Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د احتجاج په توګه په جلال اباد کې خپله کونسلګري بنده کړه

تاند- په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، په جلال اباد کې یې خپله کونسلګري د ننګرهار د چارواکو د مداخلې له کبله تر نامعلومې مودې پورې بنده کړې ده.

د پاکستان سفارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اړه یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی دی.

سفارت همداراز ویلي چې په جلال اباد کې یې خپله کونسلګري د دې لپاره بنده کړې چې د دغه دیپلوماتیک مرکز په فعالیتونو کې د ننګرهار د والي او نورو سیمه ییزو چارواکو پر لاسوهنې احتجاج وکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي«په کابل کې د پاکستان سفارت په جلال اباد کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د کونسلګرۍ په کارونو کې د والي حیات الله حیات پر مداخلې ژوره خواشیني ښيي او هغه د ویانا د ۱۹۶۳ د کونسلي اړیکو بشپړه سرغړونه ګڼي.»

سفارت همداراز ویلي چې د افغانستان له باندنیو چارو وزارت څخه یې غوښتي چې د ننګرهار والي د پاکستان د

کونسلګرۍ په چارو کې له لاسوهنې منع کړي.

پاکستان دا اعتراض وروسته له دې وکړ چې د ننګرهار والي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان کونسلګرۍ ته لاړ چې د هغې له لوري افغانانو ته د وېزو ورکولو بهیر وویني.

والي، چې امنیتي چارواکي او پولیس ورسره ول، د وېزې د ورکړې د شرایطو پر اسانه کېدو خبرې وکړې.

د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې والي وروسته له دې کونسلګرۍ ته لاړ چې د خلکو له لوري ورته ډېر شکایتونه وشول.

791 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. razmohammed mohmend Reply

    AFTER GOVERNER KHUDAY DAD BASHAR MAL SAHIB FOR THE FIRST
    TIME NANGAR HAR GET ONE GOOD GOVERNER ,
    BEFORE ALL GOVERNERS IN NANGARHAR WAS CONNECT WITH PAKISTAN;
    HAJI QADEER/GULAGHA SHIRZAI/ATTAULLAH LODEEN/MANGAL MANGAL.
    PAK COUNSEL IN JABD SALE VISA BY BLACK MARKIT/
    ISI INTELLIGENT SER VICE ACTIVITY IS UNLIMITED,
    MANY SOLDOUT AFGHANS ARE WORKING FOR PUNJAB.
    GOVERNMENT NEED TO ONE WIDE SECURITY WITH MORE PERSONEL FOR JALALABAD&NANGARHAR.
    ,THANK YOU

  2. LALA BATTANWAL Reply

    حيات اله ، حيات ـ ډېر فعال او تکړه والي دئ ، د پاکستان د سفارت عکس العمل او حساسيت اصلي وجه د والي صيب لخوا د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز لګول دي ، او دا هم امکان لري چې د کونسلګرۍ منسوبين د دلالانو سره په کمیشن کې شريک وي ، ځکه خو د هرپاسپورت پټ کمیشن ۸۰۰۰روپۍ دئ

  3. سلیمان زاهد Reply

    مږنږ افغانان نو ته هم شرم پکار دی چه یو د ښمن ملک په ویزو مو وار نه کیږی ،یاره عجیبه خلک یو ، راځی په یوځل پاکستان ته د تلو نه ووایا او هم یی وارداتو څخه استفاده بنده کړواو ان که په ننګرهار او خوست کی یی د روپی چلند بند کړو

Leave a Reply to razmohammed mohmend Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2