Categories

اعلان

Loading…

د شهيد سيدال خان ناصر په هکله له چارواکو څخه غوښتنه

ليکوال: ح حقوېش،

سيدال خان ناصر: شهید سیدال خان د ابدال خان زوی د بریم خـګان لمسی د باړې (باړېزي/ باړخېګل) کړوسی د دورال کوسی دې. د وازیخوا سر ته په ډیله نوم ځائ کې د نړۍ ستړي ژوند ته سترګي روڼې کړې دي د سیدال خان پلار ابدال خان په خپله د سلطان ملخي توخي سـره ملګری وؤ او له مغلو یې استقـلال واخیست نو (باړېزي/باړخیل) له ابدال خان سره یوځاى راغلل او د زابل په آټغر اولسوالۍ کي میشته شول.

سیدال خان ناصر یو ښه زړور، وطن دوست، ښه عالم او فاضل شخصیت وؤ له دې پرته د پښتو او فارسي ژبو یو تکړه شاعر هم وٶ.

نوموړی د میرخان هوتک له وخته بیا د شاه محمود، شاه اشرف او شاه حسین تر وخته د هېواد له دشمنانو سره په پوره مېړانه او زړورتیا جنګېدلى دې چي د اصفهان نېول بیا یې په ټول پارس باندي د شاه اشرف پاچئ ومنله د ښه جنګي پالیسي او مهارت په ذریعه دولس زره(12000)  ترکان د جنګ په ډګر کي وؤژل شول او د ګیلان په سیمه کې د روسانو سره سختي جګړې وکړې تر څو روسي جنرال لیواچوپ ماتې وخوړه هغه سیمي چي د ایران خاوره وه روسانو او ترکانو د طهماسب په لارښوونه سره وېشلې وې له دواړو امپراطوريو څخه دا سیمي د سیدال خان د توري په زور خلاصي شوې ترکانو او روسانو چي ډیره سخته ماته خوړلې وه. د آفغاني لښکر شهامت، شجاعت، غیرت او د توري شړنګ ته په ناچاري سره سولي ته راضي او غاړه کېښودله چي په 13 او 14 فبروري 1729زیږدیز کال کې د سولي تړون د شاه اشرف او د روس د امپراطور ترمنځ د “رشـت” په ښار کي لاسلیک شو.

شهید سیدال خان ناصر د هوتكو د دورې یو مهم او غښتلی پهلوان نظامي سپاه سالار وؤ او بې مبالغې ویلای شو چي دا پښتون جنرال د هوتکو د جنګونو ملي هېرو(اتل) دی ځکه چي د دوۍ د ټولو جګړو  څخه یې له ابتدا بیا تر انتها پوري په مېړانه او زړورتیا سره دفاع کوله او په ټولو فتوحاتو کې (څه په داخل او څه په خارج کې) د خورا ځلېدونکو کارنامو څېښتن وؤ د محمد هوتک په عبارت (په سخاوت اوشجاعت زبده روزګار سو) هغه وخت چي میرویس نیکه ګورګین مړ کړ سیدال خان ناصر د پښتنو د لښکرو سپاه سالار وټاکل شو او په حربي او نظامي خدمتونو کې داخل شو بیا هغه وخت چي صفوي لښکر د کندهار د نیولو لپاره راغله همدا ملي پهلوان د ملي قاید له خوا د هغه د مقابلې لپاره ورمخکې شو او صفوي لښکرې یې څو واره پر له پسې ماتي کړې او ډیر جګړن یې ترې وؤ وژل او د میرویس خان د وخت په ټولو جګړو کي بریالی او فاتح وؤ. بیا چي ملي زعیم ومړ. اعلیحضرت شاه محمود د دغه ملي جنرال په مرسته اصفهان ونیو او د پښتنو شهنشاهي یې تشکیل کړه او بیا د شاه محمود تر مرګ وروسته له اعلیحضرت شاه اشرف سره د پاریس عثمانې او د روسې په ټولو جګړو کې ملګری او غښتلی سپاه سالار وؤ او په هر جنګ کې سوبه او بری په برخه وؤ همدا رنګه وروسته له نادرشاه سره په مدافعوي جګړو کي اخته سو او همدا سیدال خان وؤ چي د پښتنو د شهنشاهۍ څخه یې سخته دفاع کوله څو یې دا دفاع تر کندهاره را ورسیده او په کندهار کي هم تر وروستي طاقت پوري د شاه حسین سره یو ځائ د نادر په مقابله کي وجنګېد او د سیدال خان ناصر قوي روح ترپایه پوري نادرشاه ته سر ټیټ نه کړ او څو چي یې کولای شو د پښتنو د حق څخه یې دفاع وکړه. خو کله چي د دې مېړني لاس د قلات په بلاحصار(غونډ) کلا کي د نادر آفشار د جګړنو لخوا څخه زخمي شو او دی د جګړنو په ولکه کي ګیر پاتي شو دغه نوموړی جنرال په اسارت سره کندهار ته بوتلل شو سترګي یې د نادر آفشار په آمر سره ور ړندې کړل شوې نادر په دې وجه د سیدال خان ناصر سترګي ړندې کړې نادر به ویل چي هیڅ جرات نشم کولی چي د داسي یوه قهرمان او مېړني سپاه سالار قهرمانو سترګو ته وګورم نو د خپلو جګړنو په واسطه یې د هغه سترګي ویستلې او ړوند یې کړ سیدال خان د سختو زخمونه څخه یو څه موده ژوندی وؤ او وروسته په کابل کي د دې نړۍ څخه د تل لپاره کوچ شـو. د سیدال خان د شهادت سره د هوتکیانو واکمني یا شهنشاهي هم پائ ته ورسیده.

د دې ملي اتل په نوم په زابل ولایت کي د والي صېب دفتر ته مخامخ د څلورلاري په منځ کي د ناصرو د یو څو سپینږیریو  په هڅه او کوشش یو څلی(مینار) جوړ شو چي په دې هکله محترم لیكوال او تاریخ پوه شیرین خان ناصر په خپل کتاب(د پښتنو قبیلې، شجرې، مینې، او نومیالي) په 740 او 744 مخونو کي د یادوني په ډول سره داسي لیکي په زابل ولایت کي د سیدال خان تاریخي مینار د محمدایوب خان په کوښښونو د ناصرانو په کومک جوړ شو په هغه وخت کي د زابل والي صېب ښاغلی بیت الله خان غرنی وؤ نوموړى د خوست د ولایت په خټه تڼی پښتون وؤ.
د زابل والي بیت الله غرنی په زابل ولایت کي د 1355لمریز  کال د چنګاښ په 25 نیټه د شهید سیدال خان د مینار افتتاح وکړه.

چي د محمدایوب خان په رهبري د ناصرو په ملاتړ جوړ شو خو په پټه حکومت په دفتر کي د جمهوریت په نامه تحریر کړیده.

خو دا څلی اوس مهال یواځي د مینار په نوم یادیږي کله چي د یو چا څخه پوښتنه وکړې چي دا څلی د چا په نوم دې. درته وایي نوم نه لري دا یواځي د مینار په نوم یادیږي او فرهنګپاله ځوانان یې د جمهوریت د مینار په نامه یادوي چي د بیت الله غرنی تاریخي مریثه ورته پاتي ده چي د یوه ملي اتل نوم یې له هم دې مینار څخه لیري کړ په ځائ یې د جمهوریت نوم ورکړ. د دې څلي د نوم روښانه کولو لپاره  د اطلات او کلتور له محترم وزارت څخه، د زابل ولايت د اطلات او کلتور له ریاست، د زابل د ولايتي شورا، دولتي چارواکو او د زابل ولایت د ټولو مشرانو مدني فعالانو او ځوانانو څخه غوښتنه کومه چي په دې هكله جدي اقدمات وکړي چي دا څلی بیرته د شهید سیدال خان په نوم وه نوموي. او  دا غوښتنه هم د محترم وزارت، محترم ریاست، له چارواکو او د زابل ولایت د مشرانو او ځوانانو څخه کوم كله چي د نادرشاه ځواکونو د کندهار له محاصرې وروسته د  قلات لوري ته مخ وکړه په دغه وخت کي سیدال خان ناصر د خپلو څلورو زرو(4000) جګړنو سره پسې راوؤت د ښاري صفا او د قلات تر منځ یې په ایراني لښکرو حمله وکړه دا لښکر یې ماتې ته نږدې کړې وه چي نادر د یو لوی لښکر سره راورسید. سیدال خان ناصر ایرانیان پرېښودل او د قلات خوا ته ستون شو دقلات په کلا ننوت او هلته د اعلیحضرت شاه حسین د زوی محمد هوتک او خپلو نورو جګړنو سره د محاصرې په حالت کي وساتل شول او نادر په خپله کندهار ته ستون شو.

سیدال خان او محمد هوتک د قلات کلا او ښاري صفا څخه پوره دوه(2) میاشتي د دوښمن په مقابل کي مقاومت او دفاع وکړه خو د ایرانیانو ستر لښکر د کلات په کلا باندي په ورختلو بریالى نشول نو د غربي بېغرتي کارو ته یې مخه کړه. چي په دې نامردانه عمل سره پښتانه جنګ ته مجبوره کړي او سیدال خان د کلا څخه راوباسي ځکه دوی فکر کاوؤ چي د غلجو د کومکي لښکرو تر را رسیدو له مخه دوى په قلات باندي قبضه واچوي او د پښتنو ملي قهرمان سیدال خان ناصر له ډیر لږ لښکر سره تسلیم کړي ځکه چي په محاصره کي پاتي وؤ او د نادر لښکرو د سیدال خان نیول د کندهار د محاصرې د خلاصیدو کیلۍ بلله.

سیدال خان چي د غلجو نورو لښکرو ته بلنه ورکړې وه هغوۍ ډیر وځنډیدل نو سیدال خان مجبوره شو مرستندوی لښکر ته نور انتظـار نه شو د کلا څخه راوؤت لاس په ګریوان د نادر له لښکرو سره په جنګ بوخت شول د نادر ډیر جګړن یې ور ووژل او د نادر د لښکرو د ناوړه چلند مخه یې ونیوله چي تر څو په زخمي حالتو کي د جګړنو په پنجو کي ګیر شو.
د سیدال خان د جنګونو لړۍ هم دلته د قلات کلا په آړخ کي پوره شوه چي تر څو پکښي قرباني شو اوس مهال چي په هم دې سیمه کي د ځوانانو لپاره د لوبو یو پـارک جوړیږي نو دا غوښتنه کوم چي دا پارک د شهید سیدال خان ناصر په نوم ونومول شي. دا پارک چي خاص د دې نوم ارزښت لري چي د ملي اتل او ملي سپاه سالار د قـلات او د ټول آفغانستان لپاره په هم دې ځائ کې قرباني شو او دا پارک خاص د کابل کندهار د لوي لاري په سر د کابل د خوا څخه ښیي آړخ ته ودان دې چي د لوي لاري په سر تېروندکي آفغانان د اتل د تاریخ څخه آګاه کيږي او بله خبره دا هــم ده چي د دې ملي اتل سپاه سالار په نوم موږ په  ټول افغانستان کـي د یوې لېسې ماسیوا بل هیڅ نومول شوی ځائ نه لرو د یو داسي ملـي اتل لپاره خو په قلات کي پخوا لازمه وه چي د ده په نوم یوه سیمه یوه لیسه یا یوه ودانۍ کړي، خو نن هغه مینار چي د زابل د قومي مشـرانو او سپينـږيرو په مټ رغول شوى وٶ په یوه بل نوم یادیږي دا خو پرېږده چي دوۍ یو بل داسي کار وکړي چي د هغه تاریخ پکښي راسرګند شي، په نورو هېوادونو کي د یوه عادي سرباز په نوم واټونه نومول کیږي لکه څو کاله وړاندي چي امریکا د خپلو هغه عسکرو په نوم واټونه ونومول کوم چي په آفغانستان او عراق کي د جنګ له آمله وژل شوې وؤ. داسي یو ویاړلى کار زموږ اوسني اولسمشر محمد اشرف غني هـم وکړ کله چي د 2015زيږدیز کال د جولائ په لومړۍ نیټه د پکتیکا په سرحدي سیمه برمل اولسوالۍکي د پاکستاني ځواکونو لخوا د آفغانستـان په خاوره کي تاسیسات جوړیدل او د آفغان ځواکونو لخوا ورسره نښته وشوه چي په بدل کښې آته(8) پاکستاني عسکر ژوبل شول او په آفغان ځواکونو کي دوم ساتنمن نجیب الله د پاکستاني ځواکونو لخوا شهید شو.

د پیښي څخه دوه(2) ورځي وروسته اولسمشر ډاکټر اشرف غني دوم ساتنمن نجیب الله ته د هېواد په لاره کي د ملي دفاع د شهید ویاړ ورکو، په کابل کي د نوموړي کورنۍ ته یو دوه(2) پوړیز اپارتمان هم ورکړ او د پکتیکا ولایت د مرکز شرنې مرکزي څلور لار یې په غوښتنه سره د دوم ساتنمن نجیب الله په نوم ونومول شوه. په ویاړ یې افتخار کوم خو دلته له اولسمشر څخه دا هیله کوم چي په زابل ولایت کي د شهید سیدال خان په نوم څلی دي په رسمي ډول سره ورکړل شي. کوم چي کلونه وړاندي د شهید سیدال خان د نوموني لپاره جوړ شوي وؤ خو د وخت واکمانانو بل نوم ورته ورکړ. موږ یو داسي ملي سپاه سالار درلود چي د خپل هېواد د دفاع څخه پرته یې د پردو هېوادنو سره ټغري وهلې خو له بدمرغه دا وخت موږ هیڅ هـم ورته نه لرو چي راتلونکى نسل مو پرې ویاړ وکوي. شهید سیدال خان ناصر چي كله د سترګو د نعمت څخه بې برخي شو هغه وخت نادر غوښتل چي غلجی سره وشیندي نو سیدال خان یې د خپلي کورنۍ سره کابل ته ولېږه او د کوه دامن په شکردره کي استوګن شو د څه مودې نه وروسته هم هلته د تل لپاره د نړۍ څخه ستون شو او بیا د سیاه سنګ په هدیره کي خاورو ته وسپارل شو.

د سیدال خان د مقبرې په هکله شیرین خان ناصر په خپل کتاب (غازي سیدال خان د ایران فاتح) په 233 مخ کي لیکي د دې قبر جوړېدو تصمیم پوهنمل زمریالي ناصري د ریس فیض خان ناصري زوی لخوا د ظاهرشاه د سلطنت په دوره کې ونیول شو خو متاسفانه د وخت د حکمرانانو له خوا یې مخنیوي وشو او بیا هم زمریالي ناصري د امکاناتو تر حدوده د سیدال خان مقبره ترمیم او جوړه کړه. او بیا لیکي چي زه شیرین خان د سیدال خان زیارت ته په 1995زیږدیز کال ورغلی یم د هغه د مزار په سر د هغه مختصره سوانح، کارنامې او د اتلولۍ یادونه شوې وه.

د سيدال خان جنګونه:

د 1142سپوږميز کال په محرم کي چي نادر افشار پر هرات حمله وکړه او د ابدالیانو د غټانو سره په جنګ اخته شو او شاه اشرف غوشتل چي بیرته خراسان د ځان کړي په دې جګړو کي سیدال خان د پښتنو جګړنو او لښکرو سردار او قومندان وؤ او په کرمان کي میشت وؤ د هغه کال د ربیع الاؤل د 3 تر 6 پوري د ( مهمان دوست ) مشهوره جګړه د پښتنو او نادر افشار تر منځ واقع شوه. چي په پائ کي دواړو خواوؤ ته سخت تلفات وا وښتل تر دې جنګ وروسته سیدال خان د اعلیحضرت شاه اشرف لخوا د قزوین په حکمرانۍ مقرر او انتخاب شو او د لښکر په غونډولو بوخت شو. د 1142 سپوږميز کال د لومړۍ خور د 20 نه تر 30 پوري سیدال خان د اسلام خان په ملګرۍ د خپلو اتلسو زرو(18000) عسکرو سره د نادرشاه سره اوږه ورکړه او پښتانه له تهرانه را وؤ وتل. د سیدال خان درېیمه دفاعي جګړه د(مورچه خورت) مشهور جنګ دي چي دلته هم د څه عسکرو قومندانۍ په اسلام خان او په خپله یې په شاه اشرف پوري آړه درلوده او د 1142سپوږميز کال د ربیع الثانی(درېیمي خور) په آخر ونښت کومه آخرینۍ مقابله چي پـه پاریس کي سیدال خان د شاه اشرف په ملګرتیا د نادرشاه سره وکړه د [ازقان] او [فسا] د پل جنګ دي چي د هماغه کال د جمادي الاخر په 13 واقع شو او د پښتنو وروستي زلمیان د شاه اشرف او سیدال خان سره د فداکارۍ صحني ته وروړاندې شول په 1143سپوږميز کال د شوال په میاشت کي چي نادرشاه د هرات خواته متوجه شو او هرات د ابدالیانو لخوا جنګ ورسره ونښت نو ابدالیانو د اعلیحضرت شاه حسین څخه مرسته وغوښتله او د همدې درخـواسـت پـه آثـر د ربیـع الاؤل په میاشت کي د څو زرو امدادي نفرو سره سیدال خان د هرات د وطنخواهانو د کومک لپاره واستول شو څو کاله وروسته د 1149سپوږميز کال د ذیقعدې په میاشت چي د نادر افشار اردو کندهار محاصره کړ. تاریخي محاصره چي په خورا شهامت سره یې دفاع کېدله د پیاوړي زړور جنرال سیدال خان په همت او مېړانه تر یوه کال او څو میاشتو پوري وځنډیده او دې زړور قومندان تر آخري ګړۍ پوري په ډیر استقامت، شهامت، دلاورۍ او پښتني غیرت دفاع وکړه او څنګه چي نادر خپله قوا د قلات خوا ته ولیږله نو سیدال خان د څلورو زرو(4000) کسانو سره هلته ولاړ اود قلات پر کلا یې د نادر د جګړنو سره په سپین ډاګ سختي مقابلې وکړې څو چي د اعلیحضرت شاه حسین د زوی محمد سره د قلات د کلا دباندي په جګړه کي د نادر لښکرو  ته په لاس ورغی او کندهار ته یوړل شو هلته چي نادر خپل دا زوړ رقیب ولید امر یې وکړ چي د دې پښتون زمـري سپـاه سالار سترګي ړندې کړي او د ده سقوط سره د هوتکو شهنشاهي سقوط وکړ وایي کوم وخت چي د پښتنو ملي پهلوان سیدال خان ناصر د وطنخواهۍ په لاره کي سترګي بایللې نو د خپلو خپلوانو او د کورنۍ سره د کندهار څخه وکوچېد او د کابل د کوهدامن شکر درې ته راغۍ او دلته له نړۍ څخه د تل لپاره ستون شو د دې مېړه پښتون جنرال مزار د شکر درې د سیاه سنګ په مقبره کي دی او د ده څخه یو زوی د شیرمحمد په نوم پاته شوي چي تر اوسه هم د دې کورنۍ محترم احفاد او اولادونه هلته او په کابل کي استوګن دي.

سيدال خان ناصر د آدب له نظره:

لکه څنګه چي پټه خزانه لیکي سیدال خان ناصر علاوه پردې چي د جنګ میدان مېړنی وؤ. د آدب په ډګر کي هم لومړی سړی وؤ او د تورې سره یې قلم هم درلود ښه پوه او آدیب سړی وؤ مروجه علوم لکه فقـه، فصاحت، صرف، اونحو او فارسي کتب یې لوستلي وؤ. د آدیباتو سره یې ښه مینه درلوده او کوم وخت چي به له جنګه وزګار وؤ شعرونه به یې ویل په خپله هم ښه شاعر وؤ او پر ملي لحن او وزن یې سندرې ویلې چي دلته یې یو دوه سندري ستاسو لپاره رانقلوم.

یار ما لـه هڅــي ګران سو
راتیـر تـر ټـول جهــان سو

نور نـه وینــم پـه ستـرګـو
جهان ټول راته جانان سو

*****

دوې زلفـي دې اوږدې کړې
پر مــخ دې راخپـــرې کړې
ســـرې آشــــــــــرفــۍ دي
په تندي باندي خپرې کړې
ګــــــــــرزې پـــه بـاغ کــي
پـه ګلـونو کي نخـرې کړې

پـه اور کـي وســـوم یـاره
راته اور تازه بوستـان سو

*****

میـن چـي اشنــایــــــــي کــا
شپه او ورځ به ګریانــي کـا
شهـــــــــــۍ ده ستـمـــګـاره
خوشحال زړونه به زخمي کا
لینـــــــدۍ لــري د ورځیـــو
د بـاڼـو غشــــــي کـاري کــا

پـرهــــــار مـي ګـوره خلقـه
دلبــــــــر د تیـر نښــان سـو

*****

مین پـه لـویـو غــــرو ځـي
سـرتور پـه نیمو شپو ځـي
ووځــــــــې لــه وطـنــــــه
وطن پرېږدي پرچولو ځي
فــریــاد ونعــــــــارې وکــا
پـه نعــارو پـه غلبلـو ځـي

وصال یـــې نصیب نـه سو
ګوره زړه ډک په آرمان سو

*****

نعــارې وهـــم عـالمـــــــه
د شپــــې تـر صبحـدمــه
نـاتـــوان د بـیلـتـون یــم
یـو ګـړۍ نـه لـــرم دمـــه
بـې تـا مـي نفس خیـژي
راځـه زما د زړه همـدمـه

نظـر پـه مـا غـریب کــړه
چي تاخون مي ستا په ځان سو

*****

شبنـم پـر ګـلـو ښــکـارې
زمـا اوښکــې دارې دارې
خوناب ځي ستا لـه غمـه
زمـا مخـکـــې لارې لارې
تمــامـه شپـه کــم تیــره
پـه ژړا پــه نــارې نــارې

ښـکاره سوه مجنـون یـم
لیونتوب مي اوس عیان سو

*****

بوستـان ښکلـي زیبـا دی
رنګین پـه اوښکو زما دی
د زړه پرهـار ګلـګـون دی
چـي بلبل پـه تمـاشـا دی
په مینه مي زړه وچـاودی
تـه وایــې پـه خنـــدا دی

نـتلــی د بـېـلـتـــــــون یــــم
زه”سیدال” دا مي بیان سو

ناره يې ده چي وايي:

دي چا څه مـــري څه پـاتـه کیـږي
دیما میله په ژوند میراثتـه کیـږي

د پارسي د کلام نمونه يې:

ندانـم ای فلک افغــان چه کرده؟
درین دنیاي سرګردان چه کرده؟

یکي راد سپــــاهـان شـاه سـازي
یکي را میــدهي تو ســــرفرازي

مـرا سـرکرد، سرګـردانو حیـران
بګـردانـي بـه کـوه وګـه بیـابـان

بـدست نـادر دوران کنـــــي زار
بـدست غـم کنـي مردم ګرفتـار

* پای ******

270 total views, 6 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. غ.حضرت Reply

    وروره د ګټوری معلوماتی لیکنی څخه مو ډېره مننه
    زما په نظر ددې ډول ملی قهرمانانو په ویاړ باید یو څلی یا څلور لارۍ څه چه حتی باید پوځی پوهنتونونه ئې په نوم ونومول شی
    د نادر افشار بړوه او ظالم د کړنو او زموږ د حاکمانو د کړنو توپیر به په څه کی وی
    نادر افشار د سیدال خان سترګی ور ړندې کړې او زموږ حاکمانو ئې د تاریخ سترګی ور ړندې کړې
    اُف، سړی څه ووائي
    د نن ورځی حالت زموږ د یوې پېړۍ د غفلت او بهرنی دښمنانو د ماهرانه خیانت محصول دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *