Categories

اعلان

Loading…

د موقت حکومت د مشرۍ، ارګ او د حکومت د لومړیو ورځو د تجربو په اړه د حامد کرزي څرګندونې

له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره مرکه کوونکی: علم ګل سحر   

د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی له اعلیحضرت محمد ظاهرشاه وروسته لومړنی افغان واکمن دی چې په ارګ کې یې تر نورو ډیر وخت تیر کړی، کله چې د افغان ولسمشر په توګه ارګ ته ننوت ارګ د تنظیمي جګړو له وجې په کنډواله بدل شوی و، د ده د واکمني په کلونو کې ارګ بیا ورغول شو. د ارګ تاریخ د نوي کتاب لپاره مو د ۱۳۹۵ کال د کب په پنځمه نیټه ورسره مرکه کړې چې ستاسې مخې ته یې ږدم. ع، سحر

سحر :

  • ښاغلی کرزی صاحب لومړی ځل مو څه وخت ارګ ولید؟ څه احساس مو کاوه؟ د هغه وخت د ارګ په اړه څه دریادېږي؟

کرزی:

  • پخوا مې ارګ هغه وخت لیدلی و چې د مجاهدینو اول حکومت جوړ سو او موږ له پېښور څخه راغلو کابل ته.

نو سهار راورسېدو او په مختلفو ځایو کې سره ځای پر ځای سوو، بیا نو اوس زما هېر دي چې په دغه ماسپښین و، که په دغه ماښام و؛ خو بیا زه ارګ ته راغلم.

حضرت صاحب په ارګ کې و، نو ارګ مو ولید. دا نو د انګرېزانو په حساب ۱۹۹۲ کال و، زموږ په حساب ۱۳۷۱ کال دی. د هغه وخت ډېر ښه خاطرات دي. خدای دې وبښي، صبور فرید د حزب اسلامی ډېر نېک مجاهد و. د حکمتیار صاحب معاون او د هغه له‌خوا صدراعظم سو؛ نو په دا اوله دوره کې چې موږ ارګ ته راغلو، حکمتیار صاحب رانغی. په چهارآسیاب کې پاتې سو. صبور فرید د هغه صدراعظم و؛ نو په ارګ کې زموږ دویمه، درېیمه شپه وه چې د تاجیکستان یو هیات راغی.

په هیات کې د هغوی رئیس د شورا او او وزیر داخله و، په کابل کې هغه وخت بل ځای نه و چې دا هیات هلته بوځو؛ نو د ارګ حرم‌سرای ته مو بوتلل.

هغه وخت په تاجیکستان کې اشوب و او ګډوډي وې؛ نو صبور فرید هم راسره ارګ کې یو ځای سو. مېلمانه مو په حرم‌سرای کې ځای پر ځای کړل.

زه او صبور فرید بېرته را ښکته سوو؛ نو په دا صوف کې چې له حرم‌سرای څخه د ارګ محوطې ته راوځي، [د حرمسرای سرپټې دروازه] دلته راروان وو. د خدای پاماني په وخت کې صبور فرید راته ویل:

  • کرزی صاحب چقه تبلیغ میشد، که اینجا هر چیزیش طلایی است؟ تشنابهایش لاجورد است؟ که چی است، که چی است!!؟؟

پشت پاچا چقدر دروغ ګفته شد. خدا میداند که پشت ما چی بګوید؟!

دا ماته ډېره جالبه وه. ویل یې دا خو عادي ځای و. دا خو داسې خاص ځای نه و، دا خو په دنیا کې چې هر کور ته ورسې داسې ځایونه سته، بیا نو موږ ارګ ته تلو راتلو، داسې خاص څه نه و.

سحر:

  • هغه وخت چې تاسې اول ځل ارګ ته راغلاست ارګ جوړ و، که زیانمن شوی و؟

کرزی:

  • ارګ جوړ و. د هغه وخت څخه چې له اعلیحضرت او داوود خان څخه پاتې و، خلق و پرچم هغه سهي ساتلي و. د هغوی دا کمال و چې هیڅ شی نه و شورېدلي، هر څه سره ځای پر ځای و.

بیا هلته چور شروع سو، غالۍ ځینې ولاړې، ښه شیان ځیني ولاړل. هر څوک چې به هلته ورغی، شیان به یې ځینې اېستل. زاړه شیان به یي ځینې اېستل؛ په‌دې نامه چې دا زاړه دي نوي راوړو، تاریخي او اساسي شیان به یې اېستل.

نو د ارګ چور و چپاول د مجاهدینو په شپو کې شروع سو.

سحر:

دویم ځل چې د موقتي ادارې رئیس شوئ، ارګ ته راغلاست څه احساس مو درلود؟ هغه وخت د ارګ حالت څنګه و؟

کرزی:

  • زه چې کله په موقته اداره کې د رئیس په توګه وټاکل سوم، په شاه‌ولي کوټ کې وم. د کندهار په شمال کې، کله چې بیا راغلم کندهار ښار ته او فیصله وسوه چې څلور پنځه شپې وروسته کابل ته راځم؛ نو خلک را ټول سول.

خصوصآ دا قوماندانان او مجاهدین. ویل یې چې ته به له ځانه سره سړي بیایې. چا ویل زر کسه، چا ویل درې، چا ویل څلور زره. دا درسره بوځه په ارګ کې یې د امنیت لپاره ځای پر ځای کړه. ما د سیمې مشران او د نور افغانستان چې څوک هلته و را وغوښتل. مشوره مې ورسره وکړه، زما خپله خوښه دا وه چې زه مطلق یوازې راسم. هیڅوک راسره نه وي. هلته چې هر محافظ دی، د هر ځای چې دی، هغه به زما محافظ وي. افغانان دي، زه یې رئیس جمهور یم، ټول ماته یو شان دي؛ نو دا فیصله دا مشرانو راسره ومنله؛ بلکې د دوی هم پیشنهاد همدا و.

نو ارګ ته راغلم چې متاسفانه ډېر وران و، ډېرې زړې کوټې وې، هیڅ شی نه و؛ خو هغه ‌پخواني خلک چې په ارګ کې پاتې و، هغوی له‌دې ارګ او له‌دې خاورې سره سخته مینه لرله. ها له پخوا چې پاتي وو، لکه یوسف کاکا[باشي یوسف] شېراغا کاکا، وکیل کاکا دوی د ارګ پاتې شیان ډېر ښه ساتلي وو.

که څوکۍ پاتې وه، که تخت پاتې و، که غالۍ پاتې وه، ډېر ښه یې ساتلي وو. هغه د جنګونو ورانی؛ خو جدا خبره وه. هغه د طالبانو د شپو چې عرب راغلل او دا زموږ پر غالیو یې چې د مجسمو عکسونه او تصاویر په رنګ تور کړل، د مرغانو سرونه کشلي او زمریان یې مات کړي وو، دا خو بېل شی و. په ارګ کې د اوسېدو ځای نه و. د ناستې ځای پکې نه و؛ نو کرار‌کرار مو اول ځینې اساسي شیان چې د خارجي مېلمنو د راتګ لپاره لازم وو، تنظیمول.که یو خارجي مېلمه راځي، باید دلته په عزت واوسي او له افغانستان څخه ښه انتباه واخلي او ولاړ سي.

نو مو حرم‌سرای ته توجه وکړه، یو څه مو پاک کړ. بیا نو خواجه صاحب یې کوي[خواجه ذین‌العابدین صدیقي د حرم‌سرای معتمد] له موږ سره د هجرت په وخت کې په تنظیم کې و، څه زاړه شیان چې دی پوهېده، دا ډلې یې وړي؛ دا یې ټول پټ کړي وو او کله چې طالبان راتلل، دی په ارګ کې پاتي سو.

زه چې ارګ ته راغلم؛ نو څو میاشتې بعد دی راته راغی. ویل یې، رئیس صاحب ما خو ځینې شیان دلته پټ کړي دي. پخواني شیان دي، ما ویل چېري دي؟

ویل یې په زېرخانه کې دي. ما ویل راویې باسه؛ نو هغه شیان بیا کرار‌کرار را واېستل سول.

بیا مو نو په الماریو، په دهلیزونو کې کېښودل. بېرته مو سمبال او جوړ کړل. نقاشۍ مو را واېستې، نوې نقاشۍ مو هم جوړې کړې.

د افغانستان د تاریخي شخصیتونو عکسونه مو جوړ کړل، بیا مو په سلام‌خانه کې وځړول.

که دې په یاد وي له امان‌الله خان څخه رانیولې، تر سلطان محمود غزنوي، میرویس نیکه، احمدشاه بابا، تر فیض محمد کاتب، ایوب خان، میرمسجدي خان دا ټول مشران مو رسم کړل او په سلام‌خانه کې مو وځړول.

نور دا شیان جوړ سول، دا د مهماندارۍ لوشي مو پیدا کړل. بیا مو هغه لوښي چې له پخوا څخه پاتي وو، را پیدا کړل او خاص مېلمه به چې راغی؛ بیا به مو دا پخواني لوښي ورته اېښودل.

نو دې شیانو ته مو توجه وکړه تر دغه ځایه پورې چې درې څلور کاله پر دې اخته وو. دا آسانه کار نه و؛ ډېر مشکل کار و؛ خو مرسته هم راسره وه.

هغه خویندې او وروڼه چې هوري راتلل او کار یې راسره کاوه، ډېره مرسته یې راسره کوله.

بیا مو د ارګ بهرني ماحول ته توجه وکړه. سړکان یې که دې په یاد وي ډېر خراب وو، ډمبر وو، بیا مو د ډبرې کار پکښي شروع کړ. بیا مو دا ګودامونه اېسته کړل. اول مو پوښتنه وکړه چې دا ګودامونه تاریخي ارزښت لري که یه؟

چا راته وویل چې دا تاریخي ارزښت نه‌لري، پنځوس شپېته کاله کېږي چې جوړ سوي دي، ډېر بد ښکاره کېدل.

د دې ګلخانې څنګ ته، دا اوس چې د تشریفاتو میدان دی دلته وو؛ دا ګودامونه مو لېرې کړل.

دلته مو د تشریفاتو میدان جوړ کړ، فوارې مو ورته جوړې کړې. هغه ځای مو جوړ کړ چې مېلمه راځي، د تشریفاتو ګارد یې له‌مخه تېرېږي.

دغسې بیا مو سلام‌خانې ته توجه وکړه. بیا مو هغه کړکۍ ورته جوړې کړې چې د هوا جریان پکي وي. هغه ډېرې ښایسته سوې. اول مو فکر کاوه چې دا به څنګه سي؛ خو وروسته ډېر ښه سوو. سلام‌خانه مو جوړه کړه، چت مو ور جوړ کړ، قندیلان مو ورته راوړل، هغه ګودام چې مجلسونه به پکې کېدل؛ دا مو جوړ کړ.

هغه ارشیف [د ارشیف ودانۍ] چې غټ مجلسونه به پکې کېدل، هغه مو جوړ کړ. دلته مو مجلسونه کول؛ نو کرار کرار سمېدل؛ تر څو دلکشا او کوټي‌باغچې ته نوبت ورسېدئ.

کوټي‌باغچې او دلکشا ته مو بیا ډېره توجه وکړه، دا مو په اته یا نهه کاله کې جوړ کړل. بې‌له عجلې، ډېر دقت مو پکې کاوه. دا خلک هم ډېر راسره په عذاب وو، هغوی چې هورې کار کاوه، ورته ویل به مو چې دا دې ولي داسې جوړ کړی دی چې لږ ښه جوړ سي؛ نو دغه حال ته راورسېدو.

 سحر:

  • د جمهوري ریاست پر مهال مو د ارګ کومې ماڼۍ او دفترونه خوښېدل؟ زړه مو غوښتل کومه خونه مو د کار دفتر وای؟

کرزی:

  • ماته دا مهمه وه چې ارګ او د افغانستان د حکومتدارۍ دفتر په هغه تاریخي شکل وساتل سي.

قدامت یې وساتل سي، عزت یې وساتل سي؛ نو هغه دفتر چې اعلیحضرت [پخوانی پاچا اعلبحضرت محمد ظاهر شاه] پکې کار کړی و، هغه مې دفتر کړ. هماغه د افغانستان تاریخي دفتر دی. دفتري کار مې هیڅکله بل ځای نه دی کړی، ملاقاتونو ته مختلفو ځایونو ته تلم؛ خو رسمي کار له هغه ځایه څخه کېده چې د افغانستان رسمي دفتر و او هغه ګلخانه وه او د اعلیحضرت دفتر و.

بیا نو د ملاقاتونو لپاره به حرم‌سرای ته تلم. حرم‌سرای مو جوړ کړ، تیار مو کړ، بیا چې دلکشا جوړه شوه، وروسته چې بیا مو کوټي‌باغچه تکمیله کړه او ډېر ښکلی ځای ځینې جوړ سو؛ فرش مو کړ.

د خانم اعتمادي [د جمهوري ریاست د دفتر ریاست پخوانۍ لومړۍ مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادي] رامیکا[ د جمهوري ریاست د ساتنې او څارنې ریاست سلاکاره رامیکا احمد] او خرم صاحب [د جمهوري ریاست د فتر پخوانی ریس عبدالکریم خرم] دې کور ودان وي، ډېر کار یې پکې وکړ.

کله چې مو فرش کړ، دا خارجیان چې به راتلل حیران به سول چې دا د افغانستان نوم چې دوی اوریدلی و چې دا یو غریب او دربدره وطن دی؛ نو دا تاریخي ځایونه به یې چې ولیدل چې د افغانانو اداب به یې ولیدل؛ نو بېخي به په یوه جلا تاثر له افغانستانه څخه ولاړل.

هریو به چې راغی، ما به د ارګ او بالاحصار تاریخچه ورته ویله او د انګرېزانو، چې څنګه بالاحصار خراب سو، څنګه بیا ارګ له بالاحصاره انتقال سو دې ځای ته او دا اوس زموږ د حکومتدارۍ مرکز دی.

سحر:

  • کله به مو چې ملاقاتونه کول، یا به کېناستلاست چې کومې ماڼۍ مو د ملاقات او کېناستو لپاره خوښېدې؟ او آیا په‌دې کې مو خپله خوښه عملي کوله، که مو د تشریفاتو او امنیتي کسانو خوښې ته کتل؟

کرزی:

  • دواړو، په‌دې پورې اړه لرله چې څوک راتلی. که د وطن خلک به وو چې هر ځای به سو، پروا یې نه درلوده. کله به په چمن کې سره کېناستلو، کله به په مسجد کې سره کېناستلو.

په هغه شروع کې چې ځای نه و، ډېر ملاقاتونه مو په مسجد کې کړي دي. خلک به چې راغلل بیا په مسجد کې سره کېناستلو او د ډوډۍ لپاره به په هغه ارشیف کې کېناستلو چې جوړ مو کړ.

خو خارجیان چې به راتلل، د یوه وطن ریس جمهور یا پاچا به چې راتلی؛ نو بیا به مو ډېر رسمي ترتیبات ورته نیول. ځای به ما په‌خپله څو واره ولید، حتی ګلان به مې کتل چې برابر وي.

لوښي برابر وي او تنظیم یې برابر وي. چای یې برابر وي، ورته ویل به مې چې هلکانو چای تورې، شنې او کافي دا راوړئ. بسکېټ او یو ښه شی راوړئ.

که کاري ملاقات به و، هغه به مو په دفتر کې ورسره کاوه. که تشریفاتي ملاقات به و، هغه به مو په حرم‌سرای کې کاوه. بیا مو تشریفاتي ملاقاتونه دلکشا ته انتقال کړل او رسمي پراخ مجلسونه به مو د کابینې په مجلس[سالون] کې کول او ځینې مو چې چینایي تعمیر[چهارچنار ماڼۍ] جوړ کړ، هلته کول او په دلکشا کې به مو کول؛ درې څلور ځایه وو.

سحر:

کله داسې شوي چې له بهرنیو مېلمنو سره مو ملاقات درلود او برق تللی وي؟ هغه وخت مو احساس څه و؟

کرزی:

  • (په خندا) ، ډېررر!

په شروع کې خو بېخي ډېر و. برق به نه و، دا جوبایډن چې سناتور و[د امریکا متحدو ایالاتو د پخواني جمهور ریس مرستیال جوبایډن] چې راغی؛ برق ولاړ. په تیاره کې ورسره ناست وم، دوه، درې، څلور واره داسې پېښه سوې ده. بیا نو کرار‌کرار جوړېدل. بیا مو جنراتورونه پیدا کړل چې برق به ولاړ؛ جنراتور به چالان سو.

څو ځله داسې پېښې سوې دي چې خارجی به راسره ناست و؛ برق به ولاړ. ما به ټوکه ورسره وکړه چې دا د افغانستان حالات ښیي؛ نو تاسې مرستې ډېرې وکړئ چې برق جوړ سي. دادی ګورئ برق نه راجوړوئ، دا مو حالت دی. هو دا به ډېر پېښېدل، بېخي ډېر.

سحر:

  • د بهرنیو مېلمنو د پذیرایي پر وخت که به کومه نیمګړتیا رامنځ ته شوه، تاسې به څه چلند کاوه؟ ویل کېږي د المان د جمهور ریس په مېلمستیا کې کباب زوړ او بویناک و؟

کرزی:

  • یه؛ د المان جمهور ریس نه و. خرابه ډوډۍ؛ دا خو به ګاهي‌ګاهي پېښه سوه چې ډوډۍ به مزه‌داره نه وه. دا دې ډېره ښه پوښتنه وکړه. ډېر فضل د خدای وسو، د امریکې د ریس جمهور معاون چیني [ډیک‌چیني د امریکا متحدو ایالاتو د جمهور رئیس پخوانی مرستیال] بګرام ته راغلی و او له بګرام څخه کابل ته راتئ.

د شپې ډوډۍ ته مو اماده‌ګي ونیوله؛ نو دا انورجان دلي و. په یاد دې دی انور حمیدي [محمد انور حمیدي د جمهوري ریاست د ځانګړي پخلنځي مسوول]؛ نو ما ورته وویل، ډوډۍ تیاره کړه.

ډوډۍ چې یې تیاره کړه؛ نو په هغه ګړۍ چې معاون د رئیس جمهور حرکت راکوي، راځي؛ هلته د بګرام په دروازو کې کوم انفجار وسو؛ نو هغوی د امنیتي دلایلو له وجې دا ملاقات لغوه کړ او بېرته امریکې ته ولاړ.

موږ ویل ښه دی چې ولاړ، دا ډوډۍ به وخورو ډوډۍ مو چې راوړه، ګورو د غوښو بوی تلئ؛ ډېرې خرابې غوښې وې. نو ما انور ته وویل چې خدای دې خوار که انوره، ښه ده چې دا مېلمه نه دی راغلی.

نو دا یوه پېښه سوې وه. اما اکثرآ به ښه ډوډۍ وه. دا خارجیان چې به راتلل، ډېره ښه ډوډۍ به وه. ډېره جالبه خاطره مې د بوش ده [جورج ډبلیو بوش د امریکا متحده ایالاتو پخوانی جمهور ریس].

بوش چې راسره ناست و، د غرمې ډوډۍ وه، ډوډۍ مو وخوړه ډېر خوند یې وکړ. ډوډۍ چې مو خلاصه کړه؛ نو شیربرنج راغی. بوش ویل دا څه شی دی؟ ما ویل دا شیربرنج نومېږي، دا داسې دی، داسې دی.

ډېر خوند یې ورکړ؛ نو زه له بوش سره په خبرو اخته یم، دی شاوخوا ګوري. ما ویل څه کوې، څه غواړي؟

ده ویل دا سړی څه سو؟ ما ویل کوم سړی؟

ده ویل دا چې شیربرنج یې راوړ، ما ویل زه به ورته ږغ کړم چې سړی راغی؛ ده ورته ویل نور هم راوړه.

بس نور یې راوړ، غاب مو ور ډک کړ؛ دا وه.

بله جالبه خاطره مې داوه چې مېرمن کلینټنه راسره ناسته وه، هغه وخت د امریکې وزیر خارجه وه؛ نو د شپې ډوډۍ یې راسره خوړله.

د افغانستان دا کبابونه و شیان مو تیار کړي وو؛ نو د ملا نقیب الله اخوند دې خدای جنتونه په نصیب کړي، ده ماته له کندهاره څخه د انارو رُب را استولي وو، ډېر علا رُب وو.

د بهي رُب یې پکي اچولي وو؛ نو دا د انارو رُب مو له بهي سره مېرمن کلینټن ته کېښودل؛ نو دا چې خوند یې وڅکئ، ډېر خوند یې ورکړ، ویل یې دا څه شی دي؟

ما ویل دا د انارو رُب دي، دا بل بهي دي؛ نو حیرانه سوه چې موږ داسې مخلوط شیان لرو، بیا یې راڅخه وغوښتل، بیا مو ورتیار کړل له ځانه سره یې یوړل.

بل شی چې ډېر د خارجیانو خوښ سول، دا زموږ وطني بهي نه دي؟ دا کوچنیان چې رېزش وکړي یا زکام سي بیا یې په اور کې ورته پاخه کړي، د سینې لپاره چې سینه نرموي.

دا مې انورجان ته ویل چې دا خو د افغانانو ډېر ښه خوراک دی، دا خارجیان چې راځي دا ورته پخوئ. له خوږو سره، له فرني یا شیربرنج سره دا هم ورته راوړئ؛ نو دغه شي خارجیانو ته بېخي ډېر خوند ورکاوه.

نو رقم‌رقم کیسې وې، خوراکونه به مې ورته معرفي کول، هر خوراک به یې چې راوړ، ما به ورته معرفي کاوه چې دا دا شی دی دا دادی او دا دا وخت خوړل کېږي، دا د دې ځای، د افغانستان دی.

سحر:

له بهرنیانو سره د ملاقات په وخت کې د کېناستلو لپاره مو کوم ځانګړی مقصد درلود؟ د مصر د انورسادات سلاکار حسنیین هیکل پخپلو خاطراتو کې لیکي چې انورالسادات به له بهرنیانو سره د ملاقات په وخت کې د ماڼۍ په هغه ځای کې کیناست چې مېلمنو ته د مصر اهرامونه ښکاره شي، مقصد یې داو چې نورو ته ووایي زه د هغه ستر تمدن استازی یم. تاسې کله همداسې کوم هدف لرلی دی؟

کرزی:

هو‌هو، ډېر مو داسې کول. هغه ځای به کېناستم او مېلمه به مې په هغه ځای کې کښېناوه چې ډېر پراخ وي، ډېر شی وویني چې د تابلوګانو خواته یې مخ وي او چې بیا به له مجلسه را ولاړ سوو؛ نو کړکۍ ته به مې ودراوه.

دا ماحول به مې ورښکاره کړ. دا زړې ونې به مې ورښکاره کړې. دا چنارونو ته به مې اشاره کوله چې دا د دومره سوو کلونو چنارونه دي، هره ورځ به مو دا کار کاوه.

سحر:

سیاسي مقاصد خو مو نه پکې لرل؟

کرزی:

– نه؛ بس دې کې مو د افغانستان معرفي مقصد وه چې د افغانستان معرفي پکې وسي چې انتباه یې د افغانستان په اړه ښه وي.

چې بېرته ځي چې دا بدبختي او بدنامۍ چې موږ ته د پردو له‌خوا راغلې دي، دا بدنامي بېرته بدلې شي.

په نېکو په عواطفو او د افغانستان په ښېګڼو بدلې شي او له نېکو خاطرو سره بېرته ولاړ سي. کیسې به مې ورته کولې، داستانونه به مې ورته ویل، شعرونه به مې ورته ویل، د افغانستان ساز و موسیقي؛ دابه مې ورته ویل.

چې یو شی به په دنیا کې د افغانستان په باره کې په چا ښه لګېدئ، دا به مو یادونه ورته کوله. هراتي دسمالونه به مو ورکول، تحفې به مو په‌دې دسمالونو کې ورکولې.

سحر:

  • تاسې نږدې ۱۴ کاله په ارګ کې واست، اوس هلته نه یاست؛ څوک چې یو ځای واوسي د هغه ځای او کور له دېوالونو سره یو ډول عادت او مینه پیدا کړي، تاسې چې اوس هلته نه یاست یا په لومړۍ ورځ ترې ولاړئ، څه احساس مو کاوه؟

کرزی:

  • نه‌نه؛ په هغه کور کې چې زه اوسېدم په نمبر یک [لومړۍ نمبر ماڼۍ] کې، ټول ارګ مې جوړ کړ؛ خو هغه ځای مې جوړ نه‌کړ.

هغه همداسې پاتې سو، لکه په اول سر کې چې و. نه مې غوښتل چې کورنۍ مې له یوه مجلل ځای سره عادت سي. بس هماغلته عادي اوسېدلو او دا نوی کور چې یې را جوړ کړ[د ارګ په ساحه کې د ولسمشر کرزي د واک په وروستیو کې یوه ودانۍ چې ویل کېدل د هغه کور به وي؛ جوړ شو. اوس پکې د حکومت د اجراییه ریاست دفترونه دي او په سپیدار ماڼۍ مشهوره ده] هلته هم چې نه‌ولاړم، په همدې وجې و.

دا یو ډېر مجلل ځای و او ما نه غوښتل چې زما اولاد په یوه مجلل ځای کې غټ سي او دوی له‌دې ځایه څخه د خپلوانو، همصنفیانو او دوستانو کره ځي.

بیا د خپل او هغوی د ماحول فرق ګوري؛ نو ما ویل چې په‌خپل محیط کې لوی سي؛ نو هیڅ احساس به د دې ونه کړي.

قطعآ؛ بلکې ډېر خوشحاله وم چې ترې راوتلم. ډېر خوشحاله وم چې راشم او ژر ځینې راووځم، ډېره بېړه مې درلوده.

سحر:

  • په ارګ کې قتلونه او حادثې شوې دي، ځینو واکمنو دا ښه نه‌دي ګڼلي او آن په همدې خاطر له ارګه وتلي. لکه چې د حفیظ‌الله امین په اړه ویل کېږي چې په همدې خاطر یې دفتر له ارګه تاج‌بېګ غونډۍ ته ولېږداوه؛ تاسې ته کله‌کله دا وسوسه نه پیدا کېده؟

کرزی:

  • هو دا ځای چې مو جوړاوه، څو قبرونه مو پیدا کړل. دا د ملي امنیت [د ملي امنیت شورا]نوې وداني مو چې جوړوله هلته هم وو.

د تشریفاتو میدان شاوخوا کې لس، دولس جسدونه پیدا شول. موږ اول فکر وکړ چې دا داوود خان مرحوم کسان دي بیا چا به ویل چې دا به حبیب‌الله کلکانی وي.

بیا مو معلومات وکړل؛ نه داوودخان و نه کلکانی و. مظلومان وو خدای خبر چې څوک به وو. دېرش کاله دمخه خاورو ته سپارل شوي وو.

سحر:

  • په ارګ کې د دا ډول پخوانیو شویو پېښو په اړه مو د ځینو نورو غوندې کوم بد احساس نه درلود؟

کرزی:

  • نه‌نه؛ ماته دا احساس نه و. ماته ارګ د افغانستان د قدرت ممثیل ښکارېده. عزت یې راته درلود، قدر یې راته درلود او د افغانستان د ملت کور مې باله. په هغه سترګه مې ورته کتل، په‌دې خاطر مې کوښښ دا و چې ډېر ښایسته واوسي. د افغانستان د خلکو نماینده‌ګي وکړي، د افغان ولس نماینده ګي وکړي. د لطافت، نرمۍ او مهمانوازۍ نماینده‌ګي وکړي؛ نه داسې نه و.

سحر:

  • په ارګ کې مو د رخصتۍ او وزګارتیا وخت څنګه تېراوه؟

کرزی:

  • رخصتي خو نه وه؛ نو ګرځیدم به.

کله‌کله به مازدیګر راووتم چې ورځ به مې بېکاره وه. خصوصآ ماسپښین په درې بجو مې د اخبارو مطالعه کوله، له مجلسو وروسته به مې بیا کله‌کله د اخبارونو مطالعه ونه‌کړه، بیا به راووتم.

پر ارګ به وګرځېدم چې کوم کار ښه روان دی، کوم کار بد روان دی. په یاد به‌ دې وي چې داسې به ولاړم، دورې به مې وکړې؛ خو د چکر او تفریح لپاره به بیا کور ګرځېدم. په کور کې به هغه د چمن پر شاوخوا ګرځېدم.

سحر:

تاسې په ارګ کې ځینې ژوي او مرغان هم ساتل، که د هغو په اړه راته ووایاست؟

کرزی:

  • هو ما فیل‌مرغان راوړي وو. هوسۍ مو راوړې. مرغان مو بیا ډېر کړل. توتیان مو تشویق کړل بیا ډیر مرغان شول. توتیان زیات شول، پخوا خو نه وو.

موږ چې حسابل شپېته، اویا توتیان هلته ګرځېدل. آزاد به ګرځېدل، هلته به یې ځاله‌ګۍ جوړه کړې وه. بس چا به کار نه پرې درلود.

سحر:

  • په ارګ کې مو د نړۍ د دویم لوړ قد څښتن کس ساتلی و، مقصد مو ترې څه و؟

کرزی:

  • هو نو؛ د افغانستان یو سړی و. یوه ورځ ماته راغی. ویل یې زه وزګار یم، کار نه لرم، کار راکه.

ما ویل راځه؛ نو دی خوشحاله و چې خلکو ته ځان معرفي کړي چې زه دومره جګ یم. ما ویل راځه ولاړ دې وي. (په خندا) چې د افغانستان جګوالی هم دا خلک وویني، ډېر ښه سړی و.

سحر:

  • د سلام‌خانې مخې ته په شنه سیمه کې یو ځل چایخانه جوړه شوه، ویل کېږي تاسې چې هغه ځای ولید، د ژر تر ژره ورانیدو امر مو وکړ، ولې؟

کرزی:

  • هو هغه وران شی جوړ سوی و. هغه له ارګ سره مناسب نه و چې داسې چایخانه وي. ما غوښتل چې ارګ ټول جوړ سي.

خو د ارګ د ورانۍ چې څنګه وران سوی دی، یوه نمونه باید تاریخ ته پاتې وي؛ نو په همدې دلیل مې د سلام‌خانې مخې ته وران ځای[د سلام‌خانې ماڼۍ له لوېدیځ څنګ سره ویجاړه ودانۍ] چې ویل یې دا چایخانه سي، ما ویل پرېږدو یې چې دغسې پاتې وي. موږ ته رایاد کړي چې بیا دا خپل وطن خراب نه‌کړو.

سحر:

  • ستاسې په وخت کې یو کس د دربار شاعر هم و، د هغه دنده څه وه، ولې مو ورته د دربار شاعر وایه؟

کرزی:

  • هو خدای دې یې وبښي، ښه سړی و. درباري شاعر(په خندا) خو دا داسې د دربار شاعر و چې دربار ډېر ځینې په عذاب و. یو له ماسره یې غرض نه‌درلود، نور یې ټول نه پرېښودل. پر داوودزي یې اشعار ویل، پر خرم به یې اشعار ویل، پر هېوادمل به یې ویل، پر مدبر به یې اشعار ویل؛ تاسې په‌خپل کتاب [د ارګ نن او پرون] کې هم را اخېستي دي. خدای دې وکړي چې اشعار یې پاتي وي او چاپ سي.

سحر:

  • ستاسې په وخت کې په ارګ کې پسرلنۍ مشاعرې کېدلې. ځینو به ویل چې کرزی صاحب غواړي، د محمود غزنوي یاد ژوندی کړي او یا له فرهنګ سره خپله علاقمندي وښیي؛ ستاسې  مقصد څه و او له‌دې مشاعرو کومه خاطره لرئ؟

کرزی:

  • ډېرې ښې خاطرې ځینې لرم. په‌دې کې هدف دا و چې د افغانستان د ادبیاتو، هنر او کلتوري تشویق په پراخه پیمانه وسي.

زموږ په هېواد کې د پردو په لاس وهنه چې په هغه کې غرب او شرق دواړه شامل و، هم پاکستان هم غربیان. د افراطیت تشویق ډېر په شدت وسو چې د افغانستان کلتور رسم و رواج، ادبیات، دا ښکلا او دا مختلف رنګونه وځپل سي او موږ جهان ته یو تاریک قوم معرفي سو.

نو د مشاعرو پروګرام مو شروع کړ او زما ورسره ډېر شوق و. ډېرې خوشحاله صحنې مې یې په یاد دي. ډېر ښه شاعران راغلل. یوه ورځ دا زموږ خورکۍ دا د خپلواک صاحب لور زما په خیال شفیقه نومېږي، که‌دې په یاد وي دا راغله، یو شعر یې د بیرغ په باب ووایه، ډېره مې تشویق کړه. دا د ځوانانو د شعر او شاعرۍ تشویق مو ډېر کاوه. خصوصآ د جینکو چې مخ ته سي او وړاندې سي او پرمختګ وکړي.

سحر:

  • د ملت بابا په حرم‌سرای کې اوسېده، د هغه د ژوند د طرز په اړه که معلومات راکړئ؟

کرزی:

  • ډېر ارام ژوند یې و. ډېر نېک سړی و. ډېر باعزته انسان و، ډیر نېک انسان و.

ده له‌خپل هېواد افغانستان سره ډېره زبردسته کلکه مینه لرله. دی چې ژوندی و، زه په ارګ کې ډېر خوشحاله وم. په دوو درېیو شپو کې به حتمآ مازدیګر ده‌ته ورتلم. دا ملاقاتونه مې داسې تنظیم کړي و چې حتمآ مازدیګر له اعلیحضرت سره د چای موقع راپیدا سي؛ نو دی به هم راته انتظار و. وربه غلم پوښتنې به یې راڅخه کولې. یوه ورځ ورغلم خوشحاله وم چې زما رنګ ته یې وکتل چې خوشحاله یم، ویل یې: (چطور ایطو خوش استی ریس صاحب؟)

زه ډېر کشر وم د ده د زوی پر ځای هم نه، د لمسي پر ځای وم. ماته ده د حامد خطاب کولی سو او د کرزي خطاب یې راته کولی سو؛ خو ده به چې کله وټاکل سوم، همېشه ریس صاحب راته ویل.

با عزته انسان و؛ نو چې کښېناستم ویل یې: (چطور خوش استی ریس صاحب؟)

ما ویل: ها بسیار خوش استم. ویل یې چطور؟ ما ورته وویل چې امروز پنجصد میلیون دالر کتی ما کمک شده. غوږ ته یې لاس ونیو ویل یې چند؟ ما ویل: پنجصد میلیون دالر. ده خو هغه پخوانۍ کابلۍ فارسي ویله، ویل یې: بوووویییییی مه ګفتم خی پنجا میلیون، پنجصد میلیون دالر.

ما ویل هو، پنجصد میلیون دالر. ویل یې : بووو یییی (خندا). خدای دې یې وبښي، ډیر ښه سړی و. نو کیسې به یې راته کولې سره ناست به و، ډېر خوند یې کاوه.

سحر:

  • آیا احساس مو نه کاوه چې یو بل پاچا هم په ارګ کې دی؟ که څنګه؟

کرزی:

  • نا؛ ولاړم پسي رامې وستئ، دا مې هدف و چې دی به راولم. په هغه کور کې چې دی اوسېدئ، دی به بېرته ځای پر ځای کوم.

هماغه د پاچاهي عزت او حرمت چې د ده حق و، هغه باید ورسره وسي او هماغسې مې پاله او هغسې مې ورسره وکړل. ډیرو نه غوښتل چې دی راسي چې زه نه وای چېرته راته.

سحر:

  • په لومړیو وختونو کې ستاسې ساتونکي غیر افغانان و، آیا له هغوی سره مو د ځینو ملاقاتونو په وخت کې ستونزه نه لرله؟

کرزی:

  • ډېر، ډېر؛ ډېره سخته صحنه وه.

د مجبوریت صحنه وه. هغه داسې و چې یوه ورځ ماښام خلیلزاد صاحب [په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد] او مکنیل [په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان] کورته راغلل. چې ستا ژوند ته خطر دی او دا دی، دا دی. موږ راپورونه اخېستي چې پر تا حملې کېږي او ته باید خارجي محافظین ولرې.

ما دا خبره رد کړه، ما ویل زه دا خبره نه منم، بیا راغلل، بیا راغلل.

بیا ما له جهادي مشرانو استاد سیاف او قومي سپین ږیرو سره مشوره وکړه. اوله مشوره مې د لغمان له خلکو سره وه. په هغه ورځ پنځوس، شپېته کسه د لغمان خلک را روان وو او په دا لوړ د کابینې مجلس[په ګل‌خانې ماڼۍ کې د کابینې د غونډو سالون] کې راسره ناست وو. ما دلته ورته وویل چې دغسې پیشنهاد راته سوی دی، دا زه څنګه کړم؟

هغوی راته وویل چې ویې منه چې محافظت دې وسي او بیا خلک و روزل سي. دا د روزلو خبره هغوی را په فکر کړه؛ نو دغسې نه پوهېږم، د پنجشیر خلک وو که د پروان خلک وو.

اووه، اته ولایته راغلل له هغو سره مې سلا وکړه. هفته بعد مې بیا ورته وویل چې سمه ده.

بیا نو راغلل. دوه کاله هوري وو او زه نارامه وم؛ خو کور یې ودان امریکایانو دغه یو کار وکړ چې د افغانستان لپاره یې دا د ریاست جمهوري د محافظت اداره ډېره ښه وروزله. بهترینه اداره یې وروزله او تر اوسه پوري هماغسې پاته ده. دوه کاله که یو نیم کال راسره وو بیا زموږ خپله اداره وروزل سوه، زموږ کسان راغلل دوی ولاړل.

سحر:

– په ارګ کې ونې او مختلف ګلان وو، تاسې به هم اېښي وي، چلند مو ورسره څنګه و، پخپله مو هم اېښې دي او نورو بهرنیو مېلمنو به هم نیالګي کېنولي وي، که په‌دې اړه راته ووایاست؟

کرزی:

– هو ډېرې ونې مو اېښې دي. ګلانو ته مو ډېره توجه وکړه. ګُل‌کاري ته ګل‌ګلاب او نورو ګلانو ته مو ډېره توجه وکړه؛ خو تر پایه پورې خوشحاله نه سوم؛ نه مو و زده.

ما به ورته ویل داسې وکړئ، دوی به بل کار کړی و. ما به ورته ویل دا شی کېږدئ، دوی به بل شی اېښی و. بیا به ځیني وچ سول؛ خو بس نو مجبور وم، ګوزاره مې ورسره کوله. ما غوښتل چې د ګلانو له‌خوا ارګ لا ډېر ښکلی سي، هغسې نه کېدل چې ما غوښتل.

سحر:

– د نورو هېوادونه جمهور ریسان او مشران چې به افغانستان ته راتلل، دوی به هم د یادګار په توګه نیالګي کېنول، د ارګ په کومو برخو کې چا دا نیالګي کېنولي؟

کرزی:

– هو‌هو؛ امام علي رحمان [د تاجیکستان جمهور رئیس] ونې کېښودې.

د ترکمنستان ریس جمهور ونې کېښودې، زرداري[د پاکستان پخواني جمهور رئیس اصف علي زرداري] ونې اېښې دي. دا نیالګي یې د دلکشا په شاوخوا کې کېنولي دي، دغسې به چې مېلمانه راتلل، ونې به یې اېښودې.

سحر:

– ستاسې په وخت کې په ارګ کې ډېر کارونه ترسره شول، سره له‌دې چې تاسې یادونه وکړه، ستاسې په نظر کوم‌کوم پکې ډېر مهم و او تاسې به هم د ارګ جوړونې کار څاره؟

کرزی:

– هو‌هو بېخي ډېر؛ روزمره به مې څاره. دغه نمبر دو[دویم نمبر ماڼۍ] چې مو جوړوله، دا ماڼۍ دا کور، دا مو په ډېر زحمت جوړ کړل. شیان به یې ور خراب کړي و.

زه به بس هره ورځ ورتلم، دلکشا ته تقریبآ دغسې منظم ورتلم، هغه کوټي‌باغچې ته به منظم ورتلم؛ نو په‌خپله مې ټول کتل.

سحر:

– د ارګ په باره کې یوه خبره دا کېږي چې موږ په افغانستان کې داسې تفریحي او تاریخي ځایونه کم لرو، کېدای شي ارګ موزیم شي یا ملي پارک شي، تاسې کله داسې فکر کړی دی او نظر مو څه دی؟

کرزی:

– یه؛ نو ارګ ماته د دولت مرکز و. ارګ باید د افغانستان د دولت د مرکز په توګه پاتي سي؛ نه داچې ملي پارک سي.

کېدای سي موزیم پکې جوړ سي، مثلآ د هغو تحفو چې ماته په‌دې څوارلسو کالو کې راغلې وې، هغه تحفې ما ټولې دولت ته پرېښودې. که څه اثار وو، که جواهرات وو، اوس هغلته پراته دي. یو موزیم کېدای سي، له هغو څخه جوړ سي چې دا شیان پکې نمایش سي او تاریخي ارزښت یې وساتل سي.

سحر:

– د تحفو او سوغاتونو یادونه مو وکړه. تاسې هم نورو بهرنیو مېلمنو ته تحفې ورکولې، که د هغو په اړه معلومات راکړئ؟

کرزی:

– ډېرې تحفې مو ورکولې. هغه بله ورځ زما پر تحفو په یوه اخبار کې مضمون لیکل سوی و.

د پوتین [د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین] او د بوش او زما پر تحفو یې مضمون نوشته کړی و چې ما بوش او خارجیانو ته څنګه تحفې ور وړلې. ښې تحفې مې ور وړلې، زبردسته تحفې مې ور وړلې. د افغانستان ښه شیان مې ور وړل، ډبرې مې ور وړلې او د افغانستان معرفي به مې ورته کوله چې دا غالۍ داسې ده. ښې تحفې مې ور وړلې.

سحر:

په دویم نمبر ماڼۍ کې چې ستاسې په وخت کې جوړه شوې ده، یو ډول ډبرې یې په‌دېوال کې کار شوې دي چې د ګروپ په وسیله رڼا کوي. دغه راز په نورو ماڼیو کې هم ښکلې ډبرې کار شوې دي دا د کوم ولایت دي؟

کرزی:

ګردې [ټولې] د افغانستان ډبرې دي. څه د هلمند دي، څه دغه نږدې د کابل دي. څه مو له تخار څخه راوړې دي، څه مو له ننګرهار څخه راوړې دي. هر ځای دا ډبرې کار سوې دي، د دې ماڼۍ په دېوال کې هم کار سوې دي.

15,837 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. شاهین افغان Reply

    جناب حامد کرزی ښه شخص دی ، خو د افغانستان په شان د یوه هېواد د ولسمشري لیاقت یې نه درلود. هغه ملي فکر نه درلود، هر کار او تصمیم یې ډېر سطحي ، غیرعادلانه ، موقتي او د یو سمت د خلکو د ژوند او قدرت د استحکام لپاره کړی دی. د افغانستان اساسي قانون یې په عمل کې تطبیق نه شو کړاي. یوه واقعي قوي او ملي اردو یې جوړه نکړه ، معارف او ښوونځیو ، د افغانستان ملي ژبو توازن ، او اصلي سیاسي قدرت موازنه یې ونه ساتله . له همدې امله ننۍ جګړه پیل او دوامداره شوه. له هېواده بهر ټولې افغاني سیاسي او قونسلي نمایندګۍ یې یوه سمت او نژدې یوه ولایت ته امتیاز ورکړ.
    سلګونه او حتی زرګونه میلیارده دالر د نړیوالو له خوا زمونږ هېواد سره وشول ، خو یواځې یو محدود شمېر زورواکانو ترې خوند واخیست . یواځې دلګی مشر اسمعیل خان د هرات پخواني والي د اوبو او برښنا له وزارته درې میلیارده « 3000000000 » دالره غلا کړل. همداسې د دولتي او شخصي مځکو غصب ، فساد ، بیکاري ،نا امني ، جکړې ، ملي بې اعتمادي او نفاق …. دا ټول د جلالتمآب حامد کرزي شوم میراث دی چې زمونږ راتلونکو نسلونو ته پاته شو.

  2. A. Halim Hakimi Reply

    “نو مو حرم‌سرای ته توجه وکړه، یو څه مو پاک کړ. بیا نو خواجه صاحب یې کوي[خواجه ذین‌العابدین صدیقي د حرم‌سرای معتمد] له موږ سره د هجرت په وخت کې په تنظیم کې و، څه زاړه شیان چې دی پوهېده، دا ډلې یې وړي؛ دا یې ټول پټ کړي وو او کله چې طالبان راتلل، دی په ارګ کې پاتي سو.”

    A good portion of my time spent following real estate trasaction and the name Khawaja Zainullabudeen Sediqi rings the bell:

    A gentleman by the name of Khwaja Hayatullah Sediqi from Afghanistan had recently financed the purchases of almost one million dollars of real estate in the US via way of matrimony to young American female of Afghan descent.

  3. turab Reply

    افغانستان ډیر داخلی دشمنان لری او لری یی

    خو کرزی یو دغټودشمنانو څخه وه او دی

    ده په لوی لاس دوطن دشمنان دومره ماړه کړل
    په بیت المال چه اوس هریو پاچا دی
    هریو حکومت ته لوی خطر دی

    نه یوازی نور غله یی قدرت مند کړل، بلکه خپله هم لوی غل دی

    اوس هم دامریکی بچی دی
    اوس هم دامریکی دوجی دومره لوی مصارف لری

    بس دخلکو په سترګو کښی خاوری اچوی
    الله ج دی ورته سزا ورکړ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *