Categories

اعلان

Loading…

دا خلک کوم مړي لمانځي؟ | ميوند

دا خلک کوم مړي لمانځي؟ هغوى چې کابل يې ړنګ کړ او د افغان ملت قربانۍ يې برباد کړې… هغوى چې له ملي موخو سره يې شخړه وکړه او قومي داعيه يې زورواکه کړه… هغوى چې د بهرنيو استخباراتو مزدوري يې وکړه او دلته يې د فاشېسم ايراني زڼي وکرل… هغوى چې پروټوکولونه يې وکړل او شورويانو سره پاتې شول… هغوى چې د نجيب الله حکومت يې له نامشروع لارې او قومي ايتلاف په شر کې وپرځاوه… هغوى چې د ملګرو ملتونو پر بې پرې طرحې يې فاشېستي کودتا وکړه او د خونړي جنګ تاداو يې کېښود… هغوى چې په افغانستان کې يې مرکزي حکومت په قومي انا کې خورا ضعيف کړ… هغوى چې ټول دولتي بنسټونه يې ويجاړ کړل، اردو، پوليس، استخبارات او هره مهمه اداره کنډو شوه… هغوى چې ټول حکومتي واک يې خپل ګوند او قوم ته انتقال کړ… هغوى چې د واک د مشروعيت لپاره يې ولسواکي ونه منله، انتخابات يې رد کړل او جنګ يې انتخاب کړ… هغوى چې د جنګ د مخنيوي هر ميکانيسم يې په خپلو خوسا غوښتنو کې وشړاوه… هغوى چې د واک د انحصار لپاره يې حتى اهل حل و عقد شورا وشرموله… بس د واک پر دا نجس هوس دوى د يو عزيز ملت ارمانونه سخت برباد برباد کړل…

د کوم فرهنګ استازى وحشت؟

دا د پردي تنور لړموني چې په دغه ورځ کوڅو کې په شر ځغلي، پاينڅې يې جيګې کړي او چړې، تومانچې، ماشينې يې په لاسونو کې نيولي وي، موټرې يې پر جنګي فلمونو پوښلي، په ښار کې منډې وهي، ډزې کوي او وحشت خوروي، نو دوى پر دې وحشت څه غواړي ثابت کړي؟ دوى د کوم مدنيت او فرهنګ استازولي کوي؟ يعنې کوم مړي چې دوى لمانځي هغوى دوى همدغسې روزلي، يعنې هغوى همدغسې نسل او دغسې وحشت غوښت؟ دا د تيږو د زمانى مخلوق را خوځېدلى…

خپل بيرغ، پردى بيرغ!

مونږ چې د ملت او دولت په توګه ملي بيرغ لرو، په دا منځ کې د داخلي جنګونو د ادارې بيرغ د څه لپاره؟ دوى په دې بيرغ د څه پيغام ورکوي؟ ايا دوى غواړي ثابته کړي چې دوى اوسنى دولت او رموز يې نه مني؟ ايا دوى د بغاوت بيرغونه په پلازمېنه او د ارګ پر برجونو رپوي؟ دا نو له يغيتوبه پرته بله څه معنا لرلى شي؟

بس افغانان د يو ملت په توګه د کابل د داخلي جنګونو ټوله جاله پېژني، دې جالې د افغان ملت هيلې مړې کړې، دوى د سيمې د ځواکونو کرايي مافيا شوه، هر ارباب ته ونڅېدل او هرې شوړې ته يې تيندکونه وخوړل…

نو دا مړي په همغه خاورو کې خوندي ښه دي، دا په همغه خاورو کې وساتئ او د ملت سترګو ته خاورې مه شيندئ، دا مړي ټول ملت پېژني!

185 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *