Categories

اعلان

Loading…

د بریتانیا دفاع وزیر وايي، داعش له افغانستانه حملو ته تیاري نیسي

تاند- بریتانیا خبرداری ورکوي چې په عراق او سوریه کې د مات شوي داعش یا اسلامي دولت وسله وال غړي اوس په افغانستان کې ځانونه تنظیموي.

د بریتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیمسن دا خبرداری د دوشنبې په ورځ /سپټمبر ۳/ له سکای نیوز سره په مرکه کې ورکړ.

ده وویل چې په افغانستان کې د داعش غړي حملو ته تیاري نیسي او هغوی د بریتاینا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې حملې کولی شي.

ویلیمسن همداراز وویل چې په افغانستان کې د داعش د سختدریځو له لوري بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو ته د حملو خبرداري ورکول کېږي.

ده زیاته کړه «څه چې موږ لیدلي، هغه دا دي چې بریتانیا ته د دغو ډلو له لوري حقیقي خطر پېښ دی – موږ به خامخا اقدامات کوو چې بیا د مانچستر د پېښې په شان پېښه ونه شي.»

د بریتانیا دفاع وزیر همداراز وايي «موږ په افغانستان کې جنګېدونکي سختدریځي تل په ځیر څارلي او د هغوی د اړیکو شواهد مو نه یوازې په بریتانیا بلکې په درسته اروپا کې لیدلي دي.»

د داعش ډله په وروستیو کې د افغانستان په جوزجان کې سخته وځپل شوه خو دا ډله لا هم په ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې فعاله ده.

100 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. بشير Reply

    بريتانيا غواړي په دي څرګندونو سره خپل مشروعيت او دخپلو عسکروپاته کيدل په افغانستان کي مشروع وبلي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *