Categories

اعلان

Loading…

د غزني سوځېدل، بدبختي که بې غوري

سپين روان نورزی  

د بشر تاريخ د غزني په اړه ډېرې خبرې لري، ځکه زرګونه کاله دلته تمدونونه هست او نيست شوي دي، خو د عام ولس په منځ کې په دې وروستيو کې د غزني د بدبختۍ او بدمرغۍ خبره ډېره لاندې باندې کېږي.

کېدای شي د خلکو دا ذهنيت له هغو دريو پېښو سرچينه اخيستې وي چې زما په ذهن کې ګرځي را ګرځي. په دې دريو پېښو کې يو تاريخي واقعيت دی، دويم يې ولسي روايت دی او دريم يې د سترګو ليدلی حال دی.

د تاريخي واقعيت له مخې غزنويانو په ډېر شان او شوکت د غزني ښار جوړ کړ، دومره زينتي کارونه په کې وشول چې په نړۍ کې د ( عروس البيلاد- يا- د ښارونو ناوي) په نوم مشهور شو، خو د دولسمې هجري پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د غوري کورنۍ ځواکمن واکمن علاءالدين حسين غوري د غزنيانو واکمني نسکوره کړه، د غزني ښار ته يې اور ورواچولو، اوه شپې او اوه ورځې يې د غزني په ښار اورونه بل کړل.

د ښارونو ناوي په کنډواله بدله شوه او علاءالدين د (جهان سوز) په نوم مشهور شو.

ښايي د غزني په اړه دا ولسي روايت ډېرو اورېدلی وي، ما هم د خپل پلار له خولې اورېدلی چې ويل يې: (( غزني سخت سوړ دی او سخته واوره پرې کېږي.

په پخوا وختونو کې د غزني په ښار کې يو سپين ږيری اوسېدو، دې سپين ږيري اوه زامن درلودل. د ژمي په يوه شپه سپين ږيری له ماسخوتن لمانځه وروسته کله چې د باندې وتلی ليدلي يې دي چې ډېره ځواکمنه واوره وريږي، کله چې کوټې ته راستون شوی، ميرمنې ته يې ويلي، هغه دوه کلن خوسی راوله چې حلال يې کړم، ميرمنې يې خوسی ورته راوستلی، کله يې چې خوسی حلال کړی، په زامنو يې غږ کړی چې هر يو وار په وار پورته کېږئ او د کوټو بامونه له واورې توروئ.

زامن يې د پلار له وينا سره سم دوه، دوه يا درې درې وار په وار  پورته کېدل به واوره يې توګله، کله به چې ستړی شول او راکوز به شول سپين ږيري به تيار کباب ورته پوخ کړی و، ستړي شوي ډله به په کباب اخته شوه او دويمه ډله به بام ته پورته شوه، د واورې په لرې کولو به يې پيل وکړ.

په همدې کار يې شپه سبا کړه کله چې د شپې تياره په ختمېدو يعنې سپېدداغ شو، سپين ږيري زامنو ته وويل چې شاو خوا څه درته ښکاري او کنه.

زامنو يې ورته وويل چې نور خو هېڅ نه ښکاري، يوازې د ديوالونو پر سرونو تور تور کوړغان ( کارغان) ښکاري، پلار يې ورته وويل چې غزني واورې لاندې کړی، يوازې موږ په خپل همت وتوانيدو چې ځانونه او خپل کور وساتو.

کله چې سهار شوی ورته ښکاره شوې وه چې د غزني ټول ښار واورې لاندې کړی او ټولې ودانۍ د واورو لاندې له خاورو سره خاورې شوي دي.

د غزني دريم ورانی زما د سترګو په وړاندې پيښ شو.

د روان ۱۳۹۷ کال د زمري مياشتې په نولسمه نيټه د غزني ښار ډېری برخې له دولتي ځواکونو څخه د افغان دولت وسله والو مخالفينو ونيولې او د ښار په منځ کې يې د يوه او بل پر ضد مرچلونه جوړ کړل.

دوی په خپلو کې په جګړه اخته وو، د مخالفينو په ليکو کې هغو خلکو چې د غزني تاريخي قدامت او د ۲۰۱۳  زيږديز کال د اسلامي نړۍ د تمدن او فرهنګ د پلازمينې اعزاز يې نه شو زغمل راغلل او يو ځل بيا يې د غزني په ودانيو پسې اور پورې کړ او غزني يې په کنډواله بدل کړ.

داسې ويل کېږي چې يو شمېر هغه اسناد او تاريخي مکتوبونه چې د غزني د تاريخي حوزې مسايل په کې خوندي وو، په دې اوراچونه کې له منځه يوړل شول.

که موضوع سر سري وګورو نو داسې فکر به کوو چې غزني بدمرغه دی او هر ځلې د خپل قسمت له امله ورته رسيږي، خو اصلي خبره دا نه ده، بلکې دلته عيني لاملونه دي چې د غزني شامت يې شوم کړی دی.

که د غزني د ورانېدو لاملونه په تاريخي لحاظ وکتل شي، غچ اخيستنه وه، ځکه غوريانو له غزنيويانو غچ اخيستو چې په پايله کې يې غزني ته اور ورته کړ، په روايتي لحاظ د غزني د خلکو بې غوري وه، ځکه خلکو د غزني هوا او د واورې څپه ليده ولې دوی يې په مقابل کې بې تفاوته پاتې وو، په دريم ځل ورانېدو کې يې دواړه لاملونه شامل وو، هم غچ اخيستل و او هم د خلکو يا چارواکو بې تفاوتي چې غزني يې د ايرو په ډيري بدل کړ.

ځکه د افغانستان رقيبو هيوادونو دا نه شو زغملی چې د دوی په ګاونډ کې دې يو ښار د خپلو تاريخي ابداتو، اثارو او اسنادو په اساس د ټولې اسلامي نړۍ پلازمېنه وبلل شي.

بې غوري خو ټولو ته معلومه ده چې حتا د غزني له نيولو تر دوو ورځو پورې ولسمشر چا نه خبرولو له دې وړاندې به چا ورته کره راپور ورکړی وي چې په غزني کې څه روان دي.

کله چې انسان په طبيعت کې د پديدو د تفسير لپاره عوامل او دلايل نه شي پيدا کولی، هغه مهال خبره په قسمت او شامت وراړوي، کنه د هر شامت تر شا دلايل او عوامل شته چې که په وخت يې مخنيوی وشي، کېدای شي بدمرغي په نيکمرغۍ بدله شي، پرته له استثناتو.

172 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *