Categories

اعلان

Loading…

د پښتني نخبه ګانو سيستماتيکه وژنه | فرهاد داوري

روشنفکره او نخبه کسان د ټولني د تحرک او خوځښت مهم عامل دی، دا کسان د ټولني په هره برخه کي سته، د ټولني په منځ کي د اصلاحي او وېښتابه حرکتونه کوي، په پښتني ټولنه کي دا کسان ډېر کم دي، کله چي پيدا سي، پر حرکت يې لومړی د اقتدار طلبه کسانو سترګي سرې سي، خو که مقاومت وکړي او د ټولنيز رفورم اساسات کښېږدي، بيا يې تروريستي کړۍ له منځه وړي، دا ډول وژنه دومره مرموزه وي چي وروسته يې د تورن پته هم نه لګېږي، د پښتنو نخبه ګانو يوه ستونزه داده چي ددوی د ډلي څخه يو کم سي، یوازي احساساتي خبري، ليکني او غمرازۍ وکړي، بېرته پر کور کرار کښېني، پر اساسي حل يې تر اوسه فکر ندی سوی.

زما په آند د پښتني نخبه ګانو سيستماتيکه وژنه درې عوامل لري:

۱. په پښتني ټولنه کي د تروريستي کړيو رېښي تر دې بريده رسېدلي دي چي کلی په کلی او کوڅه په کوڅه پلويان لري، د ولس په منځ کي داسي رېښې درلودل لوی نفوذ او قدرت دی، پښتني نخبګان هڅه کوي چي د خلکو فکرونه ومينځي، تروريستي اعمال وغندي او په ټولنه کي د سولييز فکر پر روزلو تمرکز کوي، پدې حالت کي د تروريستي کړيو او روشنفکرانو ترمنځ د ګټو ټکر راځي، ياني روشنفکره د ټولني ګټه په سولييز فکر او سوکاله ژوند کي وي، خو تروريستي کړۍ بيا د خپل قدرت ريښې په بې تمدنه او وروسته پاتو ټولنو کي ويني، نو کله چي پښتني نخبګان ټولني ته د اصلاح لاس ور واچوي، د تروريستي کړيو لخوا تهديد او وروسته وژل کېږي.

۲. پر تروريستي کړيو سربېره يو شمېر مافيايي ډلي هم په پښتني ټولنو کي سته، دا ډلي بيا د غير قانوني کړنو له لاري خپلي ګټي تامينوي، دوی په فساد، قاچاق، انسان تښتونه، نا قانونه شيانو په خرڅونه او نورو بېلابېلو کړنو کي لاس لري، دا خلک خپله ګټه په خاموشه ټولنه او فاسده اداره کي ويني، دوی هڅه کوي چي فاسدو چارواکو ته رشوت ورکړي او ټولنه خاموشه وساتل سي، تر څو د همدې غیر قانوني کړنو څخه خپله ګټه تر لاسه کړي، دا ډله هم له تروريستي ډلو سره  اړيکي لري او هم د دولتي فاسدو چارواکو سره، نو کله چي روشنفکران را پورته کېږي او د قانون پر تطبيق ټينګار کوي، ولس وېښوي او په رسنيو کي خلک متوجې کوي، ددې ډلي ګټي په خطر کي لوېږي او له کرايي قاتلانو څخه په ګټه اخيستنه، همدا روشنفکران وژني.

۳. په پښتني ټولنه کي زياتره چارواکي د قومي نفوذ، فساد او يا په غنيمت کي پر دولتي څوکيو ناست دي، دا کسان هڅه کوي چي د فساد له لاري ځانونه شتمن کړي، قانون تر پښو لاندي کوي او د پېسو په مقابل کي هر ډول  غير قانوني کړني کوي، د دوی ګټه هم په خاموشه ټولنه کي ده، که په ټولنه کي تحرک وويني، ډېر ژر يې خاموشه کوي، تر څو پر بيدو خلکو فاسد حکومت وکړي، نو کله چي روشنفکران پر دوی نيوکي وکړي او يا خلک د دوی فساد ته متوجې کړي، دوی يې پر وړاندي شديد غبرګون ښيې، هڅه کوي چي له مخه يې چپ کړي.

حللاره:

روشنفکران په هري ټولني کي موجود دي، خو يوازي توپير يې دادی چي په متمدنو ټولنو کي د روشنفکرانو کتله ډېره ځواکمنه، منظمه او پر يوه لاره روانه وي، خو په پس پاته ټولنو کي بيا روشنفکران وېشلي، متضاد او اختلافي دريځونه لري، پدې سره د ټولني نوري طبقې په ډېري اسانۍ کولای سي چي پر روشنفکرانو غلبه پيدا کړي او تاثیر يې خنثی کړي، که په پښتني ټولنه کي روشنفکران وغواړي چي خپله مقدسه مبارزه بريالۍ کړي، نو پر اتفاق دي اتفاق وکړي، خپل هر غړی د وجود ټوټه وبولي او د منظمي هستې په شکل حرکت وکړي، بېله دې لاري بل هيڅ لاره نسته، که همداسي سره ويشلي وي بيا نو لکه د قصابۍ پسونه ټوله به تر چړې تېرېږي.

244 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *