Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ترانزیتي سرچینې | محمد انور ولید

پنځمه برخه :

که څه هم افغانستان د آسیا په زړه کې پروت یوداسې هېواد دئ چې له څلوروخواووڅخه په وچه پورې مښتی اومستقیماً سمندرته لاره نه لري ، خوسترا تيژیک موقعیت یې داسې دئ چې د سوئل له خوا د هند له سمندرګی سره د تفتان اوبلوچستان له لارې ، د پارس خلیج اوعرب بحیره د ایران له لارې ، توره بحیره اومدیترانه بحیره د ترکمنستان اوترکیې له لارې ،همداسې منځنۍ آسیا ، اروپایي هېوادونه، منځنی ختیځ اوعربي ټاپو وزمه د ایران ، ترکمنستان ، ازبېکستان اوتاجکستان له لارې اوچین مستقیماً د واخان له لارې سره تړي . پخواهم دغرب اوشرق تجارتي اوسوداګريزمالونه ټول له همدې لارې سره تبادله کېدل .ځکه ترټولولنډه اقتصادي لاره د نړۍ د ټولو هېوادوله پاره همدغه نننی افغانستان دئ چې شرق یې له غرب سره تړلی.

له همدې کبله پرټوله سیمه اونړۍ باندې واجبه ده چې ددې لارې ستراتیژيکي ارزښت ته په درنه سترګه وګوري اوپه ګډه د افغانستان امنیت اوټیکاود سیمې او نړۍ د امنیت اوټیکاوراوستوپه خاطرمنځته راوړي ، ځکه چې د سیمې اوټولې نړۍ امنیت اوټیکاود افغانستان له ثبات اوټیکاوسره تړلی دئ .که افغانستان روغ وي ، ټوله آسیا ، سیمه اونړۍ ورسره روغه ده ، اوکه افغانستان ناروغ وي ، نوټوله آسیا ، سیمه نړۍ ورسره ناروغه ده.

افغانستان خپله یوشتمن هېواد دئ چې په خپله خاوره کې د ترېلیونو ډالرو په ارزښت ډېرې طبیعي سرچینې او ژېرمې لري ، که چېرته سیمه اونړۍ له افغانستان سره مرستې کوي ، نو لومړی دې زموږ د هېواد په ثبات را وستوکې له موږ سره مرسته وکړي ، ځکه نن سبا تربل هرڅه مخکې موږثبات اوامنیتي ټیکاو راوستوته ډېره اړتیا اولېوالتیا لرو. که چېرته امنیت نه وي د تېروڅلورو لسیزو په څېربه له موږڅخه ټول ملي کارونه شاته پاتې وي اود خپلوملي پروژوپلي کولوبندوبست به نه شوکولی ، ځکه کورني او بهرني دوښمنان به موږ د خپلوملي پروژو پلان کولواوعملي کولوته په قلاره نه پرېږدي اوموږمجبوریوچې په داسې حالاتوکې موږد بیا رغونې پرځای له هرې ممکنه لارې څخه له دښمن سره مقابلې ته ترجیح ورکړو.

که چېرته د سیمې هېوادونه اونړۍ افغانستان ته په رېښتیا سره صادق وي ، نو په افغانستان کې دې د افغانستان د حکومت په ټینګه ملاتړوکړي ، په حکومت کې دې حکومت اونورموازي حکومتونه نه ورته جوړوي ، پردۍ جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي ، خپلې وسلې د ې د افغانستان د جګړې په تودولوکې نه پلوري ، اوخپل ذروي ، آزمېښتونه دې زموږ په خاوره کې نه ترسره کوي ، د هرډول کورنیواوبهرنیولاسوهنومخه دې ونیسي ، اود تخریبونو پرځای دې په ګډه د افغانستان د حکومت لاسنیوی وکړي .

دا خوټولوته معلومه ده چې افغانستان پخوا ځمکنۍ اوهوایي فعالې مواصلاتي لارې ، په وچه کې بندرونه اوهوائي ترانزیت درلود . خواوس چې زموږد تجارت د ملاتیراو ستون فقرات په منځ کې پردیورا باندې تپل شویوجګړوبوټ مات کړی اوله تېروڅلورولسیزورا په ایسته پرله پسې تخریب شوی دئ ، دا ددې معنا نه لري چې موږمواصلاتي لارې اواقتصادي شا رګونه نه لرل ، بلکې هرڅه په نسبي توګه فعال موجود وو. خود ویجاړېدواوله منځه وړوډېرې هڅې یې کینه کښولیرې اونږدې ګاونډیانو (ایران، پاکستان، تاجکستان اوروسیې ) وکړې ، ترڅود جګړوځپلي افغانستان د تولید اوصادراتودروازې دتل له پاره را باندې وتړي اوپرځای یې ترډېروخت پورې د خپلوغیرمعیاري بې کیفیته توکوپلورلوپه وارداتي مارکېټ باندې بدل کړي .

زموږ ځينې ګاونډیان په افغانستان کې افغاني تولید نه غواړي ، افغانۍ صادرات نه غواړي ، د افغانستان د صادراتواو وارداتوله پاره ترانزیتي لارې هم نه غواړي ، بلکې ورباندې تړلې یې دي ، له همدې کبله یې پردۍ ترورېستي جګړې په کې تنظیم اوپيل کړې ، سولې اود ملي یووالي سره پاشلوته یې داسې دامونه اېښي چې کورپه کوریې د بدۍ بریدونه په کې کېښودل . ترڅوله یوې خوا افغانستان شاته پرې وغورځوي اوله بل پلوه د افغانستان له اوبو، کانونواومواصلاتي لارو او هوایي دهلېزونو څخه پرته له کوم ټکس ورکولوغیرقانوني اوناوړه ګټې پورته کړي.

هو! دغوحسودوګاونډیانوترنن پورې همدا کارونه کړي دي . دوی په افغانستان کې د خلکو په پاکو رائیو مردمي ملي حکومت نه غواړي ، بلکې تش په نامه یوداسې مزدورنظام راوستل په افغانستان کې غواړي چې ریښتیني استعمارضد ملي مقاومتونه پرې وځپي اویوازې ددوی خپلې ګټې په پټوسترګوورسره خوندي کړي .

دغه ترانزیتي لارې په افغانستان کې دوه ډوله دي :                    

الف : ـــ ځمکني دهلېزونه:

دغه دهلېزونه په افغانستان کې رېنګ روډ ته ورته والی لري چې له کابل څخه پیل شوي اود افغانستان مشرقي ،جنوبي ، جنوب غربي ، غربي ، شمال غربي ، شمالي ، شمال شرقي اومرکزي برخې یې سره تړلې چې اساسي برخې ( پل او پلچک ) اود ځينو پخو ډمبرونوکاریې د ظاهرشاه په زمانه کې پیل شوی اوبشپړشوی ؤ،خوداؤد خان هغواونوروفرعي سرکونوجوړولوته وده ورکړه اوله پاکستان څخه یې د یوه ترانزیتي دهلېزغوښتنه وکړه ، خوشوروي د خپلو پلو یانو په لاس د هغه د تخت اوبخت تخته ورباندې واړوله اودا ارمان یې د شاه امان الله په څېرګورته ورسره ټيټ کړ. څه چې په فزیکي لحاظ رغول شوي وو، د هغوی یوازې رسم د ځمکې پرمخ پاتې شو. هغه ګړندي موټربه چې پخوا په څلوروساعتونوکې له کابله ترکندهارپورې رسېدل ، د جګړوپرمهال هغه په (۱۶) ساعتونواوآن په (۲۴ ) ساعتونوکې د تخریب شویومواصلاتي لاروله کبله هم نه رسېدل.

ایران د خپلو قاچاقبرانود قاچاق له پاره د سیمرغ په نامه د رېګ ضد موټرافغانستان ته را وارد کړل چې پرمټ یې ایراني استخباراتو د هلمند ، کجکي ، دوغارون ، کمال خان اوسلما بندونوروان کارونه په ټپه ودرول ، د افغانستان د منځنۍ برخې غربي خواته ټولې بهېدونکې اوبه یې له تېرو(۴۰) کالو را په ایسته په غیرقانوني توګه یوازې د ځان په ګټه استعمال کړې اود افغانستان غربي دښتې د ایران د تخریبي کارونوترسره کولواومزاحمتونوله امله ترنن پورې همداسې بې حاصله اوشاړې پاتې دي چې له دې کبله افغانستان ته له تېرو(۴۰) کالورا هیسې په میلیاردونوډالرملي تاوانونه وراړول شوي دي.  

ځکه افغانستان پخوا ګمرات اود ټکس اوما لیاتو را ټولو فعال سیستمونه ( مستوفیتونه ) لرل چې د کورنیوعائداتوله دغه سرچینوڅخه د دولت د مأمورینو معاشونه تادیه کېدل اوهرسرحدي ګمرک د کال له (۶۰۰) میلیون ډالرو درواخله تر( ۹۰۰)میلیون ډالرو پورې عایدات لرل .

د بېلګې په توګه : د هرات د ګمرک کلنی عاید (۹۰۰) میلیون ډالره ته رسېده ، د سپین بولدک کلنی عائد له (۶۰۰ـــ۸۰۰ ) مېلیون ډالرو پورې ؤ، د حیرتانود بندرکلنی عايد له (۹۰۰ ـــ ۱۰۰۰) مېلیون ډآلروپورې رسېده ، د تورخم د بندر کلنی عاید له (۷۰۰ ـــ ۸۰۰) مېلیون ډالرو پورې رسېدلی ؤ . کله چې موږددې عمده بندورونوهغه ټيټ کلنی عاید حساب کړ، د کال ټول (۳۱۰۰) مېلیون ډالره کېدل .

اوس چې ددې ملي تاوان (۴۰) کاله پوره شول ، اوموږ د (۳۱۰۰) میلیون ډالرو ټول تاوان وسنجاوه ، یوازې د همدغوڅلورو بندرونوڅلوېښت کلن ټکس اومالیه (۱۲۴۰۰۰) میلیارد ډالره شول چې متأ سفانه (۱۰٪) د یاد رقم ددولت خزانې ته نه دي لوېدلي اوپاتې (۹۰٪) نوریې ټول د زورواکواو سیمه ئیزې مافیا له خوا حیف ومیل شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ټول ټال د خپل حضورپه دا تېر(۱۸) کلن بهیرکې تر(۶۰۰) میلیارد ډالرو زیات لګښتونه نه دي کړي چې د افغانستان د ټولوعایداتو په پرتله دا رقم ددې هېواد له نوروکورنیوعایداتوڅخه پرته یوازې د افغانستان دګمرکاتوله کلني عاید څخه ( پنځه ) برابره لږدئ . په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې دغه (۶۰۰) میلیارد ډالره یوازې د افغانستان په بیا رغونه باندې هم نه دي لګولي ، بلکې دغه پېش شرط پیسې یې په خپلو پوځي اونورواقتصادي اوسیاسي موخو باندې هم لګولې دي چې اوس یې پړه یوازې د افغانستان پرحکومت باندې ورغورځوي .

نړیواله ټولنه که په ریښتیا غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي نو د هوایي ترانزیت (۱۸) کلن ټکس اومالیه دې افغان دولت ته په پوره ډول ورکړي ، خپل احسان دې پرافغان دولت باندې نه وراچوي ، افغانستان خپله له دې لارې خپل ځان تمویلولی شي . ځکه دوی په زرګونو پروازونه د افغانستان په خاوره اوهوایي قلمروکې کړي دي ، خوټکس اومالیه یې نه ده ورکړې .         

پردې سربېره افغانستان د خوست ، غلام خان ، نیمروز، فراه ، تورغنډۍ ، شېرخان بندر، اونورو په څېرفرعي بندرونه هم لرل چې له هغوڅخه هم ګمرکي عایدات ترلاسه کېدل ، ولې د پاچاهي ګردشي ، انارشیواوکورني اړدوړله امله ټول پردیوشخصي جیبونوته لوېدلي . که چېرته دغه فرعي بندرونه هم په رسمي توګه له پخوا را هیسې سم مدیریت شوي وای ، اوس به د افغانستان د ټولو ګمرکاتوکلني مالیاتي عایدات تر(۵۰۰۰) میلیون ډالروهم وراوښتي وای چې دا رقم د افغانستان د ټول کورني مایحتیاج له پاره کافی ؤ اوهرڅه موږد خپلې کورنۍ بودجې پرمټ رغولی شوای . ځکه افغانستان پخوا له خپلوشپږوپُلوان شریکوګاونډیوهېوادوسره تجارتي رغنده اړیکې لرلې ، پرهغې سر بېره یې د سیمې اوله سیمې ورآخوا له نورې نړۍ لکه ، جرمنی ، پخواني شوروي اتحاد ، جاپان ، فرانسې ، سوېس ، عراق ، هالنډ ، دانمارک او بریتانیې سره هم د تجارتي راکړې ورکړې له پاره د وچې اواوبوله لارې تجارتي دهلېزونه لرل چې د افغاني سوداګروکلنۍ پانګه په کې د پام وړبلل کېدله .    

که چېرته پرافغانستان باندې دغه پردۍ وارداتي جګړې نه وای ورتپل شوې اوخپلومواصلاتي لارواوګمرکاتوجوړولواوپخولوته یې پرله پسې د پخوا په څېردوام ورکړی وای ، اوس به یوازې د ځمکني ترانزیت له لارې د یوه منظم مدیریتي ملي پلان په چوکاټ کې د زرګونومیلیاردوډالروکورني عاید ترلاسه کولو څښتن شوی ؤ، افغانستان به اوس د نړۍ له نورولوېدلیوهېوادوسره مرستې کولې ځکه د خپلو کورنیوعایداتواوتولیداتوله برکته به په خپلو پښو ولاړیوخپلواک هېواد ؤ .

پردې سربېره افغانستان په کورد ننه څه نا څه خپل تولیدات ، صادرات او له بهره واردات لري چې لېږد را لېږد یې له همدغو مواصلاتې ځمکنیواو هوایي لاروصورت مومي . که چېرته زموږمواصلاتي سیستمونه په معیاري اونړیواله کچه ورغول شي ، زموږد سوداګرومالونه به سیمه ئیزواونړیوالوبازارونواومارکېټونوته پروخت اوآسانۍ سره لارې ومومي ، خصوصي سکتوربه وده وکړي ، سیمه ئیزاونړیوال پانګوال به په افغانستان کې د ترانزیتي چارود لوړکیفیت پیداکولوپه موخه په هېواد کې پانګونې وکړي اوزموږد ملي سوداګروپانګې به ورسره نورې هم پیاوړې اوزیاتې شي .

ب : ـــ  هوایي دهلېزونه :

په مشهد کې افغان څېړونکې بصیراحمد حسین زاده د هوایي چلند د تاریخي نړیوالې ورځې په تړاو په خپله یوه کره کتنه اوخپره کړې مقاله کې د افغانستان د هوایي چلند په برخه کې د ( فراز و فرود هوا پیمایی افغانستان ) ترسرلیک لاندې لیکلي چې :

(( آریانا شرکت په افغانستان کې په (۱۳۳۴) لمریزکال کې په فعالیت پیل کړی ، په (۱۳۳۵) لمریزکال کې نوموړی شرکت خپلواکه ملکي هوایي اداره جوړه شوه ، په (۱۳۳۹) لمریز کال کې د امریکې د متحده ایالاتو له خوا د ملکي هوایي چلند زده کړې پیل شوې چې له دې سره له ډېرو هېوادو سره دافغانستان د هوایي چلند قراردادونه لاسلیک شول ، په دې معنا چې ؛ ((  له نورو هېوادو سره د لېږد را لېږد د هوایي چلند د قراردادونولاسلیک او تسلسل له پاکستان، پخواني شوروی اتحاد ، ایران، ترکیې، هند، اتریش، هالند، لوېدیځ آلمان ، لبنان، یوگسلاویا ، چکسلواکیا، فرانسې، سویس، عراق، سوئد، دانمارک او بریتانیې سره د ( ۱۳۲۵ ) څخه تر(۱۳۵۰) لمریزکال پورې پرله پسې جاري روان ؤ.))

له (۱۳۴۵) لمریزکال څخه تر(۱۳۵۴) لمریزکال پورې ټول ټال (۳۹) هوایي ډګرونه جوړشول . 

همدا اوس افغانستان (۶۵) نظامي او ملکي هوایي ډګرونه لري چې د بګرام ، هرات ، شنډنډ ، کندهار، کابل اومزارشریف هوایي ډګرونه یې نړیوال دي اوهره ورځ په کورد ننه اوخارج ته د لېږد را لېږد الوتنې لري ، خوسربېره پردې (۴۵ ) نورملکې هوایي ډګونه لري چې په داخل کې کارترې اخیستل کېږي .     

اوس مهال په افغانستان کې پرآریانا افغان هوایي شرکت سربېره د پامیر، کام آئیراوصافي په نوم شرکتونه هم فعال دي چې ملکي خدمات ترسره کوي . افغانستان له پخواني شوروي اتحاد څخه یوه بوئېنګ الوتکه پېرلې وه چې تر(۷۰۰) د زیاتو کسانو د لېږد را لېږد ظرفیت یې درلود ، خومتأ سفانه چې استاد برهان الدین رباني هغه الوتکه د خپل واک پرمهال پر آیران باندې وپلورله . 

کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې پوځي ماتې وخوړله ، افغانستان خپلې اوله روسانو ورپاتې د (۴۵۰) په شاوخوا کې جنګي اوملکي روغې الوتکې او (۴۰۰۰) زغره وال جوړټانکونه لرل ، خوله پاکستان سره د وخت د چارواکوله خوا د واک پرسرد نا مقدسې غیرملي معاملې اوکورنیوجګړوله امله ټول تباه اوبرباد شول . 

افغانستان تر( ۲۰۰۱ ) زیږد یزکال پورې په بګرام ، کندهاراو شینډنډ کې (۳) سترې نطامي پایګاه وې لرلې چې اوس د شمالي اتلانتیک ( ناټو) له راتګ  سره د دغو پایګاه ووشمېرد کابل اومزارشریف د نړیوالوهوایي ډګرونوپه شمول (شپږو) ته ورسېد . خو په هلمند کې د بسش کمپ د هلمند په موسی قلا ؤلسوالۍ کې کجکي بند ته نږدې پروت دئ چې له (۲۰۰۱) زیږدیزکال را په ایسته انګرېزي پوځ په کې مېشت اودا مرکزیې د مخدره توکواوخامو یورانیمود قاچاق په مرکزباندې بدل کړی دئ ، چې ورسره جوخت د هلمند د زراعتي پیداوارو ځای کوکنارو او تریاکو نیولی او د افغانستان د بشري ځوا ک ( یو پرلسمه ) برخه ، یعنې د افغانستان د ټول نفوس (دری نیم مېلیونه )خلک یې په نشو پرې اخته اوله کاره ولوول .     

سربېره پردې افغانستان نورملکي هوایي ډګرونه هم لري چې موږ یې په لاندې ډول یادونه کوو: 

دغزني هوایي ډګر، د غزني د سرده بند هوایي ډګر، د بامیانوهوایی ډګر، د جلال آباد هوایي ډګر، د هلمند د بوست هوایي ډګر، دغوریا فیروزکوه د چغچران هوایي ډګر، د بدخشان ددروازهوایی ډګر، د فراه هوایي ډګر، د خوست صحرایي هوایي ډګر، د بدخشان د فیض آباد هوایي ډګر، د بدخشان د کران ومنجان د د ره زرهوایي ډګر، د بدخشان د خواهان هوایي ډګر، د بدخشان د شغنان هوایي ډګر، د تالقانوهوایی ډګر، د میمنې هوایي ډګر، د بادغیس د قلعه نوهوایي ډګر، د شبرغان هوایي ډګر، د ارزګان د ترین کوټ هوایي ډګر، اود نیمروزد زرنج هوایي ډګر. 

خو په دغوملکي هوایي ډګرونوکې ډېری یې د پخواني شوروي اتحاد ، پاکستان اوناټوټلوالې د اشغال پرمهال د پوځي ډګرونو په توګه استعمال شوي دي . 

نن سبا په ټوله نړۍ کې هره الوتنه چې د کوم هېواد هوایي حریم ته د ننه ترسره کېږي ، ټکس یې په نړیواله کچه (۷۰۰) ډالرټاکل شوی دئ .

خو په افغانستان کې له تېرو(۴۰ ) کالو را په ایسته د رادارسیستم د نه موجودیت له کبله خپلسرې پردۍ الوتنې روانې دي چې نه د الوتکې ټکس افغان دولت ته ورکړشوی ، او نه هم سړي سر ( ۱۰) ډالره ) خاک پولي ، دا په داسې حال کې ده چې آفغانستان ته ناڅاپه ( ۱۲۰۰۰۰) روسي پوځیان راغلل ، زموږ د هېواد هوا یي اوځمکنی حریم یې اشغال کړ، ( لس ) کاله یې زموږ په هېواد کې پوځي ، استخباراتي ، سیاسی اواقتصادي بوختیا وې لرلې ، هره ورځ په سلګونواو زرګونو پروازونه کېدل ، خوافغان دولت ته نه چا د خپلې الوتکې ( ۷۰۰) ډالرټکس اومالیه ورکړه اونه هم سړي سر( ۱۰) ډالره خاک پولي ؟ که یې د وخت حکومتونو ته ورکړې وي ، نوهغه بودجه څه شوه او چېرې غیب شوه ؟ ځکه دا خوکمې پیسې نه دې .

خوماچې خپله د هوایي چلند په تړاوکوم معلومات را ټول کړي او په دې برخه کې مې خپلې څېړنې ورباندې ترسره کړې دي ، له افغان پیلوټانومې پوښتلي ، د معلوماتوغورچاڼ  یې په لاندې ډول د درنولوستونکو مخې ته ږد م :  

که موږ ترزرګونو پروازونوهم تېرشواو د اوس مهال همغه د نن ورځې (۳۵۰) خپلسري پروازونه په پام کې ونیسواود یوې ورځې هرپروازپه همدغه (۷۰۰) ډالروحساب کړو، نود یوې ورځې د (۳۵۰) پروازونو ټول ټکس (۲۴۵۰۰۰) ډالرکېږي . اوکه د یوه کال حساب کړونو(۸۹۴۲۵۰۰۰) ډالرکېږي ، اوس روسانو دلته په افغانستان کې (۱۰) کاله نظامې حضور درلود ، (۳) کاله یې نورې سیاسي ، اقتصادي اواستخباراتي بوختیاوې لرلې اوکه په منځنۍ کچه یې هره ورځ لږترلږه (۳۵۰) پروازونه ترسره کړي اود افغانستان خاوره یې کارولې وي ، نود (۱۳) کالو ټول ټکس یې ( ۱۱۶۲۵۲۵۰۰۰) ډالرکېږي ، اوزه یقین لرم چې دغه ټکس روسانو افغان حکومت ته نه دئ ورکړی . 

همداسې پاکستانیانوهم د خپل اشغال پرمهال افغان حکومت ته د خپلوالوتنوټکس اومالیه نه ده ورکړې او پنځه کاله یې د افغانستان هوایي اوځمکنی حریم پرته له ټکس اومالیې ورکولومفت کارولی دي چې د پورته حساب له مخې پاکستان هم د افغانستان (۴۴۷۱۲۵۰۰۰) ډالره پوروړی دئ . 

په همدغه ډول د امریکا په مشرۍ شمالي اتلانتیک ( ناټوټلواله ) له ( ۲۰۰۱ ) زیږدیزکال را په ایسته ترنن پورې ( ۱۸) کاله کېږي چې په افغانستان کې پوځي ، سیاسي ، اقتصادي اونورې بوختیاوې اوخپلسرې الوتنې لري ، چې د اشغال په لومړي سرکې یې د الوتنوورځنی شمېرزرګونوته رسېده ، خواوس یې خپل پروازونه لږکړي دي چې په دغو پروازونوکې د الوتکې دعملې د لېږد را لېږد اوباربرۍ پروازونه هم شامل وو . ولې د ټکس ، مالیې اوخاک پولۍ یې هېڅ نه دي محسوس شوي ، خوافغان حکومت ته امریکایانواو ورسره ټلوالې د خپلو پروازونواوعملې انتقالولویوه پیسه هم نه ده ورکړې ، ځکه ددوی دغیرمترقبه تلو راتلوپه اړه افغان حکومت ته هېڅ هم نه ویل کېدل اونه دا معلومه وه چې دوی څه وړي اوڅه بېرته راوړي ؟ که یې ورکړې وي ، نوپه کوم حساب د چا په اکونټ کې جمع شوې دي ؟ هغه شخصي ؤ، که دولتي؟ 

ښاغلي کرزي صیب اوورسره ټیم خویې په خپله (۱۳) کلنه واکمنۍ کې تل د نړیوال حاتم طایي د مرستوهمیانۍ ته سترګې نیولې وې خود سیګارڅراغ په لاس مفتشین یې نه لیدل ، ځکه دده د حکومت تنفس اوتغذیه ټوله له همغه ځایه وه ، بهرنۍ مرستې یې د خپل ځان اقتصادي زېربنأ ګڼله اوخپلوملي تدارکاتو ته یې له سره ورپام هم نه ؤ، خکه خوخپلې مالي سرچینې ترې هېرې وې اویا له سره هډوپرې نه پوهېده . خو کله چې امریکایانو د روسانو د وخت او خپلو پنځه سویز جیولوجستیک ټېمونو معلومات سره را ټول کړل او د افغانستان د ځمکنیو زېرمو راپور یې خپورکړ، نو بیا کرزی صیب پرې خبرشوچې افغانستان د څه باندې دری ترېلیونو ډالرو په کچه ځمکنۍ زېرمې لري .    

ناټوټلواله چې له تېرو(۱۸) کالورا هیسې په افغانستان کې نظامي حضورلري ، هره ورځ د (۳۵۰) پروازونوپه ترسره کولو سره د افغانستان خاوره کاروي ، اوله هغې ورځې وړاندې چې افغان حکومت ته یې د خپلې خاورې د څوهوایي ملکي ډګرونود بېرته ورسپارلواجازه ورکړه ، د افغانستان نورټول ډګرونه په خپل سرد پردیوله خوا په غیرمسؤولانه توګه مفت کارول کېدل چې له کبله یې د افغانستان تجارتي ، دولتي اونادولتي سکتورونوته په سوونواوزرګونومیلیارده ډالرتاوانونه ورواړول .  

که موږ په افغانستان کې د پردیوله خوا دورځې همدغه (۳۵۰) سوه خپلسري پروازونه في پروازپه (۷۰۰) ډالروحساب کړو، نوباید له مخې یې دورځې ( ۲۴۵۰۰۰ ) ډالرعاید د افغانستان حکومت ته ورکړي وای ، اوکه دغه رقم ټکس په کال کې ضرب کړونوکلنۍ مالیه او ټکس به ( ۸۹۴۲۵۰۰۰ ) ډالروته لوړشوی ؤ، خواوس چې د ناټو ټلوالې په افغانستان کې (۱۸) کاله مخ په پوره کېدو دي ، نود (۱۸) کالو ټول ټکس یې (۷۱۵۴۰۰۰۰۰) امریکایي ډالروته باید لوړشي ، چې له دې رقم څخه یې یوه پیسه هم افغان حکومت ته نه ده ورکړې چې پدې حساب ناټو ټلواله هم د هوایي ترانزیت له مخې په سوونومېلیون ډالره د افغانستان پوروړې ده . او باید دا پیسې چې د افغانستان خپل حق دۍ د افغانستان دولت ته ورکړي . 

که چېرته د افغانستان دهوایې ترانزیت مدیریت له تېرو (۴۰ ) کالو را په ایسته روغ اوخپلواک وای ، اوس به یوازې د هوایي ترانزیتي سرچینې د عایداتو له لارې افغانستان په خپله ملي بودجه کې ( ۲۳۲۵۰۵۰۰۰۰ ) ډالرلرل . خومتأسفانه چې هغه موږ ته نه دي راکړشوي اولاهم ځینې پوځي سترډګرونه د امریکایانو په لاس کې دي .

په هغو (۹) ساحوي زونونوکې چې امریکایانوخپل پوځي تأسیسات او بېزونه رغولي اود افغانستان خاوره یې له خپلو سمندري قرارګاه وو سره پرې تړلې ، د هغوخوهېڅ خبره نه کېږي چې دوی هلته څه روان کړي دي ؟ ځکه هغو بېزونوته بپرته له امریکایي پوځیانونورهېڅ افغان چارواکی د ورتلواواښتنې پوښتنې اجازه اوحق نه لري . 

اوس خودلته پرآریانا افغان هوایي شرکت سربېره په لسګونونوربهرني هوایي شرکتونه هم فعال دي چې په هېواد کې د ننه ، اوله هېواد څخه بهرالوتنې ترسره کوي . هغوی هم افغانستان ته ټکس اومالیه ورکوي چې ددغې ټکس اومالیې ورکولوروغ او پرځای منېجمېنټ ته یې له سره اړتیا لیدل کېږي . 

که چېرته موږد پخوا په څېرسړي سرخاک پولې (۱۰) ډالرحساب کړو، نولږ ترلږه د ورځې له افغانستان څخه بهرته د لېږد را لېږد (۳۵۰) ، او په دا خل کې هم تر (سلو ) زیات پروازونه کېږې ، که چېرته موږ په اوسط ډول د هرې الوتکې عمله (۱۰۰) تنه پوځیان حساب کړو، د (۳۵۰) الوتکوهره ورځ ټوله عمله (۳۵۰۰۰) تنه کېږي ، که د هرسړي خاک پولي یعنې (۱۰) ډالره په (۳۵۰۰۰) سیاره عمله کې ضرب کړو ، ټوله ورځنۍ خاک پولې (۳۵۰۰۰۰) ډالرکېږي ، اوکه دا رقم د یوکال په (۳۶۵ ) ورځوکې ضرب کړو، نو ټول حاصل به (۱۲۷۷۵۰۰۰۰) ډالرشي .

همدې ته ورته د هېواد په داخل کې هم د بهرنیومرستندویه ټولنواوهم د ملکي هوایي شرکتونوله خوا هره ورځ ، هره اونۍ  اوهره میاشت په لسګونوالوتنې ترسره کېږې . که چېرته د هغوی ټکس اومالیې هم سمې مدیرت شي نوله دې لارې هم په کورنیوعائداتوکې د پام وړ زیاتوالی را تلای شي .

(( د افغانستان اقتصادي پر مختګ )) په نوم کتاب چې کرستین لنګه او ریااشوکهاو  کیلی او ابراهیم هوتک په بښتو ژباړلی دي د افغانستان د هوایي تراتنزیت په برخه کې لیکلي  : 

(( د هوایي کرښود مسافرینوخدمات :

د ا هېواد (۳) نړیوال او (۶۲) کورني هوایي ډګرونه لري . بشري ټو لنه کولای شي چې د تجارتي ، غیر دولتي سازمان  (PAC TEC) ، ملګرو ملتونو (UNAMAاوUNHAS) او د سره صلیب د نړیوالې کمپنۍ له خدماتو څخه ګټه واخلي . ))

د یاد بحث په یوه بله برخه کې یې لیکلي : تدارکات ،هوایي خدمات : ((UNHAS))

د تجارتي هوایي کرښود هوایي خدماتو 7 مهم وړاندې کوونکي شتون لري چې د هېواد په د ننه کې الوتنې کوي : ((UNHAS,ICRC.UNAMA.TEC.PAC)) د هوایي کرښود مسافرینوخدمات د (2012 ) کال د نومبرمیاشت : 

ورپسې یې زیاته کړې ده چې : (( ډېری وختونه امنیتي او روغتیایي آسانتیاوې د هوا یې خدماتو د کمښت له امله په غرني افغانستان کې ستونزمن وي ، له همدې امله لږ ترلږه (۲۰۰) نوروغیردولتي سازمانونواو بسپنه ورکوونکواستازوته اړتیا ده چې د هوا له لارې د خپل اشتغال کچه (۶۵٪) ته لوړه کړي ، همدغو سازمانونو په میاشت کې (۲۵) مرکزونو ته الوتنې کړې دي او د (۲۵۰۰)تنو په شاوخوا کې خلک یې لېږدولي را لېږدولي دي . ))

(۲۰۰) نادولتي سازمانونوپه افغانستان کې د خپلو بوختیاوو په تړاوافغان دولت ته باید د خپل هوایي لېږد را لېږد ټکس ، مالیه اوخاک پولي ورکړې . 

پایله :

موږ په هېواد کې د هوایې ترانزیت پرېمانه سرچینې لرو، د توکود انتقال ( لېږد را لېږد ) پروسه خویې لا بېله ده چې موږ باید له هغې لارې څخه هم محصول اود هوایي ګمراتوعاید ترلاسه کړو . خوستونزې چېرې دي اوڅنګه د ې ستونزوته د حل لارې ولټووترڅود هوا یي دهلېزونوعایداتي سرچینې پرې عادي ، کره اویقیني کړو؟

 

که موږ دې مسئلې ته په ځيرسره وګورود افغانستان د کورنیوعائداتوپه وړاندې بهرنیوځواکونو، خیریه ټولنواوسازمانونوهم د افغان دولت په وړاندې د خپلوموازي حکومتونوجوړولوله کبله ځینې خنډونه جوړکړي اوپه ځمکنیواوهوایي دهلېزونوکې یې زموږعائداتو ته صدمه پرې رسولې ده چې باید داسې یې نه وای کړي . ځکه افغانستان خپله یوداسې بېوزله اوفقیرهېواد دئ چې لا یې هم نوروته د مرستوغوښتلوپه موخه لاس وراوږد کړی ، نود خپلوکورنیوهغوممکنه عائداتوبرخې خو باید پرې پارچاوې نه شي چې په خپل هېواد کې یې د شتون امکانات ورته شته ، بلکې په دغو برخوکې باید نورې مرستې ورسره وشي ترڅوپه اقتصادي محاظ نورهم پیاوړي شي . 

دولت له هرې ممکنه لارې څخه د خپلوملي عائداتود تحفظ ، ودې او پیاوړتیا له پاره ترټولومعتبره ، ذمه واره اومسؤوله مرجع ده چې باید له هرې خوا یې بشپړه څارنه اومدیریت وکړي ، خوله دولت سره ملت هم تړلی دئ چې باید په ټولوملي ټولګټوکارونوکې د خپل دولت ننګه اومرسته وکړي ، ترڅولومړی دولت اوملت په ګډه خپل ملي نظام پیاوړی کړي ، ځکه عائداتي نظام له حکومتي ملي نظام پرته نه خوپرمخ ځي اونه هم ژوندی اوخوندي پاتې کېدی شي .  دوام لري .

506 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸