Categories

اعلان

Loading…

پخوانی جهادي قوماندان او د حقاني شبکې موسس مړ شو

تاند- وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې د حقاني شبکې موسس او پخوانی جهادي قوماندان جلال الدین حقاني له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی دی.

د طالبانو پر ټویټر په انګلیسي ژبه د حقاني مړینه اعلان کړې او ویلي یې دي«جلال الدین حقاني د عصر یو تر ټولو ستر جهادي شخصیت و.»

جلال الدین حقاني د حقاني شبکې موسس بلل کېږي او اوس د ده زوی سراج الدین حقاني د دې شبکې مشر او دغه راز د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبة الله مرستیال دی.

طالبانو ویلي چې مولوي جلال الدین حقاني یې په افغانستان کې خاورو ته سپارلی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې جلال الدین حقاني له ۸ کلونو راهیسې فلج و.

جلال الدین حقاني په اتایمه لسیزه کې په خوست کې د مولوي خالص د اسلامي حزب تر ټولو مهم او لوی قوماندان و. خو ښه شهرت یې وروسته له دې چې خوست ښار مجاهدینو ونیوه او د دولت وسلې کباړ شوې، زیانمن شو.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې جلال الدین حقاني د اسامه بن لادن په ګډون له عرب جګړه مارو سره نژدې اړیکې لرلې.

حقاني په ۱۹۹۶ م کال د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته د طالبانو د رژیم د قومونو او سرحدونو وزیر شو.

جلال الدین حقاني کلونه مخکې د حقاني شبکې مشري خپل زوی سراج الدین حقاني ته وسپارله. په ۲۰۱۵ م کال ادعا شوې وه چې جلال الدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې مړ شوی دی.

حقاني شبکه د طالبانو په منځ کې تر ټولو خونړۍ او خطرناکه ډله بلل کېږي. په جلال اباد کې د کابل بانک حمله، په کابل کې پر کانتینیټل حملې، د زنبق څلور لارې حمله او ګڼې نورې دا ډول بریدونه چې زیاتې مرګ ژوبلې یې په نتیجه کې شوي، د حقاني شبکې کار بلل کېږي.

دا شبکه په ۲۰۱۲ م کال د امریکا متحدو ایالتونو د تروریستي ډلو په لیست کې شامله کړه.

245 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. سلیمان Reply

    دې وحشي ته جهادي شخصیت ویل ددې عصر یوه لویه ګناه ده. د داسې ځناور چې خپله او د ټولۍ کورنۍ لاسونه یې په زرونو بې ګناه انسانانو په وینو سره وي ورته مړ ویل هم پکار ندي. دداسې وحشي لپاره ښه کلمه مردار ده. ۴۵ کاله د او دده کورنۍ د تور بادار په خوله ډير بې وزله افغانان له تیغه تیر کړي نو الله تعالی دې ورته د ټولو نه زورونکې دوزخ نصیب کړي او د قیامت په ورځ دې د پمنو سپو په قتار کې ودروي.

  2. alamoona gharkaweena Reply

    بالاخر خُراسان کا وہ بوڑھا شیر بھی چلا گیا جسے آزادی کے لوک گیتوں میں ہمیشہ یاد رکھا جائے گا چرواہے جب جب اپنے ریوڑ کو لیکر نکلیں گے کسی چراہ گاہ ندی یا وادی کے کنارے اس بوڑھے کے قصے اپنے بچوں کو سنائیں گے جو احمد شاہ ابدالی بابا کے کارواں کا مسافر تھا اور وہ عظمت کی بلندی پہ تنہا نہیں بلکہ اپنی اولاد کیساتھ آخر وقت تک کھرا رہتے ہوئے کھڑا رہا ۔ خوست کے کُہسار اور میدان اس جلال الدین حقانی کو کبھی نہیں بھولیں گے جو خوارزم شاہ جلال الدین جیسا تھا دونوں اپنے وقت کی منظم عسکری طاقت کو دُھول چٹاتے رہے اور پھر یوں خاک کے سُپرد ہوئے کہ دشمن گرد بھی نہ پا سکا ، ایک کے سامنے چنگیز خان اور تاتاری تھے تو دوسرے کے رُوبرو کئی ممالک کی جدید افواج ۔۔۔۔

    شمال میں جاری جنگ آزادی کے کئی اہم کرداروں میں ملا عمر اور جلال الدین حقانی بھی شامل ہیں ، دونوں نے کسی عسکری ادارے سے پڑھا نہ کسی عصری مکتب کا رخ کیا لیکن فطری جنگی صلاحیت مضبوط اعصاب اور ششدر کردینے والی منصوبہ بندی کے حامل ان عبقریوں نے ایک خلقت کو ورطہ حیرت میں مبتلا کئیے رکھا کہ آخر کیسے ناکافی وسائل تیکنیک اور افرادی قوت کے انہوں نے صلیبی لشکر کے سامنے بے پناہ کامیابی سمیٹی ۔۔۔۔

    ملاعمر ، جلال الدین حقانی ملا اختر منصور اور ملا ھیبت اللہ جیسے عسکری و فکری کماندان اگر مغرب میں ہوتے تو ان کی بہادری منصوبہ سازی جرات اور مزاحمت پہ سینکڑوں فلمیں کتابیں اور ڈاکو منٹریز منظر عام پہ آچکی ہوتیں لیکن کیا کیجئے کہ فی الحال امت کے دانشور اور متعلقہ شعبوں کے افراد مرعوبیت اور ذھنی افلاس کا شکار ہیں ان میں تعصب نہ ہوتا تو کم از کم اس مزاحمت کا ہی اعتراف کرلیتے جو لگ بھگ دو دھائیوں سے ملا عمر کے جانثاروں نے جاری رکھی ہے ۔۔۔۔

    حقیقی تبدیلی آئے گی تو ان رجال کار کی بابت جان کر ہماری اگلی نسلیں ان پہ فخر کریں گی کیونکہ یہی پہاڑی کے چراغ ہیں یہی زمین کا نمک اور یہی گھٹا ٹوپ اندھیرے میں آزادی کی راہ دکھاتے ستارے ۔۔۔۔۔۔
    فیض اللہ خان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *