Categories

اعلان

Loading…

له مرګه وروسته ژوند په اړه تازه ساینسي څېړنه

تاند- له یوه تازه راپور سره سم چې د دوشنبې په ورځ /اګست ۲۰ خپور شو، ساینسپوهان ادعا کوي چې اروا د انسان له مرګه وروسته د کوانتوم په مقیاس (کمي مقیاس) ژوند ته دوام ورکولی شي.

د بریتانیا د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهان له ډېر پخوا څخه هڅه کوي چې دې پوښتنې ته ځواب ومومي چې«ایا له مرګه وروسته ژوند شته؟» خو اوس ساینسپوهان ادعا کوي د انسان شعور نه مري؛ یوازې یې بدن مري.

د یو شمېر ساینسپوهانو په باور وروسته له دې چې د انسان بدن له منځه ځي د کوانتوم میکانیزم شعور پرېږدي چې ژوند ته دوام ورکړي.

په همدې منځ کې سره له دې چې ساینسپوهان لا هم ډاډه نه دي چې شعور دقیقاً څه دی، د امریکا د ایرزونا پوهنتون استاد او څېړونکی ستوارت هېمروف او د بریتانیا فزیکپوه سر روجر پینروز باور لري چې دا یوازې د کوانتوم په کچه زېرمه شوي معلومات دي.

دواړه وايي، دا پروسه « Orchestrated Objective Reduction» نومېږي او زیاتوي چې ښيي چې د پروتینو پر بنیاد د انسان د حجرو د جوړښت برخه یا مایکروټیوبلیس (microtubules) کوانتومي معلومات انتقالوي.

ډاکتر هینروف د دې موضوع په توضیح کې وايي:«راځئ چې داسې ووایو، زړه ودرېده، ورپسې وینه درېږي؛ مایکروټیوبلیس خپل کوانتومي حالت له لاسه ورکوي.

په مایکرو ټیوبلیس کې کوانتومي معلومات له منځه نه ځي، دا له منځه تللی نه شي، او یوازې نړۍ ته خپرېږي.»

دی زیاتوي«که دوی ژوندي پاتې نه شي او ناروغ ومري، ممکن دا کوانتومي معلومات له بدنه دباندې موجود واوسي، ښايي په نامحدود ډول د یوې اروا په توګه.»

د جرمني د مکس پلانک انستیتیوت (Max Planck) د فزیک پخواني ريیس ډاکتر هانس پیتر دور (Dr Hans-Peter Durr) پخوا ویلي و«موږ دلته او اوس انګېرو چې دا نړۍ په حقیقت کې یوازې په مادي کچه (حد کې) ده چې د درک وړ ده.

تر دې ورهاخوا یو بې نهایت واقعیت دی چې خورا ستر دی چې زموږ نړۍ پکې ریښه لري. په دې ډول زموږ ژوند په دې چوکاټ کې وجود لري چې دا وخت له مرګه وروسته دنیا راچاپېره کړی دی.

«بدن مړ دی، خو معنوي کوانتومي میدان لا هم دوام لري. همدا ده چې زه تل ژوندی یم.»


کېدای شي دا مطلب د ډېرو لپاره ډېر واضیح نه وي خو ګوندي څه نا څه ترې ترلاسه کړي. د لیکنې ځینې اصطلاحات لکه کوانتوم تعریف او توضیح ته اړتیا لري او له بلې خوا زموږ د ژبې په شمول د اکثرو ژبو لمن د پرمختللیو ساینسي مطالبو لپاره تنګه ده. هغوی چې په انګلیسي پوهېږي اصلي مطلب یا لاندې ویدیو ته دې مراجعه وکړي او زموږ سره دې هم د دې مطلب په لا ښه رسولو کې مرسته وکړي. (تاند)

96 total views, 9 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. zakria rahimi Reply

    کوانټم وړې ګېډۍ یا غوټې ته وایي په کومې کې چې د انرژۍ زیات شکلونه په فرعي توګه سره وېشل شوي وي.

  2. Dr.Atal Reply

    اول دا چی عقیده لرو او ساینس هم دی ته رسیدلی دا کاینات او ټول مخلوقات یو خالق لری چی هغه اکمل عالم ذات دی او دا هم سایینس منی چی دا خالق څه چی خلق کړی هغه په ټولو علومو کامل ذات دی که هغه فزیکونه دی لکه فزیک نور، فزیک کوانتم ، میخانیک، فزیک نجوم ( چی د ستورو، سیارو ، اقمارو او کهکشانونه مطالعه کوی هغه ندی چی عوام ورته نجومی وایی) او نور فزیکونه چی تر اوسه بشر ددی فزیکونو نهایت ته ندی رسیدلی خو یواځی زموږ واحد خالق ورباندی کامل علم لری چی بشر ددنیا تر پایه د فزیک ،بیولوجی، کیمیا ،جیولوژی ، مترولوجی او نورو علومو نهایت ته نشی رسییدلای او دا کمال علمی یواځی مختص رب العالمین ته دی چی مخلوق کی یی دا علوم کارولی
    د ساینس په نامه هغه څه چی ځیبنی کسان یی مطرح کوی خو په موجوداتو کی هغه راز نه وی او له دین سره ټکر لری هغه ساینسی علم ندی او په همدی ځیبنی طالبان استناد کوی او ساینسی علوم حرام یا دا او هغه وایی
    زما دا فورمول دی دا وروڼه په ذهن کی وساتی چی د خالق په مخلوقاتو کی داسی سر ،راز ، رابطه او کیفیت نشته چی د الهی هدایاتو یا دین سره مخالف وی او همدا د مخلوقاتو علم ته ساینس وایی
    کله له تلویزیونو ځینی بی خبره وایی چی یواځی علوم دینی فرض دی او بس یا جاذبه او څه او څه غلط محض دی نه محترم عالم جانه دتا بی خبری او غلط فهم دی چی ځان معرفی کوی نه دین دا وایی چی ته یی وایی او نه ساینس.
    که دی غوښتل پری پوه شی نو موږ کابل پوهنتون کی د ساینس،انجنیری او پولی تخنیک فاکولتی لرو هلته ورشه د مربوطه متخصص نه وپوښته بیا قضاوت وکړه دا مسایل دومره ساده هم ندی چی نیمه بیسوادی کی ورباندی قضاوت وشی نو فقها وایی ټول علوم نافعه تحصیل یی فرض کفایی دی باید موږ په ټولو رشتو کی متخصصین ولرو
    کله چی خالق امر کوی واعدوا لهم ما استطعتم من قوه….. دا کارد وحدت نه وروسته په ساینس پوری اړه لری او همدا چی حکومتونه یا ډلګی نن وابسته یا اجیر کوی همدا ساینسی تولیدات دی
    اوس د ځینو د غلط فهمی د رفع لپاره همدا کافی بولم

Leave a Reply to Dr.Atal Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *