Categories

اعلان

Loading…

بڼداري او د افغانستان اقتصادي غښتلتیا | حمیدالله فیض

د ۱۳۵۰ کا ل په لومړۍ نيمايي کې  د افغانستان د ميؤو صادراتو د هېواد د ټولو صادراتو په سلو کې له ۳۷ برخو څخه زياته ونډه درلوده. دمګړۍ مېوې په افغانستان کې په پراخه سوداګریزه پيمانه روزل کېږي او د دې لپاره چې  د زړه د خوښې مطابق ونې او ميوې په لاس راوړو نو بايد نباتات د غيرزوجي تکثير (Asexual Reproduction ) په واسطه تکثير شي.

تر جنګونو پخوا په افغانستان کې په ۱۴۳ زره هکټاره ځمکه کې  ميوې توليديدلې او دهېواد د ميوو کلنې توليدات ۹۲۰ زره ټنو ته رسيدلي وو. سره له دې چي د افغانستان د ميوو  په روزنه کې عصري تکنالوجي په کار اچول شوې نه وه، خو بيا هم ميوې پکې زياتې توليديدلې، ځکه چې د افغانستان اقليم ،آب او هوا  د ميوو د توليد لپاره خورا مساعده ده.

دميوو بڼوڼه د افغانستان په ټولو ولايتونو کې روزل کېږي، خو په ځينې ولايتونو کې د ځينو نورو په پرتله ډير روزل کېږي ، د مثال په ډول  کندهار، هرات، اروزګان، زابل، غزني، وردګ، پروان او ځينې نور، د نورو ولايتونو په پرتله د ميوو په توليد کې ډیر شهرت لري. اوسمهال د دې لپاره چې په افغانستان کې بڼوالي( باغداري)  علمي بڼه غوره کړي او دميوو دتوليد اندازه يې د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيالي وکړاى شي، بايد دهغوې د روزنې، سمون او ساتنې لپاره عصري کرنيزه تکنالوژي په کار واچوله شي او ميوې  د غير زوجي تکثير په واسطه تکثير شي او دتخم له تکثير څخه مخنيوې وشي.

نوې خبره داده چې د هلمند د کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۱۵۰۰ د ميوو باغونه جوړوي. د دغه ریاست په وینا دامهال ۸ زره نیالګي دغو باغونو ته په پام کې نیول شوي. دغه نیالګي د ولایت د کرنیزو چارو د ټولنې له لورې اخيستل شوي او په باغ لرونکو وېشل کېږي.

دا ډول پروګرامونه د باغ لرونکو د اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ د ولایت د عوایدو په لوړولو کې هم مرسته کوي.  افغانستان يو کرنيز هېواد دى او د دې هېواد په سلو کې ۸۵ سلنه وګړي یې د کرنې په چارو بوخت دي. مېوې اوسابه  د کرنې د کلچر يا باغدارۍ مهمه څانګه جوړوي، د کرنې يو مهم سکتور بلل کېږي او د هېواد په ملي اقتصاد کې ستره ونډه لري.

په ټولیزه توګه که د یو هېواد اقتصاد ته غور وکړو نو څرګندیږي چې د هېواد اقتصادي سیستم په صنعت او کرنې تکیه لري چې د کرنیز سکتور څخه خام مواد د صنعت لپاره چمتو کېږي او بیا د تولید لپاره ترې ګټه اخېستل کیږي. د دې لپاره چې د صنعت سکتور په سمه توګه پرمختګ وکړي نو کرنیز اصلاحات ډیر اړین دي. په دې مانا چې د کرنې د سکتور تولیدات باید تر ډیره بریده ډیر کړای شي، څو د صنعتي سکتور ټولو غوښتنو ته په صحیح توګه ځواب ووايي. د کرنیزو تولیداتو د لا ډیرښت په موخه باید د کرنې په سیستم کې اصلاحات راشي ( ښه تخمونه ، ښې کیمیاوي سرې ، تراکتورونه او نورو اړونده ماشینونو څخه اعظمي ګټه واخېستل شي څو کرنیز سکتور هم په اقتصادي پرمختګ کې خپل بشپړ رول ادا کړي.

افغانستان اوسمهال د زرغون انقلاب لپاره ډیره اړتیا لري او د دې ترڅنګ د هغو شاړو ځمکو د کرلو اړتیا ورسره هم موازي محسوسیږي کومې چې بیکاره پرتې دي. د شین انقلاب تجربو د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې لکه هندوستان ، سویلي امریکا او تایلینډ کې ښودلې ده چې د یاد انقلاب په پایله کې د هغوی د ځمکو حاصلات څوچنده زیات شوي دي. د کرنیز زرغون انقلاب د راتګ له امله د هېواد اقتصاد پرمختګ کوي او ورسره څنګ کې یې اغیزې په ټولنه کې له ورایه څرګندیږي. زرغون انقلاب داسې یوه پروسه ده چې له امله یې د مزدورانو دکار په مولدیت او ځواک کې ډیرښت راځي.

همدارنګه په غريبوهېوادونو کې د صنعتي پرمختګ لپاره پروګرامونه جوړيږي او غریب هېوادونه تل په دې هڅه کې وي چې زیات بهرني اسعار لاسته راوړي، څو د پرمختګ څخه برخمن شي خو له بده مرغه د دغو هېوادونو ځمکې ډیرې وروسته پاتې طریقې سره کرل کیدې چې له امله یې حاصلات هم ډیر کم وو، نو ځکه د زرغون انقلاب د طریقې له امله ډیری هېوادونو اوس خپل کرنیز محصولات زیات کړي دي.

په اکثره هېوادونو کې پخوا په يوکال کي يواځي يوفصل ترلاسه کیده، خو د تخنيکي پرمختګ په وجه په يوکال کي اوس دوه فصلونه ترلاسه کېږي، خو افغانستان کې لاهم کرنیز سکتور په بشپړه توګه میکانیزه شوی نه دی او اوس د هېواد په ډیرير برخو کې د کال په یوه فصل بسنه کوي.

د کرنیز زرغون انقلاب په ترڅ کې د اوبو رسونې سیستم جوړیږي، د نهرونو نظام غښتلي شکل سره رامنځته کېږي او د دې کارونو په رامنځته تګ سره نه یواځې ټولنیز جوړښتونه بدلون مومي، بلکې اقتصادي پرمختګ په چټک ډول رامنځته کېږي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اقتصاد یې په کرنې ولاړ دی، نو کرنیز محصولات يې هم په ځانګړې توګه د سیمې په کچه او هم په نړیواله سطحه یو ځانګړی ځای لري، نړیواله ټولنه هم له پخوا را هیسې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د کرنیز هېواد په توګه پیژني.

د متحده ایاالتو د نړیوالې همکارۍ ادارې (USAID) او د کرنې د احصایې په وینا، 80٪ افغانان په کرنې او مالدارۍ بوخت دي، اوهرکال 31٪ ناخالص عواید د خپلوکرنیزو محصولاتو څخه اخلي، د افغانستان ډیری صادرات  هم د کرنې او مالداري محصولات دي.

نو په دې لحاظ، کرنه او مالدارۍ د افغاني ټولنې په اقتصادي جوړښت کې خپل ځانګړی ارزښت لري ،کرنیز ماهران او کر کیله د افغانستان د اقتصاد خورا مهمه برخه ده، او اقتصادي تحلیل ګران هم په دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې د کرنې سکتورته په وده ورکولو سره په افغانستان کې د پام وړ اقتصادي بدلونونه رامنځته کیدلای شي.

دافغانستان  اوسني کرنیز حالت او د لاښه والي لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، ځکه چې  دا د هېواد د اقتصادي غښتلتیا لپاره یوازینۍ غوره لاره ده.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وینا کرنه نه یوازې په اقتصادي پرمختګ کې یو فعال رول لوبوي، بلکه کولای شي په پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي جوړښت په بنسټونو کې پنځه مهمې مرستې وکړي: “د کار، پانګونې، پیسو چمتو کول ، د صنعت د مخ پر ودې سکتور لپاره خام مواد، او د تولید شویو توکو لپاره مناسب مارکیټ رامینځته کړي چې له یوې خوا به د بیوزلۍ لمنه ټوله کړي او له بل پلوه به د جګړې په ټولیدا کې خپل مثبت اغیز وشیندي.

62 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *