Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني: له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د شلولو هڅې روانې دي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان – امریکا د امنیتي تړون خلاف وروستیو هلوځلو ته په اشارې وویل،  په سیمه کې داسې هڅې روانې دي چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پرې شي.

ولسمشر غني نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، افغانان باید احساساتي نه بلکې په سم فکر او طرحو پر اساس اقدام وکړي.

ده پوښتنه وکړه چې ایا ملت دا غواړي چې منزوي شو او که په دې پوهېږئ چې له انزوا څخه د افغانستان راایستل په تېرو ۴ کلونو کې د ملي یووالي د حکومت بریا ده.

ده زیاته کړه:

«په منطقه کې ځینې غواړي زموږ بین المللي ارتباطات له منځه یوسي، هغه شی مو چې په عقل او قربانۍ ترلاسه کړی دی په احساساتو یې ولې له لاسه ورکړو؟ نو پوښتنه داده چې ایا غواړئ په هغه وخت کې چې نږدې ده سولې ته ورسېږو ځان په انزوا کې واچوو؟ دوهم بدیل مو څه دی، له نړۍ نه غواړئ چې بیا سل زره عسکر راولېږي او څوک دا غواړي؟»

ولسمشر غني دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې ولسي جرګې او یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاستوالو له امریکا سره د افغانستان پر امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني همداراز وویل چې په افغانستان کې هر څوک فکر کوي چې مظلوم دی او نسبت نورو ته په ده باندې ډېر ظلم شوی دی.  ده وویل، هر یو فکر کوي چې د افغانستان په جهاد کې د ده ونډه تر نورو زیاته وه، نو پکار ده داسې حللارې ته افغانان ورسېږي چې غم د ټولو مشترک شي او انحصاري نشي.

2,069 total views, 8 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. razmohammed mohmend Reply

    PEOPLES KNOW WAR LOARDS&MILLIONAIRE COME IN POWER.
    HOW LONG WILL THIS NATION GET FREEDOM FROM JIHADI
    MAFIA/SOME PARLIAMENT MEMBERS WANT TO GET SOME
    DOLLARS FROM USA,
    PEOPLES MUST BE SMART/JIHADI MAFIA AND SOME PARLIAMENT MEMBERS ARE CONNECTED WITH IRAN.THANK YOU

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *