Categories

اعلان

Loading…

وژل، سوځول، ړنګول | سید ابرار صمیمي

طالبانو په اروزګان کې یو لوی پل ړنګ کړی دی. د طالبانو په اړه مې دا خبر نن سهار واورېد او بیګا مې په خبرونو کې واورېدل چې طالبان پر ګردیز باندې حملې ته تیاری نیسي. د تیرو ورځو خبرونه خو ټولو اورېدلي دي چې طالبانو له علاوالدین جهانسوز څخه وروسته په دویم ځل د اسلامي ثقافت مرکز او   د محمود غزنوي عروس البلاد ته اور واچاوه، دفترونه، دوکانونه او مارکیټونه یې وسوځول.

او پاتې شو وژل ، هغه خو د طالبانو ورځنی کار دی. د طالب په هڅو باندې نوره اضافه هم کولای شو. د اختر په ورځو کې دوی د تخار – کابل په لاره کې تر سلو زیات مسافر له  بسونو څخه کښته کړل او ویې تښتول. د خلکو وهل او ټکول د دوی یو بل عادت دی. په دې سربیره په خلکو باندې ډوډۍ تاوان کول او په یوه بهانه او بله بهانه د خلکو د جایداد غصبول د دوی د اعمالو یوه بله برخه ده.

 واقعا سړی حیران پاتې شي چې طالبان به د آینده په اړه فکر کوي او که صرف حال تصور کولای شي. یو چا په اروزګان کې د پاخه پل د ړنګولو په اړه په خپله تبصره کې لیکلي وو چې له یوه کافر پل سره چې مرتدانو به تګ راتګ ورباندې کاوه، جهاد وشو. ګڼو نورو افغانانو هم د طنز په ژبه یا د توندو احساساتو او قهر په ژبه د طالب دغه عمل غندلی و. خو د طالب دا رنګه اعمال دومره زیات او پرله پسې دي چې هغه د چا خبره مستوفي یې هم حساب نه شي کولای.

 زه د یوه داسې چا په صفت چې لږ و ډیر مې د دنیا د  ملتونو تاریخونه لوستي دي، په دې ښه پوهېږم چې د افغانستان روانه جګړه به د نړۍ د تاریخ د بلې هرې جګړې په شان یوه ورځ نه یوه ورځ ختمیږي او ځای به یې سوله نیسی. خو ایا په هغه ورځ به د افغانستان خلکو ته، د افغانستان کلیو ته، د افغانستان ښارونو، غرونو او بیابانونو ته د طالبانو ځواب څه وي؟ طالب به په کومو سترګو ورته ګوري؟

 کله چې دا پوښتنه وشي او ځواب ورته پیدا نه شي نو بیا سړی د هغو خلکو له نظر سره ملګری کیږي چې وایي، طالب د خپل اختیار نه دی. د ده غاړې ته ایران یا پاکستان یا بل چا پړی وراچولی دی او دا دنده یې ورسپارلې ده چې افغانان وژنه او امکانات یې ورختموه چې بالاخره دا وطن د ایران او پاکستان تر منځ وویشل شي.

 پرون مې په پلخمري کې د هلمند د سولې د حرکت د ویاند خبرې اورېدې. هغه ویل چې که هر څوک په افغانستان کې د سولې مخالفت کوي، نو په حقیقت کې د امریکا د عسکرو د شتون عمر اوږدوي.

 حقیقت همدا دی چې که هر څوک د امریکا یا بل خارجي عسکر له وتلو سره دلچسپي لري نو له هغوی دې د جنګ پلمه واخلي او څرنګه چې امریکایانو ته دا پلمه طالبانو ورجوړه کړې ده نو دوی په حقیقت کې د امریکا له حضور سره مخالفت نه کوي، بلکې په مخالفت باندې د تظاهر له لارې یې  د امریکا حضور ته لاره اواره کړې ده.

 طالب چارواکي کولای شي چې افغانستان نور هم تباه کړي او په لکونو نور افغانان هم ووژني خو د تاریخ قانون نه شي بدلولای. د تاریخ قانون همدا دی چې د وژلو، ړنګولو، ځورولو، ویرولو او تباه کولو له لارې له شرم او ناکامي پرته بل څه لاس ته نه راځي.

 کله چې زه او زما غوندې نور په زرګونو او لکونو افغانان هره ورځ طالبانو ته وایو چې د سولې او اخوت لاره ونیسئ، مطلب مو دا نه وي چې د دوی په بري باور لرو او غواړو طالب ته خوشامندې وکړو. مطلب مو دا وي چې د مسوول او عاقل انسان په توګه باید چلند وکړو. که زه یا بل هر څوک چې ځان ته انسان او مسلمان وایي، صرف د خپلو شخصي عقدو په حکم د جنګ اوږدول وغواړي، نو د ټولنې دردونه او کړاوونه خو به نور هم زیاتیږي. زه سره له دې چې د طالب په خلاف ډیر توند وغږېدم خو له طالب سره د جنګ پلوی نه یم. ځکه جنګ کې خو هغه ماشومان هم مري چې لا تر اوسه د مور په ګیډه کې دي. په غزني ښار کې د طالب د جنایت په ورځو شپو کې یو شمیر میندو مړه ماشومان وزیږول. دغه قتل طبعا مسولیت لري او هیڅ عاقل او باایمانه انسان د جنګ د اوږدولو له لارې د دغسې څه منلو او په دغسې عظیمه ګناه کې شریکېدلو ته زړه نه ښه کوي.

 د وږي اوومه، دیارلس سوه اووه نیم لمریز لیږدي کال

173 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *