Categories

اعلان

Loading…

بیعــت اوملــوکــیت | محمد انورولید

۱۳۹۷ لمریزکال ـ د تلې لومړۍ نېټه

نظامونه عموماً دوه ډوله دي: الهي نظام، بشري نظام.

په الهي نظام کې د هستۍ اونېستۍ هرڅه په الهي قدرت کې را نغښتي دي، ځکه د (کُن) او(فیکون) ټول واک، اختیار، له همغه یوه بې سیال اوبې مثاله لاشریک رب (ج) سره مقدردي چې د هستۍ اونېستۍ د م او قدم یې په خپل قدیم علم سره لومړی په بِلاکیف شکل محاسبه اوبیا یې له نېستۍ څخه هست کړي او پیدا کړي، خو د علت اومعلول د ورکړي خصلت په سبب یې بېرته نابودولی هم شي چې د دې نظام په تکویني اموروکې انساني ځوځات هېڅکله هم ګوتې نه شي وهلی او نه یې پر وس پوره ده، ځکه انسان خپله یوعارضي مخلوق دئ چې یوازې د خپل سالم عقل، علم اوحیاء د جوهر لرلوپه صورت کې تجلی پیدا کولی شي، او که دا ورسره نه وي، انسان به تل د تېر په څېر د ضلالت اوګمراهیو ښکاروي.

د کائناتو د نظام، د ستوریزو او لمریزو نظامونو او د لویو سماوي اجرامواو کتلو حرکت او محوري ثبات، شپو، ورځو، میاشتو، کلونو، وچو، بحرونو، ورېځو، بادونو، واورو، بارانونو، او همداسې په ځمکه کې د ډول ډول خزوو، سرخسونو، نباتاتو، حیواناتو، مرغانو، حشراتو، بحري ژوو او انسانانو پیدایښت، ژوند، حرکت، سکون او مرګ ټول هغه الهي درسونه دي چې عاقل انسان د خپل مجازي نظام جوړولو لپاره په ځینو ظاهري برخوکې د الهي ارشاداتو په رڼا کې ځانته د تاریخ په هره مقطع کې ځانګړي بشري نظانونه ترې زده کړي او جوړکړي دي.

په دې معنا چې عاقل اوعالم انسان د ادب په چوکاټ کې له الهي نظام څخه زده کړې کړې، هغه بېلګې یې په خپلو نفسونو اوله نفسونو ورآ خوا په نوروهستیوکې محسوسې اولیدلې اوخپل نظام یې هغوته ورته داسې ترې جوړکړی چې هرواحد یې په مسؤولانه توګه ترخپلې اغېزمنې ساحې پورې په ژوندۍ او رغنده بڼه متوازنه اوخوندي پرې ساتلی.

د بېلګې په توګه : انسان پاس په آسمان کې ستوریزنظامونه کتلي، د هغوی اقمار، ثوابت اوسیارستوري یې کتلي، د هغوی د جاذبې تیف یا ساحې یې پېژندلې، محوري ثبات یې پېژندلی اوبیا یې پردې باندې خپل فکري تمرکزجاري ساتلی چې دوی د کومووجوهاتوله کبله پرخپلومدارونوباندې چورلکونه خوري اوولې یوله بل سره په تقا بل اوټکرکې نه لوېږي ؟

همدې ته ورته د شاتود مچیو، مېږیانو، زاڼواود ټولنیزژوند لرونکونوروهستیو نظامونه یې کتلي، د هغوی د یووالي، زیار زحمت، د کارد تقسیم، متانت، عزم، ذ خیرو جوړولو، دفاعي سیستمونواونوروخصوصیات یې کتلي تجربې یې ورباندې ترسره کړې، د هغوی تکثر، تولد اوتناسل یې مطالعه کړی، له هغوی یې زده کړي، یاد کړي یې دي، پندونه عبرتونه یې ترې اخیستي او بیا یې خپل نظامونه رغولي دي.

خوپیغمبري نظامونه بیا داسې ووچې په هغوکې د الهي فرمانونوپه رڼا اود عقل، علم، تعادل، حقوقواوانصاف په موجودیت اوانساني ټولنې په حقیقي توګه د ادب په چوکاټ کې سره راټوکېدلې اوټولېدلې. ځکه هلته عاقل اوبالغ انسان ته د خپلې وجیبې اوفریضې له مخې انساني اوالهي دوه مسؤولیتونه ورپه غاړه وو، چې په عادلانه تعمیل کې یې مکافات په عقیده وي شکل محسوسول او په سرغړونه کې یې د مجازاتوحدودوته پام ؤ. دا ځکه دهغوپیغمبري ټولنوباوراویقین په داسې ایمان کې را نغښتی ؤچې هم یې له خدایه وېره لرله اوهم یې خپل یو رب ته تمه لرله.

خوپه دغونظامونوکې د الهي نافرمانیوپه صورت کې ځینو انساني کړیو عدول اوانحراف هم کړی اود خپلې هوا اوهوس له غوښتنوسره سم یې د انساني فطرت خلاف داسې غیرذمه وارنظامونه جوړکړي چې په هغوکې له خپلوشخصي ګټواوځاني عزت النفس پرته د حق الله اوحقوق العباد و رابطې اود هغودواړورابطوتعادل ته له سره په کې پام نه شته اودواړه رابطې یې د خپل طاغي اوسرکشه نفس له وېرې په بډه په کې وهلې دي چې موږ یې دلته د کنعان، عادیانو، ثمودیانو، نمرود یانو، فرعونیانو، د روم اوفارس امپراتوریواوغربي اوشرقي بلاکونوښکاره تاریخي بېلګې یادولی اوپه ګوته کولی شو.

په کوم نظام کې چې حقوق مطرح نه وي، تعادل اوانصاف وجود ونه لري، هلته بیا د حق اوباطل ترمنځ حتماً ټکراوتصادم منځ ته راخي، په ټکراوتصادم کې مرګ ژوبلې پېښېږي، بشري ټولنیز ژوند ته ګډوډۍ او ستونزې پیدا کوي، د نظام موده یې لنډېږي، نظام په ټوټواوتوکړوسره وېشي اوبلآخره نظام ړنګېږي اوپرځای یې د ځنګل قانون چلېږي، چې هغې ته بیا انساني اوبشري قانون نه ویل کېږي. ځکه انساني قانون خوهغه دی چې د ټولوانسانانوخدای ورکړي حقوق په فردي اواجتماعي لحاظ په کې ژوندي اوخوندي وساتل شي.

اود ځنګل قانون بیا همغه دی چې تل به زوروررا پاڅېږي او کمزوري به په کې خوري. خپلې ګېډې اود خپلوبچیانوګېډې به ورباندې ډکوي. خپل ځان اوخپل بچوڼي به ورباندې چاغوي. د مظلوم له ساړواسوېليوڅخه به خپله ناروا سا اخلي. د کونډو، یتیمانواومزدورانوپه تړموتړمواوښکواووینوباندې به د خپل ژوند بېباکه ګاډی چلوي. خپل ژوند به د نورو په خوړلواونابولوکې لټوي. نوربه له خپل خدای ورکړي ژوند څخه د ځمکې پرمخ محروموي اود ځمکې مخ، بر، بحراوهوا به د خپل ځان ملکیت ګڼي. د یوداسې وضعي قانون پربنیاد به پرټولنو، ؤلسونو، هېوادونواوپردیوځمکوباندې حکومت کوي چې مواد یې ټول د همغه خود ساخته وضعي قانون د واکمن په ګټه جوړشوي. نورټول د واکمن پروړاندې مسؤول  اومحکوم بلل شوي وي، خویوازي ټولواکمن په کې غیرمسؤول، واجب الاحترام اوسپین بازبلل شوی وي.

کله چې انسان دداسې خپلسري واک دې مرحلې ته ورسېږي، همدغه ملوکیت دي، ځکه چې له الهي قانون سره په ټکراو تصادم کې دئ. اوټکراوتصادم هم هغه مهال منځته راځي چې له حق څخه تمرد اوسرغړونه وشي، کتمان د حق وشي، اوحق د خپل ځان د تثبیت او موجودیت له پاره د باطل په وړاندې تبارزوکړي اوپه وړاندې یې په واکمنه توګه د باطل پرځای ودرېږي.

د حق او باطل ترمنځ تقابل له همدې ځایه پیلېږي او دغه ډول مبارزه به ترهغو پورې دوام مومي ترڅوچې حق پر باطل، او یا هم باطل پرحق باندې بری حاصل کړی.

 په داسې حال کې چې انسان پرته له کوم قید اوشرط څخه حُرپیداشوی، نود ځمکې پرمخ د داسې ژوند کولوحق هم لري چې هلته دده سر، مال اوناموس ټول خوندي وي. هلته انساني مینه اواُلفت موجود وي. هلته انسان د انسان غلام اوبرده نه وي. هلته د انسان په وړاندې د انسان حیثیت، وقاراوهویت خوندي اودرناوی یې موجود وي.هلته یوانسان د بل انسان پراوږودغلامۍ اوبرده ګۍ ژغ وراېښی نه وي. هلته واکمنان د لوېدلیواوخاموشوخلکوحقیقي نماینده ګان اوخا د مان وي، نه باداران. ځکه واکمن ټول شپانه او رعیت یې رمه ده چې د لوږې، تندې، جوړې، ناجوړې اومرګ ژوبلې ذمه واري اومسؤولیت یې ټول د شپانه پرغاړه دئ.

که شپونکي خواوږي، صادق اومسلکي وي، رمه به تل ورسره روغه، سلامته، خوندي اوپه ګېډه مړه وي. اوکه شپونکی خائن اود لېوانوانډ ېوال وي، نوبیا د رمې د سلامتیا اوخوند یتوب ضمانت هېڅکله هم نه شته. خوکه په داسې حال کې څوک له عملي صادقانه ګامونو پورته کولو پرته یوازې تش په نامه شعارونوسره د رمې د خوند یتوب ضمانت کوي، هغه بیا د خرس د تلک یوبل دام دئ چې رمې ته اېښودل کېږي.

همد لته ده چې د راعي اومُرّعي په مسئله کې باید له ډېرپام اوخورا د قت څخه کارواخیستل شي ترڅوراتلونکی نظام له ټولنیزمحوري سیستم څخه د شخصي ملوکیت په محورباندې چورلکونه ونه خوري. ځکه د انساني خلقت اساس اوبنیاد هم پرهمدې اېښودل شوی ؤچې د عالمونو رب له خپلوملائکو سره لومړی پرې مشوره وکړه، وروسته یې د خپلې صُنعې ( حضرت آدم علیه السلام ) د خدای ورکړي علم اوکمال خوله د نومونو په اخیستلو ورته پرانستله چې د الله تعالی د دغه بعینه مشهود ثبوت ( حضرت آدم علیه السلام ) په وړاندې د ملائکودلائل پیکه اوبېځوابه پاتې شول اود انسانیت د تعمیري نظام لومړنۍ عاقله، عالمه اوله حیاء څخه ډ که خښته یې له نفس اوشیطان سره د مبارزې په موجود یت کې ورباندې کېښود له، چې پراساس یې د ځمکې واک اختیارهم حضرت آدم (ع) ته ورکړ.

ځکه د حق اوباطل ترمنځ د مبارزې په دغه بهیرکې د انساني مسیرجهت د حقوق الله اوحق العبد په محدوده کې د عقل او علم په رڼا کې معلوم اووټاکل شو. خودغه نصب العین د ټولوپیغمبرانو( ع ) آن له حضرت آدم (ع) څخه بیا ترحضرت محمد مصطفي (ص) پورې یوؤ. ځکه ټولو په توحید، میعاد اورسالت دری واړوباندې عقیده لرله اوهریوه یې یوداسې نظام د خپلوامتونو له پاره د الهي ارشاداتواوخپل نبوي بصیرت، سیرت اودرایت په رڼا کې له انساني روا غوښتنواواړتیاووسره سم یوداسې نظام جوړکړی ؤچې هلته به ټول الهي اوانساني حقوق په کې په متعادله توګه ژوندي اوخوندي وو.

هو! د ټولوپیغمبرانو(ع) اجمعین سیاست په همغه ډول نظامونوکې را نغښتی ؤچې مبدأ یې په عبادت باندې را پیل شوې  اوهدف یې کاملاً دالهي اوانساني رغنده رابطې ترمنځ پرتعادل ساتلوباندې را ټول ؤ. ځکه چې پرته له تعادل ساتلوڅخه د حقوقوتثبیت اواستقرارامکان نه لري، کله چې حقوق له پامه وغورځول شي، ورسره سم انساني نظام ته د بې باوریو له امله صدمه رسېږي، کاواکه کېږې اوبلاخره له منځه ځي.

همدلته ده چې مطلق العناني اوملوکیت د ځمکې پرمخ د جبر( زر، زوراوتزویر) تورسیوری غوړوي، الهي اوانساني نظام ترپښولاندې کوي اود خدایتعالی پرمخلوق باندې د خپلې هوا اوهوس ناروا اومردودې غوښتنې په زورباندې تحمیلوي چې هغه بیا هېڅ حُرانسان اوسلیم عقل ته د منلو نه دي.

په انساني ټولنیزومظامونوکې ملوکیت مردود ګڼل شوی، ځکه په ملوکیت کې ټول انساني اواسلامي ارزښتونه له منځه ځي اوملوکیت د ټولو بدمرغیو زیږنده دی چې د مردود تابعیت اوله هغه سره بیعت کول له همدې امله شرعاً ناروا دئ.

نن سبا د نړۍ په اکثروهېوادوکې همدغه ډول نظامونه حکمفرما دي چې خپل ژوراغیزیې پراسلامي نړۍ باندې هم غورځولی دئ، ځکه اسلامي نړۍ زیاتې طبیعي شتمنۍ اوبډایې زېرمې لري، خود خپلوشتمنیواوزېرموواک اختیاریې د خپلو بېوسیو له امله په لاس کې نه شته. دوی مجبوردي چې د پردیوپرمختللو تکنالوجیوترقوماندې لاندې خپل سیاسي حرکتونه اومالي امکانات د پېش شرطونواوسود قبلولو په بدل کې پرځان باندې ومني.

خو په اسلامي نړۍ کې دا داسې نظامونه دي چې له خپلو جغرافیو څخه بهر په بل ځای کې د اسلامي ملتونوله خوښې پرته د نورو له خوا ورته طرح شوي، چارواکي یې له بهره ورباندې تپل شوي او تحمیل شوي دي، خو د چارو واګې یې ټولې له نورو سره وي. پردي نیواکګرتل په نیول شویوسیموکې اوبه خړوي، خلک یوله بل سره په کورنیواوسیمه ئیزو لانجواوجګړوسره اخته کوي او دوی خپل کبان په کې نیسي، هغوی په نیول شویو سیمو اوهېوادوکې هېڅکله هم سوله، ثبات اوامنیت نه غواړي، ځکه که سوله، ثبات او امنیت په کې راشي، نو دوی ته بیا په نیول شوېوسیمواوهېواد وکې د پاتې کېدوهېڅ پلمه  نه پاتې کېږي. پرکاواکه اوغریبوهېوادوباندې له بهره تپل شوي چارواکي خپلې ملي شتمنۍ د څو روپیو په بدل کې په نورو باندې لوټ کوي، ځکه خوملي محوره باور، امنیت، سوله او ثبات په کې نه شته او ورځ تر بلې دغه ډول ملتونه له خپلو حکومتونوڅخه فاصلې نیسي.

یزید هم همدغه ډول یومیراثي ملوکیتي حکومت جوړکړی ؤ چې له خلکو یې په زر، زوراوتزویرسره یوازې د خپل ځان د عیش اونوش له پاره ناروا بیعتونه اخیستل چې د یهودو په رهبرۍ اوملاتړسره یې د نبوت خاندان ته د پای ټکی پرې کېښود، د آنحضرت (ص) لمسیان یې څوک په زهرو او څوک د شمر په لاس په ډېرمظلومانه او بېرحمانه شکل په شهادت ورسول اود الله (ج) دین اوآئین یې ترخپلو پښو پرې لاندې کړ. له همدې کبله له ملوکیت سره بیعت کول ناروا او مردود ځکه بلل شوي دي چې ملوکیت په اسلام کې نه شته.

ځکه د ځمکې پرمخ لومړنی خلیفه حضرت آدم (ع) د الله (ج) له لوري ټاکل شوی اودا لړۍ باید همداسې ترقیاته پورې جاري وساتل شي. په نبوي خلافت کې د جبراو زورامپراتورۍ او ملوکیت ځای نه لري، نو بیا دداسې ناروا نظامونود جوړولو څه حاجت دئ چې بنیاد یې په ظلم او ناروا سره اېښودل شوی دي اوله ظلم او ناروا سره بیا بیعت کول یوه بله نه جبرانېدونکې کبیره ګناه ده چې بیې او بدې پایلې یې روانې مرګ ژوبلې، تلپاتې دښمنۍ اونا څرګند برخلیکونه دي.

پس اې اسلامي نړۍ ! اې د اسلامي نړۍ مسلمانانو! اې د اسلامي نړۍ چارواکو! تاسې ولې په لوی لاس د یزید او یزید یانولاره خپله کړې ؟ په هغې کې موڅه لیدلي ؟ اود راشده خُلفاء ووله لارې څخه ولې منکراوهغه مو پرې اېښې ده ؟

د د بشري تاریځ په اوږدو کې دانسانانو دا په مېلیونونواومیلیاردونومالي اوځاني قربانۍ خود نفساني هوا اوهوس له پاره نه دي ورکړشوې، بلکې دا قربانۍ ټولې د یوه برحق رب او یوه الله ددین د استقراراواعلای کلمة الله د لوړولواو په عالم بشریت کې دحق اوحقیقت د ثبوت او پرځای کېدوله پاره دعدالت برقرارولو په موخه  ترسره شوې دي چې درناوی یې د هرمسلمان خپله دیني فریضه او وجیبه ده.

زه له ټولوریښتینومسلمانانوڅخه تمه لرم چې یوازې د الله (ج) ددین په خاطرد اعلای کلمة الله د لوړولوپه خاطرپه یوه غږ، یوه لاس او یوه قومانده یو بل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړي، لوېدلي له ځانه سره را پورته کړي اود الله (ج) دغه خوښ کړی دین نوردکفارود ذلت اورسوایۍ له کرغېړن سیوري څخه په ګډه را وباسي ترڅوخپل تېر برم اوعظمت ته له سره وروګرځواود کفاروله شوموتوطئیواوغلامۍ څخه پرې خلاص شو. زموږ ټولود نجات لاریوازې همدغه ده چې له ملوکیت سره بیعت مه کوۍ او په حبل الله باندې په صداقت سره ټینګې منګولې ومښلوۍ. وما علینا الاالبلاغ.

         (محمد انور ولید)

293 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *