Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان حکومتونه افراطي دي | عبدالکریم رحیمزی

په تېرو څلورو لسيزو کې په افغانستان کې د بېلابېلو اېدیالوژیو حکومتونه د ټوپک په زور منځ ته راغلل. د کمونستانو څخه نیولې تر دموکراتانو پورې، د دغه لسيزو هر حکومت د خپلو اېدیالوژیو او کړنلارو په پلي کولو کې د دومره افراط څخه کار واخیست چی په میلیونونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په میلیونونو معیوب او معلول شول، پوره دوه نسله افغانان د زدکړو څخه محروم شول، ټول هېواد وران شو، د هېواد ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شول او ډېر داسې جنایتونه ترسره شول چې د بشر په تاریخ کې یې ساری لږ لیدل کېږي. سربېره پر دې، په هېواډ کې ملي یووالی زیانمن شو او حتې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا په خطر کې ولوېده.

کمونستانو، چې د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې د خونړۍ کودتا په ترسره کولو واک ترلاسه کړ، غوښتل چې د اولس دیني او کلتوري ارزښتونه تر پښو لاندې او افغانستان سمدلاسه په یو کمونستي هېواد بدل کړي. دوی په دغه لار کې بریا د خپلو اډیالانو لکه لېلېن او ستالین د کړنو په تکرار کې لیده. لېلېن چې په شوروي اتحاد کی د کمونست ګوند بنسټ اېښودونکی و، د خپلې واکمنۍ په بهیر کې يې په سلګونو زره خلک د خپل ګوند د کړنلارو د پلي کولو په موخه ووژل او ستالین په ډېره بې رحمۍ په میلیونو روسان د کمونستي واک د مظبوطولو په موخه له منځه يووړل. خلقي نظام هم د خپلې کمونستي کړنلارې د پلې کولو لپاره، د لمړۍ ورځې څخه په وژلو لاس پورې کړ. پر ډېری هغه خلکو، چې په غربي نړۍ کې یې زده کړې کړې وې، د امپرياليزم ټاپه ووهل شوه او سمدلاسه پرته له محاکمې تري تام کړل شول. په همدې توګه يې، ځینې د اخوان شیاطین، ځینې د انقلاب! ضد او ځینې نور یې د امپریالیزم د ګوډاګیانو په نامه ونیول چې تر نن پورې يې د ډېرو مړی او ژوندی مالوم نه دی. دوی نه ملا پرېښود او نه عامي، نه جوالي، نه والي، نه هټۍ وال، نه سوداګر، نه ډاکتر نه افسر، نه ښوونکی نه زده کونکی، نه بزګر نه کارګر. دوی ته د ټولنې هر پوړ د دوی د لارې خنډ او د انقلاب ! ضد برېښېد، نو په هېچا يې رحم ونکړ. د خلقي کمونستانو دغه افراط حتې خپل روسي کمونست ملګري ولړزول. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت اړ شو چې افغان حکومت ته لارښونه وکړي چې په خپلو پالیسو کې د نرمښت څخه کار واخلي او د بېځایه وژنو څخه لاس واخلي، خو د حکومت جابر واکمن، امین، په ځواب کې ورته وویل چې آیا ستالین په سپينو لاسپېلو انقلاب بريالی کړ؟ (۱) د اسلام سپېڅلی دین د دوی د ایدیالوژی سره په تناقض کې و. د پاک قران پر ځای يې کورونه او بیا دفترونه د لېلېنیزم او مارکسیزم د کتابونو څخه ډک و حال دا چې په ظاهر کې يې ځانونه مسلمان ښودل خو په باطن کې یې د اسلام د سپیڅلي دين سپکاوی کړو او ملنډې يې پرې وهلې. د بېلګې په توګه، د یوې تلویزوني وينا د ثبت په بهیر کې، امین لمړی بسم الله الرحمن الرحیم وايې او بیا په کړس خپلو ملګرو سره خاندې او وايي چې څنګه ښه بسم الله وايي (۲). په دغه نظام کې ډېر ديني عالمان بندي او ورپسې ووژل شول. په زندانونو کې د بندیانو تر مرګه راز راز شکنجې روانې وې، او حتې بندیان په ډله ییزه توګه ژوندې ښخ کړل شول. دغه خلقیانو عامه وژنې نیوازې په زنداننو کې په پټه ترسره کولې، بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې په ښکاره ظالمانه ټول وژنې وکړې. د بېلګې په توګه، د ۱۳۸۵ کال د وري په یودېرشمه، خلقي حکومت د کنړ په کېراله کې ۱۲۶۰ هېوادوال په ډله یزه توګه په شهادت ورسول. همدې ته ورته، د ۱۳۸۵ کال د وږي په پینځلسمه، خلقیانو د لغمان عليشنګ په قلعه نجيل کې ۶۵۰ هېوادول په ډله یزه توګه شهېدان کړل. دوی نیوازې د بېلابېلو ولایتونو په ملکي سیمو کې دغسې ظالمانه کړنې وکړې بلکې په نظامي اډو کې يې هم ډېر بېګناه افسران په ډله ییزه بڼه په شهادت ورسول، د ۱۳۷۵ کال د روژې په میاشت کې د بګرام په هوايي ډګر کې د ۲۰۰ افسرانو وژنه، د همدغه کال د کب په میاشت کې، د خوست په پینځه ویشتمه فرقه کې د ۱۳۳ افسرانو ټول وژنه او په ۱۳۸۵ کال کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ پوځیانو ډله ییزه اعدام يې بېلګې دي. (۳) په عین وخت کې، خلقیانو پرله پسې داسې فرمانونه صادر او په زور پلي کول چې له یو اړخه د افغانانو د دود او دستور سره په ټکر کې وو او له بله اړخه يې د وخت سره سمون نه درلود. د ښځو آزادي او مساوي حقوق يې د دوی په بې سترۍ، نڅا او سندرو کې لیده. په دغه وخت کې چې تلویزوني خپرونې د لمړي ځل لپاره په افغانستان کې پیل شوې وې، د ښونځي نجونې نڅا او سندرو ته اړ ایستل کېدې او پخپله د افغان نجنو داسې بربڼډه نڅاوي يې خپرولې چې د شوروي تلویزوني خپرونو سره یې سیالي کوله.

د پورتنیو حقایقو څخه خلقیان انکار نشي کولی. پخپله امین د ۱۲۰۰۰ بندیانو د شهادت نوملړ خپور کړ او بل دا چې د دوی د ټول وژنو ډېر ډله ییزه قبرونه وموندل شول او لا به وموندل شي. خلقیانو د کور پر ځای، ګور، د ډوډۍ پر ځای مرمۍ او د کالي پر ځای کفن افغانانو ته ورکړل. د دوی تلویزوني خپرونې چې په هېڅ وجه يې د افغان ملت د دود سره سمون نه درلود په يوټیوب کې شته.

د روسانو د تېري او نظامي مرستې په وسیله، د ۱۳۵۸ کال د سلواغې په شپږمه پرچميانو د خلقیانو نظام نسکور کړ او د واک چارې يې تر خپل کنترول لاندې راوستې. که څه هم په انفردي توګه د افغانانو ناڅاپي تري تام کېدل په دغه نظام کې لږ شول، خو پرچميان د کمونستي ایدیالوژۍ په پلې کولو کې د خلقيانو په څېر هوډمن او افراطي وو او سمدستي يې د خپلو مخالفینو په وژنه پیل وکړ. د ۱۳۵۸ کال د سلواغې په پینځه ویشتمه، سمدلاسه وروسته له دې چې واک ته ورسېد، پرچمي نظام د کندز په چار دره کې ۷۵۰ هېوادوال شهیدان کړل او ورپسې، یوازې یوویشت ورځې وروسته یې د همدغه ولایت په امام صاحب کې ۷۰۰ نور هېوادوال په شهادت ورسول. د خپل حکومت په دوهم کال، د ۱۳۵۹ کال د زمري په دوهمه، پرچمیانو د وردګ په چک او سیدآباد ولسوالۍ کې د ۸۰۰ څخه ډېر هېوادوال ووژل. د پرچمیانو په حکومت کې دغسې ظالمانه ټول وژنې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ترسره شوې. د ۱۳۶۴ کال د وري په پینځه ویشتمه، د لغمان په قرغه يو کې د ۳۰۰۰ وطنوالو ټول وژنه، د ۱۳۶۳ کال د کب په دوه ویشتمه، په قره باغ او شکردره کې د پینځه سوه هېوادوالو ډله ييزه وژنې يې یوازې دوه بېلګې دي. (۴) که څه هم دوی د ټول ولس د مخالفت سره مخ وو، خو بیا هم پرچمي کمونستان دومره افراطي مخته روان وو چې د راز راز ظلم او استبداد او حتې د ډله ییزه وژنو کمیاوي وسلو څخه په کار اخيستنې يې غوښتل لېننیزم او کمونست سیستم په هېواد کې پلی کړي. د روسانو په ملاتړ، د پرچمیانو راز راز جنایتونو په میلیونو افغانان مهاجرت ته اړ ايستل. دوی په ښکاره د دغه ایدیالوژۍ په لرلو ویاړ کړلو او هر هغه پرچمی چې تر ټولو ظالم، بې رحمه او له اسلامیت څخه لیرې و، ښه او کلک کمونست يې بللو. کارمل هم په دې اړه په وضاحت خپلو ملګرو ته ویلي: ” اګر اعتقاد عمېق راسخ به ایدیالوژي طبقه کارګر ، به مارکسیزم، لېننیزم ندارید، هېچ اجبارې بالای شما نیست که حتما حزبي شوید، مېتوانېد با جرأت بګوید که من هنوز مطالعه مېکنم.” (۵) د روسانو په لاس د افغانانو په وژنه د پرچميانو تنده نه ماتېده او په دې اړه د روسانو سخت منندوی وو. که څه هم په ظاهر کې يې خپل حکومت خپلواک بللو، خو په باطن کې د شاه شجاع په څېر چې ویلې یې و چې د مېکناټن له اجازې پرته حتې یوه پیاله اوبه یې هم نه څښلي، کارمل هم د روسانو ګوډاګی و. نوموړی په خپله عقیده کې دومره سخت دریزه او د روسانو دومره مینوال و چې انسان او افغان يې هغه څوک بلل چې شوروي ته وفادار اوسي. ببرک په يوه وینا کې داسې برغزووې ويلې دي: ” رفقا باید به صراحت برای شما خاطر نشان بسازم، کي کیست؟ چګونه باید شناخت؟ افغان وطنپرست کیست؟ وطنپرست آتشین، افغانستان، انسان، افغان نوین، انسان افغان نوین کیست؟ که وفادار به دوستي افغان شوروي باشد.” (۶) د پرچمیانو حکومت په خپله د ځینو ‘آتشین’ پرچمي افغان کمونستانو او مسعود او دوستم تر منځ د یوې توطئې په ترسره کولو کې د ۱۳۷۱ کال د غويي په اتمه پای ته ورسېد.

د تاريخ په تکرار سره بیا د سقاوي حکومت! رامنځته شو او د لمړۍ سقاوۍ په څېر، دوهمه سقاوي هم د غلو، هېواد پلورونکو، خاینانو او اوباشانو یوه غدۍ وه. په دغه پېر کې د حکومتولۍ څرک نه لېدل کېده، نو په بڼه او اېديالوژۍ يې د خبرو لپاره څه نشته، خو د لمړۍ ورځې څخه د دغه غدۍ جنایتونه چې نیوازې د عامه وګړو بلکې د هېواد او ملي ګټو په ضد يې ترسره کړل، بېشمېره او نه جبرانېدونکي دي. مسعود او رباني چې د غدۍ مشري کوله، تر هر څه لمړی يې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په انحلال لاس پورې کړ. په دې اړه، د نجیب د حکومت له زوال څخه مخکې، رباني په وضاحت خپله غوښتنه په پاکستان کې د امريکا سفیر ته څرګنده کړې وه او ورته ویلې يې و چې افغان وسلوال ځواک باید منحل شي. (۷) د ملګرو ملتونو د سولې د پلان په شڼډولو، د کارملي پرچميانو په مرسته، مسعود د بگرام، چاریکار او نورو شمالي ولایتونو لکه کندز او تخار  ټوله درنه او سپکه اسلحه د سکاټ او مهماتو د زېرمو په گډون پنجشیر ته ولېږدولې او د امنیتي قواوو پرسونل یې خلع سلاح او قدرت کړ. وروسته یې په کابل کی د سقیله سلاح او مهماتو په چور پیل وکړ. خپله ملېشه یې پدغه اسلحو پوره تجهیز کړه او پاتې اسلحه  یې پنجشیر ته ولیږدوله.

د نوموړي د ملېشو څخه ملکي دولتي شتمنۍ هم خوندي پاتې نشوې. د دولتی ادارو لکه وزارتونو، ریاستونو او مدیریتونو ټولې منقوله شتمنۍ لکه موټر، مېز،څوکۍ، کوچ، فرش او داسی نور په ډیره چټکۍ چور او تالا شول. د بی بی سی ژورنالیست ویلي چې په ۱۹۹۲ کال د می په میاشت کی ده په خپلو سترگو ولیدل چې د جمعیت ملېشه د ارگ په چور اخته وو، دوی به ارگ ته ننوتل او له هغې خوا به د  قالینو او داسې نورو شیانو سره راووتل.(۸)
د دولتي شتمنۍ د تالا کولو څخه وروسته، مسعودیانو د ملکي وګړو په لوټ، بې عزتۍ او سپکاوۍ پیل وکړ. د آمر صاحب شهید! مجاهدینو! د کورنو په چور او په پای کی حتی د کورنو په نړولو سره د دروازو، کړکیو، د چت د تیرونو او برقی مزو په غلا پیل وکړ. د مسعود داسې قومندانان، چې نېغ د ده تر قوماندې لاندې وو، په چور، غلا، وژنو، انسان تښتونې او په ښځو باندې په تېري کی ښکېل  وو . د دغه قومندانانو څخه یو قسیم جنگل باغ وو چې په مکرویان او وزیر اکبرخان مېنه کې د ښځو په بی عزتۍ، د کورنو په لوټ او انسان تښتونې کې بېشمېره جنایتونو کړي دي. (۹) په مکرویانو کی د مسعود یو قومندان د خپلو شل تنه ملېشو سره د يوې دیارلس کلنې نجلۍ چې ناهید نومېده کور ته ننوتل، لمړی یې د نجلۍ دولس کلن ورور وویشته او ورپسې یی د نجلۍ بابا، پلار او مشر ورور شهیدان کړل. ناهید د دغه ځناورو څخه د خلاصون په بدل کې مرګ قبول کړ او د شپږم پوړ نه یې ځان ښکته واچوه او شهیده شوه. د شورای نظار په خپلو جنایاتو یو پښېمانه غړی وایي چې د شورای نظار قومندانانو به په ویاړ د خپلو جنایاتو په هکله کیسی کولې. د مسعود یو قومندان ویلي: ” زما کار حلالول دي. تر اوسه مې ۳۰۰- ۳۵۰ کسه وژلي. زه یو کور ته ننوتم. هلته مې په یو کوچني ماشوم سترګی ولګېدې. برچه مې  په خوله کې ورکړه. دا برچه یې داسې رودله لکه د مور تی، بیا می برچې ته زور ورکړ او تر ورمېږ مې یې تېره کړه  (۱۰).
مسعود سربېره پر دې چې یو  زندان یې په پنجشیر کې درلود، په کابل کې یې یو پټ زندان جوړ کړی و. پدغه زندان کې د ده د ملي امنیت ادارې، زندانیان په ډیره بېرحمۍ شکنجه او اعدام کول. سربېره په بېشمېره نارینه بندیانو ، پدې زندان کې څه باندې اتیا ښځې د کوچنیو ماشامانو سره یې بندي وې چې هره شپه به د ملي امنیت! د کارکونکو د جنسي تیري قرباني وې. په زندان کې د کارکونکو د وحشي کړنو له وجې ډېر ماشومان د خپلو میندو  په غېږ کې مړه شول. پدغه زندان کې  مستنطقینو انسانیت، اسلامیت او رحم نه پېژندل او د تحقیق په وخت کې د هر راز شنکجو، حتی په بندیانو باندې د مړیو غوښې او د انسانی فضله موادو په زور خوړلو څخه  کار اخیسته. په یوه پېښه کې د مسعود یو مستنطق د يوې حامله ښځې نه د تحقیق په پای کې د هغې کمیس په چاړه څیرې او ورپسې یی په چاړه د ښځی له گېډې ماشوم وایست او بیا یې مړ ماشوم د نورو مړو ماشامانو سره په رسۍ له بامه ځوړند کړ. دغه ښځې، چې چیغې یی په ټول زندان کی اورېدل کېدی، څو شېبې وروسته ساه ورکړه (۱۱).
په کابل کې د کورنۍ جګړې د پیل لویه وجه د مسعود خود غرضي او قدرت ته د رسېدو تنده وه. دی په خپله وینا کې په وضاحت وایي چې دا هېڅ د منلو نده چې جهاد! به دوی کړی وي او قدرت به بې پلوه ادارې ته سپارل کېږي. د دوستم ، منصور نادري، او کارملیانو سره د ده ایتلاف او کودتا ، کابل ته په خپل سر د خپلو ملېشو لیږل او د نورو تنظیمي مشرانو وړاندیزونو ته پام نکول، د دې سبب شول چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي. د کابل ورانول او جګړه لومړی مسعود د کورنیو چارو په وزارت کې د حکمتیار پر ملېشو په هوایي بمبارۍ پیل کړه. مسعود نه یوازی د حکمتیار سره بلکه د خپلو مخکېنیو متحدینو سره هم په جګړه کی ښکېل شو او جګړې ته یی قومي بڼه ورکړه. د ده د ځانپالنې له وجې په کابل کی د وحشت او بربریت فضا خپره شوه. نور نو د کابل د اوسېدونکو ژوند، ناموس او مال خوندي نه وو. د بېګناه خلکو د یو یا بل قوم په نامه وژل، د خلکو په سرونو کی مېخونه ټکول او داسی نور جنایات د رقص مرده په ګډون ترسره شول. د خلکو په ناموس تېری وشو. د دغه جنایاتو پایله د ۶۰۰۰۰ بیګناه خلکو وژنه، د هېواد د زېربناوو ړنګونه، د ملی اردو او ملی پولیسو انحلال، د کابل د اوسېدونکو، ګاونډ ولایتونو او هېوادو ته مهاجرت او د ټول کابل ورانول وو.
مسعود ( د روسانو او غربیانو له خوا مصنوعی جوړ شوی افسانوی قومندان) سره له دې چې ملېشې یې په راز راز پرمختللو وسلو سمبال وې، د طالبانو سره یې په کابل کی د جګړې جرئت ونکړ او د ۱۳۷۵ کال د تلې په پينځمه د پنجشیر په لور یې د درنو وسلو سره تېښته وکړه او بیا، تر څو یی چې وس و په کابل او د کابل په پاتې اوسېدونکو رحم ونکړ او د شمال نه یی کابل په توغندیو ویشتو.

د کابل څخه د مسعود له شړلو وروسته، طالبانو د واک چارې په لاس کې واخیستې او د اسلامي امارت اعلان يې وکړ. په دغه پېر کې د وګړو ناموس، مال او ژوند خوندي شو او په هغه سیمو کې چې دوی واکمن وو بشپړ امنیت راوستل شو، غلا، لوټماري، غصب، فساد او ملوک الطوايفۍ ته پای ورکړل شو، خو دوی د اسلام په نوم دومره افراطي چلند کو چې ساری يې په هېڅ اسلامي هېواد کې نشته و. طالبانو د هېواد ښځینه وګړو ته د زده کړې حق ورنکړ حال دا چې نه په پاک قران او نه په احاديثو کې داسې څه شته چې د دوی د زده کړې مخنیوی وکړي، برعکس، په قران مجید کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه د پاسه پینځه سوه ځله د پوهې او زده ګړې د ارزښت یادونه شوې او د پوهې خاوندانو، نارینه او ښځينه، ته ترجېح ورکړل شوې. (۱۲) نه په قران مجید کې او نه په احادیثو کې داسې څه شته چې یوازې نارینه دې علم او پوهه ترلاسه کړي. خو طالبانو د هېواد څه ناڅه پنځوس سلنه وګړي د خپل مشروع حق څخه محروم کړي وو حال دا چې علم د یو هېواد په وټه ییز، ټولنیز، او سیاسي او کلتوري پرمختګ کې حیاتي دی.

د طالبانو افراطي حکومت په وخت کې، ښځو نشوی کولی چې يوازې له کور څخه ووځي. د دوی د حکم پر بسنټ، کچېرې ښځې له کوره وځي، نو د کور یو نارینه باید ورسره مل وی. زموږ په جګړه ځپلي هېواد کې چې په میلیونو وګړو ژوند له لاسه ورکړی و، ډېرې کورنۍ بې سرپرسته پاتې وې ځکه چې خپل نارینه يې له لاسه ورکړي وو، نو د ورځنیو اړتیاوو د رفع کولو په لاره کې، د طالبانو دغه حکم د دوی ربړې او ناخوالې لا ډېرې کړې وې. د طالبانو دغه حکم هم د شرعیت پر بنسټ نه و ولاړ.د دغه آیت شریف څخه په وضاحت څرګندېږي چې د اسلامي حجاب په لرلو سره ښځه له کور څخه بهر وتلی شي: یایهاالنبی قل لازواجک وبناتک ونسا المومنین یدنین علیهن من جلبیبهن ذالک ادنی ان یعرفن فلا يوذین وکان الله غفورا رحیما. (۱۳) اې پيغمبره! خپلو ښځو، لورانو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې دوی حجاب پر تن کړي ځکه چې دا ډېره شونې ده چې دوی ته به د پاک لمنو او ایماندارو په سترګه وکتل شي او څوک به يې و نه ځوروي.
طالبانو د دیني او عصري علومو تر منځ انډول له پامه غورځولی و او د مدرسو شمېر يې دومره ډېر کړ چې که دوام يې کړي وی، اوس به په هر کور کې دوه درې ملایان وو. په اسلام کې د پوهې مفهوم نیوازې ديني زده کړې بلکې په پراخه کچه نور علوم هم افاده کوي. په قران مجید کې ۷۵۰ آیتونه د طبیعي پدیدو په اړه دي (۱۴) او د انسان څخه غوښتل شوي چې د طبیعت په اړه زده کړې او پلټنې وکړي. د یوې ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره، د ملا سربېره، د بېلابېلو علومو زده کړو ته اړتیا شته.
د طالبانو د افراطیت او جهالت یوه بله لویه بېلګه په بامیانو کې د بودا لرغونو مجسمو ورانول وو. سره له دې چې دوی مخکې فتوا ورکړې وه چې اوس په هېواد کې د بتانو عبادت نه کېږي نو دوی یې نه ورانوي، خو وروسته يې په ډېره سرتمبګۍ د ورانولو پریکړه وکړه. په دې اړه بېلابېلو هېوادونو د دوی څخه غوښتنه وکړه چې دا کار ونکړي، حتې د الازهر اسلامي پوهنتون څخه اسلامي پوهان او د اسلامي نړۍ د علماوو مشر علامه ډاکټر محمد یوسف قرضاوي کندهار ته لاړل او ملا عمر ته یې د مجسمو د نه ورانولو توصیه وکړه، خو دوی دغه جنایت ترسره کړ. (۱۵)
د طالبانو افراطیت نارینه وګړي جبري ږېرې پرېښودو ته اړ ایستل. انټرنټ او تلویزون يې منع کړي وو او زموږ هندو او سېک وطنوال يې دې ته اړ ایستلي وو چې په خپلو جامو ژېړه ټوټه ونښلوي. دوی هم د خپل افراطیت، سرتمبګۍ او جهالت ښکار شول او حکومت يې د ۱۳۸۰ کال د لړم په درویشتمه نسکور کړل شو.

د طالبانو د حکومت ځای ناستي د دموکراسۍ ډنډورې پیل کړې او ځان يې د دموکراسۍ اصولو ته ژمن وبللو خو په دغه برخه کې، په تېره بیا د بیان او مطبوعاتو په آزادۍ کې یې دومره افراط ته مخ کړ چې د دموکراسې نوم يې بد کړ. د بیان او مطبوعاتو آزادي د دموکراسۍ یو مهم اصل دی، خو په هر دموکراتيک هېواد کې دغه آزادیو ته پولې ټاکل شوي او که څوک د دغه پولو څخه ها خوا ګام واخلي، د قانون سره سم مجازات کېږي. د بېلګې په توګه، په انګلېستان کې، د ملي مسلو په ضد سربېره، داسې خبرې او خپرونې چې خلک پاروي، ګډوډي رامنځته کوي، عامه نظم خرابوي، چا ته په کې ګواښ کېږي او یا مذهبي او یا توکمي تعصب پکې نغښتی وي غېر قانوني دي. په امريکا کې د چا د بدنامۍ په موخه خبرې او لیکنې، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره درواغ ویل، داسې خبرې چې بلوا رامنځته کوي او د جګړې په وخت کې داسې خبرې چې عسکري خدمت ته د خلکو نه ورتګ ډوماري، منع دي. همدې ته ورته په ټولو هېوادونو کې د بیان او مطبوعاتو آزادي خپل حد لري. خو په افغانستان کې د ۱۳۸۰ کال راپدیخوا، دغه آزادي په بشپړ ډول، د هېواد د ملي ګټو په بیه، مطلقه او بې پولې ده. د ملي یووالي په ضد په لویه کچه ښکاره خبرې کېږي، داسې خبرې چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ګواښي، هره ورځ اورېدل کېږي، د قوم او توکم په ضد د تعصب څخه ډکې ویناوې کېږي، داسې ویناوې او لیکنې چې ملي ارزښتونه زيانموي په تلویزونونو او ورځپاڼو کې خپرېږي. ملی څېرو ته سپکاوی کېږي، زموږ د فرهنګ او کلتور د کمزورېدو په بیه، پردۍ ژبو او فرهنګ ته وده ورکول کېږي.

یو د هغه کسانو څخه چې په ښکاره د ملي یووالي، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا، ملي څېرو او په هېواد کې د لوی قوم په ضد ویناوې او فعالیت کوي، لطيف پدرام دی. نوموړی په یوه مرکه کې وايي چه افغان نه دی، د افغانستان نوم نه پېژني او کچېرې په تذکره کې د افغان کلیمه لیرې نشي، نو وسلې ته به لاس کړي. (۱۶) دلته نوموړي نیوازې ملي هويت ته سپکاوی کوي بلکې د نظام په ضد د جګړې ګواښ هم کوي. په یوه بله وینا کې کې په خپل او نورو قومونو د خود مختارۍ غږ کوي. بل ځای وايي که د افغانستان نوم په خراسان بدل نشي، دی به د بدخشان خپلواکي اعلان کړي. (۱۷) په یوه بله وینا کې، نوموړي په ډېره بې شرمۍ د امان الله خان سپکاوی کوي او داسې څه وايي چې یو اوباش، لچک او د څلورو شرعي عیبو درلودنکی پرې شرف لري. (۱۸) پښتون قوم ته تل سپکې سپورې وايي. د نوموړي په هره وينا کې، ملي خیانت، تعصب، ملي نفاق، او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا په ضد خبرې نغښتې دي، او په نېغه د هېواد د اساسي قانون سره په ټکر کې دي، خو نه د کرزي حکومت او نه اوسني حکومت داسې څه وکړل چې نوموړی محکمې ته کښ کړي.
مجیب رحيمي د افغانستان نوم نه مني او وايي چې د غه نوم د انګلیس استمار اېښی دی. په دې اړه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د کابل د پاچاهي بیان په نوم يو کتاب، چې یو انګرېز لیکلی، یادوي. نوموړی که څه هم ځانته ډاکتر ووايي، خو حتې د یو نالوستي اخلاق ورسره نشته. نوموړی په ډېره بېشرمۍ نیوازې دروغ وايي بلکې د دغه کتاب منځپانګه تحريفوي او د لیکوال د ماموريت موخې په اړه هم سوچ درواغ وايي. کچېرې په یو بل دموکرات هېواد کې دغسې تنګ نظره سړی د عامه اذهانو د مغشوشولو لپاره درواغ ووايي، سمدلاسه به محاکمه شي.
همدې ته ورته يو شمېر نور کسان لکه احمد بهزاد، حفیظ منصور، همایون همایون د ملي ګټو په زیان په وار وار خبرې کړې، خو حکومت ټولو ته چوپ پاتې دی.
تلویزوني شبکې چې د تمویل منبع یې له بهرني هېوادونو کېږي په ښکاره د ملي ګټو او د هېواد د کلتور، ژبو او قومونو په ضد خپرونې خپروې. د طلوع، تمدن او نور تلویزوني شبکې يې یوازې درې بېلګې دي چې تش په نامه ایراني پلوه سیاسي کارپوهان پکې د هېواد او اولس په زیان او د ایران په ګټه تبلیغات کوي. نطاقان يې په ډېره بې شرمۍ په ایراني ژبه داسې خبرې کوي چې سړي ته شک پېدا شي چې دا ایراني تلویزوني شبکې دي یا افغاني.
د افغان حکومت د رسنیو او د بیان په آزادۍ کې د افراط پایلې هېواد ته ډېرې زیانمنونکې دي چې کچېرې سمون پکې را نه ولي، د هېواد ملي يووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته به نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.
په تېرو څلوېښتو کالو کې بېلابېلو حکومتونو په خپلو کړنو کې د افراطیت څخه په کار اخيستنه، نېوازې هېواد او اولس د تباهۍ سره مخ کړ بلکې پخپله خپل زوال ته يې هم لاره هواره کړه. د اوسني نظام برخلیک به هم همداسې شي کچېرې د قانون سره سم د رسنیو او د بیان آزادی څخه د ناوړه کار اخیستنې مخه و نه نیسي.

(۱) https://youtu.be/2EZpP2hFbP4
(۲) https://youtu.be/SmQ0Hh5ZUy0
(۳) ، (۴) https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1966079336760058&id=1019086274792707
(۵) https://youtu.be/z29T5rFkJwY
(۶) https://youtu.be/n4ec4kBzpNA
(۷) Doomed In Afghanistan: A UN Officer’s Memoir of the Fall of Kabul and Najibullah’s Failed Escape; Phillip Corwin, Rutgers University Press, New Jersey 2002,  ۴۳۱ پاڼه
(۸)،(۹)،(۱۰) Human Rights Watch. “Blood Stained Hands: Past atrocities in Kabul and Afghanistan’s Legacy of Impunity.” 2005. Accessed at: www.hrw.org/
reports/2005/afghanistan0605/afghanistan0605.pdf
(۱۱) Afghanistan’s is intoxicated with violence’, Swiss Review of World Affairs, Mustafa Danech,  ۳۷،۳۸پاڼه
(۱۳) https://www.minhaj.org/english/tid/8535/Women-Education-in-Islam-article-by-dr-raheeq-ahmad-rahiq-ahmed-abbasi-nazim-e-aala-mqi-minhaj-ul-quran.html
(۱۳) قران شريف: د الاحزب سوره، ۵۹ آیت
(۱۴) https://en.m.wikipedia.org/wiki/Islamic_attitudes_towards_science
(۱۵) http://rohi.af/fullstory.php?id=36766
(۱۶) https://youtu.be/1vwUm13rEZc
(۱۷) https://youtu.be/djuBvvq9m5M
(۱۸) https://youtu.be/Ti0iZW70VOo

279 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *