Categories

اعلان

Loading…

د خپلواکۍ او د اختر په مناسبت د ملا اغا جان معتصم پیغام

الحمد لله رب العالمین والصلوة والسلام علی سیدنا و نبینا محمد واله و اصحابه اجمعین.

وبعد!

قال الله تبارک وتعالی وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ  …. صدق الله العظیم

درنو هیوادوالو وروڼو او خویندو !

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ..

غواړم د رارسیدونکي لوی اختر او همدا رازله انګریزي استعمار څخه دهیواد دخپلواکي دبیرته اخیستلو د ۹۹ کلیزې په مناسبت خپلې نیکې هیلې اومبارکي تاسو ته وړاندې اوله همدې فرصت څخه په استفادې سره د هیواد د وروستیو پیښو په اړه خپل نظر درسره شریک کړم.

غیورو هیوادوالو!

که موږ د خپل هیواد نږدې تاریخ ته وګورو نو په هغه کې مونږ ډیر داسې وختونو لرو چې بهرنیو یرغلګرو مو دهیواد  پرسپیڅلي حریم تیری کړی دی، چې بیايي افغان میړني ولس په مقابل کې مقاومت کړی اود ډیرو قربانیو اوسرښندنو په مټ یې متجاوزین له خپلې خاورې څخه شړلي او ویستلي دی، چې څرګند مثال یې د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې اوترهغوی وړاندې انګریزان وو.

که پردې موضوع غور اوفکر وکړو چې یرغلګر ولي توانیږي زموږ پر هیواد تیری وکړي او ارضي تمامیت مو په اسانۍ سره تر خپلې واکمني لاندې راولي؟

زموږ له نظره په واقعیت کې ددې پوښتنې ځواب دادی چې که زموږ پر هیواد د خارجي تجاوزاتو تاریخ په دقت مطالعه سره سي نو وبه لیدل سي چې پر افغاني خاوره خارجي یرغلګرو تل په داسې حساسو زماني مهالونو کې تیری کړی دی چې افغانان د خپل منځي اختلافاتو ښکار او خارجي متجاوزینو له همدې فرصت څخه په استفادې سره پر افغانستان یرغل کړی دی او د افغانانو استقلال یې ترې سلب کړی دی.

او اوس مهال چې امریکايي عسکري ځواکونه زموږ په هیواد کې موجود او حضور لري او دهغوی له سببه مو په ټول هیواد کې اور بل دی ، هم یې لامل خپله د افغانانو اختلافات او ځانځاني ده چې هم یې اجنبي دښمن پر موږ را زړه ور کړی او هم یې موږ خپله افغانان له یوه او بل سره په بدبختي او جګړه اخته کړي یو.

درنو هیواد والو!

په داسې حال کې چې موږ د دوو لویو خوښیو( لوی اختر او د خپلواکۍ ورځ )  په  منځ کې قرار لرو چې باید د هرافغان په کورکې نن د خوښۍ او نیک مرغۍ  محفلونه وای، خو له بده مرغه چې د هغه پر خلاف په دې ورځو کې متاسفانه زموږ د وګړو په ډيرو کورونو کې د اختر د مبارکي او خپلواکي لمانځلو پر ځای د ویر، مصیبت او غم ټغر خپور دی، چې ټول ولس مو ورسره دردیږي او دا اوس د اختر په ورځو کښې هم  زموږ د تنکیو ماشومانو نازک لاسونه د اختر د نکریزو پرځای په خپلو وینو سره دي، دځوانانو په غاړو کې مو د اختر د نویو جامو پر ځای د مرګ کفنونه پرا ته دي ، اوځوانان مو د اختر او خپلواکي  په میلو کې د خوښیو او ترانو پر ځای د شهیدانو په جنازو، تعزیتو او د هغوی په مقبرو کې د ویر او مصیبت ساندې وايي.

د هرشهید د قبر سرته د هغه د یتیمانو اولادونو چيغې دي ، د هر زوي د قبر سر ته د هغه بوره مور کړیږي او د هر ځوانیمرګ د قبر سرته د هغه ناوې کونډه ژاړي، زموږ ټول ولس په داسې مصیبت کښې ډوب دی چې نه د چا اختر په یاد دی  او نه هم د خپلواکۍ د ورځې  لمانځل.

لوی خدای (ج) دې نور د خپل رحم او کرم له مخې زموږ د وګړو پردغه بد حال رحم وکړي .

دردېدلې او کړېدلې ولسه !

داچي الحمدلله موږ ټول مسلمانان یو او الله تعالی موږ ته داسي فرمايي (اِنَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم) ترجمه: حقیقت  دادی  چې  الله  دهیڅ  قوم  حالت  نه  بدلوي ، ترڅو پوري  چې دوی  خپل اوصاف  نه  وي  بدل  کړي “

نو دغه بد وضعیت چې پرموږ افغانانو باندې راغلي دی دا زموږ د خپلو کړنو او اختلافاتو له امله دی ، که موږ خپله دغه اختلافات په خپله حل نه کړو نور هیڅ طرف له موږ سره د دغه بد حالت په لرې کولو کې کومک نه شي کولای او دغه اور چې زموږ په هیواد کې بل دی دا زموږ د افغانانو مسئولیت او دنده ده چې له خپله ټاټوبي څخه دغه ورانونکی اور په خپله مړ کړو.

زموږ په هیواد کې د امریکا د عسکري قواوو د موجودیت پلمه هم زموږ خپل منځي اختلافات دي، له شکه پرته چې هغوی په افغانستان کښې خپل ستراتیژیک اهداف لري ، مګر پلمه یې زموږ داخلي اختلاف دی او دا وايي چې که موږ په اوس وخت کې افغانستان پریږدو نو بیابه همدا افغانان داسې په خپل منځي جګړو کې ښکیل شي لکه په اتیایمو او نوي یمو کلونو کې چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو تر وتلو وروسته سره ښکیل شوه.

همداراز د افغانانو د خپل منځي اختلافاتو له وجې د هغوی ترمنځ بي باوري دومره زیاته سوې چې ډیر داسې کسان سته چې تر خپلو افغانانو وروڼو یې پر امریکایانو باور ډیر دی چې له بده مرغه د دغو ټولو مصیبتونو لامل بیا هم خپل منځي بي اتفاقي او اختلاف دی.

نو که موږ افغانان غواړو چې دغو ټولو مشکلاتو ته د پای ټکی کښیږدو باید خپلمنځی وحدت ټینګ کړو، په خپلو منځو کې یو پربل د باور فضاء جوړه او یو پر بل رحم وکړو ، ترڅو چې موږ خپل منځی وحدت تأمین نه کړو که امریکایان ووځي هم نو د افغانانو له بي اتفاقي څخه زموږ بل دښمن ناوړه استفاده کوي او هغه ته به بیا زموږ پرهیواد د یرغل پلمه په لاس ورځي او زموږ هیواد به تر یو بل تیري لاندې راځي.

زموږ خپل منځی وحدت، زموږ د نجات، عزت او شرف وسیله ده، ځکه اتفاق او یووالی الهي امر دی او د الهي اوامرو تعمیل زموږ د فلاح، نجات او کامیابي بهترینه وسیله ده .

زما قدرمنو افغانانو وروڼو اوخوندو !

غواړم چې د هیواد په فعلي شرائطو کې د موجوده وضعیت په اړه ستاسي توجوه ویوې خاصې موضوع ته راواړوم .

هغه داچي که د هیواد د روان بحران د خاتمي په خاطر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ دوه جانبه خبرې د دواړو لوریو لخوا په صداقت، جدیت او مسئولیت تر سره شي یو ښه اقدام دی ، خو له امریکایانو سره هر ډول پریکړې ته د رسیدو سره سره د افغان لانجې له ټولو ښکیلو لوریو سره که هغه حکومت دی او که نور جهادي او سیاسي جریانونه دی د طالبانو تفاهم او مذاکرات د یوه ښه میکانیزم او مظبوط اسلامي ، افغاني او ملي نظام پر سر توافق ته رسېدل خورا اړین او اهم دی.

ځکه امریکایان بهرنیان دي هغوی به یوه ورځ نه یوه ورځ حتما زموږ له هیواده او خاورې څخه وځي خو ټول افغانان د همدې ټاټوبي (افغانستان) ګډ اوسیدونکي دي او په هیواد کښې ټول مساویانه حقوق لري او که افغانان هرڅومره اختلافي عواملو اوس مهال یو د بل پر ضد او مقابل کښې درولي او جنګولي دي خو په راتلونکې کې د دوي اسلامي، ملي او افغاني مشترکات دوی دېته اړباسي او مجبوروي چې له یو بل سره ښه تنازل، تعامل او تحمل وکړي ، یو بل قبول کړي او یو پر بل رحم وکړي.

لهذا د افغان لانجې ټول ښکېل لوري ، که طالبان دي ، که دولت دی ، که نور جهادی او سیاسي جریانونه دي ، که واقعا له دغه بحران څخه هیواد ژغورني ته په رښتينې توګه متعهد وي نو باید د لانجې د هواري لپاره هر یو طرف صادقانه ، مخلصانه او مسئولانه هلې ځلې وکړي، د خداي (ج) په وړاندې او هم د خپل ولس په وړاندې مسئولیت ترسره کړي ، تر څو خدای (ج) وکړي زموږ دغه ځوریدلی ولس نور له دغو مصیبتونو خلاص شي.

په آخرکې الله تعالی ته سوال او زاري کوم چې نور مو په هیواد کښې سوله تامین او د کور ورانونکې جګړې لمبې مو د تل لپاره له ټاټوبي خاموشه کړي.

والسلام علیکم ورحمة الله ……

ملا آغاجان معتصم د طالبانو د اسلامي امارت د سیاسي شورا پخوانی مسئول

۱۴۳۹/۱۲/۸ هـ ق

۱۳۹۷/۵/۲۸ هـ ش

1,124 total views, 18 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

107 comments

  1. ګلرحمان کابلي Reply

    په ډیره خوښې مې دښاغلی معتصم پیغام ځکه ولوستلو چې بې طرفه اودسولې په ږغ راچورلیځ و.

  2. جلالزی Reply

    داخبره خویې بده نه ده کړې چي:
    د افغان لانجې ټول ښکېل لوري ، که طالبان دي ، که دولت دی ، که نور جهادی او سیاسي جریانونه دي ، که واقعا له دغه بحران څخه هیواد ژغورني ته په رښتينې توګه متعهد وي نو باید د لانجې د هواري لپاره هر یو طرف صادقانه ، مخلصانه او مسئولانه هلې ځلې وکړي، د خداي (ج) په وړاندې او هم د خپل ولس په وړاندې مسئولیت ترسره کړي ، تر څو خدای (ج) وکړي زموږ دغه ځوریدلی ولس نور له دغو مصیبتونو خلاص شي.

  3. پکتیاوال Reply

    ستاسو لیکلی متن ډیر په زړه پورې و ،خو منوبه یې په چا هغوی چې اوس خپل اقتصادي زېرمې دجګړې له لارې راټولوي هغوی چې دخپل قدرت لپاره دنورو وینې زبېښې.

  4. مطمين Reply

    دوسله والو په سوله باور نه شو کولای

  5. وصال Reply

    که چیر افغانان رښتنې ازاد وای نو بیا به یې دغازي امان خان په قبر دګرځونو انبار نه و پورت هغه به ویجاړ نه و.
    یاده دوي چې : د پخواني ولسمشر حامد کرزی له واکمنۍ او د ګل اغا شیرزي له ولایته رانیولي تر دې دمه بیلابیلو والیانو د شاه غازي امان الله خان د مقبرې د رغولو او په ښه شان د جوړیدو ژمنې کړي خو په عمل کې يي کوم اقدام نه دي اخستي ، لا هم د ویاړلي شاه غازي امان الله خان مقبره وران ویجاړ حالت کې قرار لري او له دغه مقبرې څو متره رادیخوا د شهید باغ یوه دروازه په داسې حالت کې قرار لري چې هر بااحساسه افغان يي وویني نو باوري يم چې له سترګو به يي اوښکي وڅڅيږي .

  6. نوري Reply

    الله دې وکړي چې ستاسو په دې پیغام دواړې ښکېلې ډله متفق شي

  7. میمنه وال Reply

    دوسله والو اودولتی مسؤلینو په کور جنازه نه ده ورسیخه شوې،دوی سوله څه کا ،ښاغلی معتصمه

  8. شهامت Reply

    دوسله والو سره روغه کول په دې معنی ده چې یوځل بیا افغانستان دکورني جګړو سبب شي.

  9. مرجان قاصد Reply

    سلامونه اونیکې هیلې ښاغلی اغاصیب په ګوتو دې برکت شه ،یواځیني کس اوشخصیت یې چې له کلونو راهیسي دملت دسوکالۍ هڅې کوي ،خوتاسف کوم چې ښکېلې جنګې غاړې دي ستاسو داسي ملت پال اوسولیز پیغام ته غاړه کږه کړي ځکه دهغوی د اقتصاد ورځني اوعمده سرچینه ده.

  10. قانع Reply

    ښاغلیه تاسو دې قراني لارښوونې اشاره کړې چې دالله پاک فیصلې دهغه قوم تربدلون پورې اړه لري بس :همداکافی ده لکه چې تاسولیکلي.

    داچي الحمدلله موږ ټول مسلمانان یو او الله تعالی موږ ته داسي فرمايي (اِنَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم) ترجمه: حقیقت دادی چې الله دهیڅ قوم حالت نه بدلوي ، ترڅو پوري چې دوی خپل اوصاف نه وي بدل کړي “

    ک

  11. مدیر ،هیواد Reply

    معتصم صیب چې زه پيژنم…!
    باور وکړئ چې هیڅ ډول غوړمالي ، نزدي قرابت هم ورسره نلرم ، په تقدیرمې ټینګه عقیده ده چې هرچاره الله کوي ،چې دهغه څه رضاکیږي ،نوهغه به ضرور کیږي،هغه فکر،ذهانت چې الله ورکړی دطالبانو په یوه مسؤل شخص کې نه ترسترګو کیږي،زما یاد شي چې دامارت په جوړو کلونوکې دطالبانو اقتصاد په صفر کې ضرب و،خو همدې کس ورته عجیب اقتصادي اوتجراتي کمالات وننګول ،دطالبانو په مالیاتي نظام کې نوښتونه رامنځ ته کړل دهغوی تولیداتي نظام یې په یوه عجیب ساده ډول ورغول چې د روانو جګړو ترڅنګ یې د سیاسي او اداري نظام په ترسیم کې هم پراخه برخه واخیسته همدا لامل و چې دطالبانو لوی ملاصاحب ته تربل هرچا ډیرداعتبار او قدر وړ و،خو یوه هغه مهال په پښتنې کندهاري اصطلاح خوشک ډیرو مګر چاسره یې ضد اوشخصي عناد نه ساتلو چې ځینې اوصافو یې نن زما قلم را و چرخاوو.

    ه مننه … س ،مدیر.

  12. سنجاوي Reply

    زاهد دتقوا علمبرداره
    داپه کټ کې مات پراته بنګړې دچا دي؟

  13. rasan Reply

    تاسو هغه قوم ته دهدایت خبره کوئ چې الله ورته عذاب نازل کړی

  14. شعیب Reply

    از وجودطالبها همین حالت خیراست برای ما

  15. شاد Reply

    افغانان دمشرانو توهین ډیرکوي هغوی ته لارښوونه هم یو ګران اقدام دی ،چاچې دې ته غاړه کښېښوه ،نوپوی شه چې هغه بری هم راوړلای شي.

  16. شاعلم Reply

    ترڅو مو انګریزي استعمار دپاکستان اوهند په څیرپه ځان منلی نه وي ،ترهغو دامن اوسولې تمه کول ناشونې ده.

  17. جیلاني خان الکوزی Reply

    اغاصیب دخیر سړی دی خو طالب چارواکی داسي څوک نه غواړي چې هغه دومره افغان مزاجه وي

  18. توریاخیل ننګرهاري Reply

    محترمه ستاسو پیغام مو ښه په مینه وکوت ،اخترمبارک ازادي مبارک ،البته دپیغام ځینې داسي فقرې وي چې په یوه افغان کې که یوه زره افغانیت هم وي باید ورته قائل شي ،ځکه چې بین الافغان جوړجاړی خپله ددې معني ورکوي چې دمطلق بهرني په وړاندې قاطع پریکون اویوواحد جوړښت .الله دي وکړي.

  19. نادر شمله وال Reply

    دامعتصم یې بیا کوم یو دی چې رسنیو په مخ کړی په خبرو نه شي ورور دبومونو مور که درته معلومه وي په دې کابل ورخطاکړئ چې له دې ګدۍ نه خو وزګارشي.

  20. مبصر Reply

    داغا جان صیب دایوه خوږه خبره درته وړاندې کوم چې وايي:
    هغه داچي که د هیواد د روان بحران د خاتمي په خاطر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ دوه جانبه خبرې د دواړو لوریو لخوا په صداقت، جدیت او مسئولیت تر سره شي یو ښه اقدام دی ، خو له امریکایانو سره هر ډول پریکړې ته د رسیدو سره سره د افغان لانجې له ټولو ښکیلو لوریو سره که هغه حکومت دی او که نور جهادي او سیاسي جریانونه دی د طالبانو تفاهم او مذاکرات د یوه ښه میکانیزم او مظبوط اسلامي ، افغاني او ملي نظام پر سر توافق ته رسېدل خورا اړین او اهم دی.
    نو ته وا ګلمرجان اوهیبت جان به یې ومني کنه؟

  21. باسط Reply

    له وطنه مو دشلغمو شوربا جوړه کړه.

  22. زرمینه کابلۍ Reply

    وې شاودو سوځلی؛ مستې پوکې
    تاسو جهادیانو کومې نخرې په دې ولس ونه کړي ،،نجیب سره هم تاسو سوله وکړه څه مو ځینې جوړکړل.

  23. حسین جاغوري Reply

    برو مردم کندهاریا کرزی وملاعمر راچي حاصل کدیم

  24. جنت ګل Reply

    موږ پارلمانیان اوطالبان دواړه پيژندلی

  25. طوتاخیل Reply

    الهي ارشاد
    (اِنَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم) ترجمه: حقیقت دادی چې الله دهیڅ قوم حالت نه بدلوي ، ترڅو پوري چې دوی خپل اوصاف نه وي بدل کړي “

  26. زرمتی Reply

    معتصمه وروه ستاسو خکلې څیره او خکلی مطلب یوبل ته ورته دی او الله هم خکلا خوخه وي

  27. مصباح Reply

    دبین الافغاني روغې په اړه دابو درداء رضي الله عنه مرهم پټۍ
    بودرداء رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ایا تاسو ته زه داسي عمل در وښیم چې له روژو، خیرات او لمانځه یې اجر او ثواب زیات وي؟ دی وایي موږ ورته وویل: ولي نه، هغه وویل: هغه خپل منځي روغه جوړه ده، او خپل منځي فساد او شخړې دین ختموي.

  28. احسان الله مجاهد Reply

    رښتیا چې زموږ په هیواد کې د امریکا يي عسکري قواوو د موجودیت پلمه هم زموږ خپل منځي اختلافات دي

  29. لیوال ستانکزی Reply

    که ده هرې رسنۍ سابقه خبرونه وکتل شي ،نوپوی به شي چې میډیا تشې اوازې خلک غولوي ،دهرې ورځې خبرداسي چې ته وا بس سهار نو دامن لمرپه هیواد کې راغیږي اوټولې وسله والې ډلې دتل لپاره له ماشې کوتې پورته کوي

  30. راحیله ملا لور Reply

    الله دې په دې ولس خپل فضل اوکرم وکړي ښاغلی اغاصیب تاسوښه مهرباني کړي دافغانانو اتحاد به ضرور یوه مثبته نتیجه ولري ،البته که یې ښکلېل بهرنيان اوګاونډې ته پریږدي
    تیراخترپه دې شاهد و چې دطالبانو او دولت ځواکونو ترمنځ دبیلتون اوپیوستون ښه انداز ولګید ځکه دې ځلې غزني په لمبو وسوځل شو او دواړو غاړو ته درنه ځانی مرګ ژوبله واوښته مینه په نفرت بدله شوه.

  31. عبدالله پروان څخه Reply

    داخو رښتیا ده..!
    د هرشهید د قبر سرته د هغه د یتیمانو اولادونو چيغې دي ، د هر زوي د قبر سر ته د هغه بوره مور کړیږي او د هر ځوانیمرګ د قبر سرته د هغه ناوې کونډه ژاړي، زموږ ټول ولس په داسې مصیبت کښې ډوب دی چې نه د چا اختر په یاد دی او نه هم د خپلواکۍ د ورځې لمانځل.

  32. غ.حضرت Reply

    ته هغه اغا ساب نه ئې چي د طالب د حاکمیت سره شریک او طالب هغه څوک ؤ چه د ښځو د زده کړی او مکتب دښمن ؤ خو تا ځوان ستا د خپل اعتراف په اساس خپله لور د انګرېز په علمی مرکزونو کی د اسلامی زده کړو په لاسته راوړنه ویاړنه کړه؟

  33. قیام الدین رانجه Reply

    محترمه تاسوخوښه مهرباني کړي ،که یې اوس په چاومنې

  34. خوستی Reply

    افغانانو له هیواده نور دګوړې اچار جوړشو،فکرنه کوم چې بیابه یوه داسي مهال وینوچې خپل پوځ خپل ملا به په کاسه دواړه لاسونه منډي

  35. سیرت لغماني Reply

    دخپلواکۍ او ازادۍ تعریف:
    خپلواکي هغه حالت ته وايي په کوم کې چې يو ولس، هېواد یا دولت په خپله خاوره کې بشپړ واک او اختيار ولري.
    خوایراني پاړسیان بیا دازادۍ کلمه ځان ته منسب وي چې ګنې داکللمه له فاړسو اخیستل شوې اوپه نورو ژوبو کې یې ځانګړی ځای نیولی،هغوی لیکي:

    تابلوی نقاشی آزادی هدایت‌کننده مردم اثر اوژن دولاکروا در سال ۱۸۳۰ میلادی، یکی از تأثیرگذارترین آثار مربوط به انقلاب کبیر فرانسه بود.
    واژهٔ آزادی، یا به فارسی افغانستان حریت، به مفهوم مختلطی اشاره دارد که شامل مفاهیم پایه‌ای خودمختاری، حکومت بر خود و استقلال از یک سو، و توانایی کلی در انجام کارها، داشتن انتخابهای مختلف و توانایی کسب هدفها از سوی دیگر می‌باشد. داشتن انتخاب‌های مختلف در مورد انجام یک کار (optionality) به این معنی است که اگر شخص بخواهد آن را انجام دهد، هیچ چیز نباید او را از انجام آن بازدارد و اگر نخواهد آن را انجام دهد، هیچ چیز نباید او را مجبور به انجام آن کند. حد بالای این قابلیت انتخاب این است که حتی عوامل درونی روانی نیز مانعی در انجام انتخاب ایجاد نکنند. میزان وجود این قابلیت انتخاب شخصی لزوماً ربط مستقیمی به خود مختاری حکومتی یک جامعه ندارد.

  36. همچنین : Reply

    قسم به عزت و قدر و مقام آزادی که روح‌بخش جهان است، نام آزادی

    آن‌زمان که بنِهادم، سر به پای آزادی دست خود زجان شستم، از برای آزادی

  37. Dr.Atal Reply

    بسم الله الرحمان الرحیم
    فان تنازعتم فی شی فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر…..
    مؤمن پدی ایمان لری چی د الله او رسول نه هیڅوک هم ښه او عادلانه فیصله نشی کولی نو زموږ دپاره ښه فیصله د علمای امت او امامان د حرمین شریفین ، قوی او احسن ده که د منافقو جنرالانو (د ای اس ای) ؟
    د جهاد د شروع نه هم آی اس آی پخپله او د اجیرو علماوو په نامه اسلامی ډلو په خوله او لباس کی زموږ تنظیمونو ته د تخریب او نفاق درس یی ور کړی چی تر ننه دوام لری او په تیرو ۲۵ کلونو کی د موږ تر ټولو لوی نفاق ،،تلفات ، درونی ضایعات ، انحصار ، جاهلی متعفن تعصبات ، مالی فساد اوغلاوی د تنظیمی ارکانو دی چی ۲۵کلن ریکارد یی موجوده نسل ته اظهر من الشمس دی ، نو بیا تجربی ته به ضرورت نه وی ځکه ۴۰ کلنه تجربه کمه نده ، چی اوس هم څوک نه پوهیږی نو بیا یی انسان مه بوله
    افلا تعقلون یا اولی الابصار

  38. کلیم مسافر Reply

    په دې یقین وکړئ چې دهمدې جګړمارو له امله په پردو هیوادو کې میشت افغانان په خپل هیواد شرمیږي
    نوبناء تاسو دخپل طالب اصلاح وکړئ اوپه هیواد کې دغلو خیټورو په وړاندې مبارزه هم ستاسوپه ګټه ده ځکه دا ټول هغه ډلې ټپلې دي چې طالب دفساد په نوم له هیواده شړلی و خو اوس انګریزانو بیرته دخپلو منافعو په غرض سره رایوځای کړل اود دولت واګي یې ورته وسپارلي

  39. سائمه ډینمارک Reply

    تاسو ماشومان ته خبرې کوئ

  40. مفتي Reply

    ښاغلی اغاصیب ستاسوپیغام مې په طالب نیوزاوپژواک کې هم ولوستلو،خوبیاهم دلت ځینې لیدونکوته دخپل نظروړاندوینه کوم…!
    ګرانو کتونکو موږ الحمدالله مسملمانان اوافغانان یو دښاغلي اغاصیب خبرې ،تفکراوهڅې تربل هریوه ځکه دستائلو ګڼم ،چې دهغه په تګلاره کې موږته دهیواد ازادي ،پرمختګ اومذهبي نارملتوب درې واړه راپه برخه کیږي ،نوڅه به وشي که نوم وړی سره همدا ږغ دمرګ تروروستي بریده بدرګه کړو،هغه دهیواد په ډیروولسونو کې ځانګړی مقام لري له همدې په استفادي سره باید دسولې دابهیراودا تګلاره عملي شي.

  41. کاکړ Reply

    دې طالبانو ته هم حیران یو په خرقه !
    دوی له ۹۴ آن تر۱۸میلادي کال پورې په جګړه خپل ژوند راتیرکړ،خودوی لا له نړۍ والوسره پوی نه شول دوی یوه ځانګړی هدف ته ونه رسیدل دفاړسیانو ازبکانو سره یې هم محاربوي چینې ووهلې خودګټې په ځای یې بیاهم تاوان دا راوړ چې دبهرنیانو ملاتړیې دهغوی په ګټه ځانګړی کړی.

  42. جلال ابادي Reply

    ،
    تاسو لیکلي چې باید سوی تفاهم بین الافغاني
    نوافغانان به څوک سره یوکوي؟
    هغه دمږکانو اوپیشو قصه ده.!

  43. نوکلی لوکل بس Reply

    یواځې پآکستان دی چې انډوخر یې جوړکړی داطالب کورنه چرته دی دوی چرته وسیږي خو داهرڅه امریکا دسرپه سترګو وینې ،یوه ورځ به داسي راسي چې حساب به وی.

  44. naqibullah Reply

    تاسو جهادیانو خو هیواد خاورې ایرې کړاوس یې دسولې اوامن خبرې هم کوي؟

  45. نوریه Reply

    نوښاغلي ته چرته ناست یې ،راشه کنا له پاکستانه خبرې نه شي کیدای خپل وطن کې خبره سپینه کړه

  46. تورن Reply

    دواړې غاړې پردی پال دی موږ ولس ته ګټه نه شي راوړلای

  47. کونړي ځوان Reply

    ورورجانه څیره خودي ډیره مبارکه راته ښکاري اولیکلی دي هم ډیري معیاري اودولس دهیلوانځورګري کوي ،نوکه داسي وشي

  48. هوتک Reply

    سولې!
    په تا پسې مې یاره پښې شولې تڼاکې
    بسته دا ستا په لمن که اوښکې راپاکې.

  49. هدایت الله کندهاري Reply

    په دا سیاست ماسیت نه پوهیږم خو
    زما له طر فه دي د نړي ټولو حق پرسته مسلمانانو او
    لر او بر افغانانو پښتنو ته دي نيکمرغه لوع اختر مبار ک شى۔۔

  50. امیرمحمدزابلي Reply

    د هېڅ انسان په تيروتنه باید خفه نشو خفه په دي شو
    چې موږ لا څومره جهالت کې پاتې یو

  51. ثاقب Reply

    ااااخ!!
    د اسلامي ټولنې ځوان نسل یهوانو د خپل پلې کېدونکې سازش په واسطه اوس د جهالت تیارو ته ټېل وهلی

  52. محمود راقي Reply

    شیخه واوره !
    ستا په نظر هغه څه ښکلي دي، چې ستا په نظر ښکلي وي؛ نو هیله ده خپل شخصي ذوق په نورو تحمیل نه کړې، دا د یوه چا توهین دی، چې هر څه کې یې کار ولرې.

  53. منیب Reply

    ورېځو هم لاسونه پورته کړو اسمـــان ته
    څاڅکي څاڅکي یې تویېږي و ګرېوان ته
    *
    خدایه څومره ماشومان مو یتیمان شوو
    سوله را ولي غمجن افغانستـــــــــــان ته

    له بورا چې د ارمان پوښتنــــه وشـــــوه
    په ارمان کې په ژړا شو ګلستـــــــــان ته

    په دنیا کې که د میني ژوندون غـــواړې
    بل ته هغه خوښوه چې څه دي ځــان ته

    ما منیب دي هم دربار ته لاس اوچت کړو
    ضرورت لري زخمونه مو درمـــــــــــان ته

  54. علم زیب Reply

    یہ کیسا ملک ہے جس میں اپنے لوگوں کے ساتھ تو درندوں سے زیادہ برا سلوک کیا جاتا ہے جب کے انسانی ہمدردی صرف بیرونی طاقتوں کے لئے دکھایی جاتی ہے ، جہاں انصاف انسانیت ملک کے اداروں کے ہاتھوں برائے فروخت ہو وہاں کچھ بھی اچھے کی امید نہ لگئی جائے ۔۔ ان اداروں کے ہاتھوں یہ ملک پہلے بھی دولخت ہوا ہے آئندہ بھی ان بےزمیروں کے ہاتھوں تباہ ہوگا ۔۔۔
    خدارا انہیں مقدس گائے سمجھنا چھوڑیں اور ان کے قبضے میں کئی کئی سال سے ماورائے عدالت موجود ہموطن بھائیوں کے لئے آواز اٹھائے ۔۔۔ جس زمین پر ایسا ظلم اور دوغلاپن ہوتا ہو وہاں امن کھبی نہیں آ سکتا

  55. علمي Reply

    مشره تاسو خوډیررښتنی یاست تل سپینې خبرې کوي په همدې خاطر مې خوښ یاست دلیک متن په ډیرو ښوو او اړینو مادو مشتمل و،خوبیاهم ستاسو رډه وینا راته ډیراحترام لري:
    حضرت عمر رض چه کله خلیفه شو نو یو صحابي خپله توره راوویسته ورته یې وو یل چه امیرالمومینینه! که دي خیانت وکړ پدي توره بدي سر در غوڅ کړم.
    هغه وویل که تاسي په ماکې خطا ګورۍ او نه یې راپه ګوته کوۍ!
    دا ستاسي غفلت دی.
    او الله ج دي په هغه چا رحم وکړي چه زما عیلونه ماته راښایی. حضرت علي

  56. خیالي Reply

    دپښتوفطرت مې دومره اسلامي دی
    که اسلام نه وای نوهم به مسلمان وم

  57. متوکل Reply

    همدا اختریزه پیغام دي الله دهیوادوالو وروسته اودپوهې سبب وګرځوي ترڅو په هیواد کې سرتاسري صلحه او امن راشي.

  58. مطیع الله همدرد Reply

    باور وکړئ چې په دې طالبانو اوخلقیانو کې دومره دقلم ،استعداداووطن پرستۍ اشخاص ته که چرته ورته موقع ورکړل شي نوهیڅکله به پردي پال غله اومافیا دهیواد دتجزیې اوپلورپه لورقدم هم وانه خلي،خوځینې کړۍ هغوی تعقیبوي اوترور کویې.

  59. بصیرکاکړ Reply

    کاکړصیب تاسوټول ملت ته دخپلوورځې په مناسبت داتوري ډالۍ کوي.
    د خپلواکۍ د استرداد بختوره ورځ دې ټول افغان ملت ته مبارکه وي.
    موږ د نړۍ یواځینی ملت یو چې د خپل زرګونه کلن تاریخ په اوږدو کې هېڅ ښکیلاکګر نه یو اېل کړي. له مقدوني سکندره تر هلاکوخان او انګلیسه پوري او له آنجهاني شوروي اتحاده نیولي تر امریکا او ناټو پورې هر یوه یې زموږ د ایل کولو هڅې وکړې خو د افغانانو یاغي فطرت د خپلو وینو په بیه خپلواکي وساتله او تر موږ یې د یوه سپېڅلي امانت په بڼه را ورسوله.

  60. زابلي Reply

    دپاڼې له چلوونکو یوه غوښتنه …!
    ستاسو دپاڼې مینه وال اولیدونکي تربلې هرپاڼې زیات بريښي له همدې امله درنه په ديردرناوي غوښتنه کووچې دځینې بهرني نیم لوڅوتصاویروپه نشرکې بیاکتنه وکړي اویایې هسي ځانګړې برخه ورته منتخب کړي چې څوک ورسره کار ونه لري هغوی ته راوړاندې نه شي ،کیدای شي ډیری کسان ستاسو له دې عمل څخه شکایت کوي خوتاسو ته به داموضوع لاجوته نه وي.
    ستاسو په پاڼه جالب خبرونه دمشرانو پیغامونه اوځینې اړین توکي خپریږي چې ډیردپام وړ دی.

  61. سیاسي اند Reply

    که طالبانو په رښتنې ډول دسولې په لوراقدام ونه کړي کیدای شي امریکا دخپلې ماتې اوخپل اصلي شیطانت له مخې ځینې فسادي جالونه نصب کړي ترڅو په سیمه کې فساداودجګړې نوی تغرخپورکړي

  62. روغ لیونی Reply

    دغلو په اړه دې جدې پاملرنه وشي ترڅو هیواد کې میشت نظام اودولت سره مرسته وشي،یوقاطع اوجدي دولت رامنځ ته شي،سوله اوملي پخلاینه به ترهغې پورې هیڅ ډول ګټه ونه لري ترڅو موجوده نظام پیاوړشوی نه وي.

  63. جمیل خان Reply

    تاسو یې فرض کړئ وسله والو اودولت دیوه بین الافغاني تفاهم له مخې یو شول ،نو ګاونډیانو شوي مصارف به ته وا هسي بې ځایه مصرف شوي وي.

  64. زبیرکندوزي Reply

    ښاغلیه ستاسو دپیغام په اړه باید دومره ووایو چې عمده دفساد سرچینه زموږ ګاونډیان دي اوبس ترڅوهغوی ته غاښ نه وي چیچل شوی هیڅکله به هم په افغانستان کې دسولې څرک ونه لیدل شي.

  65. salam Reply

    موږ پوهیږو چې نور په دې هیواد کې دسولې هیڅ ډول شونتیانه لیدل کیږي ځکه چې نړۍ کې دوسلو تجارتي نظام ددې لپاره ده چې جګړه دوام وکړي اوس به نوې جګړې رامنځ ته کیږي ،که چېري سوله هم وشي نوبیرته به داسي مافیاکړۍ رامنځ ته کیږي چې دنوې جګړې تابیابه ږدي

  66. پکتیاوال Reply

    دا درد هغه څوک حس کولای شي چې اختریې په سرو وینو لړلي وي

  67. منورشاه احمد Reply

    دلوی اوختراودخپلواکۍ دورځې مبارکي تاسو اوستاسو ملګرو ته وړاندې کوم ښکلي مطلب اوښه اهداف

  68. وطندوست Reply

    بریالی وسئ افرین اوبرکت مو په قلم شه

  69. محمدي Reply

    بین الافغاني تفاهم نوڅه معنی داسي ډیرو طرحې مطرح کړې خو دعمل په میدان یې پلې کړې نه دي

  70. بارک Reply

    نوربه داهیواد جوړیږي

  71. انجینرډي اجمل Reply

    ځنی کسان داسي وي چې یواځې دخلکو په سوري پسي درومي ،نور درک نه شي کولای خو افغانان نه یواځې داچې سوری پسي درمي بلکي دانسان اوحیوان سوری هم ورته نه ښکاري تاسو اوخدا دوستم اوس دمشرتوب اوسړیتوب دی ؟
    داسي اشخاص هم په افغانستان کې واکمن دی وسله والوسره محاکمي کیږي خودوستم او ده ته ورته څیرې اوس هم په کابل کې خلاصې تڼۍ ګرځي.
    څه سوله به وي چې داسي وګړي په هیواد کې ژوند کوي هغوی دګوتنامو اوبګرام څښتنان دي چې هیواد یې لوټ کړی دولسونو وینې یې زبېښلې دي.

  72. غزلیار Reply

    داستا صوفې لعلونو درپدرکی هرافغانه
    هغه یې بننسوانه

  73. شاولي مسلمدوست Reply

    ترڅو هغه مهاجرچې په الله توکل نه لري اوپه پردو هیوادونو کې یې هغوی ته خولې وازې نیولې وي راستانه نه شي اودهغوی جاسوسان ځینې ځانګړې اوچوڼ نه شی سوله ممکنه ده ،ازادي خوهیڅ امکان نلري
    پای کې درته وایم چې اخترمومبارک شه

  74. امیرخیل Reply

    ښاغلو تاسو په کې دغزني او کندز پيښوته اشاره نه ده کړې ،ستاسوپه نورو پیغامونو کې یوداسي رنګ هم وچې ځپلي شوي ولس ته به هم یوه مرهم پټۍ وړاندې کوله ترڅو دهغوی راتلونکي هیلوته د دولتونوپه کجه پاملرنه شوې وای

  75. مجاور Reply

    یواځې دالله څخه مرسته نړۍ حشر زموږ وینې زبېښلوته راغلی او موږ دخپلې غریبۍ له امله دغرب تالۍ څټو نوڅه وکړو اخیر

  76. عزیز Reply

    که اهل قلم یاست نو خپل قلم د ملتونو اتحاد لپاره وکاروئ.
    قوت ما در وحدت ماست

  77. عبدالمنان Reply

    طالبان دمسکویانو میلمانه دي ،خوزړو مجاهدینو ته دهغوی دوستې خوند نه ورکوي چي په دې اړه مختلفې تبصرې پرې کوي
    اوس به سوله وشي محترمه

  78. مجرم طالب Reply

    مجاهدین پریږدي چې خپل ګټلی برم وساتي او دبهرنیانو سره دمیوندي ځلمیو په څیرچلند وکړي،تاسو دازادۍ ورځې لمانځي خودهغې تاریخ لورلید په اړه شاکتنه نه کوي کمنیټ والو لږ دحقیقت په لور وګورئ

  79. محیب الله مینه پآل Reply

    تاند دې تاند ووسئ
    ښاغلی مولانا صیب هیواد پاله مسلمان اودولس همدرد مشردی ددې پیغام هرتوری دزړه درد لپاره ارامه وونکی دی خوبهرنیانو فضاء دومره پردۍ کړې چې تعبیردیوه وران خوب په معنی ده

  80. معلم علاؤالدین سیال Reply

    زما په فکرخو ستاسو تحلیل په ځای دی البته دا ګنګوسي چې امریکا اومتحدین یې مات شوي ځکه ناشوني ده چې لا اوس هم ډالرپه خپل ځای ولاړ دی روس چې کله دماتې لړۍ پیل شوه نوستاسوبه یاد وي چې روبل څوته راکوز شو،دایوه نه ماتیدونکي سیاسي اومذهبي جګړه ده ،خودې کې یوه خبره ډیره مهمه داده چې دې جګړه کې دوسلو دپير اوپلورلړۍ روانه ده ،نو ویلای شوچې له یوې جوړې اروپا او امریکا سره جګړه په ډیرو سړو مغزو کیږي نه جذبات اوهویوهوی.
    یوه داوړو پوزه هغوی هم غواړي اوموږ هم

  81. مجروح Reply

    یاره دا دتاند دکمینټ ګیرونه مې نه زده کیږي په یوه تکلیف مې داځای راپرانیزلو
    که هرطالب مشردمعتصم صیب دپیغام په مطالعه لږ سر وګوروي کیدای شي دوی ته هم درک وشي ،تاسوهم دې ته ژمن یاست چې ملت وژنه نه غواړو اودولتیان هم نوددې ترمنځ یواځې همدا ټکی چې بین الافغاني تفاهم

  82. جمالزاده Reply

    مننه ښاغلیه ازادي اواخترمو دواړه مبارک شه
    په زړه پورې پیغام اوله معنی ډک توکی

  83. Baryalay Jan Reply

    Eid Mubarak ! . Nice Advice ! Mr. Mutasim , but I don’t think so that all of our people will agree all of the things that you said in this message , because there are many types of people in our country some of them are postive thinking personalities such as you but some of them are negative , the negative thinking people don’t care our worry about their poor people they just want to take benefit of our country by making money for thierselves . But still your message is great to every person of our country , Thank You ! For such a nice and motivational message .

  84. Osman Muslim Reply

    Hello Salam alay kum Mutasim Agha Jan you are right I agree with all of your Thoughts and Sayings I really appreciate it.

    !!!THANK YOU!!!

  85. Zulmi Afghan Reply

    Salam ! Thank You ! Nice Advice I like what you say in every message in media your one of the great and proud personalities of our lovely country .

  86. عبدالسلام ستانگزی Reply

    سلام عليکم ډير قدرمن مولا اغا جان معتصم ! ده اختر مبارکي تاسو او ستاسي ټوله کورنی ته وايم. تاسي ډير مهرهبان او مسبت شخصيت ياست زه ستاسو سره په موکمله ډول رازي يم ډيري معقولي او پر زای خبري مو کړي دي.

  87. بریالی افغان Reply

    سلام علیکم ورحمتله وبرکاته ستاسو مرسته د افغانستان مللت سره رښتی ده الله تعالا دی ستاسو سره او ستاسو په کارو دی مدد ده وکړۍ او زه هم ستاسو په ټولو بیانو باندی باړر او اعتماد کوم تاسی ‌‌‌‌‌‌ډیر درست وایست مننه

    1. Ahmed shah khan watani Reply

      Salam alay kum Dear Mutasim Agha Jan I like your ideas very much I accept your ideas

  88. عبدالله زمری Reply

    سالام جابي معتصم اغا زما تاسي هر وقت خوښېږی ولي چي ډيري حقيقتي خبري کوی تاسو . مننه . ماشاءلله

  89. Bashir Saari Reply

    I don’t agree all of what you have written but some points are really interesting and I like and agree those .

  90. Saifullah Agha Reply

    سلام علایکم اغا ساهبه تاسی واقیعن ریش
    ښتیا وا یست زه ستاسی په ټولو ویناو سره سد به سد موافق یم

  91. Ahmad shah karzay Reply

    Firstly, every word you say is right, and god give you and your nationality a glimpse and make you a beautiful Islamic stat

  92. Ahmad shah Reply

    Firstly, every word you say is right, and god give you and your nationality peace and make you a beautiful Islamic state

  93. عمر شيرزاد Reply

    سلام ! ډيړي مقبولي خبري مو کړي حاجي اغا خوند مو په وکی !

  94. محمود اغا مدني هيوادی Reply

    تير اختر مو مبارک څه اغا جانه داغه خبري مي ډيري خوشي سوې .

  95. Ibrahim Rahimi Reply

    What a nice statement. I also read other statement of Eid from other personalities , but this one wakes every ones heart and brain ! Wow .

  96. kayum karzay Reply

    Firstly, every word you say is right, and god give you and your nationality peace and make you a beautiful Islamic contry

  97. A Sharifzad Reply

    Following a series of positive developments in recent months, could the Trump administration’s decision to pursue direct talks with the Taliban revive the moribund peace process?
    U.S. Institute of Peace Senior Expert Johnny Walsh discusses the significance of this move and what we can expect from any potential negotiations.
    You need to translate carefully Sura Raad about change and you can not put ausaf instead of ” Fi anfusehim”
    It is not realistic when you use your former official title for your personal advantage and popularity . I am not sure which skills, experience, and governmental diplomacy enable you for an individual message and responsibility?
    Don’t take this comment personally we have common share in our goal in Sura Raad that has been given to muslim 1400 years ago.

  98. Ahmad gul Reply

    First of all, every word you say is right, and Allah will make your people a beautiful Islamic country

  99. Hikmat safi Reply

    First of all, every word you say is right, and Allah will make your people a beautiful Islamic country

  100. حماد Reply

    اغا صاحب
    ستاسي له ښه نظره مننه خو کاشکي په ښکیلو خواوو کې د دي ښو نظریاتو د منلو ظرفیت موجو وای.

  101. صالح Reply

    ممنون هستیم
    ملا معتصم نظرات تان قابل قدر بوده، ملت افغان که ستمهای فراوان را دیده تشنهٔ این نوع لطف است خداوند کند که یک کس نرم دل مثل شما حاکم این مرز وبوم شود.
    آمین

  102. مؤمن نعیمي Reply

    معتصم اغا صاحب
    ژوندي اوسئ
    ملت هم داسي پیروزینو ته اړ دی په دي سره هم دآرام سا اخلي
    که واکمن ورته ځیر شي همدا ورته کافي دی. الله دي لیدونکي سترګي ورکړي. تاسي ته دعزت ژوند غواړو.

  103. Khaliqullah Majidi Reply

    Salam Alaikum Warahmatullah ! Mr Agha Jan I like your statement because you have talked about peace , and our people want peace nothing else because if peace comes nobody is going to fight again and nobody is going to be murdered by someone !

  104. Zahir Pashtun Reply

    Salam ! Nice message on unity and peace all of muslims should learn something from this kind of beautiful message , no muslim should hate another muslim and no muslim should fight with another muslim , if we hate or fight eachother its our own loss nobody else is going to help with us , we should stop every bad things that we are doing with each other ourselves!

  105. Mustafa Naykmargh agha Reply

    Salam alay kum Mutasim Agha Jan I agree with your ideas because you gave good advices for union of Afghanistan,s Populace it is useful for us in reality.

  106. Haron Asafzadah Reply

    اسلام علیکم ورحمتلله وبرکاته ستاسی بیان ‌‌‌‌‌‌ډیر او اصلی رښتیا وایی د افغانستان خلګو ته صحیح لره ورښیی.

Leave a Reply to مجروح Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *