Categories

اعلان

Loading…

د ناراضو ګوندونو غړیو په کابل کې مظاهرې پیل کړې

تاند- د یو شمېر ناراضو ګوندونو پلویانو نن /چهارشنبه/ په کابل کې مظاهرې روانې دي او ویل کېږي چې د مظاهرو له کبله د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه الوتنې ځنډېدلې دي.

له ناراضو او برطرفه شویو چارواکو جوړې ټلوالې (د افغانستان لوی ملي ايتلاف) د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او له همدې کبله مدني نافرماني اعلانوي.

دې ټلوالې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه دوی حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته دوې اوونۍ مهلت ټاکلی چې غوښتنې یې ومني خو ونه منل شوې.

ټلوالې دا اعلان وروسته له دې وکړ چې تېره شپه په ټلوالې کې د شاملو ګوندونو مشرانو په ارګ کې له ولسمشر غني سره د خپلو غوښتنو په اړه وکتل او پرېکړه وشوه چې د دواړو خواوو ترمنځ دې د مسلې د حل لپاره کمېټه وګومارل شي.

ټلواله وايي«حکومت، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او نړیواله ټولنه د راتلونکو انتخاباتو په اړه د سیاسي ګوندونو، غورځنګونو او د افغانستان د خلکو د غوښتنو په وړاندې بې تفاوته دي.»

ویل کېږي چې ټلواله د بایومتریک سیستم او په انتخاباتو کې د ګوندونو د ونډې په شمول یو لړ غوښتنې لري چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په داسې حال کې چې د انتخاباتو نېټې ته یوازې ۲۴ ورځې پاتې دي، د دغو غوښتنو عملي کېدا ناممکنه ده.

تر دې مخکې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې پولیسو د رد شویو کاندیدانو د پلویانو د پرلت خیمې ټولې کړې او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دروازه پرانیستل شوه.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د کابل ښار په ۵ سیمو کې د ټلوالې پلویانو مظاهرې روانې دي.

84 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. MHA Reply

    The fight is on the MONEY, the leaders of these groups will not be able to find minimum wage jobs in other countries. They want free money from the government.

Leave a Reply to MHA Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *