Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ترانزیتي سرچینې | محمد انور ولید

د پنځمې برخې وروستۍ:

ترانسپورت او ترانزیت:

که څه هم د افغانستان د هوایي ډګرونو پراختیااو په لویو نړیوالو سازمانونولکه (TIR) کې زموږ د هېواد غړیتوب یوه لویه لاسته راوړنه بلل شوې، ځکه پخواتر دې افغانستان په دغه ډول نړیوالوسازمانونوکې غړیتوب نه درلود، خواوس له سیمې او ګاونډیو هېوادوسره په دغه غړیتوب باندې ترا نزیتي اوترانسپرتي بهیرډېره چټکه وده کړې، خکه پخوا یې داسې آتکل نه کېده. خو پوښتنه داده چې څومره عملي بڼه لري؟

ځکه تراوسه پورې چې له سیمه ئیزو او ګاونډیو هېوادو سره څومره هوکړه لیکونه شوي شوي، د افغانستان په خاوره کې اوس هم له ستونزو سره مخ دي اوهېڅ د پام وړ پرمختګ نه دی په کې شوی. ځینې ګاونډیان لاهم د افغانستان حکومت په خپل هېواد کې د ننه خپلو پروژوعملي کولو ته په کراره نه پرېږدي، ځکه چې موږ یې ښکاره تخریبي بېلګې د افغانستان پهغربي اوجنوب غرب ولایتونوکې ولیدلې چې دیادو پروژکارکوونکې یې شهیدان کړل ، انجنیران یې وتښتول سیمه یې نا امنه کړه اود حکومت روان کارونه یې په ټپه ودرول.  

عوائد:

تر(۱۳۹۳) کال مخکې د عبوري ملکي الوتکو فیس (۴۰۰) امریکایي ډالرټاکل شوی ؤ ، په ( ۱۳۹۳ ) کال کې دغه فیس (ټکس) (۵۰۰) امریکایي ډالروته لوړشو. خواوس دغه ټکس (۷۰۰) امریکایي ډالره ورته ټاکل شوی دئ .

دغه فیس ( ټکس ) یوازې د هغو ملکي الوتکو له پاره ټاکل شوی چې د ملکي هوایي ډګرونواو ملکې الوتکو واک یې له افغان حکومت سره دی.  خو هغه خپل سری پروازونه چې له تېرو (۱۸) کالو را په ایسته زموږ په هوایي قلمرو باندې د ننه ترسره شوي اوهېچا یې د یوه قانوني لرغوني خپلواک هېواد او نظام په توګه افغان حکومت ته یو پول ټکس او فیس نه دی ورکړی چې موږ یې ورځني ، کلني اود تېرو (۱۸) کالوارقام د ترانزیتي سرچینو د پنځمې برخې په لومړۍ خپره کړې لیکنه کې نشرکړي دي.

بلخوا حکومت ویلي چې له دې درکه اوس هرکال لږترلږه (۱،۹۲۰۰۰۰۰۰۰) افغانۍ عائد ترلاسه کېدای شي ، چې د هرې ورځې عائد ( ۵۲۶۰۲۷۴) افغانۍ کېږي . اودغه نسبي عاید هم وروسته له هغه یقیني شوچې د ځینوهوایي ډګرونواجازه افغان حکومت ته ور کړ شوه ، خو پخوا دا عواید هم موږ نه لرل.

ترهغې پخوا چې هرهېواد ، هرخیریه بنسټ اوهرلیرې او نږدې ګاونډي زموږ هوایي ډګرونه په خپل سرکارولي او زموږ له هوایي قلمروڅخه یې ناوړه ګټه اخیستې ، هغوی ټول باید افغان دولت ته د خپلو ټولوترسره شوو پروازونوټکس اوفیس ورکړي ، ځکه دوی ټول د نړیوالوقوانینوله مخې د هوایي ترانزیت اوهوایي چلند له درکه د افغانستان پوروړي دي.

له افغانستان ، افغانانو او افغان حکومت سره کمک اوهمکاري یوازې دا نه ده چې د ښارپه منځ کې د زغره والوګاډو کتارونه اوغوبل جوړکړي ، یا داچې یوازې د افغانستان په خاوره کې یوبم د افغانستان د نظام پرمخالفینو باندې خورځوي او دری نوربیا پربې دفاع او بېګناه افغانانو ، ملي اردو او ملي پو لیسو باندې ورواچوي ، ترورېستان وده ورسره وکړي اود ترورېستانوځالې او د تمویل ، تجهیزاو تصدیرمرکزونه او حامیان یې نورهم ورسره تقویه او پیاوړي شي . بلکې مانا یې داده چې افغانستان ورغوي اود افغانستان خپلې عایداتي سرچینې باید ورباندې وچې اوغصب نه کړي ، بلکې په عصري سیستمونو یې باید په بیا رغونه کې مرستې ورسره وکړي ، ترڅو افغانستان د غربت په سیوري کې نورایسارونه ساتل شي.       

افغان دولت وایي چې په ۱۳۹۵ لمریزکال کې دغه کچه (۲۶۷۰۰۰۰۰۰۰ ) افغانۍ وه ، خود وسائطواومسافرینوله لارې د شفافواو رڼوعوائدو راټولولو له پاره ترهرڅه مخکې احصاېیوي سیستم رغول اړین دي ، اوددې کارترسره کولوله پاره په کمپیوټري سیستم باندې د عبوراومرورځمکنۍ اوهوایي دروازې باید ولرو چې د ځمکې اوهوا د ترانزیت ټول کنټرول باید د حکومت په لاس کې وي.

اوس چې د ملي وحدت حکومت د خبل کارپه څلورم کال کې دئ ، ورته لازمه ده چې په پاتې کاري موده کې د ترانزیت او ترانسپورت دغه نیمګړي کارونه بشپړکړي اود تېروحکومتونو په څېرد خپلو کاري نیمګړتیاوو میراث نورو ته په میراث پرې نه ږدي.

همدا اوس په هوایي اوځمکني ترانزیت او ترانسپورت کې ډېرې نیمګړتیاوې په سترګو لیدل کېږي چې لیرې کول یې اړین دي . د بېلګې په توګه : نن سبا افغانستان د وارداتي وسائطو په مارکېټ بدل شوی ، یوازې د کابل په وړوکې ښارکې تر (۸۰۰۰۰۰) زیات دولتي اوغیردولتي وسا ئط ګرځي چې یوزیات شمېریې له ترافیک سره راجسترهم نه دي ، شخصۍ او غیرشخصي ټول سره مخلوط دي . د ټرانسپورت  وزارت له خوا یې سره له پړسېد ليو تشکیلاتوهېڅ څارنه اوکنترول نه شته . د هرې سیمې اوناحیې ټکس اومالیه نه ده معلومه . د وزارت ترانسپورت مأمورین اود وزارت داخلې پولیس او دوسائطومالکان ټول سره غاړه غړۍ شوي او دوسائطو مالکان په خپل زړه له مجبورو ښاریانوڅخه د جزیې په شکل پیسې اوکرائیې اخلي چې دغې تشې هم دولت اوهم ملکي خلکوته زیات تاوانونه وراړولي دي.

قوانین اوهوکړه لیکونه :

دولت په خپله څلورکلنه دوره کې پردې وتوانېد چې د ترانسپورتي قانون مسوده جوړه کړي ، خو په تعمیل کې یې لاهم د زورواکواومافیایی کړیوله خوا ستونزې اوخنډونه مخې ته شته ، ځکه زورواکي خپل ځان ترقانون لوړګڼي اود قانون بې احترامي تل همدغو زورواکو کړې ده . په داسې حال کې چې له حکومت سره خلک ترڅنګ ولاړدي اوقانون ، حکومت اوخلک ترهرزورواکې ډېرزوروردي چې باید په وړاندې یې د مخنیوي له پاره په عمل لاس پورې کړي .

·     دولت په سیمه ئیزه او نړیواله کچه د (TIR) د مقررې مسوده جوړه کړه ،

·     د (TIR) د سیستم د عملي کولو له پاره یې پلانيزه طرح وړاندې او ملي کمېټه یې ورته جوړه کړه .

·    له ایران او هند سره یې د چابهار له لارې دری اړخیز تړون لاسلیک کړ .

·    اروپایي هېوادوته یې د لاس رسي په موخه له ترکمنستان، ترکیې، آذربایجان او ګورجستان سره د لاجوردود لارې څو اړخیز تړونونه لاسلیک کړل .

·         د افغانستان اوازبېکستان ترمنځ یې د ترانسپورتي بنسټیزوهمکاریوهوکړه لیک لاسلیک کړ .

·         د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې دوه اړخیزه تړونونه لاسلیک کړل .

·         د افغانستان، چین او تاجکستان تر منځ یې دری اړخیزه ترانسپورتي هوکړه لیکونه لاسلیک کړل .

·         د افغانستان اوجورجیا ترمنځ دوه اړخیزه ترانسپورتي همکاریود نهایي کولواوبشپړولوتړون لاسلیک شو .

·         د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ په ترانسپورتي برخه کې هوکړه لیک بشپړشو .

پروژې:

·         د ( آتا مراد ، امام نظر، آقینه ، اند خوی ) د آسیا د نړیوالې رېل پټلۍ پرانسته .

·         له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو د لېږد د نل لیکې ( ټاپي ) پرانسته .

·         د نیمروزد هوایي ډګرپرانسته .

·      د بامیانود هوایي ډګرپرانسته .

·     د فراه د هوایي ډګرپرانسته .

·      د فراه ولایت د هوایي ډګرپرانسته .

·    د کندهارد نړیوال هوایي ډګرپرانسته .

·    د کندز د هوایي ډګر پرانسته .

·    د د غزني د جاغوریود هوایي ډګرپرانسته .

·   د دایکنډیودهوایي ډګرپرانسته .

·   د زابل د هواي ډګررنوې اوترمینل بشپړول .

·    په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډ ګر .

·   د بېلا بېلوولایتونود سړک او رېل پټلۍ د (۶۳) پروژو بشپړېد ل .

ترانزیت:

·      په بېلابېلو ولایتونو کې د سړک او پلونود (۲۵) پروژوسروې اوډیزاین .

·    له شمال څخه سوئل ته ، له ختیځ څخه لوېدیځ ته ددهلېزونواو ددوشي اوبامیانود سړک د کارپرانستل .

·    په بېلا بېلو ولایتونوکې د جغلي سړکونود (۵۷) پروژوساتنه اومراقبت .

·     د کابل – جلال آباد اود کابل – کندهارد لویولارواساسي ساتنه اومراقبت .

·    د(۹۷۳،۵) کیلومتره سړک جوړول .

·   په (۳۴) ولایتونوکې د (۱۲،۵) کیلومتره سړکونوساتنه اومرافبت .

پایله :  

خوپوښتنه داده چې د پورته هوایې اوځمکنیودهلېزونود ټکس اومالیې بهیرولې دومره پڅ روان دئ اوولې یې دقیقه څارنه اومراقبت وجود نه لري چې ورځ تربلې د خراب امنیتي وضعیت له امله لویې لارې اوسړکونه ، پلونه اوعام المنفعه ځایونه تخریبېږي ، سړي وژل کېږي ، مالونه چوراوغلا کېږي اود افغان ګمرکاتودعوایدود آمارو او ارقاموسعودي اونزولي ګراف هره ورځ په نمایش کې ښودل کېږي ، خود غیب کېدو او ورکېدو احتمال یې هره ورځ اوهره ګړۍ ځکه محسوس وي چې پر ترانزیت باندې سمه څارنه اومدیریت په نشت باندې حساب دئ.

له دې ټولوداسې نتیجه ترلاسه کېږي چې افغانستان لاهم د ښې حکومتولۍ ، اداري اصلاحاتو، کاري ظرفیتونواوقانون مدارۍ څخه برخمن شوی نه دئ . لاتراوسه پورې په افغانستان کې د پردیومداخلوله امله پاچاهي ګردشي اوانارشي حاکمه ده.

په افغان ټاکنوکې د حکومت اوزورواکو، حکومت اومخالفینو، حکومت اوسیاسي ګوندونو، حکومت اواستخباراتي چینلونو، حکومت اوګاونډیوهېوادونو، حکومت اونړیوالې ټولنې ترمنځ غیرقانوني سیالي روانه ده . ټولې خواوې هڅه کوي چې د ملت کورته له کومې ممکنه دروازې اودرڅې څخه ورداخل شي ، ترڅویوځل بیا د افغانستان ملي وثیقه د تېرپه څېردعنکبوت د جال په شکل یوازې د خپلوشخصي مفاداتو له پاره استعمال کړي اود بېسوه مظلوم ملت وینې ترې و ځبېښی، ملي عائدات اوملي شتمنۍ په بډه ووهي اوپه جسد باندې یې خپل سوړتجارت وکړي. خوملت باید خپل ځان اوخپل ماشوان پرداسې چا باندې ونه پلوري چې راتلونکی برخلیک یې بیا هم د تېرپه څېرد سیاسي جواریګروترمنځ په قمارخانو اومیخانوکې لاسلیک اوافغان ؤلس له خپلوکورنیو تولیدي تدارکاتو، سرچینو اوعائداتوهم په کې بې برخې پاتې شي .

      (محمد انور ولید)  

508 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2