Categories

اعلان

Loading…

د عالم او معلم ترمنځ توپير | سپين روان نورزی

علم پوهېدلو او يقين کولو ته وايي (١) هغه چا چې د کوم شي په اړه علم حاصل کړ او پرې  پوه شو نو هغه ته عالم وايي، المعاني انټرنيټي قاموس ليکي چې عالم د پوهان، څېړونکي، او اديب معنا لري، په عام ډول زموږ په ټولنه کې عالم هغه چا ته ويل کېږي چې په ديني مدرسه کې يې زده کړې کړې وي، په داسې حال کې چې د لغت په اعتبار علم د جهل په مقابل کې دريږي او هر هغه څوک چې د يوې موضوع، يعنې دا مهمه نه ده چې موضوع يا مسئله ديني وي که دنياوي، په اړه پوه شي او جهالت يې د هغې مسئلې پر وړاندې لرې شي، هغه ته په هغه مسئله کې عالم ويل کېږي.

هغه څوک چې ځان عالم بولي، هغه په ټولنه کې ډېر قدر لري او هر څوک ورته په درنه سترګه ګوري، خو دا د انسان لپاره ډېره لويه دعوه ده چې ځان ته د عالم خطاب وکړي، ځکه دا هېڅ امکان نه لري چې انسان په هر څه عالم شي، په همدې دليل په لومړي ځل ٥٨٠ کاله وړاندې له ميلاده د يونان د (ساموس) سيمې اوسېدونکي ( فيثاغورث) د ځان لپاره د عالم يا حکيم لقب ونه منلو او ويې ويل چې زه فيلسوف (Philosopher) يم ( فيلسوف يو ترکيبي نوم دى چې له دوو يوناني کلمو (philos- فيلوس) او (sophia- سوفيه) څخه ترکيب شوی دى؛ فيلس د خوښوولو، مينه لرلو په مانا ده او  سوفيه د عقل، پوهنې، هوښيارۍ او علم مانا لري، چې له يو ځاى کېدو څخه يې پوهه خوښونکي، په پوهه مئين يا علم خوښونکي نوم جوړيږي، او فلسفه د همدې (فيلاسوفي) معربه بڼه ده.

(اپلاتون) د سوکرات له خولې د فيلسوفانو په باب وايي: زه دا شاګردان عالمان نه ګڼم، ځکه چې عالم يو ډېر ستر نوم دى او يوازې د خداى (ج) له شان سره مناسب دى، خو د دغو خلکو لپاره هم يو مناسب او مهذب نوم شته چې هغه په علم مئين يا فيلسوف دى.)(٢)  له دې يادونې معلوميږي چې د انسان لپاره د عالم کېدلو دعوا مناسبه نه ده، خو په يوه موضوع کې عالم کېدل يا پرې پوهېدل امکان لري، بيا هم داسې نه شي کېدای چې انسان دې ادعا وکړي چې زما نظر د ابطال وړتيا نه لري، يعنې کېدای شي يو وخت يوه نظريه ومنل شي، خو په مرور د زمان داسې امکان شته چې هغه نظريه رد شي.له عالم سره خوا کې يوه بله اصطلاح د معلم ده.معلم نسبت عالم ته په ټولنه کې دومره د قدر او منزلت خاوند نه دی، ځکه معلم هغه څوک دی چې ټوله ورځ يې له ماشومانو او نويو ځوانانو سره کار وي او زموږ په ټولنه کې يې مزدوري هم تر ټولو کمه ده.زموږ په ټولنه کې د عالم او معلم تر منځ توپير دا دی چې عالم لويه دعوا کوي او هر څوک ورته احترام کوي، خو معلم ته خلک په هغه سترګه نه ګوري کومه چې له ده سره مناسبه ده.په داسې حال کې د اسلام ستر پيغمبر (ص) فرمايي:(( إنَّما بُعِثتُ مُعَلِّما ؛ زه معلم را لېږل شوی يم.)) معلم د لغت له مخې هغه کس ته ويل کېږي چې موږ ته لاره ښيي، يا هغه نښه چې موږ پرې لاره مومو.(٣) په انکليسي ژبه کې د معلم معادله اصطلاح (Teacher) او اکسفورډ ډيکشنري هغه کس ښوونکی ( معلم) بولي چې په تعليمي او تحصيلي بنسټونو کې په تدريس اخته وي. يعنې ښوونکی يا معلم هغه چا ته ويل کېږي چې له يوه يا څو زده کونکو ته زده کړه ورکوي او د هغو په وجود کې هدفمند تغيير او بدلون راولي.(۴) معلم هغه چا ته ويل کېږي چې نورو خلکو ته خپل علم انتقال کړي، يعنې د علم د انتقال وړتيا ولري او وکولی شي، په هغه څه نور پوه کړي، چې دی پرې پوهېږي.له دې يادونې داسې ښکاري چې: لومړي انسان په ( صورت عموم) عالم کېدای نه شي، دويم دا چې هر انسان کولی شي په يوه موضوع کې عالم شي خو معلم کېدای نه شي، يعنې معلمين هم ځانګړي خلک دي، ځکه دا ډېره اسانه ده چې انسان پوه شي، خو دا ډېره ستونزمنه ده چې نورو ته هدفمنده پوهه ور انتقال کړو. په همدې دليل د خدای (ج) استازی (ص) ځان معلم بولي، ځکه معلمي له مسؤليت او هنره ډکه وظيفه او هر هغه کس چې د عالم کېدو دعوا کوي، کېدای شي د معلمۍ له عهدې ونه وځي.

١ – عميد حسن، فرهنګ عميد، انتشارات نما، ۱۳۸۸. ۶۸۶ مخ

٢ – س.ر.نورزی، د منځنيو پېړيو د فلسفې تاريخ، درسي ليکچرنوټ

٣ – ديخدا انټرنيټي ډيکشنري.

۴ – (http://amirizahra.blogfa.com/post/13)

1,051 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸