ور سره څو!، ابراهیم خپله خندا تېره کړه. مور نازو خوله ابراهیم ته ور وړه، ٬اوکمت څه پیېږي چې خان د ابراهیم خوریی دی، له اشنغره راغلی!، ابراهیم په ستوني کې وخندل، وړاندې شو، خپړې د مور په اوږو کېښودې، ٬د شوروي خو چې غټ دښمن دی مورې، خان دی!، نازو د زوی د خولې پېښې وکړې، ٬غټ دښمن!،

   نه دی څه؟

   نازو د ابراهیم غوږو ته ګوتې ور وړې، ٬د شورویانو کوم پلتن یې ویلی؟، ابراهیم وپسېد، ٫هو!، مور د زوی خبره ټوکه و ګڼله، د زوی خبره تکرار کړه، ٬هو!، نازو د ښي لاس خپړه ابراهیم ته جیګه ګړه، ٬زه، ابراهیمه، پخپله ورسره غږېږم!،

   چاسره؟

   لمسۍ سره مې!

**

   هغه میرات مړي مزار ته څې؟

   غاټول د انۍ خبره، بړوسه ناسته وه، وام نه ورېده.

بچی، خدای لوی دی، شورویان به ووځي، لاړه به شې، د پلار د ځمکې جایداد پوښتنه به دې وکې، ماما به دې درسره لاړ شي.

   ماما مې؟

   ښه بده دې بچی په ماما ده، هو!

   انۍ لاس کړ، د ټیکري په پیڅکه د غاټول اوښکې پاکې کړې، ٬نژدې تربور دی ام ماما دی!،

   انۍ پیېږم!

   بچی کریم خان دې ام، آغه ده ښه يې پېجنې، د ګلپاڼې مېړه ښیم، تربور دی!

   انۍ په مانادار انداز غاټول ته ور وکتل، ٬خو، ښه بده دې په ابراهیم ده!،

   غاټول د انۍ د خبرې په درنښت پویه شوه، ٬انۍ ماما مې، له مفتي ازیزولا  پلاره، را ته کم نه دی!، انۍ غاټول ته په سترګو سترګو کې ور وکتل، ٬بچی یوه خبره درته کوم!، غاټول نېغه شوه، ٬انۍ لس خو وکه!،

   د پلار په جایداد کې دې بچی، څه چې شرعه یي، د دنیا رسم و رواج یې، میراث خواره، تربرونه، بل بل خپله برخه اخلي، د خدای رضا ده، له پېښې نه بچی تېښته نیشته، خو،… انۍ لږه غلې شوه، ٬خو ته پخپله ټوله د ابراهیم کېږې!،

   غاټول د پلار په میراث خورو کې څه و نه ویل، د انۍ په دې وروستۍ خبره ګوته کېښوده، ٬د ماما مې کېږم، کنه؟،

   انۍ دې ګرده درنه وګرځي، ٬هو، د ماما دې!،

   انۍ غاټول په تندي موچې کړه، ٬غټه مې لمسۍ په بل وطن کې شوه، خو برابره سمه د کور کلي په کنډه ده!، غاټول ناز وکړ، د انۍ غېږې ته ولوېده.

   انۍ د مور تار ته شوه، په نورو کې یې د غاټــول په برخه ګوته کېښوده، ٬د ابراهیم په جایداد کې دې بچی – د ابراهیم د پلار د وصیت له مخې – د مور سلیمې برخه شته!، غاټول د مور له برخې سره، له ډېره شرمه، یانې د مور برخه نه غواړي، غټ شرم دی، نوره هم د انۍ په غېږه کې ور ننوته، ٬انۍ ک،…

   غاټول په ٬ک، کې – کمیساره یې، تا به ویل، خولې ته راغله – ټکان وخوړ، خبره له سره را ونیوه، ٬انۍ د جایداد خاونده دې کړم!، غاټول له خوشالۍ نه کېناسته، په موسکو سترګو انۍ ته ور تاوه شوه، ٬نه!،

   بچی، وېلې؟

   د غاټول اوږې له شرمه سره ورغلې، ٬له ماما نه به مې د مور سلیمې برخه غواړم؟، نه، نه! انۍ نه!، اني له نازه ګوتې د غاټول پوزې ته ور وړې، ٬غلې شه! اک دې دی!، غاټول غلې شوه.

   انۍ د ښي لاس خپړه د غاټول په کیڼه اوږه ولګوله، ٬بچی خپل کور اور درته وېلې نه جوړوم؟،

   کور اور؟

   بچی پېغله یې!

   غــــاټول په خپل ځان – څه شرم، څه مکر – ور ټوله شوه، په شا لاړه، ٬انۍ؟، د تجربو ښځې، نازو، د غاټول شرم او مکر په ښکاره ټکو کې مانا کړ، ٬هو، لورې! نجونه په مېړونوآبادې دي!، د غاټول زړه له ٬نجونو او مېړو، سره، باغ باغ شو، خو ځان بیا هم بړوس ونیو، ٬انۍ، دا خا،… غاټول په خا، خانان، کې خوله ونیوه، ٬دا خلک به څه وایي!، انۍ نیمه خبره نیمه خندا غاټول ته کړل، ٬سر خوبه نه سپینیې؟،

  نه نه، انۍ!

   غاټول په خوله کړل ٬نه نه انۍ، یانې ٬نه، سر نه سپینوم، خو حرکت یې – اوږې را ټولې، وروځې را ټولې – وکړ د هو، یانې ٬دا څه وایې انۍ، سر څنګه نه سپینوم،؟

   ښځه، بچی په مېړه ودانه ده!

   غاټول له شرمه په ځان ور ټوله شوه، ٬انۍ!،

   غاټول پره رنګ ولیده، نوره هم ګرانه خرڅوله، ٬اغه خسرخېل،…

   نازو د پاڼې بل مخ لوستی و، لمسۍ په خوا پورې ونیوه، ٬چې هوښیارې لور مې خپلې انۍ ته ښه وکړه.،

**

۲۷

۱۳۶۰، دغویي ۱۳

   ملا مخابره له غوصې نه کټ ته ور وغورځوله، ٬جسد بیام غلط وخوت!، شمکی زاره چاودی شو، ٬له دې نه ښه نښه بله؟ په شنه ټوټه باندې لیکل شوې کلیمه!، شمکی له غوصې نه شین سور واوښت، ٬په خپل لاس مې له شناختي نه وتړله!، شمکی د ښي لاس خپړه سوک کړه، په ځمکه ووهله، ٬دوزخي جسد!،

**

   ملا مڼغوزي نسوار وسوڼول، ٬نوې ډرامه جوړه کړه!، ملا د مڼغوزي نسوارو کدوګی کټ ته ور وغورزاوه، ٬کوچیان!،

   شمکی ښایسته شېبه په فکر کې ډوب شو، ٬د دوستانو له غوږه دې ان د میدان حصارک په پېښه کې، له ابراهیم سره د کوچیانو د شونې لاس اچونې خبره تېره کړې!، ملا نیمه خندا، نیمه خبره، وپسېد، ٬دوستانو ته وویایه، کوچیان راغلي، په ابراهیم ناست دي، ښځه ترې غواړي!،

   د ملا سترګې پخپله مخابره کې ونښتې، ٬درې نیپال بمونه، سړه چینه بمبارد، غوا مړه، شیروار شکېدلی!،

   ملا ام کړل، ٬خو غم دې، ملا، اول د دې خپل وږي تږي شي کوه!، د ملا سر خپلې خبرې ته د هو په نښه څو څو ځلي جیګ و ټیټ شو، ٬هوسۍ وغواړه!، ملا په ستوني کې وخندل، ٬دویمه غاټول ده، سمه!،

ملا په هوسۍ باندې د مرکې خبره غوټه کوله چې د لاندې د انګړه د وره کړپ شو، زرغونه وه، راغله…

**

   شمکي په مات مخ خور زرغونې ته کړل، ٬چې یو وار خو خورکې، بیا هم په مرکه،… ملا پښه نیولی شو، ٬په تربره ابراهیم، خورې، سخته راغلې، ودې شي لارې ته راغلی یي، هوسۍ راکي!، زرغونې ټکان وخوړ، ٬هوسۍ؟، ملا خوله زرغونې ته ور وړه، ٬په سرو کې به دې پټه کم!،

   ملا، سره؟

   د سرو زرو چنده نار، خورې!

   شمکیه، دا څه کیې؟

   زرغونې، تا نه زیات دی څه؟

   د زرغونې زړه باغ باغ شو، ٬دا خلک به څه ویایي؟، ملا نغده ولیده، ٬چې زاره یې وچوي، وایم!،

   په دې زاړه ځان، ملا؟

   د ابراهیم له بګوې مور نازوګۍ نه زړه یې؟

   زرغونې څه و نه ویل؛ ملا خوله خور زرغونې ته ور وړه، ٬هله!،

   ملا! دا څه کیې؟

   ملا نېغ شو، ٬خورې! په سرو کې به دې سمه، وایم، پټه کړم!، د خور تیږه زړه سرو زرو ویلې کړ، موسکۍ شوه، ٬وه، زما د مور زوروره زویه!،

**

   زرغونې په خبرو خبرو کې له نازو سره، د شمکي له خولې، د ٬هوسۍ، خبره واچوله، د نازو له غوږه یې د هوسۍ د پلار، مدیر خیبرخان، د میراث خبره تېره کړه، یانې مدیر خو زوی نلري میراث دی، د ابراهیم نژدې تربور، کریم خان، هم په میراث خورو کې راځي، بیا لا که کریم خان هوسۍ خپل زوی ته وکي! انۍ پویه شوه، ٬د کریم خان د زوی مرکه مې، زرغونې، ځواب کړه!، د زرغونې زړه ګړز ولوېد، ٬چې د کریم خان  پالکوته یې زوی، توریالی، یې ځواب کړ، نو شمکی خوار،…

   زرغونې زړه وکړ، نازو وپوښتله، ٬هوسۍ یې غوښتله؟، نازو ټکان وخوړ، ٬زرغونې دا څه وایې؟ هوسۍ نه، غاټول!،

   هوسۍ او غاټول ته د زرغونې له سره پام نشو! نازو خبره وغزوله، ٬و یې غوښتله، خو وېرم نکړه!،

   نازو د زرغونې د زړه خبره را واخیسته، ٬ځمکه به زرغونې، سمه ده، مفتي عزیزالله، خدای دې یې وبښی، زوی نلري، میراث دی، کریم خان تم، نژدې تربور دی، بسواسه مسواسه ور ورسېږي، خو،… نازو په ٬خو، کې زرغونې ته په سترګو سترګو کې ور و کتل، ٬خو زرغونې، غاټول ته څوک پورتم کتی نشي!،

   زرغونه په خبره کې ولوېده، ٬پیېږم نازو، هوسۍ د ابراهیم سکه خورزه ده، د کلیمې لور ده، آخر!،

   نازو د زرغونې ٬هوسۍ، ته بیاهم اریانه شوه، ٬زرغونې دا څه کیې؟ هوسۍ نه، د سلیمې لورغاټول ښیم!، د ٬سلمیې لور غاټول، زرغونه په یوه دوه کې واچوله، خو په خوله یې بیا هم څه و نه ویل.

   نازو د ترلې زرغونې غوږونه خلاص کړل، ٬لمسۍ مې پخپله خوښه او پخپل عمر برابر مېړه کیي!،

   نازو له ٬خپلې خوښې، سره، سر جیګ، یانې زرغونې تاته وایم، او له ٬برابر عمر، سره، یانې زرغونې ښه پویه شه، سر ټیټ کړ!

یخې اوبه په زرغونې تویې شوې، خو وړاندې لاړه، د زورورې ترلې نازو له خولې بله خبره ایستله، ٬خپل لمسی دې انۍ – د حلیمې زوی، خان– نام خدا غټ سړی دی!، د غرور مسکا د نازو شونډې وښورولې، ٬ډیوه چې، زرغونې ترلې، پخپل کور کې لګېږی، بهر ته یې آجت نیشته!،

**

   د ترلې نازو سپینو سپینو خبرو د ملا شمکي د شګو برج دړې وړې کړ، ٬د غاټول مرکه مې دې، ابراهیمه، تش لاس را لېږلې وه، اغې دنیا ته مې ولېږله! اوس به دې له هوسۍ نورچشمي نه د جنت مرغۍ جوړه کم!،

   شمکي شونډې و چیچلې، ٬د نوم بدلونې ډرامې ته دې ګوره: هوسۍ غاټول شوه!، ملا ام کړل، ٬ابراهیمه، شمکی نشې غولوی!،

   ملا ته، د ده له خولې، د ابراهیم د نوم بدلولو ډرامه نقل شو، په بله واوښت، ٬چې دا دویم غلط جسد به د چا و؟، ملا ټکان وخوړ، ٬چې غاټول رښتیا جوندۍ نه یي!، ملا له ژوندۍ سره بل ټکان وخوړ، ٬نه، نه، غاټول جوندۍ نه ده، نه!، د ملا وار پار خطا شو، ٬شمکیه غرک شوې.،

   ملا په ځان کابو شو، ٬نوم، ملا، نور ماخله، خو خبره، ښویه غوندې، د دوستانو له غوږه، تېره که یو وار، دوستان په یوه دوه کې واچوه! راتلونکې، شمکیه، مستوره ده، ګوره چې څه کېږي!،

   د ملا سر ټیټ بیا جیګ شو، ٬که مړه ښځه، عالم الغیب رب المنان دی، رښتیام غاټول وخته، چې نیشالا و بم خېژي، دوستانو یې هدیره غلطه کړې، خلاص په خلاص، نه خر وهلی نه لښته ماته!،

   ملا خندا تېره کړه، ٬خو که مړه ښځه هوسۍ وخته، رپیکه غاټول رښتیام جوندۍ وه، خاد والا– اغه زمونږ خپل کابل والا، اغه د دوستانو شوروي والا– خو به، شمکیه له خوشالۍ نه، دوه دوه واچیي!،

شمکي په ستوني کې وخندل، ٬د سرو زرو مډال به، د کارمل خورجین له مډالونو ډکه ده، بل پکې واخلې!،

   شمکی د سړې چینې د بمبارد په سوچ کې شو، ٬نو که رپیکه غاټول جوندۍ یي، له ابراهیم کره وي، دوستان به، شمکیه، سړه چینه څنګه وولي؟،

   شمکي ام کړل، ٬خبرې ته شمکیه، ول وېرکه، وویایه چې ابراهیم، ښځه بې ځایه کړې.،

   شمکي وخندل، ٬بیا نوشمکیه، سړه چینه په نیپالونو ورانه کنډواله ګوره! بیایې ښځه ښکتم ترشا وتړم، پورتم؛ که هوسۍ پکې سر وخوړ، که غاټول، موکرره به ورته امدا یي، بیا به یې د مړي د پیداکولو سوال هم، ټوټه ټوټه به یي، دوستانو ته، پیدا نه شي!،

    د ملا سترګې د مخابرې په بیټریو کې نښتې وې، ٬یو وار به د سرو زرو د اونکا – غاټول – له غمه خلاص شې!،

   د ملا زړه ابراهیم ته د وسله والو کوچیانو د لاس اچونې، نوم بدلونې، د ښځې په بې ځایه کونې او سړه چینه باندې د ناپالم بمونو په را غورځونې اوبه وخوړې، لکه لاسي بم ته يې چې ګوتې ور وړي، لاس مخابرې ته ور وړ…

**

۲۸

۱۳۶۰، د غویي  ۱۴

   ما ویل انۍ…

   اهه ویایه!

   یوه خبره مې انۍ کوله…

   نازو وړاندې شوه، غاټول په مخ موچې کړه، ٬لس خو وکه!،

   انۍ زه بېرته،…

  لورې چې سالنګ خلاص شي پخپله درسره څم، خان را سره بیایو.، غاټول له ٬بیایو، سره نېغه شوه. انۍ موسکي شوه، ٬دپلار جایداد به دې بچی،… غاټول له ٬بچی، سره وړاندې شوه، سر د انۍ په ټټر ولګاوه، ٬انۍ بله خبره کوم،…

   اهه!

   غاټول زړه را ټول کړ، ٬انۍ اغه زما د کور اور خبره!، انۍ غاټول ته کړل، ٬زه ام امدا خبره کوم!، غاټول له سترګو لاندې انۍ ته ور وکتل، ٬انۍ د دې ځای د کور اور ویایم،…

   د ماما کور دې بچی خپل کور دی، د سلیمې لور یې آخر!

   د خان خبره کوم اني!

   وکه لورې!

   غاټول، تا به ویل، رښتیا هم د سلیمی هغه مړه لور، هغه اصلي غاټول ده، شرمېږي، دواړه لاسونه تخرګونو کې ننیستل، په ځان ور ټوله شوه، ٬انۍ ودې ویل پلار مې ام، وېرکولم!، انۍ د ښي لاس خپړه د غاټول زنې ته ور وړه، را جیګه یې کړه، ٬بچی زه دې هم وېرکوم!، غاټول واره برابره ولیده، وخندل، ٬وېرکیې مې، او!، انۍ لاس کړ، غاټول سمه کېنوله، ٬لور به مې مېړه نه کیي؟،

   کیي یې!، غاټـــول له ٬کیي، سره، یانې هو مېړه کوم، بیا هم له شرمه د انۍ غېږې ته ور ولوېده. انۍ غاټول په سر موچې کړه، ٬د لمسۍ مې څوک خوښ دی؟، غاټول غلې پاتې شوه…

   ویایه! د لور مې څوک خوښ دی؟

   غاټول سل زړونه یو کړ، پیڅې بډ وهلې، د ٬غږ، په بې ګودره سیند ور ننوته، ٬خان!، انۍ غاټول ته غېږه ورکړه، ٬ګرده مې له لور نه وګرځم، د خپلې انۍ له زړه نه سمه خبره وه!، انۍ غاټول په تندي موچې موچې کړه، ٬نره لور مې!،

   خو غاټول سویتلانه وه، په خان د ٬غږ، توده وسله کاروله، زړه را ټول کړ، ٬انۍ د ٬غږ، مې خان ته وویایه!،

   انۍ د غاټول ٬غږ، ته اریانه شوه، ٬د حلیمې زوی به دې، خولۍ آسمان ته اچیي، بې غږه کیي!،

   انۍ!

   انۍ د غاټول له اوږدې ٬انۍ، سره دواړه خپړې د غاټول غومبورو ته تکیه کړې، ٬د ٬غږ، امانت به دې بچی خیانت نشي!، غاټول موسکۍ شوه. انۍ غاټول نوره هم ډاډه کړه، ٬د ٬غږ، دې پخپله خوله خان ته ویایم!،

   غاټول د پښتو په سیند ور ګډه شوه، ٬غږ، وکړ، خو زړه یې بوټ وتلی خپلې ٬پېژندنې، ته و، ٬چې د شورويتوب په انګار به دې، غاټول خېژې څنګه؟، غاټول آخر سویتلانه وه، و نه کتل، ٬انۍ!،

کوربان مې د حلیمې له ښایسته نګور نه شم، ویایه!

ګوړې د غاټول زړه کې ماتې، نغارې و ډنګېډې، ٬سویتلانې، وا، وا، د خانانو نګور شوې!، غاټول زړه را ټول کړ، د خپل ٬شورویتوب، په سره انګار ختله، ٬انۍ زه د سلیمې،… غاټول له ٬سلیمې، سره پښه نیولې شوه. نازو وړاندې شوه، غاټول په تندي موچې کړه، ٬انۍ دې د سلیمې له لور نه ګرده وګرځي، ویایه!،

   غاټول زړه وکړ، ٬انۍ زه نوره سویتلانه،… غاټول، تا به ویل، د اولیانوفسکي شیطان راغی، و ټومبله، ٬چوپ! په خانانو باور!؟، غاټول سر ته ټکان ورکړ، وپسېده، ٬نه، باور کوم!، انۍ موسکۍ شوه، ٬چې میمه مې غږېږي له چا سره؟، غاټول بل ټکان وخوړ، ٬انۍ ما ویل، زه نوره غاټول یم!، انۍ اریانه پاتې شوه، ٬د سلیمې نازولې لور مې، د حلیمې ښایسته نګور مې غاټول وه، غاټول به یي!،

   غاټول غاړه صافه کړه، ٬انۍ ما ویل، زه نوره شوروۍ،… انۍ د غاټول خبره غوڅه کړه، ٬شورویان دې تباه، برباد شي!،

   د غاټول چنغړک لاړ راغی، کتل ځمکې ته، کړل انۍ ته، ٬انۍ زه د شوروۍ لیلیا،…  د اولیانوفسکي شیطان، تا به ویل، بیا پېښه وکړه، راغی، غاټول خبرې ته پرېنښوده، ٬سویتلانې د خاد په هغه باوري ځري ٬شمکي، باور وکه، په دې ظالمې فیوډالې نه!،  ٬شمکی، ګوره نقل شو، غاټول وواهه، ځانته کړل، ٬سویتلانې ٬سلیمه، او ٬لیلیا، پرېده، د ٬شمکي، پره میدان ته که!، غاټول سر را جیګ کړ، ٬انۍ ما ویل،…

   اهه!

   انۍ ما ویل اغه ملا شین،… غاټول په ٬شین، کې پښه نیولې شوه، ٬اغه شمکی ملا، ما ویل،… نازو وړاندې شوه، خپړې د غاټول مخ ته تکیه کړې، ٬ملا شمکی به را وغواړم، د ٬لمسۍ، نکاح به مې له ٬لمسي، سره وتړم!، خو د غاټول د زړه غوټه لا هماغسې غوټه وه، ٬انۍ ما ویل،…

   ویایه!، ویایه!

   غاټول وړاندې شوه، خوله د نازو غوږ ته ور وړه، وپسېده… نازو ټکان وخوړ، په شا لاړه، د ښي لاس خپړه تللې خولې ته، سترګې نیولې د غاټول په سترګو کې؛ چې غاټول سترګې ټیټې کړې، نازو خوله د غاټول غوږ ته ور وړه، ٬ملا شمکی، ښیې؟،

   هو، انۍ!

   د شورویانو جاسوس دی وایې؟

   غاټول د سر په ښورولو هو وکړه.

   چې میمې مې و پېژاند څنګه؟

   میمې آخر زړه وکړ، د سلیمې په پیوند خاورې واړولې، کتل ځمکې ته، کړل نازو ته، ٬زه خو د سلیمې لور نه یم!، نازو ټکان وخوړ، ٬لورې!،

   انۍ زه خو ایبراخیم،… غاټول دا ځل ٬ابراهیم، سم په هغه خپله روسۍ ژبه ٬ایبراخیم، یاد کړ. انۍ اریانه شوه، ٬ایبراخیم؟، غاټول تکه سره واوښته، ٬انۍ زه خو ایبراخیم د سلیمې لور کړم!،

   سړې اوبه په نازو تویي شوې، ښی لاس تللې د ګرېوان تڼۍ ته، سترګې نښتې په غاټول کې، ٬نه!،

   سویتلانې نور و نه کتل، د خپل شورویتوب په انګار ګام کېښود، ٬انۍ، زه ستا سره روسۍ یم!؟

٬روسۍ، نه و، ریموټ کنترول و، درز شو، چا د میګ – ۱۷ الوتکو غږ د ناپالم بمونو په کڼوونکي درزا کې وام نه ورېد…

**

   نازو په سختۍ خبره را ونیوه، ٬ابراهیمه، غاټول میمه مې وپېجندله.، د ابراهیم خوله خلاصه پاتې شوه، ٬ښه؟، نازو ام کړل، ٬میمې د راز خبرې را ته وکړې!،

   کله؟

   نن!

   ښه!

   روسۍ دې یي، خو چې په درشل دې یې پښه کېښوده، خپل ایزت دې شو!

   ابراهیم له ٬روسۍ، سره ټکان وخوړ.

   زه خو ابراهیمه د ګور په غاړه ولاړه وم … خدای شورویان وسیله کړل، نیپال بم را ته وسیله شو…

   ابراهیم بړستن د مور په ماتو پښو برابره کړه.

   دښمنان دې ابراهیمه… دا تورمخي ملایان، اغه له خدای او رسوله منکر کمونستان… اغه ګوره ګي شورویان، پخپله پیېږې… ډېر دي…

نازو اشاره وکړه، ابراهیم  ښی غوږ د مور خولې ته ور وړ، ٬غټ دښمن ابراهیمه، شمکی دی!، ابراهیم نېغ شو، ٬اهه!،

   ابراهیمه، غاټول وایي، شمکی مړتت…

   مورې، ویایه، ویایه! غاټول څه وویل؟

   شمکی، غاټول میمه ویایي، د سرو مخبر دی…

   ابراهیم ټکان وخوړ، ٬ښه!،

   غاټول، شمکی پېجني، وایی مخابره لري… وایي، ګورۍ مه ورته نور، وې نیسئ!

   ښه؟

   هو ابراهیمه، زرغونې، پرون راغلې وه، زما خوله بویوله… ابراهیمه، شمکی راته، په غاټول شکي ښکاري!

   ښه ښه ښه!

   نازو د ښي لاس خپړه وښوروله، ٬دې غاټول ته دې نور د هغې رښتیانۍ مزارۍ غاټول، د هغې ځوانیمرګې خورزې، په سترګه وګوره!

   مورې کتلي مې دي!

   بیام ورته وګوره!

   ګورم ورته مورې! ویایه!

   دا مونږ شډل پښتانه یې… د خدای شان دی… خوښ شوي یو… په دې میراتې پښتو مینه شوې!

   ابراهیم، له خندا او ژړا نه ډک، ام کړل، ٬پښتو، مورې مونږ ته سور اور شو، غاټول پې مینه شوه!،

   نازو بیا هم د ابراهیم په غوږ کې خبره کوله، ابراهیم ور ټیټ شو، ٬د سلیمې برخه، ابراهیمه وېرکه!،

   مور له ٬برخې، سره، ابراهیم په سترګو سترګو کې و پوښت. ابراهیم خوله د مور غوږ ته ور وړه، ٬مورې، چې سو،… ابراهیم په سو، سویتلانه، کې غلی شو، خبره له سره را ونیوه، ٬چې دا روسۍ غاټول، مورې په رښتیا هم د مړې سلیمې مړه لور غاټول شي، د سلیمې خور برخه به مورې، وایم، پوره وېرکم!،

   ابراهیم غوږ بیاهم د مور خولې ته ور وړ، ٬که د سلیمې برخه وېرکې، چم ګاونډ، دښمن به درباندې پوی ام نشي!، نازو په مانا دار انداز ابراهیم ته ور کتل. ابراهیم مور په تندي موچې کړه، ٬میمې د پښتانه په درشل پښه ایښې، له سره پې تېر یم!، د مور نازو باڼه د رضایت په نښه ورغلل، ٬د حلیمې په زوی،… ابراهیم مسکی شو، ٬ښه مورې!،

   خان ښیم.

   د ابراهیم زړه وران وران شو، ځان ته کړل، ٬چې خان درنه روسۍ میمې پټ ساتلی، زه یې هم درنه، بخشش را ته کوه مورې، پټ ساتم!،

   چې حلیمه ابراهیمه په وطن شوه، برخه یې وېرکه!

   وېرکوم یې مورې!

  ابراهیمه یوه بله خبره.

   اهه.

   نازو ایشاره وکړه، ابراهیم غوږ خولې ته ور وړ، ٬دې روسۍ غاټول دې، ابراهیمه، و به یې منې؟، نازو له ٬منې، سره غلې شوه.

   هو مورې، ویایه!

   مسکا له کومې خوا راغله، د نازو په شونډو خپره شوه، ٬میمې دې په خان زړه بایللی!، ابراهیم ټکان وخوړ، ٬مورې!، د نازو باڼه د هو په نښه سره ورغلل، سره ولګېدل، بېرته لاړل، ٬ګوره مه ورته!،

   څنګه مورې؟

   نکاح یې وتړه!

   د ابراهیم خوله خلاصه پاتې شوه، ٬نکاح؟،

   د مرګ په پوله ولاړې، مور، له زوی سره ټوکه وکړه، ٬پلار دې ابراهیمه په دولس کلنۍ کې واده کړی و! زه د پینځلسو په منګ وم!، د ابراهیم خپړې دا وار خولې ته لاړې…

   ابراهیمه! میمه، درته و مې وې، له بمباره لږ  وړاندې راغله … شرمېدله … په خبره یې ابراهیمه پویه کړم… اوس ابراهیمه په موږ ده چې د میمې ٬غږ، خان ته ور ورسوو…

   خوشالي اوښکې شوې، راغلې، د ابراهیم له سترګو تویې شوې. ابراهیم په ډک ستوني، وران زړه وړاندې شو، د مور تندی موچې کړ، ٬شورویان مورې، اوس ماتېږي!،

   خدای، ابراهیمه، مېربانه ذات دی!

   ابراهیم په نازو ور ټیټ شو، نازو د ښي لاس خپړه، په ډېرې سختۍ، د ابراهیم په سر، ناز یې ورکاوه، تېره را تېره کړه، ٬ابراهیمه، میمه دې وایي، خان په بره کلا کې نیولې!، د نازو شونډې مرۍ مرۍ شوې…

ابراهیم وار خطا شو، ٬مورې!،

   ساه په وتو کې تیندک وخوړ، د نازو شونډې وښورولې، ٬ابراهیمه میمه را وغواړه!،

   مورې خان هم را غواړم!

   دواړه را وغواړه!

   د نازو سترګې له میمې سره، ښۍ خواته کږې شوې.

  غاټول د څنګ په کوټه کې لګیا وه، په زخمیانو پټۍ لګولې، خان د باندې و.

  ابراهیم غږ کړ، غاټول له غږ  سره، په منډه منډه راووته، په نازو ور ټیټه شوه، خو د نازو سترګې، د میمې شامت ګوره، ولاړې وې…

   ابراهیم د کیڼ لاس خپړه د نازو سترګو ته ور وړه، ښۍ یوه یې د میمې په اوږه کېښوده، ٬د ٬غږ، امانت دې غاټول په خان سپارم!،

   غاټول له شرمه سره واوښته…

۵

**

۳۸

۱۳۶۰، د غویي ۱۶

   د شمکي سر په ٬اعوذبالله، کې، له زاره چاودۍ نه، لاړ راغی، ٬هوسۍ ته ګوره، زما هغې ګړنګنې کور والا ته! ښه ده چې مړه ده!،

   سد له ٬رجیم، سره، د شمکي له سره والوت، بند پاتې شو، تلاوت یې له ٬رجیم، سره، ګویا د تکرار احسن په نښه، له سره را ونیو، ٬د لوڅ مخ بدي، ملا، ده په څه کې، آخر؟، موږ ملایان په لوڅ او پټ کې نښتي یو! دا یې حجاب شو، دایې نقاب شو، دا یې ستر شو دا یې عورت! غرک شې ملا چې غرک شوې،…

   ابراهیم د ملا په زاره چاودۍ پوی شو، خو ځان یې ناګاره ونیو.

   غاټول د شمکي له ٬من الشیطن الرجیم، سره وپسېده، ٬چې خانان له تاشیطان او له تا رجیم نه خلاص شي،…

   ملا له کلیمې طیبې نه وروسته، و پسېږه خان ته کوږ شه چف، بیا وپسېږه، غاټول ته ور تاو شه، کف …

   غاټول د ابراهیم ښي لاس ته ناسته وه، د ملا په ٬اورادو، کې ولوېده، ٬نیکا،… غاټول په نیکا کې ټکان وخوړ، غلې شوه، د نکاح روسی تلفظ، نیکاخ، یې، ته به وایې، خولې ته راغی، خو ایساره نشوه، نیکاخ یې په نیکا تلفظ کړه، ٬نیکا خو به ماما، په پښتو ژبه تړل کېده! نه تړل کېده؟، ملا موسکی شو، ٬بچی د نظر اوراد تېروم.،

   ملا له کف سره واره برابره ولیده، په سترګو سترګو کې غاټول ته ور وکتل، خو سترګې یې، ګواکې نامحرم ده، ډېر ژر خان ته ور واړولې، کتل خان ته، کړل غاټول ته، ٬خــورزې د نــظر اوراد مې تېـر کړل چې خدای تا حوره ناوې او غلمان شاوو له بدو سترګو وساتي.،

   ملا نکاح ته شو، بلې کوټې ته یې د ناوې د تلو او د ناوې او شاوو د وکیلانو خبره واچوله.

   ابراهیم نه وکړه، ٬ملا صیب، منکوحه حاضرحضور ده، لوستې ښځه ده، په هر څه پویه ده! ناکح، خان، نام خدا، ګورې یې، عاقل دی، بالغ دی، په هر څه پوی دی، ناست دی، وکیلانو ته آجت نیشته.،

   ابراهیم د شاهدانو خبره هم ملا ته وکړه، ٬زه او حسن خان دوه نارینه شاهدان یوو، ناست یوو.، ملا و منله، ٬خبره دې ابراهیمه وایم بېخي په شریعت برابره ده.،

   ملا له خندا نه ډک ام کړل، ٬کوم ملا، کومه منکوحه، چېرته او کله هغسې پوښتلې؟، ناکح او منکوحه  دواړه خپل خلک دي ابراهیمه! چې څنګه دې خوښه ده، نکاح ده تړم یې! شریعت د علم بې پایانه بحر دی! تبی به وېرکم د شرعې، کار به برابر یي سم په غاښونو د عرف!،

   ملا غاټول ته کړل، ٬هوسۍ بچی!،

   مسکا د ملا له ٬هوسۍ بچی، سره، د ابراهیم په شونډو خپره شوه، ٬په دې سپینه ږیره دې، ملا غرک شې، بچۍ غوښتله!، غاټول له ٬هوسۍ، سره، خندا تېره کړه، ٬ملا صیب، هوسۍ نه یم!، ملا له ٬نه یم، سره سم ټکان  وخوړ، ٬که نوم مبارک دې بچی واخلې!،

   ملا صیب، غاټول یم!

   ملا له ٬غاټول، سره، بې اختیاره نېغ شو، خو ملا هم آخر شمکی و، په ځان کابو شو، ایجاب او قبول ته شو. غاټول، ملا ته مخامخ ناسته وه، سمه کېناسته، دواړه لاسونه یې په ناسته په ټټر کېښودل، ٬ما غاټول د ش،… غاټول په ٬ش، کې پښه نیولې شوه، شخید یې خولـې ته راغی، خو د شــهید ٬ه، یې په ٬ی، تلفظ کړه، ٬ما غاټول د شیید مفتي ازیزولا لور، د شییدې سلیمې لور،…

   د ملا خوله، له ٬مفتي، او ٬سلیمې، سره له اریانتیا نه خلاصه شوه. غاټول په خپله ښۍ خوا خان ته ور تاوه شوه، کتل په موسکو سترګو خان ته، کړل له حیا نه په ټیټ آواز ملا ته، ٬خان، مېړه مې منلی!، د ملا رنګ له ٬منلي، سره، بیاهم وتښتېد. غاټول خبره له سره را ونیوه، ٬خان، مېړه مې منلی و، منلی مې دی!، د غاټول د ژبې ګرامرۍ غلطۍ ته د ملا پام هم نه و. دا به لومړنۍ نکاح وه چې ناوې پخپله په ایجاب او قبول کې برخه آخیسته.

   خولې په ملا را ماتې شوې، ٬ښه شوه چې د نوم بدلولو خبر مې د دوستانو له غوږه تېره کړې وه!،

   غاټول خبره درې وارې تکرار کړه، خان هم، ملا ته مخامخ ناست و، همدا کار وکړ، پخپله کیڼه خوا غاټول ته ور تاو شو، غاټول یې درې ځلي، هر ځل له شرمه په ټیټ آواز، درزېدلي  زړه، د مېرمن په توګه ومنله.

   ملا، ځمکې ځای نه ورکاوه، د مهر خبره وکړه. غاټول په مهر کې یو لک افغانۍ یادې کړې، خان و منلې.

   ایجاب او قبول، د ملا د خوښې په خلاف، په عرف نه، په شرعه برابر وشو…

**

   د نازو ترله، حبیبه، پاڅېده، په ناوې او شاوو یې خوږه وشیندله، بیا یې خوږه وم وېشله. خولې خوږې شوې، خو د ملا د تندي خولې نه وچېدې.

   ابراهیم خبره نوره هم پخه کړه، ناوې غاټول ته یې د پلار په جایداد کې د خور سلیمې، د غاټول د مور، د برخې، د بر کاړ د پینځه جریبه ځمکې، د ورکړې غږ بل لا وکړ؛ هماغه ځمکه چې د خلکیانو آتم نومره فرمان په زوره ملا ته ورکړې وه. غاټول د مور سلیمې له نامه سره وژړلا.

   د ملا د سر وېښتان پینځه جریبه ځمکې ته شک پک ودرېدل، ٬رښتیا هم غاټول ده، د سلیمې لور ده!،

   حبیبه راغله، د سرو زرو امېل، ګوتې، بنګړي او غوږ والۍ د ناوې په مخکې کېښودې، بیا یې، د نازو له وصیت سره سم، ناوې ته د هغې د واده د سرو زرو پخوانی چنده نار په مخکې کېښود. د نازو ډېرپخوانی بنارسي پوړنی یې، د نیک شګون له مخې، په ناوې وغوړاوه …

   ملا د پښو په سر دعا وکړه، لاړ ووت…

**

۲۹

۱۳۶۰، د غویي ۱۷/۱۶ (شپه)

   سمه د سلیمې لور ده! سترګې یې د کلــیمې نه، سمې د سلــیمې دي! جیګه پــوزه! غاټول ده، جوندۍ ده!

   د ملا خوله خلاصه پاتې شوه، ٬دومره جایداد کومې راتښتول شوې خادیستې، کمونستې ته؟ نه! سمه یې د مور، سلیمې، برخه وېرکړه! په شریعت شمکیه برابره! چل ول شمکیه په ابراهیم کې دی!،

شمکي د شنه چای تشه پیاله کېښوده، ٬اعوذ بالله من الشیطن الرجیم. خاد ته، شمکیه، څه نوې خبره په کار ده!،

   ملا لاس کړ، په نه زړه، د چای پیاله ډکه کړه، ٬د غاټول د مرګ لوبه، شمکیه، دوستانو ته ښکاره وویایه، ٬٬آی اس آی،، څه چې ان اغې ٬٬سي آی اې،، جوړه کړې وه.،

   ملا ښایسته شېبه په فکر کې ډوب شو، ٬شمکیه نغده خبره ده، د ښځې د بې ځایه کولو خبرې خو دې اغه ده سم کار وکړو؛ غاټول دې په همدې یوې خبرې جوندۍ کړه! اوس خو نو د خبرې ول شمکیه جوړ دی، دوستان پیېږي چې رپيکه له بمبارده، خاورې شمکيه، خدای بچ کړه، تا بچ کړه!،

   شمکی خوشاله شو، ٬د رپیکې غاټول خبره خو دې شمکیه جوړه شوه، اوس دې د عملیاتو خبره په دوستانو په جیګه بیه خرڅوه، وویایه چې که ابراهیم اشرار جوندی پاتې شو، غټه اشراره مور خو یې مرداره شوه، د ابراهیم خو پینځلس شل کسه غټ وسله وال اشرار تباه شول!، شمکي له ٬اشرارو، سره، وخندل، ٬اشرار کله وو؟ دا سوډر، دا د پېریانو بچي مجاهدین کله مري، ټول کلیوال وو.، ملا په ستوني کې وخندل، ٬یره ملا،  خاد یې کله ګوري، همدا خبره سمه ده، د ابراهیم وسله وال اشرار وو، مړه څه چې سم مردار شول.،

   د شمکي وتلی زړه ځای ته راغی، ٬خدای، شمکیه، د اکې لارې مل دی! رپوټ دې جوړ دی، ږیره برېت یې برابروه، لېږه یې!،

**

   شمکی، څه ټکه راولوېده، په بل اړخ شو، ٬نه، نه، کټ وټ شمکیه لام شته! هوسۍ ورځه مړه، غاټول جوندۍ! دا خو هغه رپیکه غاټول و نه خته! ودې ولیده چې د مور سلیمې برخه، پینځه جریبه ځمکه، بلا سره سپین یې وېرکړل، د حلیمې په زوی، خان، لاړه واده لا شوه!،

   شمکی خولې خولې شو، ٬نور دې شمکیه د سرو زرو له دې اونکا غاټول نه ځان خلاصوه! یا يې هغې دنیا ته د لېږلو غم وخوره، یا یې دوستانو ته د ور سپارلو!،

   شمکی په فکر کې ډوب شو، ٬دوستانو ته وویایه چې کوچیان له بمبارده وړاندې، پخپلو کې د څه جرګې مرکې لپاره، وتلي وو، جوندي پاتې دي، بېرته را وګرځېدل، خبر شول چې رپیکه غاټول جوندۍ پاتې ده.، ملا نېغ شو، ٬ناطقه وویایه چې کوچیان راغلل، غاټول،… شمکي ټکان وخوړ، ٬شمکیه غرک شې، نوم ماخله، ښوی تېرېږه، وویایه کوچیان راغلل، ښځه یې حصارک ته والوځوله.، ملا ام کړل، ٬ناطقه وویایه چې که ښځه جوندۍ غواړي، برګۍ دې، که سبا د ورېځې نه یي، سبا شپه نه یې، سبا پېشلمی خو دې، ارو مرو، کوچیان دا وار سم کلابند کي.، ملا وخندل، ٬ښځه چېرته ده، زوی دې لوی شه، یو څو توتیاګۍ او شاه جانیانې به نورې پکې سرونه وخوري!،

   ملا په فکر کې لاړ، ٬خو زور ګوره ملا، په سړه چینه واچوه!، ملا لاس کړ، مڼغوزي نسوار و سوڼول، ٬په مړه خېټه د سړې چینې ویشتل!، ملا خپله خندا تېره کړه، ٬شی خو ملا پیېږې، سړه چینه کې دی!، ملا شونډې وچیچلې، ٬چې دا وار بد تربور ابراهیم پکې ټانټه شي!، ملا په ستوني کې وخندل، ٬چې اغه د سرو زرو اونکا غاټول پکې سر وخوري!،

   ملا، لکه لاسي بم ته چې لاس ور وړي، ګوتې مخابرې ته ور وړې…

**

۱۳۶۰، د غویي ۱۷

   دوبراشین په چالاکۍ راغی، د غونډې د مېز سر ته کېناست، ٬ملګرې سویتلانه ژوندۍ ده!،

   د نجیب او باریس وتلي زړونه، ایله چې د خادیست شمکي له وروستي رپوټ سره، ځای ته راغلي وو.

   باریس په ډېرې خوشالۍ دوبراشین ته کړل، ٬الف الف، صیب ستاسې له مشرۍ لاندې د سترو اطلاعاتي او عملیاتي بریاوو شاهد دی!، نجیب د خبرې واره برابره ولیده، ٬ملګرې د اشرارو په هومره غویمنډ کې بیا هم، ددې خپل کمال دی، ژوندۍ پاتې ده!،

   دوبراشین له نجیب او باریس نه مننه وکړه، څه یې ویل، خو پوتین وار ړومبی کړ، ٬دوه بریاوې: د ملګرې بیاموندنه، د سړې چینې بریالي عملیات!،

   دوبراشین مسکو ته د خپل رپوټ وویل، ٬له ملګري اوستینوف نه نیولې، تر اندروپوف او ان تر مشر ملګري، برژنف، پورې ټول خبر شول. ملګري اندروپوف مبارکۍ ویلي.،  پوتین، نجیب او باریس، درې واړو، مننه وکړه!

   دوبراشین لوی پوځي سلاکار یاد نکړ، خبره په شفر کې تېره کړه، ٬د مرتجعینو سخې پخې نشوې!، باریس او نجیب د تایید په نښه د ژبې په ځای سرونه وښورول.

   دوبراشین، ناپيلیون بوتل ته لاس ورغزاوه، خو پوتین، د دوبراشین ښۍ خوا ته ناست و، وړاندې شو، بوتل په څلور واړو پیکونو وګرځاوه. پیکونه د سویتلانې د سر د خوندیتابه په خاطر د باریس له شعار سره پورته شول.

   دوبراشین لکه سور انګار چې تېرکړی وي، سر ته ټکان ورکړ، پیک بیا ډکاوه، نجیب، د مېز له دې بلې خوا نه، د باریس کیڼې خوا ته ناست و، پاڅېد، د مېز له سره ور وړاندې شو، د دوبراشین پیک ډک کړ.

   دوبراشین نور د سویتلانې خوشالۍ کې تم نشو، د مجاهدینو مرګ ژوبلې ته شو، ٬خطرناکه اشراره، نازو، مړه شوه!، باریس د دوبراشین خبره تایید کړه، ٬غټه توطیه ګره وه!، نجیب د باریس خبرې ته اوږه ورکړه، ٬فیوډاله اشراره!،

   دوبراشین د مړو د را ایستلو په رسوایۍ لاس راکاږه، ٬د خلکو غبرګون ملګرو، مړي که ماهیانو هم وخواړه، په نشت حساب و!، نجیب د پاڼې بل مخ را واړاوه، ٬کلي که ملګرو، له خلکو تش شول، بلا ورپسې، د اشرارو د پټېدو ځای خو، ښه شو، ورک شو!،

   دوبراشین لاس کړ، خپله خړچکه نکټایي سسته کړه، ٬میم شین ښه لوبه کوي!، دوبراشین پوتین ته ورتاو شو، ٬د کار سړی دی!، د باریس تېرې تېرې سترګې په دوبراشین کې ونښتې، ٬توطیه، ملګرو ډېره غټه وه!، دوبراشین مسکی شو، ٬په رښتیا چې ډېره غټه وه!،

   باریس خبره ونیوه، ٬ملګرې سویتلانه به اوس کوچیان په ابراهیم ور وشکاري!، پوتین په خبره کې ولوېد، ٬اتمن، اتمن.،

   د خوشالۍ او ویاړ کومه څپه، ته به وایې، له حصارک نه راغله، دوبراشین وښوراوه، کټ کټ په خندا شو، ٬اشرارو، ملګرې، بیا هم نه ده پېژندلې!، باریس د دوبراشین خبره تایید کړه، ٬پخپله میم شین یې لا د افغانې په نوم پېژني!، د ډاکتر نجیب سر د باریس خبرې ته وار بې واره لاړ راغی، ٬د ملګرې له شورویتوبه خبر نه دی، هو، هو!،

   هوا ښه وه، خو دوبراشین لاس کړ، د خپل شین چکه کمیس د ګرېوانه پاسنۍ توکمه خلاصه کړه، ٬ابراهیم هم، اطلاعات وایي، سویتلانه د هغې په هغه مستعار نوم، غاټول، یادوي!،

   باریس دوبراشین ته ورغبرګه کړه، ٬خو ملګریه، دا د ابراهیم شیطاني مهارت و!، دوبراشین خبره ونیوه، ٬ابراهیم، که ملګرې پېژندلي هم وای، نوم غلطي یې، بیا هم، کوله، هو، ملګرې یې پټه ساتله. موږ خو پرېده، هلته له خپلو حریفانو نه، د ملا خالص له کومندان تور میا نه، د حکمتیار له کومندان زاهد نه، د محا‌ذ له ضابط نه، له بل او بل نه ډارېده! که ملایان او اخوانيان پرې خبر شوي وای، پوستکی به یې ترې ایستلی وای!، ملګرو ټولو وخندل.

   دوبراشین ملګري له نظره تېر کړل، ٬اوس یې کوچیان هم نه پېژني!،

   ملګرو بیا هم وخندل…

**

   دوبراشین لاس جیګ کړ، د ملګرو پام یې ځانته ور واړاوه، ٬ملګرو زېری!، دوبراشین خپله خبره په ټیټ آواز وغزوله، ٬مسکو، لوی پوځي سلاکار ورغوښتی!، ملګري له ډېرې خوشالۍ نه یو بل ته سر کاږه شول.

   دوبراشین خپلې خبرې ته راغی، ٬ملګرو، نن ماسپښین،… ملګري درې واړه څک شول.

   د څلوېښتم لښکر د چټکو عملیاتو له اوپراتیفي کمیسیون سره زموږ د الف الف د   چټک غبرګون، مېګا – ۱۱ کوماندویانو د ګډو عملیاتو پرېکړه کوو. دوبراشین ملګرو ته د مېز له سره ور وړاندې شو، ٬د کوچیانو د کلابندۍ!، ملګري نور هم څک شول. دوبراشین موسکی شو، ٬د ملګرې ژغورل.، دوبراشین په کراره کړل، ٬او په همدې وخت کې،… دوبراشین سم وپسېد، ٬د ابراهیم تصفیه کول!، مسکا له ٬تصفیې، سره، د دوبراشین شونډې مرۍ مرۍ کړې، ودرېد، ټول سره ودرېدل…

   دوبراشین خوله د باریس غوږ ته ور وړه، ٬میم شین بېګا ته رپوټ راکوي!،

**

۳۰

۱۳۶۰، د غویي ۱۸/۱۷ (شپه)

   تپه تیاره وه، آسمان د پسرلي ورېځو په سر نیولی و.

   ښه وړاندې، شمال ختیز ته، د تورغره په آخر سر کې، د درونټې د شوروي جوړ برښناکوټ دوه غټ غټ څراغونه، د شپې په هغې مرګونې تیاره کې، لکه د لېوه دوه سترګې داسې، ځلېدل!

   د کابل – جلال آباد د لویې لارې مخ قبلې ته د سره رود شنه دره لکه د تورو اوبو ډند د تپې تیارې په لمن کې ډوبه وه. دلته د سپين غره لمن کې د وزیرو د خوړ درانه  غړزهاري د تورې شپې مرګونې چوپیا ماتوله… کوزه کلا سرو لمبو په سر نیولې وه…

   سړه چینه د ابراهیم د کمیسارې خورزې، غاټول، او خوریي، خان، د واده په خوشالۍ کې ډوبه وه…

   د ابراهیم د مېنې دویم پوړ کې د خان او کمیسارې د واده پالنګ د حصارک پېغمبر ګلي، د برې کلا ګلابو، د کوزې کلا چمبېليو، د تودې چینې جیریبندو او د سړې چیني نرګسو پوښلی و!

   غاټول د سړې چینې هغه ناوې نه وه چې مېړه ته له نابلدۍ او شرمه، په شپو شپو کتی نشي. غاټول سویتلانه شوه، ونه شرمېده، پاڅېده، څنګلې له شا نه، د خان په اوږو لګولې چې سترګې یې، د بالاخانې له کړکۍ نه د کوزې کلا د اور په لمبو ولګېدې. کمیساره نېغه ودرېده، ٬د شمکي جونګړه! توبه، توبه!،

   کمیسارې ام کړل، ٬خدای دې سړی د خانانو له تړې وساتي!،

**

   غاټول شېبه په شېبه خان ته ور وړاندې کېدله، خان له شرمه په ځان ورټولېده! چې خان به څومره پخپل ځان ور ټول شو، غاټول به هومره ور پورې ونښته.

  خان ناڅاپه ټکان وخوړ، لاس کړ، له خپلې ښۍ اوږې نه د خپلې هغې غنیمتي مکروف تومانچې اوږه بند را خلاص کړ. ناوې لاس ور وړ، اوږه بند د پالنګ د سر په ښۍ پښه کې وځړاوه، راغله، د شاوو واسکټ ته لاس ور وړ، شاوو ځان سست ونیو. ناوې واسکټ را وړ، د پالنګ د سر په کیڼه پښه کې وځړاوه، په شا را وګرځېده، شاوو ته ور وړاندې شوه، غېږه ورکړه، ونښله، وسولېږه…

   ناوې غاټول آخـر سکوت مات کړ، ٬خانه! ما خو نوی پیوند ومانه! نوره د اوکراینۍ لیلیا نه، ستا د ترور، سلیمې، لور یم… د روسي اېفیم نه، د پښتانه مفتي ازیزولا لور شوم. نوره دې خانه، یوازې ترورزۍ نه،… غاټول په خان پورې ونښته، ٬نوره دې څه کېږم؟،  خان موسکی شو، خو له شرمه غلی پاتې شو. غاټول د خان غوږ ته خوله ور وړه، وپسېده، ٬مېرمن دې!، خان له شرمه، په خپل ځان  ور ټول شو، ٬یې مې!،

   غاټول لاس کړ، خان پخپله ښۍ خوا ځانته را تاواوه، خان ځان سست ونیو، را تاو شو؛ غاټول وپسېده، ٬او ته؟، خان څه و نه ویل، ناوې غاټول په نکریزو سرې خپړې د خان په ټټر ولګولې، ٬او ته مې!، د خان شونډې سره بېرته شوې، خو خبره ترې، شرمېده، پاتې شوه.

   ناوې بل ګام واخیست، خان ته غېږه ورکړه، ٬څه مې کېږې؟،

   غاټول سر ښایسته شېبه د خان په ښۍ اوږه ولګاوه، ٬څه مې کېږي؟، خان آخر زړه وکړ، ٬خاوند دې!، غاټول په ستوني کې وخندل، خان ته زور ورکړ، ٬نیکا خکولی مېړه مې یې!، خان له ٬مېړه، سره، له شرمه په موټي کې ځای شو.

   مېرمن ټټر د مېړه په ټټر ولګاوه، ٬خانه مه شرمېږه، ار اندام دې له بلوغه ډک پک دی!،

   خان خوله وښوروله، ٬ناموس مې یې!، د غاټول خوله له ٬ناموس، سره، خلاصه پاتې شوه، ٬نور؟،

   ایزت مې یې!

   غاټول له ٬ایزت، سره، بیا هم خان ته زور ورکړ، د ټټر راوتلي ځایونه یې دا وار د خان په ټټر پورې سم وسولول. خان تک سور واوښت. غاټول خوله خان ته ور وړه، ٬د خانانو ژوندپه ایزت او ناموس ولاړ دی!،

   خان ښه شو، د خپل ایزت، غاټول، خبره په سر او خوله، دواړو، تایید کړه، ٬هو!،

   خان زړور شو، کله غاټول ته، کله ځمکې ته، کله په شا، کله مخکې…

   ناوې لاسونه د خاوند په غاړه کې واچول، خوله سمه د خان په خوله لګوله، ور وړاندې کړه، ٬د واده اوله شپه له شرمه ډکه یي!،

   غاټول وړاندې شوه، خان په مخ اخوا دېخوا موچې کړ. خان سترګې ټیټې ونیوې.

   ناوې او شاوو لا هم د کړکۍ او پالنګ تر منځ سره ولاړ وو.

   ناوې خوله د شاوو غوږ ته ور وړه، ٬شرمېږه مه!،

   د غاټول خپل زړه، د خان له زړه نه لا ډېر، په درزا شو، خو و نه شرمېدله، ٬پېغله نه یم، خو مینه به، خانه ومنه، سمه د پېغلتوب درکړم!، خان سل زړونه یو کړ، ٬کبوله مې یې!،

   د غاټول زړه له ٬کبولې، سره ولګېد. خان یې راوست د پالنګ په بازوسره کېناستل، ٬اوس به دې خانه، په مینه پوی کړم.، خان سترګې ټیټې ونیوې.

   ناوې غاټول بل ګام پورته کړ، لاس کړ، د خان څپلۍ او جورابې وایستې. پالنګ کې یې د کېناستو اشاره ورته وکړه. خان موسکی شو، کېناست. غاټول ور وړاندې شوه، خان په شونډو موچې کړ. زلزله، تا به ویل، له موچو سره راغله، د خان ګوګل ته ټکان ورکړ. غاټول له دې سره دواړه خپړې د خان له غاړې راتاوې کړې، ښه ور وړاندې شوه، سترګې یې د خان په سترګو کې ښخې کړې.

   خان ښه شو، کله مسکا، کله خندا، سترګې کله ټیټې، کله جیګې، کله ځان ته، کله غاټول ته…

   غاټول لږه په شا شوه، خپله ښۍ خپړه د پوښتنې په نښه، د خان په کیڼه اوږه په کراره وټپوله، ٬دا څوک دی؟، خان غلی پاتې شو. غاټول بیا هم خان په اوږه و ټپاوه، ٬دا څوک دی؟، خان دا وار خوله و نه نیوه، ٬ستا د جوی هفت خان!،

   غاټول له ٬جوی هفت، سره – رنګ سپین تښتېدلی، زړه بوټ وتلی، سرې خپړې په خوله ایښې – په شا شوه، خان یې یو ځل بیا له نظره تېر کړ، ٬بوژه موی!،

   د خان سر له خلاصې غېږ سره، په مانادار انداز، لاړ راغی؛ غاټول نور و نه کتل، وران زړه، د خان غېږې ته ولوېده، ٬ستا کمیساره!،

[1] December 27, 1979 – February 15, 1989

[2] February 14, 198

[3] The Sphinx and the Commissar: The Rise and Fall of Soviet Influence in the Arab World.

[4] مسلمان

[5] د فرورۍ څوارلسمه لوېدیځه نړۍ کې د عاشقانو د ورځې په نوم لمانځل کېږي.

[6] K. G. B.

[7] د افغان ولسمشر ببرک کارمل روسی نوم

[8] د لښکر د کومندان د زېږېدو سیمه

[9] روسانو دولتي ضد یاغیان، مجاهدین او جنګیالي په بسمه چې یادول.

[10] پاکه ربه

[11] د خبرو له لارې د رواني ناروغیو علاج

[12] د پخواني شوروي اتحاد د وخت د کمونست ګوند د ځوانانو د سازمان، کمسمول، نجونې

1,494 total views, 38 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *