Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان طبیعي سرچینې | محمد انور ولید

څلورمه برخه :

C – سوداګریزه ( تجارتي ) برخه:

تجارت اوسوداګري له معمول سره سم په ټوله دنیا کې مروجه ده . تاریخي تجربو دا ښوولې ده چې راکړه ورکړه او تجارت د انسانانو تر منځ له پخوا را هیسې ځکه یو معمول او مروج کاردی چې انسانان په هر ځای کې مصرف کوونکي او هېڅوک له ځانه پوره نه دي . خو دغه مایحتیاج له یوې سیمې او بلې سیمې ، له یوه هېواد ه او له بل هېواد ه په خپلو رغنده دیپلوماتیکواړیکوکې پوره کوي.  

ددې له پاره چې افغان تجاران په خپله موخه کې بریالی شي ، ورته لازمه ده چې مخکې له مخکې دخپل هېواد د شته تولیدي توکو ارزونه وکړي . پرکمیت ، کیفیت اوکورنیواړتیاوواو ارزښت باندې یې ځان پوه کړي ، یوه مرکز ته د را غونډولو، پروسس او صادرولو بندو بست یې وکړي ، وروسته هغودوستوهېوادوته د خپلوکورنیو تولید شووتوکوله سمپلونوسره یوځای په کوم رسمي سفرکې ځانونه درج کړي چې زموږ دولت ورسره دیپلوماتیکې اړیکې اوبهرته یې د صادرولو نیت لري.

کله چې مطلوبوهېوادو ته د تلو تا بیا ونیسي ، مخکې له ورتلوڅخه د هغه هېواد یا هېوا د و پرصادراتو او وارداتو باندې یوه ځغلنده رڼا واچوي ، توڅودا ځانته معلومه کړي چې هغه هېوا د کوم څیزونه را نیسي اوکوم شیان پلوري ؟ دوی د څه ډول توکو رانیولواوکومو توکو پلرلوته تیاری ونیسي؟   

کوم وخت چې پردې باندې هم ځان ښه باوري کړي بیا ورتلونکوهېوادوته له قانوني لاروخپل سفرونه پیلوي . له ور رسېدو سره سم د هرهېوا د تجارتي خونو ته ورځي ، د خپل سفارت له لارې د اقتصادي را کړې ورکړې په ا ړه کنفرا نسونه دائروي اود خپلو توکو سمپلونه نندارې ته وړاندې کوي ، د هغوی د توکو نندارتونونه او کوټېشن ( بیې) ګوري.

کله چې جانبین د خپلومورد نظرتوکود پېراو پلورپه اړه توافق ته سره ورسېدل ، وروسته له هغه پرس کنفرانس را وغواړي او په رسمې بڼه یوله بل سره د توکو د پېراو پلورله پاره د بیوکوټېشن اخلي اوبیا د اړوندو توکو کیفیت اود اړتیا وړکمیتونوقراردادونه اولوظنامې یو له بل سره لاسلیک کړي چې له مخې یې د قانوني لارې په سوادګریزو راکړو ورکړو کې آسا نتیاوې پرې برابرې شي.

د بېلګې په توګه:  

زموږپه هېواد کې تولیدات اولاسي صنائع عبارت دي له : غلو دانو، وچو اوتازه میوو، ترکاریو، زعفرانو، شاتو، کبانو،اهلي او وحشي څارویو، ډول ډول مرغانو، قره قُل پوستکو، پیو، قروتو،وړیو، غالیو، ټوکرانو ، لمڅیو، کمپلو، لاسي صنائعو، قېمتي ډبرو، ډبرو سکرو، مرمراو روخام ډبرو، بورې ، ګوړې ،کېمیاوي سرې ، سمنټو  او داسې نورو څخه چې ځینې یې موږ نورو هېوادو ته صادرولی شو او پاتې نور یې زموږ له پاره خپله بسنه نه کوي او مجبور یو له نورو هېوادو څخه خپل احتیاجات پوره کړو.

خو اوس باید دا جوته شي چې آیا په شته توکو کې کوم یې د افغانستان له پاره بسنه کوي اوکوم یې له نورو هېوادو څخه راوړل کږي ؟ که چېرته له نورو هېوادو څخه زموږ د وارداتو کچه لوړه شي ، آیا دا زموږ په ګټه ده اوکه په تاوان ؟ که چېرته د وارداتو زیاته کچه زموږ په تاوان وي ، نو موږ باید د خپلو کورنیو تولیداتو کچه په کمي او کیفي لحاظ  د صادراتو ترکچې پورې لوړه کړو . اوددې کارله پاره زموږپانګوالوته لازمه ده چې په کور د ننه خپلې پانګې د خصوصۍ سکتور له مخې په کارواچوي ترڅو د خود کفا کېدو تر کچې پرې ورسېږو.

1په افغانستان کې د سوداګرۍترسره کولومحتویات( ۲۰۱۷)

په )) افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کولو له پاره لومړی باید پرڅو سیمو باندې یو راپورجوړشي.

په ولايتي کچه افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کولو د لړۍ دا لومړنی راپوردی چې په پنځو ولایتونو کې یې د سوداګرۍ مقررات او د هغوۍ پلی کول په ((۲۰۱۷ )) کال کې ارزولی دي.

ذکر شوي پنځه ولایتونه لومړی  په خپلو منځوکې او ورپسې دا ولایتونه  دنړۍ د ۱۸۹ هېوادوله اقتصادونو سره پرتله کوي.

د نورو هېوادوله اقتصادو سره پرتله کول )) په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ۲۰۱۷:

د ټولو لپاره یوشان فرصتونه((د شاخصونو اود کلني راپورونود تېر راپور، په بنسټ ترسره کیږي.  

په همدی ډول )) افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ۲۰۱۷ (( راپور شاخصونه د ۶۵هېوادونو د ۴۰۰ ځایونو د سيمه یيزې سوداګریزې څېړنې سره د پرتله کولو وړدي. ټول معلومات او راپورونه ددغه

www.doingbusiness.org/subnationalویب سایټ له لارې د لاس رسي وړدي.

په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول هغه مقررات څیړي چې سوداګریزو کړنو ته پراختیا ورکوي او یا يې محدودوي. اړونده مقررات په افغانستان کې د ولایتونو په کچه سوداګریزې کړنې په څلور برخو کې اندازه کوي، چې دغه څلور برخې عبارت دي له:

د سوداګرۍ پېل) د جواز اخیستل (، دودانۍ جواز، د برېښنا لین ترلاسه کول، اود ملکیتونو ثبتول. دغه شاخصونه لدی امله ټاکل شوي چې دغه شاخصونه سیمې اوکړنې د پوښښ لاندې نیسي. دغه شاخصونه ددې لپاره کارول کېږي، ترڅو اقتصادي پایلې تحلیل کړي او دا معلومه کړي چې کوم ډول اصلاحات باید رامنځته شي او په کوم ځای کې او ولې باید رامنځته شي. هغه معلومات چې )افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ۲۰۱۷ ( کې شامل دي، د ۲۰۱۶زېږدیز کال د نوامبر لومړۍ نېټې کې خپاره شوې دي.

دغه پروژه د نړيوال بانک ډلې د نړيوال شاخصونو ډلې ) پرمختیايې اقتصاد( له خوا )افغانسان کې د پانګونې فضا( پروګرام دیوې برخې په ډول پلي شوی دی.

ځغلنده کتنه :

اساسي موندنې :

􀂃 په افغانستان کې د متشبثینو لپاره د سوداګرۍ پیلولو سیمه دمقرراتو د هغو خنډونو له کبله ارزښت لري، چې دوی ورسره مخ کیږي.

د مقرراتو څرنګوالی او اغیزمنتوب په څلورو نښه شویو ساحو کې – د سوداګرۍ پیلول، د ودانیزو چارو د جوازترلاسه کول، د برښنا ترلاسه کول او د ملکیت ثبتول- د هغوبیلابیلو تعبیرونو له کبله چې له قانوني مرجع نه په هرځای کې کیږي او دهغو ادارو د اغیزمنتوب په پرتله چې د مقرراتو د پلي کولومسئولیت لري، په بیلابیلو سیمو کې توپیرکوي.په څلور واړو ساحو کې د مقرراتو د غوره پلي کیدو بیلګې په افغانستان کې موندلای شو.

اصلاح غوښتونکي پالیسي جوړوونکي کولای شي د هغو معیارونو په کاپي کولو اوتکرارسره چې په بریالي ډول په هیواد کې پلي شوي، د پاملرنې وړ پرمختګونه رامنځته کړي.

􀂃 د ټولو هغو غوره عملي بیلګو په اقتباس سره چې په سیمه ایزه کچه موندل شوې دي، افغانستان کولای شي د مقرراتو د غوره پلي کولو پولو ته ډیر نږدې شي، او د 190 اقتصادونو په نړیواله رده بندۍ کې چې د سوداګرۍ لپاره یې ښې آسانتیاوې برابرې کړې دي، خپله ګام پورته کړي او له 183 مقام نه 172 ته لاړشي.

2  په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول۲۰۱۷:

د 2016 کال په اکتوبر میاشت کې دافغانستان په هکله د بروکسل په کنفرانس کې افغان حکومت د پرځان بسیاینې، ملي

سولې او پرمختګ کاري چوکاټ، پنځه کلن ستراتیژیک پلان وړاندې کړ، په کنفرانس کې دحاضرو 70 هیوادونو او 30 نړیوالو سازمانونواستازو له افغانستان سره د راتلونکو څلوروکلونو لپاره په کال کې د 3.8 میلیارده امریکایي ډالرو پرمختیایي مرستو ژمنه وکړه.په داسې لوړه کچه دوامدار ملاتړد افغانستان د راتلونکي پرمختګ په هکله د نړیوالې ټولنې ترمنځ د لوړباورد شتون څرګندونه کوي.

د همدې کال په لومړیوکې افغانستان په رسمي ډول د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. د دې غړیتوب ګټې سرله اوسه محسوسې دي:  کلني صادرات 570 میلیونه امریکایي ډالرو ته لوړ شوي چې له 2013 کال راهیسې

150 میلیونه امریکایي ډالره لوړوالی ښيي.د هیواد له صنعتي سکتور نه هم ښه خبرونه راځي، چیرې چې وده د 2014 کال د 2.4 %نه په 2015 کال کې 4.1 % ته لوړه شوې ده. افغانستان همداراز خپل مالي دریځ هم دعوایدو د په لاره اچولواود لګښتونو د کنترول اړوند مهمو پالیسیو په اصلاح سره، پیاوړی کړی دي .

له دې هڅوونکو نښو سره سره، افغانستان تر اوسه هم د پرمختګ په برخه کې له ستروننګونو سره مخ دی. د هیواد ټولیزه اقتصادي وده چې له 2003 کال نه تر 2012 کال پورې په منځنۍ کچه 9.4 ٪ وه په 2014 کال کې٪1.5 او په 2015 کال کې 2٪ ته راټیټه شوېده.  

2- د افغانستان سړي سر ناخالص ملي تولیدات ) GDP ( د نړۍ تر ټولو ټیټې کچې تولیداتو کې راځي . په اټکلي ډول په کال کې د 3٪ نفوسو ودې او د ناخالصوملي تولیداتو د بطي ودې او مخ په خرابیدوامنیتي وضعیت په لرلو سره، په افغانستان کې بې وزلي مخ پر زیاتیدو ده.

4- سربیره پردې، په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ په کچه یو لوی مرسته اخیستونکی هیواد پاتې شوی دی، نړیوالې مرستې له 2012 کال راهیسې مخ په لږیدو دي. د افغانستان لپاره دا ډیره اړینه ده چې حکومت د اقتصادي ودې لپاره نوې سرچینې ولټوي تر څو د مرسته کوونکو د مخ پر لږیدو مرستو جبران وشي.په داسې حال کې چې افغانستان هڅه کوي پر بهرنیو مرستو له اتکا څخه ځان وباسي،د خصوصي سکتور پرمختګ ورته یوستراتیژیک لومړیتوب بلل کیږي. د افغانستان خصوصي سکتور فعالیتونه تراوسه هم ډیرمحدود دي: د کاري ځواک برخه پکې تر 50 ٪ښکته ده، خصوصي سکتور ته د کورني بسپنې کچه د ناخالصو کورنیو تولیداتو

GDP یواځې 4٪ ده  )د کم عایده هیوادونود GDP د 28 ٪ منځنۍ کچې نه هم ډیره ښکته

ده( او ناخالصه کورنۍ خصوصي پانګونه د

GDP یواځې 5.9 ٪ جوړوي.

. 5 د خصوصي سکتور ستونزو ته پاملرنه به په اوږدې مودې کې د دوامداره ودې لپاره اړینه وي- له دې سره بیا د سیاسي ستونزو، امنیتي تشویشونو او پراخ فساد کمښت او د ماهروکارګرو د کموالي ستونزو ته هم پام پکاردی.

په جګړو اوتاوتریخوالي ځپلوهیوادونوکې سوداګري کول آسان کارنه دی. جګړه په ځانګړي ډول په رسمي خصوصي سکتورباندې چټک اغیزکوي. د تاوتریخوالي او کډوالۍ په پایله کې انساني پانګه ورکیږي. زیربناوې او موسسات له منځه ځي او مالي سرچینو ته لاسرسی ستونزمن کیږي. سره له دې، ډیرجګړه ځپلي او ماتیدونکي هیوادونه په دې توانیدلي چې خپل د سوداګرۍ چاپیریال دمقرراتو په یو شمیر ساحو کې ډیر ښه کړي( په تیرې یوې لسیزې کې د نویوسوداګریو د راتګ، خوندي معاملاتو او دمالیاتي قواعدو پام کې نیولو برخو کې ډیرښه والی راغلی دی.

د افغانستان حکومت چې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د پانګونې د چاپیریال د ښه کولو په ارزښت باندې خبردی، د خصوصي سکتور پرمختګ ته یې د خپلو هغو نویو ملي پروګرامونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی چې د 2016 کال په اکتوبرکې د افغانستان په هکله د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې شول.

6 – د سوداګرۍ د مقرراتي چاپیریال د ښه کولو په موخه یوشمیر مهم نوښتونه وار له مخه پیل شوي دي).د سوداګرۍ د مقرراتو اصلاحات د داسې یوچاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته کوي چې د خصوصي سکتور د ودې هڅوونکی وي او مستقیمه بهرنۍ پانګونه راجلب کړي د اصلاحاتو په پایله کې د ملکیتونو لپاره ښه تنظیم شوی بازارمنځته راځي، د رسمي سوداګرۍ لپاره د جواز اخیستلو پړاوونه ساده کیږي او همداراز د برښنا او د ودانیزو چارود جواز ترلاسه کولو پروسې اغیزمنې او رڼې کیږي.

7- د مقرراتو په پلي کوونکو بنسټونو کې اصلاحات ، روڼتیا ، مسلکیتوب او د پیرودونکوخدمتونو په برخو کې ښه والۍ راوستلای شي- دا ټول د حکومت د مشروعیت په پیاوړتیا کې کلیدي ارزښت لري. د فساد د کچې ټیټوالی د مقرراتو له اغیزمنتوب او ښه کیفیت سره تړلی د سوداګرۍ کولو څیړنه د سوداګرۍ مقررات د کوچنیو او منځنۍ کچې کورنیو شرکتونو د لیدلوریو پر بنسټ مطالعه کوي. د سوداګرۍ کولو څیړنه یوه بنسټیزه فرضیه دا ده چې.       

د سړي سرله مخې ناخالصه کورني تولید )دالر) د ناخالصه کورني تولید حقیقي وده )٪(

د سړي سرله مخې ناخالصه

کورني تولید ( ډالر)

د ناخالصه کورني تولید

حقیقي وده )٪(

ځغلنده کتنه 3

ډیر عاید

کم عاید

اقتصادي فعالیت له ښو قوانینو او ادارونه ګټه ترلاسه کوي. په دې کې هغه قوانین شامل دي چې د ملکیت حقوق روښانه اوثابتوي، د اقتصادي تعامل وړاندوینه ډیروي او د تړون ګډونوال د ناوړې ګټې اخیستنې پروړاندې په اساسي ډول خوندي کوي.

موخه داده چې: روښانه مقررات ددې لپاره جوړیږي چې اغیزمن، ټولو ته دلاسرسي وړاو په آسانۍ پلي کیدونکي وي.په تیرې یوې لسیزې کې افغانستان په هغو پنځه ساحو کې چې د سوداګرۍ کولوڅیړنې لخوا اندازه شوې دي، مقرراتي اصلاحات پلي کړي دي- ډیر د پام وړاصلاحات د سوداګرۍ د پیلولو په برخه کې پلي شوي چې افغانستان د سوداګرۍ کولوڅیړنې د 2017 کال په نړیوالې رده بندۍ

(( په تیرې یوې لسیزې کې افغانستان په

هغو پنځه ساحو کې چې د سوداګرۍ کولو

څیړنې لخوا اندازه شوې دي، مقرراتي

اصلاحات پلي کړي دي- ډیر د پام وړ

اصلاحات د سوداګرۍ د پیلولو په برخه

کې پلي شوي چې افغانستان د سوداګرۍ

ډیټابیس د 2017 کال په نړیوالې رده بندۍ

کې په دې برخه کې د 190 اقتصادونو په

منځ کې 42 مقام خپل کړی دی.))

د فساد د کچې ټیټوالی د مقرراتو له اغیزمنتوب او ښه کیفیت سره تړلی دی:

د فساد د شتون د شاخص نومره ) 100 – 0(

له سرحدي نومرې یې فاصله ) 100 – 0(له 2005 نه تر 2016 پورې د اصلاحاتو شمیر ،

په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ، ۲۰۱۷:

کې په دې برخه کې د 190 اقتصادونو په منځ کې 42 مقام خپل کړی دی. همداراز د پوراخیستلو په برخه کې یې په همدې لیست کې 101 مقام ترلاسه کړی دی

8- تراوسه هم لا ډیرنور کار ته اړتیا شته. د سوداګرۍ کولو څیړنې لخوا په اندازه شویو ساحوکې افغانستان لا هم د جکړه ځپلو هیوادونولپاره د ټاکل شوې منځنۍ کچې په پرتله له لسو نه په اتو ساحو کې ښه اجراآت نلري.

د سوداګرۍ کولو څیړنې په کلني راپور کې چې د نړۍ 190 اقتصادونه یې سره پرتله کړي دي، د افغانستان استازیتوب کابل کوي، چې پلازمینه تر ټولو لوی سوداګریزمرکز ګڼل کیږي او دهیواد 11 ٪ نفوس هم پکې میشت دی.

9- خو کابل ټوله کیسه نه کوي. هغه متشبثین چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي، له بیلابیلوسیمه ایزو مقرراتي کړنو سره مخ کیږي. د 2017 کال سوداګرۍ کولو څیړنه،په هیواد کې دسوداګرۍ لومړنی نړیواله څیړنه دی چې په سیمه ایزه )ولایتي( کچه مطالعه ترسره کوي او څلور نور ولایتونه:

بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار هم ارزوي،کوم چې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز

ښارونه: مزارشریف، هرات، کندهار او جلال

آباد پکې واقع دي.

ددې څیړنې موخه دا ده چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د مقرراتو د چاپیریال په هکله پراخ معلومات حاصل شي او همدارازد ښو مقرراتو بیلګې او د اصلاحاتو په موخه سپارښتنې وړاندې شي ترڅو په ملي اوولایتي کچه د راتلونکو پالیسیو د ښه والي لپاره مرسته وکړي. ددې څیړنې تمرکز د هغو شاخصونو پرټولګو دی چې د مقرراتي پروسو ستونزمنوالی او لګښتونه اندازه کوي، کوم چې د کوچنیو او منځنۍ کچې کورنیو شرکتونو د منځته راتګ او فعالیت څلور پړاوونه اغیزمنوي- د سوداګرۍ پیلول کسب او کار(، د ودانیز جواز ترلاسه کول،د برښنا ترلاسه کول او د ملکیت ثبتول.

په افغانستان کې د سوداګرۍ د مقرراتو د چاپیریال د ښه والي لپاره وروستي نوښتونه:                                        

په 2016 کال کې افغان چارواکو په هیواد کې د سوداګرۍ د آسانه کولو پرلور مهم ګامونه واخیستل. ددوی د تمرکز یوه ساحه د سوداګرۍ

د پیل پروسه وه. پخوا، د سوداګرۍ دوه جوازونه وو: یو د وارداتو او صادراتو لپاره ؤ چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت لخوا ورکول کیده

او بل د غیر سوداګریزو فعالیتونو لپاره ؤ چې د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې )آیسا( لخوا ورکول کیده. په عمل کې، ډیر شرکتونه دې

ته اړ وو چې د خپلو فعالیتونو لپاره دواړه جوازونه ترلاسه کړي. د جوازونو نوي سیستم ته د عبور پروسه، چې سوداګر ته به یواځې یو

سوداګریز جواز ورکول کیږي، د 2016 کال په وروستیو کې په کابل کې پیل شوه. دا بدلونونه په تدریجي ډول له پلازمېنې بهر نورو ولایتونو

ته هم خپاره شول.

نوی جواز د درې کلونو لپاره اعتبار لري. دا بدلونونه ټولو سیمه ایزو شرکتونو ته ګټور دي خو په ځانګړي ډول هغو شرکتونو ته ډیره ګټه

لري چې له کابل نه بهر فعالیت کوي او پخوا دې ته اړ وو چې خپل جوازونه تر زاړه سیستم لاندې هر کال نوي کړي )د نورو جزئیاتو لپاره د

سوداګرۍ د پیل کولو څپرکی وګورئ(.

د جوازونو د ورکړې نوی سیستم کولای شي د سوداګرۍ د پیل پروسه چټکه او آسانه کړي- که څه هم چې لګښت یې ډیر دی. په بیلابیلو

سیمو کې د مقرراتي بدلونونو د پلي کولو پروسه ډیرې ننګونې هم لري. کله چې یې پلي کول بشپړ شي، دا به شونې وي چې ددې بدلونونو

ټوله اغیزه وارزول شي.

د ودانیز جواز ترلاسه کولو پروسې د بهبود په برخه کې هم هڅې شوې دي. په دې ساحه کې د وروستیو بدلونونو تمرکز پر کابل ؤ )شکل

وګورئ(. د معیاري عملیاتي کړنلارو د یوې عصري ټولګې او رسمي زماني محدودیتونو په درلودلو سره، یو نوی مقرراتي کاري چوکاټ

معرفي شو. یو“ واحد مرکز” چې د ښاروالۍ بیلابیل دفترونه ټول پکې په یوځای راټول وي جوړ او ورسره پرلیکه )د انټرنیټ په مټ( خدمتونه

هم چمتو شول. په دې نوښت کې په کابل ښاروالۍ کې 75 تخنیکي کارکوونکو ته روزنه او د پوهاوي یو کمپاین چې د موخې کسان یې د

ودانیزو چارو کارکوونکي او نور برخه وال وو، شامل وو.

ددې نوښت تمرکز پر استوګنیزو او لوړپوړو ودانیو ؤ. راتلونکی ګام به کیدای شي دا وي چې پروسه، د کوچنیو سوداګریزو ودانیو په ګډون

چې یوه بیلګه یې د سوداګرۍ د پیل په موردي مطالعې کې هم شته، د هر ډول ودانیو لپاره ډیره اغیزمنه کړای شي او همداراز د ساختماني

جواز لګښت لږ کړای شي )د نورو جزئیاتو لپاره د ودانیز جواز اړوندو مسایلو څپرکی وګورئ(.

اوتوما ت کول ساده کول

په کابل کې د ساختماني جواز د ورکړې په پروسه کې وروستي اصلاحات

دک معپاایمهن پوهاوي ظرفیت جوړونه دچموقر کار ات ټو کاري

  • د ټولو ادارو له

ونښلول شول

ځغلنده کتنه 5

د شاخصونو څلور ټولګې ځکه غوره شوې وې چې د سوداګریزو مقرراتو هغه ساحې تر پوښښ لاندې راولي چې د معمول حقوقي او مقرراتي کاري چوکاټ پلي کول پکې په بیلابیلو سیمو کې بیلابیلې بڼې لري- ځکه چې له قانون نه تعبیرونه اود مقرراتو د پلي کوونکو ادارو سرچینې او اغیزمنتوب په بیلابیلو سیمو کې سره توپیر کوي. په داسې حال کې چې اړوند خورا متمرکز وزارتونه په ولایتونو کې د ډیری خدمتونو د رسولومستقیم واک او مسؤلیت لري، په دې منځ کې ددې سیستم خنډ د ولایتونو والیان دي چې د خدمتونو د رسولو په برخه کې لږ رسمي مسؤلیت لري خو ډیر سیمه ایز ځواک او واک ورسره دی. دا راپور همداراز د جندر بعد هم په پام کې نیولی چې «د سوداګرۍ د پیل کولو » او «ملکیت ثبتولو » شاخصونه پکې شامل دي، کوم چې د جندر له پلوه توپیرلرونکې کړنې هم پکې ارزوي.د دې څیړنې لپاره معلومات د اړوندوقوانینو، مقرراتو، فرمانونو او د فیسونودجدولونو او همداراز بو پوښتنلیک ته په ټول هیواد کې د خصوصي سکتور تر سلو ډیروکارپوهانو د ځوابونو له لارې راټول شوي دي. د پوښتنلیک په ځواب ویونکو کې حقوق پوهان، معماران، انجینران، ودانیز شرکتونه،مسلکي اتحادیې او نور هغه کسان شامل وو چې په څیړنه کې اندازه شویو ساحواړوندو مقرراتو په برخه کې یې شرکتونوسره کار کاوه او یایې ورته مشورې ورکولې.د حکومت د بیلابیلو کچو مسئولینو هم دمعلوماتو په برابرولو کې برخه اخیستې ده.معلومات د 2016 کال نومبر میاشتې نه راپدیخوا راټول شوي دي. 10

موندنې کومې دي؟

په افغانستان کې د سوداګرۍ کولو څیړنې د 2017 کال راپور په هیواد کې د سوداګرۍچاپیریال ټول اړخونه نه دي ارزولي کوم چې ښایي شرکتونو او پانګوونکو ته ارزښتولري- د بیلګې په توګه د لوی اقتصاد ثبات،د بازار اندازه، د مالي سیستم وضعیت  .

له سوداګرۍ کولو څیړنې د شاخصون پربنسټ د جنګ ځپلو او ماتیدونکو هیوادونو د اجراآتو له منځنۍ کچې سره د افغانستان پر تله کول .

سرچینه: د سوداګرۍ کولو څیړنې ډیټابیس:

یادښت: د نړیوال بانک د تعریف پربنسټ په 2017 مالي کال کې د 34 جنګ ځپلو او ماتیدونکو هیوادونو معلومات ښیي.

د سوداګرۍ کولو څیړنې په افغانستان کې پر کابل سربیره څلور نور ولایتونه:

6 په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ، ۲۰۱۷:

د انساني سرمایې څرنګوالی. د شاخصونوتمرکز پر هغو ساحو دی چې په کوچنیو اومنځنیو تشبثاتو پورې اړه لري او ولایتي او دښاروالۍ مسؤلین پکې پراخه ونډه لري. پایلې دا ښیي چې په افغانستان کې د سوداګرۍپه مقرراتو او د هغوی په پلي کولو کې دولایتونو په کچه ډیر توپیرونه لیدل کیږي.کابل په دوه ساحو، د سوداګرۍ پیلولو اود برښنا ترلاسه کولو، کې تر نورو ولایتونوډیر وړاندې دی . خو کابل بیا دودانیز جواز اخیستلو او د ملکیت ثبتولو په برخو کې په هغه کچه ښه نه دی. په پلازمینه کې د چټکې ودې له کبله، کابل د ساختماني جوازونو او د ملکیتونو د انتقال په برخوکې د غوښتنلیکونو له لوړې شمیرې سره مخ دی. وارله مخه یوشمیر ګامونه اخیستل شوي دي چې د وروسته پاتې کارونو حجم را کم کړي. د ساختماني جوازونو د ورکړې په برخه کې په کابل ښاروالۍ کې یو ګډ مرکز ) One-Stop Shop ( جوړشوی او یوه آزمایښتي پروژه د پلي کیدو په حال کې ده چې د ملکیتونو ثبت له حقوقي پروسې نه چې د محاکمو په واسطه ترسره کیږي یوې اداري پروسې ته را واړوي.کندهار د ودانیز جواز د ورکړې او د ملکیتونود ثبت په برخو کې په لومړي مقام کې دی.بلخ )مزارشریف( په هیڅ یوې اندازه شوې ساحې کې لومړی مقام ندی خپل کړی خو په

څلورواړو ساحو کې دویم مقام لري. بلخ په وروستیو کلونو کې د نسبي امنیت نه په ګټې اخیستنې ددې جوګه شوی چې تر څیړنې لاندې څلورواړو ساحو کې ښو کړنو ته وده ورکړي.

بلخ همداراز د پنځو ولایتونو په منځکې د ښځو له اقتصادي مشارکت نه په لوړه کچه ګټه ترلاسه کړې ده. 11

هرات او ننګرهار )جلال آباد(، د پنځوولایتونو ترمنځ د بې وزلې ترټولو لوړې کچې لرلوسره، د نورو په څیر ښې کړنې نه لري.

دا ولایتونه یواځني دوه ولایتونه دي چې په هیڅ یوې اندازه شوې ساحې کې په لومړي یا دویم مقام کې ځای نلري.د څیړنې پایلو ته په ځیر کتو سره موږ ګڼ څیزونه پکې لیدلای شو. لومړی دا چې، په بیلابیلو ځایونو کې په کړنو کې توپیرونه لیدل کیږي.

د بیلګې په توګه د ساختماني جوازونوپه هکله کندهار له سرحدي نومرې نه 39.29 واټن لري خو کابل بیا یواځې 22.39 – نږدې

17نومرې توپير. په همدې ډول د ملکیتونو دثبت په برخه کې کندهار له سرحدي نومرې نه 40.31 نومرې واټن لري، چې له بنګله دیش ) 27.58 ( نه وړاندې دی، په داسې حال کې چې کابل ) 27.50 ( او هرات ) 24.17 ( په دې برخه کې د جنوبي آسیا هیوادونو په کچه تر ټولو کمزوره کړنې )فعالیتونه( لري.دا تشې )خلاوې( په ډاګه کوي چې داسې ډیر

مهم درسونه شته چې د افغانستان ولایتونه

یې باید یوله بل نه زده کړي.

دویم دا چې، د سوداګرۍ د پیلولو او برښنا ترلاسه کولو په برخو کې د کابل لوړ مقام د هغو اصلاحاتو منعکسوونکی دی چې یواځې په پلازمینه کې پلي شوي دي. ټول افغانستان ته ددې اصلاحاتو پراخول به متشبثینو ته په نورو ولایتونو او لویو ښارونو کې هم ګټه ورسوي. په دې برخو کې د کابل لوړ مقام ګټل همداراز دا منعکس کوی چې افغانستان

ډیر متمرکز اداري سیستم لري.

هغه متشبثین چې ځینې مقرراتي پروسې په نورو ولایتونو کې بشپړوي دې ته اړ دي چې په کابل کې له مرکزي چارواکو نه اجازه ترلاسه کړي- د بیلګې په توګه د برښنا دنوي مزي ترلاسه کولو لپاره. داسې کارونه پړاوونه ډیروي، ځنډ رامنځته کوي او د سوداګرۍ د پیلولولپاره لګښتونه لوړوي. دمقرراتو په هغو ساحو کې چې په سیمه ایزه کچه پکې خپلواکي شته، په نورو ولایتونو کې سیمه ایزه ادارو د ښو کړنو، مودې لنډولو، اود لګښت او بیروکراتیکو پروسو د ستونزمنتیا کمولو په برخو کې ښې بیلګې وړاندې کړې دي.

درېیمه داچې، په داسې حال کې چې دافغانستان پنځو ولایتونو د سوداګرۍ د پیلولو په برخه کې د ښو نړیوالو کړنو او

تجربو پر لور ډیر پرمختګ کړی دی، همداولایتونه بیا د ساختماني جوازونو اخیستلو،برښنا ترلاسه کولو او ملکیت ثبتولو په برخوکې تر نورو ډیرو اقتصادونو )هیوادونو(شاته پاتې دي. له سرحدي نومرې نه دواټن پرتله ددې حالت یو ښه انځور وړاندېکوي. د سوداګرۍ د پیل لپاره، ولایتونه

  • جدول: په افغانستان کې په کوم ځای کې سوداګري کول آسانه او په کوم ځای کې آسانه نه دي؟

  • ولایت )ښار( د سوداګرۍ پیلول د ودانیز جواز ترلاسه کول د برېښنا ترلاسه کول د ملکیت ثبتول د DTF نومره مقام د DTF نومره مقام د DTF نومره مقام د DTF نومره مقام

 

سرچینه: د سوداګرۍ کولو څیړنې ډیټابیس :

د لا ډیرو معلوماتو لپاره د “د سوداگرۍ کولو او په 2017 کال کې

د سوداګرۍ د پیلولو او برښنا ترلاسه

کولو په برخو کې د کابل لوړ مقام د

هغو اصلاحاتو منعکسوونکی دی چې

یواځې په پلازمینه کې پلي شوي دي.

ټول افغانستان ته ددې اصلاحاتو

پراخول به متشبثینو ته په نورو

ولایتونو او لویو ښارونو کې هم ګټه

ورسوي.

ځغلنده کتنه :

په افغانستان کې د سیمه ایزې حکومتولۍ کاري چوکاټ :

د افغانستان دولتي سکتور خورا متمرکز دی. مرکزي اداره له شاوخوا 54 حکومتي واحدونو جوړه شوې ده – چې په دې واحدونو کې وزارتونه،

ریاستونه، ادارې او خپلواک ریاستونه راځي. د مرکزي حکومت وزارتونه او ادارې لومړني بودجوي واحدونه ګڼل کیږي. د افغانستان 34 ولایتونه،

چې د نفوسو له مخې له یو بل سره پراخ توپیرونه لري، بودجوي واحدونه نه دي. د ولایتونو په کچه خدمتونه د اړوندو وزارتونو، ادارو او د ولایتي

ادارې واحدونو لخوا وړاندې کیږي.

ولایتي ادارې په ټولیزه توګه محدود ظرفیت او کارکوونکي لري او ډیر ځله ددوی او نورو دولتي ادارو ترمنځ د دندو او مسئولیتونو په برخه کې تداخل

منځته راځي، د بیلګې په توګه د والیانو )چې د افغانستان د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي(، اړوندو وزارتونو او ولایتي شورا ګانو )چې په مستقیم ډول د

خلکو لخوا ټاکل کیږي( ترمنځ. ولایتي شوراګانې د والیانو او په ولایتونو کې د وزارتونو اړوند ریاستونو پر کړنو یواځې په محدوده کچه څارنه کوي.

په 2016 کال کې د مالیې وزارت د ولایتي بودجو پالیسي جوړه کړه- چې اوس د وزیرانو شورا لخوا هم تائید شوې ده- چې کولای شي د بودجې په

پلان جوړونه او پلي کولو کې د ریاستونو او ولایتي ادارو رول ډیر لوړ کړي. a په ولایتونو کې د اړوندو وزارتونو د ریاستونو او والیانو ترمنځ د واکونو

په برخه کې د تداخل په هکله د ابهاماتو حل به د سیمه ایزې حکومتولۍ کاري چوکاټ روښانه کړي او د دولتي سکتور مشروعیت او حساب ورکونه به

پیاوړې کړي. خو، دغه هڅې چې د خدمتونو رسولو کارونه په ولایتي کچه ترسره شي، دې ته اړتیا لري چې د روڼتیا )شفافیت( اصل ته او همداراز

په ولایتي کچه د خدمتونو رسولولپاره ظرفیتونو ته پکې پاملرنه وشي.

د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره ) IDLG (، چې د وخت د ولسمشر په فرمان د 2007 کال په اګست کې جوړه شوه، د حکومتي ادارو ترمنځ ، چې

د ولایت، ولسوالۍ، کلي او ښاروالۍ ادارې پکې راځي، د اړیکو د ټول سیستم مسئولیت لري. د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې په دننه کې د

ښاروالیو چارو عمومي ریاست د ښاروالیو د چارو د مدیریت مسئولیت لري. ښاروالۍ د اساسي قانون له مخې د سیمه ایزو حکومتونو د واحدونو

په توګه پیژندل شوې دي، چې د ښاري چارو د تنظیم لپاره منځته راغلي، او له همدې کبله خپله ځانګړې بودجه لري. دوی تر ډیره پرځان بسیا

واحدونه دي چې په سیمه ایزه کچه د عوایدو راټولولو له لارې خپل ښاري خدمتونه تمویل او وړاندې کوي. خو دوی د مخ پرودې ښاري نفوس لپاره

د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ظرفیتونو له محدودیت سره مخ کیږي. ښاروالان په مرکزکې ټاکل کیږي او بودجې یې په مرکز کې تصویب کیږي. د

کابل ښاروالي یو ځانګړی حقوقي او سیاسي حالت لري: د سیمه ایزو ارګانونو له خپلواکې ادارې نه بیله او خپلواکه ده او په مستقیم ډول د ولسمشر

دفتر ته راپور ورکوي.

  1. د نړیوال بانک ګروپ، د افغانستان انځور، اکتوبر 2016 )واشنګټن ډي سي: د نړیوال بانک ګروپ، 2016 (.

1.6 شکل: د افغانستان پنځه ولایتونه له نړیوال اوسط نه، د سوداګرۍ پیلولو له ساحې پرته، په نورو ټولو ساحو کې شاته پاتې دي

سرچینه: د سوداګرۍ کولوڅیړنې ډیټابیس:

یا غلدظښت تل:ه دا سرشحکدل يد نو سمورداېګ رنه ۍ پهک ویلو و ټا څکیلړين ېوا پټهن نکموې نهډ یکر ېو دي 0نو9 1پ ها قهتما صا غهد وکنوچ هو ییې ش د س ور ش ا)خعرصو ضن(و لدو یه ردې ی.ټ ولله ګېس رلپا حرده يل هن وسمررېح دنه ي وناوټمنر دا ې نه ښ يد ي هغ چوې یی ود اوقاتټن صاپدر بدن سسوټد اګ ښرييۍ. کڅولووم ره څ یړ چنېې دد اقهتر صادونو وشا ي پ خه ه ص ما پر غهب نکسچه ټ لکهړ نډیې رډغیورره ې اقښتې صدادي (ن.ه څومره لرې دی. له سرحدي نومرې نه واټن له 0 نه تر 100 پورې ټاکل شوی دی چې 100 د غوره کړنو دسرحد ښودنه کوي )څومره چې نومره لوړه

د سوداګرۍ پیلول .

د ساختماني جوازونو اخیستل.

د برښنا ترلاسه کول.

د ملکیت ثبتول .

8 په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ،۲۰۱۷

اوسط ډول 87.27 نومره خپله کړې ده چې له نړیوال اوسط ) 82.28 ( نه ډیره ښه ده.خو په دې نورو اندازه شویو ساحو کې دافغانستان اوسط نومره له نړیوال اوسط نه لږ ترلږه 23 نومرې ټیټه ده . له همدې کبله افغانستان باید د نورو اقتصادونوهیوادونو( له ښو تجربو نه په کاپي کولواو ګټې اخیستنې سره ځان د ساختماني جوازونو، برښنا ترلاسه کولو او ملکیت ثبتولو په برخو کې له نړیوالو معیارونو سره

برابر کړي.

راتلونکي لار:

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سوداګرۍد آسانه کولو په هکله د پرتلیزو معلوماتوخپرول کولای شي چې د مقرراتو اصلاحات ګړندي کړي- ځکه چې د سیمه ایزو ادارولپاره دا ډیره ګرانه ده چې هغه مقرراتي کړن وپیژني چې ددوی په سیمه کې د ګاونډیوسیمو په پرتله د سوداګرۍ کول ستونزمنوي.سربیره پردې ، په ملي کچه د یوشان حقوقي او مقرراتي کاري چوکاټ لرل دا ډیر آسانه کوي چې د نورو ځایونو ښې کړنې کاپي کړای شي. حتی کوچني اداري اصلاحات،چې سترو مقرراتي بدلونونو ته اړتیا هم نلري، کولای شي د کوچنیو یا منځنۍکچې شرکتونو لپاره سترې آسانتیاوې رامنځته کړي. دا څیړنه په هره ساحه کې اوهمداراز په سیمه ایزه اونړیواله کچه ځانګړي فرصتونه راپیژني.

12- سربیره پردې، ځینې مشترکې مسئلې هم راڅرګندیږي، د بیلګې په توګه په ولایتي کچه د اداراتو محدود واکونه، زاړه قانوني کاري چوکاټونه او د روڼوالي نشتوالی.

مشترکې مسئلې :

لومړنۍ مهمه اړتیا په سیمه ایزه )ولایتي(کچه د دولتي سکتور د مشروعیت، حساب ورکونې او ظرفیت پیاوړي کول دي. داداراتو د دندو ترمنځ د تداخل له منځه وړلواو د هغوی د مبهمو رولونو او مسئولیتونوروښانتیا ته اړتیا لیدل کیږي او همداراز باید د اړوندو وزارتونو او والیانو ترمنځ د واکونود تداخل په برخه کې ابهام له منځه لاړ شي.د شرکتونو له اوږو د مقرراتو د دروند بارلرې کولو لپاره د سیمه ایزو واحدونو دظرفیتونو لوړولو ته اړتیا ده چې وکولای شي د سوداګریزو مقرراتو اړوند خدمتونه په ښه توګه وړاندې او د حکومت او اداراتود بیلابیلو سطوحو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. دا کاربه همداراز له پلازمینې بهر داصلاحاتو پلي کیدو ته لار هواره کړي.

2014 کال کې د افغان حکومت لخوا د لندن په کنفرانس کې د “دځان بسیاینې په لور:

د اصلاحاتو او نوي مشارکت لپاره ژمنې”تر سرلیک لاندې یو سند وړاندې شو چې په سیمه ایزه کچه د کافي اداراتو د منځته راوړلو او خدمتونو رسولو پر ارزښت پکې ټینګار شوی ؤ. پیاوړي سیمه ایزه ادارې کولای شي په ولایتونو کې د حکومتولۍاغیزمنتوب لوړ او ورسره هم مهاله د کابل له سرچینو نه، چیرته چې ډیرې بیروکراتیکې پروسې متمرکزې دي، په آسانۍ ګټه واخلي.له کابل پرته، د بیلګې په توګه، د ودانیزجوازونو په ورکړه کې د ښاروالۍ رول دښاري پراختیا وزارت له ولایتي څانګې سره تداخل لري. په همدې ډول، په ولایتونو کې دبرښنا د مزي د ترلاسه کولو لپاره متشبثین

اړ دي چې د برښنا خدمتونو په ولایتې څانګې او همداراز په کابل کې د برښنا په ریاست کې اړوند اداري پړاوونه بشپړ کړي.

د بلخ )مزارشریف( او ننګرهار )جلال آباد(تجربې دا ښیي چې د برښنا خدمتونو په څانګه کې د داخلي پروسو اصلاحات ددې لامل شوي چې د برښنا مزي د ترلاسه کولوپه کار کې لږ وخت ولګیږي او اړوند تائیدي امرونه پلازمینې کابل ته له سفر پرته ترلاسه شي.

بله مشترکه مسئله د قانوني کاري چوکاټونونوي کول دي. د بیلګې په توګه د ودانیو)ساختمانونو( په اړه مقررات زاړه او خواره واره دي چې عامه خوندیتوب له جدي خطرونو سره مخامخ کوي. په ساختماني صنعت کې د خوندیتوب د بهبود لپاره د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې یوه مقرره جوړه کړې ده چې د هستوګنې سرټیفیکیټونه معرفي کوي چې هغه د نوې جوړې شوې ودانۍ لپاره له ښاروالۍ نه د وروستي تائید ترلاسه کولو په اړه رولونه او اړتیاوې ځانګړې کوي. دې ته ورته سیمه ایز نوښتونه کیدای شي په یو ملي ساختماني قانون بدل شي.

په افغانستان کې د ملکیتونو ثبت د محاکموله لارې ترسره کیږي خو که دا پروسه په یوې اداري پروسې بدله شي، هم به دقاضیانو او هم د متشبثینو د وخت له ضایع کیدو نه مخنیوی وشي. د وزیرانو شورا په دې وروستیو کې پریکړه وکړه چې د ملکیتونود ثبت کار او مسئولیت باید له محاکمو نه دافغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې )اراضي( ته د یوې اداري پروسې په توګه ولیږدول شي. په دې هکله یوه آزمیښتي پروژه په هرات او کابل کې پیلیدونکې ده.

د برېښنا ترلاسه کولو په برخه کې د قانوني کاري چوکاټ د بیا کتنې په هکله هم ګامونه اخیستل شوي دي. پارلمان د 2016 کال په جنوري میاشت کې د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم قانون تصویب کړ. خو داقانون په دې اړه ټولو قانوني خلاوو ته ځواب ویونکی نه دی. د بیلګې په توګه، دا قانون یوه خپلواکه مقرره نه ده جوړه کړې.د سوداګرۍ پرچاپیریال د مثبتو اغیزو لپاره،د ښو قوانینو د لرلو ترڅنګ د ښو قوانینوانفاذ او پلي کول هم په هماغه کچه اړین کار

دی. د مقرراتو اغیزمن پلي کول، د مقرراتود کاري چوکاټ د جوړولو پرمهال پیل کیږي چې باید دا مقررات د دولتي او خصوصي سکتور له اړوندو شریکانو سره د پراخوسلامشورو له لارې جوړ شي.په قوانینو کې تعدیلات باید په واضح ډول د قوانینو پلي کوونکو سیمه ایزو ادارو، د سوداګرۍ او حقوقو له ټولنو او عامو خلکو .

( پیاوړي سیمه ایزحکومتونه کولای شي په ولایتونو کې د حکومتول اغیزمنتوب لوړ او ورسره هم مهاله د کابل له سرچینو نه، چیرته چې ډیرې بیروکراتیکې پروسې متمرکزې دي، په آسانۍ ګټه واخلي.په ساختماني صنعت کې د خوندیتوب د بهبود لپاره د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې یوه مقرره جوړه کړې ده چې د هستوګنې سرټیفیکیټونه

معرفي کوي چې هغه د نوې جوړې شوې ودانۍ لپاره له ښاروالۍ نه د وروستي تائید ترلاسه کولو په اړه رولونه او اړتیاوې ځانګړې کوي. دې ته ورته سیمه ایز نوښتونه کیدای شي په یو ملي ودانیز قانون بدل شي. د مقرراتو په هغو ساحو کې چې په سیمه ایزه کچه پکې خپلواکي شته، په نورو ولایتونو کې سیمه ایزه ادارو د ښو کړنو، مودې لنډولو، او د لګښت او بیروکراتیکو پروسو د ستونزمنتیا کمولو په برخو کې ښې بیلګې وړاندې کړې دي.

ځغلنده کتنه : 1.2 جدول: په افغانستان کې د سوداګرۍ کولو د آسانتیاوو د ښه والي په موخه، وړاندیزشوي مقرراتي

وړاندیز شوي اصلاحات اړوندې ادارې او نور شریکان

د سوداګرۍ پیلول

ملي

  • د افغانستان د سوداګریزو فعالیتونو او فکري شتمنیو د ثبت

مرکزي اداره ) )ACBRIP

  • د سوداګرۍ او صنایعو وزارت
  • د مالیې وزارت

سیمه ایزې )ولایتي(

  • د ACBRIP ولایتي څانګې

په ملي کچه سپارښتنې

  • د زړو )تاریخ تیرو( مقرراتو په له منځه وړلو د سوداګرۍ د پیلولو د پروسې آسانول
  • د کورني سوداګرو لپاره د جواز اخیستنې د مقرراتو د آسانولو کار ته دوام ورکول
  • د جندر پراساس تبعیضي قوانینو حقوقي بیا کتنه

په سیمه ایزه )ولایتي( کچه سپارښتنې

  • د کابل د واحد کاري مرکز ) One-Stop Shop ( له تجربې دې د اغیزمنتوب د غوره

والي لپاره کار واخیستل شي

  • له کابل ښار نه بهر دې هم اصلاحات پلي شي

د ساختماني جوازونو اړوندې مسئلې

ملي

  • د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره
  • د ښاري پراختیا وزارت

سیمه ایزې )ولایتي(

  • د ښاري پراختیا ریاست
  • د ښاروالۍ ساختماني دفتر

نورې ادارې

  • مسلکي اتحادیې )معماران او انجینران(
  • د اوبو او ناولواوبو )فاضل آب( د سیستمونو اړوند خصوصي

شرکتونه

په ملي کچه سپارښتنې

  • د ودانیز جواز د صدور لپاره دعیني معیارونو پر بنسټ د فیس د ساده سیستم برابرول
  • د ودانیز کار د تفتیش لپاره د یو پیاوړي او اساسي سیستم جوړول
  • د جوازونو په پروسه کې د دخیلو مسئولینو لپاره د سختو معیارونو معرفي کول

په سیمه ایزه )ولایتي( کچه سپارښتنې

  • په کابل کې د پیل شویو اصلاحاتو د پروسې په تعقیب، د قانوني کاري چوکاټ عصري

کول او واضح کول

  • د کابل په څیر، د ښاروالیو او د ښاري پراختیا ریاستونو د چارو مدغم کول
  • په کابل کې د پیل شویو اصلاحاتو د پروسې په تعقیبولو، د جوازونو اخیستلو پروسې

شفافیت )روڼتیا(:

  • په کابل کې د پروسې د لګښت راټیټول

د برښنا ترلاسه کول

ملي

  • د افغانستان برښنا شرکت
  • د انرژي او اوبو وزارت

سیمه ایزې ) ولایتي(:

  • د افغانستان برښنا شرکت سیمه ایز دفترونه

نورې ادارې:

  • د برښنا خدمتونو جواز لرونکي شرکتونه
  • مسلکي اتحادیې ) انجینران(

په ملي کچه سپارښتنې :

  • د برښنا دنوي مزي ترلاسه کولو لپاره د مخکینیو لګښتونو راټیټول
  • د اړتیا وړ برښنا او د هغې د لګښت د بلونو په برخه کې دروڼتیا )شفافیت( رامنځته کول
  • د برښناخدمتونو د ډاډمنتوب د څارنې لپاره د یو خپلواک مقرراتي نظارت رامنځته کول

په سیمه ایزه )ولایتي( کچه سپارښتنې:

  • د بلخ او ننګرهار په څیر، د افغانستان برېښنا شرکت د مرکزي دفتر او سیمه ایزو

دفترونو ترمنځ د همغږۍ لاښه کول

  • د نوي ترانسفارمر د لګولو د امر ورکولو او تائید واک د افغانستان برېښنا شرکت

مرکزي دفتر نه ساحوي دفترونو ته لیږدول

د ملکیت ثبتول

ملي

  • د عدلیې وزارت
  • د افغانستان د ځمکو خپلواکه اداره )اراضي(

سیمه ایزې )ولایتي(

  • ابتدایي محکمې
  • مخزن )د مرافعې محکمې آرشیفونه(
  • مستوفیت )دمالیې وزارت د عوایدو ولایتي څانګه(
  • ملکیتونه )د ښاروالۍ د ملکیتونو دفتر(:

په ملي کچه سپارښتنې:

  • په ابتدایي محاکموکې باید معیاري فورمې او د لګښتونو)فیسونو( مهالویش دلاسرسي وړ وي
  • د ځمکو اړوند سوابقو او پروسو برېښنایي )ډیجیټلي( کول
  • د اجارې مصئونیت او د ځمکو پر سر د شخړو د حل میکانیزمونو ښه کول
  • د ملکیت د ارزښت ټاکنې پروسې پرځای د ملکیتونود ارزښت ټاکلو لپاره د یو معیاري

پروګرام رامنځته کول

  • د کورني پروسو آسانه کول
  • ترثبت وروسته پړاوونه سره یوځای کول
  • د معلوماتو روڼتیا )شفافیت( یو لومړیتوب ګڼل

په سیمه ایزه )ولایتي( کچه سپارښتنې:

  • په کابل او هرات کې د اعلان شویو آزمیښتي پروژو په څیر، د ملکیت د ثبتولو پروسه

پر یوې اداري پروسې بدلول

یپاه دهښکلته: دد جهزرئی ېا تو س پلاپارره ښ،ت ناړې وپنهد هد کلپهړ ادو ون جوز ئلییاتسو تل پاورګهو، رپه ئ .هر څپرکي کې د “څه شی اصلاح کیدای شي؟” برخه وګورئ. په څلورو اندازه شویو ساحو کې دهر پړاو لګښتونو او مودې سرت شریک کړای شي .

10 په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ، ۲۰۱۷

ددې لپاره چې ډاډ حاصل شي چې ټول په قوانینو کې پر راغلوبدلونونو پوه شوي او عملي کیږي، د نوي قانون له متن سره باید داسې لارښود مل وي چې وښیي دا قانون څنګه تعبیرشي.د سوداګرۍ د مقرراتو په ټولو ساحو کې دې ته اړتیا لیدل کیږي چې د مقرراتو او پړاوونوپه هکله دلاسرسي وړ او کاروونکي ته آسانه معلومات برابر او وړاندې شي. کله چې غوښتونکي د داسې معلوماتو له نه شتون سره مخ کیږي، نو حکومتي ادارې حساب ورکونې ته نشي اړویستلای او دا حالت بې قانوني او فساد ته لار هواروي. د سوداګرۍ کولو څیړنې پر بنسټ افغانستان د نړۍ په کچه د هیوادونو ترمنځ د ساختماني مقرراتو د روڼتیا او لاسرسي په برخه کې تر ټولو په ټیټه کچه اجراآت لري. د بیلګې په توګه، متشبثین د ودانیز جواز د لاسته راوړلو په برخه کې داړینو فیسونو، اسنادو او اداري پړاوونو په هکله مخکیني معلومات نلري. خو په کابل کې په دې وروستیو کې په دې برخه کې د پام وړګامونه اخیستل شوي ترڅو د ودانیز جواز د

اخیستلو په هکله معلوماتو ته د خلکولاسرسی آسان کړي. په دې لړکې د پروسو لارښودونه،چک لستونه او معیاري فورمې جوړې شوي چې په ښاروالۍ کې او همداراز پر لیکه )دانټرنیټ پرمټ( د لاسرسی وړ دي. همداراز په کابل کې د پوهاوي یو پراخ کمپاین پلی شوی دی چې د صنایعو کارکوونکي له مقرراتوسره آشنا کړي. کولای شو دا نوښت د یو ښه عمل د بیلګې په توګه یاد کړو چې کیدای شي په نورو ولایتونو کې هم کاپي او عملي کړای

شي.دې ته ورته هڅې کولای شي چې د ملکیتونود ثبت او د برښنا مزي ترلاسه کولو پروسوپه هکله هم د ګټورو معلوماتو لاسته راوړل آسانه کړي. د ځمکو او ملکیتونو اړوند معلومات لکه د فیس، پړاوونو او دملکیت د انتقال په هکله، باید عامو خلکو ته د لاسرسي وړ شي. د برښنا خدمتونو وړاندې کوونکې ادارې باید پیرودونکو ته په روښانه توګه تشریح کړي چې د برېښنا د نوي مزي د ترلاسه کولو لپاره کومو پړاوونو، څومره مودې او څومره لګښت ته اړتیا شته. دلګښتونو د تعرفو په هکله معلوماتو ته هم باید دخلکو لاسرسی آسانه کړای شي.

سیمه ایزې او نړیوالې ښې کړنې :

په افغانستان کې پالیسي جوړوونکي کولای شي د همدې سیمه ایزې )ولایتي( کچې څیړنې له موندنو نه په ګټې اخیستنې سره خپل کار پیل کړي- ترڅو وپوهیږي چې په بیلابیلو سیمو کې د توپیرونو لاملونه کوم دي او پیژندل شوې ښې کړنې نورو سیموته کاپي کړي. که افغانستان ټولې هغه ښې کړنې چې په پنځه ولایتونو کې موندل شوې دي په نورو ځایونو کې هم پلې کړي نو ددې هیواد ټولیز اجراات به ښه شي . د ملکیت د ثبت بیلګه درواخلئ. یو فرضي ځای چې دا پروسه پکې 9 پړاوونه وهي )لکه په کابل کې( او 75 ورځې وخت نیسي )لکه په کندهارکې( او د ځمکې د مدیریت د کیفیت

په شاخص کې شپږ نومرې لري )لکه په بلخ کې( نو په نړیواله رده بندي کې به 175 یم ځا ی خپلوي- په تقریبي توګه د افغانستان له اوسني دریځ ) 186 ( نه 30 درجې لوړ اوله پاکستان ) 169 ( نه هم 12 درجې پورته.د ودانیز جواز په هکله، یوداسې ځای چې دا پروسه پکې 96 ورځې وخت نیسي او د ګودام د ارزښت 28.4 ٪ لګښت پرې راځي لکه په کندهار کې( او 13 پړاوونو ته اړتیا لري او د ودانۍ د کیفیت د کنترول په شاخص کې 2.5 نومره لري )لکه په کابل کې( نو له سرحدي نومرې نه به یې واټن 41.12 وي.دا د افغانستان له اوسنۍ نومرې ) 22.39 ( نه چې اوس د نړۍ په کچه یوه ټيټه نومره ده،

نیږدې 20 نومرې لوړه ده او له هندوستان

) 32.83 نه هم لوړه ده. 13

د څلورو اندازه شویو ساحو لپاره د 2017کال د سوداګرۍ کولو څیړنې پربنسټ له سرحدي نومرې نه د افغانستان اوسنی واټن په منځنۍ کچه 46.75 دی. د هغوټولو ښو کړنو اقتباس چې په سیمه ایزه کچه موندل شوې دي کولای شي دا اوسط 10نومرې لوړ کړي ) 56.89 (- او هیواد به مو په نړیوالې رده بندۍ کې په ټولیزه توګهسوداګرۍ کولو ته د آسانتیاو برابرولو په برخه کې 11 خانې لوړ لاړ شي، له 183 نه172ته. افغانستان به بیا نور په سویلي آسیاکې تر ټولو ټیټې درجې هیواد نه وي. 14د جوړو په بڼه زده کړې ته وده ورکول به ملي، ولایتي او د ښاروالیو پالیسي جوړوونکو ته دا فرصتونه برابر کړي چې په ځینو ساحو کې خپلې ښې کړنې له نورو سره شریکې او همداراز له نورو هم دا زده کړي چې په نورو سیمو کې په نورو ساحو کې کومو کړنو ښې پایلې لرلې دي. پایلې به ټولوته ګټورې وي.

په یو هیواد کې د سوداګرۍ چاپیریال د ښه کولو په موخه د اصلاحاتو د پلان جوړول اوپلي کول یو ننګوونکي کار دی- ځکه چې داد حکومت د ګڼو ادارو مشارکت او همدارازد همغږۍ هڅو او تخنیکي ظرفیت ته اړتیالري. خو د افغانستان حکومت په دې لارکې د مهمو ګامونو اخیستل پیل کړي دي.د اصلاحاتو پلي کولو د سوداګریو پیلول آسانه کړي او هیواد یې د سوداګرۍ د پیلولود آسانتیاوو په برخه کې د ښو کړنو لرونکواقتصادونو په لیکه کې راوستۍ دی، چې دااصلاحات له 2010 کال راهیسې پیل شوې دي. دا بریالۍ تجربه کولای شو نورو ساحوته د اصلاحاتو د هڅو په غځولو سره تکرارکړو.

هغه حکومتونه چې د مقرراتو د اصلاحاتوپروګرامونو ته په دوام ورکولو کې بریالي شوي دي داسې یوه جامع کړنلاره خپلوي چې د مقرراتو ګڼ شمیر ساحې ترپوښښ لاندې راولي. افغانستان کولای شي د نړۍد اصلاحاتو له تجربو ګټه واخلي. د بیلګې په توګه روندا هیواد د داخلي پروسو یوه کتنه ترسره کړه، د اصلاحاتو لپاره یې ساحې د لومړیتوبونو پربنسټ وټاکلې او د مقرراتود اصلاح یوه کمیټه یې جوړه کړه ترڅو داکمیټه ډاډ حاصل کړي چې د اصلاحاتو دپلي کولو په برخه کې د ادارو ترمنځ همغږي شتون لري او په دوامداره توګه د اصلاحاتوپه برخه کې پرمختګ وڅاري. دې ته ورته کمیټې د وزارتونو ترمنځ او آن د ښاروالۍ په کچه په ګڼ شمیر هیوادونو کې، د کولمبیا،هندوستان، اندونیزیا، مکسیکو، نایجیریا، پاکستان او پولنډ په ګډون جوړې شوې دي.د سوداګرۍ د مقرراتو اصلاحات کولای شي سترې پایلې ولري. د سوداګرۍ کولولپاره د آسانتیاوو په برخه کې د هیوادونوترمنځ لوړ مقام لرل له ډیرې ودې، ډیرودندو، کوچني غیر رسمي سکتور او لویومستقیمو بهرنیو پانګونو سره مل وي.              

15- اصلاحات رسمي سکتور ته د شرکتونو اوکارکوونکو په راوستلو سره د مقرراتو د پلي کېدو لمن پراخوي. په دې توګه کارکوونکيکولای شي د روغتیا بیمې او تقاعد په څیرګټې ترلاسه کړي. سوداګرۍ مالیات ورکوي.د محصولاتو د کیفیت معیار ټاکل کیږي.سربیره پردې، رسمي شرکتونه د خپلوسوداګریو د پراختیا په موخه بانکي پورونوته او همداراز د ستونزو د حل په موخه محاکمو ته پراخ لاسرسۍ لري. د سوداګرۍپه مقرراتو کې اصلاحات چې ناقانونه کړنې کموي او د ملکیت حقوق پلي کوي زیانمنونکو ګروپونو، د بیلګې په توګه ښځو ته چې د سوداګرۍ د غیررسمي سکتور لویه برخه جوړوي، ډیر ګټور دي.

ځغلنده کتنه :

یاداښتونه:

1 – کورني عواید د ناخالصو ملي تولیداتو )GDP

٪10.2 ته ورسیدل )د 2014 کال د 8.7 ٪  لوړشول( او د 2016 کال په لومړیو اته میاشتو کې

د 2015 کال د همدې مودې په پرتله 30 ٪ لوړ شول.

نړیوال بانک، د افغانستان د پرمختګ په اړه نوي معلومات، اکتوبر 2016 )واشنګټن ډي سي: نړیوال

بانک، 2016 (.

2  – د نړیوال بانک ګروپ، د افغانستان انځور، اکتوبر

2016 واشنګټن ډي سي: د نړیوال بانک ګروپ،

.) 2016

3 – د نړیوال بانک ګروپ معلومات،

. http://data.worldbank.org/indicator

د بې وزلۍ کچه چې په 2012 – 2011 کې 36 ٪ وه .            .

2013-2014  کې 39 ٪ ته لوړه شوې ده. دنړیوال بانک ګروپ، د افغانستان انځور، اکتوبر 2016

)واشنګټن ډي سي: د نړیوال بانک ګروپ، 2016 (.:

د نړیوال بانک ګروپ، له 2017 نه تر 2020 مالي کلونو په اوږدو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت

د مشارکت کاري چوکاټ )واشنګټن ډي سي: نړیوال بانک، 2016 (.

6- د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانستان دسولې او پرمختګ ملي کاري چوکاټ )،( ANPDF

2017 نه تر 2021 پورې )کابل، 2016 (.

7- په افغانستان کې د مستقیمې بهرنۍ پانګونې کچه ټیټه پاتې شوې ده. د بهرنۍ پانګونې راتګ د 2001

او 2005 کلونو ترمنځ په تدریجي ډول زیات شوچې 271 میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیدلی ؤ. دهیواد په کچه امنیت کې د خرابوالي راتلو له کبله،

د بهرنۍ پانګونې راتګ لږ او له 2006 کال راهیسې ډیر نامنظم شو، چې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او

پرمختګ کنفرانس ) UNCTAD ( د معلوماتو پربنسټ په 2014 کال کې یې کچه 54 میلیونه ډالرو ته راټیټه

شوه.

8 – نړیوال بانک، په 2017 کې دسوداګرۍ کولو څیړنه:ټولو ته برابر فرصتونه )واشنګټن ډي سي: نړیوال

بانک، 2016 (.

9- د نفوسو معلومات د افغانستان د مرکزي احصائیې ادارې نه اخیستل شوي دي، . http://www.cso

gov.af/en/page/demography-and-socile-

statistics/demograph-statistics/3897111 . په

2017 کې دسوداګرۍ کولو څیړنه د 190 اقتصادونو

11 د شاخصونو ټولګې ترپوښښ لاندې راوستې دي. د شاخصونو ډیری ټولګې د اقتصاد د سوداګرۍ د تر ټولو لوی ښار د یوې واقعې سناریو نه را اخیستل شوې دي خو د یوولسو اقتصادونولپاره چې نفوس یې له 100 میلیونو لوړ دی )بنګله دیش، برازیل، چین، هندوستان، اندونیزیا، جاپان، مکسیکو، نایجیریا، پاکستان، دروسیې فدراتیف او امریکا متحده آیالات( د سوداګرۍ ډیټابیس د هماغه هیواد دویم لوی سوداګریز ښار معلومات هم راټول

کړي دي.

10 د کابل لپاره معلومات د 2016 کال له جون میاشتې راپدیخوا راټول شوي دي. د نورو جزئیاتو لپاره سوداگري کول او په 2017 کې په افغانستان کې سوداګري کول” څپرکی وګورئ، د معلوماتو یادښتونه او د مرسته کوونکو لیست د “کورودانۍ”په برخه کې وګورئ.

11 – د نړیوال بانک ګروپ، د افغانستان ولایتي لنډیز،ډیسمبر 2016 )واشنګټن ډي سي: د نړیوال بانک

ګروپ، 2016 (.

12 – د اصلاحاتو لپاره ټولې سپارښتنې د هر څپرکي د څه شی اصلاح کیدای شي؟” برخه کي په جزئیاتو

راغلي دي.

13 – په داسې حال کې چې د افغانستان واټن له سرحدي نومرې نه د ودانیز جواز په برخه کې ) 22.39 ( په

نړۍ کې تر ټولو ټیټ دی، دا هیواد په نړیوالۍ رده بندي کې په دې برخه کې د 190 اقتصادونو په منځ کې 186 یم ځای لري ځکه چې څلور هیوادونه غیرعملي اقتصادونه دي )ایریتریا، لیبیا، سومالیا او د سوریي عربي جمهوریت(.

14 – که ټولې ښې کړنې اقتباس شوې وای نو افغانستان به له بنګله دیش نه چې اوس په 176 مقام کې دی، مخکې ؤ.

15 – په اوسط ډول د اقتصادونو )هیوادونو( په منځ کې،د سوداګرۍ کولو څيړنې له سرحدي نومرې نه د واټن د ارزونې پربنسټ د مقرراتو په کیفیت کې یوسلنه توپیر په کلنۍ مستقیمې بهرنۍ پانګونې کې له

250 نه تر 500 میلیونو ډالرو پورې توپیر رامنځته کوي. په نړیوال بانک کې د جان اندرسون او ادریان ګونزالز د “آیا سوداگري کول پر بهرنۍ مستقیمې پانګونې اغیزه لري؟” پربنسټ، په 2013 کې د سوداګرۍ کولو څیړنه: د کوچنیو او منځنیو پانګونولپاره دقیق مقررات )نړیوال بانک: واشنګټن ډي سي،

2012 کال(. د کوچني غیررسمي سکتور په هکله موندنې د سیمون جانکوف، کارالي مک لیش او ریتا رامالو د “مقررات او وده”، اقتصادي لیکونه 92 ،نومره 3 ) 2006 (: 395 – 401 مخونو نه رااخیستل

شوي دي.

افغانستان به خپله نړیواله درجه د هغو ښو کړنو په اقتباس چې په ولایتي کچه موندل شوې دي، څومره ښه کړای شي؟

سرچینه: د سوداګرۍ کولو ډیټابیس:

یادښت:  د نارینه وو او ښځو لپاره د سوداګرۍ د پیلولو په برخه کې په اوسط ډول پړاوونه او موده باید وښیي چې .

افغانستان )کابل( د سوداګرئ کولو درجه بندي په ۲۰۱۷کال کې څه ډول وه .

په درجه بندئ کی دافغانستان بالقوه ځای:

د سوداګرئ پیل

د برېښنا ترلاسه کونه

د ملکیت ثبت

د ملکیت د جواز ترلاسه کونه

د سوداګرئ ترسره کونې د آسانتیا

برابرولو عمومي درجه بندي

د سوداګرئ پیل

د ملکیت ثبت

د ملکیت د جواز ترلاسه کونه

243 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *