Categories

اعلان

Loading…

د سټیو جابز اخري وینا | ژباړه: فریدالله منګل

سټیو جابز بیلیونر ؤ، چې د سرطان یا کنسر ناروغۍ له امله یې په ۵۶ کلنۍ کې ساه ورکړه. هغه چې د ناروغۍ پر بستر پروت ؤ، اخري وینا یې داسې وکړه.

په تجارتي نړۍ کې د بریالیتوب اوج ته رسیدلی یم او د نورو په فکر کې زما ژوند د بریا یو مثال دی. خو د کاري ژوند ورهخوا زه ډېره کمه خوښي لرم. نن چې د ناروغۍ پر پالنګ پروت یم، او ټول ژوند ته مې نظر کوم؛ نو په دې پوهېږم، چې هغه شهرت او شتمني چې ما به پرې ډېر ویاړ کاوو، د مرګ په را رسیدو سره بې‌مانا او هیڅ شوه.

تاسو یو څوک پر دې ګمارلی شئ، چې ستاسو لپاره موټر وچلوي، ستاسو لپاره پیسې وګتي، خو تاسو داسې څوک نه شی موندلی چې ستاسو ناروغي پر غاړه واخلي.

بایلل شوي دنیاوي شیان به بیا هم وموندل شي، خو یواځینۍ شی چې بیا لاس ته نه راځي «ژوند» دی.

کله چې یو څوک د عملیاتو خونې ته لاړ شي، دوی به هغه وخت په دې وپوهیږي، چې د روغ صحت کتاب یې نور پر ختمیدو دی.

نن که موږ د ژوند په هر ډول پړاو کې یو، د وخت په تیریدو د هغې ورځې سره مخ کیدونکي یو، چې ژوند به مو نزولي حرکت پیل کړي. خپلې کورنۍ، خپلې میرمنې، او خپلو ملګرو ته مینه ورکړئ. د ځان سره سم سلوک وګړئ، او د نورو سره مینه وکړئ.

د عمر په ډيریدو سره زموږ د پوهې کچه هم ډیریږي. موږ کرار کرار په دې پوهیږو، چې که د یو لاسي ساعت بیه ۳۰۰ او یا هم ۳۰ ډالره وي خو دواړه وخت یو شان ښایې. که د یو بکس بیه ۳۰۰ او یا هم ۳۰ ډالره وي، خو د بکس په منځ کې د پیسو شمېر یو شان دی.

که موږ د ۳۰۰ او یا د ۳۰ ډالرو والا څښاک وکړو، خو وخت به مو هماغه یو شان تیریږي.

که موږ په ۳۰۰۰ او یا ۳۰۰ متره مربع کور کې اوسو، خو یواځیتوب یې یو شان دی.

تاسو به په دې وپوهیږئ، چې ستاسو رښتینې باطني خوښي د دنیاوي شیانو څخه په لاس نه راځي.

که تاسو په قیمتي او یا ارزان‌بیه الوتکه کې پرواز کوی، خو که چیرې الوتکه غورځيږي؛ نو تاسو به هم ورسره غورځیږئ.

نو زه هېله‌من یم چې تاسو به په دې پوه شئ، چې ستاسو یاران، ملګري، وروڼه، خویندې، او هغه چې تاسو ورسره خبرې کوی، ورسره خاندئ، د دوی سره زمزمې کوی، او یا هم د شمال، جنوب، ختیځ، او لویدیځ، جنت او یا دوزخ خبرې کوئ، دا رښتینې خوشحالي ده.

د ژوند پنځه رښتیني حقیقتونه:

۱ـ خپلو ماشومانو ته دا مه ور زده کوئ، چې څنګه شتمن شي، دا ور زده کړئ، چې څنګه خوښ واوسي، ځکه کله چې دوی لویان شي؛ نو دوی به د شیانو د قیمت پر ځای د هغه ارزښت وپیژني.

۲ـ په لندن کې یوه مشهوره خبره ده، چې خپل خواړه د درملو په څیر وخورئ. ګني درمل به د خواړو په څير وخوری.

۳ـ هغه څوک چې درسره مینه لري د بل چا لپاره به مو هيڅ وخت پرې نه ږدي، که څه هم چې سل علتونه موجود وي، چې باید در څخه لاس واخلي، خو هغه به یواځې یو علت پیدا کوي چې در سره پاتې شي.

۴ـ د انسان او انسان کېدلو تر منځ لوی توپیر موجود دی. خو ډېر محدود کسان يې پر توپیر پوهیږي.

۵ـ تاسو چې لومړۍ دې نړۍ ته سترګې وغړولې خلکو مینه درکړه، او کله چې له دې نړۍ لاړ هم شی خلک به مینه درکړي. نو د دې په منځ کې ژوند مو سم اداره کړئ.

نوټ: که غواړی تېز مزل وکړئ، نو یواځې لاړ شئ. خو که غواړئ لرې مزل وکړئ؛ نو د نورو سره یو ځای لاړ شئ.

د نړۍ شپږ غوره ډاکټران:

۱ـ لمر ۲ـ ارام ۳ـ ورزش ۴ـ غذايې رژیم ۵ـ په ځان باور ۶ـ ملګري

د ژوند په هر پړاو کې دا تر لاسه او د روغ ژوند څخه خوند واخلئ.

350 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *