Categories

اعلان

Loading…

د «سلطان» د پښې غـږ | پوهندوی آصف بهاند

(د غفور لېوال د «سلطان» منظومه)

د پیاوړي شاعر غفور لیوال د تخلیقاتو په سلسله کې، «سلطان» د ده د نوې منظومې نوم دی چې په چاپیدو او راتگ سره به یې پښتو ژبې ته د نوې موضوع او محتوای تر څنگ، د نویو انځورونو او نویو ترکیبونو یوه لویه او نوې ډالۍ وړاندې شي.

له «سلطان» نه مخکې لیوال له ټولو شخصي، رسمي او سیاسي بوخـتـتـیاوو سره ـ سره؛ د گڼو شعرونو په څنگ کې، نورې منظومې هم پنځولې دي چې نومونه یې دا دي:

۱ ــ لومړۍ منظومه «هوسۍ» وه، چې غالباً په ۱۳۷۷ کې بشپړه او په ۱۳۷۸ کې لومړی ځل چاپ شوه،

۲ ــ دویمه منظومه «ارشاک او اوشاس»، چې په ۱۳۷۹ کې بشپړه او په ۱۳۹۰ کې چاپ شوه،

۳ ــ درېیمه منظومه «لام او ایلینو»، چې په ۱۳۸۷ کې چاپ شوې ده،

۴ ــ څلورمه «کک او زرینه» ده، چې تېر کال(۱۳۹۶) کې خپره شوه،

۵ ــ ځنگل (لنډکۍ منظومه) ۱۳۷۵ کې لیکل شوې او «ته زما ټوله شاعري یې» شعري ټولگه کې چاپ شوې ده،

۶ ــ  سفر (لنډکۍ منظومه)، عرفاني منظومه ده، په کال ۱۳۸۴ کې لیکل شوې ده او «ته زما ټوله شاعري یې» شعري ټولگه کې چاپ شوې ده،

هیله ده چې «سلطان» هم ډیر ژر بشپړه او چاپ کړای شي.

پوره یو کال مخکې (۲۳/۰۷/۲۰۱۷) د «کک او زرینه« د راتگ اوازې وې، هغه وخت زموږ د ټول وطن د دې قهرمانې جوړې د راتگ د هرکلي له پاره ما داسې ولیکل:

«زما د گران دوست، زما د خوښې وړ شاعر او قلموال، ښاغلي غفور لیوال د نوې منظومې (کک او زرینه) ښکالو اوریدل کیږي. د لویې نیکمرغۍ ځای دی چې د لیوال صاحب د «کک او زرینه» په خپریدو سره به له یوې خوا د پښتو شعر خزانه بډایږي او له بلې خوا د هیواد د تاریخ په دې حساسو شیـبـو کې چې ښکاره دوښمن موږ ته خپل طبعي حق هم نه راپریږدي، لیوال داسې یو تاریخي واقعیت، د هنر په مټ او د شعر په ژبه د درنو هیواد والو مخې ته ږدي. زه همدا اوس، د همدې کرښو په وسیله د «کک او زرینه» د بشپړیدو او خپریدو مبارکي لومړی لیوال صاحب ته او بیا د پښتو ادب او افغانستان ټولو خواخوږو او مینه والو ته وړاندې کوم. ما له دې نه مخکې د ښاغلي لیوال دوې نورې منظومې «هوسۍ» او «لام او ایلینو» لیدلې او په خورا مینه او دقت مې یو ځل نه، څو، څو ځلې لوستې هم دي.»

کله چې «کک او زرینه« راغلل، راورسېدل، بیا مې ورته ښه راغلاست وویل، په دې الفاظو:

«مخکې له دې چې له کک او زرینې سره زما لیده کاته او ملاقات وشي، ما یې د راتلو د هرکلي په پار یوه  مقاله او یو شعر له یوې یادونې سره خپار کړي وو. دا چې زما کور ته «کک او زرینه» څنگه را میلمانه شول، دا کیسه به پریږدم، یوازې دومره به و وایم چې یو دوست د «کک او زرینه» د مخ لیدل په ډیره مهربانۍ را باندې ولورول، ما هم په ډیر درناوي په کور کې مخامخ را ته کینول. پاڼه، پاڼه مې ولوستل داسې په دقت سره، لکه څوک چې بیا امتحان را نه اخلي. کله مې چې لوستل پای ته ورسول، نو سمدلاسه مې لیوال ته داسې ولیکل:

بیا سلامونه! «کک او زرینه» مې چې نن کور ته را میلمانه شول، یوه شیبه مې هم یوازې پریـنښودل، د دواړو څیرې مې سر تر پایه داسې له نظره تیرې کړې چې په ټولو رازونو مې ځان خبر کړ. په یوه سا مې ولوست او جالبه لا دا چې خپل یاد داشتونه مې ځینې واخیستل. تاسو نه ډیره مننه، او ستاسو قلم او هنر ته سلام، پښتو شعر، پښتو ادبیات او افغاني فرهنگ به پر تاسو ویاړي.»

اوس بیا د «سلطان» د پښې غږ دی، ډیر ژر به د پښتو ژبې په بڼ کې قدم کـیـږدي. خامخا به دا  قدم نیک وي او په راتگ سره به یې د پـښتو ژبې او ادب خزانه لا شتمنه شي.

د لیوال په نورو منظومو او د «سلطان» په څو خپرو شوو بیتونو کې چې زه د لیوال د ادا سبک ته گورم، د تیرو شاعرانو تجربې په کې لیدل کـیږي، خو دی د تورو د څنگ پر څنگ اېښودلو او سره ودولو په کار کې یو ځانگړی او منحصر په فرد سبک لري چې د استادۍ خوا ته په کې راوان دی.

زه مخکې له مخکې د لیوال د «سلطان» د منظومې د شکل او محتوا په باب څه نه وایم، د څو بیتونو په لوستلو سره یې یوازې دومره ویلای شم:  

باید چې «سلطان» له هنري اړخه، د ده تر نورو منظومو ښکلې او په لا ښو انځورونو سینگار وي. دلیل به یې هم دا وي چې د ده د ټولې شاعرۍ انځورونه او تجربې به سره یو ځای کېـږي او د «سلطان» د جامو ښکلا به جوړوي او په دې ډول به د سلطان منظومه پنځیـږي. هیله ده چې لیوال به همداسې یو بې جوړې هنري اثر وړاندې کړي.

د سلطان د منظومې د همدې گوتو په شمار بیتونو د خپریدو په وخت کې د څو  تـنو نظریات:

د ښاغلي یار محمد یار نظر:

«استاد محترم!

تاسو د افغانستان د معاصرو ادبیاتو په مزله کې ځان ته خپله خاصه لار پرانیستې او بریمن ګامونه پر اخلئ! تاسو زموږ له تاریخي وطن سره په هنري مخامختیا کې شهکارونه پنځوئ!

تاسو لوستونکي زموږ د وطن اصلي روح ته په هنري جادو سره ننباسئ!

هغه کار چې زموږ په ادب کې یې بېلګې د ګوتو تر شمار هم لږې دي؛ ستاسو ژوند، زموږ د ملي روح ژوند دی!»

د ښاغلي عبدالرحمن رحیمي نظر:

«عالي دی دروند استاد!

رنګينه او زرینه منظومه ده،

د تخیـیل په کامره مو د غره والو داسې انځورونه اخېستي، چې د ډېرو تکرار لیدو سره ـ سره؛ پام نه وراوړي، تاسې د وطن د بچي، بوټي او تيـږې په خبرو پوهېـږﺉ،

ستاسې فکر د وطن سر درو او غرونو ته دمې وړي،

تاسې د شډل پښتون د زړه له سندرو خبریاست او هغه که نادان هم دی، نو په تاسې ګران دی، نو موږ ستاسې له نظمه د شعر واقعي کېف په زړه کوو.»

دا هم د «سلطان» له منظومې څخه د څو بیتونو بېلگې چې تر اوسه پورې زما له نظره تیر شوي دي:

کــرښه کــرښه، لـیکـه لـیـکـه، تـکـه سـپـیـنه

د “لوی غر” پر هسکه څوکـه واوره ښکاري

شـیـن اسـمـان لـکــه لـــوی ډنــــډ د لاژوردو

شــرشــرې یـې د خــوړونـــو لارې څـــاري

“ســنــګـدره” کـــې د لــوښـتـي ونــې ولاړې

د چـــیـــنــو اوبــــه بــهـــیــږي لارې، لارې

پـسـرلـی دی لانــدې زمـکـې زرغــونـې دي

چـیــنـارونــــه بــــاد تـــــه اوړي او رااوړي

پــه شـر،شـر یـې د چـنـچـڼـو چـغـار ګـډ دی

د سونګوري په بوی مست د لوی غر هډ دی

د شــوتــلــې د ګـــل عــطــر پــه څــپــو دي

د زېـــړګــلـي غــرنــۍ وږمــــه چــلــیـــږي

لــه کــږلـېـچـو د سـیـنـد شور اورېدل کـیږي

دامـــانــې د غـــــره سـمـسورې په وښـو دي

د کــوچــیــانــو د رمــو د ښـکـالــو غــږ دی

چـېـرتــه لــرې د شـپانه د هـای هـای چیـغې

د ســـېـــرلــیـــو، وړو وریــــو بـغـبـغـې دي

کـړنـګـاني د مـېــږو غـاړو کـې نـغـمـې کــا

د رمـــو د سـپـیـو غــږ پــه کــې ورکـیــږي

هـلـتـه دلـتـه، لــه کــېــږدیــو لـوګی خـیـژي

کـلي ډوب دي، د شـنـو ونــو په چوپـتیا کې

د خـم ونــو کـې ثــوري مــرغــۍ چغـیـږي

د غـره ډډه کـې څــو مـېــږې څــه پـسـونــه

څـو مـرغـومي او څـو وري ورپسې ځـغلي

شـوخ سـېـرلی، یــوه کـمـره نه بل ته تـرپي

لـکـه چـتـکی پــه خــېــزکـو نـه مـړیږي…

سلطان راروان دی! 

66 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *