Categories

اعلان

Loading…

پښتو لنډۍ او فمینیزم | راپور: عبدالحق سلام زوی‎

زموږ په ټولنه کې چې د ښځې نوم «عورت» دی، نو لنډۍ چې زياتره ښځو ويلې دي ځکه يې د ويونکو نومونه معلوم نه دي او ليکوالي يې هم نه ده کړې.

د ادبکدې په لسم ادبي بحث کې محمدهارون سمون پر لنډۍ او فېمېنېزم وغږېده:

فېمېنېزم د نرواکۍ پر ضد د ښځو غبرګون دی. دا نوموَنه په ۱۸۷۲ کې په فرانسه کې راپيدا شوه او په ۱۹۹۵ کې «اکوزر» وکاروله. څرنګه چې په اروپا کې له ښځو سر بد چلن کېده، له خپلو حقونو بې برخې وې، يوازې د وسيلې کار ترې اخيستل کېده. تر دويمې نړيوالې حګړې وروسته په ۱۹۴۰ کې ښځو نيوکې پيل کړې چې نارينه وژنې کوي؛ د جګړې اور يې بل کړی دی او ښځه ترې بهتره ده. په همدې اعتراض سره ښځو ته د رايو ورکولو، شخصي مالکيت او په فرهنګي او اقتصادي چارو کې د ونډې حقونه ورکړل شول او انساني مساوات يې راستل. د ښځو سازمان او ټولنې په رامنځته کېدا سره د فېمېنېزم منظم حرکت پيل شو.

د ښاغلي سمون په خبره: په اسلام کې له انساني لحاظه نران او ښځې مساوي خو په حقوقي لحاظ بېل دي؛ ځکه چې ښځې  د بدني جوړښت له مخې تر نرانو کمزورې دي او په ورځو ورځو د اوږدو سفرونو تاب نه لري. همدا ډول، په حقوقي لحاظ زموږ په قوانينو کې د امېندوارۍ لپاره درې مياشتې رخصت ورکړل شوی دی.

زياته يې کړه: فيلسوفان وايي چې پر ښځو دغه هويت ورتپل شوی دی. ده دا هم ويل چې د نرواکۍ لومړی ذهنيت دا دی چې په جنسي چارو کې ښځه مفعول ګڼل کېږي. همدارنګه پر نرانو د ښځو بروالی په دې کې دی چې د قتل غوندې ګناوې چې نارينه يې کوي او ټولنه بربادوي، ښځې ترې مبرا دي؛ ښځې که غيبت وکړي، بيا هم ټولنه له بربادۍ سره نه مخ کوي.

ښاغلي سمون دا هم وويل، چې په ټوله نړۍ او هم زموږ په ټولنه کې له ښځو سره ظلم روان دی. چې زموږ په ټولنه کې هره ګناه ښځې ته ورګرځول کېږي او پلرونه د زوی ناروا په دې له سره اړوي چې «ځواني يې ده»، خو د ښځو په اړه يې نظر دا دی چې بايد بېخي ګناه ترې ونه شي.

ده نيوکه کوله چې زموږ په ټولنه کې له نجلۍ سره په نامشروع اړيکه د دې پر ځای چې نارينه ورټي، لا امتياز ورکول کېږي او ښځه سپکېږي.

په اسلامي نړۍ کې يې د فېمېنېزم په اړه وويل چې د اروپا د فېمېنېزم له نارو سره په اسلامي نړۍ کې هم غيرشعوري غږ پورته شوی دی. په اسلام کې فېمېنېزم هم شته او اسلام د فېمېنېزم اساسي اصول او غوښتنې نه ردوي.

هغه په لنډيو کې فېمېنېزم ته تم شو او څو لنډۍ يې وشاربلې:

په لاره ځم ټوله شرنګېږم ستا د تهمت زنځير په غاړه ګرځومه

زموږ په ټولنه کې په مينه کې رسوايي او بدنامي يوازې د ښځې پر سر ده؛ د تهمت زنځير او ټول بار د ښځې پر غاړه دی خو نارينه سرې سترګې ګرځي چې دا لنډۍ د فېمېنزم لپاره لومړی اعتراض دی.

تيرا ته لاړ شه بوړی راوړه زما په سپينه خوله به وشي جنجالونه

ښځې د ټولنې د جبر له امله په غيرشعوري ډول د توکي حيثيت غوره کړی دی؛ د نرانو واکمني يې منلې او د ځان دفاع يې  د دوی په مټ کې بللې ده، چې د دې لپاره مقابله وکړي. ده په ټولنه کې له ښځو سره د ظلم بله بېلګه دا لنډۍ کړه:

لاس مې د زړه په وينو سور دی  خلکو ته وايم، ما نکرېزې اېښې دينه

د ښځو چې د نرانو له جبر او ظلمه زړه له تورو وينو ډک دی، چا ته غږ کولای نه شي، په زړه يې تېروي. ښاغلي سمون زياته کړه: لنډۍ چې د ولس مال دی، ويونکي يې زياتره ښځې دي. څرنګه چې زموږ په ټولنه کې د ښځې نوم «عورت» دی، ځکه يې د ويونکو نومونه معلوم نه دي او ښځو ليکوالي هم نه ده کړې او نه د نرواکۍ پر وړاندې اعتراض کولای شي. په دې لنډۍ کې يې د آزادۍ د سلبېدو او حق اخيستلو شديد اعتراض پروت دی:

صورت مې خپل واک يې د بل دی صورته خاورې شې چې بل دې واک کوينه

په واده کې د انتخاب د حق اخيستلو په اړه يې دا لنډۍ راوړه:

زه د ظالم دادا د لاسه د مرګي سين ته ولوېدم ښکته مې وړينه

ښځو ته چې اسلام په واده کولو کې د انتخاب حق ورکړی دی، زموږ ټولنې ترې اخيستی دی او داسې به هېڅ نه وي پېښ، چې نجلۍ پر نر غږ کړی وي او پلار يې هېڅ غبرګون نه وي ښوولی او ورسره يوه خوله شوی وي. نوموړي له ښځې سره په کورنۍ کې د انساني مساواتو د نه کېدو او د خپلو غوښتنو د پوره کېدا لپاره د نجلۍ انساني حق تر پښو لاندې کولو په اړه دا لنډۍ راواخيسته:

مورې ستي شې، پلاره ومرې زه د نيکه په کټ کې خاورې ايرې شومه

د اسلامي اصولو له مخې چې بايد ښځه د مېړه تر مړينې وروسته درې مياشتې عدت تېر کړي او بيا له بل چا سره واده وکړي او په واده کې د انتخاب حق بيا هم لري، خو زموږ ټولنه يې د ميراث په خاطر اووه کلن ماشوم ته هم کېنوي او په نامه کوي يې  چې بيا هر ډول ظلم زغمي، دا لنډۍ يې دليل راوړه:

خدايه د کونډې فناګير شې چې ميراث خور يې په لېوانو ودوينه

ښاغلي سمون زياته کړه: ښځو ځکه په جنګ کې نران ستايلي دي چې فکر کوي «زه تسليم انسان يم» او همدا ذهنيت خپلوي. فېمېنېزم په غيرشعوري توګه زموږ په ټولنه کې رامنځته شوی دی او په کابل کې يې په اړه څو ځله کنفرانسونه شوي دي. همدارنګه ځینې نران د ښځو په مستعار نامه دفېمېنېزم لپاره مبارزه کوي.

دادمحمدناوک بيا د فېمېنېزم (ښځپالنې) د نومونې په اړه وويل چې په ۱۸۳۷کې په فرانسه کې رامنځته شوه او «مورنر سيمون بووار» او «چارلس فوريا» دا مسأله رامخته کړه. د ښځپالنې مبارزان او مخکښان ښځې دي او مبارزه يې له پيله يوازې د ښځو لپاره نه وه، بلکې هغه ښځې چې نارينه خواص او هغه نران چې ښځينه ځانګړتياوې يې لرلې هم پکې وو. د ښځې او نر د جنسيت توپير يوازې په بيولوژيکي او فزيکي جوړښت کې نه دي. له حقوقي او جسمي پلوه له يو بله بېل دي. ده د فېمېنېزم د راتګ او په اسلام کې د ښځو د درنښت په اړه وويل: په غربي او کفري نړۍ کې ځينو دودونو فېمېنېزم ته لاره جوړه کړه – په چين کې د مشرانو د خدمت په نامه ورسره ښخېدې، په هندوستان کې يې دغيرت په نامه د خپل خاوند له جسد سره ځانونه سوځول؛ خو په اسلام کې د صفا او مروا ترمنځ چابک تلل د اسمعیل عليه السلام د مور او ابراهيم عليه السلام د مېرمنې هاجرې د درنښت په خاطر کېږي او د خديجې رضی‌ الله تعالی عنها په مال خو د اسلامي دعوت کاروان  روان شو. زياته يې کړه: ښځې ځکه قتل نه کوي، چې شرايط ورته برابر نه دي.

ده استدلال کاوه چې فېمېنېستان په ناپامۍ وايي چې ښځه هله ښځه او انسان بولو چې نارينه يې راسره ومني، که نه، انسان نه ده.

نوموړي ويل چې که ښځه له کوره راووځي کورنی نظام تخريبېږي. څرنګه چې د کورنۍ د بقا لپاره کورنۍ اړيکې خورا مهمې دي، فېمېنېزم دغه نظام له منځه وړي. د دليل لپاره یې د ښځينه‌والي په اړه له يوه اروپايي پوه سره د مرکې وينا راواخيسته، چې: موږ د اروپايانو پر ځای له آسيايي ښځو سره ځکه زيات ودونه کوو چې اروپايي ښځو ښځينه‌والی بايللی او آسياوالو ساتلی دی.

د ده په وينا د اسلام له نظره باید د نر او ښځې ترمنځ فاصله وي او قيودات يوازې پر ښځه نه بلکې پر نر هم شته. که زنا کېږي، پر نر او ښځې دواړو جزا عملي کېږي، د  کمښت او زياتوالي خبره پکې نشته. ده نيوکه کوله چې په اروپا کې په اقتصادي چارو کې له داخلېدو سره ښځه يوازې د مارکېټېنګ وسيله وشوه. زياته يې کړه: د اسلام له نظره بايد نر د ښځې روزي راوړي، خو فېمېنستان بيا د اچاره د ښځې په ملکيت کې نيول بولي.

ښاغلي ناوک دا هم وويل چې موږ د يوې ټولنې مفکوره کټ مټ په بله کې تطبيقولای نه شو، حل لاره يې هم بايد پر ټولنه د واکمنې مفکورې پر مټ وشي؛ نو زموږ په ټولنه کې هم له ښځو سره د ظلم مسئله فېمېنېزم نه بلکې اسلام حلولای شي.

د ده په خبره: د شاعر د نامعلوموالي په سبب په لنډيو کې يوازې د ښځو ونډه نه ده، بلکې پر دې بنسټ موږ کاکړۍ غاړې،سروکي، نيمکۍ او نور ولسي فورمونه هم لرو.

سميع الله شاهدپوښتنه وکړه: چې نر قتل کولای شي ښځه يې ولې کولای نه شي؟

ښاغلي هارون سمون يې په ځواب کې وويل: ځکه  چې د ښځې زړه عاطفی او نرم دی. ده دا خبره هم وکړه: چېرته چې نوې مفکوره او نوي اصول رامنځته کېږي او له اسلام سره ټکر ونه لري بايد ويې منو.

زياته يې کړه: يوازې څو ښځې لنډۍ ويلای شي ټولې نه او يوې د ښځې يوه نه، زياتې لنډۍ ويلې دي.

وپتېيل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به امان الله هوسا پر «ادبيات او ښکلا پېژندنه» لکچر ورکړي او ملګري به يې په هکله مطالعه کوي.

دا د ادبکدې نهمه غونډه وه. چې د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۱۹مه، د جمعې ورځې په ۹بجو د ځوان غبرګون د غونډو په تالار کې وشوه. عبدالحق سلامزوی پکې د تېرې غونډې رپوټ ووايه.

د ادبکدې غونډې هره دويمه جمعه د سهار نهه بجې، په دهمزنګ کې، برېښنا رياست ته مخامخ، د امېدسترګو روغتون ترڅنګ د ځوان غبرګون د غونډو په تالار کې کېږي او ادبي بحثونه کوي.

رپورټر: عبدالحق سلامزوی

پای

177 total views, 17 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *