Categories

اعلان

Loading…

د ښوونکي د نړیوالې ورځې په ویاړ د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې مطبوعاتي اعلامیه

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې مبارکي وایي. ښوونکي  د وګړو او بشري ټولنو روزونکي دي،په ټولنه کې ځانګړی ځای او ارزښت لري، ځکه ښوونکي د پوهې چینې او د رڼا ډیوې دي، د زړونو او ذهنونو د روڼولو ډیوې، هغه ډیوې چې د انساني او باعزته ژوند لارې او لوري راته روښانوي. د همدوی د هلوځلو، لارښوونو او سپارښتنو له برکته وګړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرېمانه لاسته راوړنې او پرمختګونه لري.

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه پر افغان دولت او د پوهنې پر وزارت سپارښتنه کوي چې د ښوونکو ژوند ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي. د ارام او سوکاله ژوند کولواسانتیاوې دې ورته برابرې کړي، څو ښوونکي په ارام ذهن او ډاډه زړه  تدریس او د زده کوونکو روزنه  وکړي.

ولسونه  دې هم ښوونکو ته د بشپړ درناوي تر څنګ د زده کړې د بهیر د ښه والي او باکیفیته زده کړو په موخه د پوهنې سیمه ییزې ولسي شوراګانې جوړې کړي. داسې ولسي شوراګانې چې وخت پر وخت د ښوونکواو زده کوونکو ستونزې او د زده کړې بهیر له نږدې وڅېړي او وڅاري. له ښوونکو او ښوونځیو سره دې منظمې ناستې او سلا مشورې ولري، د شته ستونزو د حل لپاره دې په ګډه اقدام وکړي. ښوونکي دې هم د زده کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرځای د نرمښت او هڅونې لاره غوره کړي، ځکه تاوتریخوالی یې وړتیا، باور او له زده کړې سره د زده کوونکو په مینه او لېوالتیا ناسم اغېز کوي.

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه له  پوهنې وزارت، درنو ښوونکو او ولسونو څخه غواړي چې د پوهنې د نظام د لا ښه والي او باکیفیته زده کړو په موخه دې د اساسي قانون له حکم سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې زده کوونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي، په مورنۍ ژبه د زده کړو  د  برابرولوښېګڼه داده چې هم به زده کوونکي ښه اوباکیفیته زده کړه وکړي او هم به د هېواد د وروڼو قومونو تر منځ ملي یووالی لا ټینګ شي، ځکه د هیڅ ژبې ویونکی به ځان محروم او بې برخې احساس نه کړي.

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه د هېواد د ۲۴ ولایتونو او بهر میشتو افغانانو د ۳۰۰ آزادو او ناپيېلو کلتوري ټولنو چتري سازمان دی چې له تېرو اتو کالو راهیسې د افغانانو د کلتوري ـ  ټولنیزو ستونزو د څېړلو، د هغو د سببونو موندلو او ورته د عملي او علمي حل لارو پیدا کولوپه برخه کې کار کوي.

په هېواد کې د فرهنګ، علم او پوهې خپرول، د اسلامي ـ افغاني فرهنګ پالل او پرمختيا، او د ملي او نړيوالو فرهنګو د اړیکو تر منځ توازن ساتل د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې لویې موخې دي. یاده جرګه د هېواد د ګډ کلتور او ټولو ژبو متوازن پرمختګ غواړي.

264 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2