Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان طبیعي سرچینې | محمد انور ولید

لومړۍ برخه:

افغانستان ډېرې طبیعي سر چینې لري خو موږ د د ې سرچینو په لاندې ډول لنډه یادونه کوو:

A: ــ تدارکاتي برخه :

لومړی : ــ  د کښت اوکروندې، باغدارۍ، مالدارۍ برخه :

الف : د کښت اوکروندې ( آبي او للمي غنم، شولې، جوار، مالوچ، کنجد، زعفران، مشنګ، باغلي، نسک، نخود، لوبیا، کچالو، شلغم، تور بادنجان، سره بادنجان، شړشم، ممپلي، وربشې، ترکاری باب، خربوزې، هنډواڼې، او بادرنګ ) برخه :

لکه څنګه چې کښت اوکرونده په هېواد کې د اقتصادي محورماشین او ستون فقرات بلل شوی دئ ځکه د افغانستان د خلکو اړتیاوې تریوې کچې ورباندې  پوره کېږي. د بېلګې په ډول ؛

په ۱۳۹۴ لمریزکال کې په سلو کې تر(۵۵٪) سلنې زیاتوخلکوپه مستقیم اوغیرمستقیم ډول له زراعت څخه خپل مایحتیاج لاسته راوړی وو، په سلوکې (۸۰٪) سلنه خلکوپه زراعتي برخه کې د کارروزګاربوختیاوې لرلې، خوغنمو، وریجو، زعفرانو اونوروغلودانود هېواد اصلي تولیدات تشکیلول.

د باغونو، مالداریواو نورو زراعتي توکوتولیداتو په افغانستان کې د صادراتوعمده برخه جوړوله اودا لړۍ ترنن پورې همداسې غځېدلې دوام لري.

پخوا افغانستان د مالداری او وچو مېوویوترټولو مهم صادروونکی هېواد پېژندل شوی ؤ. خوله بده مرغه چې له څلورولسیزو را په ایسته په پردیونیابتي تپل شویوجګړوکې ددې هېواد ټول بنسټونه د جګړود اورخوراک شول، زراعتي پراختیا یي وده په کې ودرېدله، اواقتصادي برخې ته سخت فزیکي اوحتی کېمیاوي زیانونه واوښتل.

د افغانستان له ټول مساحت څخه یوازې (۱۲٪) سلنه ځمکه چې (۶۵۲زره کیلومترمربع ) کېږي (۸) مېلیون هکتاره یې د کرلو وړده، ( ۴٪) سلنه نوره ځمکه یې د اوبولو وړده، (۴۶٪) سلنه یې د مالچرځمکه تشکیلوي، (۳٪) سلنه نوره یې په غرونواودښتوکې ځنګلونو پوښلې ده. په ټوله افغاني جغرافیه کې (۷۵٪) زراعتي ځمکې په درېیواواتوحوزوکې شته چې د هېواد په شمال، شمال شرق، جنوب اوجنوب غرب کې موقعیت لري.

افغانستان یوغرنی هېواد دی، له سردرو یې د سرشارو مستو سیندونوخوږومعدني اوبو سرچینې نیولې، خوکه چېرته د افغانستان همدغه خپلې اوبه سمې او پرځای مدیریت شي، آبګردان اود برښنا تولیدولو بندونه او نهري سیستمونه ورته ورغوي، ډېری هغه دښتې به هم تراوبولاندې کړې چې همدا اوس له پېړیو پېړیو را په ایسته بې ګټې لا یزرع اوشاړې پرتې دي، پردې سره به له یوې خوا د خپلو مفتو بهېدونکو اوبو مخه و نیول شي، له بل پلوه به په وچکالیو کې له همدې بندونو څخه منظمه ګټه پورته شي، له بلې خوا به زموږ د خلکو مایحتیاج په کورد ننه ور سره پوره او افغانستان به خود کفا شي، له بل لوري به موږ د برښنایي تولید څښتن او له پردیووارداتي برښنایي نیمګړتیاوو به پرې خلاص شو، له بله اړخه به افغانستان په کورد ننه د تولیدي سکتورڅښتن شي او دا کار به په افغانستان کې یولوی زراعتي، ماشیني، صنعتي اوصادراتي انقلاب اوبدلون راولي.

لنډه دا چې زراعتي نظام په افغانستان کې لاهم د بخورونمیرشکل لري چې غنم اونورې غلې دانې یې د هېواد عمده تولیدات جوړوي. له همدې کبله د کورنیو او بهرنیو بنسټونو په مرسته له کاره لوېدلې زراعتي ځمکې چې په جګړوکې یې د اوبولوسیستمونه له کاره لوېدلي وو، بېرته له سره د امکان تر بریده ورغېد ل، خوډېری ځمکې لاهم د جګړواوکرل شویوماینونو له کبله له کاره لوېدلې دي، ځکه چې هلته د کار روزګارپرځای د وارداتي جګړه ئیزفرهنګ حاکمیت جاري دئ چې له ورانیوتباهیوپرته بل هېڅ ژبه اوقانون نه پېژني.

بل لورته پرله پسې جګړو او وچکالیوهم زراعت ته زیاته صدمه رسولې چې له کبله یې د افغانستان بې کیفیته واردات ورسره ډېرشوي او زموږهېواد د ګاونډیانود بې کیفیته توکو په مارکېټ ورسره بدل شوی دئ. خوکه چېرته موږد مخه د انرژیود تولید اوآبګردان بندونواونهري سیستمونومنظم پلانونه اود اوبو مدیریت لرلی اود نړیوالوله مرستوڅخه په سمه ملي کچه ګټه اخیستل شوې وای، اوس به نه له ګاونډیانو سره د خپلواوبو پرسرلانجمنې تخریبي جنګي پروژې روانې وې، نه به د پردۍ بې کیفیته وارداتي برښنا رانیولوته اړوو، اونه به په خپل هېواد کې د اوبوله قحطۍ سره مخ وو. په ثمررسېدلي باغونه اومالچربه له منځه نه تلل. څاروي به مو نه تلف کېدل.

خو اوس هم وخت لرو، ځمکه موخپله ده، اوبه موخپلې دي، واک یې زموږ په لاس کې دئ، که بهرنۍ مرستې اوکورني محصولات سره یوځای کړواولومړیتوبونه په منظمه توګه د منظموپلانونوپرمټ ترلاس لاندې ونیسو، کولای شوپه لنډ مهال کې له هغه څخه نورعائدات لاسته راوړو. په همدې ترتیب به هم بیا رغونه ګام په ګام پر مخ ولاړه شي او هم به زموږ کورني عائېدات د خود کفاء کېدو ترکچې هم ورواوړي او له بهرنیو مشروطو مرستو پرته به خپله په خپلو پښو ودرېږو، بیا موږ د ګاونډ یانوزراعتي وارداتي محصولاتو ته اړتیا نه محسوسوو اوخپله به په کورد ننه د خپلو زراعتي محصولات له مخې خود کفاء وو. خو که د ترکاري بابو له پاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې یخې خونې ولرو، نود کال په څلوروفصلونوکې به زموږ تازه مېوې اوسبزیجات موجود اوژر به نه خرابېږي چې دا کاربیا هم زموږ بزګرته اوهم سوداګراودولت ته ډېره ګټه رسوي. خوکه افغانستان په کورد ننه اوله کوره د باندې یخې خونې ولري، د بازارموندنې تروخت پورې به زموږ د صادراتوټول مالونه په ژوندۍ بڼه خوندي اوګټې اخیستنې ته چمتووي.

اوس چې موږ له یوې خوا کافي سړې خونې نه لرو، زموږ وچې اوتازه مېوې پردیوهېوادوته ځي، هغوی یې په نشت بیه زموږ له سوداګرواخلي اوبیا یې هلته تر پروسس وروسته د پاکستان یا کوم بل هېواد په نوم زموږمېوې نوروملکونوته صادرېږي چې له یوې خوا زموږ بزګرواوسوداګرو ته زیانونه اړوي او له بلې خوا زموږ دولت ته په اقتصادي سکتوراو سیاسي برخه کې ډېرتاوانونه رسېږي.

خودولت مکلف دی چې په دې برخه کې خپلوملي ذمه واریو پوره کولوته خپل ملي لاس وراوږد کړي اوپه کمي اوکیفي لحاظ د کورنیوزراعتي تولیداتود ودې اوصادرېدوپه موخه په صداقت اومېړانې سره د خپلوبزګرانواوسوداګرولاس نیوی اومرسته وکړي.

ځکه اوس خو په افغانستان کې د ټولوکورنیوزراعتي تولیداتواوپیداوارود لوړېدواوټيټېدوکچې مستقیماً د افغانستان د خلکواوحکومت پراقتصادي وضعیت باندې هم مثبت اوهم منفي اغېزلري. د بېلګې په ډول :

که په افغانستان کې د تریاکوپرځای د زعفرانوکښت اوکروندې ته وده ورکړل شي، کېداشي له تریاکوڅخه د زعفرانوحاصلات ګټوروي، ځکه له یوې خوا به زموږځوان کهول له اعتیاد څخه پرې وژغورل شي اوله بلې خوابه دغیرقانونی نا مطلوب کښت اوکروندې ځای یوه مشروع، مطلوب اوګټورنبات نیولی وي.

ب – د باغدارۍ برخه ( مېوه دارې او غیر مېوه دارې ونې ) :

زراعت په افغانستان کې د تولیداتو یوه ترټولومهمه برخه جوړوي چې په ناخالصوکورنیوتولیداتو، صادراتو، اوخلکوته د کارروزګارپه موندلوکېډېرد پام وړاقتصادي او ټولنیزارزښت لري.

حمید الله فیضي په تاند ویب پاڼه کې د بڼ دارۍ او په افغانستان کې د اقتصادي غښتلتیا تر سر لیک لاندې یو ه مقاله خپره کړې او په کې لیکلي یې دي چې:

(( دافغانستان  اوسني کرنیز حالت او د لاښه والي لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، ځکه چې  دا د هېواد د اقتصادي غښتلتیا لپاره یوازینۍ غوره لاره ده.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وینا کرنه نه یوازې په اقتصادي پرمختګ کې یو فعال رول لوبوي، بلکه کولای شي په پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي جوړښت په بنسټونو کې پنځه مهمې مرستې وکړي: “د کار، پانګونې، پیسو چمتو کول ، د صنعت د مخ پر ودې سکتور لپاره خام مواد، او د تولید شویو توکو لپاره مناسب مارکیټ رامینځته کړي چې له یوې خوا به د بیوزلۍ لمنه ټوله کړي او له بل پلوه به د جګړې په ټولیدا کې خپل مثبت اغیز وشیندي.))  

محمد برات د (( محصول باغهای بادام سمنګان )) ترسر لیک لاندې مقاله کې چې پژواک خبري آژانس نشر کړې لیکلي چې : همدا روان کال د سمنګانو د بادامود باغونوحاصلات تر(۴۱۵۰) ټنوپورې رسېدلي چې د تېرکال په پرتله (۳۸٪) زیاتوالی په کې راغلی دئ.))

په زابل ، کندهاراوکاپیسا کې هم د بادامواواناروپه رزګونو باغونه شتون لري ، په پکتیکا ، پکتیا ، بادغیس اود شمال په نورو ولایتونوکې د پیستې ، بادامواو چهارمغزوخودي دښتي اوکوهي باغونه دي چې په زرګونو او لکونو ټنه مېوې ترې ترلاسه کېږي . همداسې د افغانستان په ډېری ولایتونوکې د مڼو، زردالیو، انګورو، ناکو، اونوروډول ډول مېوو باغونه شته چې پروسس ، سړوخونواوپرخپل وخت مارکېټ موندلوته اړتیا لري که حکومت اوخصوصي سکتورپه ګډه ددې باغونو په وده اود مېووپه کیفیت اوکمیت کې پانګونه وکړي ، کېدی شي له دې لارې د افغانستان اقتصادي وده څوچنده ورسره زیاته شي .

ولې متأسفانه چې افغانستان دا مهال په کافي اندازه نه د مېوه لرونکوونوله باغونوساتنه کړې ، ځکه له تېروڅلورولسیزورا په ایسته څومره چې جګړوځپلی ، همدومره باغونواو زراعتي سکتورته هم تاوان په کې رسېدلی ، ونې په بمونواومرمیوله منځه تللې دي ود ابود ترابوسیستمونوله امله یې ونې وچې شوې دي ، وسله والواونوروخلکویې ونې سوځولې دي .

د ظاهرشاه او داؤد خان د وخت د زراعت پخوان ني وزیرفقید ډاکټر صیب عبد لوکیل ماته خپله وویل چې ما په خپل مأموریت کې په ټول افغانستان کې د مڼو، زردالیو، آلوبالو، اونورومېوو(۴۵۰۰) باغونه اېښي اوټول په ثمرراغلي وو، خود روسانو، پاکستانیانواوامریکایانوپه راتګ سره هغه باغونه چې کلونه کلونه یې خپله د ډاکټر وکیل له خوا نرسريزه پالنه اوروزنه شوې وه ، نن له هغو باغونوڅخه یو یې هم سلامت نه دی او که کوم یو چېرې پاتې وي هغه هم په نشت حساب دی ، که دغه باغونه همدا اوس موجودوای ، اوهرباغ لږترلږه د کال یوټن مېوه حاصل ورکولی ، اوس به یوازې له همغوباغونوڅخه ( ۴۵۰۰) ټنه مېوه موږ لرلی .  

پردې سربېره موږ په افغانستان کې غیر مېوه لرونکې ونې لکه (( سپېدار، خروله ، پنجه چینار، د صبرونې ، څېړۍ ، او داسې نورې )) ونې هم لروچې له لرګیوڅخه یې د سون توکو، د کورونو په جوړولو، اوچوبي صنایعوکې کاراخلو، خودغه ډول ونې اکثره په غرنیو سیموکې شتون لري چې د جګړواونوروکورنیواوسیمه ییزومافیایي کړیواوزورواکوله لاسه یې ډېرزیانونه لیدلي اوویني یې . که ددغوبې مېوې ونوسمه اوپرځای روزنه اوپالنه اومدیریت وشي افغانستان به له دغې لارې ډېره ګټه ترلاسه کړي چې متأسفانه اوس مهال ددغو لرګیو ټوله ګټه د غلواومافیایي کړیو شخصي جیبونو ته لوېږي ، دولت اوخاموش اکثریت ترې محروم دی.

که د دغه ډول خپلسرووهلومخه یې ونه نیول شي، پاتې نورې به له منځه یوسي اوافغانستان به په سپېرودښتو، کڅ اوشاړو بدل کړي اومافیایي ډ لې اوزورواکي به په ګاونډیوهېوادواونوره نړۍ کې خپل سوړتجارت اوخپل ژوند ورباندې جوړکړي اواوږد مهاله ملي زیانونه به یې د دولت اوملت پرکاواکه اوږو ورباروي چې دا بیا هېچاته د منلونه ده ، ځکه هرڅوک باید خپل ملي مسؤولیت د خپل واک پرمهال اداء کړي.

ج: د مالدارۍ برخه ( اهلي اوغیراهلي ژوي ):

د افغانستان د مالدارۍ د پياوړتيا لپاره نوې هڅې :

په ملگرو ملتونو پورې اړوند د خوراک او کرنې اداره )اف اې او( وايي چې په تېرو څو کلونو کې ميليونونه څاروي په افغانستان کې له منځه تللي.

افغانستان چې يو کرنيز هېواد دى، د اقتصاد لويه برخه يې په کرنې او مالدارۍ ولاړه ده، وروستيو وچکاليو او اوږدو جنگ جگړو يې ستونزې ډېرې کړې دي.

په افغانستان کې د مالدارۍ پر وړاندې ستونزې د جګړو له پیله تر نن پورې ډېرې شوې دي. افغان حکومت او نورې اړوندې ادارې وايي چې په دې لړکې ميليونونه څاروي له منځه ولاړل او ډېرى مالدارې کورنۍ او سيمې بې څارويو شوې.

اوس په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د خوراک او کرنې برخې هوډ کړى چې د دغه هېواد د مالدارۍ برخه يو ځل بيا ورغوي. ددغې ادارې د لبنياتو د څانگې مشر لطف الله ړنگ وايي چې د افغان جگړې کلونه ددغه هېواد د مالدارۍ لپاره تر ټولو خطرناک کلونه وو.

نوموړى ټينگار کوي چې ملگرو ملتونو د څارويو د نسل د اصلاح، روغتيا او تغذيې لپاره پراخ پروگرامونه په پام کې نيولي او تر دې مهاله يې ډېره اغېزه لرلې ده. ددې ترڅنگ هغه ټينگار کوي چې په سيمو کې يې د خلکو لپاره د مالدارې لارې چارې ښودلي او په دې توگه يې له دې لارې تر پخوا د خلکو عوايد ډېر کړي دي.

ښاغلى ړنگ ددې ترڅنگ زياتوي چې تر دې مهاله يې په يو شمېر سيمو کې تر ٤٦ په سلو کې د څارويو نسل اصلاح کړى دى.

افغانستان يو کرنيز هيواد دى او ډېرى اوسېدونکي يې په کرنې او مالدارۍ بوخت دي. کارپوهان په دې اند دي که په دغه هېواد کې د کرنې ترڅنگ مالدارۍ ته ډېره پاملرنه وشي، نه يوازې داچې کليوالو او بزگرانو ته ور اوښتي پخواني زيانونه به جبران شي، په روان حالت کې به هم ددغه هېواد اقتصاد ته ډېره گټه ورسوي.

پوهنیاراحمد فرید روان په خپله یوه خپره کړې مقاله کې ویلي چې : افغانستان یوغرنی هېواد دی چې د اسیا په زړه کې پروت دی، مساحت یې ۶۵۲۰۰۰ کیلو متر مربع دی او تقریبا ۳۱ میليونه نفوس لري. په اقتصاد کې یې کرنه او مالداري مهم رول لري، خو په دومره کچه نه ده، چې خلک یوازی خپل ورځنی ژوند پرهمدې بسیا کړي او یا نوروهېوادو ته حیواني او زراعتي محصولات صادر کړي. کرنه او مالداري سره تړلي کلیمي دي، کله چې د کرنې څخه یادونه کېږي؛ نو طبعا د مالدارۍ کلیمه ورسره مخې ته راځي او که د مالدارۍ په اړه بحث شي، نو د کرنې کلیمه بې پوښتنې مخ ته کېږی، ځکه له کرنې څخه ډېر لاس ته راغلي محصولات یوازې د حیواناتو په وسیله په ښه ډول په مصرف رسېږي.
د یوې څېړنې له مخې په افغانستان کې ۳.۷ میليونه غواګانې، ۸.۸ میليونه پسونه، ۷.۳ میليونه اوزې، ۱۴۰۰۰۰ اسونه، ۱.۶ میليونه مرکب او ۱۲.۲ چرګان شتون لري ( FAO 2003) چې په دی شمېره کی د شل کالو پخوا په نسبت ۴۰٪ کموالی راغلی دی. چې زیات لاملونه لري.

۱ـ زموږ د ناسمو اعمالو له کبله څاروي هم کړېږي، د بارانونو نشتوالی او د دوامدارې وچکالۍ له امله څړځایونه وچ شول، یا خو زیاتره څړ ځایونه د زورواکو لخوا شخصي ملکیتونه شول او کوم چې پاتې دي او د څارویو د استفادې وړ دي هلته، نو بیا ناامنۍ ترې څاروي او څاروي وال محروم کړي دي.

۲ـ کرنې او مالدارۍ ته د کرنې وزارت نه پاملرنه، د وزیر نه یی واخله تر مامور پوری یی د سهار چای د شېدو، اېشدلې هګۍ، او پنیر. غرمه کی چرګان، کړیان، کباب تر څنګ یې مستې او ماښام کی ورته خوراک. کله کله د تفریح لپاره بیا د ماهیانو پارټی، نو د خدای په خاطر دا فکر خو وکړه چی دا ټول خوراکونه په مالدارۍ کې پراته دی، تا ورته څه وکړل؟
مالداري ورځ تر بلې مخ په کمېدو ده، بلکې په ختمېدو ده. په تېرو دیارلسو کالو چې دنړیوالو مرستې درته را روان دي، خو د وزو، چرګانو او یا د غواګانو کوم فارم جوړ نه شو، چې پکی د مسلک یو څو تنه په وظیفه وګومارل شي او هم حیواني پیداوار زیات شي، او نه د شته څارویو د بهبود لپاره کوم منظم پلان جوړ شو.

۳ـ په کلیوالو سیمو کې پاراویټان او غېر مسلکي کسان چې د وترنرۍ په هغه لار هم نوي تېر شوي، د یو پارا ویټ سره یې یو دوه ورځې په درملتون کی تېرې کړې وي، په بله ورځ به یې د مختلفو څارویو عکسونه په لوحه رسم کړي او د خپل نوم سره به يې په شین او ژېړ رنګ غټ د ډاکتر کلیمه لیکلې وي، د نوم لاندې یې بیا لیکلي وي چې د مصنوعی القاح، جراحی، حاملګۍ تشخیص، د هری ناروغۍ واکسین، لابراتواري معاینات او د هر نوعه ناروغۍ تداوي سهولتونه موجود دي، د لوحې په لاندې برخه کې عالي تحصیلات په پاکستان کی، د رابطی لپاره دری ډوله د موبایل نومرې لیکلې وي.

ځکه منظمه اداره نشته چې دا وڅاري او اسناد یې ولیدل شي. بیا خو زموږ د تعلیم کچه هم په هغه سطحه ده، چې دوی بیا یوازې په نامه غولېږي چی د پاکستان نوم په لوحه ولیدل شی بیا نو د لرې لرې کلیو څخه کروندګر ورته خپل څاروي را روان کړي، چی د پاکستان نه ډېر تکړه ډاکټر راغلی دی.

تکړه ډاکتر صیب د دوا لست په پښتو لیکلی وي، په ښار کی به د حیواني دواخانو په عمده فروشۍ ګرځي په کوم یو کی چی ارزانه دوا پیدا کړه هغه به واخلی او بیا یې په کلي کې په لوړ قیمت پلوری چې نه د ناروغۍ د عامل نه خبر او نه یې په درملنه پوهیږي، مالدار ته د څاروی د درملنۍ لپاره د بکتریاو ضد، پرازیت ضد، د درد ضد او د تقویې لپاره دوا ورکړي او څومره پیسې چې وغواړی ترې واخلی، ځکه د ډاکټر سره خو حساب نشته. کله چی مالدار لاړ شي بیا وایي، ځه !! د چره یز ډز مې پرې وکړ یو نه یو خو به پرې تاثیر وکړي.

د کابل، ننګرهار، هرات او نور پوهنتونونه هرکال په لوی شمېر محصلین د وترنرۍ له پوهنځیوو فارغوي، خو د دولت او په خاص توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت د بېغورۍ او په خپلو دندو کې د پاتې راتلو په اساس نوموړي فارغین خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هرې دندې ته ځان چمتو کوي، خو دولت دومره ظرفیت نه لري، چې د دولت په چوکاټ کې خپلو کدرونو ته کار ورکړي او نه هم دولت ورته په خصوصي سکتور کې د کار زمینه برابرولی شي، چې دا یوه لویه ستونزه او سرخوږی دی.
له بل پلوه افغانان په طبعي توګه د مالدارۍ سره لېوالتیا لري، ډېری وګړي په خپلو شخصي کمو امکاناتو د چرګانو فارمونه جوړوي، یو خو خپل شوق پوره کوي او بله دا چې د ژوند د اړتیاو پوره کولو لپاره د یو روزګار په بڼه ترسره کوي او ګټه یی هم زر لاس ته راځی، خو دولت دلته هم د فارمونو له خاوندانو سره هېڅ راز مرسته نه کوي.
نو په دی سره د چرګوړو د مرګ سلنه ډېره راټیټه شوې او له بل پلوه هیوادوال د خپل هېواد تولید شوي تازه او صحي غوښه په مصرف رسوي، چې د پاکستان څخه د زړو چرګانو په وارداتو کې یې د پام وړ کموالی راوستی دی.
که دولت غواړي چې هېوادوالو ته صحي محصولات برابرکړي اودګاونډیوهېوادونوله بې کېفیته محصولاتو يې خلاص کړي، نوپه کار ده چې دولت په ولایتونواو ولسوالوکې د غواګانو، وزو او پسونو دوه دوه او یا تر دې هم ډېر بېلابېل فارمونه جوړ کړي او خپلو هېوادوالو ته سم او سالم صحي محصولات په واک کې ورکړي.
دولت ته پکار ده چې د دې تر څنګ په ولسوالیو او کلیو کې تشخصي کلینیکونه جوړ او مسلکي کسان په دندو وګوماري، چې څاروی په وخت واکسین، د ناروغیو تشخیص او پر وخت يې درملنه وکړي او دغه راز دولت باید د عامه پوهاوي له پاره عام المنفعه پروګرامونه په لاره واچوي.
دمالدارۍ په برخه کې له فغانستان سره د چک جمهوري د همکارۍ هڅې

د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې، له دې وړاندې د چک جمهوريت په افغانستان کې د مالدارۍ په برخه کې ځینې سترې پروژې عملي کړې دي.

د چک د کرنې وزیر مارین جوریکا وايي چې د دغه هېواد حکومت چمتو دی ترڅو د ښوونې او روزنې سربېره له افغانستان سره د کرنې په برخه کې هم مرسته وکړي.

په همدې حال کې مارین جوریکا ته په کابل کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر ویلي چې مالداري په افغانستان کې یوه له مهمو اقتصادي برخو څخه دي چې په تېرې یوې نیمې لسیزې کې په دې برخه کې ښې پایلې ترلاسه شوي نه دي، له همدې امله حکومت هڅه کوي ترڅو د چک په ګډون د نورو هېوادونو همکاري ترلاسه کړي.

ښاغلي ضمیر زیاته کړه:«یوه له هغو برخو څخه چې موږ یې کولای شو د چک هېواد له پوهې څخ استفاده وکړو او په افغانستان کې هغه تطبیق کړو د مالدارۍ په برخه کې ده او په ځانګړې توګه د نسل په اصلاح کې، اصلاح نسل هغه برخه ده چې په افغانستان کې د ۱۵ او ۲۰ کلونو په اوږدو کې پر هغه کار نه دی شوی.»
د جاپان د نړیوالې همکارې ادارې(جایکا) د افغانستان د کرنیز سکتور سره د خپلې مرستو په دوام باندې ټینګار وکړ.
د جایکا د ادارې لوی مرستیال ښاغلي اتانابی ماساتو د افغانستان و کدنې وزیر محم آصف رحیمي ته وویل:

“افغانستان د جایکا لپاره ډیر مهم او د دې ادارې د فعالیتونو په لومړیتوبونو کې دی” ده زیاته کړه، چې هېواد يې دې ته چمتو دی،چې افغانستان د د بشري وړتیا د لوړولو، اوبولګونې، د مرسته کوونکو سره د همغږیتوب، په جاپان او بهر د لوړو زده کړو لپاره د زمینې برابرولو، او د افغانستان په اتو ولایاتو کې د وریجو د کرنې او حاصل ورکوونی په برخو کي به مرسته وکړي.
د جاپان نړیواله همکاره اداره(جایکا) د اوبولګوني د ریاست د وړتیا د لوړولو په برخو کې، د لیسانس او ماسترۍ په برخو کې د لوړو تحصیلاتو لپاره د زمینې برابرولو او هم په اتو ولایاتو کې د شولو د کرلو او د حاصلاتو د راټولولو په برخو کې فعالیت کوي.

د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې پانګونه

د کلیوالو سیمو ۸۵٪ څخه تر۹۰٪ وګړي په کرهڼې او مالدارۍ بوخت دي او د ټول هیواد ۷۶٪ وکړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. په دې وروستیو کلونو کې کرهڼه او مالداري د افغانستان ۲۵٪ ناخالصه کورني تولیدات په بر کې نیسي. که څه هم، د تیرې درې لسیزې جګړې له امله د کرهڼې او مالدارۍ سکټور خورا ډیر زیانمن شو خو د څو کلنو راهېسې حکومت، ښکیلو اړخونو او بزګرانو ډېرې هڅې کړي دي چې د کرهڼې او مالدارۍ سکټور بیا را ژوندی کړي. افغان حکومت غواړي چې د کلیوالو سیمو اقتصادي وضعیت په وده کې ډیره پاملرنه وکړي او دغه کار ئيٍ په خپل لومړیتوب کې نیولی دی. سربیره پر حکومت، نوموړې برخې د نړیوالو بلاعوضه مرسته کوونکو پاملرنه هم ځانته راړولې ده. په افغانستان کې د کرهڼیز اقتصاد پرمختګ او کرهڼیزو توکو د پروسس په برخه کې ډیر تاکید کیږي ځکه چې دواړه برخې په کور دننه تولیدي توکو او لګښت په برخه کې په ځانګړۍ توګه د ټول هیواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي.

په ناخالص کورني تولید کې د کرهڼی او مالداری وڼده

د کرنې فرعي سکټورونه:
• بڼوالی
تازه میوې، سابه، مغز باب، زیتون او داسې نور
• غلی دانې
غنم، جوار، چغندر، اوربشې
• حیوانې محصولات
لبنیات، شیدې، شات، چرګان، غوښه، کبان او داسې نور
• حبوبات
لمرګلی، زغر، کونځلی اوداسې نور
• مسالې او درملیز بوټی
زعفران، زیره داسې نور

د کرهڼې او مالدارۍ د ارزښت کړۍ (Value Chain) په سکټور کې د پانګونې فرصتونه:
تولید او پروسس:
• د وچو میوو او مغزبابو پروسس
• د مرباګانو، جوسونو او چکنیو تولید
• د زیتونو تیل او اچارو تولید او پروسس
• د اوړو او بورې د ژروندو جوړول
• د کچالو پاپړو تولید
• د کلچو او بسکیټونو تولید
• د پاستوریزه شویو لبنیاتو لکه شیدو، مستو او پنیر تولید
• د پروسس شویو غوښو تولید
• د وچې پروسس شوې غوښې تولید
• د نباتي تیلو جوړول او پروسس
• د سړو خونو جوړول
• د کشمېرې او کشمېرئي کالیو تولید
• د مالوچو پروسس او مالوچي سپڼسیو تولید
• د څرم تولید
کڅوړه کول (PACKAGING):
• د وچو او تازه میوو کڅوړې
• مرتبانونه، قطي او د قطیو پوښونه
• ښيښه اي او پلاستيکي بوتلونه
• پلاستيکي لفافي
• ټیټرا پیک کڅوړې
راکړه ورکړه او بازار موندنه
• د ټرانسپورټ او لوجستیکي خدمتونو وړاندې کول
• د بازار موندنې خدمتونه
• د سوداګریزو ملګرتیاو رامنځته کولو خدمتونه
• د براینډینګ خدمتونه (Branding)
د: د دامدارۍ برخه ( د مرغانواوکبانوفارمونه ) :
الف : په افغانستان کې د شاتو د تولید او بسیا کېدو کچه :

افغانستان دا مهال په کال کې دوه مېلیونه کیلوګرامه شات په کور دننه تولیدوی، ټولټال پینځه میلیونه کیلوګرامه شاتو ته اړتیا لري. (۲۳۷۰۰)کسان چې په هغو کې (۶۵۲) تنه یې مېرمنې دي د شاتوتولیدولو په کاروبار لګیا دي. خو (۳۴۷۲) تنه نوریې بیا په ځانګړي ډول د شاتو مچیو کارو بار کوي. په (۲۰۱۶ )زیږدیزکال کې (۲۳۷۰۰۰) صندوقه مچۍ لرونکو خلکو ته ورکړل شوي دي، خو افغانستان د شاتو مچیو د یومېلیون صندوقونو ظرفیت لری.
________________________________________
د کرهڼې اومالدارۍ وزارت چارواکوویلي چې وړم کال د ټول هېواد په کچه په کوردننه نږدې دوه میلیونه (۱۸۶۴۵۰۰)کیلوګرامه شات تولید شوي وو، خوافغانستان په کال کې (۵۰۰۰۰۰۰) کیلوګرامه شاتوته اړتیا لري چې د خپلې اړتیا پوره کولو دا تشه له بهرنیوهېوادوڅخه ډکوي.ځکه اوس مهال افغانستان له پاکستان، سعودي عربستان، آلمان اوامریکا څخه شات را واردوي او دشاتو خپل صادرات موږ نه لرو.

له نن څخه دری کاله وړاندې زموږ هېواد (۱۰۰۰۰۰۰)ګیلوګرامه شات تو لید کړی وو، خو په (۱۳۹۵)لمریزکال کې دا کچه (۲۰۰۰۰۰۰) کیلو ګرامو ته لوړه شوه. له دې نه دا جوتېږي چې له یوې خوا افغانان د شاتومچیوله روزلواود شاتو له تولید سره مینه لري اوله بلې خوا افغانستان د مچیود تولید، تکثراو شاتو ترلاسه کولو له پاره یو مناست هېواد دئ. که چېرته په دې برخه کې د آسانتیاوو ورته مخه اوخلک یې مسلکي شي، کېدای شي په لنډه موده کې افغانستان د شاتو د تولید په برخه کې د خود کفا ېۍ ترکچې پورې ورسوي.

په (۱۳۹۴) لمریزکال کې د خالصوشاتوتولیدي کچه (۱۳۰۰۰۰۰) کیلو ګرامو، یا په بله وینا (۱۳۰۰) ټنوته جګه شوې وه. د شاتودغه ډول تولید په بدخشان، تخار، کندز، ننګرهار، لغمان، هرات، میدان وردک،غزني، کاپیسا اولوګر ولایتونوکې دبزګرانواومالداروله لارې لاسته راځي.

اوس مهال په ټول هېواد کې (۳۴۷۲)تنه خپلسري مچۍ لرونکي کسان، (۹)اتحادیې او (۵۸) کوپراتیفونه د شاتومچیو په کاروبارباندې لګیا دي چې د حاصلاتوکچه یې هم ورته د باوروړده. ځکه له هرصندوق څخه په کال کې له (۱۰)تر (۱۵) کیلوګراموشاتو پورې حاصل ترلاسه کوي. چې د یوه کیلوګرام خالصوشاتو بیه له (۸۰۰) څخه تر(۱۰۰۰)افغانیو پورې ده.

د کرهڼې اومالدارۍ وزارت مچیوروزنوکوافغانانوته د ټول افغانستان په کچه (۲۳۷۰۰۰) د مچیوصندوقونه وېشلي، خودا هم کفایت نه کوي، ځکه افغانستان د شاتومچیوله پاره د (۱۰۰۰۰۰۰) صندوقونوظرفیت لري خود جګړواونا امنیوله امله. لا تراوسه ددې فرصت نه دئ برابرشوی چې یادې کچې ته ځانونه ورسوو.

یعنې د شاتوله یوصندوق مچیوڅخه په کال کې په اوسط ډول د (۱۵۰۰۰) افغانیو معادل حاصل ترلاسه کوي. خوکه چېرته یومچۍ لرونکی (۵۵)صندوقه مچۍ ولري دهغه کلني عائدات به په اوسط ډول (۱۰۰۰۰۰۰) افغانیوته لوړشي چې نوموړی بزګراومالدارله دې لارې څخه خپل خان اوخپله کورنۍ په سمه توګه خود کفا کولی شي.

که چېرته دغه فرهنګ عام شي په لنډه موده کې زموږ بزګران اومالدران کولی شي خپل هېواداوهېوادوال د پردیوبې کیفیته شاتوله قېمتي وارداتوڅخه وژغوري اوافغانستان په کورد ننه دخودکفایۍ ترکچې پورې ورسوي.خود کرنې اومالدارۍ وزارت دنده داده چې ددې ستوزې لیرې کولو او خپل هېواد د خودکفاء کېدو پرخوا بېولوله پاره مچیولرونکوته د مچیو روزلو په تړاوسمه کلاسیکه او مسلکي روزنه ورکړي، کورسونه ورته جوړکړي، هغه هېوادو او نهادو ته لکه د فرانسې د پراختیا یي آژانس مالي ملاتړ چې د مچیو په روزلو او مسلکې کېدو کې له افغانانو سره مالي مرستې کوي باید د لازیاتو مرستو جلبولو لاسونه وراوږده شي، اوپه مرسته یې په افغانستان کې د مچیودروزلو د تکثراو تداوۍ لارې چارې په کوردننه سمبال شي، ترڅوزموږمچۍ لرونکي هېواد وال د پاکستان په څېرهېوادوته د خپلو مچیو د تداوۍ له پاره اړتیا پیدا نه شي.

موخه:

داچې ولې په افغانستان کې د شا تو تولید ته اړتیا ده، د کرهڼې اومالدارۍ وزارت د خپلې سکتوري دندې اووظیفوي مسؤولیت له مخې مکلف دئ چې له یوې خوا د شا توخپل کورني تولیدات د خود کفا کېدواوصادراتوترکچې پورې په مسلکي توګه لوړکړي، ترڅو له یوې خوا زموږ خپله کورنۍ اړتیا پوره کړي، د افغانانو پیسې او پانګې پردیو جیبونو اوبانکونوته ونه لوېږي، اوله بله اړخه موږ خپل مسلکې کدرونه ورته وروزو، ترڅو په راتلونکې کې له پردي مایحتیاج څخه پرې خلاص شو.

پایله:

که چېرته د افغانستان دولت اوافغان بزګران اوماداران د شاتو تولیداتوته زورورکړي له یوې خوا به یې خپل اقتصاد ور سره ښه اوزموږ بزګران او ملداران به په خپلو پښو ودرېږي اوله بل پلوه به زموږ د خپلوکورنيوتولیداتوکچه په کمي اوکیفي لحاظ لوړه او زموږ اقتصادي برخې ته په ځانګړې او ملي سطح هم زیاته ګټه ورسېږي. چې له دغه ډول کاري ودې سره به هم زموږ خلک په خپل کارو بارمصروف شي او هم به زموږ ملت او دولت دواړه د خود کفاکېدواو کورنیو صادراتوکچې ته ورلنډ‌ شي.

ب : په افغانستان کې د سپینې غوښې د تولید ا قتصادي وده:

ب : په افغانستان کې د سپینې غوښې د تولید ا قتصادي وده:

دا مهال په تول هېواد کې (۱۲۲۰) د کب روزلواو( ۸۰۰۰) لوی او واړه د مرغدارۍ فارمونه شته ، دهرفارم له پاره (۶۰۰۰ ) لوی کبان او (۲۰۰۰) کوچیني کبان د خصوصي سکتورله پاره په پام کې نیول شوي. په (۲۰۰۵) زیږد یزکال کې د مرغدارۍ د فارمونو دغه کچه (۱۸۰۰) ته رسېدلې وه.د هلمند د مرغدارۍ ستره پروژه چې په یوه میاشت کې د (یومېلیون) مرغانود تولید ظرفیت لري. موږ د مرغدارۍ (۲۰٪ ) وطني تولیدات لرو، چې (۸۰٪ ) یې له بهرڅخه ورته را وارد ېږي.

افغانستان د کورنیوتولیدانوډېرې طبیعي اومصنوعي سرچینې لري اود کرنیزواومالدارۍ د ډولونوله پاره یومناسب بستردئ چې ځینې یې خپلسرې په نامنظمه غیرمسلکي اوغیرپلانیزه توګه، ځینې یې د خصوصي سکتورله مخې په منظم ډول اوځینې نورې یې د دولتي سکتورله لارې د یوه لنډ مهاله، منځمهاله اواوږد مهاله پلانونواوسترا تيژیوله مخې په کلاسیک اومکتبي شکل پرمخ وړل کېږي اوله دغوتولیداتوڅخه یوهم د سپینې غوښې تولید دئ چې د کبانواومرغدارۍ له فارمونوڅخه ترلاسه کېدای شي.

اوس به راشودېته چې آیا په افغانستان کې دغه ډول فارمونه جوړېدای شي اوزموږهېواد د کبانواومرغانود روزلوجوګه دئ که څنګه ؟

که چېرته دغه ډول فارمونوجوړولوته په افغانستان کې زمینه برابره وي د هغووجوهات به څه وي ؟
د یاد وپوښتنوځواب ښکاره او واضېح دئ.

لومړی:

کبان :ـــ کبان هم د غذایي رژیم د مصؤونیت، ودې او روغ مسلکي مدیریت له مخې لکه دنوروشتمنیوپه څېردځانګړې اوټولنیزې اقتصادې ودې اوکارموندلوله پاره یوه ترټولوښه تولیدي چاره ده، خو په دې شرط چې کبان د کبانو په فارمونوکې په مسلکي توګه سم وروزل شي. ځکه دکبانوروزلود فارمونوجوړولوله پاره له پخوا را هیسې (۳۳)لوی اوواړه له طبیعي خوږواوبوڅخه ډک بهېدونکي سیند ونه زموږ په هېواد کې وجود لري او کبان هم همداسې سیند ونو ته نږدې فارمي ډ نډ ونو، آکسیجن، خوراکي توکواود مستعملواوبوبدلولوته د کبانود ښه تکثر، تناسل او ودې له پاره اړتیا لري. (1)
خو فارمي کبان هم ډېرډولونه لري، خينې کبان چې هډوکي نه لري اوغوښه یې خورا خوږه ده د آموسیند کې پیدا کېږي. ددغه ډول کبانوچې قزل آلا رنګین کمان نومېږي د في کیلوګرام غوښې بیه له (۵۰۰)افغانیودرواخله تر(۷۰۰)افغانیو پورې ده چې د نورو عادي کبانود بیې دری برابره لوړه ده. (2)

د فاریاب یواوسېدونکی غلام نبي وایې چې همدا اوس ددغه ډول کبانو (۷)دنډونه چې ددې ډول (۵۲۰۰۰)کبان په کې شته دخرڅلاو(۲۶)ټنه کبان لري چې مجموعي بیه یې (۱۸۲۰۰۰۰۰)افغانۍ کېږي.(3)

په کندهاراوننګرهارکې د کبانو(۷۵۰ )فارمونه په (۲۱)ولایتونوکې د خصوصي سکتورله خوا جوړشوي دي. (4)
ددرونټې، سروبي، کجکي او کوکچې په بندونو کې نه یوازې دا چې به برښنا تولیدولو یې ګټه ترلاسه کېږي، پردې سر بېره کبانو ته هم په کې روزنه ورکول کېږي.

د فرانسې دولت د پنجشېرسیند له غاړې په ګلبهارسیمه کې د ( ۲۵۰۰۰۰)ډالرو په ارزښت د کبانود روزنې فارم جوړکړ، دوه کاناډایي شرکتونه یې پرکانالونوجوړولو باندې لګیا دي، که چېرته دغه کانالونه بشپړاوګټې اخیستنې ته وسپارل شي په مېلیونونو ډالربه له دې لارې افغانستان ترلاسه کړي. (5)

د کرهڼې اومالدارۍ وزارت تېرکال (۵۰۰۰۰) کبان په سلما بند کېاو (۲۰۰۰۰)کوچیني کبان یې د قرغې د کبانو په فارم کې خوشې کړل، اوس مهال (۷۰۰۰)نسلي کبان د هګیو اچولو له پاره تیاردي. په دې وروستیوکلونوکې خو د کبانو او مرغانو ( سپینې غوښې ) تولید په کورد ننه ډېرشوی، خکه خو د سپینې غوښې واردولو ته ډېره اړتیا نه لیدل کېږي. (6)

د بلخ د باغدارۍ او مالدارۍ د پروژې مسؤول فهیم جباري ویلي چې : د هر فارم له پاره (۶۰۰۰)لوی، (۲۰۰۰) کوچیني کبان او (۵۰۰)کیلو ګرامه غذایي مواد، اکسیجن اوجال په پام کې نیول شوي، خو پرهرفارم باندې ( نیم مېلیون ) افغانۍ لګښت هم راځي.

یما راستا چې په (۱۳۹۳ ) لمریز کال کې د هلمند د (پرند ) د فارم مسؤول ؤ ویلي چې : په دې فارم کې موږ له (۴۰۰۰۰)څخه تر (۵۰۰۰۰)کرکان ( مړزان ) ساتلي. کبان، مرغان او زرکان هم په پام کې لري ترڅوغوښه یې بازارته وړاندې کړي. د کرهڼې او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي : همدا اوس په هېواد کې تر(۸۰۰۰)ډېرد مرغدارۍ لوی او واړه فارمونه موجود دي، په (۲۰۰۵ )زیږدیزکال کې دغه کچه تر (۱۸۰۰) پورې رسېدلې وه.

لطف الله راشد د کرهڼې او مالدارۍ وزارت ویاند ویلي چې : موږ دا فارمونه ډېروو ترڅوله پردیوهېوادوڅخه د وارداتي سپینې غوښې مخه پرې ډپ کړو.

اقتصادي کارپوهانو ویلي چې : افغانستان د غذایي مصؤونیت خوندي کولوپه برخه کې ډېرې ستونزې لري او باید د غذایي موادو باکیفیته تولید یې پیاوړی شي.

دوهم :

مرغان :ـــ څرنګه چې په افغانستان کې له پخوا راهیسې اهلي او وحشي مرغان شتون لري اوتراوسه پورې د مرغانو (۵۵۰)ډولونه پېژندل شوي. هیلۍ، کوترې، قازې او نورډول ډول آواز لرونکي مرغان د کابل په کاه فروشۍ کې پخوانی مارکېټ او بازارلري. خو په هرات، بامیانو، کابل او پروان ولایت کې د مرغدارۍ وړومزرعو رواج موندلی، دولت هم په کابل ژوبڼ کې د اهلي او وحشي مرغانوډېرې نمونې لري. خوهغه افغانان چې په ایران کې یې زیات وخت تېرکړی اواوس بیا خپل هېواد ته را ستا نه شوي، په ایرانۍ طریقه د مرغانو روزنه کوي. ددغومرغانوله پاره له اطریش څخه وسائل راوړل کېږي.اوس په افغانستان کې (۱۲۰۰۰۰۰۰) مرغان شتون لري چې له هغو جملې څخه (۶۰۰۰۰۰۰) یې کورني مرغان دي. (7)

څرنګه چې سپینه غوښه له چرګانو، فیل مرغانو، مړزانو، شترمرغانواوکبانوڅخه ترلاسه کېدای شي استعمال اواړتیا یې د غذایي ارزښت له مخې هم ځکه ډېره ده چې د مرغانودغوښې په هرو (۱۰۰) کرامه غوښه کې (۱۹۰ ) کیلوکالوري انرژي او (۸۹) ملي ګرامه کلېسټرول شتون لري. تر (۲۰۰۴ )زیږدیز کال وروسته افغانان د مرغدارۍ له فرهنګ سره بلد شول چې دا مهال (۲۰٪ )موږ په کور د ننه تولیدات لرو او (۸۰٪)نور له پاکستان، ایران، او برازیل څخه را واردوو. (8)

د(HPP) په نوم دمرغدارۍ ترټولو ستره پروژه په هلمند ولایت کې د امریکې د متحده ایالاتود (USAID)په مرستوپه یوه میاشت کې د (900000) مرغانوتولیدولو په ظرفیت جوړه شوې چې تردې مهاله یې په یوه میاشت کې تر(۱۰۰۰۰۰۰) ډېرمرغان لولید کړي دي. خو ددغو مرغانو خوراک هم په یوه میاشت کې (۷۵۰ )ټنه دئ. (9)
د کرهڼې اومالدارۍ وزارت هم د امریکې د متحده ایالاتواونړیوال خوراکي سازمان د مرستوپرمټ یوه پروژه پیل کې ترڅود ښځوله پاره کار په کې پیدا او له خپلو کورنیو سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي. دغې پروژې هرې ښځې ته په ډېری ولایتونو کې په وړیا توګه (۱۵) چرګان ورکړي دي، ترڅود هګیو، چرګوړواوغوښوله پلورلوڅخه یې خپلوکورنیوته اقتصادي ګټه پرې ورسېږي.

سپین غر شرکت:

دغه شرکت (۱۲۰۰) غړي لري، د فعالیت ساحه یې تر لغمان، جلال آباد او کونړونو پورې ده. دا شرکت په لغمان اوجلال آباد کې (۸۵۰ )،او په کونړونو کې (۱۲۰ )فارمونه لري چې په یوه میاشت کې (۱۰۰۰۰۰ )چرګوړوتولیدولواو روزلو ته اړتیا لري، خو فعلاً په جلال آباد کې (۲۰۰۰۰)چرګوړي تولیدېږي او پاتې نورله پاکستان څخه ورته واردوي. (10)

هیلۍ ( بتې ) : دا چې افغانستان (۳۳)لوی او واړه سیند ونه لري او زموږ هېواد وال کولی شي د الله له دې خدای راکړي نعمت څخه ګټه پورته کړي د کبانو روزلوترڅنک د هیلیو په روزنه کې هم رغنده رول ولوبوي. ځکه د هیلیو روزنه په افغانستان کې ښه وده کولی شي چې له غوښې اوهګیو دواړو څخه یې ګټه ترلاسه کېدای شي.

فیل مرغ : فیل مرغان عموماً په کورونوکې ساتل کېږي اوکوم ځانکړی فارم په افغانستان کې نه لري.
زاڼې : دا هم یو ډول مرغه دئ چې په هوا کې کتارونه جوړوي یومشرلري، هرځای چې د اوبوډنډ وویني نولومړی یې مشرساحه کنټرولوي او بیا نوروته په یو ځانګړي غږ سره د را ټيټېدو اشاره ورکوي، خو ښکاریان هغوی په کمینونو کې ښکار کوي اوغوښې یې یا خپله خوري او یایې په بازارونو کې پلوري. ولې د روزنې کوم خاص فارم یې تراوسه په افغانستان کې نه شته.

نورمرغان : په ډېری نورومرغانوکې د کورنیواو وحشي مرغانوټول ډولونه شامل دي.
ښه آوازلرونکي مرغان : په دې مرغانوکې (۵۵۰) ډولونه لیدل شوي چې (۲)ډوله یې ډېرکم او نه دي پېزندل شوي، او (۱۷ )نور یې نړیوال، اوپاتې نوریې په افغانستان اوګاونډیوهېوادوکې شتون لري. چې د (۳۰۰) ډولونوڅخه یې (۱۲۰)ډولونه د ښه آوازلرونکو په توګه پېژندل شوي دي.

کوترې : دغه الوتونکي مرغان په افغانستان کې (۳۰۰۰) کاله وړاندې موجود وو. په دې کوتروکې هم اهلي اوغیراهلي وجود لري. اهلي کوترې زیات ډولونه لري، دغه الوتونکي اکثره په هغوځایونوکې ډېرې اوسېږي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره اوخوراکي توکي موجود وي لکه زیارتونه. په اهلي کوترو کې داسې کوترې هم شته چې له یوه ځای څخه بل ځای ته لیکونه په مرموزه توګه وړي او راوړي. ددغه ډول کوترواستعمال آن د صلیبي جګړو له زمانې څخه شهرت لري چې کلابندوپوځیانوته به یې لیکونه وړل اوراوړل. ځکه دغه کوترې د (۱۸۰۰) کیلو متره فاصلې طی کولو قوت او وړتیا په ځان کې لري.

خو بل ډول یې غیراهلي کوترې دي چې خلک یې ښکار کوي او یوازې له غوښو څخه یې ګټه اخلي دغه ډول کوترې هم تر اوسه په افغانستان کې کوم ځانګړی د روزنې فارم نه لري ځکه خو یې غوښه کمه او یا هېڅ نه پیدا کېږي.

موخه :

داچې د سپیوغوښود تولید له پاره فارمونوجوړولو ته په افغانستان کې ولې اړتیا لیدل کې، علت یې دادئ چې افغانستان د کبانو او مرغدارۍ له پاره ترټولوښه مناسب ځای دئ، افغانانو ته په عام ډول او د کرهڼې او ماندارۍ وزارت ته په خاص ډول لازمه ده چې له دې بسترڅخه په سمه اومسلکې توګه، روغ مدیریت اوپلانیزه طرحو سره د اوږدې مودې له پاره د سپینې غوښې په تولید کې د فارمونو زیاتېدو له لارې د خود کفاء کېدواوآن د صادراتوترکچې پورې رغنده ګامونه پورته کړي، خپل کورنی تولید په کمي او کیفي لحاظ د بسیاینې ترکچې لوړاوپه کورد ننه د خپلو خلکو اړتیاوې پرې پوره کړي، ترڅو له یوې خوا خپله اقتصادي وده ورباندې لوړه کړي اوله بل پلوه د پردیو بې کیفیته غوښود وارداتو مخه پرې ونیسي.

پایله :

کله چې افغانستان د سپینې غوښې د تولید رغنده اصلاحي سیستمونه جوړکړي خپلوخلکوته د هېواد والود محسوسې اړتیا له مخې له کلېسټرولو پاکه اوله انرژیواوپروتینوډ که با کیفیته غوښه په کورد ننه د خپلوکورنیوتولیدي محصولاتو له لارې ورسوي، دا به زموږهېوادوالوته په اقتصادي لحاظ هم ارزانه تمامه شي او زموږ پیسې به پرد یوبانکونواوجیبونوته نه لوېږي، اوهم به په صحي لحاظ زموږ خلک له پرد یوهېوادوڅخه په وارد ېد ونکوغوښوکې د ډول دول وارداتي ناروغیومخنیوی شوی وي او زموږ د هېواد والو روغتیا به موږ له دې لارې پخپله وقایه او تضمین کړې وي. له بلې خوابه زموږ خپل کورني تولیدات د صادراتو له لارې د نړۍ بازارونوته لارومومي اود سپینې غوښې تولیدولوخپلې پروژې به پرې عصري او پیاوړې کړو.
ادامه لري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخذ ځایونه:

1) د کرهڼې او مالداري چارواکي ( افتتاح (10)مرکز پرورش ماهي در ولایت بلخ.)
2) فارم لرونکی غلام نبي فاریابي ( فهیم جباري مسؤول پروژه ملي باغداری و مالداری در زون شمال.)
3) فارم لرونکی غلام نبی فاریابي ( ایجاد کننده (7) فارم ماهی.)
4) د کرهڼې او مالدارۍ وزارت (یما راستا یکی از مسؤولین وزارت زراعت ومالداري به رادیو آزادي ګفته است. )
5) د کرهڼې او ماداري وزارت ( یما راستا به رادیو آزادي ګفته است. )
6) د کرهڼې او مالدارۍ وزارت (فهیم جباري ګفته است.)
7) ( از دانش نامه آزاد ویکی پدیا (ویرایش. )
8) ( ازدانش نامه آزاد، مرغداری ( ویرایش ). )
9) ( از دانش نامه آزاد ویکی پدیا ( مرغداري، ګوشت پرندګان، تشخیص ګوشت تازه. )
10) لطف الله راشد سخنګوی وزارت زراعت و مالداری : ( پروژه های بزرګ مرغداري درافغانستان.)

1,267 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. Dr.Atal Reply

    محترم ورور ولید صاحب!
    ښه طویل مرور او د اوږدو لیکنو ښه ریکارد خو ګیله می داده چی د خپل ګران وطن تاریخی پیداوار چی بینایی او سترګو ته ډیره فایده لری هغه درنه هیر شوی ، حال دا چی زموږ اکثریت حکام د تیرو ۱۷ کلو د خلکو او ملت ستونځو لپاره یواځینی معیار روابط او بیا انګلیسی او کمپیوتر دی ، که څه هم ویل کیږی چی شلغم خوراک دانشمندان است خو ضعیفه بینایی کیدای شی د شلغم او نورو ګردو شیانو فرق مشکل کړی نو اوسنی زراعت او مالداری ، سالم احساس او جوړی سترګی غواړی ، هغه کارونه لا ندی شوی دا متخصص ماستر او ډاکتر دی په تخصصی درسی نصاب، مشورو او د راتلونکوطرحو خاکه باندی د نژدی مستقبل د پاره کار وکړی ولی دا چی بهترین استاد تجربه است خو خادم المفسدین په خپل ۱۴ کلن اقتدار کی دی ته هم پام نه وو بلکه دی مؤمن ملت ته حکومت نه ،باغ وحش کی یی لیوان تقویه او چاغ کړل تر څو لیوان تری راضی وی او دی لیوانو ته دا لیکنی او درسونه (پیش کله ای خر یاسین خواندن بیش نیست!!! بازهم تجربه کن .

  2. محمد انور ولید Reply

    له نېک نظر او نېکې او پر ځای اندېښنې نه دې مننه ډاکټر صیب اتل . ژوندی اوسې خو لیکنه لا تمامه نه ده دری برخې یې نورې هم پرله پسې پاتې دي ، زه به یې نشر کړم ، قضاوت به راتلونکو نسلونو ته پرېږدو تر څو هغوی هم پردې باندې پوه شي چې زموږ او ستاسې په زمانه کې هم په افغانستان کې دغه سرچینې موجودې و ې خو چې د وخت چارواکو کار نه دی ترې اخیستی او یایې له نورو سره معاملې ور باندې کړې دي ، هغه به هم راتلونکي نسلونه په آسانۍ سره و پېژني ، او بیا به پر ځورېدلي ملت باندې تاریخ او راتلونکي نسلونه پړه نه ور غورځوي . والسلام ، ستاسې یو ورور (محمد انور ولید )

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *