Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان طبیعي سرچینې | حمد انور ولید 

درېیمه برخه :

B: ــ د پولي ارزښت (اقتصاد) برخه:

درېیم :ــ ځمکنۍ زېرمې ( پلاتینیم، یورانیم، الماس، تورملین، لاجورد، زمرُد، طلا، مس، سپین زر، کروم، الیاژ، اوسپنه، ډبروسکاره، ګرافیک، مالګه، د کرامایت اوسپینوډبروکانونه، پطرولیم اود تېلوحوزې او نورمعدني مواد ) : 

د افغانستان ځمکني اوهوایي اقتصادي شارګونه :

د افغانستان ځمکني اوهوایي شارګونه، د کورني اقتصادي پیاوړتیا، اقتصادي پلانونوجوړولوړ، پلي کېدو، ځمکنیو او هوایي ترانزیتي لارو، اوسپنیزه رېل پټلیو، د تولید، صنعت او بازارموندنې له پاره ( عرضې او تقاضأ ) وړاندې کولواو تورېزم ته اړتیا لري، لازمه ده چې له خپلو ملي موخو سره سم مطلوبه پایلې ور باندې ترلاسه شي.

افغانستان د ټولوافغانانوګډ کوراویوه داسې پېزندل شوې جغرافیه ده چې ټوله نړۍ یې په خپل سترا تېژیک موقعیت سره تړلې اوهرڅوک د آسیا په وچه کې له همدې کانال څخه د تاریخي ثبوت وړاندې کولو په توګه دخپل عبوراومرورپه هڅه کې دي ترڅوله دې لارې خپلې جیو پولیتیکي، اقتصادي، پوځي، کلتوري اومتمدنې اړیکې له یوبل سره شریکې اوکارنامې یې راتلونکو نسلونوته د یادبود په توګه د تاریخ په حافظه کې په میراث پاتې شي.

خودغه ډول راشه درشه کله دافغانانوپه ګټه تمامه شوې اوکله هم په سیمه ئیزواونړیوالوبحرانونوکې بنده پاتې شوې اود ناسموکورنیوسیاستونو، خپلمنځي شخړواو بهرنیو مداخلوله امله د خپل هېواد ټول پوځي، سیاسي، کلتوري اواقتصادي کورني سنګرونه ویجاړ، پلانونه ترې پاتې، واک ترې پردی اوشوې لوبې ټولې په کې دافغانانوپه زیان پای ته رسېدلې دي. ځکه چې د وخت چارواکود افغانانواصلي اړتیا ووته یاخوپام نه دئ کړی او یا داچې ترملي ګټو یې د نورو په اشاره خپلوځانګړیوګټوته ترجېح او لومړیتوب ورکړې، ملت هم د بې باوریوله امله سخت زړی شوی اوخپل مخ یې ترې اړولی، د سیمې اونړۍ سیاستوالوله همدې تشوڅخه په ګټې پورته کولوسره د تاریخ په هره مقطع کې پرافغانستان باندې د خپلې خوښې شرطونه منلي اوفزیکي اوغیرفزیکي زیانونه یې یوازې زموږ خاورې، خپلواکیو، نظامونواوخلکوته وراوښتي دي، خپله هم په کې غرق شوي او ملت یې هم په کې ډوب کړی دئ.

داخوټولوته معلومه ده چې ملي ګټې ملي مد یریتونوته اړتیا لري، ملي مد یریتونه په ملي کدرونوکې موندل کېږي، اوملي کدرونه تل د خوداراد یته ؤلسونوله متن اوبطن څخه را ټوکېږي، خوشرط په کې دادئ چې د ملي استعدادونو (I.Q.) باید په سلیقوي اود روابطو په محاصره کې ونه ځپل شي، بلکې د انساني احسان له مخې باید د قانون ترچترلاندي وده ورکړل شي اووغوړېږي، ترڅود (A) کتګورۍ متفکرانه مغزونه په کې را لوی اوخپل هېواد د خپلو شتمنیو د سم مد یریت په صورت کې د رغنده پلانونواوسترا تېژیوپراساس د تمدن پرکاروان ورګډ کړي.

موږ په خپل هېوادافغانستان کې داقتصادي زيربناووله پلوه ډېرې پنځمنې شتمنۍ لرو، خود را ايستلواو په کاراچولوله پاره یې د امکاناتود تارسرپردیو تپل شویو جګړو را څخه ګډود کړی دئ اونه پوهېږوچې زموږلومړیتوبونه څه اوله کومه اړخه د کوموشته امکاناتوپرمټ پیل ورباندې وکړو ؟

خویوه لارپه مخ کې لرو، اوهغه دا ؛ چې موږ باید لومړی د خپلې ریښتینولۍ په ثابتولوسره په توحیدي او باوري توګه د خپل ؤلس باورد ځان کړو. ورپسې په خورا بصیرت، ردایت، علمي او تجربتي اساس په پسته، نرمه اوساده  ژبه د خپلې پلان شوې ملي سترا تېژۍ له مخې هغه لومړیتوبونه په خپل پلان کې شامل کړو چې اجرائیي امکانات یې په لاس کې لرو. پیغمبرانو (ع)، مخکینیوانسانانواو زموږ ځینو بریالیو مشرانوهم داسې ـ او یا د ېته ورته کارونه کړي دي.

د بېلګې په توګه :  

نوح (ع) په خپل لاس د جوړې کړې بېړۍ پرمټ خپلودعوت شویوملګرواوورسره اړوندوحیواناتواونباتاتوته له مرګه نجات ورکړ.د مصرعزیزد یوسف (ع) د خوب په تعبیرسره مصراوورسره خواوشا سیمې د یوسفي اووه کلن عملي پلان اوروغ مد یریت له مخې وروستۍ اووه کلنه قحطي دزراعتي محصولاتورا ټولوپرمټ له منځه یووړه. حضرت عمر(رض) په غوڅه شرعي توګه یوداسې اقتصادي نظام جوړکړچې په ټوله دارالخلافه کې یې د زکات اخیستوڅوک نه پیدا کېدل اوپه عدالت چلولوکې یې خپل زوی هم له عُمَرِي دُروڅخه نجات پیدا نه کړ.

داوسني جاپان اوجرمني هېوادونه هم همدغه ډول جګړوځپلي وو لکه اوس چې موږځپل شوي یو، هغوی د خپلو نخبه ملي کدرونواوصادقوکاري ټېمونوپرمټ ځانونه ترمریخ پورې ورسول، خوموږ اوس هم د غفلت د فیل په غوږ کې پرخوب بیده پاتې یو.

دافغان حاتم طائي پردغه ملي دسترخوان خود سیمې اونړۍ زاغان اوفیل مرغان هم دا څوکاله ماړه شول، خوموږ په خپلوشتمنیوکې لوڅ، وږي تږي یو اوتل مو بل ته لاس نیولی. ترڅو به د ګدائۍ کچکول زموږ پرغاړه وي، ترڅو به په نیمو شپواوټکنده غرموکې د پرد یوخلکو په دروازوکې ولاړاوخیرونه به غواړو؟ ولې به اوس موږ نوروته خیراتونه نه ورکول. په داسې حال کې چې زموږد کورنیو شتمنیوښوروا ته خو آن له پخوا را هیسې پردیوسیمه ئیزواونوروخلکو پیازپه بډه وهلي دي.

دا ځکه چې دری کاله وړاندې زموږخپلومتفکروخلاقانه مغزونو دمافیایی زورواکوکړیوله لاسه له هېوادڅخه بهرفرارکړی ؤ، په ملي سرچینواوعائداتي خورجینوباندې ملي غلوګونډې وروهلې اویوازې خپلې خولې یې په کې ښخې کړې وې، خوله نېکه مرغه چې د افغانستان اوافغانانوهغه جګړوځپلی کوټه اوبیده بخت یوځل بیا راویښ شو، له ملي غلواومافیایي کړیوڅخه یې ددوی حرفوي نقابونه لیرې اوپرافغان شتمنیوباندې د مافیایي مفسدوکورنیواوبهرنیوښامارانو را تاوشوې کړۍ یې سره وشلولې، د رکود دوره نوره پای ته ورسېدله او بیا رغونه د ملي مفکرینوله خوا د ملي تدارکاتو پراقتصادي پروسې اواقتصادي شارګونو رغولواوغځولوباندې پیل شوه.

دا چې زموږ خبره پراقتصاد باندې سره را ټوله ده، نو اړینه ده چې لومړی اقتصاد تعریف کړو.

د اقتصاد تعریف : 

هرشی چې قانوني پولي ارزښت ولري، هغه ته اقتصاد ویل کېږي.

خودا چې اقتصاد، اوپه اقتنصاد کې عرضې اوتقاضأ ته ولې اړتیا لیدل کېږي، لازمه ده چې لومړی د ملي اقتصادي نظام له پاره بازارته د خپلوکورنیو تولیداتووړاندې کولوپه صورت کې د خلکواړتیا اوغوښتنوته په پام سره د اسلامي اصولو پر بنسټ ملي پلان اوستراتیژي جوړه شي. ځکه چې په اسلام کې اقتصادي زېربناوې باید پرته له سود خوړلو ورغول شي. ځکه چې په حقیقت کې د الله (ج) او رسول الله (ص) سره د جګړې کولو د اعلان په معنا دی. نو څوک چې د خدایتعالی، او د خدایتعالی له رسول (ص) سره جګړې ته را وځي، ترهغې بله ستره ګناه نه شته. د ملي پلان او سترا تیژۍ د پلي کولویاعملي کولوله پاره باید یومسلکي، متخصص اوکاري مدیریت جوړشي ترڅواقتصادي پلان په منظمه توګه مطلب ته درسېدو پرخوا عملي کړي. خواقتصادي پلانونه له ټولوممکنه مشروع لاروڅخه د کاراخیستو په نتیجه عملي کېدای شي.

د پلانونوجوړولواوپلي کولودور: 

د ملي تدارکاتوداقتصادي پلان ددغه مخکې جوړې شوې منظمې پروسې رسمي پرانسته د (۱۳۹۶) لمریزکال د وري په (۲۲مه) نېټه په کابل کې د ټولګټودوزیرمحمود بلیغ اود آسیا د پراختیایي بانک د رئیس تام پنیلا له خوا د افغانستان د ټرانسپورټي سکتورد ماسترپلان له مخې وشوه.

دغه ماسترپلان له (۲۰۰۲ ) زیږدیزکال څخه تر(۲۰۱۶ ) زیږدیزکال پورې د مخه جوړشوی ؤاوپاتې وروستۍ برخه یې د همغه پلان ادامه ده چې له (۲۰۱۶) زیږدیزکال څخه تر(۲۰۳۶) زیږدیزکال پورې به ټول ترانسپوټي بنسټونه لکه واټونه ( جادې )، رېل پټلۍ، ملکي هوایي ډګرونه، ښاري ټرانسپورټ اونورې اړوندې ټرانسپورټي برخې د آسیا پراختیایي بانک په مرسته په کې ورغېږي.

په دغه ماسټرپلان کې لومړی د حفظ ومراقبت چارې د جګې پانګې په لرلو سره په پام کې نیول شوې اوپه دوهم ګام کې به ددې پلان د عملي کېدو پربنسټ افغانستان د سیمه ئیزې اتصالي نقطې په توګه منځنۍ آسیا، منځنی ختیځ اوچین له سوئلي آسیا سره وتړي، افغانستان به د ترانزیتي اوسواګریزې څلورلارې په مرکز بدل اوزموږهېواد به د ترانسپورټي ژمنتیااوآسیایي بانک له مرستوورکولوسره سم سترو پرمختیا وو، لاسته راوړنواو بریاووته په چټکۍ سره لاس رسی پیدا کړي.

د دې ماسټرپلان په لومړیتوبونوکې به د(۱۲۰۰۰) کلیومتروپه کچه د واټونو ( جادو )، سیمه ئیزو، ملي اوولایتي سړکونو رغول شامل وي. خورېل پټلۍ به په ځانګړي ډول یوازې د افغانستان په خاوره کې رغول کېږي. د افغانستان د ټرانسپورټي سکتورله پاره مخکینی ماسټرپلان (۸۰٪) رغول شوی ؤ اوپاتې (۲۰٪ ) به یې وروسته له دې ورغول شي.

افغانستان په (۲۰۰۴) زیږدیزکال کې له نړیوال تجارتي سازمان سره د یوځای کېدوپروسه پیل کړه. په (۲۰۰۹ ) زیږدیزکال کې یې دافغانستان د تجارتي رژیم هوکړه لیک لاس لیک کړ، د (۲۰۱۲) زیږدیزکال له جون څخه د (۲۰۱۴ ) زیږدیزکال ترفبروري میاشتې پورې یې د خپلوتجارتي مالونود لېږد رالېږد په اړه خبرې وکړې، د (۲۰۱۵ ) زیږدیزکال د دسمبر په (۱۷مه) رسماً د ملګروملتود تجارتي سازمان رسمي غړی وپېژندل شو.

خوهغه کاري اود خبروافغاني ډله چې په دې ګروپ کې کارکوي ؛ د مالیې، تجارت اولاسي صنائعو، د ترانسپورت، ملکي اوهوایي چلند، مخابراتواومعلوماتي تکنالوجۍ، د کرهڼې ـ اوبولګولواومالدارۍ، اطلاعات اوفرهنګ، عامې روغتیا، د کانونواوپطرولیم اوعدلیې وزارتونه، د افغانستان بانک، د نورم اوستنډرډ اداره، د آیسا اداره، پارلمان، او د تجارت او صنائعوخونه په کې شامل دي چې له (۲۰۱۱) زیږدیزکال څخه تر(۲۰۱۵ ) زیږدیزکال پورې یې له نړیوال تجارتي سازمان سره څواړخیزې خبرې کړې دي. خودافغاني توکوله پاره د مارکېټ موندلو په برخه کې یې له کاناډا، امریکا، اروپايي اتحادیې، ترکیې، ناروې، جاپان، تایلنډ، تایوان او جنوبي کوریا سره دوه اړخیزې خبرې کړې دي.

مارکېټ ته دلاس رسي په اړه د ګمرکي تعرفوفیصدي، د تجارت نړیوال سازمان مارکېټ ته د خدماتودلاس رسي په برخه کې د افغانستان د (۱۶۰ ) سکتورونو وړاندیزچې (۱۰۰) سکتوره یې یوازې د افغانستان خدمات دي او په انرژي اوپایپ لاین کې هېڅ ژمنه نه لري، خود خدماتو وړاندې کولوپه څرنګوالي کې به ډېره ګټه د افغانستان له بشري منابعو څخه اخیستل کېږي.

د (۲۰۱۶ ) زیږدیزکال د جون په (۳۱مه ) ( له نړیوال تجارتي سازمان سره د افغانستان تړلو ) لومړیتوب منظور، کابینې اوملي شورا تصویب، جمهور رئیس توشیح او نړیوال تجارتي سازمان ته ولیږل شو.

ځمکنۍ ترانزیتي لارې :

که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت په اوس وخت کې د ډاډ وړنه دئ خوبیا هم دولت په خپل ترانزیتي سیاست کې پرمختللي ګامونه پورته کړي، ځکه چې د افغانستان هغه لویې لارې یې په هېواد کې د ننه ترخپلو بندرونو پورې رسولي چې له سیمې اونړۍ سره وصل دي، د هېواد په داخل کې یې کلي او ښارونه سره تړلي او په زرګونوکیلومتره خام او پاخه سړکونه له جنګ جګړوسره سره جوړشوي چې پرمټ یې خلکواودولت دواړو ته خورا ډېرې اسانتیاوي پرې برابرې کړې دي.

که څه هم دلویولارواوسرکونو بیا رغونه د خصوصي سکتورله خوا پرمخ وړل شوې اود کار په کمیت اوکیفیت کې یې څه ستونزې شته، چې دا ستونزې هم د ښاغلي کرزي صیب ددورې د ضعیف مدیریت میراث اود بهرنیو دونرانواوکورنیواوبهرنیو قراردادیانوترمنځ دخوردوبُرد پایله بلل شوې ده. خوپه ځینو برخوکې وسله وال مخلفین هم د سړکونود تخریبولواویا دباج اخیستو پرسردکارځنډولوسبب شوي.

د ځمکني ترانزیت دعوائدو په تړاو ډېرې ستونزې پخوا هم موجودې وې اواوس هم دا ستونزې لا پرځای پاتې دي، ځکه چې د تراتنزیت له لارې د ګمرکي عوائدوټکس اومالیې اوس هم ددولت بوجې ته سمې نه انتقالېږې، دا په دې معنا چې دغه ډول عوائد یاد اداري فساد له لارې شخصي جیبونوته لولېږي، او یا هم دغه عوائد د وسله والومخالفینولاسته ورځي.

د بېلګې توګه :

تاسو وګورۍ چې د هرات، حیرتانوکندهاراوننګرهارد ګمرکاتوټول عوائد نږدې یوه نیمه لسیزه د سیمه ئیزو ملوک الطوائفيو، زورواکواوچارواکو په لاس کې پراته وو، چې د هرګمرک د کلنیوعائداتوکچه د زرواونهه سوه مېلیون ډالرو په خواوشا کې اټکل شوې وه، خو دولت ته یې یوه ټنګه هم نه ده سپارلې.

داچې د فرعي بې شمېره لاروڅومره ټکسونه به د زورواکود فساداومخالفینولاسته لوېدلي وي دهغوی کره رسمي شمېره زموږ په لاس کې نه شته،خویوازې دومره ویلای شوچې په تېرو(۱۷) کالوکې د ګمرکې عائداتودغه په میلیاردونوضائع شویوپیسو ددولت ملي بودجې ته ستره ضربه او تاوان رسولی دئ. ځکه که ددغوګمرکې عائداتوسم او پرځای مدیریت شوی وای، نن به د ملي عوائدود د رامد له لارې زموږبانکونه هم پرته له پردیومرستوډ ک وای، خوله نېکه مرغه چې له تېرودرېیوکالوراپه ایسته دترانزیتي عوائدوله سرچینوڅخه د سیمه ئیزوچارواکواوزورواکودلاسونولنډولوملي پلان جوړاودملي عائداتوپرفساد ککړلاسونه یې له عائداتي سرچینورا وایستل.

تمه ده چې د همدې عائداتو له لارې تریوې کچې پورې زموږ اقتصاد وده وکړي ترڅواړینې اړتیاوې پرې پوره شي.

د افغانستان هوایي ترانزیت :

افغانستان دا مهال د ټول هېواد په کچه په کابل، کندهار، اود هرات په شینډنډ کې (۳) هوايي پوځي او (۳)نور په همدې یادو ولایتونوکې نړیوال ملکی هوایي ډګرونه لري، څلورد کورني هوایي چلند هوایي ډکرونه لري، او (۱۷)نورپه کې سیمه ئیزهوایي ډګرونه په مختلفوولایتونوکې موجود او فعال دي. چې ددې هوایي ډګرونو په واسطه افغانستان کولی شي هم خپل تولیدات د سیمې اونړۍ نوروهېوادوته انتقال کړي اوهم د خاک پولي اوګمرکي محصولاتو په نوم د افغانستان ملي عائدات را ټول کړي.

ځکه اوس هغه پخوانۍ ستونزه هم تریوې کچې پورې حل شوې ده چې مخکې به پردي الوتکې په خپل سردهوا له لارې د افغانستان هوایي حریم ته دا خلېدلې، چېرته به یې چې زړه غوښتل، هلته به کښېناستلې اوبېرته به تللې، چې موږ یې ښې بېلګې هرات اوفراه ته په خپل سرد قطرد شاهزادګانو، مشرقي سیمو ته د کوکنارو د عملیاتو په پلمه د روسانوڅارګرې ډلې، جنوبي اومشرقي سیمو ته د پاکستان پوځي الوتکې،غربې سیموته د ایران الوتکې راتلل اوبېرته تلل یا دولی شو.ولې اوس دا ستونزه تریوه بریده حل شوې ده، ځکه موږاوس په افغانستان کې د رادارسیبستم بېرته فعال کړی چې پرمټ یې موږ ټولې پردۍ الوتکې څارلی شو، پخوازموږ ټول رادارسیستمونه له منځه تللي وو،خواوس دا سیبستم یوځل بیا فعال شوی چې پرمټ به یې هېڅ بهرني خپلسري پروازته د افغانستان په فضأیې حریم کې د خپلسروتلوراتلواجازه ورنه کړل شي.

خوددې په څنګ کې به نړیوال اوسیمه ئیزسیلانیان هم افغانستان ته په قانوني بڼه د هوا له لارې تګ را تګ کولی شي چې له دې سره به دافغانستان په کورنیوعائداتواوتولیدانوکې زیاتوالی راشي، خلکوته به کارروزګارپیدا شي، د سیمه ئیزوخلکود ژوند سطحه به په اقتصادي لحاظ ورسره لوړه شي، د افغانستان ټولې لرغونې سیمې به له نړۍ سره د پېژندګلوۍ اواړیکوله مخې وصل شي، دهېوادلوړې ژورې ـ اوپه کې شته افغانان به نړیوال وپېژني اوپردې به پوه شي چې د افغانستان هره سردره اوهره ځمکه د مېلمستون شاهده ده. ځکه افغانان وحشیان نه ـ بلکې متمدن او انسان دوسته خلک دي.

د اوسپنې پټلۍ را منځته کولو اړتیا :

له اقتصادي اوسیاسي پلوه له ګوښه کېدوڅخه دهېواد ژغورلواود اساسي قانون اوآزادو ټاکنوله مخې په سیمه اونړۍ کې افغانستان یوځل بیا خپل مقام د ځان کړ.

سره له دې چې د نړۍ د هېوادو، په تېره د سیمې د ګاونډیوهېوادواود سیمه ئیزواقتصادي همکاریو( اېکو، کرک، سارک او شانګهای ) سازمانونوله خوا پاکستان اوافغانستان ته تاوانونه وراوښتی دئ، خوبیا هم د ایکوغړوهېوادونود څواړخیزوهوکړه لیکونوپربنسټ دورېښمودتراتزیتي حیاتي لارې د بیا راژوندي کولوغوښتنه وکړه، ترڅو پرمټ یې په نړیوال اوسیمه ئیزاقتصاد کې په لاندې ډول خپل اغېزمن سترا تېژیک رول اداء کړي دئ :

  • *د رېل پټلۍ جوړولوله پاره سارک سازمان شپږکریدورونه ( دهلېزونه ) د ترانزیتي مسیرله پاره داسې په نښه کړي او په رسمیت یې پېژني چې د افغانستان د ستراتېژیک اهمیت اوجغرافوي موقعیت له کبله د سارک د سازمان د رېل پټلۍ دری کوریدورونه ( دهلېزونه ) زموږ له هېواد څخه تېرېږي.
  • *د دې سازمان (۳)لمبرکوریدوریا دهلېز:دغه دهلېزد ایران د اوسپنې پټلۍ شبکه ده چې د هرات ولایت له لارې دهېواد شمالي ولایتونوته غځېږي اود مزارشریف درېل پټلۍ له حیرتانوبندرسره تړي. دغه کوریدوریا دهلېزد هېواد درېل پټلۍ د شبکې له تړل کېدوسره سم دازبکستان د رېل پټلۍ له شبکې سره د قزاقستان د هېواد له سیمه ئیزبندرسره تړل کېږي.
  • *د سارک د سیمه ئیزوهمکاریوسازمان (۵)لمبرکوریدور(دهلېز) :دغه اوسپنیزه رېل شبکه د پاکستان د رېل پټلۍ ده چې د تورخم اوجلال آباد له لارې د کابل ـ پروان ـ بامیانوـ بغلان، کندزاوشېرخان بندرله لارې د تاجکستان، قرغېزستان اوچین له رېل پټلۍ سره تړل کېږي. خوپردې سربېره به د چین د ( ام سي سي ) کمپنۍ له خوا د شوي قرارداد له مخې ترعینک میسوکان پورې هم درېل دغه پټلۍ ورغول شي.
  • *د سارک د سیمه ئیزوهمکاریوسازمان(۶) لمبرکوریدور( دهلېز) :دغه کوریدور(دهلېز) په افغانستان کې دهرات ولایت د شمتېغ له سرحدي سیمې څخه افغانستان ته داخلېږي، د شمالي ولایاتوله لارې د حیرتانوتربندرپورې غځېږي اود ازبکستان د رېل پټلۍ له شبکې سره نښلي. دغه کوریدور(دهلېز) په ازبکستان کې په دووښاخونوباندې وېشل کېږي ؛ چې یوښاخ یې د کسپین بحیرې دشمالي برخې څخه له اروپاسره وصلېږي اودوهم ښاخ یې د قزاقستان له هېواد څخه تېراوله مسکو سره وصل کېږي.

افغانستان د نړۍ اوسیمې د هېوادو له پاره په وچه کې یو داسې هېواد دئ چې سترا تېژیک موقعیت یې سیمه او نړۍ د وچې او هوا له لارې سره تړلی اوسترو سمندري بندرونوته لنډې اوارزانه اقتصادي ترانزیتي لارې پرې موندلی شي چې هم به د افغانستان په ګټه اوهم به د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ په ګټه وي، خود سیمه ئیزاونړیوال ترانزیتي ځنځیردغه کړۍ د جګړواونا امنیوله کبله یوازې په افغانستان کې همداسې شلېدلې پاتې ده، په داسې حال کې چې  یوازې افغانستان دئ چې دغه ترانزیتي ځنځيرد امنیت راتلوپه صورت کې سره تړلی شي.

کله چې د ترانزیت دغه کړۍ سره وصل شي، افغانستان به له دې لارې په کورد ننه ډېرکلني عائدات ولري، د افغانستان کورني تولیدات به په معیاري توګه وده ورسره وکړي اود سیمې اونړۍ مارکېټونوته به لارې پرې ومومي، افغانان به ځانته دکارونوپیدا کولواود بې روزګاریود کچې را ټيټېدوترڅنګتورېزم ته په هېواد کې وده ورکړي اود افغانستان د تاریخي آبداتود لیدوله پاره به د سیمې اونړۍ دسیلانیانواودکورنيولاسي صنائعواوعائداتوشمېرزیات کړي. خپل تولیدات به له دې لارواو دهلېزونوڅخه د سیمې اونړۍ بازارونواومارکېټونوته انتقال کړي، خوپه دې شرط چې په افغانستان کې د تورېزم د ودې له پاره اطلاعات اوفرهنګ وزارت دماليی، ټولګټو، دملکي اوهوا یي چلند وزارتونواوامنیتي ارګانونوپه ملاتړد خپلوتاریخي آبداتوراټولولو، رغولواوساتلوته په دوامداره، مسلکي اوصادقانه توګه اوږه ورکړي، د سیلانیانو پام ورته را واړوي ترڅوتورېزم هم د کورني درآمد له پاره د ملي اقتصاد ي پانګې یومدرک په کې جوړشي.

موږ دافغانستان په بدخشان، پنجشېر، نورستان، کنړ، لویه پکتیا، بامیانو، هلمند، هرات، کندهار، فراه، زابل،غور، جوزجان، کابل، ننګرهاراونوروسیموکې ډېرې ښکلې شنې د تفرېح درې، تاریخي ځایونه، موزیمونه، لرغونې کتیبې، لرغوني آبدات، زیارتونه، جوماتونه، لرغونې کلاګانې، منارونه، تفرېح ځایونه، د تېروتمدنونونمونې، د حماسواوشاهکاریوژوندۍ بېلګې، موډلونه اوتصویرونه لرو چې ځینې یې په جګړوکې نړېدلې اوځينې دنړېدو، ورانېدواوورکېدوپه حال کې دي.

سیلانیان دهغولیدواوله هغونه دڅه زده کولواومعلوماتوراټولولوته لېواله دي. که اطلاعات اوفرهنګ وزارت یې په سمه توګه مدیریت وکړي پرته له شک څخه به دهېواد په اقتصاد کې رغنده رول ولوبوي خلکو ته به کارروزګارپه کې پیداشي اودلاسي صنائعوصنعت اوبازارموندنه به نوره وده هم په کې وکړي.

دا چې د بشري ژوند حالت تل د زده کړو، پوهېدواوتجربوي مهارتونو په زیاتولوسره په کیفي لحاظ وده کوي، ځوا نېږي اود اکمال اوپخېدوتروروستي مرحلې پورې ځان رسوي، نود ستروصنعتي انقلابونواو بدلونونو منځته راوړوځواک هم په کې شته .

ددې له پاره چې تورېزم په افغانستان کې وده وکړي،لازمه ده چې د ټولګټواوهوایي چلند وزارتونه هم په دې برخه کې خپل رغنده رول دځمکې اوهواله لارې اداءکړي. سیلانیان اوګرځندوی اړوندوولایتونواوسیموته د تلو راتلو له پاره ځمکنیواوهوایي خوندي لاروته اړتیا لري، خو همدغه ځمکنۍ پخې لارې او پاخه هوایي ډګرونه په اصل کې زموږ د هېواد ځمکني اوهوایي اقتصادي شارګونه هم دي چې په خورا آسانۍ سره دځمکنیواوهوایي چلند له ګمرکاتوڅخه زموږپه ملي پانګه کې زیاتوالې پرې راتلای شي. ځکه د خوندې اوپخولارواوهوایي ډګرونوشتون زموږد هېوادوالواودولت ددرامدله پاره یوه بله ستره وسیله ده چې پرمټ یې خپل محصولات د ځمکې اوهوا له لارې نوروسیمواونړۍ ته انتقالولی اوهم د سیلانیانو د تګ راتګ له پاره آساتنیاوې پرې برابرولای شو.

تولید، صنعت، اقتصاد او تورېزم :  

د یادولو ده چې لومړی زموږ صنعتي تیت پرک خوځښتونه سره را ټول او وروسته د ټولنیزجوړښت اوؤلسي ملاتړپرمټ پرته له سیمه ئیزوحساسیتونورا پارولوڅخه د بازارموند نې له پاره په کمي اوکیفي لحاظ دخپلې اقتصادي پراختیا د ودې مفاهیم باید په لاندې ډول په کې را نغښتي وي :

لومړی :ــ زموږ په صنعتي اواقتصادي تولید کې باید په مقائسه وي توګه داسې مثبت بدلون راوستل شي چې د تېرکال په پرتله په کې ښکاره او د ارزښت وړتوپیرولیدل شي، ترڅو د لنډ مهال، منځ مهال اواوږد مهال له پاره د یوه منظم پلان اولارنقشې له مخې دغه تولیدي وده په کمي اوکیفي لحاظ خپل سعودي ګرافونه په محسوسه توګه طی کړي.

دوهم : ــخپلوټولنیزوظرفیتونوته په پام سره باید په لوړه کچه زموږ بشري اوفزیکي بې سرحده اړخونه په پراخه پیمانه د تولید وړتیا په ځان کې پیدا کړي، ترڅوموږددغه ډول اقتصادي پراختیا پرمټ خپلوموخو ته پرې ورسېږو.

درېیم : ــتولید ځنګه زیاتېږي؟

*تولید باید دیوې ملي پروسې ترچترلاندې پرخپلولاسته راوړنوباندې داسې پیل وکړي چې ترډېره په کې صنعتي برخه اولږه په کې کرنیزه برخه ونډه ولري.

*د بشري ځواک په دغه ډول تولید کې باید ښاري خلک ډېراوکیلوالې خلک په کې کم وي، ځکه چې ښاري خلک ترکلیوالي خلکوپه صنعتي وده کې په کمي اوکیفي لحاظ غښتلي اود ډېروتجربوخاوندان وي، اوبل دا چې د ښاري صنعت دود به له ښارونوڅخه په خورا آسانۍ سره کلیوالي سیمو ته ورانتقال اودغه فرهنګ به عامه بڼه خپله کړي.

*ټولنه به ورسره هوسا او بسیا شي او په لیرې برتو سیمو کې به هم د خلکو په شتمنیو کې زیاتوالی راشي.

*د خلکوکارروزګاربه ورسره زیات او د بې کارۍ کچه به ترممکنه بریده ورسره را ټيټه شي.

خوزموږ هېواد له نورو پرمختللوهېواد وسره د تولید په برخه کې زیات توپیرلري، ځکه په پرمختللوهېوادوکې ددغه ډول تولیداتواوصنائعوپه را منځته کولوسره د خلکوپه ژوندکې سوکالي اود استقرائي پرمختګ او خلاقیت امکانات را منځته کېږي، استعدادوته د خپلو ذوقونوسره سمه وده ورکول کېږي، حکومتونه یې ورته د تشویق او ودې له پاره رغنده برنا مې اود مکافاتو پروګرامونه جوړولاي شي، خوزموږ په جګړوځپلي هېواد کې که په دغه ډول ګوډ اومات تولید سره په متوازنه اوعادلانه توګه د شته فقرلمن تریوې کچې پورې ورټوله شي هم غټه خبره ده.

موخه :

په افغانستان کې اقتصادي سیستم رغول زموږ له اصلي موخوڅخه یودئ چې یاید په لاندې اساسي توګه پاملرنه ورته وشي :

موږځنګه په عادلانه توګه په خپل هېواد کې فقرله منځه وړلای شو ؟

د پوښتنې ځواب معلوم دي، هغه دا چې موږ باید لومړی خپل ټول ملي عاېدات و سنجووچې موږ په کورد ننه څومره ملي عائدات لرو،څومره له بهره ترلاسه کوواوڅومره موپخوا لرل. ورپسې باید داټول سره جمع اوبیا یې دافغانستان پرنفوس باندې ووېشو، ترڅوسړي سرعائد موږته څرګند شي. بیاخپله همدغه سړي سرکچه د نورو پرمختللوهېوادوسره پرتله کړو، ترڅورا ته څرګنده شي چې موږله نورې پرمختللې نړۍ سره له اقتصادي پلوه په کومه کته ګورۍ کې واقع یو؟وروسته له هغې باید په خپلو اقتصادي لاسته راوړنو د ملي سترا تېژیوپرمټ د خپل ملي پلان له مخې پیل وکړو، ترڅوهېواد اوهېواد وال مو خود کفأ او په خپلو پښو ودرېږي.

پایله :

کله چې موږته په خپل کورکې دننه اوپه مقائسوي توګه له نورې پرمختللې نړۍ سره زموږسړي سراصلي عائدات په ډاګه شي، وروسته له هغې بیا موږکولی شوچې په خپل هېوادکې فقرځپلې برخې  په میتودیک اوسیستماتیک شکل لومړی و پېژنو، په نښه یې کړواوبیایې په له منځه وړوکې په عادلانه توګه لاس په کارشو، د افغانستان په ځمکنیواو هوایي اقتصادي شارګونورغولوباندې پیل وکړو، ترڅوپه ټول هېواد کې اقتصادي بسیاینه ګام په ګام دفقرځای ونیسي، بېکارۍ اوبې روزګارۍ دکارله امله له منځه ولاړه شي، د پردیو وارداتوفرهنګ په کورنيوتولیداتواوصادراتوبدل شي اوهېوادوال په کورد ننه د نېستۍ له مزمنې ناروغۍ څخه د ریښتینومدیریتونوپه رغنده لارښونواو کړنو سره دغه جګړوځپلی ستړی هېواد اوهېواد وال له خپلو ټولوارمانونوپوره کېدوسره تلپاتې ډاډمنو بریاووته ورسوي.

                                             ادامه لري

237 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *