Categories

اعلان

Loading…

ځلا || اجمل پسرلی

د کړکۍ څنګ ته په ناستو ورو ورو زنګیده. سپین ویښته یې د مازدیګرني لمر وړانګو ته ځلیدل.

کوټه لا توده وه خو له پښو سره یې پرته  توره کمپله ورکش کړه. موبایل ترې ولوید، دستي یې راپورته کړ، ښیښې ته ېې وکتل. ګوته یې پرې تیره کړه، خپل زوی ته یې زنګ وواهه، هغه ورته وویل:

« مورې بیا درته ووایم چې په کار کې یم زنګ مه وهه»

دې موبال له غوږه لرې کړ، بیرته یې خوله ورنژدې کړه:

« د پسرلي رخصتیانو ته خو راشه»

ځواب یې وانه ورید، ټیلفون قطع شوی و. سترګې یې پټې ونیولې. د پیشو له میو  سره یې د ورغلي تندي ګونځې  څه هوارې شوې. خړې پیشو ته یې خواړه کتار کړل. د موبایل زنګ راغی، د زوی زنګ و. موبایل یې پر میز کیښود، پیشو یې غیږې ته ورنژدې کړه. هغې خپله ژبه وڅټله، ورو ورو رهي شوه. دې تر ژبې لاندې وویل:

« مه ځه»

پیشو روانه وه.  ښځې خپلې شونډې پر مصنوعي غاښونو وریودې، کمپله یې پر ټټر واچوله، هغه ورځ ورپه زړه شوه چې د لومړي ځل لپاره سمندر غاړې ته تللې وه، بیا یې ملګری خپه شو ترې ولاړ، د ملګري څیره یې داسې مخې ته راغله لکه په زنګنه هنداره کې چې چاته ګوري. د واده محفل یې تر سترګو تیر کړ، خو دستي یې د میړه د مرګ ورځ وریاده کړه.

لکه د کوټې کوم څراغ چې وسوځي، په کوټه کې رڼا کمه شوه، شاوخوا یې سترګې وغړولې، د کړکۍ لور ته یې مزغی کوږ کړ، لمر ګرځیدلی و.

پراګ

3,057 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2