Categories

اعلان

Loading…

افغانستان د چين او امريکا ترمنځ | ډاکټراحمد ويس وردګ

افغانستان د ګندمک او ډيورنډ تړونونو تر وختونو هم د تاريخ له يوه ډېر حساس پړاوه تېرېږي. امريکا د نزول په حالت کې ده او نور سيمه‌ییز ځواکونه لکه چين او روسيه په ډېر قوت او چټکیا سره د پرمختګ په لور روان دي؛ نو ځکه د نړۍ په سطح نوي نوي سيمه‌ییز ایتلافونه او د هېوادونو ترمنځ نوي تعهدونه راټوکېږي. 

په بل عبارت، د قدرت لیږد په هر هېواد کې کړکېچن وي. د ټاکنو په هر دوران کې نوې نوې سياسي څېرې رابرسېره کیږي او له ځانه سره نوي ایتلافونه رامنځ ته کوي. لکه د هېوادونو په څېر، د نړۍ نظام هم د بدلېدو په حال کې دی. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د نړۍ نظام دوه قطبي شو، چې يو خوا د شوروي اتحاد او ورسره د «وارسا»هېوادونه او بل خوا غربي نړۍ او «ناټو» هېوادونه، چې دا خوا د امريکا متحده ايالاتو لخوا رهبري کېده. د نړۍ معاصر تاريخ کې، دغه پېر تر ټولو سوله‌ییز او باثباته پېر ځکه وو، چې په نړيوال نظام (سيسټم)کې يو توازن موجود وو. خو په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، دوه قطبي نړۍ ړنګه او پر ځای يې د امريکا متحده ايالات یکه تاز او په نړۍ کې یوازينی زبرځواک وګرځېد.  

له شوروي وروسته، د ۱۹۹۰ لسيزې آزاد بازار پاليسيو څخه ځينې هېوادونو په ځانګړې توګه چين ډېره ژوره ګټه پورته کړه. دا تېر ۱۵ کاله د چين اقتصاد هر کال کابو ۹ سلنه وده کوي؛ په داسې حال کې چې د امريکا پورونه کال په کال زياتېږي او د بانډونو په وسيله، پورونه هم له چين څخه اخلي. دا په خپل وار سره په نړۍ کې د چين اعتماد، نفوذ او حضور زياتوي. بل خوا امريکا له اقتصادي بحران او د پانګې له فرار سره مخ ده؛ نو ځکه د نړۍ سياسي نظام هم د بدلېدو په حال کې دی او د نړيوالو اړيکو او سياسي علومو کارپوهان يو هم دا وړاندوينه نه شي کولی چې آيا راتلونکی «چينايي نړيوال سیسټم» به څه ډول وي؟ راتلونکي نړيوال اقتصادي او سياسي معيارونه به څه ډول وي؟ آيا دغه اوسنی «لېبرال نړيوال نظام» به پایښت ومومي او کنه؟ دغهډول تحليل ته په نړيوالو اړيکو کې «سیسټم تیوري» ويل کېږي، چې سیسټم ته په کتو سره، هر هېواد خپلو ملي منافعو ته په پام سره له بل هېواده سره يا دوستي او يا دښمني کوي. د امريکا تجربه لرونکيکارپوهان لکه د (سي ان ان) ټلویزیون خبریال فريد ذکريا (چې د نړيوالو اړيکو يو نامتو متفکر دی) او داسې نور دا تېر اتلس کاله پر همدې پوښتنو څېړنې کوي.

په هر صورت، لکه يو ماشوم ته چې مور او پلار په لومړي سر کې نوم ټاکي، همداسې هر هېواد ته په کار ده چې له هر څه وړاندې خپلې ملي منافع تعريف کړي او د هغو منافعو پر بنياد، یوه ملي ايډيالوژي وټاکي. وروسته بیا دغو ملي ګټو ته د رسېدو د بېلابېلو لارو او طريقو وړانديزونو او طرحو ته سياست ويل کېږي. په بل عبارت، په سياست کې هېڅ هېواد نه دايمي دوست لري او نه هم دايمي دښمن؛ بلکې دايمي منافع لري. خو له بده مرغه، د افغانستان ملي ګټې تر اوسه په علمي بڼه نه دي تعريف شوي. موږ د يو ملت په کچه خپل دوست او دښمن نه دی ټاکلی؛ نو ځکه زموږ د هېواد سیاست ګوندي نه، بلکې فردي او قبيلوي دی. په داخلي کچه، موږ په دې نه يو توانېدلي، چې خپل ولسمشر د ده د پاليسيو او طرحو پر بنياد وټاکو، ځکه نه ملي ايډيالوژي لرو او نه هم تعريف شوې ملي ګټې. له ولسمشر غني پرته، د افغانستان يوه سياستمدار هم خلکو ته کومه سياسي تګلار نه ده وړاندې کړې. په همدې ترتیب، زموږ نړيوال سياست هم ضعيف او بې تمرکزه دی، ځکه د افغانستان ټولو حکومتونو بهرنی او سيمه‌ییز سياست احساساتي، موقتي او غبرګوني دی. موږ له ځانه عمل نه لرو، بلکې، د پاکستان، ايران، روسيې، امريکا اونورو هېوادونو بهرنيو پاليسيو ته په کتو سره «غبرګون» ښيو.  

همدا اوس د افغانستان په ګاونډ کې څلور مېګا (خورا لويې) پروژې روانې دي، چې يوازې يوه د ګوادر پروژه يې د ۵ تريليونو ډالرواهميت لري. په دې څلورو پروژو کې، دوه يې د بندرونو (ګوادر او چابهار) پروژې دي او دوې نورې يې د ګاز او انرژۍ (ټاپي او ټي آی آی) د لیږد پروژې دي. ګوادر، له ګلف سمندر نه ډېر ژور دی او ځکه ورته خورا درنې درنې کېښتۍ راتلی شي. چین په دغه بندر کې تر اوسه ۵۰ ميليارډه ډالر پانګونه کړې ده. که دا بندر فعال شي، د دوبۍ اهميت تر ډېره کموي چې ضربه يې مستقيمآ انګلستان او نورې غربي نړۍ ته متوجه کیږي. هر چا چې دغه سوداګریزه لاره او د انرژۍ د لیږد کنټرول تر لاسه کړ، هغه به په راتلونکي «نړيوال سیسټم» کې يو مطرح سياسي او اقتصادي ځواک وي. همدا دليل دی، چې د امريکا اوسنی ولسمشر، له ګڼو نیوکو سره سره غواړي چې د شمالي کوريا سره سوله وکړي. د شمالي او جنوبي کوريا يو ځای کېدلپه دې معنا چې په هغه سيمه کې به يو دوه قطبي نظام رامنځ ته شي چې متحده او قوي کوريا بيا کولی شي د چين د پرمختګ حد اقل چټکیا راکمه کړي. که له سياسي کمزورۍ سره مخامخ شي، نو امکان يې شته چې هانګ کانګ او ټايوان هم ترې بېل کړای شي.  

نو دغې شرايطو ته په کتو سره، افغانستان د چين او امريکا تر منځ د نوې لويې لوبې ښکار ګرځېدلی. لومړۍ لويه لوبه د انګلستان او تزار روسيې سره وه چې افغانستان ته پکې د واخان ګوته ورډالۍ شوه تر څو دغه دوه امپراطورۍ سره تماس ونه لري. اوسنۍ ورېښمو لاره، چې دا ځل د امريکې او چين سره لوبېږي، همداسې اهميت لري لکه لومړۍ لويه لوبه، چې سياسي کارپوهان يې د «دوييمې لويې لوبې» په نامه يادوي. نو ځکه، که مو په دې حساس تاريخي پېر کې له پوهې، تعقل، او شهامت کار وانخيست، افغانستان به همداسې د لويو ځواکونو د ملي ګټو ښکار ګرځېدلی پاتې وي، چې هم به پر ګندمک او هم به پر ډيورنډ معاهدو شکر وباسو. 

د يوه سوکاله، ځواکمن او شتمن افغانستان په هيله!


‌ډاکټراحمد ويس وردګ

د امریکا د کنېټيکټ د هارډفورډ پوهنتون د نړيوالو اړيکو او مقايسوي سياست استاد دی.

1,341 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. عبدالرووف لیوال Reply

    ګټورتحلیل ! بریالی اوسې

  2. A. Halim Hakimi Reply

    An excellent fact based article relying on present and future economical reality that will no doubt shape political policies anew.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *