Categories

اعلان

Loading…

د امریکا دفاع وزیر ناببره کابل ته راغی

تاند- د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس نن /جمعه/ سهار ناببره افغانستان ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت له نوي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره وویني.

جیمز متیس د امریکا له بهرنیو چارو وزیر، لوی درستیز او د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي سلاکار زلمي خیلزاد سره هند ته تللی و.

له متیس سره د کابل په سفر کې د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف دنفورد هم ملګری دی.

د امریکا پوځ وايي چې متیس له افغان ولسمشر او د ناټو له نوي قوماندان سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، متیس له امریکا څخه هند ته د سفر په لړ کې په الوتکه کې خبریالانو ته ویلي و چې د طالبانو له وروستیو خونړیو حملو سره سره د سولې خبرو ته هیله من دی.

د امر یکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سیمې ته د روان سفر په پیل کې پخوانی تجربه کار دیپلومات زلمی خلیلزاد ځانګړی سلاکار وټاکه چې د افغانستان د سولې هلې ځلې چټکې کړي.

د سي این این پر اساس، د روان سفر په لړ کې د افغانستان د سولې مسله د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو مهمه برخه جوړوله.

پرون /پنجشنبه/ په نوي ډیلي کې د پامپیو، متیس او د هند د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو په پای کې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې «دواړه هیوادونه د متحد، خپلواک، د ملي حاکمیت خاوند، ولسواک، باثبات، سوکال او سوله ییز افغانستان لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي.»

277 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *