Categories

اعلان

Loading…

د هراتی ملا، بلند منزل وران شو

تاسو به خبر شوی یاست چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یو ملاجومات ورا ن کړ. خو اصله قصه داسې ده:

ملا بیچاره  څو کاله وړاندې ارمان درلود چې بلند منزل ولری، د همدې ارمان د پوره کولو په خاطر یې تابیا کړې وه، چې د (کور، کالی، ډوډۍ ) د شعار تر سیورې لاندې د جومات په انګړ کې ځانته بلند منزل جوړ کړی او په همدې خاطر یې د سیمې فلز کاران وهڅول چې جومات ته دې اعانې په طورڅو کړکۍ او دروازې جوړې کړی، هغوی ورته جوړې کړې او ثواب یې وګاټه، بیا یې د سیمې څو تنه ځوانانو ته ګپ ورکړ چې د ثواب په خاطر، یوازې د نس مړولو په اجوره، راوړل شوې کړکۍ او دروازې نصب او جومات ښکلی جوړ او رنګ کړی.

څرنګه چې په افغانستان کې دځمکې غصب یو جایز اوحلال کار دی ، نو هغه هم تصمیم ونیوه تر څو سوکه، سوکه د جومات په انګړ کې بې له کانالیزیسون خو د پارک لرونکی چې بریښنایې هم وړیا وه، او دپارک په بهانه مځکه هم لویه شوې وه، ښکلی بلند منزل جوړ کړی، خو ناببره دملا له دې پریکړي نه چا د حج او اوقافو رییس ته چغولی وکړه.

د حج اوا وقافو رییس اعصاب ۱۸۰درچې خراب شول او ویې ویل [(میم زرما ، ټول دما)

دا ملا بې له دې چې ماته یو څه شکرانه راکړی – هوډ یې کړی چې مفته د بلند منزل خاوند شی]، نوله واره یې د(P.P.S) د چړیانو په لیږلو سره ملا د منبر له څوکۍ راکښته او له دندې  یې ګوښه کړ، ملا صاحب چې ولیدل ملا معنوی د انتخاباتو د کمیسیون کروزین لاتراوسه په ولکه کې لری ـ دی هم راولاړ شو، د جومات کړکۍ، دروازې، د نلدوانۍ اسباب د برق میتر او کیبلونه او نور شیان یې خپل کورته وې وړل .

حسین خیل له هرات نه

550 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. wahid gilaman Reply

    سلامونه،

    زه نه پوهېږم چي دا زموږ پښتانه هیواد ولي داسي ژر پرېکړه کوي، بېله دا چي د موضوع اصلي اړخ ورته مالوم وي دستي په دستي يې را پښتو کړي او باره يې پر خپل فیسبوک پانه او یا يې نوري انټرنیټ پاڼو ته پورته کړي.
    ملا په دې اړه یو ويډيويي پيغام خپور کړی دئ، هغه پيغام يې باید په ځېر وکتل او غوږ ایستل شي.

    اول خو دا مسجد نه وو، بلکې د مسجد تر څنګ یو کور وو چي د مسجد د خدمت ګذرانو (ملا امامانو) لپاره وقف شوی وو، او بل جريان داسي نه دئ لکه پورته چي ذکر شوی دئ، هیله ده په دې اړه دقت وشي.

    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2