Categories

اعلان

Loading…

ولې حنينف اتمر له خپلې دندې استغفاء وکړه؟

 ښاغلی اتمر د خپلې دندې له پيل کيدو سره سم يې د امريکا متحده ايالاتو سره، امنيتي تړون امضاء او دا ستر تاريخي مسؤليت يې په خپل نوم ثبت کړ.
 حنيف اتمر د اوسني واکمن سياسي نظام  کلیدي شخص، ولسمشر ته تر ټولو باوري او نږدې کس ګڼل کيده  او د هيواد د ډېرو ستراتيژيکو پريکړو او مسايلو په تصميم نيولو کې يې ټاکونکی او رغنده رول لوباوه. په همدې اساس د ولسمشر يو شمېر سياسي مخالفينو او لوړ پوړو واکمنو چارواکو، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دده پراخ نفوذ او شتون، له خپلو برنامو د پلي کيدو پر وړاندې ستر خنډ او ګواښ ګاڼه. همدا لامل وو، چې د ولسمشر سياسي مخالفينو پخوا هم د ولسمشر غني د اوامرو او غوښتنو د منل کيدو په بدل کې، د اتمر صيب په استغفاء پوري مشروط کولې، مګر د ارک د واکمن له خوا يې دا غوښتنه نه وه منل شوي.
 داچې اوسمهال د ولسمشر د لومړي مرستيال په ګډون، اجرائيه رياست، تقريباً د ملي شورا نيمايي غړي، زياتره سياسي ګوندونه او يو شمېر مطرح سياستوال، د ولسمشر په مخالف ايتلاف کې راټول شوي يا يې په مخالفت کې ولاړ دي او په ډېرو چې ته اړ شوی وي. د اتمر صيب د استغفاء بل لامل را روانې کيدای شي، و لسمشريزې ټاکنې وي، ځکه چې د را روانو ولسمشريزو ټاکنو ټاکنو په اړه د سياسي ګوندونو او سياستوالو ترمنځ خبرې اترې او بحثونه نه روان دي. معمولاً د ټاکنو په رانږدې کيدو يا د ټاکنيزو منډو ترړو په جريان کې د سياسي ډلو، سياسي ائتلافونو او سياسيونو په دريځ او ليدلورو کې د بېلابېلو عواملو او دلايلو پر اساس ادلون بدلون رامنځته کیږي، د خپلو سياسي موخو او ګټو لپاره ان کله نه کله دښمنان سره يو ځای کيږي؛ نو دا هم شوني ده، چې اتمر صيب په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټيم پرځای له بل سياسي ټيم سره د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د سيالۍ ډګر ته راووځي، ځکه چې که له يوې خوا ښاغلی اتمر امريکايانو ته خپله ژمنتيا او وفاداري په اثبات رسولي او له بلې خوا اتمر صيب، د پخواني ولسمشر حامد کرزی د واکمنۍ پرمهال، د کابينې له مهمو او برياليو وزيرانو څخه ګڼل کيده او په اوسني واکمن سياسي نظام کې د ملا تير ګڼل کيده، د ملي امنيت د شورا له ادرس څخه يې نه يوازې د هيواد په داخلي سياست کې مهم او آغيزمن رول ولوباوه، بلکې د هيواد د بهرني سياست په تنظيم، مديريت او پرمخ بيولو کې يې کې مهم رول لوباوه. په همدې اساس ګڼ شمېر افغانان د اتمر ملاتړ کوي او هغې ته د يو مدبر او پياوړي سياستوال په سترګه ګوري.
استاد رباني وحدت
د شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

200 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. A. Halim Hakimi Reply

    “د ملي امنيت د شورا له ادرس څخه يې نه يوازې د هيواد په داخلي سياست کې مهم او آغيزمن رول ولوباوه، بلکې د هيواد د بهرني سياست په تنظيم، مديريت او پرمخ بيولو کې يې کې مهم رول لوباوه. په همدې اساس ګڼ شمېر افغانان د اتمر ملاتړ کوي او هغې ته د يو مدبر او پياوړي سياستوال په سترګه ګوري.

    استاد رباني وحدت
    د شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد”

    In an elected democracy, a personality cult interference to take over other officials line of duties is a redline and the system will filter such personality out in no time. Furthermore, no nation should admire a cabinet minister while his President make a NO decision on a vital issue and Mr. Atmar changing it to YES so quickly, while the out going President likely was still wearing the same cloth,

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *