Categories

اعلان

Loading…

شیرشاه سوري له کوټوالۍ تر امپراتورۍ

 مغول منصب مې پرېښود هسي خوښ یم

لکه خلاص لـه لویه بنـده بنـدیـوان شـي

ومـغــولـو تـه بـه هـسـي کـار ښـکاره کـړم

چې راضي راڅخه روح د فرید خان شی
«خوشال بابا»

مؤرخین د فریدخان پیدایښت ۱۴۸۶م. کال اټکلوي، د ده پلار حسن خان د ابراهیم شاه لودي په فرمان د بیهار صوبی، ساسارام، هسپور او تاند علاقو نواب (جاګیر) ټاکل شوی ؤ، فرید خان په وړوکتوب کې د میری بدسولوکې له لاسه کور او کلی پریښود، خپلو ماماګانو کره «جیانپور» کې استوګن شو، همدلته یی د عصرعلوم زده کړل، ځلمیتوب کې خپل پلرنی کور ته ستون په اربابی چارو کې د پلار لاس ونیوه، په یو څو کاله کې د ښه اداری مدیریت او ښه سړیتوب له امله بیهاریانو کې د مخور، ژبه ور پاکزړی جرګه مارشخصیت په حیث وپیژندل شو، خو دا وار د میره نیو ورونو لانجو له کبله په ۱۵۲۲م. ساسارام نه پلازمینی ته لاړ او د واکدار « بهارخان لوهاڼي» څخه یی د دندی غوښتنه وکړه، هغه هم په پراخه ټنډه له ځانه سره په نوکری (سپاهي) وګوماره او په لنډه موده کې د زړه ورتیا او پاکزړی په ویاړ د «شیر خان» لقب ورکړ.

۱۵۲۶م. کال د مغولو او پښتنو د پانی پت، نښتی پایله کې ظهیرالدین بابر د دهلی په تخت کیناست، شیرخان لږ ځنډه ورسته د بعیت کولو په نامه دربار ته ورغې، بابر یې په بدل کې د ده ناسکه ورونه کاواکه، (پلار یی مړ شوی ؤ) پلرنی نوابۍ منصب یی ده ته وسپاره.

۱۵۲۹م.د واکدار بهارخان په مړینه، د هغه وارث یتیم زوی جلال خان سرسیوری (سرپرستی) شیر خان ته (دا مهال سپه سالار ؤ) په غاړه کیږی، خو سیوری یی لوهاڼي قومي مشرانو په سر باندی د تندر پریواته وو، ځکه له یوی خوا یی په بیهار باندی واکداری پای ته ورسیده، له بلی خوا دوی د سوریانو سره له پخوانه د بخیلۍ او کینه کښۍ کرغیړنی عقده لروده؛ لاکن د شیرخان پراخ نظری تربګنیو د ناروغه اړیکو له پولو نه لری واټن لرود او نه یی فکری کچه د یوی قبیلی یانی یواځی د سوریانو ګټو ته منجمد وه، ده سره به د بهلول خان لودی غوندی د ټول ټبر غم ؤ، ده اصلاً د پښتون په بدنه کې قبیلوی جوړښت بدبختی ګڼله، دی ښه پوهیده چې یو ټبر باندی د بیلتانه کرښو کښلو مانا د هغه ټوټه، ټوټه کول دی. ده به ویل، چې په هندوستان باندی د پښتنو بایللی پاچاهی غمیزی لویه وجه، همدا رنځوره زخه ده چې موږ یی په نفاق اخته کړی یو، خپل منځی شخړی را باندی تپلی او زر نوری ناښوالی سره مخ کړی یاستو، په دا ډول پیغورنو به یی جرګواوغونډو کې خپل قومونه ننګول، ده د هند د پاچاهي ادعا لرله او هغه یی د پښتون ټبر د پلار نیکه ملکیت ګاڼه؛ تل به یی د مغولو نه د ابراهیم لودی غچ اخیستلو ارمان کولو او د واکدارۍ بیرته ستنولو لیواله ؤ، ولسونه یی یووالی ته هڅول په همدی انګیزه یی هم ډیری سره یو موټی کړل او په ۱۵۳۰م. د مغولو په وړاندی پاڅیده، په پیل کې یی د «چونار» کلا چرته چې د لودی پښتنو د نهه سوه زره روپی ډکه خزانه خوندی ساتل کیده ولکه کړه، مغولو کلا بنده کړه، بیا هم خپل منځو ستونځو د شیرخان نه دا فرست واخیست، چې کلا وساتي، د نهه میاشتینۍ مقاومته ورسته په۱۵۳۱م. د بابر له مرګه پس کلا د هغه ځای ناستی همایون پادشاه ته تسلیم شوه.

سره له دی هم خلک مأیوسه نه شول ورځ تر بلی د مغولو ظلمونونه په تنګ شوی د مختلفو قبیلو، اقوامو او ان ادیانو پیروان، ډلي، ډلي د شیر خان په ملاتړ ودریدل.

مغولو ته د شیر خان داسی چټکه مخ په ودی پیاوړی کیده د زغملو نه وه، ده دی خڼډ اومخنیوی په موخه یی په ۱۵۳۳م. لوهاڼی مشران د بنګال سلطان محمود شاه سره ټلوالی (ایتلاف) جوړولو ته وهڅول، دا یی هم په زیان تمامه شوه؛ په ۱۵۳۴م. قیول سیند په غاړی نښته کې ټلوالیان د شیرخان په توره مات شول، دوی خپل ژوند بقا او جګړی تاوان، د پیسو ژمنی برسیره د بنګال خاوری یوی غوښینی برخی په ورکړه جبران کړه، دی سره همدم یوه څربه پښتون میشته نوابانو علاقه، د بیهار غیږ ته ونغړیده، خو ورسته یی د نغده پور نه انکار وکړ، په ۱۵۳۷م. کال کې شیرخان په برید وکړ او پلازمینه «غاور» کې خپل سړي ځای په ځای کړل، ټیټ سترګی سلطان محمود شاه مغول واکدارهمایون شاه ته وتیښتید او ۱۵۳۸م. د هغه سره په ګډه د ستر لښکر په کاروان کې بیرته بنګال ته ستون شو، شیرخان چې پوځی لوی توپیری انډول پرتله کړ، غوره یی وګڼله، چی د مخامخیدو ډډه وکړی، روهتاس ته په شا راغي.

همایون شاه کابو کال غاور کې تم ؤ چې په دی موده کې شیرخان جیانپور کلابند او بنارس ونیوه، ۱۵۳۹م.کال کې همایون شاه مجبور شو لښکرد پښتنو نښه کولو په نیت مارش کړی، چې بیا د ګنګا سیند په اوږدو «چوسي» کې شیرخان له خوا مخه ونیول شوه، ګرمی نښتی ته دواړو خواو بیړه ونه کړه مازی یو د بل په واړندی سنګر ونیول او روز مره یی په وړ، وړو شخړو بسنه وکړه، خو د ښه موقع موندلو په تمه د مغولو او د هغوی ارتباطات شیرخان د دقیق څار لاندی ساتل، دوه میاشتی پس بلاخره، دا فرست د جون په ۲۷ لاس ته ورغی او سهار وختی چي چرګ لا اذان نه ؤ کړی، افغانانو د دښمن مورچلونو او قرارګاه باندی ناڅاپی برید وکړ او هغوی یی غافل ګیر کړل، لویه برخه یی ځای په ځای د نابودی کندی ته ورواچوله، په دی جګړه کې سربیره د صلاح کوټونو، مړو او زخمیانو نه همایون شاه د خپلی ګلالۍ میرمنی په ګډون د حرم ټولی ښځي هم په میدان پریښودلی چې خپل شیرین ژوند بچ کړی، له وارختایی نه کابو ګنګا ډوب کړای وای، ولی معجزو وژغوره. شیرخان د حرم په خیمه پیره ودروله، چې څوک یی خواشیني نه کړی او په را سبا یی د سیمی مخور مشر حصین خان چې په امانداری کې عام ولس ورته درناوی درلود په عزت سره وسپارلی، چې هر یوه په ستر خپلو، خپلو کورنیو ته بدرقه کړی.

په اوکتوبر میاشت کې، شیرخان بیهار صوبه خپلواکه اعلام کړه او د «سلطان» لقب یی د خپل نامه سره ونښلاو. همایون شاه یی په غبرګون نوی تازه نفسه ۴۰ زره جنګیالی تنظیم او په هوار ډاګ د جنګ پیغام ور واستوه، ده هم ورته بی دریغه د چمتوالی ټټر وټکاو، چې په ۱۵۴۰م. کال مي میاشت په ۱۷ کې د ګنګا سیند غاړی په «قنوج» کې سره مخامخی مقابلی ته ودریدل، برخه لیک ټاکونکی جګړه یی وکړه، ګرچې شیرشاه سوری نوم د بشریت په تاریخ کې په نړیواله کچه د سلو نامتو پوځی تاکتیکونو، فن کارانو او ماهرینو نوملړکې کښل شوی، خو دا مقابله یی پرته له پوځي هنره وګټله، په نښته کې سپه سالار خواص خان ښه وځلید، هغه د جنګ په میدان کې د مغولو لښکر په ښي وزر چټک یرغل وکړ او د غلیم جنګیالي د پوځ منځنی لیکو ته وځغلول، په دی سره یی نظم مات او سخته ګډوډي ورکې جوړه کړه، چې په خپلو کې یو، بل پښولاندی وزبیښل، د توپچي مخه یی بنده شوه، ور سره یی مخامخ په خپل توپونه چهو، ناتار په غلیم رڼه غرمه په توری بدی ورځی بدله کړه، چې رودن ورکومغولو ته یواځی غوره لار د تښتی لار وه.

شیرخان لا پسی ځغلولو او انزوا ته کولو دنده هندومنصبدار«براهمجت غیار» ته وسپارله، همایون شاه د پنجاب، سیند، کابل او کندهار په کږو وږو بلاخره اصفهان ته پښه سپکه کړه، چې هغه مهال صفویان په خپله، د پارس دننه او دباندی د اهل سنت سره لاس په کریبان وو، ځکه یی همایون شاه باندی اول شرط شیعه مذهب ته دعوت او بیا پناه ورکولو ته کتنه وه.

د دهلي تاج و تخت فاتح، شیرخان هندوستان د متمدن تاریخ په پیلامه کې خپل نوم د « شیرشاه سوری» په عنوان وکښه.
ده ته تر۱۵۴۲م. کال پوری مالوه، اوجاین، کوالیور، سند او پنجاب په زور او په رضا غاړه کیښوده، په پنجاب کې د «رهتاس کلا» ودانه او هلته یی۵۰ زره جنګیالي ځای په ځای کړل چې په دې سره د مغولو له خوا د ګواښ ویره او اندیښنه له منیځه ویسته. بیا یی ۱۵۴۴م. د اتیا زره کسیز لښکر په سرکې په نه ماتیدونکی راجپوتانه باندی ودانګل، چې اجمیر، جوغاپور، جیتور علاقی یی هند امپراتوری کې ونغړولوی، سرکښه راجپوت لا په تاریخ کی چا نه و مهار کړی، خو ده د ځان تابع کړل.

شیرشاه سوری د قلانجر کلا کلابندی په ترڅ کې ۱۹۴۵ د مي په ۲۲ د خپل توپ باروتو په چاودنه په شهادت ورسید. (کلا بیا فتح شوه).

سربیره په دی، چې د شیرشاه سوری واکداری ژوند لنډ ؤ او لویه برخه یی په درندو جګړو کې تیره شوه، خو بیا هم دی د هند په اداري، اقتصادي او کلتوري چارو کې د سترو بنیادی بدلونونو او په مختګ محرک ؤ، د ده اصلاحات د ملوک الطوایفی په سټو دروند ګوزار ګڼل کیږی، چې ورسره د مرکزی حکومت واک په ټینګ کړ، ده د خپلی امپراتوری ساحه په ۴۶ برخو وویشله، هر ټوټه یو«سرکار» شو. په اقتصادی چارو کې په لنډ مهال د سترو پروژو په عملي کولو سره د هندوستان اقتصاد بسیا او په رغندو پښو ودراوه. وجه یی د ده سره د کروندګرو، کسبګرو او علمی کدرونو همکاری وه، د هم د هغوی له قابلیتونو نه بیساری ګټه پورته کړه، د بیلګی په ډول د ده په پیر کې په لومړی ځل د کرنیزو ځمکو مقیاس اندازه په «جریب» د هر واحد په سر«جریبانه» وټاکله شوه، شیرشاه سوری چې ډیر کلونه د جایګیرداری چارو ښه تجربه تر لاسه کړی وه، په دی طریقه یی وکولای شو، په بزګرو د استبداد کچه را ټيټه کړی، د ده په پیر کې په لومړني ځل، سوداګریزو راکړی ورکړی معیار په «روپی » وټاکل شو، تر ننه د هند او پاکستان پولی واحد، همهغه «روپۍ» پاتی ده. د ده ډیره پاملرنه د سوداګری په موخه د لارو په جوړولو وه، چې څنګ کې یی د یو زرو اوه سوه کاروان سرایونه ودانول هم د ده د نامه پوری تړلی، د ده د پیر ودانیز ځانګړتیاوی د هندواوافغان معمارانو د هنری قابیلیت ګډوله کولو کې وه، چې ځینی ودانی یی تر نن ورځ پوری د بشریت په هنری شهکاریو کې ځانګړی ارزښت لری او د یونسکو سازمان له خوا یی نیغه څارنه او پالنه کیږی، ښه بیلګه یی په ساسارام کې د ده زیارت په ودانی کې څرګندیږی چې مقبره اتیا متره سوروره او پنځوس متره لوړه ده، دیوالونه یی د هندوانو معبدونه او ګمبزه د جامع جوماتونو په سبک جوړ شوی.

ده، د دینی چارو په تړ ده په لوی لاس خپل دربار او اداری کې ټونګه مارو ملایانو ته ځای ورنکړ؛ په دی سره یی د مذهبی شخړو مخنیوی وکړ، د هندوانو او نورو ادیانو پیروانو په وړاندی معقوله سیاست او نرم دریځ غوره کړ.

د ده په مهال د تازه ټوکیدلي مذهب بڼسټګر، نانک بابا مړ شوی ؤ او په ځای یی «ګورهـ انجد دیوجي» امامت کاوه ، نو د ده له مذهبی زغم نه په ګټی اخیستلو سره، هغه هم په پوره ارام زړه سیک مذهب ته په پراخه پیمانه وده ورکړه.

د ده د پوځ د ملا تیر ګرچی پښتانه وو، خو د همدی مذهبی زغم پایله وه، چې غیر مسلمانو پرګنو د ده امپراتوری پوځي ستنو پیاوړیکیدو ته ټینګه اوږه ورکړه، د شاهي ګارد پرته، یوسلوپنځوس زره سواره، پنځه ویشت زره پلي په پنځه زره جنګي فیلانو (هاتیان) سمبال سپاهیان د ده په چوپړکې وو.

همایون پادشاه په وصیت نامه کې خپلو زامنو ته، سپارښتنه کړی وه، چې د شیرشاه سوری لار تعقیب کړئ او اکبر پادشاه همدا کار وکړ چې د نورو پادشاهانو په پرتله هندوستان باندی اوږد مهاله (نیمه پیړۍ) او هوسا پادشاهی وکړه.

په هندوستان کې د ده نامه ته، ان د ده د محبوبیت له وجی ټولو افغانانو ته، لا تر اوسه د زړه په سترګو ګوری.

ژباړه او تالیف: همایون دوست

2,000 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *