Categories

اعلان

Loading…

راز (لنډه کیسه)  لیکوال: محمد نعمان دوست

د کورونو مخې ته د زردالو یوه ونه مایله پورته شوې وه.دا ونه زموږ د ساعت تیرۍ لویه وسیله وه. کله به یې پر ډډ همداسې په منډه څو ګامه مخکې لاړو. کله به مو پکې لاسونه بند کړل او ټالونه به مو خوړل.  د دې ونې د ټیټو ښاخونو زردالو به تر پخیدو نه پاتې کیدل. د ډبرو مسلسل ګوزارونه به داسې پرې روان و، لکه د بیوزلۍ کورنۍ پر کومې میرمنې چې د صحرايي محکمې د رجم حکم نافذیږي.

ببو؛ تر همدې ونې لاندې د لکې ډبرې پر څوکه پښه کیښوده. لستوڼي یې آن د څنګلو تر بېخه ښکته راغلل. وچ لاسونه یې ښکاره شول. په کمزورو ګوتو یې کنډ شوکوه. ستړې شوه. هملته ځای پر ځای کیناسته او بیا موږ ټول ترې را تاو شوو؛ خو هغې د نریو کوڅیو څوکې خوله کې ونیولې، بیا یې په رنګ سرې ننوتې سترګې راوویستې او له دې سره سم موږ منډې کړې.

اوریدلي مو و چې ببو پیریانۍ ده.د غوسې وخت کې پرې پیریان راځي  او موږ دې مخلوق ته د ټینګې نه وو.

دې بوډۍ به په تور پوړني ملا تړلې وه. د ویښتانو منځ کې به یې لیکه جوړه کړې وه.د ګریوانه لپاسه به یې په مزي کې بنده کیلي زنګیده. لکړه به ور سره وه او یوه غوټه به یې ځان سره ګرځوله. زموږ سودا همدې غوټې ته وه. د دې په اړه مو له ګڼو کسانو کیسې اوریدلې وې؛ خو کیسو یو له بل سره توپیر درلود او موږ غوښتل د همدې له خولې یې واورو او د دې غوټې له رازه خبر شوو.   

چې څنګه د غرمې ناري وشول، ماشومان یو – یو له خپل کوره راوته . زموږ د کورونو مخې ته د توتانو، پلوڅو او زردالو ونې ولاړې دي. زمکه یې له کاڼو ډکه ده. دلته باراني موسمونو کې له نږدې غره رابهیدونکي سیلابونه تیریږي او همدې سیلابونو د زمکې مخ په کاڼو او پستو شګو پوښلی دی.

په هغه ورځ ببو همدلته یوې ونې لاندې ویده وه. زړې کلوشې یې سر لاندې کړې وې.  تور ټیکری پر خور و. دواړه لاسونه یې له غوټې حلقه کړي وو او سینې پورې یې جوخته نیولې وه. موږ څو ځلې خبره سره پخه کړه چې غوټه به ترې تښتوو او خپله به یې پرانیزو؛ خو دې ماموریت ته چا زړه نه ښه کاوه. پیریانۍ میرمنې ته نږدې کیدل د زمري زړه  غوښته او زموږ په سینو کې د دې شي کمی و؛ خو طاقت مو نه کیده.ورو – ورو ور نږدې کیدو؛ د پښو ترپا یې واوریده. نیغه ځای کې کیناسته، لکړې ته یې لاس کړ او په غوسه یې وویل: ای د تاسې تیر سوي و….

هغې ژر پښې راټولې کړې او غوټه یې غیږ کې کیښوده.   

موږ هر یو د ونې شاته پټ شوو او ببو مو څارله. چې څنګه یې طبیعت ارام شو، ور نږدې شوو. بوډۍ غلې وه. هر یوه ته یې په ځير ځیر کتل او بیا یې پر خپل سر لاس تیر کړ: وګورئ، ویښته مې جړ پړ دي. له همدې سره مو د زردالو په ونو داسې ورمنډې کړې لکه کومانډویان چې تمرین کوي. یوه شیبه کې هر چا خپل وس کنډ راتوږلی و. ټول مو د بوډۍ مخې ته کیښود. د هغې د مخ ګونځې هوارې شوې. ټول یې راټول کړ او د ټکري په څنډه کې یې غوټه کړ.

موږ یو بل ته کتلې. کله به مو پوښتنې ته خوله جوړه کړه؛ خو چې د هغې خواته لکړې ته به مو پام شو؛ خبره مو به خوله کې وچه شوه.

موږ داسې هم اوریدلي و چې بوډۍ کله کله په پټه او داسې وخت کې چې هیڅوک نه وي، دا غوټه راسپړي. خبرې ورسره کوي، لپه لپه اوښکې ور ته تویوي او…

د همدې موقع په لټه کې وو؛ خو دا موقع لکه د حیات چینه، هیڅ پرې نه پیښیدو.

په هغه ورځ یوه ملګري پلان جوړ کړ او وې ویل : راځئ، ښه ډیر کنډ به ټول کړو او بیا به ورته ووایو چې دا ټول در کوو؛ خو  موږ ته به غوټه پرانیزې.

مازدیګر مو د زردالو ښاخونه په ډبرو وټکول. سبا یې کنډ نیولی و. راټول مو کړ او مخ په ببو روان شوو. هغې ونې ته ډډه وهلې وه.له لرې داسې ښکاریده لکه د بیټ نیکه تابلو؛ چې ونې ته تکیه ناست دی او مناجات وايي. غوټه یې څنګ ته ایښې وه او د خپلې لمنې په څنډه کې یې ګیندې وهلې. خواته یې نږدې کیناستو. ټول کړی کنډ مو د انګور تاک په پاڼه کې مخې ته ور کیښود. هغې ګنډل بس کړل. کڼد ته خوشحاله شوه. لاس یې ور وغځاوه؛ خو یو هلک بیرته ترې راکش کړ او ویل یې: چې دا غوټه راته خلاصه نکړې، نه یې درکوم!

ببو موسکه شوه. سر یې وخوځاوه او بیا یې تر ډيره غوټې ته کتلې. لاس یې ور وړاندې کړ، لکه برق چې یې ونیسي.لړزې پسې واخیست. لړزه یې لکه د لړم زهر له لاسه ټول بدن ته وغځیده. ځای په ځای خوځیده؛ یو دم یې دواړه لاسونه پر مخ کیښودل او چې څنګه دوه ځلې په ملاقاته راقاته شوه، سلګیو ونیوله، غږ یې لوړ شو او دې سره موږ منډې کړې. موږ اوریدلي وو چې په ببو همداسې وخت کې پیریان راځي.

د ونو شاته پټ شوو. ببو تر ډیره ځای په ځای خوځیده. وروسته یې پوړنی سم کړ. لکړه یې ولګوله، پورته شوه او زنګیدلې زنګیدلې د انګړ په ور د ننه شوه.

دې بوډۍ زموږ کلي کې زمکه او خپل کور نه درلوده. زامنو به یې ،چې د هر کلیوال زمکه کرله، نو د همغوی په هغه کور کې به اوسیدل چې د بزګرانو لپاره به یې جوړ کړی و. دوی اصلاً د کومې بلې سیمې اوسیدونکي وو؛ خو دا چې له کلونو کلونو راهیسې یې زموږ کلي کې ژوند کاوه، نو غټو او وړو د ببو په نوم یادوله. خدای خبر اصلي نوم به یې څه و، خو دا نوم ورته کلیوالو د درناوي په دود اخیسته.  

یوه ورځ له یوې بلې کیسې خبر شوو. چا ویلي و چې دا بوډۍ هره چهارشنبه، ټکنده غرمه ،چې ټول په کورونو کې وي، له همدې غوټې سره د سیند غاړې ته ښکته کیږي او هغه ځای کې کیني چې شاوخوا یې زریو ( اغزي لرونکي بوټو) نیولې ده او سړی پکې په اسانه پټیدای شي. دې سړي دا هم ویلي و چې یوه ورځ یې ولیده چې ببو غوټه پرانیستې وه، سیند ته یې لاس نیولې و. خوله یې خوځیده او خدای خبر څه یې ویل.

پس له دې موږ هره چهارشنبه ببو څارله؛ خو هغې لکه چې موږ څارلو. چې څنګه به د کلا مخه له ماشومانو خالي شوه، نو دا به غلې ووته.

په هغه ورځ مو تر ډیره په دې بحث وکړ چې څنګه له دې رازه ځان خبر کړو. اخر په یوه نوي پلان سلا شوو:

ومو پتیله چې د چهارشنبې ورځ،  له غرمې یو ساعت مخکې هغه ځای ته ځو چې ببو ور ځي. همدې زریو کې پټیږو. ځان سره وچه ډوډۍ او د پیازو کونټي( غوټې) هم اخلو او تر هغې نه راځو چې دا مو لیدلې نه وي.

همداسې مو وکړل. زریو کې  پټ ځای پر ځای شوو. داسې غلي غلي ناست وو، لکه ښکاريان چې ښکار څاري. چې څنګه ټکنده غرمه شوه، نو د مخامخ ولو منځ کې مو یو څوک تر سترګو شو. ورو – ورو نږدې کیده. یوه غږ کړ: ببو ده؛ خو ګورئ، دا مو قسم دی چې نور به نه خبرې کوو او نه به له ځایه خوځیږو.

ببو لکړه لګوله. مخ په موږ را روانه وه او زموږ د زړونو ضربانونه شیبه په شیبه لوړیدل. هغې پر ټنده لاس کیښود. اخوا دیخوا یې وکتل. ښه ډاډه شوه او بیا کیناسته. یوه شیبه یې پښې وغځولې. اوبو ته یې داسې ځیر ځیر کتلې لکه څه شی چې یې پکې ورک کړی وي. پښې یې راټولې کړې، غوټه یې مخې ته کیښوده. په ریږدیدلو لاسونو یې پرانیسته. یو شی یې راپورته کړ او بیا یې ورسره خبرې شروع کړې:

قربان دې شم وروره. زما د مور یواځینۍ نښې. خور دې درنه جار شي.

را اخیستی شی یې سینې پورې داسې جوخت کړ لکه مور چې بیمار ماشوم سینې ته جوخت کړي. شیبه غلې وه. سلګیو پسې واخیسته. نږدې وو منډه کړو؛ خو یو بل ته مو وکتل. کړی قسم مو په یاد کړ او بیرته غلي کیناستو.

بوډۍ بیا خبرې شروع کړې:

زما ډولي روکیه، ستا بلا دې په ما غوندې خور شي. ومې نشوې ساتلی، کنه.

خو، بلا دې واخلم وروره.هغه ښځه ډيره ظالمه وه. ما یې مقابله نشوه کولای. تل به یې له پلاره په پټه راته ویښتان کشول او بیا به یې ویل: زه د پردي ماشوم ورني نشم پاکولی. دا غضب له دې کوره باسه او که پلار ته دې کیسه کړې وه، ژبه دې بیخ کې په لور پرې کوم.  

و، وروره.

نو زه څه ملامته یم.هه؟

ببو،  د ښي پښې پایڅه  لږ پورته کړه او بیا یې خپلې وچې پنډۍ ته ګوته ونیوله: دا وګوره، ستا په سر مې ډیر وهل وخوړل. ګوره، دا د لور نښه اوس هم معلومیږي. په هغه ورځ دې ظالمې لور پورته کړ او راته ویل یې. که دا ځل دې ورور سیند ته خطا نکړ، حلالوم دې. او بیا یې په همدې لور په پښه ووهلم. ما چیغه کړه، ژر یې په خوله راته لاس کیښود او په بل لاس یې راته موټی ویښتان وویستل. هغې مې مرۍ ته لور نږدې کړ او ویل یې: که چونګ دې کړی و، سر درنه پرې کوم.   

ببو یو دم داسې غلې شوه، لکه میره چې یې لور سره څنګ ته ولاړه  وي. سیند ته یې ښه ډېر وکتل او بیا یې کیسه پیل کړه:

های وروره!

همدغه شان ټکنده غرمه وه.  ته مې په اوږه کړې. میره مې راپسې راروانه وه. همدلته راغلم. سیند مست و، داسې په شڼا روان و چې په لیدلو یې سترګو تور خوړه. هغه وخت دا زرۍ له دې هم ډيرې ګڼې وې. راته ویل یې؛ سیند ته یې وغورځوه. خو ما دواړه لاسونه  درنه چاپیر کړي وو. ژړلې مې؛ خو هیچا مې غږ نه اوریده. په هغه سپیره غرمه هیڅوک هم نه و. چیغه مې کړه، هغې ژر له ستوني ونیولم.

و وروره،  ته یې رانه په زوره واخیستې او سیند….

یو دم سلګیو پسې واخیسته. په دواړو لاسونو یې خپل مخ ته څپیړې ونیولې، لکه شیعه میرمنې چې د حسین په یاد خپل مخونه وهي.

شیبه وروسته بیا په خبرو راغله:

و وروره، تر ډیره مې د همدې سیند په غاړه در پسې منډې وهلې. ته مې لیدلې چې اوبو به کله بیخ ته کړې او کله سر ته.

په لکړه یې څو وارې  اوبه ووهلې او یا بیا یې په غوسه وویل:

و ظالمه سینده، تا مې ولې ښایسته ورورک ویوړ، ولې؟ ولې؟… تا مې د خپلې ځوانیمرګې مور وروستۍ نښه هم رانه ویوړه. ته ډېر خوني یې. ته….

وروره!

اوبو کې پټ شوې. ډيرې اوبه به دې تیرې کړي وي کنه، ساه به دې په تنګ شوي وي کنه، سترګو کې به دې شګې ننوتلي وي کنه، د سیند له غټو کاڼو سره به دې نازکې پښې لګېدلي وي کنه …

یوه شیبه غلې شوه. یوازې د اوبو شڼاری اوریدل کیده. بیا په خبرو راغله:

روکیه!

اوبو څنډې ته کړې، خوشحاله شوم. لاس مې کړ؛خو همدا خولۍ مې ګوتو ته راغله، ماسره دې یوازې همدا نښه پاتې ده. دا غمي ګورې، دا مې مور په ډیر شوق پکې ټک وهلي وو. ډیر ورسره ښه ښکاریدې، ډډ بډ سپین مخ دې و. د خولۍ غمیو دې لمر ته شغلې کولې….

ببو یو دم کیناسته. خولۍ  یې بیرته دسمال کې غوټه کړه. لاس کې یې ونیوله او د سیند په غاړه یې له لکړې سره داسې چابک چابک ګامونه  اخیستل لکه خپل غرق شوی ورور چې ژغوري.

د وږي ۱۲مه، ۱۳۹۷ . جلال اباد

69 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *