Categories

اعلان

Loading…

د کابلبانک د قضیې یو اصلي مجرم په محبس کې ومړ

تاند- د کابلبانک د غلا په قضیه کې یو مهم محکوم شېرخان فرنود نن /جمعه/ سهار د کابل په پلچرخي مجبس کې مړ شو.

د افغانستان دفاع وزارت او د پلچرخي محبس مسوولانو د فرنود مړینه تایید کړه، ویې ویل چې د نوموړي زړه سکته کړې ده.

شېرخان فرنود د کابل بانک موسس او ريیس و.

کابلبانک په ۲۰۱۰ م کال د غلا او فساد له کبله دېوالیه شو. د دې بانک په دېوالیه توب کې شېرخان فرنود او خلیل الله فیروزي اصلي مجرمان ګڼل شوي او په دې تور محکوم شوي دي.

فرنود د کابلبانک په قضیه کې، چې شاوخوا یو ملیارد ډالر ورسره ضایع شوي، د محکمې له لوري په ۱۰ کاله حبس محکوم شوی و.

91 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. سلیم Reply

    د پیسو پوروړي خو خپل پور پرې کړ، چې د وینو پوروړي به څه وخت… او بله دا چې فرنود خو به شریکان نه درلودل، چې هغوی به کوم محبس کې وي، زړونه به یې کار کوي که…

Leave a Reply to سلیم Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *