Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو لپاره د سولې تر ټولو ښه وخت | ودان روښان

هسې خو هر وخت د سولې له پاره ښه وخت دی څومره چې ژر وي هغه ښه وخت دی، چې د یو انسان د وینې تویېدو مخنیوی وشي هغه ښه وخت دی، چې یو شیبه انسان یا انسانان د ډاډ او امن احساس وکړي، په مادي معیار یې بیه نه شي اټکلېدی خو د مطلب سرلیک اړوند یې که ووایم د ټول افغان ولس له هغې ډلې د طالبانو له پاره همدا اوس پر څولاملونو چې لاندې به یې یادونه وشي د سولې تر ټولو غوره وخت دی:

لومړی خو د طالبانو هغه غوښتنه او هیله دادی پوره شوې چې دوی ویل له امریکا سره خبرې کوي، ښایي ځینو به داسې انګیرله چې امریکا به کله هم طالبانو سره خبرې ونه کړي چې له تردید پرته دا دهغو لورو غوښتنه وه او ده چې سوله ییز افغانستان نه شي زغملی، خو اوس دادی دغه خنډ لرې شوی دی. په دې کې شک نه شته چې امریکایانو او طالب استازو لا ډېر پخوا ( په۲۰۱۱کال کې) یو بل سره پاتي پاخه کړي وو. د امریکایانو(د المانیانو او قطریانو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن او د ملاعمر استازي طیب اغا ترمنځ ) کله په اماراتو، کله په جرمني او کله په قطر کې خبرې شوې وې چې هغه وخت د خبرو لا نور پرمختګ او دباور چاپېریال جوړولو په موخه امریکایانو له ګوانتانامو زندانه د طالبانو واکمني لوی درستیز ملافاضل، د کورنیو چارو وزیر او د هرات والي ملاخیر خیرالله خیرخوا، د بلخ والي ملانورالله نوري، د استخباراتو مرستیال رییس عبدالحق وثیق او مولوي محمدنبي  پنځه طالب مشران د امریکایي خوردظابط بوبرګډال په بدل کې خوشې کړل. خبرې ښې روانې وې، خو هغه وخت پخواني ولسمشر حامد کرزي لکۍ ډانګ کړه (۱)او دا یې د ځان پرضد د امریکایانو دسیسه وبلله او امریکایانو ته یې د شمالۍ شرطونه وړاندې کړل چې همغو نه پوره کېدونکو شرطونو خبرې پر اوبو لاهو کړې او غمیزه نوره هم اوږده شوه. له هغه راهیسې زرګونه ککرۍ خاورې او ډېرې وینې تویه شوې. خو د هغو او اوسنیو خبرو توپیر دادی چې هغه خبرې پټې او اوسنۍ بیا ښکاره او ډانګ پېیلې دي چې مرکچیان یې هم مالوم دي. د خبرو له پاره ځکه دغه وخت مناسب دی چې امریکایان د بل هر وخت په پرتله دافغان سولې له پاره جدي ښکاري او د جدیت نښه یې هم داده چې ددغو خبرو له پاره یې په خټه افغان وتلی دیپلومات زلمی خلیل زاد غوره کړی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اوس اوس د افغان سولې بهیر له پاره د زلمي خلیل زاد غوره کول د امریکا لومړیتوب په ګوته کړی او ویلي یې دي چې ښاغلی خلیل زاد سولې ته د رسېدو په لار کې تر ټولو غوره کس دی چې په وینا یې هغه( خلیل زاد) په افغانستان کې زېږدلی، لوی شوی او په هغه هېواد کې د کار تجربه لري.  له دې داسې ښکاري چې امریکایان د سولې له پاره د پخوا په پرتله ډېر لیواله ښکاري نو باید له دغه حالت د منفي اخیستې پرځای غوره ده چې مثبته اخیسته وشي. وړاندې تر دې چې امریکایان له خپلې دې ارادې واوړي لکه یو ځل چې پخوا اووښتې وو او په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو شمېر له سل زرو هم لوړ کړی و، غوره به وي چې طالبان همدا اوس د لازیاتو وینو تویېدو مخه ونیسي.

د سولې له پاره د اوسني وخت بل ښه والی په دې کې دی چې که طالبان اوس سوله ونه کړي د ولس ترمنځ خپل ملاتړ له لاسه ورکوي دا ځکه چې اوس خلک له جګړې تر وروستۍ کچې ستړي شوي او که څوک لاهم بې دلیله پر جګړې ټینګار کوي د ولس له کرکې سره مخ کېږي ځکه ولس دې پایلې ته رسېږي چې طالبان جګړه د سولې له پاره نه بلکې د جګړې له پاره کوي په تېره چې اوس ولس هم خبر دی چې افغان دولت او امریکا په رښتیا سره سوله غواړي، د امریکا د سوله غوښتنې ثبوت هغه ډول چې یادونه وشوه ددغه بهیر له پاره یې د خلیل زاد په شان ځانګړی استازی ګومارلی او ولسمشر محمد اشرف غني خو لا دا هم ویلي چمتو دی چې د سولې په لار کې خپل سر قرباني کړي. اوس که طالبان سوله نه غواړي او پر جګړې ټینګار کوي په ولس کې خپل اعتبار نور هم له لاسه ورکوي.

طالبانو ته د سولې له پاره د واسني وخت غوره والي بل دلیل دا هم کېدی شي چې اوس طالبانو ته د بېلابیلو لورو لاسونه رااوږده شوي که پخوا طالبانو یوازې له پاکستان(پوځ او ای اس ای) سره اړیکې درلودې اوس روسانو ایرانیانو او نورو پټو او ښکاره لورو له طالبانو سره ګوتې پټې کړي او لرې نه ده چې طالبان په روسي، ایراني، پاکستاني او نورو وویشل شي چې په دې توګه به طالبان له یوې واحدې ډلې پر څو دلو وویشل شي چې دغه حالت له هر ه اړخه د طالبانو په زیان دی.

بل حالت دا هم کېدی شي چې طالبان د یوې ډلې په توګه د پاشل کېدو تر څنګ د نورو ډلو راپورته کېدو او ددوی ځای نیولو له ګواښ سره هم مخ دي، داسې ډلې چې په پوځي ډګر کې به طالبان وننګوي لکه داعش او نور. په دې توګه ویلی شو وړاندې تر دې چې داعش او نورې ډلې طالبان د جګړې په ډګر کې وننګوي او ښایي ماتې ورکړي نو غوره به وي چې همدا اوس د سولې پر ټغر کیني، ځانونه، ولس او هېواد له اوږدې غمیزې راوباسي.

د سولې له پاره طالبانو ته د اوسني وخت غوره والي بل دلیل دا هم دی چې د اوسني دولت وخت کم پاتې دی او له تردید پرته چې اوسنی دولت ځکه سولې ته ډېر لېواله دی چې وکولی شي د واک په دې پاتې لنډه موده کې په هېواد کې د سولې ټنګښت ویاړ پر خپل نوم کړي او دا به یې ستره لاسته راوړنه وي. د بل یانې راتلونکي دولت پرځای که همدغه وي یا هم نورکسان، له منطقي پلوه هم اوسنی دولت همدا اوس سولې ته لیواله دی ځکه که بل دولت راشي ښایي داسې وګڼي چې پنځه کاله وخت لري او د سولې له پاره به د خپلو شرطونو غوښتونکی وي او اړتیا به نه ويني چې په سوله کې له خپلې راتلونکې پنځه کلنې واکمني تېر شي خو د اوسني دولت بیخي لږ وخت پاتې دی او د خپلې واکمني کومه پروا نه لري ځکه چې هسې یې هم وخت پوره دی ګوره چې بل ځل یې ګټي او که نه؟ نو طالبانو ته غوره ده چې له همدغه دولت سره د سولې په اړه هوکړې ته ورسېږي او څومره چې د سولې بهیر ځنډېږي د طالبانو په ګډون د هیچا په ګټه نه دی خو د سولې په ځنډېدو کې به تر ټولو ډېر زیان طالبان وګالي.           

۱ – ستیو کول، د اس ریاست ۶۱۳ مخ

1,733 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2