Categories

اعلان

Loading…

په علمي او مدرنه بڼه د افغانستان د نوي نسل روزنه

پوهندوی آصف بهاند

د وخت اړتیا ده

د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې

له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي

او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

د ۲۰۱۸ کال د جولای پر اتلسمه، د افغانستان د ملي تحریک گوند په بلنه، د «افغانستان نن او سبا» تر سرلیک لاندې یو علمي سیمسنار  جوړ شوی و. لاندې مقاله مې د همدې سیمینار له پاره لیکلې وه او په یاد سیمینار کې مې په لنډ ډول هلته واوروله.

پر افغانستان باندې د جگړې سونامي نه رازیږیدلې گڼې نورې سونامي گانې راغلې او زموږ ټولنه او خلک یې له هره اړخه ځپلي دي. زموږ د ټولنې او هیواد د ټولو برخو بنسټونه یې ویجاړ کړي، په تیره ښوونه او روزنه چې پایله یې زموږ د هیواد د څلورو نسلونو بې سواده یا کم سواده پاتې کیدل دي؛ خو له دې ټولو نا خوالو سره، سره زموږ نوی نسل د زدکړو لیوال و او دی او هر کله او هر چیرې چې ډیر لږ امکانات هم ورته برابر شوي دي، له هغو نه په استفادې سره یې، پر ځان هر رنگ زحمتونه گاللي دي او د نوي عصر نویو زدکړو ته یې د خپل ټـټر او ذهن کتاب پرانستی دی او زدکړې یې کړې دي.

ما څو ځلې په ټینگار سره ویلي دي:

د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

که په یوه ټولنه کې زدکړي لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي. دلته به یې یو ژوندی مثال وړاندې کړم:

د ۲۰۱۷ عیسوي کال د فبرورۍ په دریمه نیټه په میډیا کې له پکتیکا څخه د هغې یوازینۍ متخصصې ډاکترې د بیرته وتلو خبر خپور شو چې د هغې سیمې د نیم میلیون وگړو له پاره یې د «ایک انار، سو بیمار» په ډول کار کاوه، دا چې د خلکو دې خدمتگارې، په پکتیکا کې خپله دنده د کومو دلایلو او ستونزو له مخې ودرلوله او یا بیرته ورځې که نه ورځې، زه نه پرې غږیږم، دلته اصلي پوښتنه دا ده چې، په داسې یوه سیمه کې چې نیم میلیون وګړي په کې ژوند کوي، ولې په دې نیم میلیون وگړو کې یوه ډاکتره نه شته، سم ښونځي نه شته، یوه ښځینه ښونکې نه شته او ولې دا سیمه او د دې سیمې خلک له تعلیم سره داسې مرور دي، دلایل به یې کوم وي؟

سره له دې چې په لسگونو ځلې نه، په سلگونو ځلې هم نه، بلکې په زرگونو ځلې د مطالعې، زدکړو او تعلیم مهم والی په نظري او عملي ډول ثابت شوی دی، خو زموږ ځینې هیواد وال بیا هم خپلې لوڼې او زامن ښوونځي ته له تګ نه منع کوي.

ما (آصف بهاند) پاسنیو ستونزو ته په پام سره، د ۲۰۱۶ کال په پنځمه میاشت کې د «چیرې چې ښوونکی نه وي» تر سر لیک لاندې یوه مقاله ولیکله او په تاند او افغان جرمن آنلاین کې د یادې میاشتې په  دیارلسمې نیټې خپره کړه. په دې مقاله کې د همدې میرمنې یادونه هم شوې ده او ځینو نورو تعلیمي ستونزو او د زدکړو او ښوونځي پر ارزښت او مهم والي هم خبرې شوې دي.

په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.

دا ښه په یاد ولرئ: تر څو نوی نسل په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کیږي.

زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!

اوس چې زموږ د هیواد ډیره سلنه وگړي د سواد له نعمت نه محروم دي، د هغوی د سواد زدکړه هم مهمه مسآله ده. د سواد زدکړې مسأله په هره ټولنه کې د پرمختګ یو بسټیز شرط ګڼل کـیږي. د نوي نسل روزل د سواد له زدکړې پیل کیږي، بیا ښونځی، ورپسې د مطالعې نهضت پیاوړي کیدو او مطالعه په یوه منلي دود باندې بدلول دي.

په ژوند کې د بریالیتوب یو راز، بینا او رڼې سترګې دي. کله چې سواد نه وي، سترګې ړندې وي په هره ټولنه کې سواد او د سواد له لارې تر لاسه شوې پوهه، د هغه څراغ حیثیت لري چې هر انسان کولای شي د ژوند تیاره لار پرې روښانه کړي او پرته له ستونزو  په رڼو سترګو د ژوند پر لاره په استوار ډول قدم کیږدي.

که یې د فورمول په ډول په نظر کې ونیسو، بیسوادي د ټولو ستونزو مور ده. کله چې سواد نه وي، مطالعه، پوهه  او علم نه وي او کله چې پوهه نه وي د هغې ټولنې وګړي به تل له داسې ستونزو سره مخ وي، لکه اوس چې زموږ ټولنه او خلک عملاً ور سره لاس ګریوان دي.

زه ټوپکوال وژونکی او قاتل قهرمان نه گڼم، زما له پاره قهرمان هغه څوک دی د سواد، پوّې او نوي نسل په روزلو کې عملي کار کوي، زما قهرمانان هغه څوک دي چې د راکټونو په ځای کتابونه ویشي.

د نوي نسل د روزلو په سلسله کې ما په لومړي ګام کې د کوچنیانو ادبیاتو ته د اړینې پاملرنې په خاطر لومړی یو کتاب(د کوچنیانو ادبیات، ۱۳۶۶ کال چاپ) او ورپسې مې د مهاجرت په چاپیریال کې «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر او اوسنی حالت»  تر نامه لاندې گڼ شمیر مقالې لیکلې دي، چې اوس «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت، دویم ټوک» تر سرلیک لاندې په آنلاین بڼه تر لاسه کېدای شي.

د هغو تر څنګه مې، بیا هم د نوي نسل د روزلو په پار د مطالعې د عامیدو له پاره، د مطالعې د مهموالي، د مطالعې په برخه کې د شته ستونزو او د دې ستونزو د حللارو په باب ګڼې مقالې لیکلې دي، چې د ځینو سر لیکونه یې دا دي:

ــ زموږ تعلیمي نظام او د جهادي کتابونو لړۍ،

ــ د افغانستان ښوونیز نظام جامعة الصالحات، اشرف المدارس یا د نوي نسل… ؟

ــ نوی نسل، مطالعه ستونزې او نوې هیلې،

ــ کتاب، مطالعه او زموږ دریځ )د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت (،

ــ څو بیسواده نسلونه او زموږ مسوولیت،

ــ د مطالعې دود او دوې وروستۍ مقالې،

ــ کتاب سوځونه ونه،

ــ څو مقالې، څو څپیړې او یو یاد داشت،

ــ مشرانو تاسې د ټوپک تخم کرلی ولې؟

ــ یو تصویر، زر خبرې )د مطالعې د پلویانو نوي ګامونه(،

ــ  قلم، ټویک او چکچکې،

ــ تعلیم، کتاب ویشنه، مطالعه او قلملار ټولنه،

ــ »راتلونکی نسل ښاد کړئ«  )د نوی نسل نوې روزنه(،

ــ چیرې چې ښوونکی نه وي،

د دغو یادو مقالو په ترڅ کې مې وخت په وخت ټینګار کړی دی چې د نوي نسل روزنه یو اړین کار دی او که نوی نسل و نه روزل شي، ممکنه نه ده چې د یوې ټولنې د پرمختګ، آبادۍ او ښیرازۍ بنسټ دې کیښودل شي او د دې هیلې د پوره کیدو بنسټ سواد زدکړه او منظمه مطالعه جوړي.

نن سبا لیدل کیږي چې زما او ما ته ورته د نورو فرهنګي دوستانو د هیلو غو ټۍ په غوړیدو دي او په دې ورستیو کې په لومړي ګام کې د کوچنیانو د ادبیاتو په بر خه کې د پامالرنې وړ کارونه شوي دي.

په افغانستان کې د ورستیو څلورو لسیزو د ستونزو هر اړخ ته چې نظر واچول شي، د رامنځ ته کیدو عوامل او منفي پایلې یې موږ ته وايي چې د تعلیم نشتوالی د ټولو ستونزو د رامنځ ته کیدو مور او لامل ده. نو پر دې بنا د هر ډول تحلیل پایله دا وايي چې په افغانستان کې یو ژور تعلیمي بدلون ته اړتیا لیدل کیږي.

ډیری روڼ اندي په دې فکر دی چې څو په ټولنه او خلکو کې بنیادي فکري بدلون را منځ ته نه شي، په ټولنه او عیني عملي ژوند کې د مثبت بدلون تمه یو نا سم کار دی. په مثبت لوري د خلکو د ژوند د هر اړخیز بدلون له پاره  یوازینۍ لار تعلیم دی، د همدې دلیل له مخې باید په تعلیم او زدکړه باندې ډیر ټینګار وشي، که ډیر په ابتدايي بڼه هم وي.

له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې بې سوادي او د تعلیم ډیره ټیټه کچه عامه ده او پایله یې دا ده چې ټولنه او هیواد مو ورسته پاتې، د تمدن له کاروانه وروسته او په عیني ژوندانه کې له زرگونو ستونزو سره لاس گریوان یو؛ خو د با تعلیمه او د زدکړو داسې بیلگې هم لرو چې د زدکړو، کارونو او لاسته راوړونو یادونه یې په ویاړ سره کولای شو. څو تنه د غوره بیلگو په توگه:

ــ استاد ډاکتر محمد تنها،

ــ ډاکتر وحید آرین،

ــ ثنا ساپۍ،

ــ مریم امرخیله،

ــ ویسا ورونه،

ــ نجیبه لیمه،

ــ احمد ولي اڅکزی،

او…

څنګه چې لیدل شوي دي د نوي نسل د روزلو د انساني هیلې د پوره کیدو له پاره په عملي او نظري ډول یو شمیر فرهنګیانو له اوږدې مودې را په دې خوا هلې ځلې پیل کړې دي او هر کله یې خپل نظریات د رسنیو، بیلابیلو مجالسو، لکچرونو مقالو او کتابونو د لیکلو له لارې د نورو تر غوږونو او سترګو پورې رسولي دي او زما هیله دا ده چې د نوي نسل د نوې او متمدنې روزنې په موخه دا کار نور هم عام شي.

دا ښه په یاد ولرئ:

تر څو نوی نسل په سمه توگه و نه روزل

شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل

له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

103 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *